(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له فرهنګي يرغل سره دخرم مبارزه!

بینوا: لكه څرنګه چې كتل كيږي په دې لنډووختونوكې دپرديو هېوادونو فرهنګي يرغل ديوشمېرخرڅ شوي افغانانو په واسطه دهېواد په كچه زور اخيستى چې ددغه يرغل پروړاندې دزورورې مبارزې اړتياليدل كيږي.كه چېرته دغه مبارزه په مسلكي ډول دهېواد داساسي قانون په رڼا كې وڅېړل شي نو په ګوته كيږې چې په دې برخه كې يو شمېر توپك سالاران د ٌتاجيكي اوروسي بادارانو لخواهڅول كيږي چې د پښتوټكو په لري كولو كي جدي اقدامات وكړي.او دايران اوتاجكستان فرهنګ او ژبه زمونږ خاورې ته راوړي لكه څرنګه چې همدا اوس راوړل شوې هم ده.ددې ناوړه كار تر شا هغه لاسونه كاركوي كوم چې دافغانستان په ورانولو كې له دېرش كاله را هيسې مټې را نغاړلي دي.په دې برخه دپرديو فرهنګونو راوړل چې ديوشمېر كسانوپه واسطه دايران لخوا ورته پيسي مرستي او كاري سفرونه او فرهنګي غونډې په لاره اچول كيږي يادولى شو چې په دې كړۍ كې بصير بابي اخګر مامون او سميع حامد شامل دي او هغوي ته رسمي دنده سپارل شوي چې په كال يو ځلې ايران اوتاجكستان ته سفرونه وكړي تر څوله هغه هېوادونو څخه پردي الفاظ را دننه كړي. په دې لړ كې دښاغلي خرم لومړى قانوني اقدام ډېر دستاينې وړ دى كه چېرته دغه كسانوته وخت وركړل شي هغوي دافغانستان نوم هم بدلوي.په دې برخه كې ديوه دايم الخمر ليكوال اوفرهنګ پوه زرياب هڅونې هم له ستركو څخه پټې نه دي دغه فرهنګ پوه تل هڅه كړي چې دهيواد ملي هويت اوملي ترمينالوژي دايران په ګټه بدل كړي او دايران اونورو پرديو هېوادنو دخوښې سرسم هغه توري اوالفاظ دلته وكاروي چې لا تر اوسه افغانان له هغه سره اشنايي نه لري.دزرياب په څېر يوشمېر نورې څېرې هم شته چې په دې برخه كې منډې ترړې كوي.داچې ولي دغه بيګانه پرستان په داسې اعمال لاس پورې كوي دافغانستان ملت ته معلومه ده رهنورد زريابد پردى مفكورې په لرلو سره سره اوس غواړي چې زمونږ پر هېواد باندې دايران سره لاس يو كړي او دفرهنګې يرغل په عملي كولو كې هغوي ته لارې چارې وښيي.له ډېرې مودې راهيسې زرياب دافغانانو دفرهنګ پر خلاف ليكنې او ورسره جوخت په خپلو تقريرونوكې ملت دې ته هڅولى چې پردي فرهنګ ومني.دښاغلي خرم له ورستي اقدام څخه دا معلومه شوه چې دولت اوس دې ته پام شو چې فرهنګي جګړه خپلې رېښې وغځولې او نور بايد ددې موضو پروړاندې چپتيا غوره نشي.كه چېرته ايراني غلامانوته وخت وركړل شي او دهغوى مخه ونه نيول شي نو هغوي شايد ملي سرود او دافغانستان جنډه به هم بدله كړي.داچې په مزارشريف كې يوتن خبريال ملي تارمينالوژي ته دسپكاوى او دپرديو الفاظودويلو په تور سزا اورل شوې ده دافغانستان دقوانينوپر بسټ يوغوره عمل دى.په كلي ډول زه ديوه افغان ژورناليست په توګه دښاغلي خرم دغه اقدام پر ځاى بولم.ددې ترڅنك دموضوع په هكله يوشمېر كارپوهان خپل نظريا ت دقانون په رڼا كې بيان كړي دي. ولي يوشمېر نور كسان دكارپوه په څېره كې درهنورد زرياب او ورسره دملګرو اقدام يي ستايلې ده. چې دهغوى ستاينه مسلكي اړخ نلري بلكه دناپوهۍ له وجې ترسره شوي دي.په همدې حال كې دپرديو الفاظو راواردول له اوس څخه نه بلكه له دېرش كلنې جګړې له پيل څخه تردې دمه دوام لري چې په دې برخه كې رهنورد زرياب او ورسره ملګري يې مسول ګڼل كيږي چې بايد هغوي ته دقانون په رڼا كې درس وركړل شي.بله موضوع په هدې لړكي درسنيو غير قانوني نشرات او په هېواد كې دملي تارمينالوژى نه رعايت او په خپلو خپرونوكې يواړخيز چال چلند يادولى شو په تېره بيا دطلوع تلويزيون يادوم چې تر ډېره بريده دطلوع په خپرونو كې دزرياب له فرهنګ څخه كار اخستل كيږي.زمونږپه هېواد كې داسې نومونه شته چې هغه له شپېتو كالونوڅخه را هيسې په منل شوي توري اوملي تارمينالوژي بدل شوي دي لكه پوهنتون،ستره محكمه، اوداسې نورې برخې دي چې هغه كې دبدلېدو رابدلېدو امكان نشته او بېا دايراني الفاظو په بدل كې.چې په دې برخه كې يوژوندى مثال هم شته چې يوتن هېواد وال كومه ورځ تاكسي موټر ته يې ويلي وچې دي دانشګاه ته ورسوه ټاكسي چلونكى سپرلى يې بولي وو دملا لۍ زېژنتو روغتون يا زايشګاه ته كته كړى وو.تاسې فكروكړۍ چې دانشګاه څرنګه تارمينالوژي ده چې لا تر اوسه خلك دهغه له نوم سره بلد نه دي .په همدې ډول داسې نور بهرني تورې او الفاظ دي چې يوا زې د زرياب په فرهنګ كې موجوددي چې هغه په هېڅ ډول دافغانانو دمنلو وړ نه دي.نو په كارده چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دې برخه ډېر جدي او هراړخيز اقدامات ترسره كړي تر څو دپرديو لاس پوڅو فرهنګيانو لپاره يوافغاني درس وي. پوپل وردګ شمشاد ټلويزيون خبريال ________________________________________

