(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلي صابر شینواري سره مرکه

د لیکوال ٬شاعر او کره کتونکي ښاغلي صابر شنواري سره د پښتنو په ادبي دیره وریت پښتون کې مرکه
عندلیب پښتونخواه--صابر صیب د پښتنو ادبي او قامي دیرې وریت پښتون ته ستړي مه شی

صابر شینواری-- مننه کوم... کور مو ودان
ستاسې مينه ده
عندلیب پښتونخواه-- ستاسو هم نړۍ مننه چې مونږ ته مو وخت راکړ

صابر شینواری-- يو ځل بيا مننه چې ستاسې غوندې درنو پښتنو سره يم.. او ماته مو عزت راکړ

عندلیب پښتونخواه-- صابر صیب که د مرکې په سر کې تاسو پښتنو ته ځان پخپله ژبه وروپيژنئ منندوي به یم

صابر شینواری ---عندليب صاحب زما نو محمد صابر خان دى... شينوارى راسره لاحقه ده د پښتون ټبر په حساب...
د ننګرهار ولايت د هسکې مينې د ګزارې د کلي وسيدونکى يم او په کال ١٩٨٣ کې پيدا شوى يم
له ادبي دنيا سره مې پيژندګلوي په کال ٢٠٠٠ کې شوې ده
دا هغه وخت وو چې ما نوې شاعري پيل کړه
او له ادبي ملګرو سره مې تله راتله پيدا شو
يعنې له ادبي غونډو سره
نثر ، شاعري مې ميدان دى
او له تنقيد سره مينه لرم

عندلیب پښتونخواه --- کور مو ودان صابر صیب -تاسو کوم چاپ اثار هم لرئ؟

صابر شینواری --دوه کتابونه مې چاپ دي ... د افسانو کتاب ( انسان په فاصله د انسان) مې په نومبر ٢٠٠٨ کې چاپ دى چې ١٦ لنډې کيسې پکې دي... ملګرو ډير خوښ کړى دى... بل له دې نه مخکې يوه ادبي تذکره ده (له زړګي چې وينه وڅڅوم بيت شي) چې پکې د کوهاټ د ادبي ملګرو پيژندګلوي راغلې ده او د هغوى په فن او ادب تنقيدي رايي ورکول شوې ده... د کوهاټ د ادب په لړ کې ښه حواله ده

عندلیب پښتونخواه -- مننه صابر صیب تاند اوسئ-په ادب به خبرې کوو نو که په لنډو ټکو کې تاسو د ادب تشریح وکړئ منندوي به یم

صابر شینواری --- ادب د ژوند ترجماني ده او د انسان د احساساتو خوش بياني ده نو ځکه خو د ځان سره سره اديب هم ژوندى ساتي.
ادب د ذات اظهار دى.. هر هغه انسان چې د ويلو له پاره يو څه لري نو د ادب لاره نيسي يعنې اديب کيږي او د ادب د لارې خپل درد دردمنو ته رسوي او د خپل کرب ښودنه کوي.
ادب د بيان هغه حسينه پيرايه ده چې پيغام نيغ په نيغه د لوستونکي زړه ته رسوي او هغه په فکر مجبوروي. عام بيان دا خاصيت نه لري. نو ځکه خو د ادب او اديب ارزښت زيات دى. او د ادب ژبه له عامې لهجې نه فرق کوي.

عندلیب پښتونخواه --- کور مو ودان ګرانه صابر صیب-تاسو به هم لوستي وي هم به اوریدلي وي چې څوک د کوم ادیب پيژندګلو کوي یا يې دریز ته راغواړي نو وايي(شاعر او ادیب)نو په شاعر او ادیب کې څه توپیر شته؟او تاسو شاعر یا که اوایم هر شاعر ادیب ګڼئ که نه؟

صابرشینواری --- هر شاعر اديب دى خو هر اديب شاعر نه دى. د ادب د هر ميدان سره چې د يو سړى تړون وي که هغه شاعري وي که لنډه کيسه وي که ناول يا بل څه نو هغه اديب دى. اديب مجموعى ټکى دى چې اطلاق يې په شاعر او نثر نګار دواړو کيږي. زما په نظر داسې ويل چې شاعر او اديب کوم فى نفسه تضاد نه لري.

