(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زابل: پوهنې ته اوښتي زيانونه ...

د زابل پوهنې ته اوښتي زيانونه جبرانول غواړي

د زابل د پوهنې رئيس وايي، د دغه ولايت د پوهنې سكټور پوره پنځه كاله سخت زيانونه ليدلي، چې جبرانول يې وخت او هلو ځلو ته اړتيا لري. د پوهنې رئيس رحيم الله لودين، چې له ټاټوبي اوونيزي سره يې په يوه ځانګړې مركه كې د زابل د پوهنې د سكټور په اړه څرګندونې كولې، وويل چې د ۱۳۸۵ او ۱۳۹۰ لمريزو كلونو پر مهال د زابل د پوهنې سكټور سخت زيانونه ليدلي دي. د نوموړي په وينا، ناامني او د وخت د پوهنې د چارواكو بې غوري د دې لامل شوي چې د زابل پوهنه پنځه كاله وروسته پاتې شي. لودين وايي: ((د زابل د پوهنې د وروسته پاتې والي ۵۰% عامل ناامني او ۵۰% هم د وخت د پوهنې د چارواكو بې كفايتي ده.)) د زابل د پوهنې رئيس وايي، د ۱۳۸۵ او ۱۳۹۰ كلونو تر منځ - هغه مهال چې غالباً ناامني زياته وه- د زابل د پوهنې ځايي چارواكو د پوهنې په برخه كې اړين خو څه، آن لومړني خدمات يې هم نه دي تر سره كړي. نوموړي دغه راز د پوهنې پخوانيي چارواكي تورن كړل چې د پوهنې د پياوړتيا په برخه كې يې له ولسه د مرستې غوښتنه نه ده كړې. هغه دغه راز د پوهنې په برخه كې په زابل كې د عامه پوهاوي د پروګرامونو نه تر سره كېدل هم د پخوانيو چارواكو بې غوري بولي. رحيم الله لودين وايي: ((متاسفانه پخوانيو د پوهنې مسوولينو د زابل خلكو ته د پوهنې په اړه پوره پوهه نه ده وركړې او همدا راز له هغوى يې د مرستې غوښتنه هم نه ده كړې.)) لودين ادعا كوي چې د ۱۳۹۱ لمريز كال په اوږدو كې د زابل پوهنې ته د تېرو پنځو كلونو په اوږدو كې د اوښتي زيان د جبران لپاره يې ډېرې هلې ځلې كړې، چې تر يو بريده بريالۍ دي، خو په وينا يې، لا هم زيات كار او وخت ته اړتيا ده چې دا زيانونه جبران كړل شي. د ښاغلي لودين په خبره، د ۱۳۹۱ لمريز كال په اوږدو كې يې په زابل كې شاوخوا پنځه ويشت بابه نافعال ښوونځي د زدكوونكو پر مخ بيرته پرانيستي، چې له امله يې زرګونه له زدكړو بې برخې زدكوونكي بيرته زدكړې ته د لاسرسي له حق څخه برخمن شوي دي. دغه راز نوموړى وايي، د روان لمريز كال په اوږدو كې يې په زابل كې د تخنيكي او مسلكي زدكړو مركزونه هم د لومړي ځل لپاره فعال كړي دي. هغه وويل، د يوه انستيتيوت تر څنګ يې دوه ښوونځي فعال كړي، چې د كرهڼې په برخه كې پكې زدكوونكي روزل كېږي. هغه دا د زابل لپاره د پوهنې په برخه كې لوى پرمختګ وباله او زياته يې كړه چې دا به په دغه ولايت كې د كرهڼې په برخه كې د مسلكي كسانو كمى تر يو بريده پوره كړي. رحيم الله لودين وايي، د دې تر څنګ يې په زابل كې يو بل انستيتيوت فعال كړى، چې د مالي او حسابي چارو په برخه كې پكې زدكوونكي روزل كېږي. دى وايي: ((دلته د تخنيكي او مسلكي زدكړو مركزونه هيڅ فعال نه وو، موږ د روان كال په اوږدو ځيني فعال كړل، تر څو دا لوى كمى تر يو بريده پوره كړو.)) د سرچينې په په