(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خيال محمدکټوازی چې ما ليدلی وو

ډاکتر سيد نصير احمد

له ننه د ۱۴ کلونو مخکې خبره يادوم، کله چې زه له ياغي طبيعت او سرګردانه ذهنيت سره د پرديسيو په کمپونو کې لالهانده او د ژوند په سوچونو کې لاهو وم. هغه مهال به يو شمېر لوستي، نالوستي، احساساتي او په پښتو پسې مجنون ځوانان سره راټول شول، چې تل به يې د پښتو خبره کوله او هغه دا چې راځۍ چې پښتانه راسره راټول کړو، پويې کړو، خدمت ورته وکړو، خپل دود ژوندی وساتو، چې خدای مه کړې اولاد مو رانه پردي نه شي، يو بل وپېژنو، ژبه مو وده وکړي او په افغانانو کې اتحاد او اتفاق رامنځ ته شي. 

ما به د دوی خبرو ته غوږ کېښود. دوی به په خپلو کې دغه موضوع ښه سره وشاربله، خو بيا به پرته له پايلې هر څوک په خپل لوري روان شو. يوه ورځ پېتاو ته ناست وم، چې د آمرسفورت ښار يو اوسېدونکی دکمپ خولې ته راغی او زما پلو ته رارهي شو. په فارسي يې روغبړ راسره وکړ او بيا يې رانه وپوښتل، چې په پښتو پوهېږم او که نه؟ ما ورته وکتل او په زړه کې مې تير کړل، چې ولې ټول پر ما لومړی د هزاره يا شيعه ګانو ګومان کوي! خو دغه ځوان ته مې ورغبرګه کړه، چې هو په پښتو پوهېږم. ډېر خوښ شو، خو دغه ځوان هم د افغاني کلتوري هڅوخبره راته ياده کړه. په ذهن کې مې د تېرو کمپوالو پردېسو افغانانو خبرې بيا تېرې بېرې شوې.

ما له افغانانو سره په بهر کې لوړ تحصيلات تر سره کړي ول، خو زموږ افغانان تل په سليقو سره وېشل شوي ول او زما سره تل اندېښنه وه، چې آيا په يو بهرني ملک کې به پردېس افغانان د يوې پوهنيزې کلتوري هڅې جوګه شي او که نه! خو د پښتو متل، چې وايي: مارچيچلی له پړي هم وېرېږي! نو په پردېسي کې مې تل اوږه له دا ډول خبرو خالي کوله او هڅه مې کوله، چې نورو دوستانو ته صرف د ګډ کار سپارښت وکړم، خو ځان په ورګډ نه کړم!

ليا څو مياشتې نه وې تېرې، چې د مهاجرينو له يو کمپه بل ته واستول شوم. لومړی څو مياشتې مې په يوه بېړۍ کې تېرې کړلې. دغه بېړۍ د ښار په يو سيند کې درېدلې وه. زه له يو کوردي مهاجر سره په يوه کوټه کې وم. دغه کوټه د جګړې د ميدان عسکري کاغوش ته ورته کېدله. مساحت يې يونيم په دوومترونو کې وو. دوه چپرکټونه سر پر سر اېښودلي ول او خړې د وړيو کمپلې به پرې پرتې وې. تشناب او شاور هم په همدغه واړه کاغوش کې ځای پر ځای شوی وو. د کوټې کړکۍ تر نيمايي د سيند په اوبو کې ډوبې وې، تا به ويل، چې اوس به يې شر شي او کوټه به له اوبو ډکه شي.

د مجلس لپاره بيا د بېړۍ پر سر يو پراخ ځای وو، چې څو څوکۍ پرې اېښې وې، نو هلته به تللو او بنډار به مو کولو. بدمرغي دا وه، چې زما د کوټې يار ليونی هم وو او په نيمه شپه کې به ليونتوب په سر واخيست، بې سيکه به شو او بيا به يې له خولې پسې ځګونه تلل، خو ما به بيا امبولانس ورته راوغوښتلو، چې مرسته ورسره وشي. تر دې بيا بله لويه بدمرغي دا وه، چې زموږ کوټه د بېړۍ په پای کې وه، نو کله به چې د بل چا تشناب بند شو، نو بيا به نو نه تشناب ته تللی شوی او نه به دې شاور کولی شوی، خو ښه وو دغه بېړۍ ته نيژدې رېل ستېشن وو، نو موږ به هلته ولاړو او رفع حاجت او شاور به مو بيا پيسو کولو.

د مهاجرت له ستونزو سره لاس او ګرېوان وم، چې دغه کمپ هم په تړېدو شو او موږ يې له دې کمپه يو بل کمپ ته واستولو. دغه کمپ په يو لوی آپارتمان کې وو، چې نور يې ټول کورونه د نړولو لپاره خالي کړی شوی وو، خو موږ شل تنه يې په يو شمېر کوټو ووېشلو، نور نو د فارسي خبره، چې: تمام خانه ها قو ميزدند! زما سره په کور کې يو ګرجستانی، يو کورديستانی او يو يې سومليايی يو ځای شول. د يو شمېر کوټو کړکيو ليا هندارې هم نه درلودلې، چې د شپې به د سيلۍ شپېلۍ ترې اورېدل کېدله، نو کله چې له داسې شرايطو سره مخامخ شې، نو هرومرو به دې زړه وشي، چې له خپل افغان سره وګورې او خبرې ورسره وکړې!

له دغه ګډوډ ژونده به کله کله د ښار بازار ته ولاړم، نو يوه ورځ يو ږېرور افغان راته سلام واچولو، نو ما هم ورسره روغبړ وکړ. دغه افغان راته وويل: استاد نصير سلام اعليکم! ټټر مو سره ولګول او غوړه ستړيمشي مو وکړه، مګر زما په ذهن کې تېر شول، چې دغه ملا هم لکه چې د بل چا ګومان درباندې وکړ، نو خدای دې خير کوي! د دغه افغان له لهجې پوه شوم، چې پښتون دی، نو ما ورته وويل، چې ولې پښتو نه وايې، نو بيا يې له سره راسره روغبړ وکړ، چې ګواکې پښتانه یو.

وروسته له پوښتنو او خبرو مې دغه افغان ځوان خپل د پردېسۍ ارګ ته را دعوت کړ. په خپله جونګړه کې مې ورته چای دم کړ او د زړه خواله مو سره وکړه. دغه افغان ورور هم د پښتو غږ پورته کړ او همدا يوه اندېښنه يې څرګنده کړه، چې بايد پښتانه سره يو ځای شي او يوه ټولنه جوړه کړو. دغه ځوان ليا دا هم راته وويل، چې په دې ښار کې يو شمېر پرچميان او ستميان راټول شوي دي، تل جلسې کوي، له پښتو سره کرکه لري، په غونډو کې يې څوک په پښتو نه غږېږي. په پای کې يې بيا ټينګار کولو، چې بايد پښتانه يو ځای شي او پښتو ته کار وشي.

ما ځان تنها احساسولو، نو بله ورځ دغه افغان ځوان بيا ماته راغی او د پښتنو د يوځاي کېدلو، کلتوري او اسلامي فعاليتونو او د پښتو د ودې خبره يې راته وکړه. ما ورته وويل، چې له يو لاسه ټک نه خېژي! خو ژمنه مې ورسره وکړه، چې په دې اړه به فکر وکړم. کله چې دغه دوست ولاړ، نو زه هم د کمپيوټر شاته کېناستلم او په نيدرلند کې مې د افغاني کلتوري ټولنې بنسټليک وليکلو، چې بله ورځ زما دغه نوی ملګری بيا راغی، نو ما هم ورته بنسټليک وښودلو. د بنسټليک په ليدلو ډېر خوښ شو.

وروسته له دغو پېښو يې زه له ښاغلي ډاکټر صيب طارق رشاد سره معرفي کړم، چې کور يې زما له جونګړې يو دوسوه متره لرې وو، خو ما نه وو ليدلی، نو بله ورځ مې ډاکټر صيب طارق رشاد هم کور ته راوغوښت او خپل نظريات مې په نيدرلند کې د افغاني کتوري ټولنې دجوړولو په اړه ورسره شريک کړل او ليکلشوی بنسټليک مې وروښودلو. ډاکټر صيب طارق رشاد هم خپلې نيوکې، سپارښتنې او سمونې ما ته يادې کړې. زموږ په دغه خيالي بېړۍ کې د ښاغلي ملا بصير حبيبي تر څنګ ښاغلی ډاکټر صيب بختيار برهاني، ډاکټر صيب طارق رشاد، ښاغلی علي احمد قانع او يو شمېر نور فرهنګپال هم را ګډ شول.

موږ د افغاني کلتوري ټولنې د جوړولو په درشل کې وو او هر افغان مشر ته په مرکه ورتللو، چې په دې برخه کې مو د مرحوم ميرزا علم حميدي، مرحوم محمد علم بڅرکي، مرحوم ډاکټر همايون کامران، مرحوم عبدالمالک پيغام صيب مشورې واخيستلې او د ښاغلي افضل ټکور کور ته څو ځلې ورغللو، چې د افغاني ادبي بهير له غړيو سره مو هم وکتل او د يو شمېر نورو ښارونو د ټولنو او بهيرونو استازو سره مو هم خبرې وکړې، چې په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې بنسټ کېږدو، نو له نننه ۱۴ کاله مخکې زه او ډاکټر صيب طارق رشاد د روتردام ښار ته ولاړلو او هلته ما د لومړي ځل لپاره ښاغلی خيال محمد کټوازی وليدلو، خو نن مې په ذهن کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس د يوې سندرې توري لکه څړيکه تاوېږي او راتاوېږي!   

شيرين عمر چې تېرېږي درېغه درېغه

د اوبو په څېر بهېږي درېغه درېغه

دا ياران لکه ګلونه  د بهار دي

د خزان په تاو رژېږي درېغه درېغه

موږ له ښاغلي خيال محمد کټوازي سره په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې د جوړولو خبره ياده کړه. ښاغلي خيال محمد کټوازي ډېره خوښي څرګنده کړه، د پښتو او پښتنو په بدمرغي يې ډېره خواشيني څرګنده کړه. ډېرې په زړه پورې خبرې يې د خپل سياسي ژوند، تاريخي رسالت او ادبي هڅو په اړه وکړې. زه د ښاغلي خيال محمد کټوازي د خواږه مجلس او خبرو تر اغېز لاندې وم، چې په ډېر متانت او نرم غږ يې پېښې يادولې او د افغانستان د وروستيو لسيزو بدمرغۍ يې سپړلې او د قسمت د خوالو او ناخوالو يادون يې وکړ.

ما د ښاغلي کټوازي صيب هره خبره تلله او اړخونه مې يې سنجول، خو داسې خوږ مجلس به د ډېرو کمو خلکو په نصيب شوی وي، چې د خپل هېواد له يو کلتوري شخصيته يې واوري، چې هم زغم، هم ظرافت، هم انسانيت او هم پټ غم پکې نغښتی وي. د ماسپښين ډوډۍ مو وخوړله. د ښاغلي کټوازي صيب کورودانې زموږ نه ډېره هر اړخيزه مېلمه پالنه وکړه او په ډېر کم وخت کې يې ډېره مجلله ډوډۍ راته تياره کړې وه، مګر ما د ښاغلي خيال محمد کټوازي خبرې اورېدلې او حرکات مې يې څارل.

زما پام شو، چې ښاغلي خيال محمد کټوازي يوه پياله چای وڅېښ او نور يې نو پياله پر غاب سرپه څڼۍ ورواړوله. وروسته له ډېرو خبرو مې له ښاغلي خيال محمد کټوازي وپوښتل، چې ولې يې صرف يوه پياله چای وڅېښت! زما سره اندېښنه پيدا شوه، چې د کمو اوبو څښل او کمو مايعاتو اخيستل بډوډيو ته نقص کوي، نوځکه مې دغه پوښتنه ترې وکړله، خو نه وم خبر، چې د خپلې دغه خبرې په ترڅ کې به له يو بل زړه بوږنونکي رازه خبرېږم!

