(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په المان کې د ښځوپوهنیزه روزنه

لیکلو نیټه: فبروري 2000 م کال

د ښځو د پوهنیزې روزنې د هیلی سره به په بل یو هیواد کې دومره کلک مقاومت نه وي  شوی، لکه څنګه چې په المان کې شوی دی.

د ښځو د پوهنیزې دروزنې په هکله د  المان یوه پوهیدونکې (محصله) الیس سولیمون Alice Salomon  چې په برلین کې د ټولنیز ښوونځي بنسټ ایښودونکې وه او پخپله په هغه لومړنیو پوهیدونکو(محصلانو) کې راځي چې د Wilhelm په امپراتورۍکې ئي زده کړې کړي او د ډوکتورۍ درجه ئي ترلاسه کړي ده په خپل کتاب  «د ښځو روزنه» کې وائي چې  په المان کې د پوهنې په بڼ کې د ښځو شاملیدلو ته ډیره موده انتظار وشو. د ښځو د مدني غورځنګ او د پوهنې د مامورینو تر منځ په تیر بیا په  Preußen کې چرته چې د المان ډیر پوهنتونونه ؤ، د ښځو د پوهنیزې روزنې په هکله خبرې رواني وي. په دغه وخت کې  اروپائي ګاونډي هیوادونو فرانسې، هسپانیااو انګلستان کې د پوهنیزې روزنې  دروازي  ښځو ته خلاصي شوي وي.

په سویس کې ښځو د 1865 م کال  راهیسي زده کړي کولې، او د طب، حقوقو او فلسفې په څانګو کې ئي نجونې(جنکۍ )په پوهیدنه بوختې وې، چې بهرني نجونې هم پکې وي.

د Zürich  پوهیدونکي نازولې وي  ځکه چې دا لومړنۍ جنکۍ وي،چې د پوهنتون په تاریخ کې راغلي دي. پدې ښځو کې  Rosa Luxembergهم شامله وه، چې ورورسته ئي پوره شهرت پیداکړ.

په المان کې د ښځو دښوونې او روزنې پر ضد د مقاومت علت په تیره بیا ددې پوري اړه لري چې د نولسمې پیړۍ په پاې کې پوهیدونکي د منځنۍ قشر ؤ، نو د روزنې سیاستمدارانو داسې فکر کاوه چې ښځي به په هلکانو پوهیدونکو منفي اغیزه وکړي او د پوهنتون د استا‌‌ذانو یا پروفیسرانوچې مقام ئي د یوه وزیر د مقام سره برابر ؤ،نه غوښتل چې د زده کړې په فضا کې د بي جرابو والا یعنې جنکۍ خڼد راولي. همدا علت ؤ چې د Weimarer  د جمهوریت پوري د پوهنتون داستاذ اجازه شرط وه ، چې ښځې ته اجازه ورکوي چې دده درس واوري او که نه.

په 1891م کال کې د المان پارلمان د ښځو د پوهنیزې روزنې موضوع په اجندا کې ونیوله. په 1896 م کال کې  په ګڼو پوهنتونونو کې ښځو ته  یوازي(صرف)د اوریدونکو مقام ورکړل شو، چې پدې سره په سلګونو جنکو دا مقام تر لاسه کړ.

کله چې د عنعنې له مخي ازاد Baden په 1900 م کال  د فرورۍ د میاشې په 28 مه نیټه ښځو ته په پوهنتون کې د سمي اوبشپړي داخلې حق ورکړ، نو بیا نورو سوبو (ولایتونو) کې هم حق ورکړل شو. لومړی بایرن Bayernبیا Württemberg ورپسې  Sachsen ،Thüringen  اوHessen  ورته هم  دا حق ورکړ.

Preußen په 1908 م کال کې په روزنه کې دښځو او هلکانو تر منځ توپیر ختم کړ او د المان په ټولو پوهنتونونو کې تقریبا شپږ زره جنکۍ په پوهیدنه بوختې شوي، چې د هلکانو په سلو کې ئي 10 لس جوړولي.

د 1932 م کاله پوري د جنکو پوهیدونکو شمیر تقریبا دوه چنده شو.

د هغې وخت یوه پوهیدونکې چې په 1909 کې زیږیدلي وه او  Maria Luise Steinhauen نومیده ویلې ؤ چې دا خبره زه نه شم هیرولی چې کله زه د لومړي ځل لپاره د کوره ووتم او مونشن ته د سبق لپاره روانه شوم ، نو ماسره د اور ګاډي په کوټه کې 8 اته نور پوهیدونکې هلکان هم ؤچې Würzburg  ته د زده کړې لپاره تلل، د هغوۍ سره مې خبري شورع کړي. یو تن راته وویل: داچې ته سبق وائي دا بلکل بي مانا کار دی،ته سبق ته حاجت نه لري، ډیره ښایسته ئي.

زه پدې خبره خوشاله نه شوم او ډیره په قار شوم او له قاره مې وخندل. په هغه وخت کې خلکو داسې سوچ کاوه،چې هغه جنکۍ چې لږ څه خایسته وي باید ودونه وکړي، او هغه جنکۍ چې بدرنګې وي سبق دی وائي.

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه)

- بېرته شاته