خرم صاحب! په ملي مبارزه کې دې ملګري يو!

څرګنده به شي چې د ملت استازي د قانون پلوي کوي که د تعصبګرو؟؟ د افغانستان د اساسي او نورو قوانينو تطبيق په لومړي ګام کې د حکومتي چارواکو کار دى چې له ځانه يې راپيل کړي، د کلتور او ځوانانو وزير عبدالکريم خرم دا پيل له ځانه کړى دى، هغه د ملي ټلويزيون خبريال او په بلخ ولايت کې ځينو نوروکارکوونکو ته د پرديو تورو د نه کارونې ويلي، په دا تېرو څو کلونو کې د کابل په شخصي ټلويزيونونو کې د ايرانۍ ټرمينالوژۍ او نومونو کارونې ته هېچا هم ګوته ونه نيوله. موږ حيران په دې يو چې د اساسي قانون ماتوونکو ته هېچا هم ګوته ونه نيوله، د ملي ګټو او ارزښتونو دښمنانو ته هېچا هم ګوته ونه نيوله، خود قانون پلي کوونکي او د ملي ارزښتونو مدافعين چې ټول کارونه يې په شفافيت سره ترسره کړي، د هېواد د ملي ګټو د دښمنانو د دسيسو ښکار کېږي. ښاغلى وزير صاحب! موږ دا مبارزه د دې لپاره نه کوو چې ستاسو واک او ځواک به څوک له تاسو واخلي، تاسې دا مبارزه جاري ساتئ، ټول ملت مو ملګرى دى موږ په نورو پاڼو کې په تاسو پسې سپکې سپورې ولوستې، چې په دې ډله کې بي بي سي راډيو هم ايران ته ښه کمپيان چلولى و، موږ حيران په دې يو، يوه اداره چې ځان په هر لحاظ ناپلوې ګڼي، څنګه ليکنې يې خپرې کړي او په داسې يوه حساس وخت کې يې څنګه دغې موضوع ته لمن ووهله، چې د ملت د پرګنو ترمنځ بېلتون راولي. که چېرې د اساسي قانون عملي کول جرم وي، بيا خو رښتيا هم ته مجرم يې، که چېرې د ملي ګټو دفاع جرم وي، بيا نو ته مجرم يې. خو خلک بارلرونکې ونه په کاڼو ولي. زړه مه لږوه موږ ټول دې ملګري يو! د بست جريدې له لوري هلمند ---------------------------------------------------------------------

