(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ډاکټرعطاءالله تاج سره مرکه

د شعر او نثر ژبه بايد عامه او ولسي وي

مرکه : عزت الله ذکي

( دوشنبه، ٢۵مه، جدي/ مرغومى، ١٣٩١): د لوى کندهار يو ليکوال په نثر او شعر دواړو کي د ساده او عام فهمه ژبي پر کارولو ټينګار کوي او له ليکوالو غواړي، چي د ليکني پر مهال د لوستونکو د افهام سويه په پام کي ونيسي. ډاکټر عطاءالله تاج، چي له ټاټوبي اوونيزي سره يې د ادبي مرکې په دود خبري کولې، وويل چي شعر او نثر دواړه تر ډېره د ټولني لپاره ليکل کېږي، نو اړتيا ده چي د ټولني د جذب ظرفيت په پام کي ونيول سي. د ښاغلي تاج په باور، په ليکنو او شعرونو - په ځانګړي ډول هغو شعرونو او ليکنو کي، چي پيغامي بڼه ولري - د پېچلي او په لوړه سويه ژبي کارول ناسمه او د ولس د تقاضاء خلاف ده. تاج وايي: ((که موږ نثر او شعر رښتيا د ولس لپاره ليکو، نو بايد د ولس د افهام ظرفيت په پام کي ونيسو او په داسي ساده او عامه ژبه ليکنه او شعر ورته وړاندي کړو چي په آساني سره مطلب ځني واخيستل سي؛ نه دا چي د ټولني د خاص قشر پرته بل څوک په ونه پوهېږي.)) د لنډو کيسو دغه ليکوال په ليکنو کي د پېچلي ژبي او پېچلو لغتونو کارول د ليکوال ځان ښودنه بولي او له ليکوالو غواړي چي له دغي چاري ډډه وکړي. ليکوال تاج همدا راز ليکوالو ته وړانديز کوي، چي په خپلو ليکنو او شعرونو کي هغه څه ډېر انځور کړي چي د دې ټولني د درد درمل ګرځي. نوموړى په لنډه کيسه کي د حدودو پلوي نه کوي، بلکي يوازي پر دې ټينګار کوي چي لنډه کيسه بايد لنډه او عام فهمه وي. عطاء الله تاج له ټاټوبي سره د ادبي مرکې په ترڅ کي د لنډي کيسې په اړه دا او ځيني نوري څرګندوني هم کړي، چي د هغه تر لنډ پېژندليک وروسته کرښو کي يې د لوستلو بلنه درکوو:

لنډ پېژندليک: عطاءالله تاج د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کښي په ١٣٥٠ کال کښي يې دې نړۍ ته سترګي پرانيستي دي او اصلي پلرنى ټاټوبى يې هم د اروزګان ولايت د ګيزاب ولسوالي ده. ښاغلي تاج: له زياتو ستونزو سره سره د لومړي ټولګي څخه بيا تر دوولسم ټولګي پوري زده کړي کړي او د هغه تر څنګ يې زياتي طبي زده کړي په کوټه او پېښور کښي تر سره کړي دي. د زده کړو تر څنګ يې زيات په طبي ډګر کښي عملي کار کړى دى. ښاغلى تاج:، چي د ډاکټري تر څنګ ډېره رنګينه شاعري او ليکوالي هم کوي، نو موږ هم دا اوونۍ د ښاغلي تاج: سره د لنډي کيسې په اړه لنډ بحث کړى دى. هيله ده معلومات به يې ستاسو د ګټي اخيستني وړ وګرځي.

