(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژبو نړۍ واله ورځ اودپښتو...

عبد الجبار كاكړ

۲۱مئې كه څه هم د نړۍ دټولو مورنيو ژبو د لمانځلو ورځ ټاكل شوي ده خو دهغه مورينو ژبو دپاره دا ورځ ډېر ارزښت او اهمميت لري چي كومي ژبى تر ښكيلاك لاندي كه ځموږ و خپلي مورني ژبى پښتو ته موږ وګورو نو ژبه موتر ښكيلاك لاندي ده هغه ټولي ژبي چي په حكومتى كچي دهغه وودي ته كار نه كيږي ياد هغه مخ نوي كيږي يا په مورنيو ژبو وهر ماشوم ته د زده  كړي په كلو كښى خنډونه جوړيږي ياو دفتري چاروته نه ايله كيږي او مخ نوي يې كيږئ ځما په اندد داسي ژبى په اړه موږ ويلى شو چي هغه تر ښكيلاك لاندي ده دا بيله خبره ده چي څوك داخبره منې او يا كه نه منې خو په ۲۱م فروري چي په بشپړه پښتون افغان ټاټوبى كښې چي څه  ماوليدول يا ماواوريدل نوداخبره نوره راته څرګنده شوه چې هو پښتو د پښتون وارو تر ښكيلاك لانده وه او لاندي دي.

        پښتون افغان چي په خپل اوږ د خور ټاټوبى دزراؤ  زراؤ څخه پروت دي او ژبه يې هم دزراؤ كلو څخه را روانه ده بيانو ولي دا ژبه اوس هم د نورو لخوا دمخ نوي هڅي ورسره كيږي دا ډېر تاريخى حقيقتونه او رښتيا دي چي ددي پلټنى نه يواځي اړينې دي بلكي كه داكار روشې نو به په دي خبره ټول خبر شې چي ددي ټولو ناخوالو سره سره پښتو ژبه مخ په وړاندي تللي وه او مخ په وړاندي به ځي خو د پخوا په پرتله په اوس مهاله كښې به نه يواځي دخپلى ژبى څارنه  اړينه  وي بلكې ددي دپاره لانور كاركولو ته اړتياوي ځكه چي د نن ورځي په سرئت سره رواني ټيكنالوجى كه يوه خواته موږ ته ډېره ګټه را رسولي ده خو بلي خواته دهغه چالاسونه هم اوږده كړي دي څوك چي په دي هلو ځلو كښې دي چې څنګه پښتو سره ګډو ډه كړي يا يې مخ نوي وشي.

             د مورنيو ژبو دهغه اوسني ورځ په ټول افغان پښتون ټاټوبى كښې ولمانځل شوه چي يواځي په سويلي پښتو نخوا كښې د كوټي په ګډون په ټولو ښارو كښې په دي اړه غونډي سيمنارونه او مظاهري وشوي هم دا ډول دهغه ورځ دخيبر پښتو نخوا په مركز پيښور او نورو  ښارو كښې او په قبائيلي سيمي په ځينو ځايو كښې جوړي شوي او دكرښې و هغه خواته په كابل كندهار او نورو ښارو كښې هم دهغه ورځ ولمانځل شوه چي څرګنده خبره ده چي دپښتو ژبى په پرمختيا او  هغه  ناخوالولي چي ګرانه پښتو ورسره مخامخ ده په دي  خبري اتري وشوي لكه څنګه چي پښتانه افغانان په برخو برخو سره ويشل شوي دي او دهري برخي ستونځي جلا جلا دي هم دا ډول دپښتو ومخ ته پراته خنډونه هم بيل بيل دي چي موږ ټول په دي خبر يو خونه شو ويلي چي مشران ولي دومره بى خونده شول چي دوي په دهغه ناخوالو ځان نه خبر وي او هر څه يې دليكوال شاعراورڼ انده په غاړه اچولي دي كه دوي خپله دهغه ډنډه ترسره كړي وي نو كيدي شوي چي پښتو نوره وده كړي وي خو نه شو ويلي چي دهغه مشران دمصلحت ښكاروي كه بل چل دي خو دانسان سره ځيني داسي ارزښتونه تړلي دي چي په هغه باندي يو ډول راكړه وركړه او مصلحت دسره څخه نه شي كيدي چي په هغه كښې يوه مورني او قامي ژبه ده.

        دا ډېره دوياړو خبره ده چي نن هر پښتون ليكوال داخبره وتراشله او وسنحوله چي په پښتو كښې ځينى ستونځي او مشكلات شته چي په كار دي وهغو ته يو اواري او حل راواستل شې او ټول پښتون يو پښتو ګار كړي او يوه املاو لري او دومره سوچه روانه وي چي يو ډول مشكل دلوستونكي دپاره ونه لري او كومه پښتو ژبه چي ځموږ مشرانو موږ ته پري ايښي وه په زياته بيا دپښتو الباپه خپلى رښتني ډول ګار شې او په هغه كښې يو بدلون ونه شې چي پنځلس شل كاله دمخه داسي  هڅې شوي وي او ددي دڅنګه هغه بيګانه توري ګار نه شې چي هغه پخپله پښتو لري او ددي دڅنګه دنورو ژبو طرز په پښتو خپل نه شې بلكي نوري ژبى دپښتو څه طرزونه خپل كړي ولي چي پښتو د ډېرو ژبو مور او پخوانى ژبه ده داسي نوري ډېري ناخوالي شته چي ځلاند هر وخت هغه په ګوته كړي دي.

                    د پيښور د نشتر هال غونډه چي دښاغلي اياز خان مندوخيل لخوا په انټرنيټ هم د ۲۱ م فروري دمخه راغلى وو په دي غونډه كښې ډېرو پوهانو ګډون كړي وو چي هغه كښې لراو بر ټولو خواؤ استاځو ګډون كړي وو او د هري خو استاځيتوب په كښي وو نو ځكه چي و د هغه غونډي ته موږ يوه مهتبر غونډه ويلى شو او تر ټولو ښه خبره داده چي هغه ټولي ستونځي په دهغه غونډه كښې په ګوټه شوي چي زياتره يې دلته ذكر كيږي لكه يو بشپړه املا چي په رښتيا هم ودي ته اړتيا پخوا هم وه او اوس هم شته او په دي اړه په باړه ګلي او نوروځايو كښې داسي غونډي شوي وي چي تر ډېره يې په املا كښې يو والي راغلي او تر ډېره اوس هم عمل باندي كيږي خو بيرته هم ځيني خو دسرو او ځان خو ښو هغه پريكړه ردكړه بلكي دومره تيرو تنې وكړي چي هغه د پښتو بڼه ور واړوله هر كار يو كړ نلاره لري او اصول كه ددي خيال و نه ساتل شې نو بيا خو څه پاته كيږي نه ؟ د بيلګي په ډول د شلمي پيړي په وروستيو كلو كښې موږ وليدل چي د پښتو ډېر خپلى ټكي په اردو ليكل كيدل او اوس هم د پښتو،ږ ، په ،ژ، ليكل كيږي ياهم دهغه ،ږ، په ،گ، ليكل كيږي او ،ښ، ،خ، په ،ږ، غ،  ويل كيږي خو دلته پوښتنه دا ده چي د پښتو ځانګړي ټكي چي يواځي د پښتو ژبى پيژندګلوي ده كه دهغه ټكي دمنځ  څخه ولاړ شې نو بيا په پښتو او نورو ژبو كښې څه توپير پاته كيږي چي په دي باندي په ځلاند ورځپاڼى كښې ډېر څه ليكل شوي دي خو ځماپه اند په كار دي چي په هيڅ صورت هم د پښتو ځانګړي ټكي بدلون ونه خوري اوكه چيري داسي وشول نو به هر څه په له ګډو ډ شې چي بيا به سمول ډېر ګران وي دبده مرغه څوك چي داكار كوي هغه يا خو په ځان نه دي خبر يا په ناپوهي كښې دهغه چا دپاره كار كوي د چا چي دهغه وخته څخه داسي هڅي كوي په پښتنو كښې دبده مرغه دليك كولو عادت تراوسه نه دي خپل شوي ځكه چي دا خبري په وارو وارو راغبرګيږي او په شوو پريكړو كښې بيا بيا بدلون ليدل كيږي په كار دي چي موږ  پښتو پښتو كړو نه داچي دا دشمالي پښتونخوا پښتو ده دا د افغانستان پښتو ده دا دكوټى او دا دبل ځائي

         د ۲۱م فروري دنشتر هال په غونډه كښې پښتو په رومن ليك دود كښې په راوستلو هم خبري وشوي چي پخوا هم په دي اړه موږ ليكو نه كړي دي او يو وار يې بيا ستاسو ومخ ته ايږدو لومړي خو په كار دي چي په دي غورو كړو چي دا څه آسانه كار دي؟ او ددي سر څومره خطرنو تړلي دي كه چيري داسي  وشي چي دا اوسني عربى ليك دود په رومن ليك بدل شې هغه څوك چي غواړي چي د پښتو په اوسنې ليك دود باندي د عربى وارو زير زبر پيش او نور وركول پيل شې دويم دا چي هغه كومه خپلوا كه ډله يا كميشن(AUTHRETY) وي چي داكار  به ترسره كوي تر هغه وخته چي ديوه ولسي حكومت په كار دي چي لاس و نه چول شې دا اوس چي په پښتو ليك دود باندي هر يو خپل نيلۍ ځخلوي ددي علت هم دا دي چي د حكومت سرپرستى نه شته تر ديس پخوا په  افغانستان كښې دپښتو كار په يوه لاس روان دي او هيڅوك دا نه شې كولي چي ،ږ، په ،گ، وليكي،څ، په ،چ، وليكى يا،ښ، په ،خ، وليكي اوداسي نور ولي چي افغان دو لت ددي كار څار نه كوي او يو ډول دتګ لاري او قانون څخه سرغړونه ده او بله لويه خبره دا ده چي پښتو د لومړي زده كړو څخه تر لوړو زده كړو پوري دلوست ژبه ده نو چي يو ماشوم په لومړي كښې پښتو لولي نو بيايې خوله په وا وړي قلم يې په واوړي او كله هم داسي نه كوي لكه دلته چي كيږي.

             تراوسه چي موږ په پښتو كښي دعربى ليك دود كښې څومره دكتابو زيرمي لرو كه په رومن دخپلى مورنى ژبى دلوست او ليك سره بيګانه يو دا حكومتى كارو نه دي چي د حكومت په سايه كښې داسي كارونه كيږي چي ديوه قانون لاندي هر يو اړ وي نو په اوسنې وخت كښې ودي خوا ته تګ نه دي په كار هودا كيدي شې چي دهغه خبره وچيړل شي وليكوالانو او پوهانو په منځ كښې په كار دي چي وړاندي شې خبري ورباندي وشي كه دپښتو دپاره ګټوروي په كار دي چي په وخت داكارو شي او ټول پښتون افغان په دي باندي يوه خوله شې داسي خان عبدالصمدخان اڅكزي شهيد هم د پښتو يو ليك دود جوړ كړي دي په كار دي چي د ژبي پوهانو ته وړاندي شي خبري اتري په وشي دا ښه خبره ده.

افغان دولت دمطبوعاتو او فرهنګ وزارت يو كيمشن اوس اوس جوړ كړي دي چي داكميشن به دافغانستان دټولو ژبو دخوندي كولو څار نه  به كوي او درسنېو او ميډيا دلاي بيځايه نوري او لغات ودننه كيږي دهغه مخ نوي وكړي ددي څخه داڅرګنديږي چي هغه لانجه چي داوسنېو بريښنائى ميډيا لخوا چي كوم يلغار په ژبو دو داو كلتور كومي ناوړي اغيږي كيږي دهغه مخ نوي وكول شې ولي كه دهغه عمل داسي سرلګه ايله كړل  شو نو ډېر وراني ورسوي چي موږ ټولو ته يه كار دي چي دهري لاري ددي مخ نوي وكړو.

- بېرته شاته