(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

،تر، until

‎‏ ‏‎ ‎ډاکتر ماخان شینوار‎ ‎ی‎
د پښتو ژبې د ودې یا سمون له امله یا لکه دا ژبپوهان چې وایي دمعیاري کولو له امله ( له کبله) ما ‏په خپلو دوه لیکنو کې دې لاندې ته ګوته نیولې وه: څه چې بهیږي، بهیدونکي دي، نه اوبلن. د خاطر ‏له امله یا نوره هم ښه : له کبله، همداسې: که اوس مو د ناروغانو ځای نومولی، نو ناروغتون یا ‏رغنتون به مو نومولی وی او دا اخر یې: ،، تر ډېره بریده،، نه شته. ‏
زه چې د ژباړو سره سر او کار لرم، د یو لړ ستونځو سره د پرېپوزيشن له امله لاس او ګریوان یم. ‏دا په المانې کې روښانه دي او پوهیږې چې څه په کوم ځای کې یا د څه سره راځي، چې موږ ‏خارجیان هم داسې لږ څه پرې پوهیدی شو. په پښتو کې دا کار داسې ښه نه دۍ سرته رسیدلی. که ‏جملې لولو، نو ترمخه، تروروسته، ... وروسته تر هغه په مصر کې له....، تر پورې ترمنځ او ‏داسې نور لولو، نو نه پوهیږو، چې دا ،، تر ،، داسې نور څّه ټولیز(یونورزل) شوي او که څنګه. ‏داسې راته برېښي، چې د ،، تر،، وزر شوي او د ،،د،، ، ،،په،، ، ،، له،، او داسې نورو ځای نیوی ‏شوی. ‏
زه د دې لیکنې سره غواړم، چې دا ،،تر،، په خپلو پولو کې رابند کړم ، زما په اند د پوره دلایلو سره.‏
دا هیله، چې ژبپوهان او نور مینه وال نه ځانله زما د پوهاوي له کبله هم د ما سره په دې کې مرسته ‏وکړي.‏
د انګرېزي ژبې څو پرېپوزېشنونه راوړم د الماني ژباړې سره او بیا یې د پښتو سره پرتله کوو.‏
د اوس دپاره به دا درې بسیا وکړي او که نور یې په دا منځ کې راغلل، هغه به هملته په ګوته کړو.‏
With; from; until
‏ الماي يې: ‏mit; von; bis
زه لومړی د جرمني څخه دbis ‎‏ (انګرېزي: ‏until‏)، چې د پښتو معنا یې تر (... پورې) ده یو څو ‏جملې د جرمني څخه د ،، تر ،، لپاره راوړم، په دې هیله، چې ګران لوستونکي به یې بیا د ( دلته ‏،،له،، نه لیکم، چې وروسته پرې عوېږو) پښتو سره پرتله کړي، نه داسې نه چې پرتله یې کړي‎,‎‏ ‏بلکه وګوري، چې پښتو یې هم همداسې سمه ده او که څنګه او په هغه خپل وخت کې بیا دا نور دوه ‏هم د څیړنې ( موږ بلد یو چې تر څیړنې) لاندې ونیسو.‏
د ،، تر،، استعمال :‏
پر ېبوزیشن: د پيښې د وخت یا ځای اخرني ټکی.‏
‏۱ - تمپورال یعنې ځای: اخر ټکی ښایی.‏
‏۲ - په مخه ښه کې هغه د بیا لیدلو وخت ډېر یا لږ پوره: تربیا پورۍ.‏
‏۳ - ځای: اخرنۍ موخه ښایی.‏
‏۴ - له ... تر ... د وخت یا ځای واټن په ګوته کوي.‏
کنجنګشن یا تړنه: برابرارزښته جملې- برخې سره تړي.‏
‏۵ – د یوه غزېدا سور، د یوه سپکتروم ( د یوې څیرې یا څه برېښیدته، د دې په پښتو معنا لږ ‏ستونځمنه ده، خو په نورو ژبو کې کتل ښه دي او په فزیک کې راځي)، د يوې پورته – او یوې ‏کښته پولې ورکونه.‏
‏۶ – د په خوښه پرېپوزېشن سره ‏
‏۷ - ‏bis zu‏ د الماني په څیر پرېپوزيشن په پښتو کې نه شته، دا هم همغه ،،تر ... پوري،، دی: ‏پورته پوله په نخښه کوي، یو پوله ارزښت
‏۸ ـ ‏bis auf‏ : یو شي چې سړی ردوي
لکه چې وایو ټول خلک میلمانه دې تر ... پورې( یعنې پرته له ...) ‏
د دې په څټ: ټو ل میلمانه دې د ... په شمول.‏
په پښتو کې موږ تر ... پورې لرو.‏
دوي دا هم معلومه کړې، چې دا وی کله ژبې ته راننوتی دی، چې هغه یې زه دلته نه راوړم.‏
مخامخ یا په څټ او که غواړۍ معکوس یې: په المانيvon، ‏ab, von‏ ، پښتو معنا د ټولو له ‏‏...(څخه) ده. دا مخ ته یې لکه له سپین څخه...، او دا بل یې لکه د هسکې مینې څخه...‏
‏ ‏ab‏ د ځای د پاره راځي او ‏von‏ د کس دپاره.‏
بیلګې: ‏
‏-- تر بلې میاشتې (پورې) باید کور جوړ وي.‏