وينا، همدا اوس په زابل كې د عالي دارالمعلمين لپاره د ودانۍ جوړولو چاره جريان لري، چې د امريكا په مالي مرسته د دوه نيم ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت جوړېږي. ده هيله وښوده چې د دغه دارالمعلمين فعالتيا به په زابل كې د ښوونكو د كمي په پوره كولو كې مرسته وكړي. زابل د پوهنې وزارت له لوري وركړل شوي تشكيل كې ۲۳۸ بابه ښوونځي لري، خو دا مهال پكې يوازي ۱۰۵ بابه يې فعال دي. په فعالو ښوونځيو كې، چې ځيني يې په ولسواليو كې هم دي، په ټوليز ډول څلوېښت زره تنه زدكوونكي زدكړه كوي، چې د چارواكو د شمېرو له مخې، شپږ زره تنه يې ښځينه دي. د زابل د پوهنې رئيس وايي، زابل د پوهنې له پلوه لا هم لويې ستونزې لري، چې هوارولو ته يې په بېړني ډول اړتيا ده. ده ومنله چې په ځينو ولسواليو كې يوازي يو يا دوه ښوونځي فعال دي، خو په ځينو كې بېخي يو باب ښوونځى هم فعال نه دى. شملزو، اټغر او دايچوپان هغه ولسوالۍ دي چې د پوهنې د رئيس په وينا، ټول ښوونځي يې د زدكوونكو پر مخ تړلي دي. دا په داسي حال كې ده چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو كې آن تر څلوېښت بابه پوري ښوونځي فعال دي. د زياتو ښوونځيو نه فعالتيا، د مسلكي ښوونكو كموالى، د لابراتوارونو نه شتون او دغه راز د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى هغه عمده ستونزې دي چې دا مهال د زابل د پوهنې چارواكي او زدكوونكي ورسره لاس او ګرېوان دي. د پوهنې رئيس وايي: ((زموږ زياتره ښوونځي ودانۍ نه لري، ځيني خو آن خېمې هم نه لري، زدكوونكي پكې تر شنه آسمان لاندي زدكړې كوي.)) رحيم الله لودين وايي، د پوهنې د ارزښت په اړه د خلكو د پوهاوي د پروګرامونو په پايله كې د پوهنې په اړه د خلكو د پوهاوي كچه لوړه شوې او د پوهنې په برخه كې يې له پوهنې ادارې سره مرسته زياته شوې ده. د نوموړي په قول، غواړي دا پروګرامونه روان وساتي او په دې ډول د زابل ولس پوهنې ته رامات كړي: ((له نېكه مرغه زموږ ولس اوس پوه شوى چې د ناخوالو اصلي سرچينه د پوهې نشتوالى دى. همدا وجه ده چې دوى اوس آماده دي چې د پوهنې په برخه كې هر ډول مرسته راسره وكړي.)) د زابل د پوهنې رئيس همدا راز وايي، د پوهنې په برخه كې شته ستونزې يې له ولايتي او مركزي ادارې سره شريكې كړې او تمه لري چې هغوى به يې په هوارولو كې ورسره مرسته وكړي. ښاغلي لودين د پيغام په دود د زابل له خلكو وغوښتل چې پوهنې ته پاملرنه زياته كړي: ((زما هيله له خپلو خلكو دا ده چې دوى هم د تېرو زيانونو په جبرانولو كې مرسته راسره وكړي او خپل ټول كوچنيان ښوونځيو ته ولېږي او د ښوونځيو په فعالولو كې راسره همكاري وكړي.)) د يادونې وړ ده چې د زابل تر څنګ د نورو سوېلي ولايتونو د پوهنې سكټور هم د تېرو ناامنيو پر مهال سخت زيانونه ليدلي، چې جبرانول يې له تر ټولو مهمو او زيربنايي چارو څخه شمېرل كېږي.

راپور : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته