(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتنو د مرګونو مازیګر

په پښتنو د مرګونو مازیګر، خو په تاسو به ېي سحر وي

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزی وايي (په سیمه کې د جګړی په حالت کې) هسې هم په افغانستان او پښتنو د مرګونو مازیګر دی خو په اشارو کې ېي د جګړې پلویانو ته خبرداری ورکړی چې جګړې ته دوام ورکولو سره به  په تاسو به د جګړې سحر وي.
ښاغلي اچکزي دغه خبری وایس آف امریکا ډیوه ټی وي او ریډیو سره په اونیز پریس کانفرنس  پروګرام کې د جمعې (مارچ 15م) په ورځ کړي. هغه د پښتنو د روانې بد بختۍ قیصه پدې شعر کې بیان کړه.
دا زمونږ قسمت دی چې په وینو کې مزل کوو
یو دښمن چې اوهو، بیا بل وهو، بیا بل وهو.
ښاغلي اچکزي په لانجمن ډیورنډ کرښه د خپل دریځ په اړه وویل: د ډیورنډ کرښې لوظنامه د یو زورور انګریز او د یو شکست خورده واکمن تر مینځ شوی. دا وس د دوؤ اولسونو فیصله ده، او د دواړه غاړو د اولسونو په مرضۍ ولاړه ده . هغه زیاته کړه د کرښی منل یو رنګ او نه منل بل رنګ معنا ورکوي. هم پدغه موضوع د یو بل سوال په ځواب کې محمود خان اچکزی وايي د ډیورنډ د کرښې مستقبل د دواړو غاړو د اولسونو په طاقت، اراده او خوښه پوری ده. ښاغلی اچکزی وايي د یو تن په نه منلو سره دغه لیکه نه ختمیږي او زما په منلو سره نه پخیږي
محمود خان اچکزي د وایس آف امریکا ډیوه پریس کانفرنس کې د پښتنو په وحدت، بلوچو سره ژوند، فاټا، ترهګري او په ګوند کې د ښځو په برخه باندې هم خپل نظر وړکړی. هغه وايي د ګوند يې د افغان اولس او عموماً پاکستان کې د اولسونو نه سخته ګیله ده. هغه وایي د بلوچستان صوبې پښتانه په 1970م کې د بلوچستان صوبی برخه جوړ شول. خو وايي ون یونټ ماتیدو وړاندې ورته سیاسي مشرانو لکه باچا خان، حیدر بخش جتوېي، بزنجو، او بهاشاني ویلي وو چې د ژبی په حساب به د پښتنو یوه صوبه جوړوي. خو چې ون یونټ مات شو نو داسی وه نه شوه.
ښاغلی اچکزی وايي تر هغې چې د بلوچستان د پښتنو 40 زره مربع کلومیټره خاوره د خیبر پښتونخوا صوبی برخه نه جوړیږي نو بیا ځان له حیثیت غواړو او تر هغې پښتون-بلوڅ- نیم په نیمه .
د بلوچو  سره د ژوند په اړه ښاغلی اچکزی وايي مونږ د بلوچو د یو لویشت زمکې د نیولو خواهش نه لرو. نه یي غواړو، او نه بل ته خپله خاوره ورکول غواړو، ګډ کور دی. ګټه-تاوان به شریک وي . هغه زیاتوي د پاکستان حکمرانان که پاکستان چلول غواړي نو د بلوچ خاورې په نعمتونو به لومړی حق د خاورې بچو ته ورکوي. او واېي مونږ پاکستان ماتول نه غواړو خو پاکستان به د پښتون د بچي، مور او لور هغه ټول حقونه ورکوي څنګه چې ېي د بل بچی، مور او لور لري .
د بلوچستان د پښتنو د خاورې د تاریخ په اړه ښاغلي اچکزي وویل د میچنۍ، خیبر، کرم، او بلوچستان سیمی په 1879م کې ګندمک لوظنامې وروستو، د هغه وخت د انګریزهند برخه جوړې شوې. هغه وايي دا خاوره افغان وه او افغان ده . نوموړي وویل د 1879م وروسته انګریز د بلوچستان پښتنو سره د بلوچو مري یو ځاېي کړل، لس کاله وروستو ېي نوشکي، چاغي، قلات، او بیا دوه کاله وروستو يي ورسره جمالیان او کهوسیان یو ځاېي کړه. محمود خان اچکزی وايي دغه تاریخي حقیقت انګریز مورخ اولف کیرو بیان کړی او وايي پکار وه چې د 1879م نه وروستو د افغانستان نه نیول شوې خاورې ته برټش افغانستان نوم ورکړل شوی وی.
ښاغلي اچکزي په فاټاکې د بهرنیانو په موجودګۍ ویلي دغلته ځاېي تن د پولټیکل ایجنټ په پرمټ کور ته د کور ضروري شایان لکه اوړه، د خاورو تیل او نور سامان وړي. نو بیا څنګه په زرګونو بهرنیان فاټا ته ورغلل؟ بیا څنګه ځاېي په ځاېي شول؟ او بیا څنګه محسود او وزیر وژني؟
د ډیوه پریس کانفرنس کوربه بهروز خان دی او د اوریدو لپاره ېي په دغه لنک کلک کړۍ.
http://www.voadeewaradio.com/audio/audio/266504.html

- بېرته شاته