دخپلي ژبي څخه دفاع یواځي دخرم دنده نه ده بلکه دټولوپښتنو دنده ده

غواړو یوه ترخه واقعیت ته د بینوا د درنې ورځپاڼې دلوستونکو اودښاغلی خرم اونورو افغانانو پام راواړوواوهغه داچې افغانستان سره له دې چې دپردیو دتاخت وتاز ډګرشوی ، خوله دې سره سره یوڅه چې دنړۍ له حساسو اوژوندیوافکاروڅخه په یوه خوا نه پاتې کیږي هغه دادی چې دوی دافغانستان په رښتیاوو باندې پوهیږي ، اودایې هم درک کړې چې ایران پلوه اجیران غواړی له افغانستان څخه د فارسی ژبې ټغرپه لوي لاس ورټول کړي ، تاسې یوځل له هیواد ه دباندې ولاړشي ، ان چې دلویدیز په علمی کړیو کې دغه ژبه نوره دافغانستان ژبه نه بولې بلکی هغې ته دایرانې ژبې په سترګو ګوري ، مګر دعلامه حبییې ع خبره چې تل به یې ویله چې دری فارسی ژیه که مات لاس شی موږ به یې په غاړه کې واچوو ، همدغه لیوانی ایران پالی یاران اوس غواړي چې ددغې ژبې په وړاندې ایراني توطیې عملی کړی . دوی غواړي په لوی لاس له دری ژبې څخه چې ددې هیواد دنسلونو اوقومونو میراث دی او په درناوي سره یې ساتلی ده نورد یوې افغاني ژبې په توګه یاده نه شي ، ایران غواړي چې دری ژبه په افغانستان کې هم داسې ووینې لکه په هندوستان اوتاجکستان کې ، په یوه علمی لید سره باید په دغه برخه کې موږ ټول افغانان لاس په کارشو، دافغانستان داساسی قانون اخستل شویو جوړونکو د ژبې د (ملی ) والی په اړه ځان ناګارواجاوه ، اوپه دغه برخه کې یې اوبه تربوسو لاندې تیرې کړی ، اوکه نه زموږ ملي ژبه پښتو وه ، اوپه طبعي اوانسانی توګه هغه ملی ژبه ده موږ ملي ترمینالوژي لرو ځکه چې موږ یوملت یو، هغه هم افغان ملت ، موږ باید دخپل دملی اوسیاسی شته والي لپاره د ژوند اوعلومو به هره برخه کې د ملی نومونو او اصطلاحاتو کارولو ته پام وکړو . په دغو حالاتو کې چې زموږ پرژوند باندې تیارې خپل وزورونه راخواره کړي ، افغانان باید پوه شي چې نه یوازې داطلاعاتو اوکلتور وزارت اونه یوازې خرم دغه ملې مسوولیت لري چې د ایران بلوو لنډغرو له څباو څخه خبله ژبه اوفرهنګ په یوه ملی حرکت اوغورزنګ سره وساتي بلکې دادټولو ملی دنده ده چې په دغه برخه عملا برخه واخلو ، پښتانه له فارسی سره کله هم د دښمنۍ تګلاره نه غوره کړې اونه یې اوس نیت لري ، یوازې غواړي چې دغه ژبه دخپل میراث اوشته والي په خاطر سره له یرغلګرڅخه خوندي وساتی ، پښتانه که چیرې دغه ژبه پردۍ وبولی دوی ته له دغې زبې سره خدای پامانی هم ګرانه خبره نه ده ،خو دوی دتاریخ په اوږدوکې دغې ژبې ته پښتنو دومره لوړ اهمیت ورپه برخه کې کړ چې علمی یې کړه دخبلې ژبې امتیاز یې دغې ژبې ته ورکړ ان چې دهند ترنیمې وچې بورې یې ورسوله ، ترکان اوهندیان هم ددغې ژبې مهم وارثان وو خو نن یې خبله لاره دومره ترې لرې کړه چې ، ددې دښمنې په سترګو ورته ګوري ، به دې چې ددغې ژبې استعماري وار اوځواک دډیرو ژبو د وروسته باتې والی لامل شوی دی ، خو پښتانه کله هم په دغه برخه کې په دغه نظرنه دي . لنډه داچې موږ دخرم دملي دریځ ستاینه کوو او له ټولو ملي پالو ځواکونو څخه هیله کوو چې به دغه برخه کې نور ځانونه په یوه ملي هنداره کې ووینی او د سرلوړي اوتاریخې افغانستان له ژبواوفرهنګ څخه نوره د ایرانې متعصبو لوړتیا غوښتونکی سیوري په یوه خوا کړي . که خرم په دغه برخه کې ځان ارام و نیسې ، قانون ، هیواد او فرهنګ به کله هم دی ونه بښی ، ځکه نو زموږ مشور ه ده ته داده چې دمحقق له پوښتنو او دنورو پلورل شویو ایران پلوه جهار عیب شرعی تش په نامه اوبې سوادو فرهنګیانوله تورونو څخه ونه ډارشي . هغوي په دغه برخه کې نه ملی واک اوځواک نه لري . اونه هم فرهنګی . دوی چې اوس کو شور اوزوږ جوړکړی ،هغه هم دهغوجنایانو د پټولو به خاطردی چې دو ی به دې نژدې څوکلوکې ددغه هیواد له ملی فرهنګ برخلیک په وړاندې دوس دپردیو په اشاره ترسره کړي دي . په هندکې دآزادو افغان لیکوالو او محصلینو له خوا --------------------------------------------------------

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې اعلامی

دافغان کلتوري ټولنو جرګه د یو شمیر هغو کړيو او اشخاصو کړنې غندي ، چې د هیواد له اساسي قانون سره په مخالفت يې د دې هیواد د ملي ترمینالوجۍ په خلاف مټې رانغښتې او په دې اړه د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو غیرمسوولانه څرګندوني په کلکه غندي. دافغان کلتوري ټولنو جرګه پر ملي اصطلاحاتو د اطلاعاتو اوکلتور وزیر ښاغلي عبدالکرم خرم ټينګار د هیواد له اساسي قانون سره نه يوازې يوسم عمل بولي، بلکې د ملي اصطلاحاتو ساتل او کارول د دغه وزارت دنده او مکلفيت هم ګڼي. موږ په داسې حال کې چې یو ځل بیا له خپلو ټولو ملي ارزښتونو، هیوادپالو چارواکو او اساسي قانون څخه خپل ټینګ ملاتړ څرګندوو، د ملي شوری له دواړو مجلسونو هیله کوو چې هر چا ته د هغوی د شخصي سلیقې په بنسټ حق ور نه کړي ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر په څیر هیوادپال شخصیتونو او د هغوی رغنده اقداماتو ته زیان ورسوي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه د دې خبرې یادونه یو ځل بیا کوي ،چې د هیواد د ملي ترمینالوجۍ د ساتنې او پالنې تر څنګ بايد له قانون سره سم پښتو ژبې ته هم حق ورکړل شي ،چې د افغانستان په ټولو حکومتي ادارو، ښوونیزو موسسو او د تدریس په چارو کې په مساویانه توګه و کارول شي. همدارنګه د پلازمینې په شمول دې په ټول هیواد کې د افغان ولس بچیانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره شي. په همدې توګه د افغان کلتوري ټولنو جرګه هیله لري ، هغه کسان باید د ولسي جرګې له خوا استجواب ته را وبلل شي، چې د دې هیواد د ملي ارزښتونو زوال ته یې ملا تړلې، هرګام او عمل یې د افغانستان د سترو ګټو په خلاف دی. په درنښت د افغان کلتوري ټولنو جرګه -----------------------------------------

د افــغانستان اولسي جــــرګـې او مشرانو جـــرګـــې تـــــه

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام : اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد د ملي مصطلحاتو او ملي کلتور مدافع وي ! په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې داولسي جرګې د ديني او کلتوري کميسيون د مشر په غوښتنه د اطلاعاتو اوکلتور وزير ښاغلی کريم خرم له دې کبله د استجواب غونډې ته غوښتل شوی دی چې ولې د دې وزارت له لورې د بلخ ولايت پر يوه خبريال ټينګار شوی دی چې بايد د افغانستان د اساسي قانون له حکم سره سم ، ملي مصطلحاتو ته جدي پاملرنه وکړي . په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په نظر ، دا هغه ګام دی چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت يې د اساسي قانون له مخې بايدواخلي . دغه وزارت مکلف دی چې د افغانستان دواحدو ملي مصطلحاتومدافع وي او که يې په دې لاره کې ناغېړي وکړه ، د ملي پارلمان دواړه برخې يعنې اولسي جرګه او مشرانو جرګه يې بايد د استجواب غونډې ته وروغواړي ،خو اوس داسې ښکاري چې د اساسي قانــــون د مــــوادو د رعايت په لاره کــې ، د ملي ـــ افغاني کلتور د ساتنې په لاره کې پر ټينګار ترې پوښتنه کېږي او دا موږ ټولو ته د حيرانتيا ځای دی !! موږ د مشرانو جرګې او اولسي جرګې له ټولو درنو غړيو غوښتنه کوو چې په دې کار کې د اساسي قانون د موادو د پلي کوونکيو ملاتړ وکړي او د هغو کسانو د ملي ضد هڅو مخه ونيسي چې له ډولونو څخه په يو ډول د کلتوري يرغلونو مدافعان او د ملي وحدت د شمزۍ ماتونکي دي .اولسي جرګه بايد له هغو کسانو او رسنيو څخه پوښتنې وکړي چې د اساسي قانون مندرجاتو ته احترام نه کوي او د ملي کلتور د ودې پر ځای د پردي کلتور پالونکي او ترويجوونکي دي . ملي ترمينالوجي د يوه هېواد ، د يوه واحد ملت د ملي يووالي نښه ده ، دا د هېواد په ژبو کې د لغوي توپيرونو په مسايلو پورې اړه نه لري ، په واحد ملت پورې اړه لري ، او له همدې کبله يې بايد ټول ملت او په تېره بيا د ملت استازي ساتندويان وي . په درناوي په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه د 2008 کال د فبروري 12 جرمني ، د فرانکفورت ښار -------------------------------------------------------------

