(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ځان وژونکو حملو حقيقت

د مهربان بخښونکي لوی څښتن په نامه په تېرو ورځو کښې د چارسدې ضلعې د شبقدر سيمې په نحقۍ کلي کښې د عوامي نېشنل ګوندپه يوه غونډه کښې د بم په چاودنه کښې يو شمېر غريب او بې ګناه پښتانۀ ټوټې ټوټې او تيکې تيکې شول چې په دغه پېښه او په لر او بر کښې په نورو داسې پېښو او غمېزو باندې چې څومره هم غم او خفګان وشي نو کم به وي. کۀ څه هم لکه د نورو پېښو په شان له دې پېښې نه هم فوراً پس د حکومت او انتظاميې لخوا خبرونه خپارۀ شول چې دا ځان وژونکې حمله وه د حمله کوونکي سر وموندلی شو او داسې نور بيانونه. خو له دغو بيانونو نه پس خپله د عوامي نشنل پارټۍ د مشرانو لخوا چې کوم غبرګونونه او بيانونه خپارۀ شول په هغو کښې ډېر د غور، فکر او پام وړ ټکي دي چې له دغو بيانونو نه چې د ای اېن پي د مشرانو لخوا د مېډيا له لارې خپارۀ شوي دي په مجموعي توګه په دا ډول خبرې اخلو: (( (١) په نحقۍ کلي کښې د عوامي نېشنل ګوند په غونډه کښې چاودنه ځان وژونکې حمله نۀ وه بلکې بم اېښودل شوی ؤ. ځکه چې د بم د نصب کېدو په ځای کښې په زمکه کښې څلور نيم فټه کنده شوې وه چې په ځان وژونکې حمله کښې داسې نۀ کيږي. (٢) دا کار د بې نظير بوټو له وژلې نه پس يو ځل بيا په پاکستان کښې د عامو انتخاباتو د ملتوي کولو سازش ؤ چې مقصد يې د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفند يار ولي خان وژل وو. (٣) اسفنديار ولي خان د هغۀ د وژلو د سازش په احساسولو سره د خپل ګوند په غونډو کښې له ګډون څخه بائيکاټ کړی ؤ خو په دغه غونډه کښې يې د ګډون کولو اعلان کړی ؤ خو ورته رانغلو. (٤) له دغې پېښې نه پس د ای اېن پي په حاضر يو مشر باندې يو نامعلوم کس د تماچې ډزې هم وکړې وکړې چې هغۀ د ځان په زمکه غورزولو سره ځان بچ کړ. (٥) د ای اېن پي په هيڅ يوې غونډه کښې به سېکورټي والا کسان نۀ وو او د ګوند کسانو به خپله سېکورټي په خپله کوله او هيڅ پېښه به نه کېده خودغې غونډې ته چې سېکورټي والا کسان راغلي وو نو دغه پېښه رامنځته شوه. او داسې نورې خبرې.پاس ذکر شوې خبرې له هغو بيانونو نه اخېستې شوي دي چې د ای اېن پي مشرانو د نحقۍ کلي له پېښې نه پس مېډيا ته ورکړي وو. له دې مخکښې چې په دې باندې څه خبرې وکړو له دې سره اړوندو يو څو پېښو، واقعاتو او شننو ته به لږ پاملرنه وکړو لکه يوه غټه واقعه په پاکستان کښې د مېرمن بې نظير بوټو وژله وه چې له دغې پېښې نه پس هم د حکومت لخوا ضد او نقيض بيانونه خپارۀ شول کله يې ويل ځان وژونکې حمله وه بيا يې وويل په ډزو سره وژل شوې ده، بيا يې وويل چې بمي چاودنه او ډزې دواړه شوې دي بيا يې وويل چې بمي چاودنې سره يې سر د جيپ له چت سره ولګېد او داسې نورې ډېرې ګډې وډې خبرې خو د پيپلز پارټۍ مشرانو دغه ټولې خبرې رد کړي او حکومت او پټې اېجنسۍ يې د مېرمن بې نظير د وژلې عاملان بللي دي هم دا رنګ د چارسدې سيمې په شېرپاؤ کلي کښې د پاکستان د کورنيو چارو د پخواني وزير افتاب احمد خان شېرپاؤ په حجره کښې د لوی اختر د نمونځ په موقع هم يوې پېښې ته لنډه کتنه پکار ده چې په هغې کښې هم ډېر بې ګناه پښتانۀ نمونځ ګزاري ټوټې ټوټې شول.. په دغو ورځو کښې د اشنغر سيمې عامو خلقو چې د سياسې شعور له لحاظه بېدار خلق دي په حجرو کښې په دغه پېښه باندې مختلفې تبصرې کولې: په دغو ورځو کښې په اتمانزو کښې په يوه حجره کښې ناست وم نو هلته يو ناست کس وويل چې زما يو دوست چې د شېرپاؤ کلي دی ويل چې د افتاب شېرپاؤ د حجرې په لويه دروازه باندې سېکورټي والا کسان ولاړ وو او نمونځ د خلقو د چېک کولو لپاره ورسره آلې وې خو هغو آلو به که د چا په جېب کښې به موبائل ؤ که کنجيانې به وې او که نور څه څيز به ؤ چينګار يې پرې کوو نو بس اخېر سېکورټي والا کسانو په هغو سره چېک کول بند کړل او هغه آلې يې يوې خوا ته کېښودې. او بيا خلق بې له چېک کولو نه همداسې د نمانځۀ لپاره دننه ورتلل. نو سېکورټي والا وائي چې کېدې شي په دغه وخت کښې ځان وژونکی کس دننه تلی وي او ځان يې الوزولی وي . نو په حجره کښې دغه يو عام کس په خپله تبصره کښې ځينې ډېرې عجيبه خبرې وکړې او وې ويل چې اوس که دغه خبره مونږ رښتيا وګڼو او دا هم ويل کيږي چې د ځان وژونکي کس هدف افتاب احمد خان شېرپاؤ صېب ؤ نو هر کله چې يو کس چې ځان وژني او د نمونځ ځای ته هم ورننوتو نو چې په وروستيو صفونو کښې اودرېدو نو مخکښې له افتاب شېرپاؤ سره نزدی يا د هغۀ شا ته صف کښې ولې نۀ اودرېدو، يا يې داسې هم کولې شول چې له نمونځ نه پس به د اختر مبارکۍ په بانه افتاب صېب ته ورغاړه وتې ؤ او خپل کار به يې کړی ؤ او يا چې کوم کس يو بل کس وژني او ځان هم وژني نو د هغۀ لپاره يوه تماچه هم کافي وي چې په هغې سره خپل هدف کړی شوی کس وولي بيا چې هغۀ سره هر څه کيږي کيږي به هغۀ خو هسې هم ځان مرګ ته سپارلی وي. يا د کوئټې يو کس راته ويل چې زمونږ په ګاونډ کښې په يو ځای کښې يوه مذهبي غونډه وه او مونږ ټول حفاظتي انتظامات په ښه توګه کړي وو چې په دې دوران کښې د سېکورټي والا يو جيپ راغی او ځايونه يې چېک راچېک کړل خو چې هغه جيپ لږ مخکښې لاړ نو د غونډې د ځای له دروازې سره يوه زبردسته چاودنه وشوه او څه کسان پکښې ژوبل شول. همدا رنګ په کرمه اېجنسي په خاصه توګه پاړه چنارکښې سني او شيعه مسلمانان او پښتانۀ په امن او سکون سره اوسېدل خو د ځينو سازشونو او د ځينو عناصرو د خپلو سياسي مقصدونو د حاصلولو لپاره د هغوي هغې ورورولۍ او مينې ته اور ورته کړې شو او هغه مسلمانان وروڼه يې يو بل ته له کافرانو څخه هم بدتر کړل. د کرمې اېجنسۍ د دې وروستيو وختونود شيعه او سني بلکې د طالبانو د ډلې او شيعه ؤ ترمېنځ د جنګ په حقله د پاړه چنار خلقو ويل چې له يوې مودې راهسې به پاړه چنار ته ځينې کسان د طالب په نامه مخ پټي راتلل او هلته به يې ميوزک سنټرونو او د نايانو دوکانونو او نور وګړو ته ګواښونه ورکول او يا به يې ورته له ګواښ نه ډک ليکونه پرېښودل نو شيعه مشرانو په کرتونو د کرمې پوليټيکل اېجنټ ته په دې باب شکايتونه وکړل او ورته يې وويل چې دا کسان منعې کړي چې زمونږ په سيمه کښې شر نۀ جوړوي ځکه چې زمونږ سيمه نۀ سوات دی او نۀ وزيرستان دی او نۀ مونږ دومره تنګ نظره يو چې په معمولي معمولي خبرو خلق کافروو او واجب القتل کوو يې او او نۀ له چا نه په ږيره خريلو يا نمونځ نه کولو باندې سرونه پرې کوو.خو پي ای پرې څه غوږ و نۀ ګرولو او د دغې لړۍ د اودرولو لپاره يې څه خاص اقدام ونکړو.چې بالاخره د له جنګ شروع کېدو نه يوه ورځ مخکښې د زيارت په ورځ ځينې وسله وال کسان چې مخونه يې پټ وو په سني دوکاندارانو وګرځېدل او ورته يې وويل چې سبا د جمعې په ورځ دوکانونه خلاص نه کړئ. په داسې حال کښې چې د جمعې په ورځ به په پاړه چنار کښې شيعه ؤ او سنيانو د جمعې تر اذانه دوکانونه خلاص ساتل خو په دغه جمعه باندې سنيانو دوکانونه خلاص نه کړل او شيعه ؤ هم له اذان نه پس دوکانونه بند کړل او خپل جامع جومات ته د نمونځ لپاره لاړل او چې کله له نمونځ نه پس راووتل نو ورباندې د سنيانو د جومات له منارې نه د راکټونو حمله وشوه او پکښې يو شمېر نونځ ګزاري کسان مړۀ يا ژوبل شول او بس بيا له دغه وخت نه د جنګ اور بل شو او په ټوله کرمه کښې خور شو په همدغه جنګ کښې د يو شيعه کلي ځينو اوسېدونکو په دې وروستيو وختونو کښې ويل چې هغه کسان چې د طالبانو په نامه زمونږ په سيمه باندې حملې لپاره راغلي وو او بيا په جنګ کښې يې ډېر کسان ووژل شول او نور لاړل وتښتېدل او مړي يې پرېښودل خو چې کله د کلي خلقو د هغو مړو جيبونه ولټول نو ځينو سره فوځي شناختي کارډونه راووتل. په همدغو ورځو کښې مې په پېښور کښې په بس کښې يو ځوان وليد چې چا سره يې په موبائل خبرې کولې او ورته يې ويل چې په ټوله کرمه کښې کرفيو ده او زۀ له پاړه چنار نه په فوځي هېلي کاپټر کښې تر ټله راغلم او بيا په ګاډي کښې پېښور ته راغلم. چې کله يې په موبائل باندې خبرې ختمې کړې نو ما ترې تپوس وکړ ورته مې وويل وروره تۀ په فوځ کښې يې چې په هيلي کاپټر کښې راغلی ويل نه زۀ د پاړه چنار يو عام سني کس يم نو ما ورته وويل چې د خدای لپاره خبره وکړه او مذهبي وابستګي ترې نه يو څنګ ته کړه او راته ووايه چې په پاړه چنار کښې ستاسو سنيانو له شيعه ګانو سره څه اختلافات يا جګړې شوي دي يا له يو بل سره څه بغض او کينه لرئ؟ يقين وکړئ چې د هغۀ په سترګو کښې اوښکې راغلې او وې ويل وروره کۀ رښتيا خبره درته وکړم په پاړه چنار کښې زمونږ په خپلو کښې دومره زياته مينه وه چې مونږ تصور هم نه شو کولې چې زمونږ په مېنځ کښې څه مذهبي اختلافات هم شته.. نو ورنه مې بيا تپوس وکړ چې نو دا چا دا جنګ جوړ کړ هغۀ راته وويل دا له بهر نه ناپېژندل شوي کسان د طالب ډلې په نوم راتلل او دا لانجه يې جوړه کړه. هغه ځوان وويل چې اوس مونږ هم په دې خبره حېران يو چې په پاس پښتونخوا کښې او کوزه پښتونخوا لکه وزيرستان او سوات وغېره کښې خو شيعه او سني خبره هم نشته نو دا ولې پښتانۀ قتل عام کيږي؟ نو اوس مونږ هم په دې پوه شوي يو چې يو لوی سازش روان دی او خدای خبر چې نتيجه به يې څه وي؟ د يادولو ده چې ټل سني خلقو د دغه جنګ په دوران کښې د طالبانو د ډلې او د مسلمانان ترمېنځ د جنګ په خلاف جلوسونه هم وېستلي وو. همدا رنګ د کرمې اېجنسۍ د صدې سيمې د سنيانو يو مشر خبره کوله چې کله عيد محمد نومې کس چې د سپاه صحابه وهابي تنظيم يو فعال غړی ؤ کله د سيمې د سنيانو د تنظيم سېکتر جوړ کړی شو نو مونږ يې مخالفت وکړ خو د کرمې پي ای د هغۀ په جوړولو کښې ډېره دلچسپي لرله نو مونږ د يوې جرګې په شکل کښې پي ای صېب ته ورغلو چې صېبه دا کس د يوې اورپکښې ډلې کس دی او د دې ځای هم نۀ دی نو په دې وجه چې دلته شيعه او سني لانجه جوړه نۀ شي مونږ نه غواړو چې دې زموږ سېکتر شي نو ويل يې چې پي ای راته وويل چې دا د کورنيو چارو د وزير افتاب شېرپاؤ صېب حکم دی چې همدې به سېکتر جوړيږي. همدا رنګ په هغو وختونو کښې چې ١٩٩٧ کال کښې په افغانستان کښې لا د طالبانو د ډلې حکومت نۀ ؤ جوړ کړی شوی له هغو وختونو نه لږ مخکښې په کرمه اېجنسۍ کښې د شيعه او سني جنګ جوړ کړی شو او د جنګ د اودرولو په بانه بيا هلته فوځ ولېږلې شو خو د کرمې د خلقو په قول په دغو ورځو کښې به د شپې د فوځيانو د ګاډو پوره پوره کاروانونه چې پکښې به ګڼ شمېر فوځيان او ځينې بند ګاډي چې خبر نۀ يو پکښې به څه وو په سړکونو تېرېدل او د کرمې اېجنسۍ غرونو لور ته به تلل خو بيا به واپس نه راتلل او بالاخره په جرګو منکو چې کله هغه جنګ بند شو نو ورپسې جوخت په افغانستان کښې د طالبانو د ډلې په نوم غورځنګ جوړ شو او چې چرته د حکمت يار يا نور واليان او قومندانان وو هغوي به يوه يوه سيمه د طالبانو دغې ډلې ته پرېښوده ان تردې چې ټول افغانستان يې ونيوۀ. او يوه موده د اسلام په نامه له لوبو او ټوقو نه پس امريکې او د هغې انډيوالانو د ستمبر د يولسمې د پېښې په بانه په افغانستان باندې لښکر کشي او قبضه وکړه او بيا نۀ اسلام ؤ او نۀ جهاد ؤ او نۀ شهادت ؤ او امريکې ته يې لار ورکړه او وتښتېدل او له هغه وخت نه پس د دهشت ګردۍ يوه ستره لړۍ د پښتونخوا په لر او بر سيمو کښې شروع شوه چې لا روانه ده. او دغه شان عراق ته هم د صدام حسېن په ذريعه امريکنيان او انګرېزان ورننوتل او له امريکنيانو او انګرېزانو سره د مبارزې په بانه له مختلفو عربو هېوادونو څخه د القاعدې په نامه دهشتګرد داخل شول خو د امريکنيانو او انګرېزانو په ځای يې د مسلمانانو قتل عام شروع کړ او د مقدسو مقاماتو تقدس يې پائمال کړ او د دهشت ګردۍ يوه څپه يې رامنځته کړه چې لا روانه ده. د عراق د ځان وژونکو پېښو په باره کښې يو خارجي کس يوه ډېره په زړۀ پورې شننه کړې وه او هغۀ ارادتاً ځان وژونکې حملې په کامله توګه رد کړې وې او ويل يې چې عجيبه خبره دا ده چې د عراق په کومو سيمو کښې چې امريکائي يا انګريز ځواکونه پراتۀ دي په هغو ځايونو کښې په عامو خلقو باندې ځان وژونکې حملې زياتې کيږي او چې کومې سيمې خپله د عراقي ځواکونو په کنټرول کښې دي هلته امن و امان وي دغه شناندی زياتوي چې هغه حملې چې ورته ځان وژونکې حملې ويل کيږي ځان وژونکی حملې نه وي بلکې په مختلفو طريقو سره ترسره کيږي او ځان وژونکی کس له ځانه هډو خبر نۀ وي مثلاً يو کس په يوه بوجۍ کښې چاودېدونکي مواد واخلي او يو ټېکسي والا ته ووائي چې دا به راته تر فلاني ځای پورې په څو يوسې هغه ورته ووائی مثلاً په سل روپۍ دې ورته وائي ښه ده يونيم سل به درکړم خو په لاره په هغه بل مارکيټ کښې مې يوه بله ګنډه ده هغه به هم راخلم نو تۀ به د هغه مارکيټ مخې ته راته لږ اودرېږې او زۀ به زر هغه بله ګنډه راواخلم بس چې کله هغه مارکيټ يا خپل د هدف ځای ته اورسېږي نو دې له موټر نه کوز شي او چې څه فاصلې ته ورسيږي نو د ريموټ کنټرول بټنه دباؤ کړي او هغه ټېکسي والا چې بې چاره له څه نه هډو خبر نۀ وي په ځان وژونکو خلقو کښې شمار شي يا دغسې يو ګداګر، نشه اي يا يو ځوان ته چې پېسو ته ضرورت لري يوه ګنډه ورکړي چې دومره پېسې واخله او دا ګنډا به په فلاني ځای کښې فلاني کس ته ورکړه او ورسره پټ يو بل کس هم ورپسې د هغه مقصد ځای ته روان شي چې ورسره ريموټ کنټرول يا د موبائل سېسټم وي نو چې څنګه هغه ناخبره کس هلته مقصد ته اورسي يا په يو ځای کښې هغه تلاشي کيږي نو له دې ويرې چې دغه کس ژوندی و نۀ نيوی شي او د حقيقت پته و نۀ لګي نو يا د رېموټ کنټرول يا موبائل په ذريعې سره يې والوزوي ځکه چې په دې موبائېلونو سيټونو کښې چې مرکز يې اسرائيل دی داسې سېسټمونه هم نصب کړې شوي دي چې لا ترې خلق نۀ دي خبر او هغوي ترې کارونه اخلي. د دغه خارجي کس د شننې په رڼا کښې لکه په تېرو وختونو کښې په پېښور صدر کښې د يوې افغانې مهاجرې په وژل کېدو چې غالباً خېرغوښتونکې وه هم ځينو خلقو همدا تبصره کوله چې دې ته چا يو څه ورکړي وو چې دا يوسه او په هغه ګېټ باندې فوځي ولاړ دی هغۀ ته يې ورکړه خو چې کله هغه فوځي پرې په څه فاصله کښې اواز کړی دی چې څه کوې؟ نو هغه فوځي بيا وروستو ويل چې هغې بورکه اوچته کړه او راته يې وخاندل او څه يې ويل چې يوه زورداره چاودنه وشوه او هغه مظلومه او بې خبره ښځه په خاورو او وينو کښې ولوغړېده او مشهوره شوه چې دا ځان وژونکې وه. خلق دا هم وائي چې مثلاً د پېښور له رنګ روډ نه واخلې تر کارخانو مارکيټ پورې به ځای په ځای نشه يان او پوډريان پراتۀ وو چې له لرې لرې ځايونو نه به د نشې لپاره راتلل نه به يې پلار او مور او نه به يې کور او اور معلوم وو او بس ځای په ځای به په نشو لګيا وو خو اوس په پېښور کښې هغه د نشه يانو هډو پته نه لګي او معلومه نه ده چې هغوي څه شول. نو خلق دا ګمان هم کوي چې هغوي هم په دغو تش په نامه ځان وژونکو حملو کښې استعمال کړې شول. همدا رنګ هم د کوئټې هم هغه کس چې مخکښې مې ذکر وکړ راته خبره کوله چې په تېرو وختونو کښې په کوئټه کښې د پوليس لائن مخې ته يوه چاودنه رامنځته شوه چې په دغه چاودنه کښې چې د کوم کس سر موندلی شو ی ؤ او پوليسو ويل چې دا ځان وژونکی کس ؤ هغه کس زمونږ له خپلوانو څخه ؤ او بې چاره د سوزکي ډرائېور ؤ او قيصه داسې وه چې د سوزکي سټېنډ باندې يو کس ولاړ ؤ او ورسره په بوجو کښې څه سامان ؤ په سټېنډ باندې نور سوزوکيان هم ولاړ وو وائي هغۀ زمونږ هغه خپلوان ته چې د سوزوکي ډرائېور ؤ وويل چې دا سامان راله فلاني ځای ته په کرايه يوسه خو د پوليس لائن په لاره به ځې او زۀ به درپسې وروستو په موټر سائېکل درځم. هغه هم يې سامان واچولو او په هغه روډ روان شو خو چې کله پوليس لائن ته ورسېد نو موټر سائېکل سور کس د ريموټ په ذريعې سره هغه سامان چې چاودېدونکي مواد وو وچاول. او بيا زمونږ د هغه خپلوان سر چې له تنې نه جدا ؤ پوليسو ويل چې دا ځان وژونکی ؤ خو چې کله مونږ ورته وويل چې دا خو بې ازاره کس او د سوزوکي ډرائېور ؤ، دې د دې کار سړی نۀ ؤ او بچو ته يې روزي ګټله چې کله پوليسو په سټېنډ باندې په هغه وخت کښې ولاړو نورو سوزوکيو ډرائېورانو نه پوښتنې او تحقيقات وکړل نو هغوي ورته د هغه سړي د راتلو او د سوزوکي په کرايه نيولو ټوله قيصه وکړه نو هغوي بيا يقين وکړوچې د سوزوکي دا ډرائېور بې ګناه ؤ. د چارسدې د شبقدر يو دوست راته ويل چې په شبقدر ښار کښې ښۀ په رڼا ورځ په منظمه توګه په خطرناکو او جديدو وسلو سره د کاروان په شکل کښې مخ پټي کسان راشي او په داسې حال کښې چې ورسره جوخته د پوليس تاڼۀ او د ايف سي ځواکونو مرکز وي هغه مخ پټي کسان په بازارونو کښې ميوزک سنټرونو او د نايانو دوکانونو ته بمونه کېږدي او په بازار کښې درز غوبل شروع کړي او د پوليسو يا ايف سي له طرفه پرې يو ډز هم نۀ کيږي بلکې يوه ورځ د پوليستو يو ګارت په بازار کښې روان ؤ خو چې دغه مخ پټي وسله وال کسان راغلل نو هغوي لاره بدل کړه او له هغه ځای نه غائب شول نو سړی حېران شي چې دا څه لوبه ده؟ نو اوس له دغو پاس ذکر کړې شويو واقعاتو، پېښو، شننو او تاثراتو نه ډېر مهم مهم ټکي راوځي او که همدا ډول خبرې په ټولو مختلفو واقعاتو باندې تطبيق کړې شي نو د خلقو په ذهنونو کښې د ځان وژونکو يا دهشت ګردو واقعاتو او جنګ جګړو د پېښو په حقله شکونه په يقين بدليږي. لکه د بمي چاودنو د هرې واقعې نه پس مېډيا والا د انتظاميې د چارواکو په حوالې سره يو لړ يوشان خبرونه ورکوي لکه چې ورته همدا حکم شوی وي چې داسې به وائئ او هغه دا چې (( دا ځان وژونکې حمله وه او د حمله کوونکي سر يا پښې اوموندې شوې او ټسټ لپاره لېبارټرۍ ته وړلې شوې دي )) خو وروستو يې بيا هيڅ نتيجه معلومه نۀ شي چې د لېبارټرۍ ماهرانو څه ووې دغه کس څوک ؤ، د کوم ځای ؤ او چا سره يې تعلق ؤ؟ او دغه شان لاړه شي خبره هېره شي او بيا يوه بله پېښه وشي او خلق بيا په بله پېښه او غم باندې اخته شي او زړه واقعه ترې هېره شي. يا په خبرونو کښې مونږ روزانه دا هم لولو چې کسان سره د ځان وژونکو جاکټونو او خطرناکو وسلو سره ونېول شول خو بيا پته ونۀ لګي چې هغوي ته سزا هم ورکړې شوه که نه او نه خلقو ته دا وويل شي چې دا څوک کسان وو او د چا په وېنا يې دا کار کړی دی او دا خطرناکې وسلې ورته چا ورکړي دي. ځينې خلق دا هم وائی چې په پاکستان کښې په پوليسو او فوځيانو باندې د حملو د زياتېدلو مقصد هم دا دی چې د فوځ او پوليسو قوت ختم کړي او حالات د فوځ او پوليسو له کنټرول نه بهر شي او بيا د نېټو فوځ ته لکه د افغانستان او عراق په شان دعوت ورکړې شي چې راشئ تاسو دا ملک کنټرول کړئ. په هرحال د دې شننې، واقعاتو او پېښو دا مطلب نه شو چې ګنې مونږ د ځان وژونکو حملو شتون بالکل رد کړو بلکې ځينې شناندي د ارادتاً ځان وژونکو حـملو شتون هم تائيدوي خو وائي چې هغه ډېرې کمې دي.او دغه ډول حملې دوه ډوله دي يو ډول حملې چې په حقيقت کښې شهادت غوښتونکې او د مجبورۍ په حال کښې جائزې دي او يوه نمونه يې د فلسطين زمکه ده چرته چې د نړۍ تر ټولو غټ دهشت ګرد او بدمعاش صهيونېسټ رژيم د امريکې او د هغې د انډيوالانو په ملاتړ په فلسطين باندې قبضه کړې ده او هره ورځ د هغو بې وزلو، مظلومو او تش لاسو مسلمانانو قتل عام کوي نو هغه مظلوم خلق چې کله مجبور شي او د نړۍ د مسلمانو واکمنانو له خوا هم مايوسه شي نو چرته يوه نيمه شهادت غوښتونکې حمله وکړي او صهيونېسټان وويروي چې د فلسطينيانو له قتل عام نه لاس په سر شي چې هغوي په دې شهادت غوښتونکو حملو کښې يو ډول په حقه هم دي ځکه چې د هغوي وطن غصب کړی شوی دی او هغوي د صهيونېسټانو په مقابل کښې د مبارزې لپاره څه خاص وسله او امکانات هم نه لري او بې له شام ، ايران او حزب الله غورځنګ نه بغېر يې څوک مسلمان حکومت اخلاقي ملاتړ هم نۀ کوي. بل ډول په ارادي توګه ځان وژونکې هغه حملې ګڼلې کيږي چې په عامه توګه له پنځلسو کالو نه تر شلو پنځويشتو کالو پورې زلميانو په ذريعې سره يې د خپلو مسلمانانو د وژلو لپاره ترسره کيږي او ځينې تبصره کوونکي دا هم وائي چې.د دغو کسانو د تربيت ابتداء په پاکستان کښې د ضياء الحق د فوځي حکومت له دور نه شوې وه کله چې په افغانستان باندې پخواني شوروي تېری وکړ او د افغانستان خلق په هجرت کولو مجبور شول نو دلته ورته په پاکستان کښې جنرال ضياء الحق د ځينو افغان مذهبي مشرانو په صلاح او ملګرتيا او د امريکې، لويديځوالو، سعودي عربستان او ځينو نورو عربو هېوادونو په مالي ملاتړ وهابيت ډوله ديني مدرسې جوړې کړې چې په دغو مدرسو کښې له عام ولس نه علاوه زياتره هغه ماشومان وو چې پلاران، مائندې او يا دواړه يې له شوروي ځواکونو سره په جنګ کښې يا په بمباريو کښې يا په خپلو مېنځ جګړو کښې وژل شوي وو. همدارنګ د هغو کورنيو واړۀ چې مور پلار يې د پالنې وس نه لرۀ، او خپل بچي يې د اسلام په نامه مدرسو ته وروبخښل. او يا هغه په غېر قانوني توګه زېږېدلي ماشومان چې جرم کوونکې جوړې يې خېراتي ادارو ته پټ په پټه وسپاري له دغو ادارو يا يتيم خانو نه د مذهبي تعليم په بانه اخېستل کيږي او داسې نور موارد. چې په دغو کښې په ځينو مدرسو کښې له مذهبي تعليم سره سره ورته عسکري تربيتونه او هم د جنت او دوزخ او د مرګ ژوند او شهادت درسونه په منفي توګه ورکول کېدل چې په يو وخت کښې بي بي سي ټيلي ويژن هم د سپاه صحابه وهابي ډلې د يوې مدرسې مستند فېلم ښودلی ؤ چې د مدرسې په يوه ته خانه کښې يې هلکان په ځنځيرونو تړلي وو او ورله به يې برېن واشنګ کوۀ او دا به يې ورته په ذهنونو کښې اچول چې دا دنيا يو دوزخ دی او له دې نه د وتلو يوه لار ده چې هغه ځان وژل دي او دا بهر چې کوم خلق اوسيږي دا ټول کافران او دنيا پرست دي بس چې په دوي باندې په ځان وژونکې حمله کښې ځان شهيد کړې نو نېغ به جنت ته ځې او خدای پاک به درنه راضي شي. نو د دې پاس شننې په رڼا کښې کېدې شي مونږ نن سبا له ځينو دا ډول ځان وژونکو حملو سره هم مخامخ يو چې په ارادي توګه دي خو ويل کيږي چې دغه حـملې کمې دي. او په خاصو موقعو ترې نه استفاده کيږي خو د داسې حملو د مزي بل سر چې اولټوې نو بيا هم هغو استکباري قوتونو او د هغوي لاس پوسو واکمنانو ته رسيږي او دغه مذهبي مليان يې د لاسو ګوډاګي وي چې د خپلو اهدافو لپاره يې استعمالوي. نو دې ټولو واقعاتو، شننو او څېړنو ته په پام سره سړی دې نتيجه ته رسيږي چې په نړۍ کښې د اسلام، مسلمانانو او همدارنګ زمونږ د پښتنو د بدنامولو، زېر کولو او تباه کولو لپاره په ډېره لويه سطح سازشونه، دسيسې او معاملې روانې دي او ځای په ځای چرته د حکومت په نوم، چرته د سياست په نوم او چرته د مذهب او قوميت په نوم دامونه غوړېدلي دي او مونږ ته هر قدم ډېر په احتياط او سوچ او فکر سره اخېستل پکار دي په چا باندې د پټو سترګو اعتماد نه دی پکار او د بل په لاس مار وژلو کښې هم کتل پکار دي چې مار يې مړ کړی دی که نه ژوندی يې راته پرېښی دی. او په خاصه توګه د مختلفو سياسي او مذهبي ګوندونو او تنظيمونو مشرانو او منتظمانو ته هم پکار دي چې د خپلو غونډو او پروګرامونو د ځايونو جاجونه او سېکورټي په خپلو لاسو کوي. ځکه چې حالات ډېر بل شان دي. نو د بې يقينۍ، بې ايمانۍ، بې اعتمادۍ او د منافقت په داسې حالاتو کښې به هغه قوم او ملت له تباهۍ نه بچ پاتې کيږي چې د اسلام د مبين دين له اصل نه خبر وي ، په سياسي توګه بېدار وي په خاصه توګه شېطاني او رحماني سياست کښې فرق کولې شي، په خپلو کښې متحد او يو لاس وي او په خاصه توګه واکمنان، مشران او رهبران يې مخلص او په صحيح معنو کښې ايماندار وي.او د پردو طاقتونو او اېجنسيو د لاس ګوډاګي او خرڅ کسان نه وي او که دا څيزونه په يو قوم کښې نه وي نو بيا د هغه قوم تباهي يقيني ده او يا کېدې شي د خدای پاک غېبي طاقت ورته له دې تباهۍ، بدبختۍ او نه نجات ورکړي. ځکه چې د خدای پاک له رحمت نه هم مايوسي او نااميدي هم نۀ ده پکار ځکه چې مايوسي او نا اميدي کفر دی لکه ارواښاد غني خان ډېر په خوا په ډېر په زړۀ پورې انداز کښې د کربلا په تناظر کښې موجوده ماحول په يو لړ شعرونو کښې انځور کړی دی خو مايوسي او نا اميدي يې نۀ ده څرګنده کړې بلکې په داسې حالاتو کښې يې د خدای پاک له رحمت نه د نجات اميد لرلی دی لکه چې وائي:

