(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښواخلاقو نمونه

ډېـر د  پخـوانـه دا  روايـت راروان  دے چې فلانـکـےاو د فلانکي شاعـري ، ولې نـن زۀ خپـل قلـم د يـو ښاغلي پـه اخلاقو اوچتوؤم ـ دا په دې وجه چې ما د ډېرو مينه والو او شاعـرانو نـه اوريدلي چـې فلانکے  ښه شاعر دے خـــو  پــــۀ  ســـړ يتـــوب   پـــــوره  نــــۀ دے ، پــــۀ ويـنــــا د عبدالرحمان بابا،
سـړيـتـوب څـه پـه دولت نــه دے رحمـانــه
بت که جوړ شي د سرو زرو انسان نه دے
ګـرانــو لـوستـونکـو اول څيــز د انسـان پېژنـدنـه پــۀ ښـــو اخلا قو کېږي ، ليک ورسته پوړۍ ده ، د داسې شاعــر په وينـا کښې اثـر نـۀ  وي ، کـوم شاعـر چې وئ يو څـه او کوي بل څه ، زمـا د خبـرې مقصـد دا دے چې شاعـر پـۀ خو‌ږه ژبه  قام ته  تګ  لاره ښائ ، خو که  يو شاعر اديب پۀ خپله پـۀ غلطـه لار روان وي اوبل تـه نيغـه لار ښـائ نـو اولـس ورپـورې خانـدې ـ
خـبـره رانـه بـل طـرف تــه  لاړه ، راځـم تـواب تـرابي صېب لــه ، دا نـامتـو ليکـوال چې څـوک هـم پېـژني نو چرته به اونـه وائ چې تـرابي  بـد  سـړے دے ، ځکـه  چـې  زۀ  دا ښاغلـی د ډېـر وخت  نه پېژنم ، ساده مزاجه ، بې داغه ، زړۀ سواندې ، په قام اولس مئين ، پـۀ خپـل پښتـون قام خـو داســې ورک لېــونے دے چــې دا څلــورېــزه ئې پــوخ دليل دے ،
خـلـق پــرې لــوبـې د پخـوانــه کـوي
د چا په نيت هم پښتون پوهه نۀ شو
د قام د غمـه داسـې حـال دے د ده
تواب غريب په ژوندون پوهه نه شو
د دې سـره سـره تـواب تـرابي د ډېـر خـوږ اواز سختـن هـم دے ، کله هم چې مشاعره يا بله داسې څـه ادبې غونـډه وي نـو دې خـوږ ژبي ليکونکي تـه بيـا بيـا د وينا د پـاره فرمائشونـه کيـږي ـ
بـل پـۀ اوسنـي دور کښې زيـات شاعـران شاعـري د ټکـو ښکار له بوځي ، داسې ګران ګـران ټکـو استعمـال کـوي چې بې له قاموس ( لغات ) نه پۀ هغې پوهېدل ګـران وي خـو  تـواب تـرابي شاعـري د ټکـو ښکار لـه نـۀ  بــوځـي ، ساده او کليول لفظـونـه راټـولـوي ، د ده ليک بـه دې پـۀ تپـوس نــۀ مجبـوروي لکــه ،
تــه خــوا کښې نــه ئـې بـاغ د فـکــر زمـا شـړ شـړ دے
زه کــه ژونــدے يــم تــا پـسـې مـې زړګـے مـړ مـړ دے
خوب ته يـوه لمحـه يــادونــه چـې ئـې نــه پـرېـږدي ستـا
تواب ته څله وے تصوير کښې دي رنګ زېړ زېړ دے

                         يا
بوج به دي څومره مدام وړمه وړمه
هسې مې مـه چيـړه نــور غمـه غمـه
دا د دنـيــــا د  نـــاکــــړدو  د  لاســــه
پــه خپلـــه نـــه ګــديـــږي ډمــه ډمــه
د دې شعرونـو نـه ئې دا معلوميـږي چې  دا ښاغلے د هـر چـا پـۀ غـم دړدمنديـږي ،
دغسې ټـول ليکـونــه د تـرابي صيب يـو ځانګـړے مقـام لري  ، که چرته پخناټو ته ښه نۀ ښکاري نو هېڅ خبره نـۀ ده ،دا فيصله بــه لوستونکي او مينـه وال کوي چې د ده شاعـرۍ تـه پـۀ کوم نظـر ګوري خو زما خيال دے چې دا ثـابـتـه شوي چې د تـواب تـرابي شاعـري اولس د حـد نـه زيـاته خوښه وي ، د دې ژوندے مثال ده له په مشـاعرو کښـې د خلقـو داد دے چې کلـه هـم دے پـۀ يـوه غـونـډه کښې وي نو د ده اوريدو ته خلق لېوالـه وي ـ
دا ننګيالے زلمے يـو پوخڼـا لـه ورغلی ؤ  چې زما د ليک پـۀ حـوالـه څـه ليکل اوکـړه خـو هغه ورته په جواب کښې ؤوې چـې زه پــۀ  سلــو کښې د نيمې نـه زيـاتـې غـزلې يـا کلامونـه  ردې کـوم نـو دی ننګيالي دغـه وخت يـو شعـر وليکو چې ،
چې د خيال د وجود قتل پکښې کيږي
زه د داسـې تـنـقـيـدونــو قائــل نـــه يــم
زمــا پــۀ خيـال د لـويــو ښکـرورو د مـقـابلـې شـعــر دے ـ
کله چې ماته پته ولګېده نو ما ترابي صيب تـه ؤوې چې دا خبـرې فضول دې ، د پښتو ادب لمن ته څه ډالۍ کوه دا پتـه ورسته لـږي چې څوک څومره په اوبو کښې دے ـ
 تـواب تـرابي لـه الله پـاک ډېر صلاحيتونه ورکړي ، کوم  چې د ډېـرو خلقو نۀ دي نصيب  شوي ـ
زه دا پـــۀ دعــوه ســـره  ويـــم چـې د خليــج   پــــۀ  خـــــاوره  يــــو تـرابي صيـب دے چـې صحافي ، شاعـر ، افسـانــه نـګار ، ډرامــه نـګار ، تـکل ليکونکـے ، د  ادب  داسـې نصـف بـه نـوي چې دې ښاغلـي بــه پکښې کمــال نـۀ وي کــــړے ـ
بل زۀ دا هم پۀ دعـوه سـره ويلے شم چې د تـواب تـرابي دا د هائيکوګانو دا کتاب پۀ پښتو ادب کښې دويم کتاب دے کوم ته چې صحي هائيکوګانې ويلے شي چاپ شو د  دې  نـــه   مخکښــې د  بـنــــو د  سيمــې  يــو  شـاعــــــر پروفيسر قاسـم محمـود چاپ کړے دے ­ ،
الله پاک دي تـواب تـرابي له توان ورکړي چې دغـــه شـان د پښتو او پښتنو د پاره خپل صلاحيتـونـه پکار راولې ـ
                                     محمد سهيل تندر ،   تخت بائ 

- بېرته شاته