(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داڅنګه کوچی دی

رحمتي ګیلانوال

دزابل ولایت ددایې چوپان ولسوالي کي دغرونو او دروپه منځ کي کلي دي  پر ویالو ډیرتوتان ولاړ دي کله چي دوبی شي توت پاخه شي دکلي هلکان ټوله ورځ پکي بوخت وي دکوچیانو رمي داوبولو لپاره راځی شپانه او نورکوچیان  دتوتو په خوړلو لګیا وي .

دغرمي مهال وو کلي ته راووتلم  پرویاله مي لاسونه پریولل اوبه مي څښلې چي دکلي توتو ته می پام شو یو ه کوچي کوسی پرسر دتوت خاښ یې رانیولی توت خوري . ورغلم له روغبړ وروسته مي ورته وویل زه به توت درته را ټک وهم ، ده راته وویل نه زویه داسي ښه خوند کوي ، دچازوی یي ؟ دپلارنوم مي ورته واخیست   . څو توت یې خولې ته واچول ماته یې له کتلو وروسته په خوږه ژبه  وویل : ورشه پلارته دي وایه دلته راشه .  ده توت خوړل زه په منډه کورته ولاړم ،پلارته مي وویل په توتو کي یو کوچي ولاړ دی تا غواړي .

پلارمي راولاړشو ورته راغلي له سلام اوروغبړو روسته یې څو خبري سره وکړي پلارمي راته وویل : زویه ورشه  سترنجي او نالۍ په منډه  راوړه ، په بیړه مي ورته راوړل ترتوتو لاندي مي هوار کړل پرکیناستل ، بیرته ولاړم شلومبی مي ورته راوړ ، ترخوایې کینستلم  مجلس یې خوږ وو وروسته یې زما پلارته وویل : څنګه یاست د علاقداري له خلګو ولسوال او قومنداڅخه خوبه په تکلیف نه یاست ؟

ـ  ښه یو خو کله کله مو ځوروي .

ماته یې مخ راواړواوو کوچي راته وویل  : مکتب وایې ؟ هو وایم یې په څلورم ټولګي کي یم . ده راته وویل نو ورشه قلم او کتابچه راته راوړه . زه په قلم کتابچه پسې ولاړم دوي خبري پیل کړې .

قلم یې واخیست پرپاڼه یې یوڅه ولیکل ماته یې ونیو راته ویې ویل ورشه دا قومندان ته ورکړه . علاقه داري زموږ دکلي خواته نژدې وه په منډه ورغلم  عسکر نه پریښودلم اخیر مي ورته وویل زه قومندان صاحب غواړم په کارمي دی ، عسکر ولاړ څو شیبې وروسته  قومندان چي چپلکي په پښو وې راغلي له روغبړوروسته مي لیک ورته ورکړ ،سترګو ته یې ونیو څیره یې وغوړیده پرشونډویې مسکاراغله په بیړه یې وویل : داسړی چیرته دی . ماورغبرګه کړه چي زموږپه کلي کي ترتوتو لاندی زما لپاره سره ناست دی .

ترلاس یې ونیولم دکلي پرخوا په بیړه راروان شولو . کله چي سترګي پرولګیدې پرشونډویې له خوښی مسکا وغوړیده ، سلام یې ورواچاوو په مینه یې داسي روغبړوکړ ته به وایې سکني وروڼه دي ، له روغبړوروسته ډیر په احترام ورته ودریدو دصاحب صاحب خبره یې له خولې راوتله . وروسته ورسره کینوست  خبرې پیل کړې ، په خبرومي چندان سرنه خلاصیدو حیران وم داڅنګه کوچي د ه چي پلارمي نالۍ ورته راوړه او قومندان دونه په احترام ورسره خبري کوي . ښه ډیر وخت سره ناست وغرمکۍ شوه سره راولاړشول قومندان ته یې زما پلار وروپیژاندو قومندان په ډیر احترام ورته وویل : صاحب ددوي چي هر امر خدمت ویې زه یې دسر په سترګو کوم .وروسته مي

پلار هرڅونه ورته ټینګ شو چي غرمه تیره کړي ویې نه منله په غیږ یې مخه ښه سره وکړه قومندان دولسوالي په لوري کوچي په خپله مخه ران شو ل موږکالي راوخیستل کورته راغلو پلارمي هم ډير خوشحاله ښکاریدو ، په خونه کي مي پلار په چورتونوکي ولاړ سوکه به یې وخندل  ماپرغږ کړ:

 ـ بابا داڅنګه کوچي وو چي تا نالۍ ورته راوړلې او قومندان په ډیره بیړه ورته راغلي په ډیر ادب ورته ولاړو لکه لوی سړي چي وي .

پلارمي سوکه وخندل راته  ویې ویل : عبدالحده جانه زویه(چی اوس په عبدالحدپټان مشهوردی ) داکوچي نه وه ډير لوی عالم او پوه سړی دی نوم یې مدیر صاحب نورمحمد تره کي دی که خداي کول یو مهال به خوارانو خلګوته لوي کارونه وکړي  . پای      (رحمتي ګیلانوال )

- بېرته شاته