(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ: د ډاکتر کبیر ستوري ۷ تلین ونمانځل شو

د روان ۱۳۹۲کال دحمل د میاشتې په ۱۶ مه نیټه د جمعي په ورځ چې د ۲۰۱۳ ع کال د اپریل د میاشتي د پنځمې نیټې سره سمون خوري  د خاص کونړ د ادبي او کولتوري ټولنې له خوا د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د ډاکتر کبیر ستوري د لېسې په انګړ کې د ارواښاد کبیر ستوري اووم تلین د ازادې مشاعرې په بڼه ونمانځل شو.

په غونډه کې د کبیر ستوري د لېسې دمدیر،ښوونکواو زده کونکو سربیره  په مشرانو جرګه (سنا) کې د کونړولایت استازي ښاغلي رفیع الله حیدري، د خاص کونړځوان فرهنګ پال ولسوال ښاغلی محمد رحمن دانش،دنرنګ ولسوال ښاغلی سید زیورشاه سادات ،د پیچ ولسوال ښاغلي زلمي یوسفزي ، د پوهنې مدیر ښاغلي سید انور،د کونړ ولایت د ملي راډیو تلویزیون ریس ښاغلي محمد اصف روفي ، د کونړ اخبار مسئول ښاغلی سپن غر او یو شمیر ژورنالستانو او دغه راز د محلي، نظامي ارګانونو، سرحدي،ملي او محلي پولیسواو ملي امنیت چارواکو ګډون کړی ؤ.

د عوندې د سټیج چارې ښاغلی سورګل زریال د ښاغلي سباوون اتل او سمیع الله  خاکسار په ملتیا پر مخ بیولي.

غونډه د سهار په نهو (۹) بجو د قاري رحمت الله له خواد کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت  پیل شوه،

ورپسې د خاص کونړ د ادبي او کولتوري ټولنې مشر او د ستوري مجلې مسئول مدیر ښاغلي عرفان الله کوټوال راغلیو ملمنو او د مشاعرې ګډونوالو ته هرکلي ویلو تر څنک ددې مشاعرې په جوړیدولو رڼا واچوله.

لدې وروسته د خاص کونړ ولسوال ښاغلی محمد رحمن دانش دارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په سیاسي،علمي او ادبي هلو ځلو هر اړخیزې څرګندونې وکړي او غونډه ئي پرانستله.

دغه راز د پیچ ولسوال ښاغلی زلمي یوسفزي د کولتوري او ادبي بهیر په ګټو ارزښتناکه وینا وکړه، ورپسې د اریانا پوهنتون مرستیال ښاغلي انور ظفري د داسې غونډو جوړول اړین  او ګټور وبلل.

لدې وروسته په مشرانو جرګه کې  دکونړخلکواستازي ښاغلي  رفیع الله حیدري د ارواښاد ستورې سیاسي او ادبي هلې ځلې وستایلې او په خپله  ازښتناکه وینا کې ئی د هیواد په روان سیاسي کړکیچ د خپل نظر څرګنونه وکړه.

ورپسې ښاغلې نصیر ستوري د غونډې ګډونوالوڅخه مننه وکړه او د خاص کونړ ادبي او کولتورې ټولنې هڅې ئي وستايلې چې په ډیر لږ وخت کې ئي دا مشاعر راجوړه کړه.

دمشاعرې برخه  دنامتو شاعر ښاغلې محمد اسرايل غیرت په شعر سره پیل شوه، چې په مشاعره کې تاندو او نامتو شاعرانو هر یو ښاغلیو شفیع الله تاند،رمضان صایم،عزت الله خلیلزی، حمیدالله همت،نواب ریحان،حضرت عمر یوسفزی،ګل رنګ کوچوان، عبدالمنیر ځلاند،انعام الله میرزاخیل،مسلم مومند،خلیل الله تکل، سورګل ګوهر، سمیع الحق یوسفزي،صدیق ریحان، محمد یونس، لعل ملنګ عصمت،امین الله ، خالد رحماني، فضل الدین، حمدالله میوند، خان اغا اختیار،سبحان الله، سید نور، سنا الله، هشمت ژمن، شعیب غروال او خیبر ډګر ګډون کړي ؤچې شعرونه ئی په چکچکوبدرګه کیدل.

دمشاعرې په پای کې د خاص کونړادبي او کولتوري ټولنې ، د خاص کونړ دولسوال او د خاص کونړ د ټولنیزې شورا له خوا تیارې شوي ډالې وویشل شوي.

غونډه د مولوي محمدیوسف په دعا سره د ماسپښین په یوه بجه پای ته ورسیده او د خاص کونړادبي او کولتوري ټولنې له خوا د غرمې ډوډۍ میلمنو ته ورکړل شوه.

غونډه په همدغه ځای د میلمنو سره په مخه ښه خوره شوه.  

یادونه: د مشاعرې انځورونه به وروسته پرلیکه شي.

ګلرنګ کوچوان

- بېرته شاته