(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغله او كور د څښتن همږغي

ليک:عزت الله ذکي

په تېرو ۱۱ كلونو كې په افغانستان كي په ميلونونو ډالر نړيوالي مرستي حيف وميل شوي تر حساب او كتاب زياتي پيسې ،شته ، او دولتي ځمكي غضب شوي، نه يوازي داچي په تېرو ۱۱ كلونو كي كار ونه شو بلكي فساد افغانستان د نړۍ لمړي مقام ته په اداري فساد كي ورساوه ، په افغانستان كي فساد له فاسدو چارواكو وزېږيدي ، البته په افغانستان كي اداري فساد د يوازي د كورنيو چارواكو مسوليت هم نه دي بهرني رېښې هم لري ، خو د افغانانو پله ځكه پكي درنه بلل كېږي  چي د كور خاوند او غل نو بايد حتما څه توپير سره ولري، كه دكور خاوند هم د غله په څېر غلا ته مټي رابډوهي  نو سهار به په كور كې له آنا او غوا پرته بل هيڅ شي هم وجود ونه لري ، موږ په تېرو ۱۱ كلونو كې د خپل كور غلا په خپله وكړه . كه د كور د غله او غلا مخه ونېول شي نو له بهرنى غله څخه هيڅ وېره په كار نه ده .

په تېرو ۱۱ كلونو كې هيڅ كار په افغانستان كې دومره په همږغۍ نه شو تر سره لكه غلا، د هر كار په همږغى كې ستونزي وې خو د غلا په همږغى كې تر اوسه دولتي چارواكو كومه ستونزه نه ده لېدلې ، موږ ولي خپل هره ستونزه  له بهرنيو انگيرو، په خاص ډول د اداري فساد په موضوع كې هم موږ بهرني پړه بولو ، داسمه ده چي بهرني به دي كارته زمېنه سازي كوي او يابه خپله په دي اداري فساد كي لټار وي مگر موږ خو د دې هېواد او وطن خلك يو دا ښار او دا بازار  خو يوځلي بيا سبا موږ او تاسي ته پاتي كېږي  نو آيا موږ او بهرني بايد له يوې زاوې خپل هېواد ته وګورو؟  لويه څارنوالي،قضاء ،محكمه ،كرزى ،عدلي او قضايې ارگانونه ،سياسي شنونكي ،ملت او حكومت ټول د فساد نارې وهي ،كرزى وايې اداري فساد په ملك كي غوغا كوي د فساد په ضد د مبارزې اداره هم ورته نارې وهي ،نړيوال  هم په مستقيم او غير مستقيم ډول د افغانستان حكومت ته د فساد د مخنيوي په اړه سپارښتني كوي  خو تر دي دمه د فساد د مخنيوي كوم اغېز نه تر سترگو كېږي ،شنونكي وايې چي د كرزي ټيم د فساد اصلي  او اساسي اړخ دي ،

په تېرو ۱۱ كلونو كې د كرزي پرشا وخوا د شمالي ټلوالي راگرځيدلو زورواكو نه يوازي د نه منلو د دولتي ځمكو غضب كړي بلكي په ميليار دونو ډآلره نړيوالي مرستي يې هم د بيا رغنيزو  او بيلابيلو پروژو په پلمه حيف وميل كړې. د سياسي چارو كارپوهان وايې تر نيمايې زياتي وركي شوي پيسې په تېرو ۱۱ كلونو د محدودو كسانو جېبونو ته ولوېدې چي اوس پر امريكا او كاناډا سربېره په هند او دوبى كې پري مزي كوي او په جريبونو ځمكي ،باغونه ،كورونه او لوكس لوړ ماډل موټران لري د دې ملت اصلي قاتلين هغه كسان دي چي ددې ملت په نوم راغلى خيرات په خاريجي نائټ كلبو كې په خرابات وهي ، په نشه او قمار باندي يې وهي ،لكه د كابل بانك پيسې چي په قمار،نشه او مستي په خاريجي ډسكټيكو كې په خرابات ووهل شوې، او بيا بانك ډيوالي شوو چاچي د دې فقير ملت ويني پلورلي نو په الهي عذاب مبتلا شوي او غيبي په اشد مجازات ،مجازات شوي ،ځكه د دې يتيم ملت د وينو خرڅول او په خيرات يې بازۍ كول  د زمرى په لكۍ ساعت تيري كول دي.دا خيرات او دا دتيمانو مرسته هيڅ هضم نه لري د زياتو تر كولمو په دي دنيا او د زياتو تر كلمو په هغې دنيا حتماَ وزي.

دوي اصلا هوښياران نه دي څكه دوي د عسل په نامه زهر ګېډي ته اچوي  د بل مال كه عسل هم وي خو په خيټه كي زهر ترې جويږي .په هر صورت د دي كسانو د خولې د ذايقې حس هم اوس مړ شوي ،د ترخو او خوږو تفكيك هم نه شي كولاي ،په افغانستان  كې د ناټو د ماموريت دپيل را هيسي راغلي مرستي كه شفافي لگېدلي واي نو اوس به پاريس هم كابل ته په سلام واي .ياپه بل عبارت كه راغلي مرستي د افغانستان پر اوسني نفوس تقسيم شي نو په افغانستان  كې به تر ټولي نړۍ ميلونران زيات واي او هر كس به ميلونر واي اوس نو د پوښتني ځاى دا دى چې د دې ملت په نوم راغلي پيسې چيرته ولاړې ؟ كرزي د فساد په ضد ځانګړى حكم او فرمان هم صادر كړ خولكه څنګه چې تمه وه دا فرمان هم د نوموړي د نورو فرمانونو په څېر د كاغذ پر مخ پاته شوو ،كرزى يوه د فساده ډكه اداره تر شاه پريږدي  نوموړي نه يوازي په تېرو ۱۱ كلونو كې دښه حكومتوالۍ هدف ته ونه رسېد بلكي اداري فساد ،غلا،رشوت ،اختطاف ،تېرى ، غضب چور او چپاول خپل اوج ته ورسېد ،سياسي شنونكي وايې د كرزي ادارې او ټيم اصلا په موجوده شرايطو نور د كنټرول اغېز له لاسه وركړى او د كرزي فرمان يوازي يوه نمايشي بڼه لري د كرزي د گڼو فرمانونو څخه يې په تېرو ۱۱ كلونو كې دوه لانه دي په عملي او اساسي بنه پلي شوي او منل شوي نو په همدي اساس اوس فساد د فساد اوج ته  رسېدلي او لكه ساري ناروغي ټول نيولي دي . تر څو چي يو اساسي او بنسټيز بدلون رامنځته نشي فكر نه كوم د افغانستان اداري فساد دي په يوه فرمان او دوه فرمان هغه هم په دا ډول حل شي.

سرچينه: ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته