(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورنۍ( لومړنۍ) ژبه ساتنه اوکارونه يې ...

ژب ــ ټولنپوهنه:  مورنۍ( لومړنۍ) ژبه ساتنه اوکارونه يې د يوې بشري رښتې په توگه

له ولوليز تر ژبپوهنيز چلنده 

پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار        

پيليزه

مورنۍ ژبه څه ته وايي، يو کوشنی يې څنگه زده کوي، په ليک لوست او زده کړه، پوهه، فرهنگ، ليکوالۍ، رسنوالۍ او... کې ورته څه گټه لري...؟

دا او داسې نورې خبرې زموږ د دې ليکنې سکالو ده او هغه هم، تر هرڅه له مخه په دې لاندې انگېزه:

زموږ پښتو ليکوال، رسنوال، سياستوال... هرکال د فېبرورۍ پر يوويشتمه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په پلمه د بېلابېلو رسنيو له لارې بيا بيا دا راغبر گوي چې د ملگرو ملتود بشري رښتو د اعلاميې د لومړۍ مادې او نورو نړيوالو تړونونو او بيا يې د ښوونيزاوفرهنگي سازمان ((يونسکو)) دپرېکړواوسپارښتو سره سره اړونددولتي- سياسي نظامونه د بشپړ ډېري د مورنۍ ژبې په توگه پښتو ته دارښته  پوره نه ورکوي چې ويونکي يې  پکې زده کړه وکړي او له دوترو دېوانه نيو لې، تربېلابېلو اداري او فرهنگي چارو پورې يې د ژوندوژواک په ټولو ډگرو کې دکارونگ کابو وربرابره کاندې.

که په افغانستان کې، پښتو ته له دويمې رسمي ((پارسي)) ژبې سره له دغه پلوه  په کړنيزه(عملي) توگه برابره رښته( حق) نه ورکول کېږي، يوه رسمي- قانوني پو ړۍ او ژمندويي(تضمين) خو يې خوندي دي، خو په(شمالي او سوېلي) پښتو نخوا کې يومخيزه ديوازېنۍ لږه کۍ سرکاري ژبې((اردو)) اوبيا ورسره د تړلې انگرېزۍ  تر گونډو لاندې  ټيکاو لري او د ټولمنلي انساني رښتې پر خلاف يې په اسا سي قانون (آئين) کې يوه تشه يادونه هومره هم نه ده شوې!

موږ په دغه ليکنه کې هڅه کړې، د غه ټولمنلې سکالو ((مورنۍ ژبه )) د يادشويو رښتو په پاملرنه تر ژبپوهنيزې څېړنې او شننې لاندې ونيسو:

له ژبپوهنيز (لېنگو ېستيکي) پلوه ژبه او بيا مورنۍ ژبه را پېژ نو، له ښوونپوهنيز يا پيداگوجيکي پلوه پکې د زده کړې بهير او لارې چارې، له ټولنپوهنيز، يا په گډه نو مونه (ژب- ټولنپوهنيز socio-linguistic) پلوه په اړونده سيمه يا هېواد کې له دېموگرافيکي(وگړشمېر) سره سم سيمه ييز يا سراسري ملي دريځ، ارزښت او کړنيز(عملي) چار و نقش او برخه بنډه ولري.

 له فر هنگي پلوه د اړوند چاپېر يال اوچاپېريالونو فر هنگي اکر بکر، له حقو قي پلوه داړوندوگړي يا وگړو په ښوونه روزنه، رسنيو، دېوان دوتر، اجرايي، قضا يي، قانوني او د ژوند و ژواک په نورو برخو کې د مورنۍ ژبې دکارونگ رښته (حق) او له سياسي پلوه يې له هر راز توپير وتبعيض پرته د هغې رښتې سمبا لښت... او د ټولو الواکي(تيوريکي) او کړنيزو (تيوريکي او تطبيقي)  څرگندونو په پايله کې ،په نومېرلې او ځانگړې توگه هغه ربړې او لا ملونه چې پښتو يې د لرې اوبرې پښتونخوا د بشپړ ډېري مورنۍ ژبې په توگه له ((پارسۍ)) او(( اردو)) سره له سيالۍ او برا برۍ  څخه پاتې کړې ده،  د ياد شويو اړخونو له گوټپېره څېړو او ارزوو.

 مورنۍ ژبه او زده کړه يې

مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې يو کوشنی يې ړومبی ځل په اړوند کور ني چاپېريال کې  له خپلې پالونکې  يا پالونکي څخه  هسې د اورېدو او پېښو له لارې په نا اگاهانه ډول تر پېنځکلنۍ زده کوي. په دې ډول د نړۍ هره ژبه  له آره د خپلې اړو ندې ټولنې او وگړي لومړنۍ زده کړې  ژبه مورنۍ ژبه ده.. اړينه نه ده چې هغه لو مړی پا لونکې يا پالونکی يې خپله مور وي يا تيمور (دايه)، پلار، نيا، يا نيکه، خپل يا پردی، ښځينه يا نارينه.

همداراز اړينه نه ده چې هغه لومړنۍ ژبه دې هرو مرو د ماشوم د خپلې مور او آرې کو رنۍ يا ټو لنې ژبه اوسي.

 داچې له((مور)) سره يې تړاو ورکړ شوی او په گردو ژبو کې له ډېر پخوا راهيسې همدا نومونه دود شوې، کومه هېښنده خبره نه ده، ځکه  د تېر په څېر اوس هم د ماشوم روزنه پالنه تر هر چا له مخه په بيالوجيکي مور اړه لري.

. داهم بايد هېره نه کړو چې لومړنۍ ژبه د همدې ((مور))  په تړاو پر هرچا گرانه کړې ده او د مور هومره مينه او لېوالتيا ورسره لري. له دې لامله په کار ده، دغه رواني او عاطفي تړاو يې، نه يوازې ژبپوهان او روزنپوهان ، بلکې  ژب-ساپوهان او ژب- ټولنپوهان، او بيا دولتونه او حکومتونه، يونسکو او د بشري رښتو نړيو ال سازمان او ورته ټولنې هم په پام کې ونيسي.

د مورنۍ ژبې انگرېزي انډول(mother tongue) بيا دويمه مانا هم لري او هغه دا چې نورې ژبې ترې رازېږېدلې يا منځته راغلې وي، خو موږ د دويمې مانا اړوند انډول((مورينه ژبه)) رادود کړې ، لکه چې وايو: (زړه) ساکي د پښتو او پاميري ژبو مورينه ده او زړه هندي د هندي ژبو((مورينه)) ده. په دې ډول موږ ((مورينه)) او ((مور)) سره توپيروو، ځکه که ووايو، ساکي د پښتو او پاميري ژبو مورده، مانا به يې داوي چې دغه ژبې ترې سيده رازېږېدلې دي، حال داچې دا گردې يې له لوڼو رازېږېدلې او ساکي يې نيا بلل کېږي، نو له دې پلوه((نيا)) او((مورينه))  څه ناڅه همما نيزېدای شي.(ماريو پای)؛ ايراني سيندونو هم ((زبان نيا)) راژباړلې ده

د مورنۍ ژبې(لومړنۍ ژبې) په تړاو اړينه ده، دا ځانته روښانه کړو چې په ټوليز ډول ژبه څه ته وايي؟

ژبه د داسې تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرله غښتې ټولگه يا سېستم دی چې د هغو ارزښت د اړوندې ټولنې له خوا ټا کل شوی او د هماغې ټولنې د وگړو ترمنځ د وبله پوهاوي تړاو ټينگوي. .( سوسور۹،۱۳، ۱۴؛ ماريو پای۱۴۱؛ باطنی،۱۳۸۰:۱۵). دغه  سېستم(ژبه) هر وگړی په ټولنه کې په منځنه توگه له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې له مور، تيمور او نورو څخه د او رېدو پېښو له لارې نا سيده اونا اگاها نه زده کوي. مانا داچې ژبه يوه تړ وني، ټولنيزه ورهڼيزه (کسبي) وسيله او ټولنيزه پديده ده  او يوازې په انسا نا نو پورې اړه لري.

که څه هم ډېری ژوي د مرغانو په گډون د وبله پوهاوي لپاره لږو ډېر غږ ونه له خولې باسي، خو داچې تړوني او کسبي نه ، بلکې غريزي دي، نو هسې د دود له مخې يې ژونۍ(حيواني) ژبه بولو،کټ مټ، لکه نغوتژبه(اشاري ژبه)، پژژبه( بدني ژبه). يا بېلابېلې پوهنيزې، تخنيکي، فرهنگي څانگې ، د اړوندو نومونپوهنو (تر مينالوجيو) له کبله بېلابېلې ژبې نوموو، لکه: د فېزيک، کيميا، بيالوجۍ، ..شعروادب، سياست، کمپيوټر ژبه او داسې نور. همداسې ديوې يوازېنۍ ژبې بېلا بېل کاروني ځېلونه هم د دود له مخې همداسې نومول کېږی،لکه  د پښتو په تړاو چې وايو: گړنۍ پښتو،وگړنۍ (عاميانه) پښتو،ليکنۍ پښتو،کره پښتو، گړ  دودي پښتو، اوبيا:کندهارۍ پښتو، ننگرهارۍ پښتو، پېښورۍ پښتو...  ( سو سور۱۳- ۱۴، ۷۸؛ باطن۱۳۴، کو لينز ۸۶۳).

نن سبا ژبه د(نښو) د سېستم پرځای د(سېمبولونو) سېستم ځکه بولي چې نښه يکې يو جاج يا مانا ښندي او سېمبول تر يوه جاج يا مانا څو جاجونه او ماناوې رانغاړي. سوسور او رغښتي (سترکچرالېستي)  پليونو يې د هر ژبني توک څو ما نيزوالی(polysemy) او هممانيزوالی(synonymy) رداوه او پر  دې يې ټينگار درلود چې خبره يو پريو ده، نه يو توک تر يوې زياتې ماناوې ښندلای شي او نه څو توکه يوه مانا په گډه رانغښتلای شي.

داهم بايد وويل شي چې خبراويزو او پوهاويزو وزلو وسيلو نن سبا د اوريزو، وينيزو(ويدويي) رسنيو په بڼه د ړندوکڼو او نوروکمتوانو (معيوبونو او معلو لينو) لپاره لا پسې پراختيا او پرمختيا موندلې ده.

 په پای کې. بياهم خپله خبره راغبرگوو چې د دود له مخې دغو  بېلابېلو اړيکيزو (ارتبا طي)، پوهاويزو اوخبراويزو اوزارو وسيلو ته کټ مټ، لکه د ژويو د هغو غوندې ژبه وايو،اوهمداراز هنرونو، په تېره موسيقي او ان  پيسې  هم(( نړيواله ژبه)) بولو، چې يوازې په اړيکيزو وسيلوکې راځي، نه په پوهاويزو او خبراويزو هغوکې!

داچې کله کله  ژبه په مجازي  ډول له((اند)) او((پوهاوي)) سره هممانيزه کاروو، نااگاهانه يې له ذهن سره تړاو ورزبادوو. لکه چې وايو: زه اودی سره په ژبه نه پوهېږو، موږ سره يوه گډه ژبه نه لرو...

هو ژبه له آره يوه نانگېروړ(نامحسوسه) او مجرده ذهني پديده ده چې تر يادونې راروسته مو په ذهن کې را زېرمه شوې او مټې  له کارونگ سره نگېروړ، توکيز (مادي) شتون پيداکوي.

ژبنی پيلام(سېمبول)

داچې وايو، (انساني) ژبه  د تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرلغښتې ټولگه يا سېستم دی او هر پيلام (علامت، سېمبول) يو څيز، پېښه يا ښکارنده نوموي، داپوښتنه رامخته کېږي چې سېمبول څه ته وا يي؟.

پيلام(سېمبول) په ټوليز ډول داسې راپېژندل کېږي:

هر هغه څه چې له ځان پرته د بل څيز ښکارندوی وي، پيلام بلل کېږي. د ساري په توگه کله چې وايو((سور رنگ د خطر پيلام دی))، نوموخه يې داچې دغه څيز (سور رنگ) له ځان پرته يو بل څيز((خطر)) ته نغوته کوي. که نه، د((سور رنگ)) آره او عادي مانا پوره څرگنده ده چې څه راز رنگ دی.

موږ کولای شو، پيلام  يا سېمبول ته ښووند (دال) ووايو او هغه څه ته چې راښيي يې، ښوولی يا نومولی(مدلول)، او د دال او مدلول ترمنخ تړاو(دلالت) چې((مانا)) ورته هم وايي. بې له دې دلالت ځنې ((دال)) له آره له ((مدلول)) سره هېڅ کوم طبيعي يا غرېزي نژدېو الی او ورتوالی نه لري او دا ټولنه ده چې د ژبې په تړاو يې په تړو ني  توگه ترمنځ يو ارزښت او دنده ورټاکي او په پايله کې ښووند له ښوولي، په بله وينا، نوم له نومو لي سره اړخ لگوي.

په دوديزه او ان د نوې ژبپوهنې په پيلامه کې د ((دال)) او ((مدلول)) ترمنځ تړاو يا (دلالت)  د مدلول يوه جزء او ځانگړتيا انگېرل کېده او.له همدې کبله يې سيده پر سيده مدلول او ((مانا))  سره اخښل او زياتره يې دال له((ويي)) او مدلول له(( مانا)) سره يو راز يامترادف انگېره، او بيا يې دا تېروتنه چې د يوه ويي مانا يې  د يوه خپلواک ژبني توک په توگه پرگوته کوله او په غونډ او بيا غونډله کې نه، چې آره مانا يې پکې سمه سهي راڅرگندېږي بې له دې چې پوه شي چې مد لول هغه څه دي چې زموږ له ذهنه بهره  خپلواکه هستي لري يا لرلای شي، لکه وا خلې يوه پېښه ياکيسه چې له اورولو او اورېدلو سره د نگېرلو(درکولو) جوگه کېږي او مانا تل يو نانگېروړ او مجرد ذهني انځور دی(سوسور ۱۴، ۷۸).  

دساري په ډول خرېړی(سمارق) د غږيز- اوريز وړ نوم(دال) په توگه زموږ په ژبه ادا کېږي او  په طبېعت کې هم يو نگېروړ څيز د(مدلول) په توگه نوموي ، خو د دواړو ترمنځ تړاو ((مانا)) نانگېروړ ده چې زموږ په ذهن کې دننه ټيکاو لري. نگېروړ، جوليزه(صوري) ژبه چې د کړن او کار ونگ ډگرته راوځي، دهغې آرې نانگېروړې ژبې يو انځور يا عکس دی.(.اولريښ ۱۳۵). په خوځنده يا فېلمي عکس کې  د ژوندي انسان سر له تنې جلاکېږي او بيا بېرته ورپورې نښلول کېږي، بې له دې چې پرهغه انسان کوم اغېز واچوي.

   ژبنی سېمبول (خرېړی)        

د بهرنۍ نړۍ له څيزونو، پېښو او پديدو، او همداراز زموږ د خپلې د ننۍ(( ذ هني)) نړۍ له بېلابېلو پيداوارونو(اندونو، واندونو، ولولو، خو ښيو، اندېښنو، دردونو، رنځونو،گرومو نو،  ستونزو، کړاوونو، هيلو، نهيليو، غوښتنو، ارمانو نو...) يوخوا، او د ژبنيو پيلامونو او د دغو پيلا مو تر منځ تړاو(دلالت)  د بېلا بېلو ټولنو له خوا په تړوني ډول بېلا بېل ټاکل کېږي. که دغه پيلا مونه تړو ني نه وای او طبيعي وای، نو گردو ټولنو به هماغه يو راز پيلامونه يا نومونه او يا لږ تر لږه يوراز انگينومونه(طبيعي نومونه)، لکه ژغ ژغ، شغ شغ، غروغور، غرهار، غورځی (تالنده) درب ودروب،، درز و دروز، کړس وکړوس ...کارول.

.يو کوشنی له لومړۍ ورځې څخه د ژبې اړوند(تړوني غږيز) پيلامونه پرلپسی  له ياد شويو وگړو څخه اوري او تر يوه کاله يې يو شمېر نيم نيمکله او تر دوه کلنۍ څه ناڅه پوره ادا کولای او لږوډېر له مدلول سره تړاو ورکولای شي. يو نيم چې د توتي په څېر چرچر غږېږي او چاته د خبرو وار نه ورکوي، اړينه نه ده چې په بشپړ ډول  دې د دال و مدلول ترمنځ تړاو ورکړای شي.  په بله وينا، يا يوازې د سېمبول هما غه غږيز اړخ(دال) غبرگوي راغبرگوي او يا ورسره څه ناڅه مدلول هم پيوند لای شي، د ساري په ډول(سپی) يا( تو تو) د(دال) په توگه سم ادا کوي او دا چې يې د(مدلول) په توگه په غړولو سترگو گوري او پېژني يې، نو په اسانه يې ترمنځ تړاو(دلالت) ټينگولای شي.

په زړه پورې داچې تر کوم ځايه چې ژبپوهانو ته جوته شوې ده، د نړۍ  د نژدې گردو ژبو د اړوندو ماشومانو په ژبه کې تر هرڅه لومړی درې بېواکه يا کنسوننټه (پp،تt او ک k) راڅرگندېږي، په بله وينا، هغه وييونه چې دغه درې غږونه پکې راځي، تر نورو وييونو له مخه پر ژبه راوړي، لکه: تاتا، پاپا، کاکا... که څه هم ت غاښيزغږدي، پ شونډيز او ک نرم تالوييز غږ (شېن ۲۰).

 هرگوره، پښتانه کو شنيان د يو شمېرگڼو خپلوانو او ناخپلوانو ژبټولنو د هغو غوندې  له پ  سره دوه نور شونډيز بېواکه(م او ب) او يو بل غاښيز(د) هم ملگري کوي، لکه په (مم، ما، ماما، به، بابا...) کې؛ نو که ښاغلی (شېن) د نړۍ په بشپړ ډېريو ژبوکې د t, p,k   شتون راښيي، ناشونې نه ده چې m,b به هم ورسره ملتيا ولري، همداسې د(ک) غږن ملگری(گ) هم درواخله!

داهم پر زباد رسېدلې چې بېلابېل کوشنيان له ورته ارثي،  بيالوجيکي او روغتيا يي وړتياوو سره سره د مورنۍ ژبې  په زده کړه کې يوراز نه وي. داپه دې اړه لري چې څومره خبرې ورسره کېږي  . هن،که يو کوشني کڼهوڅ(درون غوږی) وي، يايې ژبني او غږزېږي غړي اندامونه په تېره ژبه او شونډې پوره نارملې او رسا نه وي او ياهم له روا ني پلوه هغه ماشوم  شوخ، ډېر خوځنده(ډيناميک)، نارام، توند خويه او ورسره ورسره تورغوږی وي، نو دژبزده کړې بهير يې هم له خنډ وځنډ سره مخا مخېږي.

هرگوره، بشپړ مورزېږي کاڼه آره ژبه نه، بلکې د نغوتو(اشارو) ژبه او څه ناڅه ليک زده کوي، نو بياهم کاڼه بلل کېږي. گونگيان هم له آره کاڼه وي، نو چې څه نه  اوري، زده کولای او ويلای يې هم نه شي. که د بېړا گانو او ورته کمتوانو غوږونه او ويندغړي روغ رمټ  هم وي، دمغزي او عصبي ناټيکوالي له کبله ژبه نه شي زده کولای. هسې بړبړ غږونه له خولې باسي، اومټې د روز ليو کورنيو ژويو هومره د پالو نکو  او نورو وگړو دخبرو او کړنو  پر وړاندې منفي يا مثبت غبرگون ښيي او يو لړغبرگونونه يې له پارېدنگ(هيجان) او بک بک خندا او شوروزوږ سره وي. د ورځني ژوند چمونه هم خورا ورو ورو او نيم نيمگوري يادوي.

ژبنۍ او ذهني پرمختياوې سره وبله اغېز لري

 په دې تړاو دا هم د يادونې ده چې له ژبنی پر مختيا يي بهير سره د يوه کوشني ذهني هغه  څومره  اوږه پر اوږ ه پر مخ ځي ځکه ژبه   د ذهني اړخ له پلوه له اند و واند او نورو ذهني کارندوييو سره وبله (متقابل) اړيکي لري، د ژبې پرمختيا د ذهني پرمختيا لامل کېږي او سرچپه يې هم همداسې درواخله. ذهني پرمختيا د مور و پلار او نورو پالونکو له فرهنگي کچې او بياکورني او څېرمه چاپېريال سره نه شلېدونکي اړيکي لري. چومسکي(۲۹) بياد ژبې پر نقش لا ډېر زوراچوي او وا يي: ((ژبه د بشر د ذهن غور ترينه هېنداره ده.))

څومره لوښي لرگي، لوبڅي، له نانځکو، ليگو(lego) نيولې، تر څه ناڅه پېچلو الکترونيکي-  کمپيوټري هغو چې له دوه گونو تخنيکونو، تشخيص (perso nification) او انطاق (animation) په مټ هغه گرد  همژبي غږېدونکي انسانان  انگېري، ورته گوري او خبرې يې اوري او ځنې زده کوي يې. د سپرلۍ وسيلې، له پای دوانک او يوڅرخه (scooter)  نيولې تر درې  څرخه، دوڅرخه، د (برېښنايي) ټپټپي، گا ډي، اورگا ډي، الوتکې... او اوريزې او وينيزې رسنۍ، له راديو تلو يزيونه نيولې، تر ويډي، سي ډي، ډيويډي، لرغږ(تېلېفون)، ملغږ (موبايل)،ليدغږ (I-phone)او ښوونغږ(I-ped)پو رې، هغه هم يوازې په خپله مورنۍ ژبه، د يوه کو شني په واک کې ورکول کېږي او د کارونې چم يې ورښوول کېږي!

د کوشنيانوځانگړې انځوريزې مهالنۍ چې دچاپي رسنيو له هماغو لومړيو را هيسې  چاپېږي او خپرېږي، د دغو گردو رادود شويو او رادودېدونکو الکترو نيکي پنځونو سره سره لاهغسې له دوده نه دي وتلې.

همداچې ماشومان ماښام ماخستن کټو ته ولاړ شي، موروپلار او نورکالخوايان يې ورسره لولي او وراوروي، تر څو پخپله يې د لوستلو جوگه شي.

 بلخوا،همغسې چې رادېو، تېلويزيون او سېنما د کوشنيانو ځانگړي پروگرامونه او فېلمونه وړاندې کوي، کتابتونونه هم ورته يوه ځانگړې برخه لري چې نن سبا د چاپي خپرونو تر څنگ الکترونيکي  پيداوار(کسېټونه، ويديوگانې، سيډي گانې او ډيويډي گانې) هم وړيا او يا په لږو پيسو کرايي ورکوي.

دا په دې مانا، که کورنۍ يې ورته ۹۵ سلنه لگښت پر برېښنايي هغوکوي، پاتې پېنځه يې پر چاپي رسنيو او کتابونو هم ورلگوي.

ان زموږ د ښارمېشتو لوستيو افغاني کور نيو له اټکله به دا لرې وي چې په پرمختللې نړۍ کې هره کورنۍ،که وغواړي، ونه غواړي، پانگوالي انگروزې اوانگروزي (تبليغا ت و اعلانات) يې اړباسي، پريوه يا دوه ماشومانو د ټول  کورنې لگښت  څه ناڅه پېنځوس سلنه وربېل کړي. که دوې خوبخونې ولري،يوه هغه يا هغوی ته هرومرو ورځانگړې کوي.که لازياتې ولري، پر خوبخونې سربېره د لوبواولوبڅيو لپاره يوه بله جلاخونه هم له خرو(قفسو)،الماريو،مېزونو، څوکيو، رادېو،تلويزون،   کمپيوټر... سره وربېلوي.

همداسې يې د مورنۍ ژبې د زده کړې له هماغې وړکينې څخه د ليک لوست زده کړې اسانتياوې هم درواخله چې يې تر ښوونځي  له مخه په کور او وړکتون کې لږ تر لږه توري او شمېرې هم نومولای، لوستلای او هم ليکلای شي. د ژويو څېرې او نومونه يې د يادشويو خپرونو له مخې وار له مخه دومره تمرين کړي وي چې انځو رونه يې ان له نومونو سره ورکښلای شي.

ان پېړۍ نيمه مخکې به  ښوونپوهانو داخبره کوله: (( د اتم ټولگي شاگرد د ارسطو هومره پوهېږي)). خو موږ  نن سبا په غړولو سترگو گورو او په رسا غوږونو اورو چې  د پرمختللې يا پرمختيايي ټولنې يو ۴-۵ کلن ماشوم په ننني خبرتيايي- تخنيکي يا(انفار ماتېکي- تېکنالوجيکي) انقلابي پېر کې  پر هغه څه پوهېږي چې د ارسطو، اپلاتون، سوکرات او د تېرمهال  د بل هرانديال(متفکر) په خوب و خيال کې هم نه گرځېدل، او تشه وړاندوينه  يا انگېرنه(يې هم نه شوه کولای.

بيا چې د مورنۍ ژبې د کارونگ خبره شي، ان له يو- دوه کلنۍ راپيلېږي.  په خپله ژبه دکوشنيانو تېلويزيوني خپرونې ويني، اوري او غبرگون يې راپاروي.  دا دا سې لاملونه دي چې ژبزده کړيز او ذهني پرمختيايي دواړه بهيرونه يې سره غاړه غړۍ کېږي او چټکتيا مومي.

 په دې ډول، له د غو وسمهالو شونتياوو او اسانتياوو سره د يوه لويديز کوشني لپاره د مورنۍ ژبې زده کړيز پېر(۵-۶) نور مهالتېری (outdated)وبولو او(۲-۴) ته يې راټيټ کړو. د ساري په توگه په انگليستان کې نن سبا په منځني ډول يو دوه کلن ماشوم پر مورنۍ ژبه پوره لاسبری لري، ترڅلورکلنۍ پکې له اړتيا سره سمه هر راز غونډ له رغولای اوخپله موخه څرگندولای شي. له  درېکلنۍ سره يې وړ کتون او له پېنځکلنۍ سره يې خو دليک لو ست  او ښوونځي رسمي پېر پيلېږي.

که کورنی چاپېريال دغه نومهالې اسانتياوې و نه لري او گړسره، لکه زموږ د هېو اد په څېر شاړ شډل کليوالي وي، هرگوره، په هماغه پخواني ټاکلي(۵-۶) منگ کې  د ماشوم ژبزده کړيز بهير گڼمېشتي څه ناڅه ورچټکولای شي. په دې مانا چې پر موروپلار سربېره يې نور گڼ اړوندان( خويندې ورونه، تريندې ترونه ...)  ځنې راتاو وي، هم ورسره سيده غږېږي اوهم ناسيده خپلمنځي خبرې اترې ور اوروي.

که د کور لوښي لرگي له څومره ييز او څرنگيز پلوه له ښاري او نو مهالو هغو سره سيالي نه شي کولای، خو پنځيز(طبيعي) او بزگري هغه يې څه ناڅه ورسکينده کولای شي؛ په تېره بيا چې دهغو کارونگ ته هم ورڅکول کېږي. همداراز اوريزو او وينيزو خپرونو تشه يې مورو نيا ور ډکولای شي او للوللو بدلې او نکلونه وراو روي. موخه داچې د کوشني ژبنی بهيرکېدای  شي، په  روستي ياد شوي مهالپېر کې تر سره شي، که څه هم ذهني او فرهنگي پرمختيايې بيا، د يوه زده کړه وال ښاري چاپېريال له هغه سره پوره سيالي ونه شي کړای.

بدمرغه هغه کوشنيان دي چې له مور پرته بل څوک د پالنې او لوبونې او په ترڅ کې دغږونې او غږېدنې نور ښځينه څوک نه لري او نارينه په تېره پلار ورپسې دو مره سرنه خوږوي. مور يې هم چې د اخلي پخلي او نوروکوردننه او دباندې بوختيا وو  له لامله ورته  ډېره رسېدای نه شي، او ځينې يې لا، زموږ په هېوادکې لکه وز بکې اوتورکمنې د سختې ناوزگارۍ، په تېره((غالۍ اوبدنې)) په پلمه  په ترياکو بې اړتيا او سرباري خوب ته اړ باسي.

((گهواره يي))  دود خو د پنجشېر، بدخشان او په ځينو نورو تاجيکو کې هم له پېړيو پېړيو چلېږي. داسې چې يو نوزېږی ماشوم تر درو مياشتو پورې په زانگو کې ساتل کېږي او تر هغې يې د کاليو پرځای په. هسې ټوټو او لتو کې نغاړي را نغا ړي، په دې  کږنه انگېرنه چې تر درو ميا شتو ژوندی پاتېږي، يانه. مورې يا تيمور يې تش د تي ورکولو لپاره راخلي او خبره نيمه ورسره کوي، نور  نوهملته پروت وي او متيازې  هم  په ورلاندې ټينگ شوي لوښي کې  ورتويوي.

 له همدې لا مله يې سر هم ((تپلی)) راځي. نو دا څه هېښنده نه ده چې د اړوندو سيمو او ټبرونو وگړي ((تپلي سري)) بلل کېږي!(د ليکوال  ځانگړې ډگرڅېړنې او ليدنې کتنې ۱۳۴۲-۱۳۵۴ل)

په پښتنو کې، که دغه ((زانگويي)) دود هم نشته، خو زياتره نالوستي پلرونه له خپلو غوټکيو او تنکيو  او ان نوځوانو بچيانو سره پرخبرو اترو شرمېږي، يوازې دا نه چې پوښتنې نه ورځوابوي، بلکې د ځان او نورو نارينه وو پر وړاندې يې  غږېدا يوه بې ادبي هم گڼي!

د مورنۍ ژبې کړکيچو والی

د مورنۍ ژبې کړکيچو والی دا مانا چې هماغه لومړی ((کورنی)) چاپېريال يې دوه ژبی وي. دساري په توگه  مور يې پښتو ژبې وي او پلار يې پارسي ژبی. هممهاله له مور نه پښتو اوري او له پلاره پارسي او د دواړو ژبو پېښې کوي. نو يو خوا يې زده کړه ځنډېږي او  تر نورو کال دوه روسته پر خبرو راځي او بلخوا يې هغه زده کړې ژبه د پښتو او پارسۍ يوه گډوله وي، په نورو ټکو، کړکيچو او ناسوچه وي.  په دې اکر(حالت) کې يې که په دويم(کلی کوڅه، يا وړکتون) چاپېريال کې له هغو دوو ژبو څخه هره يوه برلاسې وه، هماغه يې لومړنۍ ژبه گرځي.

هو، که هلته دواړې ژبې هممهاله ويل کېږي او اورېدل کېږي، ډېرکېدون شته چې پارسي يې يوازېنۍ لومړنۍ ژبه شي. ځکه تر پېنځکلنۍ د دوو غبرگو ژبو زده کړه دومره شونې نه ده، او د  يوې يوازېنۍ ژبې په توگه ورته له پښوييز(گرامري)  پلوه ترپښتو پارسي.اسانه ده، ژوندۍ بېلگې يې په کابل ښارکې ډېرې ليدل شوي او ډېرو ته په کړن کې زباده شوې ده.

د دې پوښتنې ځواب  هم پوره  څرگند دی چې  د کوشني ژبه په پېنځکلن زده کړيز پېرکې له دوه ژبيز چاپېريال سره ولې گډوله کېږي، په بله وينا، د مور او پلار بېلابېلې ژبې سره گډوي، ځکه په دغه پېر کې زده کړه پر ناځانخبرۍ او پېښو(نا اگاهۍ او تقليد) ولاړه ده، هرڅه چې له هرچانه اوري، هماغه زده کوي. خو په را روسته  ژوند کې، له شپږکلنۍ رانيولې تر ځوانۍ او پوخ منگۍ، په بله وينا، له ښوونځي رانيولې تر پوهنتونه چې بله هره ژبه يادوي ، اگاهانه يې يا دوي.

هره پښوييز دود و دوی(قاعده او قانون) او هر ويی، تړنگ و بېلنگ (اشتقاق و تر کيب) او هر غونډ و غونډله( عبارت وجمله) يې د ښوونکي او کتاب په مرسته او ډېر کړاو او کَړاو(مشق و مشقت) زده کوي. په دې ډول يې له خپلې مورنۍ يا لو مړنۍ ژبې سره ټکی پر ټکی پرتله کولای او توپيرولای شي. نو که پخپله يا يې کورنۍ او اړوندان وغواړي، نه ترې خپله مورنۍ ژبه گډوله کېږي او نه دويمه، درېيمه ... زده کړې  پردۍ هغه.

 د مخنيوي لاره چاره

دا د کوشني په موروپلار او نورو کورنيو غړو، يا نورو پاليالو او کالخوايانو(سر پرستو) اړه لري چې لږ تر لږه تر پېنځکلنۍ پورې يې ورسره په يوه ژبه وغږ ېږي. تر هغې راروسته يې تر نهکلنۍ پورې ازاد پرېږدي چې په ورپسې چاپېريالونوکې له هملوبو، ټولگيوالو يا ښوونکو څخه دويمه ژبه هم زده کړي، په دې آړ(شرط)چې دخپلې ژبې له کړکيچووالي يې سيده او ناسيده وژغوري، يا دچا خبره خپلسرۍ ته يې پرې نږدي.

ژبپوهانو، ښوونپوهانواو ارواپوهانو داهم ازمايلې او زباد ته رسولې ده چې.تر نهکلنلۍ پورې ددويمې ژبې زده کړه  د کوشني پر ذهني، په تېره انديزه وده وش ، پرمختيا او پياوړتيا پوره اغېز ښندلای شي. ځکه د يوه ژبني سېستم پر ځای يې دوه سېستمه سره په ذهن کې غاړه غړۍ کېږي.  له نهکلنۍ سره کوشنی اجازه لري، ان درېيمه ژبه هم د خبرواترو يا ښوونې روزنې له لارې زده کاندې او همدا سې  را روسته روسته که وغواړي او وړتيا او لېوالتيا ولري، څلورمه او ورپسې نورې ژبې هم يادولای شي.

د دې لامل چې نه يوازې د پښتنوکوشنيان، بلکې غټان او بيا زده کړه وال، ليکو ال، رسنوال، څېړنوال، ژباړونکي او پوهان د پارسي تر اغېز لاندې ټيکاو لري او په ورځنيو خبرواترو کې يې، دوييونوترڅنگ پښوييز(گرامري) رغښتونه په تېره گړنې-څرگندنې(محاورې- اصطلاحات) د پښتو هغو ځايناستي کوي، يوا زې د سياسي- فرهنگي زبېښاک پايله نه، بلکې تر هرڅه له مخه پخپله د همدغو پښتنو ناغېړي ده. که دوی له خپلې مورنۍ پښتو سره د زړه له کومي مينه لېوا لتيا درلو دای،که  څه هم په رسمي زده کړيز چوکاټ کې يې دارښته ترلاسه کړې  هم نه وای، کولای يې شول،په ځانگړې هڅه دخپلې ژبې هماغه گرامري آرونه اوبنسټونه خو زده کاندې.

په دې توگه به يې د خپل او پردي توک و قاعدې توپيرکولای شو او دابه يې تر پار سي اغېز لاندې نه ويل او نه ليکل : (( زه راغلم، (ترڅو) تا وو ينم، هېواد ته کار وکړه (ترڅو)  اباد شي))؛ (( اوباما دکابل (څخه) کتنه، يادونه، ستاينه، دفاع... ياملاتړ وکړ)).

ان د خوشال خان، په تېره رحمان بابا پښتو ژبې لېسې فارغان له دې لامله چې  هماغه پښتو ژبيو  ښوونکيو يې،  له لومړي کاله تر دولسمه او يا پوهنتونه، زياتره په کابل  کې په پارسي ژبه تر سره کړې او ان پښتو يې د يوه مضمون په تو گه هم چا سمه ور ښوولې نه ده، او ورپسې لوړې زده کړې يې هم په کابل يا لويد يزو هېوادو کې پايته رسولې، ليکنۍ پښتو يې ورته کړکيچو والی لري. يوه تيپيکه بېلگه يې د سوچه ځاځي(( نبي مصداق))  هغه ده چې د بي بي سي پښتو خپرونې د ړومبني وياندو خبريال په توگه يې د ياد شويو غونډله رغاونو(جمله بنديو) بنسټ يې اېښی او تراوسه يې اغېز پاتې دی(← زيار:د نوې پښتوژبپوهنې په دفاع کې).

په لره پښتونخوا کې تر اردو- انگرېزي اغېز لاندې د پښتو کړکيچووالی تر هرڅه له مخه د پښوييزو پېښو زېږنده دی، او په  سر سرکې له ډېرپېښي(کثيرالوقوع) يووستوي اړيکنومځري ((چې) سره د پوښتنومځرو(څوک، څه، کوم...) توني او مهالي (مکاني او زماني) کړولونه هسې بېځايه ورسرباري کوي، لکه:

((کرزی، (څوک) چې د افغانستان صدر دی، اسلام اباد ته راورسېدلو،(چرې) چې د صدرِ پاکستان سره ملاقات کولې شي...))

هلته يې، هرگوره، له رغاونيز- پښوييز او وييپانگيز پلوه دومره بېخرته اردو- انگرېزي پېښې راخپلې کړې چې نژدې ده، پښتو هم(( اردو)) غوندې پر يوه گډوله يا ډېرپورې ژبه hybrid language واوړ ي. په دې توگه يې له کليوالي گړنۍ پښتو سره ورځ پرورځ واټن زياتېږي او چې لا برلا سې سرکاري( اردو) د انگرېزۍ په بدرگه، ان کليو ته هم پسې ور روانه ده!