د کلتور وزارت بايد د ملي ترمنالوژۍ ساتندوى وي

دافغانستان د اسلامي جمهوریت د پارلمان لخوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی خرم استجوابیه غونډې ته وربلل شوی . پوښتنه دا ده چې د کومې مسُلې پر سر ؟ د رسنیو د رپوټ له مخې دا غوښتنه ددې لپاره ده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم په پرله پسې توګه د اساسي قانون د موادو او احکام د پلي کولو په لاره کې نه ستړي کېدونکی زیار او هاند تر سره کړی .له دغو هڅو څخه یو هم د ملي ترمینولوژۍ ساتنه او له پردیو ژبو له یرغل نه د افغان ملت د ملي او نورو ژبو ساتنه او ژغورنه ده . که دا جرم وي ، نو په اصل کې زموږ اساسي قانون ناسم دی .او یا په بله وینا موږ کوم خپلواک ، تاریخي او منل شوی ملت نه یو ! په داسې حال کې چې د کلتور د وزارت دغه شان ملي زیار هغه اصل دی چې د افغانستان اساسي قانون یې ترسره کول ددغه وزارت له وجایبو شمیري ، خو له بده مرغه اوس د افغانستان دښمنان او د ملي پیوستون مخالفان د افغانستان له دغه روان بهراني او کړکېچن حالت نه په ناوړه ګټه اخیستنې ، هڅه کوي چې نه یوازې په رسنیو کې چې په ښوونه او روزنه ، دغه راز د کلتور په ټول چاپیریال کې د پردیو او له هغې ډلې د پان ایرانیزم فرهنګ او د ژبو اغېز وښندي او په دې توګه د هغو ناولو ارمانونو د تحقق وسیله شي چې زموږ د خاورې او تاریخ دښمنان یې له ډېر پخوا څخه په سر کې ګرځوي .هماغه شان چې په ایران کې او یا په پاکستان او امریکا کې څوک خپلو یونیورسټیو ته د (( پوهنتون )) نوم نه ورکوي ، کټ مټ په افغانستان کې هم پوهنتون ته (( دانشګاه )) او یا شاروال ته (( شهردار )) نه شي ویلای .دا یو اصل دی او هغه ترمنلوژي چې د تاریخ په اوږدو کې په یو ملت کې استعمال او رواج شوي وي ، هېڅ څوک حق نه لري هغو ته د پردیو ژبو د ترویج او د خپلو ژبو د تضعیف په موخه بدلون ورکړي .هغو افغان دښمنه عناصرو چې اوس د دموکراسۍ په پلمه د رسنیو د ژبنۍ ګمراه لپاره ملا تړلې ، او ځینو یې په پارلمان ، صدارت او وزارت کې ریښې زغلولي د خپلو نورو هغو انډیوالانو سره په فکري پیوستون کې چې ځانونو ته (( افغان )) نه (( افغانستاني )) وایي ، او یا یې په نړېوال ډګر کې د هغو ستراتیژیکو نقشو د تحقق لپاره ملاتړلي چې د بېلګې په توګه د (( کاغذ پران باز )) په شان افغاني ضد فلمونه جوړ او د افغان ملت تر مینځ د دښمنۍ لپاره یې ښې پرېمانه سي ډي ګاني په افغانستان او نړۍ کې ووېشي ، هڅه راپیل کړۍ چې دا وار د افغانانو هویت او تاریخ هم ورک کړي .دا د طالباني مفکورو یوه برخه ده . موږ پوره باور لرو چې افغان ملت ویښ او هوښیار دی او په دې باور هم یو چې زموږ پارلمان به هېڅکله د پان ایرانیزم ښکار نه شي . د افغانستان ملت او په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو دواړو مجلسونو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) به په دې وتوانیږي چې له خپل مینځ څخه د ژبو د تربګنۍ پکه وهونکي ورک او د افغانستان د ملي هویت ، ملي تاریخ ، ملي کلتور او ملي ترمینولوژۍ ارزښتونه لاپسې پیاوړي او د پردیو له هراز یرغل څخه وژغوري . موږ د خپلو هغو یوشمېر زیاتو هېوادوالو د اند او ګروهو لنډیز دلته وړاندې کړ چې له همدې امله یې له موږ سره په ټیلفوني او برېښنا لیک اړیکو کې غوښتنه درلوده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي خرم له هڅو ملاتړ څرګند شي او په یوې اعتراضیه لیکنه کې دا خبره د پارلمان اړوند کمیسیون پورې ورسول شي . هیله ده په دغه ستر ملي هاند کې نوموړی وزیر د لا بریالتوبونو جوګه شي له ډنمارک څخه د خپلواکۍ فرهنګي مرکز په استازیتوب یوسف هېواددوست ------------------------------------------

دافغانستان داسلامې دولت داطلاعاتو او کلتور محترم وزير عبدالکر يم خر م ته سر خلاصې ليکونه .

