(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځلنده ستوری

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه:   جنوري 1999

که ټولنه د یوې خوا ننګیالي او اتلان ځیږوي، نو د بلې خوا ننګیالي او اتلان په ټولنه کې خورا مهم رول لوبوي.     په پښتنه ټولنه کې دننګیالیو مشرانو منظوم تاریخونه شته دی. دبیلګې په توګه د کونړ د لوې خان میرزمان خان منظوم تاریخ چې بیا وروسته د ستقلال په څلورمه جبهه نومې کتاب کې چاپ شوی دی، او دغه راز په ٬٬پټه خزانه٬٬  کې شعرونه  دا خبره مونږ ته راپه ګوته کوي چې شعر د ادبي ارزښت سربیره تاریخي ارزښت هم لری.

د 1998 عیسوي کال د سپټمبر په میاشت کې د سوات د ماما خیلو خانانو منظوم تاریخ ٬٬ ځلنده ستوري٬٬ دښاغلي قیمت ګل انقلابي له خوا لیکل شوي دی . ښاغلی قیمت ګل په خپله شاعرۍ کې د ماما خیلو خانانو د پوره پوره پیژندګلوۍ کوښښ کړی دی، او د هغه حالاتو ئي لنډه یادونه (‌ذکر) کړی ده د کوموحالاتو او ناخوالو سره چې دغه کورنۍ مخ شوي ده

د پښتو ژبې نامتو لیکوال ، شاعر او افسانه لیکونکی   ښاغلي لایق زاده لایق د کتاب په سریزه کې لیکي چې د سوات د خاورې په سوونو زوړ اولرغونی تاریخ ګواهـ  دی چې دلته کله هم یو استعماري قوت د عام ولس د حقوقو خلاف قدم پورته کړی دی، نو دماماخیلو خانانو کورنۍ ددغه ظلم اوجبر خلاف عملي او کوټلې مبارزه کړی ده او په دغه لاره کې د هر رنګه کړاوونو ، تکلیفونو اوستونزو په نره ئي مقابله کړې ده.

دغه ټول داسې حقیقتونه دي چې څوک ترې انکار نه شي کولی. قیمت ګل انقلابي د شاعرۍ د رنګونو په زریعه د ماماخیلو د کورنۍ سره د خپلې مینې اظهار کړی دی.

په دغه اظهار کې د ساده ګۍ رنګ جوت ښکاري او دا په دې اساس چې ښاغلی قیمت ګل انقلابي ولسي شاعر دی او دومره ډیر لیک لوست ئي نه دی کړی.

ښاغلي انقلابي د ماماخیلو د خانانو منظوم تاریخ د خان محمد حبیب خان څخه چې د دارمي خان په نامه یادیده او د پښتون قامي وحدت ستر لاښود اود ماماخیلو د نامتو مشر  محمد افضل خان (خان لالا) پلار دی پیل کوي.

ښاغلي انقلابي  د خان محمد حبیب خان منظومه کیسه   په دې شعرونو  پیل کوي:

راشه وروه چې خبر دې کوم له حاله

یو امیل د سرو ګلونو درکړم تاله

هره پاڼه لټوه، ښه ورته ګوره

د مقصد پاڼې ترې ولیږه هر خواله

پدې سوات کې یو امیر ؤ درته وایم

ؤ د سوات د پښتنو د فخر سیاله

نوم ددې امیر، محمد حبیب خان ؤ

په دارمي خان مشهور ؤ زما لاله

د دارمي  د امیر لویه مرتبه وه

ځکه نه ځي په پیړوو پیړو له خیاله

قیمت ګله دا قیصه کړه په خوند جوړه

اوریدو ته ئي دي ډیر خلک لیواله

ښاغلی انقلابي  په ۱۱۵ مخونو کې د سوات د ماماخیلو منظوم تاریخ لیکلی دی چې دیو بل شعر   په یوه برخه کې وائي:

سوات تاریخ کې چې نوم راځي اول

نوم ددغه خان محمد حبیب خان دی

ازادۍ کې د سوات لاس ددې نواب ؤ

ځکه نن په وړو ، لویو باندې ګران دی

په صفت ئي کونډې رنډې خوشالیږي

سوات تاریخ کې دده نوم لعل ومرجان دی

هره پاڼه د تاریخ پرې سلام وائي

نوم ګټلی یقینا ً د دارمي خان دی

سلسله ئي د نومونو شروع کومه

پام کوه وروره دا ټول یو خاندان دی

د محمد حبیب خان یو مشر ورور ؤ

نوم ددغه خان محمد ماسم خان دی

دا باقي شپږ د دارمي دخان ځامن دي

ما دبیل بیل شناخت کړی په میدان دی

په کاکا خان به چې یاد ؤ اشاړي کې

اصلي نوم دده محمد یعقوب خان دی

دویم ځان ته چې ئي خان د بیدرې ویو

نوم د هغه خان محمد رسول خان دی

اشاړي کې ددې خان دوه فرزندان دي

کاکي خان، چې په نامه عبدالخالق خان دی

دا دویم ورور دکاکي خان ډیر زیات دلیر ؤ

نوم ددغه دلیر عبدالحمید خان دی

پنځم ځوی د خان دیره په درشخیله

په نامه باندې محمد عالم خان دی

درشخیله چې پرې نن ورځې ګلزار ده

نوم د هغه ځوان محمد افضل خان دی

دا شپږ واړه د دارمي دخان زامن دي

ما دهر یو تعریف کړی په ښه شان دی

غیرتي پلار غیرتي زامن  راوړي

په هر یو دماماخیلو کور ودان دی

قیمت ګل وی، زه ئي نه ستایم یوازي

په صفت ددوۍ هر سړی ګویان دی

- بېرته شاته