(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږ دريمه ستونزه

ميرزمان وفادار
فکرکوم په يوه خبره اوس ټول افغانان سره يوه خوله دي هغه داچې دولت موکمزوری، فاسد اود شته ستونزو او بحران يولوي عا مل دی، دابيله اونا روا خبره ده چې چارواکې په دې خبروهغه اودغه کوي اوسترګي پري پټوي ،هغوی  خو له دې خبرې هم انکارکوي، چې افغانستان دنړۍ د فاسد ترينوهيوادونوپه سرکې ځای لري ،ولي حقيقت دادی، چې دفساد ناوړو اغېزو  ټول هيواد په سراخستی دی ،هغوی  چې پرون یې هيڅ نه درلودل اوس یې دناوړه شتو په حساب منشيان ستړي کېږي .مخکېنو وختونوکې به ټولواکان وو د کورنیوجګړوپه وخت کې جنګسالاران او اوس چې په نامه ولسواکې ده ولې په حقيقت کې واک هميشه د يوي وړوکې طبقې په لاس کې دی کوم چې په خلاص مټ دخلکو په حقوقوتيري کوي چې په نتيجه کې دخلکواودولت ترمنځ پراخ بيلتون را منځته شوی دی اودغه دبې باورۍ تشه دهيواد دښمنانوپه ډيره چټکۍ سره ډکه کړيده چې ثبات ورسره سخت زيانمن شوی اودهيواد پایښت مو له پوښتنې سره مخ دي.
پردویمه لويه ستونزه موهم فکرکوم سرخلاص دی اوسره يوه خوله يوهغه داچې بهرنۍ لاسوهنې دي چې د ګړنګ په څوکه یې درولي يو. خداي دې نکړي په ورلويدوبه مونوم اونشان ورک شي. وينوچې لرې اونږدې هيوادونه دخپل توان په اندازه په خلاص مټ زمونږ په کورنيوچاروکې لاسوهنې کوي. 
خو که سم ورته ځيرشو دريمه ستونزه موتردې خورا لويه اودخپګان وړده هغه داچې آخر دامونږ افغانان يوچې نه يو توانيدلي، چې خپلې ستونزې لکه دنورې نړۍ دخلکوپه شان پخپله حل کړو،نو ځکه هم نړيوال راته د کمزوروخلکوپه سترګه ګوري اودا يوتريخ حقيقت هم دی ، که څه هم کرزی صا حب مو زمريان معرفي کوي کوم چه دغيرت اوننګ سمبول دي ولې دهغه د خبرې په مطلب هم ځان پوهول په کاردي، چې ايا د زمري نه یې مطلب دادی چې مونږغواړي زړه وراو زورور وښیي اوکنه خدای دې نکړي زمری خو وحشي حيوان دی که څه هم پياوړی دي.
داچې ولسونو ته خدای زور ورکړی سمه او ازمويل شوې خبره ده عجيبه داده چې اخرزمونږپه هيواد کې هم ولسونه ژوندکوي اود نفوسوشميرمو هم په عجيبه ډول په زيا تيدو دی نو ولې یو ملي اوسیاسي ځواک نه شو رامنځ ته کولای او ولې داسې کېږي ؟ چې دې سوال ته زياتره افغانان ځواب ورکوي چې د لته بهرنۍ لاسوهنې دي چې داځواب که پرځای هم دي خو ډيربې خونده غوندې دی ........؟
د تيرو دوولسوکلونوپه موده کې که څه هم په سيا سي نظام کې ژورې نيمګړتيا وې شته ولې د بيان دازادۍ ،سياسي اونوروجوړښتونو اوهلوځلوپوره پوره ازادي ده، دابېله خبره ده چې څنګه دا شرايط برابر شويدي ولې مهمه داده چې څنګه داشرايط تلپاتې او لاښه کولای شو .
پوښتنه دلته ده چې ايا هغه روڼ اندي چې کولای شي له دې لارې د نظام په سمولوکې خپله دنده په ښه ډول سرته ورسوي دا کاریې کړی اوکه نه؟ ايا دوی داوسني طلایې چانس نه لازمه ګټه پورته کړې اوکه نه؟چې فکرکوم ځواب یې بد بختانه په نه ورکولای شو. 
کوم زيات شميرسياسي تش په نامه ګوندونه چې جوړ شوي ايا په ټولنه کې اختلاف همدومره ډير دی اوکه هسې په اصطلاح اختلاف د اختلاف له پاره په کاراچول شوی دی؟ اويوسوال بل دا چې خدای د نکړي که چيرې اوسنۍ موقع له لاسه ورکړواودا ازادي نه وي زمونږ روڼ اندي به دې ته حاضر وي چې دهغو د خورا ناوړوپايلو مسو ليت په غاړه واخلي اوکه دپخوا په ډول به دملامتۍ  ګوتې  يو بل ته غزوي.
ټول په دې پوهيږو، چې د شته ستونزو نه دراوتلو لارد ولسواک نظام درلودل دي کوم چې مونږیې تراوسه لا هم په سمه معنا نه لرو خو که وغواړو له اوسنیو امکاناتو نه په ګټه پورته کولو سره داکارشونی دی شرط به یې داوي چې دغفلت له خوبه راويښ شواو راپه ياد کړوچې مونږ هم دنظام دسمون په چارو کې مسووليت لرو.دهيواد اوسنیو نازکو حالاتوته په کتو او ديوې ښې راتلونکې په هيله زه په دې باوريم چې د دې وخت اوضرورت دی چې ملي ګټو ته ژمن هيوادوال دا که په سياسي ګوندونو کې دي ،مدني ټولنواويانوروکې فعاليت لري اويا داچي په يوه کې هم شريک نه دي بايد د يوه پراخ سا لم (ملي روشنفکري) يووالي لپاره چټکې هلې ځلې وکړي.داسې، چې که وه غواړي هر ګوند او ټولنه وکولای شي خپل بيل هویت هم وساتي خو په هغوموضوعاتوکې چې سره ورته نظرلري يوه خوله شي اوپه ګډه د يوه معقول پلان له مخې خپلې هلې ځلې منظمې کړي د مثال په ډول د(رښتوني ولسواک نظام) درلودل چې  په سيوري کې یې پر ستونزو بريا ډير اسانه کاردی 

          

- بېرته شاته