(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل پوهنتون ته لنډه کتنه

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه:   اپریل  2001

د افغانستان په ناستون (پایتخت/پلازمینه) کابل کې دکابل پوهنتون چې  په سیمه کې ډیر مهم او پخوانی پوهنتون ګڼل کیږي  اوس ئي  انګړ (احاطه ) په ډیره پیمانه (اندازه) سره خراب شوي دی. بریښنا (برق/بجلي) په نشت حساب ده. د بریښنا زیات مزي/تارونه شلیدلي دي. د اوبو زیات شمیر بمبي (نلکې) بندي شوي او له کاره لویدلي دی.

د کابل پوهنتون کتابتون،ارزښتناک کتابونه په ډیره اندازه ورک یاخرڅ شوي او یا د منځه تللي دي. د کتابتون هغه کتابونه چې د طالبانو د سیاست او یا د دین سره تضاد لرلو لیرې کړی شوی دي، خو سره ددې هم د کتابتون په الماریو کې د غیرې اسلامې بریښیدونکو موضوع ګانوپه باره کې لیکلي کتابونه شته دی لکه «په امریکا کې ولسي سندغاړي او ولسي سندرې‎» او یا د افغانستان د کولتوي میراث په هکله د بودا د مجسمو کتابونه چې طالبانو څه موده دمخه دمینځه ویوړل هم پکې شته دي. د نورو پوهنځیو سربیره د طب پوهنځي کمپوټرونه ،کتابونه، مایکروسکوپونه او لابراتوارونه هم له منځه تللي دي.

د دوه لسیزو جګړو څخه وروسته د کابل پوهنتون د نوي پیل هڅه کوي او د کمپوټریو نوی مرکزئي هم پرانستی دی. یو کمپوټر چې سړی پرې کار کوي د څلورو برخو څخه جوړ شوي دي. تر ټولو مهمه او اصلې برخه ته ئي چې پروګرامونه پکې اچول کیږي اسناد (ډکومنټ) اونور هر څه پکې ژغورل شوي او خوندي شوي وي شمیرونکی وائي. بله برخه ئی د لیدلو تخته یا تلویزیون (سکرین) دی، دریمه برخه ئي دلیکلو یا د تورو تخته «کیبورډ»ده او یوه بله برخه ئي د موږک (ماوس) په نامه یادیږي چې یو ډول ریموټ دی.

پدې مرکز کې دري کمپوټرونه او یو د کمپوټري لیکنو چاپوونکی (پرنټر) پروت دی.  څلور یا پنځه شمیرونکي  Rechners چې د کمپوټر اصلي او غټه برخه ده هم پراته دي.

له نیکه مرغه دلوما لینډا پوهنتون چې د امریکا د کلیفورنیا ولایت یو عیسوي پوهنتون دی چې کره برخه ئي طب جوړوي، غواړي چې د افغانستان سره خپل د کلونو اړیکي بیرته تازه کړي نو لدې کبله ئي  د کابل پوهنتون په انګړ کې د طبي مالوماتو دیو مرکزجوړولو تابیا کړي ده.  ددغه پوهنتون همکاران  به وار په وار کابل ته راځي او د کابل پوهنتون سره به په راتلونکې کې مرستې جاري ساتي.

کابل پوهنتون په شپیتمو او ایویایمو لسیزو کې د عصري کیدلو قوه وه او نن ورځ د دیني او دونیائی نظریو د لانجې مرکز دی.

۲۵ کاله دمخه په کابل پوهنتون کې نهه ۹ زره پوهیدونکي ؤ، او  اوس د پنځواو شپږنیم زرو پوهیدونکو تر منځ دي .

د کابل پوهنتون رئیس مولوي پیرمحمد روحاني چې په ۱۹۹۶ ع کال کې د طالبانو له خوا مقرر شوی دی وائي چې طبعي خبره ده چې نجونې (جنکې) په پوهنتون کې نه شته دی، لدې کبله د پوهیدونکو (محصلانو) شمیر کم شوی دی. د رسمي څرګندونو له مخې طالبان د ښځو د لوړې ښونې او روزنې پلویان دي. مونږ ددې هڅه کوو چې په پوهنتون کې د ښځو د بیا شاملولو لپاره لاره هواره او وسائل پیدا کړو.خو څرنګه چې د اسلامي حقوقو له مخې د ښځو او نرو ګډه زده کړه یا ګډ سبق منع شوی دی نو لومړی پکار دي چې بیل بیل د پوهیدنې او روزنې امکانات برابر شي. دا ددې مانا لري چې ښځې پرته لدې څخه  چې په خپلو کورونو کې زده کړه وکړي د ښوونې او روزنې ځایونو ته لاره نه لري. پدې هکله نظرئي شته دی، خو ددې نظریو خاوندان دې ته امتیاز ورکوي چې په احتیاط سره تبلیغ وکړي، تر څو چې د واکمنو سره په لانجه کې را نه شي.

د پوهیدنې په برخه کې یوازې د موسیقۍ زده کړه،د مجسمو جوړول او دژوندیو او ساه لرونکو درسامي رسم او انځورونه  منع شوي دي.

ښاغلی روحاني دلودیځو نظریو ارزښتونه ردوي او واېي چې په اویایمو کلونو کې بهرنیو استادانو او پوهیدونکو د پوهنتون د ښو وسائیلو څخه ګټه اخستله ،خو په ډیره اندازه سره د افغاني کولتور ، دود او عنعنې څخه وړاندې ؤ، مونږ غواړو چې خپل دین او خپل کولتور وساتو چې دا زمونږ اصلي دنده ده.

- بېرته شاته