دسلام په وړاندي کولو ستاسو د ملي غرور او افغاني شهامت نه ټول افغان ولس ملا تړۍ دۍ موږ د اسلام لپاره ستري قربانې ورکړې اوس ددۍ وخت رارسيدلۍ چي ملت او افغانيت ته چوپړ وګرزوه تاسو په خپلو کړووړو ددې کار لمړني ګام پورته کړۍ ، خداۍ دي بيله شکه مل دۍ دورورۍ په پښتني مينه الحاج حکمت الله حکمت سويډن ________________________________________

سلامونه او ښي چاري

لكه څرنګه چي ۲۰۰۱ راهيسي داول ځل لپاره د اساسي قانون ماده تطبيق شوه دا ديو افغان وزير اوبيا دټولو افغانانو لپاره د فخرځاي دي…او الله دي نور هم وس وركړي چي دپاړسي ټول توري دافغاني كلچر څخه جلا كړي ځكه دا دافغانانو كور دي نه دي ايرانيانو. كه دي ويب پاڼي ته په چكر شي www.paymanemeli.com نو دافغان په نوم افغانستاني استعمال شوي دي...كه تاريخ ته ځير شو نو په افغانستان كي تاجك،ازبك او هزاره ښاغلي احمدشاه بابا ۲۵ كسان د نقصو دليكلو لپاره رابللي وو..نو تاسي اوس فكر اوكړي چي د يوكس تاريخ نه وي معلوم اوپه پردي دستارخوان لوي شوي وي خصوصا د روس او ايران.. كه محقق جنګ سالار ته وګورو نو دميليونونو افغانانو قاتل دي..ډيري افغاناني ميرمني يي كونډي كړي ..ډيرماشومان يي ژړولي او اوس بيايي خپلو زړو كارنامو ته لاس پوري كړ. كه دوستم ازبك ظالم ته ځير شو نو په ټوله نړي كي خلك تري كركه كوي اساسي قانون دخپولاندي كړي خو محقق خړڅټي پارلمان ته ونه غوښت..خو چي يو افغان اساسي قانون پلي كړي نو محقق خړڅټي خپله سپيره ژبه اوږده كړي او پارلمان ته غوښتلي.. دښاغلي خرم څخه منندوي يم چي دايران هغه اصطلاحات له منځه وړلو لپاره خپل ضمير راژوندي كړي او دافغانانو نوم يي روښانه كړي.. فيض طلب صافي ________________________________________ سلامونه اونيکې هيلې وړاندې کوم دقانون پلې کول په ټو لنه کې اصلاح او پر مختګ منځ ته راولې ستاسو کړ نه معيارې او قانونې بڼه لرې دهيواد داساسې قانون نه ياغې باغېان او دافغانانو دشمنان ايرانې اجنټان نه شې کولې ستاسو دقانونې کړنو مخه ډب کړې ټول په وطن مين افغانان ستاسو تر شاه ولاړ دې . مير عرب شاه ( چمتو) په ډنمارک کې دوايله دښار دافغانانو دکلتورې ټولنې مشر . ________________________________________ د اوکرائين جمهو ريت داديسی په ښار کی د ميشتو افغا نانو دپښتو ژبی ادبی ټو لنه � � د چنار تر سيوری لا ندی ، دښا غلی خرم صا حب هلو ځلو ته چه داساسی قا نون دپلی کيد و په لاره کښی ئ تر سره کوی د قدر په سترګه ګوری اخر چه زمو ږ چه زموږ دځوريدلی ژبی ريښتينی نما ينده ګا ن زمو ږ په حکو مت کی پيدا شول تا سو د خدای روغ لر ی او ستا سو دښکلی ځوانی سيور ی دی خدا ی ج زموږ له سر ه نه کموی په درناوی مير احمد شاه پښتون اديسه دچنار تر سيوری لاندی � ________________________________________

