(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سارکSAARC

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه:   جولاي  ۱۹۹۸

د جنوبي اسیا ټولنه چې دهند،پاکستان، بنګله دیش، بوتهان،مالیدیو، نیپال او سریلانکا څخه جوړه شوي ده د سارکSAARC  په نامه یادیږي SAARC دسیمه ایز ګډ کار لپاره لاري چاري لټوي.  دا ټولنه د خپلو دوه ځواکمنو غړو هند او پاکستان د اتومي ازمایښتي چاودنو د هند د نیمې وچې په شمال ختیځ او جنوب کې په کوشنیو(کوچنیو) ګاونډي هیوادونو کې اندیښنه پیداکړې ده، ځکه چې د هند او پاکستان تر منځ هر یو اتومي ګوزار خامخا په دغه نورو هیوادونو اغیزه کوي. 

ددې واقیعت اغیزې چې ددې دواړو ګاونډيو هیوادونو د وسه دا پوره ده چې په خپلو دوه اړخیزه لانجو کې یوه ورځ د اتومي وسلو څخه کار واخلي، د همالیا هیوادونه Nepalاو Bhutanپه ناڅاپي توګه ځان په اتومي کړیو کې بند احساسوي، ځکه چې ددې دواړو هیوادونو په شمالي پوله اتومي ځواک چین د جنوب وخوا ته توغوندي ودرولي دي.

هند خپلې اتومي ازمایښتي چاودنې د چین څخه د پیداکیدونکې خطر په بنسټ مدللې کړي وي، نو ددې دواړو هیوادونو  تر منځ پراته هیوادونه دا اندیښنه لري چې د دوۍ تر منځ د لانجې په حالت کې به په دوئ اغیزه وشي او دل به شي. په یو وار سره ټول حالت بنسټي تغیر خوړلی دی. د اتومي ازمایښتې چاودنو څخه ورورسته دا په پوښتنه کې اچول کیږي، چې ایا ددې اوه هیوادونو  هند،پاکستان، بنګله دیش، بوتهان،مالیدیو، نیپال او سریلانکا نور د ګډو شیانو نمایش او  ټول هغه شیان  چې پکې شاته غورځول شوي لکه څنګه چې تر اوسه پوري کیدلی شوه په راتلونکي کې هم کیږي او که نه.

د 1985 کال راهیسي چې د جنوبي اسیا دا ټولنه جوړه شوي ده، عمومي دود ئي دادی چې هغه موضوع ګانې چې دوه اړخیزه لانجې پکې وي، په اجندا کې نه نیول کیږي او د خبرو اوبحث موضوع نه ګرزي.

نه پکې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر لانجه او نه پکې د سرې لانکا په کورنۍ جګړه کې د هند په کله ناکله پوځي مداخلې، او هم دغه شان نه پکې د هند او بنګله دیش  په منځ د ګنګا  د سیند د اوبو د ویش او نه پکې دBhutan د کډوالو له کبله د نیپال په ربړو خبرې کیږي.

د سارک د غونډې په ترڅ کې د پخلاینې د خبرو او د اختلافونو په باره کې د نظریو بدلون لپاره موقع پیداکیږي.

د سارک اصلي موضوع ګانې  د ټولې سیمې لپاره خورا مهمې دي. مطلب دلته د اقتصاد دعمومي کیدنې غوښتنې او د اسیا مالي کړکیچ دی چې اغیزه ئي د هند په نیمه وچه کې حس کیږي.

په عمل کې د سارک ټول غړي هیوادونه ستونزې لري او کوشني هیوادونه لا نورې ډیرې ستونزې لري. د هند په مقابل کې بندیزونه په نیپال او بهوتان اغیزه لري، ځکه چې  نیپال او بهوتان یوازي د جغرافیائی موقیعت له کبله د هند سره د سوداګرۍ تماس ته اړ دي او خپل ضروري شیان بل ځای په اسانۍ لاس ته راوستلی نه شي.

- بېرته شاته