(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان تاریخي وینا

د باچا خان  د تاریخي ویناو څځه (۱۳۴۵ هـ ل کال )

که تاسو پښتنو د خپل پلار او نیکونو تاریخ وګورئ ،نو تاسو په دې دونیا کې چې کومه ترقي او کومه دې دونیا کې  ابادي ستاسو او ستاسو د مشرانو د لاسه شوي ده، نو هغه لا تر اوسه د نورو قومونو له لاسه شوي نه ده.

په کومه زمانه کې چې زمونږ دا ملک روښان ؤ نو که تاسو د دونیا تاریخ وګورئ نو په هغه زمانه کې د یوروپ قومونه لکه نن چې زمونږ حال دی داسې په بده ورځ وو او دغه شان په کور کې په جنګ او جدل او په بي اتفاقیو مبتلا وو.

که تاسو د خپل پلار  نیکه هغه زمانه وګورئ چې په کومه زمانه کې د دونیا په نورو ملکونو کې تیاره وه او دلته رڼا وه .... د دونیا قومونه  به علم له زمونږه دې ملک له راتلل او مونږه نن په څه حال یو نن د دونیا ټولو قومونو کې مونږ  یو بي علمه قوم یو.

نو زه دغومره خبره تاسوته کومه چې زمونږه دا تباهي او بربادي څنګه وشوه؟ اول سکندر راغی او هغه زمونږ په دې ملک کې چې زمونږ ادب ؤ، زمونږ یونیورسټي او پوهنتونونه  ؤ زمونږ مکتبونه ؤ او لائبریري وي یعنې کتابخانې وي هغه ئي ټولې تباه کړې. د هغه نه پس دا چنګیز ورپسې راغی هغه نه چې څه پاتې شوي وو هغه پوره کړل، د هغې نه پس عرب راغلل او بیا د عربو نه پس مغل راغلل او د مغلو نه پس بیا پیرنګی راغی. داسړی دا قوم (پیرنګی) ډیر هوښیار ؤ، دا ډیر پوهه ؤ، دا ډیر سیاست دان ؤ، دا ډیر مدبر ؤ او دا ډیر مکار ؤ، نو چې تاسو نن وینئ چې نن د پښتون دا کور وران ویجاړ پروت دی دا ددغه قوم له لاسه دی.

وروڼو ! تاسو اوس دې خپل ملک ته وګورئ ، دی راغی زمونږ په ملک ئي اول څه چل وکړ ، هغه  ئي توکړې توکړې کړو، بیا ئي څه وکړل  تش ملک ئي زمونږ توکړې نه کړو، قوم ئي توکړې توکړې کړ.

نن دا دونیا چې ده دا دقامولۍ دونیا ده، او په کوم قام کې چې قامولي، مینه، محبت او ورورولي پیدا شوله هغه قومونه اباد شول او خپل منزل ته ورسیدل. مونږ ځکه پاتې شو چې په مونږ کې مینه نشته، مونږ کې محبت نشته، مونږ کې همدردي نشته، مونږکې ورورولي نشته او مونږ کې قامولي نشته.

په دې ملک کې د مارګلې نه چې تر امو دریابه  پورې څوک اوسي هغه ټول پښتانه ګڼم، خپل ورونه ئي ګڼم.

تاسو ته مالومه ده ورونو چې زه د عدم تشدد د نام وړ د عقیدې سړی یم او زما دا عقیده ده چې که په دونیا کې څوک امن غواړي نو هغه امن بغیر ددې طریقې ( عدم تشدد)  کیدی نه شي، نو دا د پښتونستان مسئله چې ده زه امریکې ته او روس ته وایمه چې دا مسئله یوه داسې مسئله ده  چې دې کې احتمال پیداکیدای شي چې په دونیا کې بد امني پیدا شي. او که دوئ د دونیا امن په رښتیا غواړي نو پکار دادی چې دا مسئله دې حل کړي.

نو ځکه زه پاکستان ته او ځکه زه روس ته او امریکې ته دا عرض کومه چې ښه خبره به دا وي ، چې دا مسئله مونږ چې په ورورئ حل کول غواړو، دادې په ورورۍ فیصله شي

pashtoonkhwa.com

- بېرته شاته