(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په حقيقت کي نثرهم شعردى

له شاعر او ليكوال سيد عبدالباري روحاني سره مركه

مرکه کوونکی : عزت الله ذکي

ټاټوبى: په لومړي سر کښي که روحاني صاحب ځان زموږ درنو لوستونکو ته ورمعرفي کړئ، مهرباتي به مو وي؟

روحاني: تر هر څه وړاندي ستا او ټاټوبي اخبار څخه مننه کوم چي د اخبار په پاڼو کې مو د ادبي مرکو لړۍ راپيل کړې ده او زه مو هم په دې بهير کې درګډ کړم. نوم مي سيد عبدالباري روحاني، د سيد حاجي محمدانعام روحاني زوى او د سيد حاجي فيض محمد روحاني لمسى يم، دوه دېرش کاله وړاندي د لرغوني او وياړلي کندهار په سپېڅلې غېږ دوهم سمت کې زېږېدلى يم.

ټاټوبى: که د خپلو زده کړو په اړه معلومات راکړئ، څومره زده کړي کړي؟

روحاني: لومړنۍ او منځنۍ زده کړي مي په تېمورشاهي لېسه کې او ثانوي زده کړي مي د کندهار په عالي دارالمعلمين کې د ساينس او بيولوژي په برخه کې تر څوارلسم ټولګي پوري کړي دي. د ديني زده کړو په برخه کې مي د ګوتو په شمېر څو کتابونه ويلي دي او دغه راز د انګلېسي ژبي او کمپيوټر پروګرامونو په وسيله مي صرف دومره پل ايجاد کړى چې د ژوندانه د هيلو ځيني کاروانونه پر واړوم.

ټاټوبى: که د خپلو چاپ سوو اثارو په اړه معلومات راکړئ؟

روحاني: تر دې ګړيه مي تر دوه سوه زيات شعرونه ليکلي دي، همدا راز مي زيات شمېر سياسي، ادبي، تاريخي او ټولنيزي ليکني كړي دي، چې زياتي يې د نيټ پر پاڼو او بېلابېلو مجلو او اخبارونو کې هم خپرې سوي دي، د يوسل او پنځوس په شاوخوا کې مي نثري ادبي ټوټې هم تخليق او د قلم په ژبه بيان کړي دي.

ټاټوبى: شاعري مو له کله راشروع کړې ده؟

روحاني: د ١٣٨١ نېټې څخه راپه دې خوا د شعر په سيند ورګډ سوم، خو وړاندي تر دې مي هم د شعر د سيند پر ساحل عبور او مرور کاوه. کله چې د عالي دارالمعلمين څخه فارغېدم، نو د خوښۍ پله مي تر حد زياته درنه سوه، په هر رګ کې مي شعري احساس ټوپونه وهل، وړاندي تر دې چي ډيپلوم تر لاسه کړم يو مسلکي ښوونکى فارغ سم، په غيرارادي انداز سره مي د ښوونکي په وياړ څو کرښي وليکلې او دغه زما لومړنى شعر و چې زما زړه هم په شعر ومانه.

