(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پړانګ غار

پړانګ غارد مومند ايجنسۍ په ختيز کې پروت تحصيل دی  ددې ختيځې  مورګې دچارسدې او ملاکنډ ايجنسۍ سره لګېدلې دي- په مغرب کی یی د سوات سيند او په مشرق اړخ کې یی جيندی  بهیږي
د پړانګ غار د ملک ساز محمد په وېنا د دغه غره د چميارۍ کمر په یو سمس یا غار کې د پړانګ په نوم یو خطرناک وسله وال اوسېدو- ده به خپله وسله او کارتوس جوړول چی د ځايي خلکو سره ی اوس هم نښې نښانې شته – او محمود غزنوي سره ې دوه جګړې کړی  چې په اخر کی سره د ګنړو ملګرو اووژل شو- د پړانګ نومې تن دغې تاريخي سمس يا غار له وجې دغه ځاېې ته اوس  پړانګ غار وايي
پړانګ غار د اتمان خېل قبيلې کور دی او د پېړو راهسې پکې د دوی 6 وړې قبيلې دېره دي په دغو کې شهداد کور،سکندر کور،زيرک،پخی کور،دني خيل او عمر خيل شامل دي-
پړانګ غار؛ د طالبانو لپاره د باز ژاله!
هر څه که دغه قبيلی د يو بل سره جګړې او غليمۍ کوي خو بهرني دښمن ته يوموټې وي او روستی  ښکاره مثال یی د سيمې نه د طالبانو شړل دي
رپوټونه وایی لکه د کرم ايجنسۍ د شلوزان په شان  پړانګ غار هم لوي سټراټجکي اهميت لري چې دچارسدې ، مردان او پېښور سېمې ترې ډېرې په اسانه قابو کېدی شي نو ځکه پرې طالبانو ډېرې حملې کړي خو هر ځل د اتمان خېلو د امن لښکر په شا تنبولي  او نن هم په پړانګ غار کی طالبان  سر نه شي ښکاره کولې- طالبان که پړانګ غار ته تللي نه دي خو د پړانګ غار او د نورو اتمان خېلوپه مشرانو باندې د نهمې جولایی 2010م حمله د ياد وړبريد دی طالبانو يکه غونډ ته د پولټکل اېجنټ سره جرګې له ورغلو قبا ېلي مشرانو باندی دغه حمله کې د پړانګ غارد 2 مشرانو په  شمول د اتمان خېلو 17 مشران وژلي وو په دغه حمله کې د ټولو وژل شوو کسانو شمېر 106 وو-
د پېريانو او نورو باباګانو زيارتونه:
پړانګ غار کې د عيسا بابا زيارت موجود دی دغه زيارت په خواوشا سيمو کې د خزې يا سړي نه د پېري وېستلو لپاره يادېږي
پړانګ غارکې د عيسا بابا د زيارت نه علاوه نور زيارتونه هم شته-  دغرونو په لمن کې د سپنخړو بابا ( عبدالقيوم صاحب)  اودپړانګ غارد غره په  څوکه د يوسف با با دربار دی  چي د لرې لرې نه ورله سیلګري راځي – او هلته د زرکو، تنزرو، سيسو او سېلانو کونترو ښکار هم کوي-
تعليم او روزګار:
د رپوټونو ترمخه په مومند اېجنسۍ کې طالبانو د 110 و نه زيات سکولونه وران کړي خو په پړانګ غار کې سکولونه اماني دي او د تعليم د محکمې د شمېرو ترمخه دغلته 44 سکولونه دي- په پوره تحصيل کې د جينکو د پاره يو او د هلکانو دپاره دوه  هایی سکولونه  دې-
د پړانګ غار نه يو شمير هلکان په يونيورسټو او کالجونو کې سبقونه وايي او ځنې پکې په ښو ښو څوکو هم دي-د کوزو مومندو لپاره د فاټا  ايجوکیشن افسر حاجي فېض محمد تعلق هم د پړانګ غار سره دې-
پړانګ غار غره ايزه سيمه ده د کر کروندې زمکه پکې کمه ده خو ددغه ځايې د وړو وړو باړو ټماټراو پياز ډېر خوښيږي-
د پړانګ غار نه ډېر ځلمي په دوبۍ او عرب هېوادونو کې خپل محنت موشقت کوي او په  وطن کې د خپلو کورونوخرچې چلوي
د  پړانګ غار د مېزري بونړ، د جوماتونو پوړونه، موصلې او پوزکي ډ ېرمشهوردي- ډېر امکان دا  دی چې ساسو په کور حجره يا جومات کې پوړ، کټ يا پوزی د پړانګ غار د بونړ يا میزري نه جوړ وي-
د د غه ځای کرومايټ، سنګ مر مر، او سپينې بکورې هم ډېر شهرت لري او د معدينياتو ماهرين وایی دغلته ځای په ځای د قيمتي کانړي زمرودو کانونه هم شته- په پړانګ غار کې د ماربلو يو شمېر کارخانې هم لګېدلي  خو د بجلۍ د کمي لکبله بندې پرتې دي-
پړانګ غار کله رات شو!
د کال 1981 نه وړاندې پړانګ غار د پاکستان واک  هم  نه منلو- اود کوزو علاقو نه به ورته مخروران او وران کاري ورتلل- په هغه وخت کې دغه سېمه  د مخرورانو ګړ ګنړلې کېدو- خوپه دغه کال د خېبر پښتونخوا پخواني ګورنر جنرل فضلِ حق په وخت کې په  پړانګ غارکې پوځی اپرېشن اوشو- او پړانګ غار یي رات ( رعايه) کړو پوخ سړک وره  ووغزول شو او پکې د ملېشې چېک پوسټونه ،سکولونه او هسپتالونه هم جوړشو  - ځنو مشرانو دغه بدلون او نه منلو او غرونو ته اوښتل – په دغو کې شېر محمد عرف شېرې ملک د يادولو وړ دی چا چې د پړانګ غار د پاره ډېر جنګونه کړي-
پړانګ غار ته لارې د چارسدې نه په  تنګي اود  شبقدر نه په  ابازو  ورځي- او کلي په کلي پکې پاخه سړکونه ګرځېدلي- خلک يې پرامنه او مېلمه دوست ګنل کېږي او پخوانۍ وېرې تر دېره حده کمې شوې دي Source:Deewa radio

- بېرته شاته