عندلیب پښتونخواه ---نو صابر صیب هر څوک چې د ور سره غر وتړي-یا د شعر د فن کرتبونه زده کړي نو تاسو يې ادیب ګڼئ؟

صابر شینواری --- نه__ هيڅکله نه . ادب خپلې تقاضې لري. ور او غر سړى نه شاعر يا اديب کوي. بلکې په ور او غر کې د فکر ، مفهوم او فن ځايول ادب دى.

عندلیب پښتونخواه --- کور مو ودان صابر صیب-ګڼ لیکوال په دې اند دي چې د شعر د فن د پاره یو استاد ډیر مهم وي-تاسو په دې هکله څه نظر لرئ؟

صابر شینواری --- ښه خبره ده. خو له استاد نه زيات د ادبي ملګرو اهميت په دې لړ کې زيات دى. هغه ملګري چې د فن په رموزو پوهيږي، خپله هم ښه ليکونکي يا شاعران وي او د تنقيد په چل پوهيږي. په داسې ملګرو کې سړى زر هنرمند کيږي، علم يې زياتيږي او مشاهده يې فراختيا پيدا کوي. خو استاد يا ادبي ملګري سړى هيڅکله هم اديب کولى نه شي. په چا کې چې خپله تخليقي قوت نه وي، په استادانو نه کيږي.

عندلیب پښتونخواه --- د نقد نه بغیر فن داسې وي لکه بې مالګې طعام--په پښتو ادب کې سوچه کره کتنه خو په نشت حساب ده او کومه کره کتنه چې وینو هغه هم دوه رنګه ده-یوه خو دغه ده چې مونږ يې وینو چې د لیکوال او لیک صفتونه پکې کیږي-او بله چې وس څه نه څه د نوم ناموس خیال پکې نه شي ساتلی او کره کتنه کیږي-لومړئ خو د لیکوال او فن د پاره يې هیڅ ګټه نه لري-خو دویمه ښه ده خو لکه زمونږ د چاپیریال فتوه نما ښکاري-لکه اردو کې وايي(پګړیا اچهالنا)نو ددې دواړو کره کتنو په منځ کې کومه لار ولې تراوسه مونږ ونه لټوله؟

صابر شینواری --- فکري خاموالى يې لوى علت دى. د ادب د منصب نه پيژندل ددې باعث شوى چې هر سړى د ژر شهرت وږى دى. ددې مقصد له پاره ډله بازي او ناجايزه حمايت رواج شوى دى. ددغه مقصد د لاسته راوړو له پاره اديبان ډله بازي کوي او د نقد صلاحيت لرونکي د يوې ډلې حمايت. دا ددې باعث شوي چې د وخت د ادبي هندارې مخ داغدار شي. په داسې حالت کې به څه نقاد د دور د ادب لورى وټاکي او يا به د ادبي سفر کږليچونو ته د تخليق کارانو پام راواړوي.

عندلیب پښتونخواه --- ژوند ژوند صابر صیب-(استفاده)څه ته وايي؟ماچې د اردو ادب څه نه څه ولوست او څه نه څه مې انګلسي ادب ولوست نو اردو ته هم هغه خیالونه راژباړه شوي کوم چې انګلسي ادب کې ما پخپله لوستي-خو که یو پښتون ادیب له اردو نه استفاده وکړي(ژباړه نه یادوم) نو مونږ ته سرقه ښکاري-نو لیکوال چې په کومو ژبو پوهیږي ادب به يې هم ارومرو لولي نو اثر خو به يې په شعر کې ښکاري---وس دا ادبي غلا شوه که څنګه؟

صابر شینواری --- ښه شاعر هميشه غلا (استفاده) کوي خو چل ورسره دا کوي چې په نوي شکل يې وړاندې کوي. بد شاعر دا ظلم کوي چې خرابوي يې يعنې شکل يې مسخ کوي. په دې لړ کې د T. S. Eliot دا قول مفيد دى:
Immature poets imitate; mature poets steal; bad poets deface what they take, and good poets make it into something better, or at least something different
زما مطلب دا نه دى چې شاعر دې خامخا استفاده شروع کړې ،بلکې که له طبع زاد سره سره کله کله استفاده هم وشي او په نوي قالب کې وړاندې کړل شي په دى کې څه حرج نشته.

عندلیب پښتونخواه -- مننه صابر صیب-له پیړیو نه په پښتو ادب کې شعر ته پاملرنه ډیره شوې او کیږي-او نثري لمن مو که تشه هم نه ده خو لوستونکي نه لري-ښکاره خبره ده چې که ادب د ژوند د پاره مفکوره منو نو ژوند ته خو د څیړنو یا تحقیق اړتیا ده-او تحقیق په شعر کې هیڅکله نه شي کیدی ځکه چې شعر خو پخپله څیړنې او تشریح ته اړتیا لري نو که ادب او ادیب یواځې شاعر ته وایو نو شعر خو بیا د ژوند کومه اړتیا نه پوره کوي--نو زمونږ ادب د ژوند د پاره مفکوره په پښتنه ټولنه کې ټکنۍ درته نه ښکاري؟؟

صابر شینواری --- زه له تاسره لږ اختلاف او لږ اتفاق کوم. لکه ما چې مخکې هم وويل چې اديب هر هغه سړى دى چې د ادب فن يې زده دى. هغه که شعر وي که د نثر کوم صنف. يواځې شاعر ته اديب نه ويل کيږي. شعر د ژوند ډيرې اړتياوي پوره کوي. د خلکو احساس راپاروي، فکر ته يې مجبوروي، د سالم پيغام رسونه کوي او د ټولنې په فکري بلوغت کې برخه اخلي. د ادب د ژوند دپاره نظريه دا معنى نه لري چې سړى دې نثري اصناف ليکي. بلکې په شعر کې ډير ښۀ ددې ضرورت خدمت کيدلى شي. لکه شوى چې دى. او اتفاق درسره دا کوم چې دا نظريه ټکنۍ خامخا ده خو دهغې سبب شعر نه بلکې نورې وجې دي. لکه ددې نظرېې د پالنې په وخت د شاعر په شعريت قابو نلرل او د فن لوازمات نه پوره کول. ډير ملګري چې ددې نظرېې د سحر لاندې راغلي نو يې تغزل او شعريت برقرار نه دى ساتلى. بلکې د شعر نه يې شعار جوړ شوى. د ليکونکي فکري عدم تسلسل يې هم لويه وجه ده.

عندلیب پښتونخواه --- صابر صیب زما د ملګري په ويئنا-مونږ د کتاب ازار وهلي یو کتاب نه لولو نو نن سبا به تاسو وینئ چې ګڼو پښتنو د غني خان په څیر ستر لیکوال د ساز د لارې وپيژندو-او وس دا رواج جوړ شوی چې زمونږ څه شاعران وروڼه د سندرغاړو لمنې نیسي او عکسونه يې بیا بیا ګورو-زما موخه هیڅکله د موسیقئ د فن او فنکار بې قدري نه ده خو د ادیب او ادب لوړ مقام څه خلکو ونه شرموو؟؟مونږ پښتانه ولې کتاب نه لولو؟لامل خو يې دا نه دی چې نن سبا بې توله د شعرونو کتابونه چاپ کیږي هیڅ معیار ته پکې توجو نه وي شوي او هر سړی ځان د مصنفینو په صف کې ودرول غواړي؟؟ستاسو څه نظر دی چې د موسیقۍ فنکار دی د شاعر له کبله وپيژندی شي که شاعر دې د ساز د لارې وپيژندی شي؟؟

صابر شینواری --- په دواړو کې عيب نشته که د موسيقۍ فنکار د شاعر له کبله وپيژندل شي او که شاعر د فنکار له کبله. که د هغه په موسيقۍ کې او يا د شاعر په شعريت کې زور نه وي، نو دواړه د يو بل په ښه نه شي راتلى. د شاعر مجبوري ده چې شعر خلکو ته واوروي يايې ورسوي نو ځکه خو په موسيقار پسې هم ځغلي. د بې توله کتابونو چاپ کيده او يا د ادبي ټولنو بې توله جوړيده هم د همدې خواهش نتيجه ده چې شعر خلکو ته ورسي. دا کار يو عادي Normal شى دى. د ذات د اظهار خواهش ددې باعث کيږي چې سړى بې وخته کتاب چاپ کړي. دا ددې باعث کيږي چې په منځ کي يې يو زبردست ليکوال يا شاعر راپيدا شي. فن او فنکار ژوندى پاتې کيږي او د ادبيت نه عاري ليکنې شعرونه پخپله مري. د کتاب نه لوستنه سياسي عوامل لري. ترڅو چې ژبه په لويه پيمانه حکومتي مرسته ترلاسه نکړي او د مکتب او رابطې ژبه نه شي د پښتو د کتاب نه به ليري والى راځي. د خوشحالۍ ځاى دادى چې د پښتو د کتاب لوستونکي په دې آخر کې زښت زيات شوي دي.

عندلیب پښتونخواه ---مننه کوم صابر صیب-نن سبا غزل ډیر لیکلی کیږي خو غزل کم ترسترګو -د پښتو شعر نور اصناف مونږ بیخي هیر کړل-زه کله کله فکر وکړم چې نظم په یوه یا څو موضوعاتو وي او غزل کې هر شعر جلا جلا معنا لري-نو غزل د لوستونکي او اوریدونکي فکري یکسويي ټکنۍ کوي-او نظم لوستونکی یا اوریدونکی د ځان سره په یوه لار روان کړي او اخري سر ته يې ورسوي--بیا که وګورئ د پښتو خپل اصناف لکه چاربیته نیمکۍ او نور ساګانې ورکوي او لیکونکي نه لري نو تاسو څه نظر لرئ چې دا نور اصناف رانه ختم شي او یواځې غزل شعر ګڼو نو ادبي ګټه به ولري؟؟

صابر شینواری --- د غزل خوبي همدا ده چې هر بيت يې جدا مفهوم لري. د خپل همدې خاصيت له وجې ورځ په ورځ ځوانيږي. د غزل هر بيت کله کله د پوره يو نظم متبادل وي. د غزل سره مقابله ګرانه ده. خو د نظم ليکل د سړى په قدر او اهميت کې اضافه کوي. نظم هر هغه اديب ليکي چې د نظر وسعت يې زيات وي او د وسعت د نظر فيض يې عام وي. د پښتو نظم د ولسي صنفونو په حالت رښتيا هم ژړا پکار ده.

عندلیب پښتونخواه --- جار مو شم صابر صیب-ستاسو افسانې د ملګرو او زما ډیرې خوښیږي-که په لنډو ټکو کې راته د افسانې بنسټیز توکي راوښايئ نو منندوي به یم

صابر شینواری --- زه به داسې نه وايم چې پلاټ، بلکې داسې به ووايم چې:
١- د پلاټ جدت-تنوع
٢- انداز بيان
٣- تجسس
٤- پيغام
٥- د تاثر وحدت

عندلیب پښتونخواه --- کور مو ودان صابر صیب او که د لنډې کیسې بنیادي لوازمات هم په لنډو ټکو کې راته ولیکئ

صابر شینواری --١- انداز بيان يې يو لازمى شى دى. دا له ليکونکي سره مرسته کوي چې ورو ورو صاحب اسلوب شي. 
٢- نکته نظر يې بل ضرورى جز دى. د ا له ليکونکي سره مرسته کوي چې د ثواب او خير خبره لوستونکو او ټولنې ته ورسوي. دا د ليکونکي او لوستونکي شخصيت سازي هم کوي. 
٣- پيل او پاى . د ښه لنډه کيسه ليکونکي د کيسې پيل او پاى ډير خوندور وي. او په سر کې لا لوستونکې له ځان سره تړي. دا ډيره ضروري او بې نهايته سخته برخه ده. د ښۀ افسانه نګار پته همدلته لګيږي.

عندلیب پښتونخواه ---مننه ګرانه صابر صیب-بیا راځو شعر اړخ ته -وس چې پښتانه ځلمي د نورو ژبو ادبیات لولي نو پښتو ادب ته د نظم نوي شکلونه راغلل-معرا او ازاد نظم خو له ډیره وخته لیکلی کیدو خو وس پکې نثري نظم هم لیکوال لیکي-ګڼ ادبي ملګري چې پکې حمزه بابا هم شامل دی ازاد نظم شعر نه ګڼي او نثري نظم خو کیدی شي هغه وخت له سره نه وو نو تاسو په دې هکله څه نظر لرئ؟