‏- هغه تر بلې میاشتې (پورې) نه شته
‏- تر اوسه(پورې) هرڅه ښه دي. ‏
‏- څوک چې سره بیلیږي یا مخه ښه اخلي: تر وروسته پورې.‏
‏- ،،ښه اوسه، تربیا پورې،،
‏- ،، په مخه دې ښه، تر بلې اونۍ (پورې).‏
‏-- تر دې ځایه(پورې) او نه وړاندې.‏
‏( پورې ته دې پام وي، چې ورڅخه( موږ دلته هم کله لیکو، چې ترې..( هغه زموږ په کلیوالي خبرو ‏کې وایو، چې تر نه تیریدلی.. دا ترنه معنا ورڅخه دي او نه ترې)) تیریدلی هم شو).‏
‏- تر جلال اباده پورې موټر نیسو، وروسته بیا باید په پښو لاړ شو.‏
‏-- ستا مور له سهار څخه تر ماښام (پورې) په پخلنځي کې ولاړه وه.‏
‏-- دا یو سفر دی، له جلالاباد څخه تر کندهاره پورې.‏
‏-- سپینه له پاسه ( څخه) تر کښته (پورې) لمده وه.‏
تړنه یا کنجنکشن:‏
‏ - اسمان له برګ تر شین وو.‏
‏-- سپین ۲۵ تر ۳۰ کسان میلمانه کړي.‏
‏( دلته دې پام وي، چې ،، له ۲۵ تر...،. نه لیکم، ځکه چې هغه بیا خپله موخه بدلوي)‏
‏-- په دې لمنځتون کې دې ۳۰۰ تر ۵۰۰ کسان ځای شي؟
‏-- زه په اونۍ کې زیات وخت ۵۰ تر ۶۰ ساعتو کار کوم. ( پام دې وشي، له یې ترمخه راشي ‏او که نه، په الماني ورسره له نه شته. نه ! داسې نه ده. له ورسره نه راځي، ځکه چې دی له تر ‏کارنه کوي دی له ۱ تر ۵۰ یا ۶۰ ... یعنې له ۱ تر ۵۰ یا له ۱ تر ۶۰ ساعته پوري کار کوي، نو له ‏دې امله ۵۰ تر ۶۰ ساعته پورې او نه له ۵۰ تر ۶۰ ساعته...).‏
‏-- سړی کړی شي چې هغه تر اخره پورې وګوري.‏
‏--- سپین کړی شي چې هغه په رڼو اوبو کې تر ځمکې تل پورې وګوري.‏
‏--- موږ ناوخته د شپي تر دننه ( تر منځه) پورې خبرې وکړې.‏
‏--- ژوبن هره ورځ تر زر کسانو پورې ګوري.‏
‏--- سپین په ښار کې تر نوي کیلو متره پورې په بس کې ځي.‏
‏--- د سندرغاړي ټولې سندرې پیژنم - تر اخرنۍ پورې. ‏
خبر و استعمال یا کارونه:‏
تر زر، تر بیا، له پښو تر سره، تر ګیډې، تر لاس خوزونې( په مخه ښه کې)، تر څو چې ‏نور امکان نه وو.‏
ترې رابیل ویونه:‏
تر وروسته، تر وروستني، ترغزونې، تر اوسه.‏
لنډ: تر په هغو جملو کې راځي، چې له ،،تر،، سره ،، پورې،، مل وي یا مل کیدی شي، یواځې ‏همدې ته دې په لیکنو کې پام وشي، سم وکارول شي یعنې تر...(پورې)، بل ډول کارونه یا اسعمال ‏یې ماته ناسمه برېښي، چې ګران ژبپوهان دې هم ورته پوره پاملرنه وکړي، دا د ما سره هم مرسته ‏ده او د دې مرستې د غوښتنې اجازه دې وي.‏
زه په دې لاندې جمله کې او ورته ډول جملوو کې د ،،تر،، راوړلو سره په یوه اند نه یم، چې په ‏دې به هم خبرې وکړو . ‏
احمدي نژاد وروسته تر هغه په مصر کې له....‏
په پورته جمله کې د ،، تر ،، په ځای ،، له ،، راځي. ‏
‏ او نور هم دلته راوړو.‏
‏ لیکنې ................... زما وړاندیز
‏... انور السادات او اسراییلو ترمنځ په ..... .... په منځ کې.... ‏
دا ،، ترمنځ،، ډېر راځي او له دې امله باید لږ یې څیړنه وغزول شي
که د یوې مڼې پوټکی وګورو او خوسا شوی وي او په اند یو، چې منځ به یې هم خوسا وي ، نو وایو ‏چې دا مڼه تر منځه (پورې) خوسا ده. او که مڼه مو غوڅه کړه او منځ یې خوسا وو، نو وایو چې دا ‏مڼه په منځ کې خوسا ده او نه تر منځ او یا یې منځ خوسا دی..‏
همداسې که دوه کسان سره جوړ نه وي او جګړه سره لري، نو وایو، چې د ... او ... په مڼخ کې ‏جګړه ده او نه تر منځ. ‏
یادونه: په دې هکله به نوره رڼا له ،، له .. (څخه)،، او ،، د... سره،، څخه وروسته واچوو. ‏
که ګران لوستونکي غواړي د ماسره اړیکې ونیسي، نو دا زما برېښنا پته ده:‏
[email protected]
په دې پسې: ،،له... څخه،، او ،،د... سره،، باندې غږېږو.‏

- بېرته شاته