ښاغلي کټوازی صيب راته په آرام او نرم غږ په خندا شو او را ته يې وويل، چې ډاکټر صيب ستا حتی زما څښلو ته هم پام دی! ما ورته ويل، چې تاسو مخکې د خپلو بډوډو تکليف ياد کړ، نو مايعات خو د بډوډو لپاره ډېر اړين دي، نوځکه مې دغه پوښتنه ستاسو څخه وکړه، چې زما له پوښتنې خواشيني شوي نه واست! نه ډاکټره زه ستا په موخه پوه شوم، خو بس همداسې عادت شوی يم، نو په څلورويشتو ساعتونو کې له دوو ګيلاسونو ډېرې اوبه يا چای نه څښم! خو ما ورته په ۲۴ ساعتونو کې د ۲ ليټرو مايعاتو د څښلو توصيه وکړله، خو له ښاغلي خيال محمد کټوازي صيبه مې بل څه واروېدل!

په ۱۹۷۹ کال وروسته د روسانو له يرغله د حفيظ الله امين واکمني له منځه لاړله. د هغه د واکمني لوړپوړي چارواکي يا ووژل شول او يا هم کوټه کولپي شول. ما هم لږ تر لږه ۱۰ کاله بندي خانه په کوټه کولپي کې تېره کړه، نو هڅه مو کوله چې ډېرې اوبه ونه څښو او چای مو هم ډېر نه څښلو، ځکه بيا به په عذابېدلو. سپايانو به تشناب ته اجازه هم نه راکوله، نو بيا مو همدا غنيمته ګڼله، چې په يوه پياله چای ګذاره وکړو، نو ډاکټره اوس عادت شوی يم، نه ډېر خوراک کړم او نه هم ډېر څښاښت کړم! مګر زما په زړه کې د کمونيستي نظام د ظلم د بړبوکۍ څړيکه تېره شوه، چې ليا هغه مهال د روسيې لاسپوڅو واکمنو زموږ دغه ستر شخصيت د جسم د اوبو په قلت آخته کړی وو، چې اغېز يې وروسته په روغتيايي ناانډولتيا کې راڅرګند شو.

ښاغلي خيال محمد کټوازي د افغاني کلتوري ټولنې جوړولو ته ډېر تشويق کړلو، ارزښتناکه مشورې يې راکړې او د ګډ کار ژمنه يې راسره وکړله. وروسته له يو کاله موږ هم د دې جوګه شولو او په نيدرلند کې مو د افغاني کلتوري ټولنې بنسټ کېښودلو او په ښاغلي خيال محمد کټوازي مو زېری وکړو، ځکه د غونډې په ورځ کټوازی صيب ناروغ وو او غونډې ته نه و راغلی، خو د زېري په اورېدو يې ويل، چې: من من غوښه مې واخيستله!. ښاغلي خيال محمد کټوازي صيب د پښتو ادب، افغاني کلتور او پښتو ژبې سره يوه ځانګړې مينه درلودله، خو نورو قومونو ته يې هم په ډېر درنښت کتل او د حقوقي مساواتو پلوی وو، خو په پښتو يې تل زړه خوړېنېدلو، چې ما ته او نورو دوستانو ته به يې تل د پښتو د ودې سپارښت کولو.

زه د ښاغلي خيال محمد کټوازي په شاعري څه نه ليکم، زه د هغوی په سياسي څېرې څه نه وايم، مګر زه د هغه په انساني کرامت، افغاني همت او پښتني زغم خبرې کوم. په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې په ډېرو غونډو کې ښاغلي خيال محمد کټوازي فعاله ونډه درلودله، موږ ته يې خپلې له بشري، علمي او ادبي ارزښته ډکې ويناوې اورولې دي، د افغانستان د ناخوالو پر پېښو يې په خپلو خبرو کې رڼا اچولې ده. په هره غونډه کې به ځوانانو د ښاغلي کټوازي صيب وینا انتظار ايستلو، د هغوی د هرې وينا به يې ډېر تود هرکلی کېدلو. ښاغلی خيال محمد کټوازی په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له بنسټ اېښودونکوڅخه وو، د افغاني کلتوري ټولنې د مشورتي شورا غړی وو، د ټولنې په هڅو کې يې پرته له دې چې فعاله ونډه درلودله، په نيدرلند کې يې د افغاني کلتوري هڅو په برخه کې رغنده سپارښتونه او مشورې موږ ته راکولې، چې موږ به هم تل په وياړ پلي کولې او تل به يې په درنښت هم يادوو.

ما له ښاغلي خيال محمد کټوازي سره کتل. يو ځلې دواړه په يو واده کې سره مخامخ شولو او تود مجلس مو سره وکړلو، خو له ښاغلي کټوازي صيب سره تل د افغانستان د ټولنيز ناورين اندېښنه وه او هر ځلې به يې ويل، چې زموږ هېواد ته به کله سوله راشي، چې زموږ وګړي آسوده شي او هوسا ژوند وکړي، نو زما د ملګري د واده په ورځ يې زماڅخه ګيله هم وکړه، چې ولې يې کور ته نه ورځم، نو داسې يې راته وويل: او ډاکټره اوس خو مې خپل هم يې، نو ولې نه راځې! بايد ياده کړم، چې د ښاغلي خيال محمد کټوازي وراره ته زما د ترورزي لمسۍ ناسته ده، نو ځکه مې هم خپل دی او هم يې ګيله پر ځای وه.

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې په ۲۰۱۰ ميلادي کال يو پوهنيز سيمينار د «پرديسي او د هويت ستونزه» تر نامه لاندې جوړ کړی وو، چې ښاغلي خيال محمد کټوازي صيب هم خپله له مرغلرو ډکه وينا پکې واوروله. کله چې له سيميناره مخ پر کور روانېدلو، نو غوښتل يې، چې لږ مخکې خپل کور ته ستون شي، زه ناڅاپي له محفله راووتم، چې ګورم ښاغلی خيال محمد کټوازی بهر درېدلی دی او پرېشانه ښکاري، نو زه يې څنګ ته ورغلم او لکه تل غوندې مې په درنښت ورنه وپوښتل، چې خيرت خو دی، وزير صيب څه خبره ده!

نصيرجانه موټر مې نه چالانېږي. ګروپونه يې لګېدلي پاتې شوې ول، لکه چې بېټرۍ يې ناسته ده!

نو ما ورته وويل، چې ولې پرېشانه ياست، دا خو ټول حل کېږي!

نو کټوازي صيب داسې راته وويل: ما ويل که دننه درشم، نو محفل ته مزاحمت و نه کړم، ځکه همدلته ودرېدلم!

ښاغلي خيال محمد کټوازي صيب په تياره شپه او سړه هوا کې درېدلی وو او د محفل د ګډونوالو په فکر کې وو، چې محفل ته مزاحمت و نه کړي! خو خپله په سړه هوا کې پريشانه درېدلی وو! چې دا پخپله د يو ستر شخصيت بشري عظمت ته ښودنه کوي. ما لکه تل غوندې خبرې په ټوکو او ټکالو واړوې! له جوبه مې تليفون راوايست او د موټر جوړولو د بېمې بېړنۍ مؤسسې ته مې تليفون وکړ، نو د يو ساعت په بهير کې هغوی هم راغلل او د وزير صيب موټر يې جوړ کړ، چې زموږ دروند ميلمه، د افغان ولس سترشخصيت مخ په خپل کور ولاړ، مګر زما په زړه کې يې د عظمت پټې ولولې پاتې شوې!

ما له خپل ملګري ښاغلي جمال کټوازي نه تل د خپل لارښود مشر ښاغلي خيال محمد کټوازي پوښتنه کوله، څو ځلې مو هوډ وکړ، چې د يو ځانګړي مجلس لپاره به ښاغلي مشر کټوازي صيب ته ورځو، ليا څو اونۍ مخکې مې له ښاغلي جمال کټوازي سره ياده کړه، چې  ښاغلي وزير صيب ليدو ته ورشو، خو د قسمت لوبې بيا نورې دي، زموږ د بيا ليدلو نصيب او قسمت نه وو، چې د خپل هېواد د ادبي ډګر يو کرار مګر يو پټ انقلاب بيا له نېږدو ووينم، چې ادبي تنده مې په د هغوی په فرهنګي مرغلرو ماته کړم.