ټاټوبى: شاعري دي د څه شي پر اساس شروع کړه؟

روحاني: شاعر د ډېر نرم زړه څښتن وي، په طبيعت کې يې دا نغښتې وي چي د ويرجن په ليدو ويرجن او له ښاد سره ښادېږي. زما په آند، د چا چي روح سپېڅلې پاته سوې وي، چا چي د خداى (ج) امانت روح کې خيانت نه وي کړى او چا چي حقيقي ميني ته لاره موندلې وي، نو خداى (ج) ورته شعري احساس عطاء کړي، شاعر سي او د ذکر سوو صفاتو له برکته يې کلام جذابيت پيدا کړي چې د نورو په زړونو منګلي ښخوي او په خپل کلام سره يا د مخاطب لپاره د ده د څېرې هنداره وګرځي او يا يې هم د ټولني انځور ته نېغ په نېغه ودروي چي اورېدونکى او يا د شعر ويونکى تر خپل تاثير لاندي راولي. زه صرف دومره ويلاى سم چي شعر د خداى (ج) عطاء ده چې خپل يوه بنده ته يې ورکوي. شعر الهام دى او کله چي د شعر شاپېرۍ د انسان پر مغزو خپل وزرونه وغوړوي، نو شاعر سي. يعني دغه زما او فکر کوم د بل هر غيررياضتي شاعر شعري نړۍ ته د راتګ اساس کېدلاى سي. زه د ځينو هغو شاعرانو دا خبره نه تائيدوم چي ګواکي د شعرونو مطالعې، د شاعرانو سره د شعرونو اورېدل يې د شاعرۍ د شروع اساس ايښى دى، بلکي زه وايم چي شعر د خداى (ج) عطاء ده چي شاعر يې د الهام په وسيله تخليقوي، که څوک وغواړي او يا ونه غواړي شاعر خداى (ج) له طبيعته شاعر پيدا کړى وي. د دې خبري تصديق مي هغه کسان کوي چي د شعر مطالعه لري، د شاعرانو سره راشه درشه لري، غواړي چي شاعر سي، شعر وليکي، خو په هيڅ صورت نه دي توانېدلي چي شعر وليکي.

ټاټوبى: تاسو خو د شعر تر څنګ نثر هم ليکى، د كوم يوه ليکل آسان دي او بله دا چي شعر او نثر بايد په کومه ژبه وليکل سي؟

روحاني: په حقيقت کي نثر هم شعر دى، خو قالبونه يې بېل دي. د اکثرو شاعرانو څخه به دي ډېر کله دا کلمه تر غوږ سوې وي چي وايي شعر د زړه په وينو ليکل کېږي، همداسي ده زموږ او ستاسو په ټولنه کي د بې نهايته ناخوالو او ناورينونو له امله تر ډېره بريده په شعر او نثر کي په غم لړلي موضوعات راسپړل سوي وي، د غم بيان خپله نور غمونه هم زېږوي، فکر کوم د دواړو هغو تخليقول به سخت وي، خو د شعر په پرتله د نثر ليکل دومره سخت او ستونزمن نه دي، ځکه نثري کلمات يوازي حسين، جذاب او منظوم وي، خو د شعر وزن، سېلاب، رديف او قافيه واړه قالب ته اچول ستونزمن وي، بايد ووايم چي د شعر شاپېرۍ په وسيله شاعر ته د دواړو ليکل اسانه کېدلاى هم سي. د دې پوښتني په جواب کي چي شعر او نثر بايد په کومه ژبه وليکل سي، زما په آند شعر او نثر بايد په روانه او عام فهمه ژبه وي، تر څو ليکونکى خپلو مخاطبينو ته خپل پيغام په صحيح ډول سره ورسوي، بل دا چي تاسو ته څرګنده ده چي زموږ د ټولني د زياتو خلکو علمي کچه دومره لوړه نه ده چي په هر ډول مغلقو او پېچلو سختو لغتونو باندي پوهاوى ولري، که موږ د خپلو خلکو په ژبه خپل څه دوى ته وړاندي کړو، په دې معنى چي موږ د دوى لپاره هر هغه پيغام چي لرو، ورساوه او که مو مطلب يوازي عالمان او پوهان وي چي شعر او يا نثر ورته وايو، نو په دې صورت کي به مو خپلي موخي ته ځان نه وي رسولى، غوره دا ګڼم چي په شعر او نثر کي د مغلقو لغتونو له کارولو څخه ډډه وسي.

ټاټوبى: تر اوسه مو په نثر کښي څه شي ډېر ليکلي دي او د ټولګي د چاپ تکل لرئ، که يا؟

روحاني: د نثر په برخه کي مي د بېلابېلو ليکنو تر خوا د ادبي ټوټو پله درنه ده او زياتي ټوټې مي ليکلي دي، چي که خداى (ج) کول د فرهنګي ملګرو او شعرپوهانو تر کره کتنو او نظراخيستلو وروسته به يې د يوې ګلدستې په ډول نه يوازي د ادبي ټوټو بلکي د خپلو شعرونو ټولګي هم ټولني ته وړاندي کړم.

ټاټوبى: په اوسنۍ ټولنه کښي نثر ته زيات ضرورت سته او که شعر ته؟

زما له آنده، د پښتو شعر پيمانه ډکه سوې ده، څومره چي ښايېدل زموږ شاعرانو خپل مسووليت سر ته رسولى دى، په کار ده چي اوس نو د ادبي فنونو په قالب کي د نثر ژبه هم شعر ته ورته پياوړې او زياته کړل سي، ځکه نثر هم که له يوه اړخه شعر بلل کېږي، نو له بله اړخه د شعر په پرتله عام فهمه او د هر ويونکي د ګټي اخيستني وړ دى. په كندهار كي دا ګړى شعري ډګر تر بل هر وخت تود دى. دغه راز په هيواد كي دننه او باندنيو هيوادونو كي ادبي بانډارونو او مشاعرو ډېر لېوال او مينه وال خپل كړي دي، تر ليكوالو شاعران په پراخه كچه دي. لازمه ده چي دولت او فرهنګي كړۍ متحد او د ځوانو قلموالو د روزني، په شعر او نثر د پوهاوي په برخه کي کوټلي ګامونه پورته کړي، د اوسنيو ځوانانو به  په شعر او نثر کي اړينو توکو (ادبي فنونو) ته پام واوړي، په ليکنو او شعرونو کي به يې هنريت ونغښتل سي، چي اثار به يې ابدي ژوند هم خپل کړي. زه د لوړو مقاماتو څخه هيله لرم چي د نثر د پراختيا او ډېروالي لپاره په کندهار کي يو ځانګړى علمي ادبي مرکز پرانيزي، تر څو د مخکښو ليکوالانو او كادرونو په وسيله نوي راټوکېدلي ځوانان نه يوازي د نثر بلکي د ادب په بېلابېلو برخو کي وروزي.

ټاټوبى: تاسو شعر څه ډول تعريفوئ؟

روحاني: شعر ډېرو پوهانو او عالمانو په مختلفو ډولو تعريف كړى دى، ځيني په دې باور دي چي هغه خوندور كلام دى چي د انساني عواطفو، احساساتو او تخيل نمايندګي كوي او د اورېدونكو پر احساساتو تاثير اچوي، شعر بلل كېږي. دغه راز اوس مهال عالمان او روڼ اندي په دې اند دي چي هغه منظومه او منثوره وينا، چي د اورېدونكو احساسات، عواطف جذبات او هيجانات راوپاروي، شعر بلل كېږي. زما په نظر، کله چي د يوه ليکوال او يا شاعر د شونډو څخه شهد څاڅي، په شعر او يا نثر کي يې شهد يا شات پراته وي، اورېدونکى يې له شکه پرته خوندور کلام په لېوالتيا سره اوري، د ده کلام هغه د چا خبره د ډبري ليکه وي او منل سوي څه وړاندي کوي چي ولسونه يې په ژوندانه کي د مشعل په توګه کاروي.

ټاټوبى: شاعر بايد اوسنۍ ټولني ته په کتو سره څه ډول شعر وليکي؟

روحاني: اديب او قلموال د ولس لپاره د مشعل په معنى دي. شاعران دي چي د واقعيتونو هنداره بلل كېږي، همدا شاعران دي چي د واقعيتونو او رازونو څخه په هنر او لوى كمال سره پرده پورته كوي. دوى دي چي ټولنه د روښنايي پر لوري سوقوي، په اوسنيو حالاتو کي چي ګڼو شاعرانو د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره شعارونو ته مخه کړې ده، په کار ده چي د خپل شعر د تل پاته کېدو لپاره داسي څه د قلم په ژبه بيان کړي چي په ټولنه کي مثبت بدلون راولي. زه هيله لرم چي زموږ شاعران د خپلي ټولني لپاره روان، آسانه او د ټولو مخاطبينو لپاره داسي ګټور اشعار وليکي چي هر څوک گټه ځني پورته کړي.

ټاټوبى: د شاعري په شروع کښي مو له چا څخه د شعر په اړه زده کړه کړي ده، که يا؟

روحاني: هغه مهال چي ما په شعر ليکلو پيل وکړ لسګونه داسي شعرونه مي ليکلي وه چي د وخت په تېرېدو سره يې ما کوم بل کس ته د ښکاره کېدو جرئت نه درلود، ځکه ټول يې شعرونه نه بلکي اکثر زما ابتدايي شعرونه شعر ته ورته شعرونه وه، يعني په شعري موادو پسوللي او په سينګار سوي نه وه، چي زه خپله حساب نه پر کوم، خو په يو زر درې سوه يو اتيا کال کي هيواد کلتوري ادبي ټولنه زما لپاره په شعر د ښه تره پوهاوي مدرسه وه، همدا رنګه کله چي ما په هيواد ټلوېزيون او افغان آزاده راډيو کي کلونه - کلونه ادبي خپروني او مشاعرې جوړولې، بېلابېل کتابونه مي ولوستل، زه يې د شعر په څرنګوالي او ادبي فنونو باندي تر يوه حده پوه کړم، خو د شعر د زده کړي لپاره مي استاد نه درلود.

ټاټوبى: د پښتو ژبي اوسنى حالت څه ډول وينئ؟

روحاني: پښتو ژبه نن په نړيوال جال ننوتلې او د نړۍ تر ډېرو نورو ژبو مخ په وړاندي روانه ده. كه څه هم پښتو په ماضي كي له هره پلوه سخت درانه زيانونه ليدلي دي، خو په نړيوال جال (نيټ) كي كه د پښتو ژبي ويبسايډونو او ويبپاڼو ته پاملرنه وكړو او د دې عصر ليكوالو او فرهنګپالو فعاليتونو ته وګورو، انسان هيله من كړي چي ګواكي په ماضي كي دې ژبي ته د وراوښتي زيانونو جبران به هم وكړي.

ټاټوبى: په پاى کښي که د هيواد فرهنګپالو ته څه پيغام لرئ، مهرباني وكړئ؟

روحاني: ژبپوهان په دې آند دي، هر هغه قام چي ژبه يې ژوندۍ ده، قام يې ژوندى پاته كېږي، د خپلو حقونو څخه برخمن دي، هغه د چا خبره زور يې غونډۍ هواروي. دا يوه څرګنده خبره هم ده، هغه قامونه چي خپلي مورنۍ ژبي ته شا ورګرځوي په نورو ژبو ليكل او ږغېدل كوي، هغوى خوار او ذليل دي، ورځ  تر بلي شاتګ كوي او بالاخره دې حد ته ورسېږي چي خپله هستي د لاسه وركړي، يا خو نوم وركي سي او يا هم د خپلو ژبو سره سم ومري. له بده مرغه لا هم زموږ په ټولنه کي داسي پښتانه عام خلک څه چي عالمان او مامورين سته چي د خپلي مورنۍ ژبي په ځاى پر نورو ژبو ليکل کوي چي د دوى دا ډول عمل له خپلي ژبي سره سخته جفا او دښمني ده چې کوي يې، د دغه ډول اشخاصو د پوهاوي او خپلي ژبي ته په نورو برخو کي خدمت کول زموږ د فرهنګيانو مسووليت دى، زه په  دې ايمان لرم چي پښتانه فرهنګپال نه ستړي کېدونکي او پياوړي دي، دوى د زمان په دې لوى او لايتناهي بحر کي له ډېرو سختو توپانونو سره مخ سول، خو له مايوسي څخه لا هم متاثره نه دي او هيله لرم چي د ادب دا لويه بېړۍ چي لويه لاره يې مخ ته ده، پر مخ يوسي او د خپلو هغو مشرانو او فرهنګيانو چي تر دې ګړيه يې د پښتو ژبي په رارسېدو او غني کېدو په برخه کي کار کړى، نيمګړي هيلي يې تر منزله ورسوي.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته