(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپي آرټي ګانولاسته راوړنې او نیمګړتیاوې

د ولایتي بیا رغونې ټیمونو (پي آرټي ګانو)  لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې یوه ارزونه

دیپلوم انجینیر اجمل شمس

د ۲۰۰۲ میلادي  کال په اوایلوکې کله چې د ولسمشر کرزي موقتې ادارې په کار پیل وکړ  نو ویلی شو چې د صفر نه یې شروع وکړه . دولتي دستګاه عملاً وجود نه درلود يا ړنګه شوې وه . د دولتي نهادونو د ړنګیدودا لړۍ د ډاکټر نجیب د دسقوط نه وروسته د مجاهدینو دانارشیزې واکمنۍ ، د قدرت او سیاسي نفوذ لپاره د خپل منځو جګړواو د ګاوندیانو د پرله پسې لاسوهنو له کبله پیل شوې وه .  پداسې شرایطو کې ښاغلی حامدکرزی قدرت ته ورسیدچې د ولس غوښتنې او هیلې زیاتې وې  ولې دولت د خدماتو ورکولو محدود او یا هیڅ ظرفیت نه درلود . نړیوالې ټولنې په ولایاتو کې د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره د ولایتي بیارغونې ټیمونو يا پي آر ټي ګانو یو میکانیزم جوړ کړ . دا طبعي وه چې داسې میکانیزم هم  د ولس او او هم د نوې ادارې د  مرستې نه برخورداره اوسي . ولایتي بیا رغونې ټیمونو د هیواد د نورو ولایتو پر پرتله په سرحدي ولایتونو کې ډیر فعال وو ځکه چې د دې ولایاتو سیاسي اهمیت او د مخالفینو د بیا راپورته کیدو قوي احتمال موجود وو . بله دا چې حکومت دخپل قدرت د مشروعیت او غزولو په خاطر په دې ولایاتو کې میشتو ولسونو سره تړون ته ډیره لیوالتیا درلوده  .

د یوې لسیزې نه زیاتې مودې د فعالیت نه وروسته د انتقال د بهیر په چوکاټ کې په تدریجي توګه د   پي آر ټي ګانو د منځه وړلو لړۍ پیل شوې ده . د یادونې وړ ده چې د ولسمشر ۴۵ م فرمان هم د پې آرټي ګانو د منځه وړلو حکم ورکوي .  پدې مرحله کې دا اړینه ده چې  د پي آر ټي ګانو د لاسته راوړنو، د افغانانو په ژوند د دوی د اغیزمنتوب او هغه څه باندې وغږیږو چې د پي آر ټي پروژو نیګړتیاوې یې بللی شو .

د پي آر ټي پروژو زیات تمرکز په زیربنا باندې وو چې د ترانسپورت سکتور تر ټولو زیات د اهمیت وړ وو  ورپسې اداري ودانۍ ، روغتیايي مرکزونه او ښوونځي د ډیر اهمیت وړ وو . سرکونه او پلونه نه یواځې د خلکو او اجناسو د چټک انتفال لپاره اړین وو بلکه د هیواد په مختلفو سیمو کې دد امنیتي ځواکونو لپاره د اکمالاتو د چټکتیا وسیله هم  وه . پي آر ټي ګانو په زرګونو کلومتره  سرکونه او سلهاو پلونه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې جوړ کړل چې د کابل سره یې تړل نه یواځې د امنیت له نظره بلکه د پرمختیایي هلو ځلو لپاره هم اړین وو .

د ولسمشر کرزي د موقتې ادارې په اوایلو کې په ولایاتو کې دګوتو په شمار اداري تعمیرونه  وو او هغه هم  په ډیر خراب حالت کې  . ددې لپاره چې  حکومت خپل مشروعیت تر لاسه کړي دا اړینه وه چې دولت د خپلو چارو پر مخ  وړلولپاره هم د ولایاتو په مراکزو کې او هم په ولسوالیو کې فعالې ودانۍ ولري  . د ځینې نیمګړتیاوو سره سره پي آر ټي ګانو دستاینې وړ ګامونه پورته کړل . د یادونې وړ ده چې  په هیواد کې د فعالو پي آر ټي ګانو کې د بودیجې او هم د پرمختیایي او بشري پروژو د جوړولو او تنظیم د ظرفیت له نګاه نه د تر ټولو مطرح د امریکا پي آر ټي  وه .

که څه هم  پي آر ټي ګانو ولایتي ادارو سره په لږ یا ډیر تفاهم کارونه پر مخ وړل  چې د ولایت اړتیاوې او لومړیتوبونه یې ورته په ګوته کول ، د پروژو د پلانګذارۍ ، ډیزاین او تطبیق په مراحلو کې د ولایاتونقش دومره بنسټیز او فعال نه وو . د دې غټه وجه دا وه  چې ولایتې ادارو کم ظرفیت درلود او مرکز سره یې ارتباط هم دومره قوي نه وو . پداسې حال کې چې مرکزي اداره د ولایاتود پرمختیایي چارو د پلان او تنظیم یواځینۍ مشروع مرجع ده . بیا هم یو ولایت تر بل ولایت توپیر درلود .  د ولایتي چارواکو کاري کفایت او ظرفیت د پي آر ټي ګانو د لیارې د ولایتي پرمختګ د مسیر ټاکلو کې اغیز من وو . داسي مثالونه شته چې د والي صاحبانو د ښه کفایت له کبله د پي آر ټي ګانو  تمویل ډیر موثر وو او همغږي زیاته وه .  ننګرهار او کنړ ښه مثالونه دي چې د ښاغلي ګل آغا شیرزي  او ښاغلي فضل الله واحدي د فعال نقش له کبله د پي آر ټي ګانو مرستې تر یو حده په اغیزمنه توګه په مصرف رسیدلي دي .

که څه هم د زیربنایي خدماتو د اماده کولو لپاره د پي آر ټي ګانو میکانیزم یو په ځای حرکت وو خو د نیمګړتیاوو نه هم خالي نه وو . پي آر ټي ګانو په زیات تعداد کې پروژې داسې  شرکتونو ته ورکړې چې محدود يا هیڅ ظرفیت او تجربه یې نه درلوده . دې شرکتونو  د داسې مالي منابعو ، تخنیکي ظرفیتونو او تجهیزاتو ادعا درلوده چې اصلاً یې نه درلودل . خو پي آر ټي ګانو کم تخنیکي او نظارتي منابع درلودې  تر څو د شرکتونو دقیقه څیړنه اوکړای شي . په نتیجه کې ډیرې پروژې د داسې شرکتونو لاس ته ورغلې چې کفایت یې نه درلود خو د ټیټ ترین قیمت په ورکولو یې پروژې لاس ته ورغلې .  پي آر ټي ګانو په تدریجې توګه انکشاف وکړ او خپل تخنیکي ظرفیتونه یې لوړ کړل . د امریکایي نظامي انجینرانو د ادارې په راتللو سره تر ډیره حده د پي آر ټي د پروژو کیفیت لوړ شوی  ځکه شرکتونه مکلف کړای شول چې د پروژو په تطبیق کې ځانګړي تخنیکي مقررات او معیارونه په نظر کې ونیسي . خو د دې ټولو ګامونو پورته کولو سره سره د پي آر ټي پروژو قیمت غیر اقتصادي پاتې دی  چې عمده عوامل یې د مربوطو تعمیراتو قوانینو ، مقرراتو او معیارونو نشتوالی او یا عدم نفاذ دی خو له بلې خوا د افغاني شرکتونو د حد نه ډیر حرص هم د لوړو قیمتونو باعث ګرځیدلی دی .

که څه هم د پي آر ټي د پروژو کیفیت د سوال لاندې دی خو مثبت اقتصادي اغیز یې د یادونې وړ دی . د پي آر ټي د پروژو د تطبیق په نتیجه کې په زرګونو فني او غیر فني کارګرو او انجینیرانو ته د کار زمینه پیدا شوه چې په عمومي توګه یې د افغانانو په ژوند مثبته اغیز اچولې دی . خو باید هیر نکړو چې همدې اقتصادي تحرک یوه اجتماعي ستونزه هم زیږولې ده . د مثال په ډول د پروژو یوې چټکې داوطلبۍ پروسې دې ته زمینه مساعده کړې چې ډیرافغاني شرکتونه په لږ وخت کې سرمایه دار شول او اجتماعي رقابتونه يې وزیږول  . بل طرف ته د پي آر ټي ګانو د خپلو خپلوهیوادونو مربوط قوانین او مقررات په نظر کې نیول او افغاني قوانین او مقررات په نظر کې نه دي نیول شوي .  خو بل طرف ته تقریبًاټولو پروژو د دولایتي ادارو منظوري درلوده نو ځکه د قانونمندۍ مسله نه مطرح کیږي .

 د پي آر ټي پروژو بله عمده ستونزه د دوی د دوام او حفظ و مراقبت مسله ده .  افغان حکومت په نږدې راتلونکي کې باید د هغه ټولو پروژو چې د پي آر ټي ګانوله خوا د هیواد په بیلا بیلو برخو کې تطبیق شوي پوره معلومات تر لاسه کړي تر څو د دوی د مالکیت او تنظیم چارې د مربوطو ولایتي سکتوري ریاستونو ته وسپارل شي .

دا هم د یادونې وړ ده چې د پي آر ټي ګانو کاري پالیسي پر چټکۍ سره پلان شوې بودیجه مصرفول وو او د افغانستان اوږدمهال ملي پرمختیایي پلان په نظر کې ندی نیول شوی . خو بیا سوال پیدا کیږي چې آیا داسې کوم پرمختیایي پلان په خپل وخت سره وجود درلود . د افغانستان د پرمختګ ملي ستراتیژي په ۲۰۰۸ میلادي کال کې تکمیل شوه نو ځکه دا ممکنه نه وه چې د پي آر ټي ګانو پروژی د داسې یو پلان منتظر اوسې ځکه ولس په عاجله توګه خدماتو ته اړتیا درلوده

د ټولو نیمګړتیاوو او ستونزو سره سره د  پي آر ټي ګانو لخوا د هیواد په بیلابیلو برخو کې د یادونې وړ زیربنايي او پرمختیایي پروژې تطبیق شوې چې د افغانانو په اجتماعې او افتصادي ژوند یې ډیر مثبت اثرات اچولي چې د یو متشکر ملت په صفت  د هغو هیوادونو نه مننه اوکړو چې د د پي آر ټي ګانو له لیارې یې داسې پروژې تمویل کړي او تطبیق کړي .

Abdul Malik,

Media and Information section
Afghanistan Social Democratic Party

Central Office
PO BOX 5595, Kabul, Afghanistan

- بېرته شاته