بره خوا بيا د کړکيچو پښتو ((←مصداق خېل)) په درېگونو پارسي او اردو- انگرېزي پېښوکې هم دومره ډوب دي چې ته به وايې، همدايې((مورنۍ)) ژبې دي او دچا خبره خوب هم په همدغو ژبو ويني. دغو پرديو ژبو يې په مغزوکې دومره  ټينگ و ترينگ ځای نيولی چې کله پښتو وايي يا ليکي وارله مخه يې پښتو ته راژباړي!

په دې لړکې، داهم څه هېښنده نه ده چې دغه پېښاووان تر پښتو- پارسي، پښتو- اردو، پښتو-انگرېزي سيندونو(قاموسونو) سرچپه هغه ډېر خوښوي!

دا سمه ده چې پر نړيوال کچ، نه يومخيز  سوچه توکم او ټبر شته او نه ژبه او گړد ود، توکم و ټبر په هرډول،خو د ژبې  دومره کړکيچووالی  هم په کار نه دي چې له خپلې ټولنې څخه گړسره پردۍ شي، هم له پښوييز او هم له وييپانگيز پلوه، هغه هم د پښتو په برخه کې چې نه يې وييپانگه دومره راخوندي شوې او پر کار اچول شوې او نه يې کاروونکو((ليکوالو)) په يوې يوازېنۍ کره پښويې او ليکلارې پسې دومره سرگرځولی دی!

هغه لاملونه چې  پښتو په افغانستان او (شمالي او سوېلي) پښتونخوا کې د بشپړ ډېري(( مورنۍ ژبې)) په توگه ولې له دواړو برلاسو او په ځانگړي ډول پارسي سره د ژوند و ژواک په ټولو ډگروکې د سيالۍ جوگه شوې نه ده، دا سې رالنډولای شو:

لومړی: پر پښتو د پارسي ژبې برلاسی

۱) له درېيمې لېږدي(هجري) پېړۍ راروسته چې دابومسلم خراساني په  مشرۍ د ازاديپال غورځنک له برکته عباسي واکمنانو يوازې پارسي ته د سيمې د نورو عجمي (پښتو، بلوڅي، کوردي...) ژبو په استازۍ  يو څه ازادي ور په برخه کړه، ټولو د دويمې اسلامي ژبې په توگه  ومنله. ځکه تر عربي ورته اسانه.وه او له هما غه مهاله د اسلامي زده کړو د نصاب يوه برخه وگرځېده؛ ان په ((طالبي اما رت)) کې  پارسي کورسونه پرکار واچول شول او تر پايه يې يوازېنۍ دوتري ژبه وه.

۲) ژبپوهنيز (linguistical) لامل. په دې مانا چې پښتو د پارسي په پرتله له غږ

پوهيز(فونولوجيکي) او پښوييز(گرامري)  پلوه، نه يوازې د نا پښتنو هېوادوالو او بهرنيانو، بلکې په دوه ژبيزکورني او ښوونيز چاپېريال کې يې پخپله د پښتنو بچيانو لپاره ساتنه او کارونه هم گرانه ده. دايې بيا په مور وپلار اړه لري چې په غوراوي کې يې څه نقش لوبولای شي، پښتو ته يې راڅکوي او راهڅوي، که پارسۍ ته.

 که پښتني کورنۍ وغواړي، له پارسي برلاسي سره سره پر خپلو بچيانو مورنۍ پښتو هم خوندي ساتلای شي. که نه،  ولې هېندوان، نه يوازې په ننگرهار، کند هار... بلکې په کابل ښار کې د خپلې مورنۍ(پنجابي، سيندي يا شکارپوري) ژبې ( او پارسي...) تر څنگ پښتو هم  يادوي؟

 دا جلا خبره ده چې انگېزه يې تر هر څه له مخه اقتصا دي ده، ځکه له دې سره يې تر پارسي ژبيو دوکاندارانو او نورو کاروبار يانو څخه د پلور و پېر کړۍ  زياته پراختيا موندلای شي.!

 هرگوره، پشه يي،  کشمونډي،گوري، ساوي، پلوړا او نورې دردي او بيا شپږ گونې نور ستاني ژبې، يا هم د ننگرهار، لغمان، کندهار،  گرشک،گردېز، اورگون... پار سي پا تشونيو، همداراز بلوڅي او براهوي ژبيو لږه کيو چې د ښوونځيو ژبه يې پښتو پاتې  شوې ، څه د لېنگويستيکي همرنگيو او څه د چاپېريال تر اغېز لاندې د مو رنيو ژبو تر څنگ پر پښتو باندې هم په اسانه لاسبری موندلی او مومي.

په لره پښتونخوا کې بيا پښتو  د ژبپوهنيز - پښوييز او بېخرته څوژبيزې وييپا نگې له پلوه تر واکمنې سرکاري ((اردو))  څخه گرانه نه ده او که هلته هم د ازاد غوراوي  خبره شي، د موروپلار په لارښوونه او هڅونه پښتو ته اسانه غاړه ږدي.

۳) پارسي له پېړيو راهيسې(( يو يوازېنۍ کره ليکنی)) دريځ راخپل کړی، حال داچې پښتو پخپله د پښتنو غوندې پر بېلابېلو ټبريزو او سيمه ييزو گړنيو او ليکنيو گړدودونو وېشلې پاتې ده.

۴) د دې منښته بايد وکړو چې پښتانه له ټولنوټيز(اجتاعي-اقتصادي) بشپړتيايي بهير له پلوه تر پارسي ژبيو لږ تر لږه په يوه روسته  پوړۍ(فورماسيون) کې ټيکاو لري. ډېری پښتانه لا په ټبرني، کوچياني او مخځمکواکي(ماقبل فيوډالي) زېږتو گه او زېږ اړيکو(توليدي شېوه او مناسباتو کې) ښکېل پاتې دي.

۵)  د مخني لامل له پايلو څخه يوه داده چې پښتانه له ښاري ژوند وژواکه گوښې پاتې شوي او په دې ډول يې له پارسي ژبيو سره  په ليک و لوست، زده کړه، کار وکسب او بيا((ميرزايتوب)) کې د سيالۍ جوگه شوي نه دي. کوم لږه کي پښتانه  چې دغه روستي کسب ته غاړه اېښې، د پښتو پرځای پارسۍ ته اړېستل شوی، ان تردې چې گرده کورنۍ يې ورسره پرسنايز شوې ده. نو که له څو لسيزو راهيسې په يو نيم پښتو ژبي ولايت، لکه ننگرهار کې څه ناڅه پښتو دېوان دوتر ته لار مو ندلې، له پلازمېنې او نورو سره يې د راکړې درکړې له کبله بيا هم دويمه  برلا سې (dominant) ژبه ځايناسې کېږي.

پښتانه له پېړيو پېړيو راهيسې له سياسي  پلوه زياتره  پر سيمه واکيو بسيا پاتې شوې او که لږوډېر تر ټولواکۍ او ټولواکمنۍ(اېمپراتورۍ) هم رسېدلي، بيا يې هم خپله مورنۍ پښتو تر دوتر او درباره نه ده رسولې.  پر وړاندې يې پارسيانو بيا له هخامنشيانو تر ساسانيانو او سامانيانو پرلپېيلي ټولواکۍ او ټولواکمنۍ چلو لې دي. (د زيات څرگنداوي لپاره: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې ۲۳۷)

۶)  پر پښتو د پارسي ژبې برلاسی تر هرڅه له مخه  له فرهنگي برلاسي سره زيات تړاو لري. په تېرمهال کې يې د پالنې او بډاينې لپاره، نه يوازې خپلو ويونکيو، بلکې له تورکو مغولو او هنديانو رانيولې، تر پښتنو پورې ان د اړوندو شاهي دربارونو ترکچه پرلغښتې هاندوهڅې کړې دي دهغې لړۍ يوه ستره تاريخي بېلگه  د تورکتوکمي محمود غزنوي دربار وو چې پرڅه له پاسه څلور سوه شاعرا نو سربېره يې د هغه پېر ټول نومور پوهان او فرهنگيان پکې راغونډ کړي ول.

د پاس يادشويو لاملو له مخې، پښتو د پارسي  هومره((اقتصادي)) ژبه نه ده. په تېره نن سبا جې پر نړيوال کچ مخکښه اقتصادي ژبه(( انگرېزي)) ورسره،کټ مټ لکه لره  خوا، لاس پر لستوڼې شوې ده.

په نومهالي پېرکې بيا د شلمې پېړۍ له لومړيو راهيسې چې د پارسي پوهې او فرهنگ لپاره تر سره شوي او تر سره کېږي، په شاوخواسيمه کې ورسره تر اوسه د  سيالۍ  کومه بېلگه نه ده ليدل شوې، او پښتو پوهه او فرهنگ يې خو د چا خبره گرد ته هم رسېدای نه شي.

يوازې د وييرغاونې(واژه سازۍ)څه ناڅه  اتياکلن ((فرهنگستان)) يې تر ميليونونو علمي، فرهنگي او تخنيکي نويزونه((دانشواژه ها)) پر پارسي وييپانگه ور سر با ري کړي دي. تازه بېلگه يې د((مايکروسافټ)) په سپارښتنه شپږسوه شپږ ويشت زره کمپيوټري نومونې دي ، پر وړاندې يې د مخابراتو دکمپيوټر ساينس په چو کاټ کې زموږ د ټيم رغولې هغه تر درو زرو تېری نه کوي او هغې ته هم د کارېدنې لار هواره شوې نه ده او ډېر پښتانه (وينډوز) ته د(کړکۍ)پرځای پارسي(پنجره) او (فايل) د(لمېسه) پرځای(دوسيه، پرونده)... اود(سولگر) پرځای(رايانر) يا کمپيوټر کاروي او داسې نور.

۷) تر ټولو يادشويو لاملونو، فاکتونو او فکتورونو ډېر نالاسبری او ناسهنوړ بيا د گاونډي تربره هېواد پرلغښتی يو پېړييز سياسي- فرهنگي بلوساک او زبېښاک دی چې نن سبا يې تر بل هر مهاله خپل لوړ ستونځ(اوج) ته رسولي دي. د ټولڅر گندي (افغان- پښتون) نه پوخلا کېدونکي گومارلي ((افشار يزدی)) تر سروالۍ لاندې سازمان چې تر ځا نپلورو او هېواد پلورو ((افغانستانيانو)) پورې گڼ ايراني تنگليدي پکې پرکار بوخت دي، يو له هغو نيم سرکا ري سازمانونو څخه شمېرل کېږي چې تر هرڅه له مخه يې په پښتو ژبې پسې راخېستې اوغواړي، په خپل آر و لرغوني ټاټوبي کې يې هم پارسي يو مخيزه ځايناستې کاندې!

موږ  له يوې داسې هراړخيزې برلاسې((پارسي)) ژبې سره د خپل هېواد پر کچ  د  يوې لږه کۍ مثبتې او  ملي سيالي لپاره ((ژبپوهنيز))  غورځنگ يوه يوازېنۍ شو نتياوړه (امکان پذيره) لاره چاره نومېرلې(تشخيص کړې) چې  له څلورو لسيزو را هيسې مو ورته اوږه ورکړې ده. غورځنگ په دې مانا چې دپښتون ولس له روسته پاتې ټولنوټيزو(اجتماعي- اقتصادي) آړونو(شرايطو)اودزبېښاک تر کچې ورسره تړليو سياسي او فرهنگي پټو ښکاره لاسوهنو برخلاف ديوه خوځون او پا څون بڼه لري.

د همدغه پاڅون برو برکت دی چې نوی روښاندی کمپيوټري پښتني پښت يې پر سيالۍ راوستی او تر ټولو له مخه يې د پارسي وييپانگې په غبرگون کې پښتو نيولوجېزم ته رادانگلي دي.  دوی د زړو او زوړ اندو ځوانانو په توپير دې کمتري احساس ته نور پايټکی ږدي چې پښتانه ولې دتربرې ژبې د يو لړ زړو پوروييونو (شببه، يکشنبه، دوشنبه، سه شنبه... بزکشي) او نويو ( شفاخانه، دواخانه، آشپز خانه، زايشگاه، سالگره...)  په کارونه ځانونه په لوی لاس دومره روسته پاتې او بې کولتوره وښيي؛ تر دغو گردو لوړ علمي- فرهنگي نويزی(( پوهنتون)) هم په دې دودشوی چې تر پرونه پورې يې ايراني- پارسي انډول((دانشگاه)) نه وواورېدلی ، که نه، تر((زايشگاه)) يې ورته راخپلول گران نه ول!

دا ترخه رښتيا چار ناچار بايد ومنو چې که موږ هرڅومره و ليکو او وپنځوو، او ان الکترونيکي انټرنېټي کتابتونه ځنې ورغوو، په سل کې۹۹ د يوې يوازېنۍ پښتو نه، بلکه د همدومره شمېر گړدودونو ښکارندويي او استازي کوي، هغه هم په سل کې ۹۹د پارسي- عربي او اردو- انگرېزي پښوييز (گرا مري) اووييپا نگيز او بياسبک و سټايل په رنگ کې؛ له تېر مهاله(منځني ادبي پېره) تش په نامه را پاتې ((ادبي پښتو)) هم  همداسې در وا خله. په دې مانا چې د پښتو ليکنۍ،ادبي او فرهنگي مخينه هم دپارسي شعروادب په رنگ کې رنگېدلې ده.

له((مرکې د پښتو)) تر پښتو ټولنې، او له څلور-څلورنيمو لسيزو راهيسې د نوې ژبپوهنې په رڼاکې  پرلغښتي(سېستماتيک) معياري غورځنگ له گردو تيوريکو او پرکتکيو هلوځلو پر وړاندې غبرگون او سرغړاوی زموږ د ټبرني- ځانځاني ذهنيت واندود زېږنده ده. داچې دغه غورځنگ په پرتليز ډول بياهم پرمخ تللی او خپلې مثبتې اغېزې يې ښندلې، داايمان و باور راغښتلی کوي چې مخبنا هم پر خپل وار بېخبنا تر اغېز لاندې راولي. په نورو ټکو، همدا فرهنگي غورځنگ د پښتني ټولنې د ټولنوټيزې (اجتماعي-اقتصادي) بېخبنا په ادلون بدلون کې يو په زړه پورې نقش لوبولای او له وراسته ځانځاني ټبرني نظامه يې رااېستلای شي!.

پارسي د عربي او اروپايي ژبو په لړکې تر هرڅه له مخه، ان په مخ-ځمکواکي پېر وپړاوکې د ادبي-فرهنگي غورځنگونو په مټ،کره ليکنې بڼې راخپلې کړې دي.که تش په رسميت و قانونيت کېدای شوه، پښتو له ۱۹۳۶تر ۱۹۶۵پوره درې لسيزې د هېواد د يوازېنۍ ملي-رسمي او راروسته هم د لومړنۍ((ملي-رسمي)) ژبې په توگه له گردو هلوځلو او لگښتونو سره سره تر اوسه له پارسي(دري) سره د ملي سيالۍ جوگه نه شوه.

کټ مټ، لکه د نويو ازادو اسيايي او افريقايي هېوادو غوندې  چې خپلې گړنۍ او گړدودي ژبې يې د ورپاتې برلاسو ښکېلاکي((انگرېزي، فرانسي...)) ژبو پر وړ ا ندې سيمه ييزې پاتې شوې دي، دغسې پښتو هم د پارسي غوندې  له يوې زرۍ راهيسې د دويمې مذهبي او هم غوړېدلې فرهنگي ژبې تر زبېښاک لاندې همدا سې ټبريزه-سيمييزه، په نورو ټکو گړدودي پاتې شوې او ليکنی يووالی، پراختيا او پرمختيا يې په برخه شوې نه ده.

ښکېلاک و زبېښاک ځپلې ملي ژبې پېړۍ پېړۍ له پاملرنې او کارونې بې برخې پاتې دي او له دې لامله همدومره مها لپېر پر هېوادني او جهاني کچ پرلپسې له رامنځته شوو نويو نويو علمي، فر هنگي، تخنيکي او نورو گردو مانيزو او تو کيزو ښکارندو پديدو او جاجونو له راخپلونې گوښې پاتې شوي او پرځای يې د هماغو واکمنو ژبو اړوندې نومو نې او نويزونه پرې هغسې وا کمن پاتې دي.

د هندي نيمې وچې له سلگونو لويو او وړو ژبو څخه ملي منل شوې ژبې، لکه هندي (له نورو دولسو ايالتي ژبو سره ) او سېنگهالي (سريلانکا) بنگالي(د بنگله دېش او ختيز بنگال په تړاو)، چې ليکنۍ-ادبي مخينه يې څلورو زريو ته رسي، لاتراوسه د سرا سري ترمينالوجۍ له لا مله دانگرېزي ژبې د ځايناستۍ جوگه شوې نه دي او نه يې په راتلونکې کې د داسې هيلې څرک لگېدای شي. په الجزاير، تونس او المغرب کې د فرانسي ژبې پر وړاندې په بشپړه او سهي مانا دهندي ورته بډايې کره ليکنۍ ((ملي عربي)) ربړه هم همداسې درواخله.

 که پښتوکومه لږه کۍادبي- فرهنگي مخينه مو درلودلې، هغه هم په سل کې اتيا-نوي د همدې تربرې ژبې تر اغېز لاندې پاتې شوې ده. سر غاړي يوازې د پردو لا سوهنه د نه برابرۍ او نه سيالۍ لامل انگېري، او له  دې ترخه واقعيته ځانونه نه خبروي چې  پښتو له  ژب- ټولنپوهيز، په نورو ټکو، له سيمه والۍ او ټبروالۍ له پلوه ((زبان محليlocal language))  پاتې شوې او همدوی پخپله نه غواړي، مور نۍ پښتو يې د پارسي ژبې په څېر ديوه ((غورځنگ)) له لارې له بېلابېلو ټبريزو- سيمييزو رنگا رنگيو څخه ((يوې- کره ليکنۍ ژبې)) ته لوړتيا ومومي.

که خبره يوازې پر ((ملي-رسمي)) قانونيت وای، پښتو به په دې اويا-اتياکلوکې له پارسۍ سره لږترلږه تراويا-اتيا سلنې دسيالۍاوبرابرۍ جوگه شوې وه.ان که همدا سباته، د کومې معجزې له مخې د پارسي ژبو په گډون گردې څلورگونې اتنو -لېنگوېستيکي  افغاني ډلې ټپلې په يوه ټولپوښتنه کې  پښتو دهېواد ((يوه يواز ېنۍ ملي رسمي  ژبه)) هوکې هم کړی، بياهم په کړنيز ډگرکې د پارسۍ ځای ډکو لای نه شي او سرکار به اړوځي، د بلې ټولپوښتنې  يا پارلمان له لارې ورسره د پار سي د ملگرتيا هوکړه بېرته ترلاسه کاندې

هو،که سيمه پال او ټبر پال اوبيا لرغونپال ليکوال دخپلې هېنډې له نيلي راکښته شي او زموږ پر نټه نه منونکي څانگپوهيز پروسيجرولاړه((يوه.کره ليکنۍ پښتو))  اواړونده څلورگونې پانگه راسره ومني، بيانوکېدای شي، په يوه پېنځکلن مها لپېرکې مو مټې د بومي ډېري مورنۍ ژبې د سيالۍ او برابرۍ  يو پېړييز ارمان ورژېږي!

دويم: په(لره) پښتونخواکې اردو- انگرېزي برلاسی

ډېرو ته جوته ده چې اردو د مغولي نيواگرو له خوا له نوې هندي ژبې سره د ((چغتايي پارسي)) له اخښلو راخښلو څخه رامنځته شوې شوې او په نومېرلي ډول د انگرېزي نيواکگرۍ په اوږدو کې  له عربي آرې ابېڅې سره د هند نيمې وچې د مسلمانانو ژبه پاتې شوې او پاکستان په هماغه انگېزه له دوه سلنې لږه کيوالي سره سره خپله رسمي اوملي ژبه گرځولې ده. په دې توگه يې د ۹۸سلنې مورنيو( پنجابي، سندي، پښتو، وڼېڅي، بلوڅي، براهوي، هندکو(لهندا)، سرا ييکي، تر وڼېڅۍ روسته د پښتو چترال مېشتې نژدې خور ((يدغو)) او دکشميرۍ په گډون يو گڼ شمېر دردي يا کوهستا ني) ژبو بشري رښتې ځنې بلهارې کړ شوې دي.

په دې لړکې له بولا نه تر واخانه د کرو ړونو هومره بشپړ ډېر ي  مورنۍ پښتو ژبه هم راځي. سېنديانو خو ترې  وار له مخه نيم نيمگوری زده کړيز حق ترگوتو کړی او همداراز پنجابي هم درواخله. خو  پښتو د پېښور او شاو خوا پر کچ د څو لومړ نيو ښوونځيو د تش په نامه  زده کړيزې ژبې په توگه  بياهم د اردو، عربي او انگر يزي ژبو ترگونډو لا ندې ده. په نوره او بياگرده سوېلي پښتو نخواکې يې خو دغه لږه کۍ ننداريزه (نمايشي) رښته هم ترلاسه کړې نه ده.

((اردو)) ښايي پر پښتو باندې پارسي هومره برلاسي لاملونه ونه لري: د يوې بېخرته گډوله ژبې(hybrid language)  په توگه  تر پښتو گرانه او پېچلې ده، د نورو غوندې له پښتنو نه هم لارلودن ورکوي. خو څنگه چې ((د زور اوبه پر پېچو مي خېژي))، څوک ورسره ډغرې نه شي وهلای. په پېښورکې داسې بې پښتو پښتني ميندې پلرونه په دې پلمه چې بچي يې له نورو نه روسته پاتې نه شي، په کورکې ورسره اردو غږېږي او لا ښوونکی ورته نيسي. هرگوره، بره خواپه کابل او نورو ښارونو کې اوس اوس د پښتنو له گڼمېشتۍ سره د پارسي ژبې په تړاو د کمکينۍ ورته احساس نور کم شوی دی.

جلاوطني او مورنۍ ژبه

له دوه درو لسيزو راهيسې له پلرني او مورني  ټاټوبي څخه را پيل شوې جلا و طنۍ د افغاني او په دې لړ کې د تنکي پښتني پښت، په بله وينا، کوشنيانو مور نۍ پښتو، هغه هم دمنگ(عمر) له مخې له بېلابېلو کچو سره تر اغېز تر لاندې را وستې ده. هغو چې  د (۵-۶)کلن زده کړيز بهير له پيلونې يا  څوکاله تر بشپړونې وړاندې راجلاوطن شوي او وار له واره دکوربه هېواد له نوي او بيا پر مختللي ژبني- فرهنگي چاپېريال او په دغه لړکې له  وړکتون سره اړاو تړاو موند لی، نيمه نيمکله پښتو يې هم پر اړونده ژبه بدله کړې او دچا خبره هماغه  يې لومړنۍ او مورنۍ ژبه گرځېدلې ده.

 داسې هم ليدل شوي چې ډېرو د موروپلار له ناغېړۍ  تر هغه بهير راروسته هم، دښوونځي  په همغه لومړي سېمېسترکې دواکمنې ژبې تراغېز لاندې خپله  پښتو کړکيچو کړې او  د کال تر پايه يې  يو مخيزه ورځا ينا ستې کړې ده.. هسې خو که هر څومره هلې ځلې وشي، د نورو جلاوطنو غوندې پښتانه هم تر دوپښتو (نسلو) زياته خپله پښتو دمورنۍ ژبې په توگه ساتلای نه شي او هماغه کور بنه ژبه يې پر مورنۍ ژبه اوړي. که همدا پو پښت يې هم ساتلی وای، بيايې هم د پښتو د معيا ري غورځنگ په تړاو يوه لړه کۍ ونډه پرځای کولای شوه..

يوازېنۍ استثنأ د لرې خوا پښتانه، په ځانگړي ډول برتانيامېشتي هغه دي چې له درو څلورو پښتو(نسلو) راهيسې يې خپله مورنۍ پښتو لږ تر لږه کوردننه ساتلې ده،دليل يې هم دا چې د برو پښتنو په توپير يې د هند نيمې وچې دنورو راغلو غو ندې له کوربنو سره له همرنگۍ(Assimilatiom) ډډه کړې او تر خوراک پو ښاک او مړي ژوندي پر خپل دود و دستور ټينگ و ترينگ ولاړ دي.

هرگوره، برنيو د ځينو کوربه هېوادو، لکه سويډن، ناروې... له دې حقوقي تگلا رې څخه په گټه اخېستنه چې  بېلابېلو  جلا وطنو کوشنيانو ته په  مورنۍ ژبه د لومړنيو زده کړو يوڅه لاره هواره کړې، د پارسي ژبې تر څنگ پښتو هم د يوه رسمي مضمون په توگه د لومړنيو ښوونځيو په نصاب کې ځای کړې، او په تر څ کې يې ورسره د يکشنبه يې کورسونو هوکړه هم ترلاسه کړې ده. بياهم د ارواښا دې  ژاله اصفهاني په وينا: جلاوطني د هويت تدريجي بايلنه ده!

