(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارغستان:کرهڼې ودې ته اړتياده

په ارغستان کې د کرهڼې ودې ته اړتيا ده

راپور : عزت الله ذکي

"په ارغستان ولسوالۍ کې ډېرو پرمختيايي کارونو ته اړتيا ده، خو زه تر ټولو اول غواړم دلته محلي دولتي اداره فعاله کړم." دا خبره د کندهار د ارغستان ولسوالۍ نوي ولسوال عبدالغني مسلميار د دلوې/ سلواغې پر اتمه نېټه ټاټوبي اوونيزې ته په يوه ځانګړې مرکه کې وکړه. ښاغلى مسلميار، چې د شاوخوا دوو مياشتو راهيسي د ارغستان ولسوال ګومارل شوى، تر دې وړاندي يې د درېيو درېيو کلونو لپاره د زابل د شهر صفا او د کندهار د سپين بولدک د ولسوال په توګه دنده تر سره کړې ده. د نوموړي په وينا، مخکې تر دې چې دى ارغستان ته د ولسوال په توګه ورشي، هلته ځايي دولتي اداره فعاله نه وه. ولسوال وايي: ((زه چې دلته راغلم، نو د دولتي ادارو پرسونل نه و؛ حتى د يوې تذکرې جوړولو لپاره د ارغستان خلک کندهار ښار ته تلل او هلته به يې په هوټلو کې شپې کولې.)) مسلميار وايي، د ارغستان د سيمه ييزو دولتي ادارو د فعالتيا په برخه کې يې تر ټولو لومړى په ياده ولسوالي کې د نفوسو د احوال د ثبت مديريت فعال کړ، تر څو د ارغستان خلک وکولاى شي چې په خپله ولسوالي کې د تابعيت پاڼه يا په عامه اصطلاح، تذکره تر لاسه کړي. د هغه په وينا، د هغې ورځې راهيسي چې دا اداره فعاله شوې، په اوسط ډول هره ورځ شپېته کسان د تابعيت تذکرې تر لاسه کوي. دغه راز ښاغلى مسلميار په ولسوالي کې د اداري چارو د نور تنظيم ادعا هم کوي. دى وايي: ((پخوا دلته اداري او امنيتي اوونيز مجلسونه نه کېدل، خو کله چې زه راغلم، نو مې دا مجلسونه پيل کړل. اوس موږ په اوونۍ کې يو امنيتي او يو اداري مجلس لرو.)) د ارغستان ولسوالۍ دا نوى مشر دغه راز وايي، د ارغستان ولسوالۍ له ټولو ولسي استازو يې غوښتي چې د شرعي وثيقې په جوړولو ثابته کړي چې دوى د خلکو استازي دي. دا کار ځينو ملکانو کړى او ځيني يې اوس تر سره کول غواړي. نوى ولسوال وايي، سره له دې چې ارغستان د کندهار يوه تاريخي ولسوالي ده او ځيني اوسېدونکي يې په ولايتي او ملي کچه د دولتي چارو په تر سره کولو کې رول لري، خو بيا هم دغې ولسوالۍ ته د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې پاملرنه نه ده شوې. نوموړي د دغې ستونزې د اصلي لامل په اړه زياته تبصره ونه کړه، خو دا يې وويل چې ښايي مخکې به په ځايي رهبري کې کمزوري وه. ولسوال وايي: ((دلته د ارغستان د سړک ماسيوا په ټوله ولسوالي کې څه نه دي شوي، چې دا خورا د حيرانتيا وړ ده.)) د ارغستان ولسوالۍ د نفوسو او کليو دقيق شمېر څرګند نه دى، خو ځايي چارواکي اټکل کوي چې ښايي نفوس يې د نيوي زره تنو او کلي يې د ٨٤٠ کليو په شاوخوا کې وي. د دغې ولسوالۍ د خلکو يوازي پر کرهڼه او مالداري ولاړ دى. د دې ولسوالۍ نوى ولسوال عبدالغني مسلميار وايي، د ارغستان ولسوالۍ د خلکو نفوس زيات دى او ځايي کرهڼيز منابع يې د اقتصادي اړتياوو د پوره کولو او د ژوند د پر مخ وړلو لپاره کفايت نه کوي. د نوموړي وينا ده، د ارغستان د ولسوال په توګه يې په خپلو لومړيتوبونو کې کرهڼې ته د پام وړ ځاى ورکړى دى. ده دا ونه ويل چې په ځانګړي ډول کوم پروګرامونه د کرهڼې د ودې په برخه کې پلي کول غواړي، خو دا يې وويل چې غواړي په دغه ولسوالي کې د يو بند جوړولو په برخه کې هلې ځلې وکړي. د نوموړي په قول، د دغه بند جوړول نه يوازي د ده، بلکې د ارغستان د خلکو غوښتنه ده: ((د ارغستان د بند جوړول د دې ولسوالۍ لويه اړتيا ده، ځکه دا بند به مرسته وکړي چې دلته زراعت وده وکړي. زه غواړم د دغه بند په جوړولو کې هلې ځلې وکړم.)) عبدالغني مسلميار تمه لري چې د کندهار ولايتي او مرکزي اداره به يې د دغه پلان په عملي کولو کې ملاتړ وکړي. د ارغستان ولسوال په خپلو څرګندونو کې، چې له ټاټوبي اوونيزې سره يې کولې، په ياده ولسوالي کې د ښوونځيو نه فعالتيا بله لويه ستونزه ياده کړه او ويې ويل چې د دغې ستونزې هواري ته يې د خپلو لومړيتونو په سر کې ځاى ورکړى دى. ده زياته کړه: ((له بده مرغه دلته معارف نشته. زه غواړم چې دلته ښوونځي فعال کړم، تر څو زدکوونکي پکې زدکړه وکړي.)) د کندهار د نورو ولسواليو په څېر په ارغستان ولسوالي کې هم سيمه ييز پوليس فعال دي، چې ځايي چارواکي يې له فعاليتونو خوښي ښيي او د ناامنه کليو د امنيت په خوندي کولو کې يې خورا اغېزناک بولي. د ښاغلي مسلميار په قول، په ارغستان ولسوالي کې هم سيمه ييز پوليس فعال دي، چې د نوموړي په خبره، د امنيت په تامينولو کې يې مثبته نتيجه ورکړې ده. نوموړى پلان لري چې د کليو د امنيت د خونديتوب لپاره دغه مؤثر ځواک (سيمه ييز پوليس) نور هم پياوړي کړي: ((موږ محلي پوليس لرو، چې د امنيت په برخه کې يې ښه نيتجه ورکړې ده. زه غواړم چې دوى تقويه شي. که دوى تقويه شي او فعاليتونو کې يې نور هم اصلاحات راشي، ښايي موږ نور په کليو کې هيڅ امنيتي ستونزه ونه لرو.)) د ارغستان ولسوال وايي، هغه پروګرامونه، چې دى يې په ارغستان کې پلي کول غواړي، د خلکو د لومړيتوبونو پر اساس ټاکل شوي او په وينا يې په دې چاره کې خلک ورسره موافق او همږغي دي. د ارغستان نوى ولسوال داسي مهال د دغې ولسوالۍ لپاره د خپلو پلانونو په اړه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندي د کندهار د نورو ولسواليو نوو ولسوالانو هم د خپلو اړوند ولسواليو د چارو د اصلاح او پرمختيا په برخه کې خپل پروګرامونه له ټاټوبي اوونيزې سره د ځانګړو مرکو په ترڅ کې خلکو ته توضيح کړي دي. خلک د ځايي چارواکو د دا ډول پروګرامونو د اعلان هرکلى کوي، خو وړانديز لري چې بايد د عملي کولو په برخه کې يې کوټلي ګامونه واخيستل شي.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته