(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرموزه (پټه) جګړه !

په پاكستان كي روان سياسي كشمكش ورځ تر بلي پېچلى كېږي. څو ورځې وړاندې د هغو يويشت تنو تښتول شويو پاكستانيو پوليسو جسدونه وموندل شول، چې د سپرلۍ د يوه موټر څخه په زوره اختطاف شوي وه. تر دې پېښي وروسته په شمالي وزيرستان قبايلي سيمه كې د نهو تنو مړي وموندل شول. د پاكستان حكومت ويلي، چې داد وسله والو طالبانو غړي وو. دا نهه تنه پر سر او سينه  په ګوليو ويشتل شوي وه.

په خېبر پښتونخوا صوابۍ كې بيا ځايي وسله والو طالبانو اووه كسان وژلي دي. په پاكستان كې د حكومت او وسله والو طالبانو تر منځ د غچ اخيستنې په روانه لوبه كې د مرسته رسونې د ګروپ د اوو تنو د مړينې مسووليت ځايي وسله والو پر غاړه واخيست. په پاكستان كې هدفي وژنې، غلچكي بريدونه او ځان وژونكې حملې زياتې شوي. د پاكستان پوځي مشر وايي، هېواد يې د تاريخ د حساس پړاو څخه تېرېږي. د عوامي نېشنل ګوند مشر، اسفنديار ولي خان په پېښور كې تر يوې غونډي وروسته خبريالانو ته وويل، زموږ ملك ته په زرګونو عرب، ازبك او تاجك جنګيالي د پاكستان د امنيت او ځمكني حاكميت لپاره نه دي راغلي.

اسفنديار ولي وويل، ځان وژونكې بريدونه بايد وغندل شي او د پاكستان مشران بايد دا سياسي جرات وكړي. نوموړي وويل، هغه كسان چې د بې پيلوټه الوتكو پر ضد دي، ولي د ځانمرګو پر ضد څه نه وايي. سياسي شنونكې وايي، پاكستان د ځانمرګو د توليد ستر مركز دى. مخ كې به پاكستان دا بريدونه او بريدګر د خپلو اهدافو لپاره كار كول، خو اوس تر بل هر هېواد پاكستان په دې اور كښې سوځي. په پاكستان كې ترينګلي حالت، د دغه هېواد وضعيت پېچلى كړى، كه څه هم د پاكستان استخباراتي كړۍ تر ډېره هڅه كوي، چې شرايط كابو كړي، خو د څو اوونيو راهيسي پوځ او استخبارات نه دي توانېدلي، چې لږ تر لږه، د روان تاوتريخوالي كچه را ټيټه كړي.

د پاكستان مشران هم يوازي د رواني لوبي ننداره كوي. كار پوهان وايي، پاكستان مخ كې پر ځايي وسله والو تسلط در لود، خو اوس يې پر خپلو طالبانو نور په بشپړه ډول تسلط له لاسه ور كړى، ځكه د پاكستان طالبان اوس يوه واحده رهبري او كتله نه لري.پاکستان غوښتل پاكستاني طالبان هم د افغانستان پر ضد او يا هم د ضرورت پر مهال د هند او ځينو نورو هېوادونو پر وړاندې وكاروي. اوس د پاكستان طالبانو خپله مبارزه له پاكستانه پيل كړې، د مولانا فضل الرحمان او عمران خان په شمول به مخ كې د پاكستان ډېرو غټو سياستوالو په زغرده ويل ((چې طالبان په افغانستان كې جهاد غواړي، دا ځكه په پاكستان كې خو حكومت او ايين شته)) اوس طالبان د پاكستان د حكومت او سياستوالو په دې ډول خبرو نور پوهېدلي.

په پاكستان كې وروستي روان ګونګ حالت،د دغه هېواد وګړي هم اندېښمن كړي. د پاكستان د پوځي مشر، له څرګندونو داسې ښكارې، چې د پاكستان حكومت هم موجوده شرايطو ننګولى، ځكه په پاكستان كې د لومړي ځل لپاره، مذهبي توند لارې د حكومت تر كنټرول وتلي، په زرګونو جنګيالي د جهاد په نامه په پاكستان كې وسله وال فعاليت كوي. پر سخت دريځو ځايي پاكستانيو طالبانو سر بېره، عرب، ازبك، تاجك، بلوڅ، چيچنيايي افغان طالبان او نور نړيوال جنګيالي او ترهګر په پاكستان كې خوندي پټن ځايونه لري.

 مخ كې به د پاكستان د حكومت لخوا ورته پټن ځايونه او د روزنې مركزونه وركول كېدل، خو اوس پاكستاني طالبان پخپل صلاحيت دا كار كوي او ډېر داسې د ترهګرو د روزنې كمپونه شته، چې پاكستان دولت نه دى پرې خبر او كه خبر هم وي، نو د بندولو توان يې نه لري. د پاكستان طالبان اوس د پاكستان د هر عمل پر وړاندې عكسل العمل ښيي، دوى ځواك او جنګي تجهيزات هم لري او پاكستان بې ثباته كولاى هم شي.

مخ كې يو ځل پاكستان حكومت، له ځايي طالبانو سره يو مشروطه اوربند هم وكړ، خو پايلي يې د اوربند په څېر نه وې او د اخ و ډب ګراف نور هم ورسره لوړ شو. دپاكستان طالبان هم يو هدف او يوه پالېسي نه لري. په پاكستان كې اوسنى روان ترينګلى حالت او سياسي اخ و ډب ورځ تر بلي لا پيا وړى كېږي او د مخنيوي په موخه يې هېڅ عملي څرك نه ليدل كېږي. كتونكې د پاكستان دې وضعيت ته د يو سيمه ييز كړكېچ د پيل په سترګه ګوري.  

ليکوال : عزت الله ذکي

سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه

- بېرته شاته