ټــول جهــــان تيارو کښې ګېر ؤ خپل غېرت ايمـــــان ترې هېر ؤ چـــــې بنـــــده د بـــــل بنـــــده شـــى ډېــــــر نسلونـــــه کــړي بربــــاد زور هــــم زهـــــر هـم شــــراب دى لــه سړى نه ځــــان خطــــا كــــړى د غــــــرور ماڼــــــــۍ وى دنګـــــــــه خــــــو كچــــــه يـــــې وى بنياد د ادم نمســـه نمســــــو كښـــــې نــــه بـــــادشـــــاه شتـــــه نه غـــــلام خپلــــــه خېټـــــــه ســـــړی سپی کـــــــړي سړيتوب يــــــې شي برباد بل پـــــــه مكــــــــر پـــــــــه فــــــرېب پـــــــه دوكــــــو پـــــه چلـــولـــونـو نيــــــم لـــــومبړ نيــــــم ازمــــــری وى په خپـــــل علــــم كښې استاد رحـــم ورك شــــى ظلـــم ډېــــــر شــــى سړيتـــــوب لــه سړو هېر شى يو سور اور ترېنه چاپېر شىهرڅرک خپل عذاب كښې ګـېر شى قـــــانون مــــــړ شى زور نـــــــادر شى نــــــر تالا ګيــــــــدړ دلېر شى بــــــې غېرتـــــــه عــــــزتمـــــــن شــــــى سپی غــــړمبيږي ببرشېر شى زر شى زور د هـــــرچا خان شي خوارغريب په ژوندستومان شى بــــــدخنزير د هــــــــر چـــــــا پلار شى كـــــه خنزير سره مال ډېر شى وزيـــــر غل امير ډاكـــــــو شى ايمانــــــدار پـــــــه سيند لاهــو شى روغ بــــــه مرى يــــــا بـــه غل كيږى چې ټول غلۀ ترې نه چاپېر شى ټـــــــول وطـــــن يو تــــور ځنګــل شى يو د بل په غــــوښو پـــــــائى ځنـــــاور تــــــرې امان غـــــــواړي چــــــې انسان په كـــــومه تېر شى علــــــم چـــــل شى مــــــذهب دام شى رنګ حلالـــو کښې حرام شى هــــر سبـــــا لكــــه ماښام شى ژونـــد پـــه تور آفت كښې ګــــېر شي دغــــه وخت کښې د خدای رحم او رحمت په جـــوش كښې راشى چــــــرته غلـــــی د چـــــا كور كښې يو حُسېن (ع) پکښې پېـــــدا شى چـــــې دې ښــــــــــۀ كلک پـــــالــــــوان شى ورتــــــــه جوړه كربلا شى مرګ تـــــــه نـــــــوې معنـــــــا وركړي ژوند كښې نـــــــوې رڼا راشى _____ ځــــکـــــــه زۀ وهـــــــــم سينــــــــــــــه ای حسُېنـــــــــه (ع) ! راشـــــــــــــه هــــــــــر قـــــــــدم شــــــــــو كـــــــــربلا ای حُسېنـــــــــه(ع) ! راشــــــــــه هغـــــــه وخت يزيــــــــــد ؤ يـــــــو اوس خـــــــــو پـــــــه زرګـــــونو دى هغـــــــــه يـــــو كُــــــــوتری شمــــــــر اوس پــــــــه قطــــــــارونــــو دى ځكــــــــــــــــــه وئـــــــــــى ذره ذره تـــــــا تــــــــــــــــه پــــــــــــــــــه ژړا ژړا هــــــــــر قـــــــــدم شـــــــــــو كـــــــــــربلا ای حسُېنــــــه (ع) ! راشــــــــــــه كُل دې د نيكــــــــــۀ اُمــــــت خـــــــــوار او ذليـــــــــل شـــــــــوی دی ســــــر پــــــــه خنـــــــدا نه وركــــــئ چل تـــــــرې نــــه هېر شوی دی راشـــــــــــــــه د مستــــــــانو شـــــــــــــاه ســــــــر وركــــــــــول وښيــــــــــه وكــــــــړه نــــــــــــامـــــــردانو تـــــــــــــــه نــــــــــــوې د مــــــردۍ قيصـــه هـــــــر قـــــــــدم شـــــــــــو كـــــــــــربـــلا ای حُسېنـــــــــه (ع) ! راشــــــــــه

[email protected] De zan wazonko Hamlo Haqiqat By:Anwarshaheen Khankhel - بېرته شاته