خرم اساسي قانون عملي کړ

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت د لومړي ځل لپاره خپل رسالت تر سره کړ او،د بلخ ولايت د ملي راډيوټلويزون د بصيربابي په نوم يوخبريال يې کسر معاش کړ. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو په وينا دغه خبريال يې ځگه کسر معاش کړى چې،په ملي ټلويزون کې دنده لرله خو د ملي ترمينالوژۍ خلاف توري په خپلو رپوټونو کې کارول. چارواکود بلخ ولايت د ملي راډيو ټلويزون مشرتابه ته سپارښتنه کړې چې،دغه کار دې د دغه خبريال په کاري شاليد کې هم وليکل شي. د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي خرم چې،تيره شپه له بي بي سي راډيو سره مرکه درلوده وويل دوى څو ځلي د ملي ټلويزون بصير بابي ته يادونه کړې وه چې،د ملي ترمينالوژۍ ضد تورې دې په خپلو رپوټونو کې نه کاروي خو له دومره يادونو او سپارښتنو سره،سره بيا هم دې ښاغلي د پوهنتون ،پوهنځي او رغتون نومونو په ځاى بيمارستان،دانشگده او دانشگاه توري او نومونه کارول چې، د افغانستان ملي ترمينالوژۍ ته په کې زيان رسيده. که له ژبني تعصب څخه تير شو نو رښتيا هم بيمارستان،دانشگاه او دانشگده او داسې ځينې نور ويونې (لغاتونه) چې،ډيرى يې د دري ژبو رسنيو له لارې کارول کيږي زموږ ملي ژبي نه دي بلکي ،د فارسي ژبي ويونې(لغاتونه) دي چې، د ايرانيانو اصلي او رسمي ژبه بلل کيږي او د افغانستان يوې ژبې پورې هم تړاوو نلري . خو ځيني ښاغلي او آغلې بيا استدلال کوي چې، فارسي او دري په اصل کې د يوې ژبي دوه نومونه دي، چې، دغه خبره په ښکاره د افغانستان د اساسي قانون او د دغه هيواد د ملي ترمينالوژۍ خلافه خبره ده. په اساسي قانون کې اصلا د فارسي ژبې يادونه نه ده شوي، دافغانستان په اساسي قانون کې د افغانانو ملي ژبي پښتو او درې ښوول شوي نه فارسي. تاسې د افغانستان د اساسي قانون شپاړسمه ماده وگورئ د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي. د مطبوعاتو اود راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، آزادې دي. نو اوس تاسې په ايمان وواياست چې فارسي هم د افغانستان په مروجو او شته او په ځانگړي ډول ملي ژبو کې شميرل شوې او يا هم په اساسي قانون کې له دغې ژبې څخه يادونه هم شوې؟ ښکاره ده چې ځواب نه ،دى، نو بيا ولي پرځينو ايراني لاسپوڅو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه کار بوج تماميږي، او نه غواړي چې،د افغانستان ملي ژبي او ملي ترمينالوژي د پرديو په ځانگړي د ايراني کلتور له ښکار څخه وژغورل شي. زه واييم دغه ښاغلي او آغلې چې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه کار بد گڼې او پر ژبني تعصب يې ولاړه کړنه بولي ،ولي د جناب مخدوم رهين چې،پخوا د ښاغلي خرم ځاى ناستى و، او اوس په هند کې د افغانستان استازى دى کارونه ژبنى تعصب او د ملي ترمينالوژۍ خلاف نه بولي. په داسې حال کې چې،هغه په ښکاره د افغانستان د اساسي قانون خلافه کړنه ترسره کوي. جناب رهين صاحب خو د افغانستان د ډيرکيو (اکثريت)او ملي ژبې پښتوسره دومره رخه او کينه لري چې،په ليدو يې هم پر ذهن او دماغ بوج راځي. دې ښاغلي د افغان سفارت لوحه د(افغانستان لوى سفارت) د (سفارت کبرى افغانستان) پر بڼې بدلولو له افغانانو او په ځانگړي ډول له پښتنو سره خپله دښمني په ډاگه کړه. د جنا ب رهين صاحب زړه خو په دې کار هم يخ نشو،او بسنه يې پرې ونکړه ،بلکې لږ نور هم پسې ور تير شو او په هغه تاريخي جنايت يې لاس پورې کړ چې،افغانان به يې د تل لپاره ياد ساتي. پر دې جناب باندې پښتو ژبه دومره بوج وه چې،دسفارت له کتابتون نه يې د پښتو ژبې ټول کتابونه ليرې کړل او دهغه په ځاى يې ايراني چاپ شوي او ليکل شوي کتابونه ځاى پر ځاى کړل. نو زه اوس هغو ښاغلو او اغلو ته چې،د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي خرم له لورې د افغانستان د ملي ټلويزون خبريال د کسر معاشول، جنايت او پرژبني تعصب ولاړه هغه بولي، ولې د جناب خرم دغه کار ته په دغه سترگه نگورې؟ولې هغه ته نه وايي چې،پښتو او درې دواړه زموږ رسمې ژبې دي؟ولې هغه ته نه وايي چې،د اساسي قانون اوافغانانو پر ضد کړنې مه ترسره کوه؟ په پاى کې زه د ښاغلي عبدالکريم خرم دغه کار ستاييم او دا خو هسې هم دهغه خپل کار دى. په راتلونکې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو نه په کلکه غوښتنه کووم چې، خپلې دندې ته لا نوره هم ډيره پاملرنه او پردې لاسپوځې پرينږدي چې، د افغانستان ملي ترمېنالوژۍ ته زيان ورسوي. ښاغلى خرم صاحب د دې ځينو شخصي تلويزوني چاينلونو د خپرونو په اړه خو هم خپله دنده سرته ورسوي کنه!. ثنا حليم [email protected] -----------------------------------------------------

ايا ((خرم)) رښتيا هم قانون ماتوي؟

د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزناک پروګرامونه وضع او تطبيقوي. د مطبوعاتو او راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، ازادې دي. ټول علمي او اداري مصطلحات، چې ملي ترمينالوژي ده، پرخپل ځاى خوندي دي. د اساسي قانون شپاړسمه ماده، د ژبو د انډوليزې پراختيا په پامنيوي سره دولت ، په ځانګړې توګه اطلاعات او کولتور وزارت په دې مکلف بولي، چې د ملي ترمينالوژۍ ساتنه وکړي . اطلاعاتو او کولتور وزارت د لومړي ځل لپاره د بلخ ټلويزيون کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې له ملي ترمينالوژۍ سره لوبې ونه کړي، خو دغې سپارښتنې يو شمېر فاشيستي کړۍ منفي غبرګونونو ته را پارولې دي. تر ټولو بده او خواشيوونکې دا، چې د ولسي جګې د فرهنګي چارو کميسيون يوځل بيا دا تبعيضي عمل ګڼلى او کولتور وزارت يې په جزا ګواښلى دى. د فرهنګي کميسيون چارواکو په خپل دغه غبرګون سره يوځل بيا د اساسي قانون د شپاړسمې مادې يوه فقره تربښو لاندې کړه. دا هغه څوک دي، چې موږ ته قانون جوړوي او دولت د قانون پليتابه ته هڅوي! په افغانستان کې د دود له مخې له هرې موضوع او مسالې سره سليقوي برخورد کيږي. اساسي قانون که د يو اړخ ګټې تضمينوي، په وچ زور يې پليتابه غواړي، خو که دا قانون بيا ددوى له (قومي، سمتي، ګوندي او...) ګټو سره په تضاد کې وي، پلي کوونکي يې مجرمان ګڼي. دا د افغانستان د هغو قانون جوړوونکو دريځونه دي، چې د خپلو ګټو د خونديتابه لپاره له قانون او ټوپک دواړو ګټې اخلي. د ملي ترمينلوژۍ بحث او موضوع يوازې په پوهنتون او پوهنځي کې نه ده، بلکې د امنيه قوماندان، ضابط، خورد ضابط او... په برخو کې هم د ورته دريځ سپارښتنه کوي. د دغو کليمو پامنيوى په هيڅ توګه په دې مانا نه دى، چې د چا د مورنۍ ژبې مخنيوى کيږي او که داسې يو چلن واى، نو بيا به له بالګرد، دورنما، ګفتمان او ...سره هم مخالفت کېداى. په داسې حال کې، چې د نويو کليمو جوړول او نيولوجيزم د هرې ژبې حق دى او پښتانه په هيڅ وجه دا نه غواړي، چې پخپله نوې کليمې وکاروي او د نورو هغو مخنيوى وکړي. که د اساسي قانون پلي کول د حکومت دنده وي او ولس غواړي اساسي قانون پلى شي، د قانون د ١٦ مې مادې له څلورمې فقرې سره مخالفت به نه يوازې دا، چې يو احمقانه کار وي، بلکې دا به پخپله د قانون د پلي کېدو پر وړاندې يوه ننګونه وي. د اطلاعاتو او کولتور وزارت د قانون د همدې مادې له مخې د بلخ ټلويزيون له کارکوونکو سره چلن کړى اودا د ياد شوي وزارت ناکامي ده، چې د قانون په پليتابه کې يې دومره ناغيړي کړې ده. دغه بنديز نه يوازې پر دولتي رسنيو ، بلکې پر ازادو هغو هم بايد ولګيږي، ځکه قانون په اصل کې هيڅ توپيري چلن نه مني. ښاغلي خُرم او د کرزي دولت ته په کار ده، چې پر ټولو هغو رسنيو بنديز ولګوي، چې د اساسي قانون د بېلابېلو مادو خلاف عمل او خپرونې کوي. هيڅوک حق نه لري، چې د بيان د ازادۍ او ډيموکراسۍ په نامه زموږ کولتور او ملي ګټې را زيانمنې کړي. که دا کار نشي کولاى نو بيا ښه داده، چې استعفا ورکړي، ځکه د کرزي په مبارکه پاچاهي کې موږ يوازې ددې توان هم نه لرو، چې د قانون د يوې مادې ډېره کوچنۍ برخه هم پلى کړو. سليم قريشي- هالنډ www.benawa.com - بېرته شاته