(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دستارسړي په شماردي

بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد: پګړۍ چې ځينې يې  دستار هم بولي پښتنو ته له زرګونې کلونو راهيسې په ميراث کې راغلې ده او تر ننه پالل کيږي. پګړۍ  يوازې  شکلي ښکلا نه لري، بلکې معنوي او کلتوري ارزښتونه هم ورسره تړلي دي.

او اکثره دپګړۍ په سروونکي د خپلو خلکو ، ولس او ملت په وړاندې ديوه مسووليت خاوندان ګرځيږي، چې هغه بيا په نېکه او سمه بڼه دخپلو خلکو پالل او لاسنيوی کوي.
نو پګړۍ دمادي او شرعي مفهوم ترڅنګ يو معنوي مفهوم هم دی او پښتنو ته لا تراوسه د ارزښت نه ډکه يوه  خبره ده، ځکه خو خوشحال بابا سوونه کلونه پخوا ويلي وو:
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
 له دې هر څه سره سره پګړۍ د ننګ ناموس، عزت او غيرت نښه هم ګڼل کيدای شي.
د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغان پوهنتون مشر مير احمد حميدي د پګړۍ په کلتوري ارزښت مشال راډيوته وويل:
« پګړۍ خو د افغانستان يو عنعنه ده. پګړۍ يا شمله د افتخار،د غيرت، د عزت او ميړانې يوه نمونه ده. په افغانستان کې شمله ور هغو کسانو ته وايي چې له خپل وطنه، له خپل عزت نه، د خپل ناموس او له خپلې ابرو نه يې دفاع کړي وي، نو بيا هغوې ته د افتخار پګړۍ په سر تړل کيږي»
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يو تن قامي مشر ملا جان شينواری وايي چې پګړۍ هغه چا ته تړل کيږي چې د قام او ولس ورباندې اعتبار وي.
« پګړۍ د پښتنو عزت دی او پکار ده چې هغه عزتمند سړي ته پګړۍ په سر شي، چې هغه د کلي، ولس او قام مشري کوي. پلار چې کله مړ شي، بيا زوی ته په سر کيښودل کيږي، زوی چې مړ شي، لمسې ته په سر کيښودل کيږي.مطلب چې د قام او ولس اعتبار پرې وي هغه ته پګړۍ په سر کيږي»
انجنير ستانه مير زهير وايې چې ډير ځله يې د افغانستان په ټلويژيون کې ليدلي چې هر کس او نا کس ته د سرکار له اړخه پګړۍ په سر تړل کيږي،
« موږ يې اکثره وخت په ټلويژيونونو ګورو چې داسې نا اهلو خلکو ته چې هغه په اصطلاح باندې هيڅ استعداد نه لري، يو څوک راځي او هغه پګړۍ را اخلي او د هغه په سر يې ږدي. موږ بايد د پګړۍ د وياړ لپاره د هغه شخص ټول اخلاقي، او اجتماعي صفات په نظر کې ونيسو او بيا هغه ته پګړۍ په سر کړو»
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد هجرت الله اختيار وايې چې داسې کسانو ته هم پګړۍ په سر شوي چې له مخې سره يې د پګړي حرمت ته صدمه رسولې ده.
« په غونډو کې چې چاته پګړۍ په سر کول کيږي، داسې کسانو ته هم په سر شوي دي چې هغه به په ټول عمر کې پګړۍ نه وي په سر کړي. او هغه چې له سټيج نه ښکته شوي سمدستي يې پګړۍ له سر ښکته کړې وي چې دا پخپله د پګړۍ بې عزتي ده»
انځور ګر ارباب حمد الله چې د انځورونو په نندارتون کې د پګړۍ د تړلو وياړ ته وروغوښتل شو، هغه له وياړ څخه انکار وکړ، له ده مو وپوښتل چې ولې يې دا وياړ ونه مانه، هغه په ځواب کې وويل،
« پګړۍ په پښتني ټولنه کې يو معنوي ارزښت لري خو له بده مرغه اوس په افغانستان کې داسې خلکو ته پګړۍ په سر کيږي چې د هغوې لاسونه د افغانستان د خلکو په وينو ککړ دي، يعنې خپل دښمن ته پګړۍ پسروي. نو په دې خاطر چې نن سبا د پګړيو د په سرولو دا لړۍ روانه ده چې هر چاته پګړۍ په سر کيږي، دا ختم شي نو ځکه ما دغه پګړۍ وانه خيسته»
پګړۍ دنورو پښتنې دودونو په شان دپښتونوالې دساتنې يو خاص جز دی چې خلک ورته په  ډېر درناوې قايل دي، اوس هم  په ډيرو پښتني سيمو کې  د ډيرو مهمو مسلو په وړاندې د کورنۍ مشر او يا هم د ملک  لخوا  مقابل لوري ته د بخښنې په غرض له سره پګړی  کچکول کوي چې دا عمل بيا د مجرم د بخښنې سبب ګرځي.

- بېرته شاته