لکه ډېرو افغانانو غوندې زما سره هم د روسانو د يرغل او د مرحوم نور محمد تره کې د مسافرت د رازونو اندېښنه وه، ځکه ژمنه يې هم راسره کړې وه، چې ټوله کيسه به راته کوي او ما هم ډېره علاقه ورته درلودله، چې له وزير صيب سره په دې اړه هرومرو خبرې وکړم، چې ځينې موضوعات يې راته ياد کړې هم دي، خو دا يې هم راته ويلي ول، چې دغه ټوله پېښه يې ښاغلي پوهاند محمد حسن کاکړ ته هم ياده کړې ده، چې د هغه په کتاب کې به دغه ټول معلومات خپاره شي.

ژوند هم د پېښو نندارتون دی او د انسانانو د هڅو سرګردان ژوندون دی. د فبروري مياشتې له اتمې نېټې ليا مخکې زه د نيدرلند هېواده بهر تللی وم. په سفر کې ستړی شوی وم او په بدمرغه شپې لږڅه وخته ويده شوی وم. سهار د فبروري په نهمه مې د  لسو بجو اودېرشو دقيقو شاوخوا اينټرنېټ ته لاسرسي پيدا کړه، چې برېښناپاڼو کې مې په يو زړه بوږنوکي خبر سترګې ولګېدلې «ښاغلی خيال محمد کټوازی په حق ورسېدو»، انا لله و نا اليه راجعون!

خپل موبايل تليفون ته مې لاس کړ. يو شمېر دوستانو ليا په نيمه شپه کې راته دغه د غم خبر استولی وو، چې زموږ مشر، د ادبي نړۍ څلی او د افغاني ارزښتونو مشعل د تل لپاره له فاني نړۍ مخه ښه کړې او ابدي نړۍ ته تللی دی. د څو شېبو لپاره مې د ښاغلي خيال محمد کټوازي خبرې او نرم غږ تر غوږو شو او ټولنيزې مرغلرې مې يې تر سترګو تېرې شوې او د دغه ستر شخصيت د لس کلنې بندېخانې کړاونه مې په ذهن کې راژوندي شول، خو بيا مې هم د دغه ستر انسان صبوري، انسانيت او متانت درنښت په ذهن کې تېر شو.

سملاسي مې د ښاغلي جمال کټوازي شمېرې ته زنګ ووهلو، چې ميرمنې يې غوږۍ پورته کړله، په غږ يې د غم پوړنی خپور وو، خو ما د زغم او صبوري تسليت ورته ياد کړ، دجميل صبر مې له لويه خدايه ورته وغوښت. له بده مرغه زه له روتردامه دومره لرې وم، چې نه مې شوی کولی د دغه ستر تاريخي شخصيت د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړم، نو خپل عذر مې هم د ښاغلي جمال کټوازي مېرمنې ته ياد کړ، مګر زما روح او روان د ښاغلي مرحوم خيال محمد کټوازي سر پاتې شول.

د ښاغلي مرحوم خيال محمد کټوازي ټول ژوند د افغان ولس لپاره د عبرت يو مثال دی، خو مړينې يې هم خپل ټولنيز اغېز په افغانانو کې پرېښود، چې نن په افغاني مطبوعاتوکې د دغه ستر شخصيت يادون په وياړ او درنښت يادېږي. له بل پلوه دغه غميزه د ټول افغان ولس لپاره يوه لويه بشري ضايعه ده، ځکه زموږ د معاصر سياسي تاريخ پېژندلې څېرې سره زموږ د ادبي نړۍ يو ځلانده ستوری هم ولوېدلو، چې ستره ټولنيزه بشري تشه يې رامنځ ته کړه. زه له لويه خدايه د مرحوم خيال محمد کټوازي کورنۍ اوخواخوږو ته خپل تسليت وړاندې کوم، له لويه خدايه ټولو ته جميل صبر غواړم او مرحوم خيال محمد کټوازي ته له څښتن تعالی نه مغفرت او د فردوس جنتونه تمه کوم.

په دې هيله، چې افغانان د دغه ستر شخصيت هيلې او آند ته لبيک ووايي او د خپل ټولنيز ارزښت فعاله مشعل وګرځي

- بېرته شاته