(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قلندر مومند

قلندر مومند: يوه اداره چې خپل دور به پرې وياړي همدا ورځ وه. د فرورۍ د مياشتې څلورمه نېټه، چې مرګ د پښتو ادب د يؤ ځلاند ستوري، د پښتو په تنقيدي ادب کښې د نويو لارو پرانيستونکي اؤ د پښتو اؤ پښتون د نظريې يؤ ياد شخصيت قلندر مومند دا غږ واورېد چې:

د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه هغه خو اوس د نۀ راتلو شوه تۀ به کله راځې

قلندر مومند يؤ داسې هر اړخيز شخصيت ؤ چې د ادب، سياست اؤ صحافت په حواله ئې هر کار کړے دے نو تش د هر فن مولا جوړېدو لپاره ئې ندے کړے بلکې خپل کمال ئې پکښې ښودلے دے اؤ دا ئې ثابته کړې ده چې کوم کار هغۀ کړے دے نو نۀ ئې پکښې کوم ډول کمے پريښے دے اؤ نۀ ئې د کوم خنډ خيال ساتلے دے. د خپل جدوجهد او مبارزې په دوران کښې هغۀ خپل کار ته د زړۀ وينې ورکړې دي اؤ خپله دا نعره ئې رښتيا ثابته کړې ده چې: ګلستان کۀ مې په وينو تازه کېږي هر ازغے دې هم زما په زړۀ کښې مات شي د دې سره ئې په خپله مبارزه کښې هيڅ ډول خنډ هم نۀ دے منلے اؤ خپل دا شعر ئې د عمل مېدان ګرځولے دے چې:

قلم قلم به قلندر شي منم شي دې چې دا ئې د قلم خوښه ده

کۀ د سياست مېدان دے نو قلندر مومند هلته د يؤ پوخ نظرياتي سياست پوه په توګه خپل رول لوبولے دے اؤ په خپله نظريه هيڅ ډول Compromise ته نۀ دے اماده شوے. خو چونکې د قلندر مومند د کار اؤ زيار اصلي مېدان ادب اؤ صحافت ؤ نو هغۀ د خپل ژوند زيات سپرلي د ادب اؤ صحافت په مېدان کښې تېر کړي دي اؤ پښتو ادب اؤ صحافت ته ئې د يوې سترې ادارې هومره کار کړے دے. د "ادارې هومره د کار" دا خبره هسې تش خبره نده بلکې دا يؤ حقيقت دے چې څو ورځې د مخه ورته د کاکاجي صنوبر حسين مومند د ياد په يوه دستوره کښې محترم اجمل خټک هم اشاره وکړه اؤ وې ويل: "کاکاجي صنوبر حسين مومند د اولسي ادبي جرګې په جوړولو کښې بنيادي کردار ادا کړے ؤ اؤ اولسي ادبي جرګې افراد يا شخصيتونه نۀ دي پيدا کړي بلکې ادارې ئې پيدا کړې دي". يقيناً دغو ادارو چې اولسي ادبي جرګې پيدا کړې وې د پښتو ادب لپاره دومره کار وکړو چې پښتو ژبه ئې له نوي سره ژوندۍ اؤ فعاله کړه. په دغو ادارو کښې د قلندر مومند کار اؤ زيار د پښتو ژبې لپاره يؤ څۀ ځانګړے حيثيت هم لري ځکه چې کۀ هغۀ شعر ليکلے دے نو د اوچت معيار، کۀ افسانه ئې ليکلې ده نو د پښتو افسانه ئې عروج ته رسولې ده، کۀ تنقيد ئې کړے دے نو په پښتو ادب کښې د ډېر وخت تنقيدي جمود ئې دړې وړې کړے دے (خصوصاً د مجلسي تنقيد په حواله د اولسي ادبي جرګې په غونډو کښې د قلندر مومند بحثونه اؤ د ساهو ليکونکيو مرکه وجود د پښتو ادب د مئينانو لپاره د لارښود کار کوي)، کۀ تحقيق ئې کړے دے نو په ځانګړي سائينسي انداز ئې کړے دے، کۀ په لسانياتو ئې کار کړے دے نو هلته ئې خپل ځانګړے انداز برقرار ساتلے دے، کۀ طنز و مزاح کښې ئې څۀ ليکلي دي نو ځان ئې د يؤ مسلکي مزاح ليکونکي په توګه ښودلے دے اؤ کۀ په صحافت کښې ئې قلم ته لاس کړي دي نو د صحافت اؤ د قلم د تقدس پوره خيال ئې ساتلے دے. همدا راز قلندر مومند په پښتو، اردو اؤ انګلش کښې په يؤ شان مهارت اؤ خپل ځانګړي اسلوب کښې ليکل کړي دي اؤ دلته ئې هم خپل لوي فکر اؤ د هغې د اظهار ځانګړے انداز برقرار ساتلے دے چې دغه کمال د قدرت لخوا ډېرو کمو خلقو ته په نصيب شوے دے.
دغه قلندر مومند چې ټول عمر ئې د پښتو اؤ پښتون لپاره کار وکړ، په اخري عمر کښې هم په دې خفه ؤ چې هر څو کۀ هغۀ د پښتنو ګلستان ته د زړۀ وينې ورکړې خو دا ګلستان تازه نۀ شو. د پښتنو ګلستان ولې تازه نۀ شو؟ وجه ئې تر اوسه پورې هماغه ده چې خوشحال خان خټک ترېنه سر ټکولے ؤ. قلندر مومند ئې اظهار داسې وکړو:

نمر خُوَلې شو، ستورو خپلې وينې توئي کړې خو په مونږ شب خون وهليو سبا نه شي قلندره دا ارمان به ګور ته پټ وړم اتفاق په پښتانه کښې پيدا نه شي

نن کۀ قلندر مومند په جسماني لحاظ په مونږ کښې موجود نۀ دے خو د پښتو اؤ پښتنو لپاره د هغۀ فکر، سوچ، کار و زيار اؤ مبارزه شته. دغه فکر، سوچ، کار و زيار اؤ مبارزه هغه مرګ ته نۀ پرېږدي. د هر کال په تېرېدو د هغۀ د فکر، سوچ، کار و زيار اؤ مبارزې رڼا نوره هم خورېږي، پراخوالے کوي اؤ خلقو ته د کاميابۍ نوې لارې پرانيزي. نو ځکه دا خبره بېخي سمه ده چې قلندر مومند يؤ فرد نۀ دے، يؤ شخصيت نۀ دے، بلکې يوه داسې اداره ده چې خپل دور به ورباندې وياړ کوي اؤ د تاريخ په هر دور کښې به ئې ياد ساتي. Qalander Mohmand, Kalandar Mumand By: Abdul Hadi Hairan - بېرته شاته