(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان نړيوال اسلامي پوهنتون

په داسې حال کې چې افغان حکومت د اسلامي هيوادونو د همکارۍ تنظيم او اسلامي پرمختيايي بينک په مالي مرسته جوړيدونکي نړيوال اسلامي پوهنتون ته خوشاله دی، د افغانستان د پارليمنټ غړي او څيړونکي وايي بايد په ټولنه کې د سختدریځۍ د مخنيوي لپاره د دې او نورو نړيوالو پوهنتونونو د نصاب او فعاليتونو کلکه څارنه وشي.

افغان حکومت تېره اونۍ  شوي د اسلامي هيوادونو د همکاريوو د تنظيم په کنفرنس کې افغانستان کې د يو نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړولو په وعده خوښي ښودلي.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزير، ډاکټر زلمي رسول دوه ورځې وړاندې کابل کې خبريالانو ته وويل:

((له دغه کنفرنس څخه زموږ تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا وه چې اسلامي هيوادونو افغانستان کې د یوه نړیوال اسلامي پوهنتون له جوړیدو ملاتړ وکړ. دا یو مهم خبر دی، دا پوهنتون به د اسلامي بانک او ځینو اسلامي هیوادونو په پیسو جوړ شي او د افغانستان له تحصیلاتو سره به ډیره مرسته وکړي.))

که څه هم لا تر دې دمه د دې نړيوال اسلامي پوهنتون د نصاب د څرنګوالي او جوړيدو د وخت په اړه څه نه دي ويل شوي خو د افغانستان په پارليمان غړې، ساهره شريف چې مخکې دلته د لوړو زده کړو د څارنې د کميسيون غړې وه، په دې پوهنتونو کې سختدريځۍ ته د وده ورکول کېدو په اړه انديښنه لري.

هغې مشال ريډيو ته وويل: ((ګاونډي او نور هيوادونه افغانستان کې د نظامي مداخلې په ترڅ کې دلته ترهګر راليږي او تر څنګ يې په فرهنګي لحاظ هم د هيواد راتلونکې د ګواښ سره مخ کړي. ايران هم کابل کې يوه لويه مدرسه او مرکز جوړ کړی. اوس چې دلته د جوړيدونکي پوهنتون په اړه مصر کې خبره شوي، انديښنه دا ده چې دلته څوک ورځي او بيرته ترې راوځي نو افراطي مفکوره به لري. په تاسف سره له افغانستانه يو بې سرپوښه ديګ  جوړ شوی او هر څوک چې هر څه وغواړي کولی يې شي.))

افغانستان کې د زرګونو ښوونځيوو ترڅنګ  د لوړو زده کړو د وزارت ترمخه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروسته تر دې دمه په بيلبيلو ځايونو کې خوا اوشا اتلس دولتي او د اتياوو په خوا او شا کې شخصي پوهنتونو وجود لري چې پکې ميليونونه زده کوونکي په بيلابيلو برخو کې زده کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې وزارت چارواکو ويلي سږکال دولتي پوهنتونونو کې د شامليدو لپاره، ضروري کانکور امتحان کې يولک او نوي زره زده کوونکو څخه خوا او شا اتيا زره يې دولتي پوهنتونو کې داخليږي.

پر تعليمي پروژو نظر ساتونکی ليکوال پاينده حکمت وايي په کانکور کې د بې نتيجې پاتې په زرګونو زده کوونکو لپاره نورو شخصي پوهنتونونه په شان دا نوی جوړيدونکی اسلامي پوهنتون ډير اهميت لري.

هغه زياته کړه: ((دا به ښه وي ځکه چې افغانستان اوس مهال نه شي کولی د ښوونځيوو ټول زده کوونکي په خپلو پوهنځيوو کې ځای کړي. له نيمايي زيات زده کوونکي په کانکور کې بې نتيجې پاتې کيږي چې دا پوهنتون به يې مرسته وکړي. که کابل کې يو نړيوال اسلامي پوهنتون جوړ شي نو دا به نه يوازې مذهبي اختلاف رامنځته نه کړي بلکې د بيلابيلو مذهبي فرقو د زده کړو د مرکزونو انډول يا توازن به هم مساوي کړي.))

خو ساهره شريف وايي د پوهنتونونو له لارې د بهرنيو د مذهبي اوسياسي اغېز د مخنيوي لپاره بايد افغان حکومت په کلکه د نوو جوړويدونکو پوهنتونونو څارنه وکړي.

نوموړې وايي: ((که په سياسي لحاظ يې وګورو نو که دا د قسمه کړنو مخه ونه نيول شي، افغانستان لپاره به يې نتيجې ښې نه وي. دا د پارليمان اوحکومت دنده ده چې د دې جوړيدونکي او نورو دا قسمه پوهنتونونو په کلکه څارنه وکړي.))

ياده دي وي چې په افغانستان کې دا مهال د افغانستان امريکايي پوهنتون په نامه يو بل نړيوال پوهنتون هم شتون لري او په دې وروستيوو کې سعودي عرب هم ويلي چې کابل کې به يو لوی تعليمي مرکز او جومات جوړوي.

Source: Mashal Radio

- بېرته شاته