صابر شینواری --- دا يو ښه عمل دى چې وخت په وخت نيکې زياتونې وشي. زه خپله د آزاد نظم ملګرى يم. کله کله مې ډير ښۀ ازاد نظم له سترګو تير شي. خپله مې هم ليکلي دي. کله چې يو مفهوم (خيال)د غزل او نظم د جوړښت او پنجرې نه بغاوت وکړي او د هر قسم پابنديو په دائره کې نه ځائيږي نو د ازاد نظم شکل واخلي. دا ډير زيات او بې نهايته مهم صنف دى. 
نثري نظم هيڅ شى هم نه دى. صرف داسې يو شى دى لکه سړى چې خوږې اوبه وڅکي. خو چغې دې نه وهي چې ما روح افزا وڅکله.. هاهاها.
دا يادونه ضروري ده چې ازاد نظم هم وزن او بحر لري. ازاد په دې معنى نه دى چې هرې ګډې وډې ازاد نظم دى.

عندلیب پښتونخواه --- -صابر صیب په خیال او فکر کې توپیر شته که دواړه یو دي؟

صابر شینواری --- توپير پکې شته .. خيال د مفهوم په معنى کې راځي. لکه د غزل د هر بيت چې جدا خيال وي. او فکر د اديب مجموعي سوچ ته وايي چې د ژوند په هکله يې لري. ښه اديب د خپل فکر لږه لږه برخه د خيال په شکل په شاعرۍ يا افسانه وغيره کې ټولنې ته وړاندې کوي. مونږ د صاحب فکر ليکوالو د کمي سره مخ يو.

عندلیب پښتونخواه --- د صاحب فکر لیکوالو په صف کې د مختلفو نظریاتو خورونکي هم راځي؟؟

صابر شینواری --- بالکل. زما همدا مقصد و. د صاحب فکر ليکوال د فن خوند دا يې چې د نظر تسلسل وي پکې. حمزه يې ښه مثال دى. د خپل مخالف ذوق هم خړوبه کولى شي. ما د حمزه مخالفين ليدلي چې د هغه د شاعرۍ نه يې خوند اخيستى.

عندلیب پښتوخواه --- صابر صیب فلسفه د ادب برخه ده که ادب د فلسفې؟که دواړه جلا جلا دي؟که اوایو چې فلسفه ځانله څیز دی او ادب ځانله نو بیا په ادب کې فلسفه بیا بیا څیړل څه معنا لري؟که فلسفه په شعر حاوي شي نو عام فهمي ترې ورکیږي او چې اولس پرې پوهه نه شي هغه ادب څه ګټه لري؟

صابر شینواری --- غني هم همداسې درواخله.
دواړه جدا شيان دى. ښه اديب خپل خيال د فلسفي د دليل سره د شعريت او فن سره مل وړاندې کولى شي. که داسې شوي وي نو ځکه د يو اديب فلسفي او منطقي پوهه او يا تعقل پسندي په شعر کې څيړل کيږي. خو که د شاعر په شعر کې عام فهمي ورکه شوي وي او اولس پرې نه پوهيږي نو دا بيا د کمزوري درجې شاعر دى او کله کله خو ترې متشاعر جوړ شوى وى. د فلسفې خوشبويي په شعريت کې ځايول اسان کار نه دى.

عندلیب پښتونخواه --- جارمو شم صابر صیب-په وسني پښتو ادب کې مو کوم نوي شاعران نوي نثر لیکونکي او کره کتونکي خوښ دي؟او په راتلونکي کې ترې ډیرې هیلې لرئ؟
هههههههه(زما نه علاوه)

صابر شینواری --- په درې واړو ميدانونو کې ډير ښه ښه کسان شته او تخليق کوي او يا ادب ته لارښوونه کوي. زه په دې هکله د خپلې خوښۍ څرګندونه کوم. ددې خبرې ضرورت دى چې په درې واړو برخو کې د دغه ښو کسانو مرسته وشي او په شريکه د پښتو ادب د روان او راروان وخت ضرورتونه معلوم کړي. خپل ښه شاعر، نثر ليکونکى او نقاد وټاکي. باقي د درې واړو منصبونه او فرائض معلوم دي.

عندلیب پښتونخواه --- هههههههه-صابر صیب ډیر هوښیار يې خو بیا هم ستاسو جواب راته منظور دی-د چا نوم ځکه نه لیکئ چې ملګري له خیره ګڼ دي خو که د کره کتنې په هکله اوايئ نو بده به نه وي ځکه چې کره کتونکي خو دومره ګڼ نه لرو؟په وسنو کره کتونکو کې زما پخپله استاد بهاند ډیر خوښیږي نو تاسو راته هم څوک ارومرو یاد کړئ-ددې سره به لوستونکو ته د کره کتونکو مالومات هم وشي

صابر شینواری --- عندليب صاحب. مشران کره کتونکي خو معلوم دي چې خپله برخه رڼا يې ادب ته ورکړې ده. په هغوى کې د ځينو رايې د خپلې مخصوصې زاوېې د پالنې د وجې نه يو طرفه شوې ده. يعنې کله کله يې خپله رايې پخپله داغداره کړې ده. په همځولو کې چې کوم ملګري تنقيدي رويه لري، تر ډيره حده مطالعه هم لري او د مشاهدې ځلا يې په نظر کې بريښي هم ډير د قدر وړ دي. هغوى (مشرانو او همځولو) ته پکار دي چې وخت په وخت د فن او فنپارې په هکله خپله رايې وړاندې کړي او د فنپارې مقام وټاکي او د فنکار د حيثيت او اهميت په هکله رايې قائمه کړي.

عندلیب پښتونخواه --- صابر شنواري صیب-ستاسو نړۍ مننه چې مونږ ته مو وخت راکړ-ستاسو سره د برق د تلو غم هم ملګری دی نو نور وخت مو نه نیسم خو ټولو پښتنو ته تاسو خپل پیغام ورکړئ او که د لوستونکو د پاره کوم شعر دا وخت لرئ نو هم خوند به وکړي-زه مو له خپله اړخه په لوي خداي سپارم-په دې هیله چې تاسو به بیا هم زمونږ د دیرې سره خپلې همکارۍ له دوام ورکړئ-
ژوند ژوند ژوند ژوند ژوند ژوند ژوند ژوند ژوند زوند ژوند ژوند ژوند ژوند

طیب خان --- واواوا،،،ډير خوند ئي اوکه، آو ډير څه مو ترې زده کړل، ډيره مننه، په خاص توګه د ښاغلې شينواري صيب، چې خپل وخت ئي را پيرزو کړو، کور مو ودان،

ابو علی دیپک خوند ئي اوکه،

صابر شینواری ---عندليب صاحب محترما! زه ستاسې منندوى يم چې ماته مو عزت راکړ. يقينا چې تاسې د ډير عزت وړ يئ چې خپلې ژبې او خپل ملت ته بې له کومې طمع کار کوئ. داسې خلک د ډيرې ستائنې وړ وي. 
خپلو درنو ملګرو ته به زما پيغام داوي چې له هغه ملګرو سره رابطه کلکه کړي چې تنقيدي رويه لري او په تنقيد پوهيږي. په دې کار سره د تخليق کار جوهر ډير زر ځليږي او د لفظ په اهميت خبريږي. اختصاص هم ډير رول لري. يا دې شاعري کوي يا دې په نثر کې کوم صنف انتخاب کړي او د هغې خدمت دې وکړي. په دې کار سره به هغه صاحب فن شي. 
په آخر کې زه يو ځل بيا مننه کوم او د خپل يو غزل دوه درې بيتونه وړاندې کوم:
اوس همغه زما خلاف دي ماته لارې نيسي
چې تعارف يې له جانانه سره مونږ کړى وو
زما په رګ رګ کې يې اوس هم محسوسيږي اثر
د ځان خلاف جنګ چې له ځانه سره مونږ کړى وو
څومره د کاڼو او اغزيو اموخته وو مونږه 
او څومره ساز لا د ګزرانه سره مونږ کړى وو

وبالله التوفيق.
غلام ربانی فیاض --- ښکلې مرکه وه
شینواري صیب ډیر ښکلي منطقي ځوابونه ویلي دي زه ورته د بالا زیات بریالیتوب هیله کوم دده قلم دې همداسې تاند او روان اوسي 
منندوی مو یم شینواری صیب 
او محترم عندلیب ستاسو هم غرونه غرونه مننه چې وخت ناوخت راته داسې ښکلي خلک راپیژنئ
صابر شینواری --- مننه طيب خان ، ابو علي ديپک او غلام رباني فياض ورونو.
ابوعلی دیپک --- ګل راته وسی صابر روره هر ځواب دی زړه ته تسلی ورکوله د خوند او دفند نه ډکه مرکه وشوه پکار ده چی ملګری تری ګټه پورته کړی .مننه عندلیب روره د ښکلو سوالونو چی د صابر صیب نه مو د زړه خبری د کوتو په زور د ملګرو نظر ته راوړندی کړی دواړه راته ګل وسی خو عمرونه مو ده ګل مه شه
حافیظ آمین خاموش ---مننه شینواري صیب! د دیرې په ملګرو مو خپل قيمتي وخت پېرزو کړو-اؤ د ادب تنده ماتوونکې مرکه مو ډېره د قدر وړ ده--عندلیب صیب څخه هم یو جهان مننه چه خپل اکثر وخت ې د ادبي هلو ځلو له پاره مصرق کړی-د دواړو ښاغلیو یو ځل بیا مننه-تل راته ښاد اوسئ
عرفان الدین یوسفزی --- مننه شینواري صیب د ادب په اړه مو د زړه د اخلاصه زمونږ سره خپل خیالات شریک کړل ... ډیر خوند یې اوکړو او ډیر څه مو درنه زده کړل .. یو جهان مننه او عندلیب صیب ستاسو هم مننه
محمد بلال بشیر--- د محترم لیکوال ٬شاعر او کره کتونکي ښاغلي صابر شنواري صیب نه مننه کوم چی خپل قیمتي وخت کی یی مونږ ته حصه راکړه ښکلي سوالونه او جوابونه روان وو ډیر په غور غور می هر سوال او جواب ولوستو ډیر څه می تری زده کړل خو وخت د هیچا انتظار نه کوي کنی زه ویم چی تر ډیری مودې دا سلسله روانه وئ او خپله تنده مو نوره هم پری ماته کړی وه .
دمحترم مشر عندلیب صیب هم مننه کوم چی زمونږ د ذهنونو سوالونه یی د متحرم شینواري صیب نه وکړل ، ډیر پند او ډیر خوند مو تری واغستو .
یو ځل بیا د دواړو مشرانو مننه کوم او بلی مرکی ته مو سترګی په لاریو .
قدرمند محمد بلال بشير صاحب د الله رب کريم نه درته ښۀ ژوند غواړم. کور دې ودان
فقیر ګل خالص -- ډيره ښکلي مرکه، د ادب تنده مو پرے ماته شوه، ګران شينواري صيب ستاسو ډيره مننه چې خپل وخت او خپلے خوږے خبرے مو پيرزو کړے،، د ګران مشر عندليب صاحب هم ډيره مننه الله مو قدر اوکه
داود لټون --- محترم صابر شینواري صیب کور مو ودان له تاسو څخه ډیره مننه کوم چي د وریت پښتون په دیره کې مرکې کولو ته حاضر شوئ ، او زموږ د مشر ورور پوښتنو ته مو د زړه د اخلاصه ځوابونه وویل(ولیکل).جوړتیا،خوشحالي او بریالیتوبونه مو تل غواړم
بشير خلوزي -- ﺩ ﻣﺤﺘﺮﻡ ﻟﯿﮑﻮﺍﻝ ٬ﺷﺎﻋﺮ ﺍﻭ ﮐﺮﻩ ﮐﺘﻮﻧﮑﻲ ښﺎﻏﻠﻲ ﺻﺎﺑﺮ ﺷﻨﻮﺍﺭﻱ ﺻﯿﺐ ﻧﻪ ډیره ډیره ﻣﻨﻨﻪ چې ﺧﭙﻞ
ﻗﯿﻤﺘﻲ ﻭﺧﺖ نه ﯾﯽ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ وخت ﺭﺍﮐړو. او زمونږ په پوهه کې یې اضافه وکړه
صابر شینواری --حافیظ آمین صیب --عرفان الدین یوسفزی صیب --محمد بلال بشیر صیب -فقیر ګل خالص صیب ډيره زياته مننه داود لټون صاحب او بشير خلوزى صاحب ... له تاسې نه زده کړه کوو.
- بېرته شاته