(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوينودښاراوسيدونکي

عزت الله ذکي

په افغانستان كې اوس هم د جګړو قربانيان ولسي وګړي دي. په ميليونونو افغانان په تېرو څو لسيزو كې د جګړې د لمبو خوراك شول، په ميليونونو نور معيوب، مهاجر، بې كوره، بې تعليمه، بې سر نويشته او بې سر پرسته شول، په زرګونو ميندې بوري او په زرګونو خويندې بې وروره شوې. د افغانيت او افغان غرور د هسك له بامه را پرېوت. د وحشت سرو لېوانو خپلې داړي تر ابده  پرې سرې كړې او دا هېواد يې په قبرستان ((هديره)) مبدل كړ.

زموږ درانه يې د خپلو بازارونو سوالګر كړل او زموږ شته يې راڅخه چور او په خپلو كې تقسيم كړل. د نړۍ پر بازارونو او ښارګوټو يې وچورلولو د هټيو او رېړيو شاګردان يې كړو. زموږ رګونه يې هم ښه وزبېښل ، زندانونه يې هم را باندي ډك كړل او دومره يې وټكولو چې که د غلامۍ پړي ته غاړه كښېږدو، خو موږ دا هر څه زغمو، ولي مات نه منو، ځكه د مات كلمه زموږ په فطرت كې وجود نه لري. موږ خپل تېر تاريخ ننګوي.

موږ ته سر ټيټي د تاريخ د كرغېړن څپركې د تور داغ او كرښي مفهوم لري، موږ د وينو د ښار هستوګن يو. خو ايا موږ بشري حقوق نه لرو؟ ايا موږ د نور بشريت په ډول د ژوند كولو حق نه لرو؟ ايا د افغان د كلمې مفهوم يوازي همدا جګړه او اله ګولې دي ؟. په تېرو درېيو لسيزو كې خو د افغان او افغانيت د كلمې نه بل تعبير او تفسير كول ګرانه خبره ده، جګړه ده، وژنې دي، فساد دى، ځانمرګې دي، غصب دى، تېرى دى، غلا ده، رشوت دى، اختطاف دى، قاچاق دى، مخدره مواد دي، كډوالي او مهاجرت دى، دا ټولې ستونزې پر موږ را تپل سوي، كه په بل هېواد كې پورتني ټول موارد وجود ولري، نو ټولنه يې خپله انفلاق كوي.

 موږ د تېرو څلوېښتو كلونو راهيسي، په دې ډول بحراني شرايطو كې مزل كوو.د تېرو څلوېښتو كلونو راهيسي هر نن د ښه سبا په تمه يو، خو موږ د روڼ سبا څرك، ونه ليد او د څلوېښتو كلونو راهيسي مو، هر سبا له نن څخه الهام اخلي. د كرې پر مخ زهير، فقير، ناروغ، مات او ګوډ ملت يو، نه نجات مومو او نه د ځان د خلاصون لاره وينو. د ذلت په كنده كې لوېدلي يو، لاس او پښې د نجات په موخه وهو، خو كومه نتيجه نه لري، همدا اوس به يوازي د تېر زېږديز كال د اخ و ډب په ټس كې دبې ګناه ولسي وګړو پر مرګ ژوبلي خبرې وكړو، ترڅو جوته شي چې په حقيقت كې هم زموږ د وينو ارزاني ده. كه څه هم د وړم كال په پرتله، د ولسي مرګ ژوبلي ګراف نيمايي را ټيټ شوى، خو بيا هم يوازي تېر زېږديز كال درې زره او پنځه سوه ولسي وګړي د دولت وسله والو مخالفينو وژلي، چې دوه زره او پنځه سوه يې په بمي بريدونو كې وژل شوي.

 تېر كال د ټولي ولسي مرګ ژوبلي دوه سلنه يې د افغان ځواكونو شپږ سلنه يې د نړيوالو ځواكونو او پاتې څلور اتيا سلنه د وسله والو مخالفينو لخوا اړول شوې ده. د ملګرو ملتونو د يوناما ادارې وياند نظيف الله سالارزى، وايي د تېر كال له اګست نه تر اكتوبره، په ولسي مرګ ژوبله كې اته وېشت سلنه ډېروالى راغلى و، چې ډېر مسووليت يې د اورپكو په غاړه دى.

مخ كې ملګرو ملتونو په خپل راپور كې ويلي وو چې په افغانستان كې د ولسي تلفاتو ګراف دېرش فيصده لوړ شوى. ټاكل شوې يو ناما هم ډېر ژر خپل نوى رپوټ د ولسي مرګ ژوبلي په اړه، وړاندې كړي. په هر صورت، كه شرايط تحليل او كابو نه كړو، نو له كومي مريضۍ پرته، په څو كلونو كې په روانه سړه جګړه كې وژل كېږو، محوه کيږو او له مينځه ځو. پرېكړه، اقدام او سرنويشت ټاكل د ملتونو كار دى، زموږ ملت هم كه له ګاونډيو دسيسو او استخباراتو دا ځل ځان وژغورئ، نو سوبه يې په برخه شوه، خو كه دا ځل هم د پرونۍ لوبي لوبغاړى شو، نو بيا به يوازي ميدان زموږ په وينو رنګ وي، خو د لوبي ګټونكې به نور وي.

زموږ د بقاء چانس نور زموږ په پوهه او سياسي ويښتابه کي نغښتی دئ. د تيرو ديرش کلونو ناخوالو څخه پند او عبرت اخيستل د متفکرو اسلامي ، او افغاني لراوبر ولسونو دنده ده. موږ اوس په مادي او معنوي لحاظ د نړۍ د جغرافيې يوه وروسته  پاته څنډه ګڼل کيږو.  د خلاصون لاره يوازي د اتحاد، اتفاق او ملي يوالي شمع روښانه کولای شي او بس.

سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه

- بېرته شاته