ټاټوبى: په لومړي سر کښي که د لنډي کيسې د کښلو په اړه معلومات راکړئ؟

تاج: لنډه کيسه بايد لوستونکي ته يو نوى او حيرانوونکى انځور په نوي انداز سره وړاندي کړي او هغه انځور چي ليکوال يې ټولني ته وړاندي کوي، هغه بايد ډېر پاروونکي وي. هغه که عشقي وي، که حماسي او که ټولنيز وي، نو يو داسي انځور لوستونکي ته وړاندي کړي چي هغه لوستونکى تر تاثير لاندي راولي او بايد په لنډه کيسه کښي داسي خوږې جملې کار سي، چي هغه انځور په داسي بڼه وړاندي سي چي هغه د لوستونکى فکر له ځانه سره يوسي او د کښلو لارې چارې يې زما په نظر که څوک غواړي چي لنډه کيسه وکاږي، دى بايد يو خاکه د ځانه سره ولري. داسي بايد ونه کړي لکه شفاهي خبري چي کوي. مثلاً: يوم مي پر غاړه و چي ناڅاپي مي وليد چي اوبو ته يو کوچنى ورولوېد. دا کيسه نو بيا ليکوال په هنريت سره راسپړي چي دا کوچنى څه رقم اوبو ته ورلوېدى، ما څه ډول راوکښى، د چا زوى و، خو هغه کيسه په بشپړ ډول سره کوي، چي دا بيا لوستونکو ته هم نوې وي او د هر چا پر ذهن دا کيسه هم ښه لګېږي او که چېري يو څو شفاهي خبري وي او هنريت نه وي پکښي، نه يې بيا لوستونکي لولي او نه خوند پکښې وي.

ټاټوبى: په لنډه کيسه کښي څه شي ډېر مهم دي؟

تاج: زما په نظر، په لنډه کيسه کښي کرکټر ډېر مهم دى، هغه کوم کرکټر چي ليکوال ورته ټاکي، هغه بايد لوستونکى ډېر راجلب کړي او خاص اوصاف ولري، تر څو نور خلک د هغه څخه يو څه زده کړي، که د لوستونکي لږ څه زده وي او که ډېر څه زده وي، خو بايد د هغه څخه يو څه نور زده کړي، د هغه تر څنګ په کيسه کښي د کيسې اړخو ته پام اړول په کار دي، يعني جزئيات يې بايد ډېر خواږه روان او سليس وي، د هر چا په اړه چي کيسه کښل کېږي، د هغه د ژوند په اړه باندي بايد ټول اړخونه راواخيستل سي.

ټاټوبى: په لنډه کيسه کښي د څو کرکټرونو اجازه سته؟

تاج: زما په نظر، بايد ډېر نه سي چي د لوستونکي څخه لاره ورکه کړي، زه يې ښه مثال درته وايم: يو ناول دي، (غل او سپيان): دغه کتاب سالنګ خپرندويي ټولني چاپ کړى، دا کتاب ما تر ډېره ځايه پوري ولوستى، هيڅ خوند يې ما ته په خپله رانه کړ، ځکه کيسه يې ډېره ګونګه وه او ډېر شيان په راګډ سوي وه، زما په نظر بايد په لنډه کيسه کښي کرکټرونه لږ وي، ځکه بيا يې کيسه ګونګه نه راځي.

ټاټوبى: د لنډي کيسې لپاره ځانګړي حدود سته او که يا؟

تاج: د نوم څخه يې معلومه ده چي لنډه کيسه ده، ما يو وخت لنډه کيسه کښلې وه، هوتکي صاحب ته مي ورښکاره کړه؛ هغه ويل: دا لنډه کيسه نه ده، دا خو داستان دى. هغه يو مستنده کيسه وه، ما نه سواى رالنډولاى. زما په نظر، لنډه کيسه ډېره لنډه وي، چي خلک مفهوم ځني واخلي او انځور ښه پکښي وړاندي سي او بې ځايه تفصيلات نه وي پکښي او حدود به يې ښايد ټاکل سوى وي، خو زما په نظر، موږ حدود ځکه نه سو ورکولاى چي هر ليکوال هره کيسه په جلا توګه باندي څېړي.

ټاټوبى: ستاسو څنګه د لنډو کيسو سره مينه پيدا سوه؟

تاج: زما مينه په دې خاطر ورسره پيدا سوه چي زموږ د وطن هره کيسه تر شا يو اوږد داستان لري، تريخ داستان لري، د يادولو وړ داستان لري، موږ خامخا دې ته هيڅ اړتيا نه لرو، چي خامخا خيالي کيسې وکاږو، موږ بايد دا خپلي مستندي کيسې وکاږو او همدارنګه د عاطفې پر برابر کيسې وکاږو، ځکه موږ څو لسيزي د جنګ جګړو ښکار يو او مستنده کيسه چي ده، په هغه کښي عواطف هم ډېر وي، کېداى سي تر نورو کيسو د خلكو عواطف راوپاروي.

ټاټوبى: تا تر اوسه پوري مو څو لنډي کيسې کښلي دي او په کومه برخه کښي دي؟

تاج: يو څه مي کښلي دي، خو دقيق شمېر يې راته معلوم نه دى. زما لنډي کيسې ټولي مستندي دي او هغه د خپلي ټولني انځور مي پکښي وړاندي کړى دى.

ټاټوبى: د لنډي کيسې ضرورت په ټولنه کښي څومره محسوسېږي؟

تاج: زما په نظر، لنډي کيسې او د هغه ملت د ژبي په ساتلو کښي د هغه د ژبي د بقاء په ساتلو کښي ډېر رول لري. لکه شعر چي څونه رول لري، لنډي کيسې تر هغه ډېر رول لري؟

ټاټوبى: زموږ زيات ځوانان شعر کښلو ته مخه کوي او نثر ته مخه نه کوي او نه هم څېړنه کوي او وايي، چي موږ دومره حوصله نه لرو.

تاج: واقعاً لکه همدا خلک چي وايي، څېړنه يې ګران کار دى، د هغه په اصلي ماهيت پوهېدل ګران کار دى او د هغه کښل ګران کار دى، زه نه وايم چي شعر هم آسانه کار دى او نه هر شعر ته څوک شعر ويلاى سي. لکه لنډۍ زموږ د پښتو دونه بډايه سرمايه ده چي په دنيا کښي سارى نه لري، د لنډيو شاعر تر اوسه پوري معلوم نه دى. هر پښتون ګواکي شاعر دى، نو طبعاً د لنډو کيسو کښل يا څېړنه کول ډېر زور غواړي او هر څوک نه سي کولاى چي ميدان ته راووزي.

ټاټوبى: څنګه کولاى سو چي دغه روحيه په ځوانانو کښي راژوندۍ کړو؟

تاج: هر څه چي پر خوله راځي، هغه بايد موږ وکاږو، کېداى سي نن به زما په ښه نه راځي، مګر دا به د سبا لپاره يو شى سي؛ يا به زما او ستا د سويې سره برابر شي، مګر هغه زما او ستا تر سويې کښته خلکو ته به يو شى سي.

ټاټوبى: په لنډه کيسه کښي بايد مغلق او پېچلي لغتونه راسي او که ساده لغتونه چي هر څوک په وپوهېږي؟

تاج: ليکوال بايد خودنمايي يا ځان ښودنه پکښي ونه کړي چي زما نو دونه لغتونه زده دي، ليکوال چي هر څه کاږي، دا د ځان لپاره نه کاږي، دا هر څه د بل لپاره کاږي، خصوصاً زموږ ټولنه چي ډېره بې سواده ده، موږ بايد داسي څه وکاږو چي د خلکو سر په خلاص کړو او عامه ژبه وکاروو، پېچلي لغتونه او پېچلي ترکيبات بايد پکښي رانه وړو، يوازي په نثر کښي نه، بلکي په شعر کښي هم بايد رانه وړو.

ټاټوبى: ځيني خلک بيا د دې خلاف نظر لري، هغوى وايي چي يو ليکوال بايد دونه د ليکني معيار راکښته يا ساده نه کړي چي هر څوک په وپوهېږي، بکي بايد ولس ځان ته ورلوړ کړي؟

تاج: په دې خبره کښي شاعر ځان ښودنه کوي چي زما دونه لغتونه زده دي او خپل علميت پکښي ښيي او يو څو محدود کسان د ده په شعر او نثر باندي پوهېږي. مثلاً: که يو څوک سټېج ته ولاړ وي او زرو کسانو ته خبري کوي چي د ده په خبره باندي بايد دا زر کسان پوه سي او که نه، په هغه کښي لس کسان پوه سي، نو بايد هر ليکوال د ولس په ژبه که شاعري کوي او که نثر کاږي، خبري وکړي.

ټاټوبى: په پاى کښي که د فرهنګپالو ته پيغام لرى، مهرباني وکړئ؟

تاج: زه پيغام نه سم وړاندي کولاى، ځکه پيغام وړاندي کول د استادانو کار دى، خو زه فرهنيګانو ته دونه وايم: که رښتيا موږ ځانونه د ملت سترګي بولو، نو بايد ډېر حساس، ويښ او بيداره واوسو او د خپلمنځي اختلافاتو څخه تېر سو. موږ بايد دې وروسته پاته ټولني او دې ځورېدلي ولس ته يو مشعل سو، رهنماء سو، نه دا چي مشکلات ورته ډېر کړو او ورته حل يې نه کړو.

سرچينه : (ټاټوبی) اوونيزه

- بېرته شاته