په دغه تړاو درانه لوستونکي خپلو دوه گونو(پښتو او پارسي) ليکنو لوستنې ته هم رابولم چې څوکاله وړاندې مې په ستوکهولم کې د(افغانانوقلم ټولنې) يوې څېړ نغونډې ته اورولې وې او راروسته يې (فردا) نومي ووبپاڼې ر اخوندي کړې دي

د مورنۍ ژبې اړينتيا او ګټورتيا

۱) د ليک لوست اولومړنيو زده کړو په تړاو

 لکه څنگه چې په سر سر کې د يوې تړوني غږيزو پيلامونو د يوه سېستم په توگه پر ژبه او بيا د مورنۍ يا لومړنۍ ژبې د زده کړې پر بېلابېلو چمونو، چاپېريالونو او پېرونو پړاوونو رڼاواچول شوه، که په لومړي(کورني) چاپېر يال کې د مورنۍ ژبې ټاکلي(پېنځکلن) زده کړيز پېړ تر بشپړ ېدا وړاندې له مورنۍ ژبې سره بله ژبه راگډه شوه، پر کړکيچو بدلېږي.  همدارنگه، که په دويم، په بله وينا،لومړني اگا هانه زده کړيز او ښوونيز چاپېريال  (وړکتون) او ورپسې (ښوونځي)، په تېره د ليک لوست زده کړې (literacy)  ړومبي درېکلن پېر کې پرې  بله ژبه راوتپل شي، زده کړه يې له خنډ و ځنډ سره مخامخېږي.

 زما زوی د ښوونځي پر لومړي او دويم کال د پارسيوانو ټولگيوالو او هملوبو تر اغېز لاندې نرينه او ښځينه سره گډول او راوروسته مو د خپلې پښتو دغې گرا مري تېروتنې ته ورځير کړ. خو اوس يې  په پاخه منگ کې هم، د چاخبره کله ناکله خوله لغته خوري. په څلوېښت کلنۍ کې مې چې ترې ((لمر راوتلی دی)) وا ورېدل، د عربي استادې فاطمې طرزي دا کيسه راياده شوه چې زوی ته يې و و يل: (تلويزيونه واز کو)) او هغه هم  له ټوکو نه پېچتاو راواخېست او د تلو يز يون په وازولو يې پيل وکړ؛ هغه چې تردو لس کلنۍ په سوريه کې رالويه شوې وه، نو د (گرفتن) پرځای له (افتح ا لتلويزيون) سره روږدې وه!

ژبپوهانو او ښوونپوهانو دا ازما يلې ده چې که يو کوشنی لومړنۍ زده کړې په مور نۍ ژبه وکړي، تر دېرشو- څلو ېښتو سلنې پورې يې پکې زيات بری او پر مختگ په برخه کېږي. د بېلگې په توگه يو پښتو ژبی کوشنی د(مور، پلار، کور، ورور...) ليک لوست تر پارسي(مادر، پدر، خواهر، برادر ...) هغې، ځکه ژر او اسان زده کولای شي چې په ذهني زېرمه کې يې وار له مخه شتون لري. که نه، په دغه لومړ ني ښوونيز پېر چې هممهاله بايد د ژبې اړوند څلور- پېنځه چمونه (مها رتونه): ليکنه، لوستنه، ويينه، اورېدنه او اورونه هم په اگاهانه ډول زده کړي او تمرين کاندې، وار له مخه يې وخت او انرجي د دويمې ژبې د اړوندو وييونو او سېمبو لونو پر زده کړه لگي او د هغې پردۍ(پارسي، اردو) ژبې آر ويونکي ځنې پړاو نيم مخکې کېږي.

۲) د منځنيو او لوړو زده کړو په تړاو

که څه هم په منځني او بيا لوړ زده کړيز پړاو کې د مورنۍ ژبې گټه او اړينتيا په دويمه او درېيمه پوړۍ(درجه کې راځي)، خو  بيا هم د شاگرد پر زده کړيز بهير لږ وډېر مثبت اغېز ښندي او له همدې لامله يې بياهم پر نړيوال او هېوادني کچ د کا رونې رښته خوندي ده.له بله پلوه يې پرلپسې له پوهنيز- فرهنگي وړتيا او استعد اد پرلپسې وده پرمختيا مومي او ليکنې څېړنې ته ورڅکېږي ، او په پايله کې يې له مانيزو(مجردو) جاجونو سره سروکار زياتېږي، نو مورنۍ وييپا نگه ور سره  په پوهاوي او کارونگ کې  زياته او چټکه مرسته کولای شي. د ساري په ډول، د ((وگړی)) له مخې((وگړنی)) جاج، تر(مردمي)  او پرتمين تر (شکوهمند، پر شکوه) ښه ترا او اسان راخپلولای شي.

د څلورگونې ژبنۍ وييپانگې څلورمه برخه يا پېنځويشت سلنه نوې وييرغاونه (neologism)  تر هر څه له مخه نوي علمي، فرهنگي او تخنيکي مجرد جاجونه، لکه ژبپوهنه، ژبنی، ژبيز، ژببپوهنيز، ټولنيز، ټولنپوهيز، ټولنو ال، لرغونپو هنه، لرغونپوهنيز، لرغونپال، لرغونپالنه، ژوندپوهنه، ساپوهنه يا اروا پو هنه، نړيجال، ووبپاڼه، لاسليک، برېښليک يا برېښناليک، برخليک، ليکنه، ليکنی، ليکوالي، خپرونه، خپراوی، خپرندوی، خپرنۍ، رسنۍ، خبرپاڼه، کورپاڼه، شپې پاڼۀ، غوراوی، غورچاڼ، لا سرسی، لاسر غاونه، لاسوند ...) رانغاړي چې د شتو مخبېلگو پر بنسټ  په بېلښتي او تړښتي(اشتقاقي او ترکيبي) ډول رغول شوي او رغول کېږي.(← د پښتونويزونوسيندگی، سريزه ۲۰۱۲ز کال)

نوي کاله وړاندې په لره خوا کې  د پاچا خان ((ازادو سکولونو)) يو داسې مخکښ او نوموتی پښتنی فرهنگي پښت را ميدان ته کړ او دومره پياوړي ليکوال، شا عران، رسنوال، څېړنوال او هنرمندان را وپنځېدل چې بره خوا له  سرکاري ښو ونځيو او بېلابېلو اسانتياوو سره په هغه مهالپېر کې نه وه  رامنځته شوي.

داهم څه د نه باور خبره نه وه چې کوزه خوا د سوات  په سيمه ييزه واکمنۍ (ريا ست) کې د ښوونځيو ژبه پښتو وه، يو ورته دويم فرهنگي غورځنگ په گردو يو سفزي مېشتو سيموکې راوزېږاوه. تردې چې لا تراوسه يې تر بلې هرې پښتو ژبې سيمې د ليکوالو، څېړنوالو، شاعرانو... انډول زيات ارزول کېږي.بره خوا ښايي د مورنۍ پښتو له لږوډېر زده کړيز حق سره (لوی) کندهار او(لوی) ننگرهار د ورته فرهنگي سيالۍ مخکښ وگڼل شي.

۳) مورنۍ ژبه د يوې غورې ملي پېژند نښې په توگه

مورنۍ ژبه تر گډ توکم(نژاد)، تاريخ روسته د ملي وکر (هويت) درېيمه پېژند نښه او رغنده توک گڼل کېږي. د استاد مورگن ستيرن(آرپوهه۶۱ او کنفرانس۱۹۶۷) په وينا پښتون په نړۍ کې يوازېنی ژبتوکميز ولس دی چې ژبه ((پښتو)) يې په دويمه مانا د((پښتونولي، پښتونواله...)) هممانيز په توگه د پښتنو د ژوند و ژواک ټو لنيز، حقوقي، فرهنگي، سياسي ... ارزښتونه، يا په يوه غونډنوم((کوډ)) يا دوی ټولگه (مجموعۀ قوانين) رانغاړي (د لازيات پوهاوي لپاره: کيفر۱۹۷۲؛ مکنزي ۱۹۸۷؛ زيار۲۰۱۱). په دې توگه يو  پښتون د خپل  ټبرني(قبيلوي) ځانخبرۍ ( شعور) او اندتوگې له مخې ځانته دا ستر پېغور گڼي چې ورته څوک ووايي: پښتو نه لرې، پښتو دې راسره ونه کړه، پښتو دې بايلله، پښتو دې خرڅه کړه، يا...!

دا چې وايي: ((يو توکم ټبر په ژبه ژوندی دی او که ژبه دې ترې واخېسته، نو مړ دی.))، اويا: ((يو قوم مه وژنه، ژبه ترې واخله))... . له پښتنو  سره د نړۍ تر بل هر توکم و ټبره ډېر او ښه ترا اړخ لگوي. ځکه ژبه يې پر ژبنۍ دنده سربېره ژوند و ژواک ټول رانغاړي.  پښتانه ويښياران بيا پښتو او پښتون سره د مرگ و ژوند تر بريده تړلي بولي او وايي:

که پښتو مړه شوه، (له مانيز پلوه) پښتون مړ دی، د پښتومرگ، د پښتون مرگ دی، او داسې نورې ورم و وراشې. په کړن کې هم ليدل شوي، چاچې پښتو ژبه له لاسه ورکړې، پښتونولي يې هم ورسره سمه بايللې او دا بايلنه يې له مړينې سره برابره ده. هند او پاکستان  او ان ايران په هر ډول ، زموږ په پلاز مېنه کې يې هم بېلگې کمې نه دي، په تېره دشاهي کورنۍ او دربار اړوندمحمدزيان چې پښتو او پښتون ضد ناورين هم دوی رانښلولی دی!

 هسې خو ژبپوهان، ارواپوهان او... په ټوليز ډول د لاسته راوړو څېړنيزو پايلو له مخې په دې گروهه دي چې که ژبه يو مخيزه له انساني ټولنې کډه وکړي، سم له سمونې ورسره پښه پرځای پاتې کېږي، تالاترغۍ کېږي، د بشري تمدن څرخ ځای پرځای درېږي او پسې پوپنا کېږي!(باطنی ۲۷)

ملي نومونپوهنه( ترمينالوجي)

پر ۱۹۳۵ ز. کال  چې د ايران شاهي دولت له سيمې او بيا افغانستان سره گډ تا ريخي نوم ايران(د آريان  په اوښتې بڼه)  د خپل هېواد پخواني نوم((پارس))  ځا يناستی کړ، او هممهاله يې ورسره د جرمني فاشېزم تر اغېز لاندې پارسي ژبې پالنې او بې کچه پيورېزم لپاره فرهنگيستانونه رامنځته کړل، افغان شاهي دولت يې په غبرگون کې (( افغان اېستبلېشمنټEstablishment Afghan)) سېستم  رامنځته کړ، .نو د يوه ازاد ملي وکر(هويت) د يوې بنسټيزې پېژندنښې په توگه يې د ډېري بو مي مورنۍ ژبه ((پښتو)) پر ۱۹۳۶ز. کال په اساسي قانون کې  ديوا زېنۍ ملي او رسمي ژبې  په توگه درج کړه، خو د ايران د پټ او ښکاره فشار او زموږ دافغاني پارسي ژبيو په پرلپسې غوښتنو، په بله وينا،((ملي مصلحت))  له مخې يې ورسره د (۱۹۶۳ز) کال په اساسي قانون کې پارسي، په بدل نامه((دري)) دويمه رسمي ژبه ملگرې کړه.

تر هغه مهاله گردو ايراني او افغاني فر هنگيانو ((دری))  له (پارسي) يا( فارسي) سره ديوه ستاينوم(صفت، لقب) غوندې لږوډېره کاروله. راروسته افغاني پارسي ژبيو دپخوا په څېر پر نوم اړول شوی ستاينوم((دری)) بېرته د ستاينوم په توگه رادود کړ او په دې ډول يې د عامو پارسيوانو غوندې خپله مورنۍ ژبه(فارسی) او (پارسی) رادود کړه چې کله ناکله ورسره هغه ستاينوم هم سرباري کوي او(فارسی دری) يا (پارسی دری) ليکي-د بېلگې په توگه د کابل پوهنتون د پارسي څانگې د ژبپو هنې يوازېني څانگپوه استاد پوهاند دکتور محمد حسين يمين خپل در سي کتاب ((دستور معاصر زبان پارسی دری )) نومولی او په دننه متن کې يې يوازې (پارسی) او يو نيم ځای(فارسی)  يوازې کارولي دي.

دا نو د افغانستان اوسنی(( جهادي- اېمپريالېستي)) چارواکي دي چې  لا تر اوسه يې((دری)) نوم هماغسې ټينگ و ترينگ ساتلی دی. داطلاعاتو او فرهنگ مخني وزير ښاغلي  کريم خرم د((ترمينالوجۍ)) د دفاع په نامه غوښتل، ((ملي گالري)) بې مختاړي او روستاړي د ((نگارستان)) پر ځای پر پارسي ژبيو په دې سپسته و مني چې(( ستاسې ژبه (دری) ده، نه پارسي...))، هغوی له کورمېشتو تربهرمېشتو پورې  پسې را پورته شول او په غبرگون کې يې وليکل: (( دری صرف صفت يا لقب پارسی بوده و اخيراٌ به لهجۀ افغاني آن اطلاق شده، ماچرا با اِعمال زور از کاربرد واژه های ناب فارسي مولانا و حافظ منصرف گرديم... برداشتی از نوشتۀ دکتور اکرم عثمان از سويدن، سايت فردا)).

د کورمېشتو هغو په غبرگون کې داراغلي ول چې د((ملي گالري)) لو مړی توک عربي او دويم يې يوناني دی. که وزير د کوم پښتو څانگپوه په مرسته ورته ښکلی نوم، لکه(انځورستان) او يا د دواړو ژبو گډ نوم((هنرستان)) رامخته کړی وای، خبره ترينگلتياته نه رسېده. خو دی ((پر گاځره نه وو،پر خرپ يې وو))، که نه ولې به يې د پارسي نيولوجېزمونو پر وړاندې له ټو لمنلو دودو پښتو انډولونو مخه نيو له.

 همدا اوس چې له کرزي سره د هماغه وزا رت دنده د سلاکار په توگه پر مخ وړي، د يوه رسنوال د څرگندونې پر بنسټ پار سي نيولوجېزمونه(رسانه ها، نهاد، زير بنا، روبنا...) نه، بلکې پښتو انډولونه (رسنۍ، خپرنۍ، مهالنۍ، بنسټ، بېخبنا، مخبنا، کمتوان ، پټتوان، بېړنۍ، بېړ ندوی،... ) سا نسو روي، او يايې له خپلې اخو اني تر مينالوجۍ سره سم پر(مطبوعات، نشريه، جريده، مجله، معيوب يا معلول، بالقوه، عاجل، اضطر اري...)،  او ان (پارسي) پر (فارسي) او هغه بيا پر (دري) اړوي!

د ملي ترمينالوجۍ دفاع په دې نه کېږي چې ((پارسي)) پر((دری)) واړوي او په دې ډول  د  يو شمېر لنډليدو له بې سروبوله داوې سره سم ټولمنلی تاريخي- جغرافيا يي آرياني ژبوېش(تقسيم بندي) له پوښتنې سره مخامخ کړي  او په لوی لاس پښتو ته  له ((اېستبلېشمنټه)) راپاتې  لږه کی ترمينالوجيک امتياز هم خرځشن کاندې.

.((د زيات پوهاوي لپاره: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼـاکې: پارسي (فار سي) ۳۲۹- ۳۳۱))

په هر ډول((ملي ترمينالوجۍ)) چې له نولسمې پېړۍ را دود شوې او دشلمې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې يې يوڅه سمون او کره والی شوی ، يوازې په پښتنو نه، بلکې د هېواد په گردو ژبتوکميزو ډلو ټپلو اړه درلودلې او د پخوا په څېر يې د پښتنو تر څنگ له نورستانيانو او پشه يانو رانيولې تر پارسيوانو، وزبکانو، تورکمنانو، قرغزيانو، پاميريانو، بلوڅانو براهويانو او... پورې يې گرد افغانان  کاروي او د خپل ژبني فرهنگ يوه برخه يې گڼي. هيله ده، کومې ننگونې  يې چې پر وړاندې يو شمېر سوگند خوړلو جها دي  ډلو ټپلو رامنځته کړې او پرلپسې ورته لمن وهي، د اوسنۍ راتپلې واکمنۍ له پايته رسېدو سره پای ومومي، لکه چې وايي:

تا د بل جنت په پارکړ، خپل کلی دوزخ راته

                                                                              لاس به زماهم ستا د بادار تر گرېوان ورسي!

((ازاد ژبپوهنيز غورځنگ)) د پښتو يوازېنۍ اسره

د تېرو څرگندونو يو غوره پايلنيوی دادی چې ډېر او بيا ژبني معياري بهيرونه په ځمکواکي پېر کې د غورځنگو  په مټ منځته راغلي دي، نو موږ هم څو پېړۍ روسته،  له څلورو لسيزو راهيسې د هغو زړوازمېښتواو نوې ژبپوهنې په رڼاکې،  د (( يوې يوا زېنۍ - کره ليکنۍ پښتو)) غورځنگ راپيل کړی دی. که نه دارواښاد استاد رحيم الهام غوندې مو تر((پانگوالي پړاوه))  ورته لاس ترزنې ناست وای، د نوې ژبپوهنې د استازيو په توگه به مو د اوسني انفارماتيکي انقلاب او ور سره د هميو ني روښا ندي  پښت او راتلونکيو پښتونو( نسلونو)  پر وړاندې  ځانونه څنگه سپينول؟

همدا څانگپوهيز نگېر(احساس)، ژمندويي او د ډېري ځوان کمپيوټري پښت رابښلی زړه غټاوی وو او دی چې موږ يې د((لروبر و بېنوا)) او نورو ورته ووبپاڼو له لارې را لوروليو ((سيمه ييزو، ټبريزو، گروهيزو، سياسي او...)) غبرگونونو له خپل هوډ و لارې رَودې ونه شو اړولای او نه مو په راتلونکې کې ترې لاس پر سر کولای شي (زيار، ديوې=کره  ليکنۍ پښتو پر وړاندې سمتي او سياسي سنگر، اماتوري پښتوژبپوهنه او نورې ليکنې ۲۰۰۹-۲۰۱۳ز) !                                       

په دې کې څه اړنگ بړنگ نشته چې له څه ناڅه يوې پېړۍ راهيسې پښتني ټولنې ته نومهالې پوهې اوفرهنگ لاره موندلې او ښايسته ډېر پکې زده کړه وال، ليکو ال او ان پوهان شوي، خو دا فرهنگ يې لا دومره نه دی راخپل کړی چې يو دبل پو هنڅانگې ته درناوی ولري او گوتې ورسره ماتې نه کړي، په تېره د پښتو په تړاو ژبپوهنې ته ، هغه هم په دې سپسته چې پښتو په گردو ويونکيو  اړه لري، نه يوازې په ژبپوهانو او په کارده،  هره ليکنه څېړنه  او ربړه يې ټولپوښتنې ته وړا ندې شي!

سيمييز- ټبريز ذهنيت، او  ورسره ورسره گروهيزې کرکې او لنډاندۍ د پوهې ، فرهنگ او بيانوې پښتو ژبپوهنې ددښمنانو سدو سول دومره زموللي چې په دې انفارما تيکي او جنېتيکي انقلابي پېر کې يوه يوازېنۍ- کره  نومهالې پښويه (مودرن ستاندرد گرامر) او يوه يواز ېنۍ ليکنۍ بڼه يا معياري ليکلار ليکدود  پر پښتو  نه لوروي. يو نيم لا په ټوله سپينسترگۍ دا فرمان هم صادروي جې پښتو د ژبپوهنيزو ليکنو څېړنو يا اثارو پر ځای ((علمي کتابونو )) ته اړتيا لري.. موخه يې داچې ژبپوهنه او اړوندې  څېړ نې ليکنې او کتابونه يې نه ((علمي)) دي او نه ورته څه اړتيا شته!

له دغه راز لنډ اندي او لنډ ليدي که وپوښتل شي چې  هغه کتابونه په کوم سيمه ييز يا ټبريزگړدود وليکل شي، ځکه ((يوه يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو)) چې دنوې ساينتيفيکې ژبپوهنې په رڼا کې  رامنځته شوې، گړسره منې نه ؟

برلاسې تربره پارسي خو د نورو دوديالو ژبو په څېر له پېړيو راهيسې له گړدودي پړاوه، يو يوازېني ژبني پړاو ته رسېدلې او ټولې ليکنې څېړنې او کتا بونه يې په يوازېنۍ ژبنۍ بڼه دي او موږ ورسره گړدودي سيالي نه، بلکې ژبنۍ سيالي کول غواړو!

په همدې لړکې که کوم ناپښتون هېوادوال يا بهرنی پښتو مينه وال او زده کو ونکی ترې  نومهالی پښتوگرامر، غږپوهنه، وييپوهنه، آرپوهنه(اېتېمولوجي ، شعرپوهنه، د يوې يوازېنۍ کره ليکلارې او ليکدود لارښود، د نويزونو (نيولو جېزمونو)، هممانيزونو، گړنو(ايډيمونو)...اړوند سيندگي (قامو سونه) يايې رېفرېنسونه وغواړي،څه ځواب به ورکوي.

 ترټولو لا زياته اړينه، لکه پاس چې پرې  رڼا وا چول شوه، دوی سم له لاسه، هغه هم لږ تر لږه بره خوا د مورنۍ ژبې په توگه د پښتو پر وړاندې دراپېښو ننگونو او د بشري رښتې (حق) د دفاع، يا په لنډو ټکو، له برلاسې((پارسۍ)) سره د ملي سيالۍ او برابرۍ لپاره له ژبپوهنې پرته له کوم ځايه راپيلولای او بله څه لاره چاره راپرگوته کولای شي؟

په ټوله کې دداسې پېښاووانو اود پښتود معياري غورځنگ ناغېړيانو د ناپوهۍ همدا دليل بس دی، چې نه پوهېږي، ((ژبپوهنه)) يوه ټولمنلې خپلواکه((پوهنه)) او هغه هم نيمه سا ينتيفيکه او ان يوه يونيورسله پوهنه ده!            

داسمه ده چې پښتو د ميليونو پښتنو مورنۍ ژبه ده، خو، لکه پاس چې پرې رڼا واچول شوه،  علمي پېژندنه، قاعده قانون يې يوازې او يوازې په ژبپوه اړه لري. همدی پوهېږي چې دا د انسان څه راز وړتيا او اړينتيا ده،څنگه زده کېږي، وده وش مومي او څنگه کارول کېږي. زموږ له ذهني نړۍ او کارکړنو سره څه  اړاو تړاو لري،.رغنده توکي يې کوم دي او څنگه سره يوه تړوني پر لغښتې ټولگه يا سېستم رامنځته کوي.. کوم غړي او وسيلې يې په زېږد کې ونډه لري او څنگه د ويلو، اورولو او پوهاوي راپوهاوي جوگه کېږي.

څنگه پرگړدودو وېشنه مومي او ((يوه- يوازېنۍ ليکنۍ)) بڼه يې څنگه ورټاکل کېږي. ايارغښتي دويونه يا گرامري قواعد يې له محسوسې گړنۍ((مخبنا)) څخه رارغېږي، که يې له نامحسوسې ياذهني ((بېخبنا)) څخه .... او په پای کې يې د زېږندويه ځواک په مټ ، له وړکتونه تر پو هنتونه، د بې شمېرو پو هنو، فنونو او مهارتو نو د زده کړې او زغمنې  لپاره څنگه غځېدنه  مومي، او ورسره ورسره په ځانگړي او ټولنيز ژوند و ژواک کې ترې څنگه کاراخېستل کېږي... (چومسکي ۴۸-۴۴)

هو، دا يوازې ژبپوه دی چې پښوييز(گرامري) آرونه، قاعدې او قوانين  د مورنۍ ژبې له نانگېروړې يا نامحسوسې او نا ملموسې بېخبنا څخه راباسې او له نگېر وړې جوليزې(صوري) مخبنا سره سمون ورکوي. ددې لپاره يې وارله مخه له يوې يوازېنۍ کره بڼې سره کار لري او په دې توگه يې يوه يوازېنۍ پښويه (گرا مر)  او ورسره تړلې يوه يوازېنۍکره ليکلار د اړوندې ټولنې((اساسي قانون)) په څېر  له هماغې ټولنې راخلي.

 په همدې يوه اوکره بڼه په زده کړه، ښوونه، ليکنه، څېړنه،  رسنۍ او د ژوند وژواک په نورو ډگروکې ورباندې  له اړتيا سره سم پلې کوي. نود همدې له مخې يې ژبپوه يا ژبپوهان پارلماني استازي بلل کېږي. څوک داويلای نه شي: دا پښويه يا ليکلار زما ، يا زما د گړدود استازي نه شي کولای!

لکه چې وويل شول، ژبه د ((تړوني غږيزو سېمبولونو د يوه خورا پېچلي سېستم)) او بيا د يوې ورهڼيزې يا زده کړې وړ ټولنيزې پديدې او څو اړخيزې مخابروي و سيلې په توگه په يوه داسې خپلواک علم((ژبپوهنې))اړه لري چې له فېزيولوجۍ، (نوري) فېزيک او لابراتواري ازمېښتو له مخې د نيمه ساينتيفيکو پوهنو په کتار کې راځي. غږ پوهنه(فونولوجي)اوآرپوهنه(اېتېمولوجي) يې بشپړه ساينتيفيکه ده.

 له نيمې پېړۍ راهيسې د ستر رياضيپوهاند، تاريخپوهاند اوفېلسوف ژبپوهاند نووم چو مسکي له ژبپو هنيز انقلاب او بيا((زېږند لېږند Generative-Trans- formational grammar او ورسره ورسره د د پېژندل شويو ژبنيو او پښوييزو رغنده توکو او قاعدو ورا خوا نگېر يا ادراک (Intuition) ليدتوگه، او همداراز په دې رابرسېرونه چې(په کو شينه کې زېرمه)  د ژبې نانگېروړه يا بېخبنا يي برخه د نگېر وړې (محسوسې) يا مخبنايي کړنيزې برخې په پرتله يو ناپايه ژبنی پټتوان (پو تنشيال) لري، د نړۍ د گردو ژبو لپاره د يوې يوازېنۍ (ساينتيفيکې) پښويې لاره هواره کړې ده(لانگندوېن، سريزه؛ باطنی: دستور۱۳۶-۷)

د مورنۍ ژبې پايښت  په  ازاده سيالۍ کې نغښتی دی

هماغسې چې د ولسونو پايښت وپرمختگ له نړيوال ټولنوټيز(اجتماعي- اقتصا دي)کاروان سره په ملتيا کې نغښتی، دغسې يې دمورنيو ژبو پايښت و پرمختگ هم له نړيوال  ژبني- فرهنگي کاروان سره په سم تگ پورې تړلی دی که نه، له وړا ندوينې سره سم د يووېشتمې پېړۍ ترپايه بېشمېره ژبې له منځه تلونکې دي!

تر کوم ځايه چې  څرگنده ده،د نړۍ ژبې په ټوليز ډول، هغه هم زياتره له وييپانگيز پلوه پرلپسې د پراختيا او پېجلتيا پر لوري درومي، په دې ډول:

د اړوندو ټولنو له پرمختيايي بهير سره سم يې. دکارونې اړتيا ډېرېږي او له دې لامله پکې د خپلو ليکوالو، رسنوالو،پوهيالو او فرهنگيالو له خوا د زېږندويه ژبني ځواک پر  بنسټ له اړتيا له مخې د نويو نويو علمي، فرهنگي، تخنيکي او خبرتيايي (انفارما تيکي)  پديدو او برياوو، او ورسره د تړلو جاجونو(مفاهيمو) د راخپلولو لپاره پرلپېيلې ويير غاونې او غونډله رغاونې  چټکتيا او پرا ختيا مومي.

داهم ويل په کاري چې ژبه هممهاله په  طبيعي او ناځانخبري ( نااگاهانه) ډول په (و)گړنيو بڼو کې د اړوندو ژبو يو لړ رغاونيز_ غږپوهيز او  پښوييز دويونه (گرامري قاعدې) بيا ساده گي او اساني مومي.   بيا يې نو غږپوهان  او پښويې پوهان (گرامرېستان) هغه لنډېزوزمه ادلون بدلون تر وسې وسې په پام کې نيسې،  او له دې  لارې يې دوه اړ خيزې پراختياوې او پېچلتياوې يوڅه راسکينده کوي اوجبرانوي.. 

 په دې ډول داسې يوه دودياله  اوليکنۍ ژبه نشته چې د اړوندې ټولنې له پر مختيايي بهير سره سمه يې له وييپانگيز او غونډله ييز پلوه غځېدا او  لږوډېره پېچلتيا نه وي موندلې او ونه مومي. دا خبره له څانگپوهانو پرته هر زده کړه وال او ليکوال ته هم زبادېدای شي  چې لږ تر لږه يې له وييپانگيز پلوه د يوې پېړۍ يا لږ ترلږه د لسيزو په اوږدوکې اړوند ټوليز او څانگيز سيندو نه (قاموسونه) سره پرتله کاندې، هغه هم پر پښتۍ يا ورپسې پاڼه د خپرندوی د ليکي پوهې (کتاب پېژند نې)  په يوه تشه کتنه.  همداسې يې د رسنيزې اوخپرنيزې پراختيا پرتله هم درواخله، چې نن سبايې له برېښنايي-خبرتيايي تېکنالوجۍ سره يوه برېښناوزمه چټکتيا راخپله کړې ده.

 په دې لړ کې پښتو هم د خپلې پښتني ټولنې د بېخبنايي او مخبنايي پرمختيا په انډول له ورته بدلنونو گوښې پاتې نه ده او هر ليکوال لا څه چې هر  ليکلوستوال يې په اسانه جاج اخېستای شي.

د کور گډي جهاد په ځوان پښت کې  د يوگڼ شمېر پښتو مينو پوهيالو، فرهنگيا لو او بيا ليکوالو او رسنوالو تر څنگ يوې داسې ډلې  هم سر راپورته کړ چې د ((طالبۍ)) پر ځای يې کمپيوتر ساينس ته مخه کړه او په دې ډول يې خپله مورنۍ پښتو د دغه نومهالې تېکنالوجۍ په راخپلونه او دودونه، پر هېوادني او ان جهاني کچ د سيالۍ جوگه کړه.

د همدې سيالۍ برکت دی چې هممهاله يې، هم ډېرکم ليکلوستي ځوانان تر رسنو الۍ، خپرند ويۍ، ليکوالۍ او شاعرۍ وروزل او هم يې  موږ پوخمنگو ته د زياتو څېړنيزو او خپرنيزو ها ندو هڅو لياره هواره کړه.دېرش- څلوېښت کاله وړاندې دا دچا په ارواکې هم نه گرځېده چې  پښتو دې په  دې لنډ مهالپېرکې دومره ارتې بير تې رسنيزې او خپرنيزې شونتياوې راخپلې کړي او له دې پلوه دو مره شتمنه او بډايه شي.

پايليزه

مورنۍ ژبه هماغه ده چې انسان يې له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې  له خپلې مور، تيمور او يا لومړنيو پالونکو روزونکو څخه د پېښو له لارې په ناځانخبرې توگه يادوي او په خپل ذهن کې يې په مجرده بڼه زېرمه کوي او بيا يې تر ژوند تر پايه د وينا او ليک او بلې هرې اړتيا لپاه په جوليزه(صوري) اومحسوسه بڼه پرکار اچو ي. په دې توگه مجرده بڼه يې آره ژبه بلل کېږي او کړنيزه بڼه يې  يو انځور يا کاپي. داچې په زده کړه کې يې د مور پرځای بل يا نور څوک هم  برخه درلودای شي، نو ((لومړنۍ)) ژبه هم بلل کېږي. بلخوا دا هم ناشونې  نه ده چې دغه ژبه يې د خپلې مور، کورنۍ يا ټولنې ژبه نه اوسي.

.ژبه د خپلې اړوندې  پوهنې((ژبپوهنې))   پر  بنسټ د تړوني غږيزو سېمبولونو يوه پرلغښتې ټولگه يا سېستم دی چې هر و گړی يې  په اړونده ټولنه کې يادوي او د هماغې ټولنې له نورو غړو او وگړو سره يې د اړيکو او پوهاوي لپاره پرکاراچوي. په دې ډول ژبه يوه ټولنيزه او زده کړې وړ، يا کسبي پديده ده او د همدغو ځانگړ تياوو له مخې يوازې په انسانانو اړه لري.

هره ژبنۍ ټولنه او اړوند وگړي يې دا ټولمنلې انساني رښته(حق) لري چې په خپله مورنۍ يا لومړنۍ ژبه زده کړه وکړي او د ژوند وژواک په نورو ډگرونوکې يې پر کارواچوي او ساتنه پالنه يې وکړي. مورنۍ ژبه پردې سربېره چې پر زده کړيز بهير يو مثبت څومره ييز او څرنگيز اغېز ښندي، د ليکو الي او نورو فرهنگي وړ تياوو او استعدادونو په رابرسېرونه او روزنه کې هم تر پردۍ ژبې خورا زيات نقش لوبو لای شي..     

موږ په دغه څېړنه کې هغه لاملونه پر گوته کړي چې ولې پښتو په افغانستان او لره پښتونخواکې د بشپړ ډېري د مورنۍ ژبې په توگه له پوره رښتو(حقوقو) بر خمنه نه ده. که بره خوا پر نړيوال او هېوادني- قانوني کچ.د يادشويو لاملونو له مخې له قانوني ملاتړسره سره له دويمې رسمي ((پارسي)) ژبې سره د  پوره سيالۍ او برابرۍ جوگه نه ده ، نو په لره پښتونخواکې خو لا گړسره قانوني ملاتړ هم نه لري او يو مخيزه د((اردو)) تر گو نډو لا ندې ورځ پر ورځ له خپلې پښتني ټولنې څخه لرېوالی او پرديوالی مومي.

که د ډېرو سياسي هاندو هڅو په مټ نن سبا د پېښوراو شاوخوا سيمو په يو شمېر لو مړنيو سرکاري  ښوونځيو کې پښتو رادود شوې هم ده، پخپله د هغې سيمې له څرگند نې(اصطلاح) سره سم ورسره(( د مور- ميرې چلند)) کېږي.  لويه ربړه يې داچې د پا کستان له ناسم زده کړيز نصاب سره له هماغه لومړي ټو لگي څخه د پښتو تر څنگ اردو، عربي او ان انگرېزي او داسې مضمونونه هم پر ماشوم تپل کېږي چې د پنډو  پېړو کتابونو تش  لېږد يې ورباندې يو بوج دی، پاتې لا سهل او يادول يې. په ((سيا سي- اسلامي)) مدرسوکې خو له پخوا نه پښتو ((دوزخي ژبه)) بلل شوې، پا تې يې لا د مور نۍ ژبې  په توگه يوه لږه کۍ رښته!

له دغو نا خوالو سره پر هېوادني او جهاني کچ د پښتو د سرڅڼې او سيالۍ په موخه زموږ ((يوه يوازېني- کره ليکني)) غورځنگ بياهم د ډېري پښتومين کمپيوټري پښت  په  مټ اوملاتړ مخ پر بره درومي

سپارښتنې

د دې لپاره چې پښتو په بره او لره پښتونخواکې د ډېري- بومي ويونکيود مورنۍ ژبې په توگه خپله بشري رښته تر لاسه کړای شي، تر هرڅه وړاندې بايدگرد پښتو پال او روښاندي پښتانه د ((يوې يواز ېنۍ- کره ليکنۍ پښتو)) راپيل شوی ژبپو هنيز غور ځنگ په لومړيتوبونوکې راولي، ارت وبيرت، سراسري او گړندی  يې کاندې.

هرگوره، لکه چې وويل شول، که دغه غورځنگ ته په افغانستان کې د تېر په څېر له دويمې سرکاري((پارسي)) ژبې سره د قانوني چوکاټ دننه د يوې مثبتې ملي سيالۍ په سترگه کتل کېږي، خو لره خوا به هممهاله يوه سوله ييزه سياسي بڼه هم راخپلو ي او  په دغه تړاو به يې د اړوندو ولسپالو گوندونو او ډلو ټپلو په ملتيا تر خياباني او پار لماني مبارزې ورغځوي. داسې چې په شمالي او سوېلي دواړو پښتني سيموکې د سرا سري سرکاري ((اردو)) پرځای يا ترڅنگ، پښتو هم خپل قانوني (آئيني) حيثيت ترلاسه کړای شي!

بويه پښتو په بره او لره پښتونخواکې د ډېري- بومي ويونکيو د مورۍ ژبې په توگه د اړوندو لږه کيو(پارسي او اردو) ژبو سره سوله ييزه سياسي او  په ځانگړي ډول بره خوا له برلاسې پارسي ژبې سره د برابرۍ په موخه  د يوه ژبپوهنيز غور ځنگ له لارې  مثبته ملي سيالي پر مخ يوسي. اکسفورډ، جولای ۲۰۱۲

له ټول افغان او اړوند ليکونکي نه په مننه

انځرګل

- بېرته شاته