(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مینه شمس اوعارف همدرد

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نجیب عامر

مینه شمس د پښتونخوا په چارسده کې پیداشوې، خو لویه شوې په پېښور کې ده. ترلسم جوماته یې دپېښور په ګورنمنټ هايي سکول کې ذدکړې کړي، خو بیا وروسته ترې تعلیمي سلسله ځکه پاتې شوه چې د هنر دنیا ته یې مخه کړه.
مینه شمس د وړوکوالي نه دا ارمان لرلو چې په سکرین راشي او خلک د خپلې اداکارۍ، خبرو او ښایست نه متاثره کړي.
مینه شمس اول ځل د پېښور تلویزون ته لاړه او پروډیوسر عالم زیب اپریدي هغې ته په یوه هندکو ډرامه ( زندګي ) کې یو چانس ورکړو، مینه وايي هغې ته هندکو نه ورتله خو بیا یې هم په دغه ډرامه کې ډیر ښه کار وکړو ، او همدې کار هغې ته د هنر په نړۍ کې د مخکې تګ نور چانسونه هم برابر کړل.
لټون د پېښور ټیليویژن یوه بله ډرامه وه چې مینه شمس پکې کار وکړو ، خو دا ډرامه دپښتو وه چې اعجاز احمد نیازی یې پروډیوسر و.
له هغې وروسته مینه شمس د پېښور ټیلي ويژن په نږدې شلو ، خو په ازاد ډول اود نورو تلویزونونو په لسګونو ډرامو کې کار کړی دی.
مینه وايي کله چې پېښور کې د سي ډي ډرامې پیل شوې نو دې ورسره په دې موخه کار پیل کړی و چې ګوندې ماحول به یې صفا او کار به یې اعلا وي، خو دهغې په وینا ډیر زر ورته احساس وشو چې دسي ډي ډرامو څانګه ددې لپاره مناسبه نه ده، نو ځکه یې ورسره کار پرېښودلو او نن سبا دافغانستان د شمشاد تلویزون سره همکاري کوي.
هغه وايي ددې ترڅنګ د سټیج د پروګرامونو لپاره ویندویي ( کمپیرنګ ) هم کوي او ټوله پام لرنه یې خپل هنري کارونو ته ده
.

عارف همدرد ساپی ځوان پښتون /افغان لیکوال، شاعر ، خبریال او ممثل دی. دی د نن نه دوه دیرش کاله وړاندې په اورکزو ایجنسۍ کې پیدا شوی خو اصلي سیمه یې  د کونړ ولایت د چپې  درې ( کنډۍ ) ده.
نوموړی دامهال په پېښور کې ژوند کوي او په پښتو ادبیاتو کې پر لوړو ذدکړو بوخت دی، خو ترهغې وړاندې یې دولسم جومات ، د دعوت لیسې نه او څوارلسم جومات د ( ابو علي سینا ) دارالمعلمین څخه پاس کړی.
عارف همدرد شاعري کوي ، خو د شاعرۍ کتاب یې تراوسه چاپ شوی نه دی، خو دوه نور د نثر کتابونه یې چاپ شوي چې یو یې ( شهیده مینه ) او بل ( تېر یادونه ) نومیږي. همدارنګه څو ناچاپه کتابونه هم لري.
نوموړي د پښتو بیلا بیلو ورځ پاڼو او مجلو ته خبریالي هم کړې ده ، او دا لړۍ تر ننه روانه ده.
عارف همدرد څاپی وايي دوړوکوالي نه یې دا شوق لرلو چې په ډرامو کې کار وکړي خو دا ارمان یې هله پوره شو چې د اظهار بوبي په ډرامه ( ملاله ) کې یې د مرکزي لوبغاړي په حیث کار وکړو. ددې ډرامې لیکوال همایون همدرد و.
ددې ترڅنګ نوموړي دپښتو په نورو ډرامو ( ازمیښت ) ، ( اړنګ دوړنګ ) ، ( سوره ) او ( شعور ) کې هم کار کړی او پخپله یې هم د ( هجرت ) او ( منزل ) په نوم ډرامې لیکلي دي.

 

- بېرته شاته