(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې نوښته شعر

بې نوښته شعر، شعرنه بلل کېږي

د شاعر "سعيد" سره ادبي مرکه

مرکه کوونکی: عزت الله ذکي

د کندهار يو مشر شاعر په شعر کي نوښت له اساسي شروطونو څخه بولي او وايي چي له نوښت پرته شعر شعر نه بلل کېږي. حاجي غلام نبي سعيد، چي له ټاټوبي اوونيزي سره د ادبي مرکې په دود ږغېدى، وويل چي په کار ده چي په شعر کي نوښت په کلکه په پام کي ونيول سي. نوموړى وايي: ((زه په شعر کښي نوښت ډېر مهم بولم، ځکه شعر خپله نوښت ته ويل کېږي، خو په کوم شعر کي چي دا مهم اصل نه وي، اصلاً شعر نه بلل کېږي.)) ښاغلى سعيد، چي د تېرو شاوخوا اوو کلونو راهيسي شاعري کوي، په شعر کي د نوښت تر څنګ د شعر پر پېچلتيا هم ټينګار کوي. د نوموړي په باور، هغه شعر، چي په ساده الفاظو د عوامو لپاره ليکل کېږي او پېچلتيا پکښي نه وي، غوره شعر نه دى، بلکي د ده په قول، غور شعر هغه دى، چي له خواصو پرته ټول عوام په ونه پوهېږي. خو دا په داسي حال کي ده چي ځيني شاعران بيا د ښاغلي سعيد د نظر خلاف نظر لري او وايي، دا چي شعر د ټولني لپاره ليکل کېږي، نو ځکه بايد په ساده الفاظو وليکل سي، تر څو هر څوک په وپوهېږي. ښاغلي سعيد په خپله مرکه کي افغان وګړو ته يو پيغام هم وړاندي  کړى، چي د هغه تر لنډي پېژندني وروسته کرښو کي راځي:  

لنډ پېژندليک: حاجي غلام نبي سعيد د حاجي غلام فاروق بوټ ساز زوى او د حاجي محمدعمر خان لمسى په ١٣٢٨ کال کښي د تاريخي کندهار ښار په نهمه ناحيه کښي زېږېدلى دى. ديني زده کړي يې تر درېيم ټولګي پوري کړي دي. تقريباً اووه کاله کېږي چي نوموړى د شاعري سره يو ځاى سوى دى. ده تر اوسه پوري يوه شعري ټولګه (يادونه او دردونه) چاپ سوې او دوهمه شعري ټولګه يې چي نوم يې ((د زړه دنيا)) ده، دا به هم په ډېر لنډ وخت کښي له چاپه راووزي. حاجي غلام نبي سعيد ډېره رنګينه شاعري کوي. موږ هم دا اوونۍ د ښاغلي حاجي سعيد سره پر ځانګړې موضوع بحث نه دى کړى، خو د ده د شاعري په اړه ورسره ږغېدلي يو. هيله ده چي د خوښۍ وړ مو وګرځي:

ټاټوبى: شاعري مو د کوم احساس پر بنسټ پيل کړه او ولي مو ناوخته دغه هنر ته مخه کړې ده؟

حاجي سعيد: هر څه ځان ته خپل لاملونه لري. زما د شاعرۍ لامل زما لپاره يوه ډېره ترخه خاطره هم ده، هغه زما د مرحومي کوروالا مړينه ده، چي زه د هغې د مړيني څخه ډېر سخت د بېلتون په جال کښي ګير سوم او يوازي سوم، نو يوازيوالى هم انسان دې ته هڅوي چي هغه په زړه کښي نيمګړي آرمانونه يې ولس ته د شعر په ژبه عيان کړي.

ټاټوبى: د شعر په کښلو سره تاسو څه احساس کوئ؟

حاجي سعيد: هغه د زړه غم  لېري کوي، هغه دردونه چي زما په زړه کښي پراته دي، هغه زه د شعر د لاري خلکو ته بيانوم. په شعر کښلو سره زه ډېر د استراحت احساس کوم. کله چي زه شعر وکاږم، نو زه داسي فکر کوم چي له خپلو اوږو څخه مي يو ډېر دروند بار لېري کړى.

ټاټوبى: حاجي سعيد صاحب د نظم او نثر په فورم کښي تاسو څه شي ډېر زيات کاږى؟

حاجي سعيد: زه تر اوسه پوري د نثر سره خاصه علاقه نه لرم او زه چي کله شعر کاږم، نو هغه خبره ده چي وايي، شعر د زړه آواز دى، نو زه هم خپل آواز د شعر د لاري څخه باسم. کله چي د يو شاعر په زړه کښي کوم غم پېښ سي، هغه د نثر د لاري څخه نه سي کولاى چي بيان يې کړي. که يې بيان کړي، هغه نثر زيات تاثير نه لري. اما زما په نظر شعر بيا تر نثر ډېر ښه دى.

ټاټوبى: د شاعري په پيل کښي مو د څه شي څخه اخيستل کول، تر څو تاسو د شعر په فنونو ځان پوه کړى؟

حاجي سعيد: زما په فکر شاعري د درد زېږنده ده. که چا ته يو درد ورسېږي، هغه د واى واى نارې وهي او که چا ته دردونه رسېږي، هغه پر ځاى باندي پاته وي؛ يعني شاعري هم داسي د درد زېږنده ده. کله چي شاعر يو څه کاږي، هغه درد احساسوي او درد پکښي رانغښتى وي. که چېري درد ونه لري، دى هم د عادي انسانانو غوندي آرام ناست وي. هر شاعر چي کله شعر کاږي، نو په هغه کښي په زياته پيمانه د واى واى نارې وي، نو هغه بايد څنګه په شعر کښي د واى واى نارې راوړي چي خلک هم يو څه ورسره په غم شريکان سي، دا بيا د شاعر کمال دى چي په څومره هنريت يې سړى راوړي.

ټاټوبى: ستاسو په فکر ښه شعر کوم شعر ته ويل کېږي؟

حاجي سعيد: زما په نظر شعر بايد په ډېرو ساده خبرو باندي نه وي او لوستونکي فکر کولو ته اړ کړي او که چېري په ساده خبرو باندي وي او لوستونکي فکر کولو ته اړ نه کړي، نو هغه د کوڅې ساده خبرې سوې. هغه ته بيا موږ ښه شعر نه سو ويلاى.

ټاټوبى: يعين ستاسو له انده شعر بايد ساده خبرې نه وي، مغلق او پېچلى وي. داسي زيات شعرونه موږ لولو چي هغه بيا ډېر مغلق وي، په هغه باندي بيا د زياتو کسانو سر نه خلاصېږي؛ حتى تر ډېره ځايه پوري د لوستو کسانو سر نه په خلاصېږي، د دې سره څونه موافق ياست؟

حاجي سعيد: يو استاد وايي، تاسو چي کله شعرونه واياست، هغه د خواصو لپاره واياست؛ يعني د عوامو لپاره شعر مه واياست، داسي شعرونه وواياست چي هغه د ټولني خواص په وپوهېږي، که عوام په ونه پوهېږي، هم هيڅ پروا نه لري. که چېري زه ډېر ساده شعرونه وايم چي عوام په وپوهېږي، دا زما کمزوري ده او زما په شعر کښي هنريت نسته چي يو بې سواده سړى زما په شعر او زما په مقصد باندي پوه سي. شاعر بايد د عوامو لپاره ځان راکښته نه کړي، بلکي عوام ځان ته ورلوړ کړي، هغوى ته دومره پوهاوى ورکړي، چي هغه د ده په خبره باندي پوه سي. که چېري دى د عوامو په ژبه شاعري کوي، نو د ده او د عوامو بيا فرق څه سو. هغه شعرونه چي اوس يې سندرغاړې وايي، هغه ډېر په ساده خبرو دي او د ټولو عوامو توجه يې ځان ته رااړولې ده، خو زه وايم چي يو شعر دي وکښل سي، هغه دي په هنري انداز سره وکښل سي. که په هغه شعر باندي په ټوله کندهار کښي د يوه اديب سر خلاص سي، زه يې تر دا ټولو بهتره بولم تر هغه سندرغاړو يې لا بهتره بولم.

ټاټوبى: د لاندي بيت په اړه تاسو څه واياست؟

يو ګړى په تصور کښي سره واړوم دنيا

بل ګړى بيا هغه زه هغه کچکول هغه امسا وي

حاجي سعيد: رښتيا هم انسان کله کله داسي فکرونه کوي، لکه په بيت کښي چي راغلې وه. بيت ښه بيت دى، دواړه اړخونه يې په پام کښي نيولي دي. په دغه بيت کښي تر ډېره ځايه پوري عام ولس هم پوهېږي او همدا رنګه اديبانو ته هم د قبول وړ دى.

ټاټوبى: تاسو په شعر کښي څه شي ته ډېره ترجيح ورکوى؟

حاجي سعيد: زه په شعر کښي نوښت ته ډېره ترجيح ورکوم او هغه شيان په شعر کښي راوړم چي تر اوسه پوري چا نه وي ويلي، ځکه اورېدونکي نوښت ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. موږ او تاسو هره ورځ په راډيو کښي خبرونه اورو او هره ورځ يې اورو او غوږ مو ورته نيولى وي، هغه په دې معنى سره چي د هري ورځي په تېرېدو سره په خبرونو کښي نوښت راغلى وي؛ يعني د تېري ورځي خبرونه نه وي او که چېري نوي خبرونه نه وي، نو بيا خو يې دوباره خلک نه اوري، ځکه يو واري يې اورېدلي وي. ښه مثال يې دا دى، چي په راډيو کښي اعلانونه وي. کله چي په راډيو کښي د اعلان نوم واخيستل سي، موږ راډيو بنده کړو. موږ وايو چي دا خو هغه زړه کيسه ده،  نو همداسي شعر هم درواخله.

ټاټوبى: څنګه کولاى سو چي په شعر کښي نوښت منځ ته راوړو؟

حاجي سعيد: نوښت داسي راتللاى سي چي موږ او تاسو د نورو شاعرانو تقليد ونه کړو. شاعري يعني نوښت. ولي خلک شاعري ته د قدر په سترګه ګوري؟ هغه په دې ورته ګوري چي په دې کښي نوښت دى.

ټاټوبى: سعيد صاحب يو شاعر څومره کولاى سي چي د ټولني ستونزې راپورته کړي او د شعر په ژبه يې ټولني ته وړاندي کړي؟

حاجي سعيد: شاعر په ټولنه کښي تر عامو خلکو ډېر حساس دى او هغه د ټولني ناخوالي ژر راپورته کولاى سي. هغه ستونزې چي په ټولنه کښي پرتې دي، شاعر دې ته اړ باسي چي هغه ستونزې د شعر په ژبه راپورته کړي او ټولني ته يې وړاندي کړي.

ټاټوبى: ډېره مننه، په اخر کښي که د هېواد خلکو ته څه پيغام لرى، مهرباني وکړئ؟

حاجي سعيد: يو آرمان چي زه يې له کوچنيوالي څخه لرم، دا دى چي ټوله مسلمانان خصوصاً بيا ټوله افغانان، بايد گرده د ورورۍ په فضاء کښي ژوند وکړي او يو د بل په غم باندي ځان غمشريک کړو او پرديو ته دا مجال ورنه کړو، چي په موږ کښي د بې اتفاقۍ درز واچوي او په موږ کښي بې ځايه جنګونه خپاره کړي او موږ افغانان بايد ګرده دې ته متوجه سو چي نور د بل په لمسون باندي کار ونه کړو او ټول بايد جهان ته دا وښيو چي موږ هغه قوم يو چي ګرده په يوه اتفاق سره ژوند کوو او ګرده د وروۍ په فضاء کښي پر يو بل شفقت او مهرباني لرو.

سرچينه : (ټاټوبی) اوونيزه

- بېرته شاته