(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د كونړ سيند

د كونړ سينده! ته پوهېږې، چې زه ستا پر غاړه اوسېدلى يم، تا سره لوبېدلى يم او تا سره لوى شوى يم. ما خپل ټول وړوكتوب له تا سره په لوبو كې تېر كړى دى. ته پوهېږې چې ته څومره پر ما ګران يې؟ پخپل ادب كې مې ته څومره ستايلى يې، څومره دې يادوم؟ زه او ته ګاونډيان يو، انډيوالان يو، اشنايان يو او ياران يو. زه او ته نه يواځې هېوادوال يو، بلكې كليوال يو. زما او ستا اړيكې د پلارونو، نيكونو، غور نيكونو.... څخه
روانې دي. خو اوس چې زه زلمى شوم، پوه شوم، د علم خاوند شوم، بهر ته لاړم، هلته مې تا غوندې نور سيندونه وليدل، هغوى د تا غوندې بې مهاره نه بهېږې، خپل هېواد او خپل ملت ته زيان نه رسوي، بلكې ګټې رسوي ګټې!. اوس پوه شوم، چې نه اشنايان يو، نه ياران يو او نه دوستان، تا له ما سره په انډيوالۍ او كليوالۍ كې لويه جفا كړې ده او كوې يې، ظلم دې كړى دى او كوې يې، زياتې دى پر ما كړې دى او كوې يې. تا په دوستۍ كې موږ ته يواځې او يواځې يو جام، يو منګى او يوه چاټۍ اوبه د څكلو لپاره راكړي دي او هغه هم د شګو ډك. نور حرام شه كه تا موږ سره په خلاص مټ كومه مرسته كړې وي. البته په دې قانع يم، چې تا زموږ د كونړ درو، ورشوګانو او ځنګلونو ته ښكلا وركړې ده، خو له ښكلا سره په تنده كې دې هم ساتلي يو. ته لاندې بهېدلى يې او زموږ ځمكه چې دوه نيم پټي دي، پاس پرېښي دي. زموږ فصل د ستا د يو څاڅكي اوبو په ارمان سوي او لولپه شوي دى، چې همدا ستا لويه دښمني ده، چې له همدې څخه ستا بد نيت ښه څرګندېږي. ته فكر مه كوه، چې زه نه پوهېږم، په دې ټولو زياتيو زما سر اوس ښه خلاصېږي، زه ښه پوهېږم. دا ټول ما په زړه كې اچولي دي، په خوله څه نه وايم.د كونړ سينده! زما په زړه كې تاته ډېره پرته ده، زما زړه په تا ډېر پوخ دى. زما زړه تاته ډېر ډك دى، زه به يوه ورځ دا خپل ډك زړه په تا تشوم، زه به هغه ارمانونه چې تاته زما زړه كې پراته دي، په تا پوره كوم. هو! پوهېږې چې ولې غلى يم؟ دا ځكه چې زه ناچاره يم، غريب يم، بې وسى يم، لاس مې تش دى. وايي چې ((تشه لاسه ته مې دښمن يې )) او تا زما له دې بې وسۍ، غريبۍ، ناچارۍ او بې علمۍ څخه څومره بده ګټه پورته كړې ده. خو په دې ښه پوه شه، چې زه پښتون يم، پښتون چې په سلو كلو كې خپل غچ واخلي، وايي چالاكي يې كړې ده.
پښتون هېڅ وخت خپل بدل چاته نه پرېږدي، په خوله خاندي، ګاونډيتوب او كليوالي كوي، غم او ښادۍ سره پالي، خو چې وخت راشي بيا خپل بدل اخلي او زه هم همدې ورځې ته سترګې په لار يم او په دې هم ښه پوه شه، چې زما ورځ راتلونكې ده. هغه ورځ به راشي، چې زه به په علم، ټكنالوجۍ او تخنيك سمبال يم، لاس به مې هم ډك وي، ناچاري او بې وسي به پاى ته رسېدلې وي، دا د جنګ جګړو او كړاوونو ډكې ورځې به تېرې او د تاريخ يو باب به وي. سوله به وي، امن به وي، ښادي او خوشحالي به وي، هلته به بيا كار او روزګار وي، علم، ترقي، اباي او پرمختګ به وي. بيا به زه تا سره ګورم، زه او ته به بيا هغه وخت سره خبرې كوو. زه به بيا هغه وخت ستا خوښ شم. ته به وايې چې څه خبره ده؟ ولې دومره په قهر يې؟ ولې دې دومره زړه ډك دى؟ ولې سپورې ستغې وايې؟ سره له دې چې ته ځان په ناګاره كې اچوې او پخپل زړه كې ښه پوهېږې، چې ولې زه په تا دومره عصبي يم، خو بيا هم ددې لپاره چې ستا غوږونه خلاص كړم او په دې دې پوه كړم، چې ستا جفاګانې ماته ښكاره دي، نو واوره چې تا كله ما سره ښۀ كړي دي؟ تا كله ما سره لاس نيوى كړى دى، ته كله زما په غم غمجن شوى يې؟ ستا خو ټول وخت ما سره بدي ده. تا خو ټول عمر زه كړولى، دردولى، زورولى، ژړولى او وژلى يم. ته په دې ښه پوه شه، چې دا ټول زما په ياد دي او زه د خپلې ورځې او د خپل وار په تمه شپې او ورځې سبا كوم.تا زما نواكي ځوانان، چې به تا سره لوبېدل، ځان سره لاهو كړي دي، چې په دې ډول دې ډېرې مېندې بورې كړي دي. تا زما برېتور پاخه ځوانان، چې به تا سره لمبدېل، پخپل مخ وړي دي او په دې لار دې ډېرې ځوانې مېرمنې كونډې كړي دي. تا زما په كوچنيانو، ماشومانو، ښځو او سپين ږيرو زړه نه دى سېځلى او دا ټول دې وخت ناوخته پخپله خېټه كې ډوب كړي دي، دا زما كله هېرېږي دښمني هم د چا هېرېږې؟ سيلاب به دې راوست، زه به خوشحاله وم، چې لرګي او ګوټي به ونيسم، چې خونه به مې ګرمه او نغرى به مې تود كړم، خو د لرګيو له نيولو سره به دې يو نيم ځوان قرباني كړ، چې دا لرګي او ګوټي به دې زموږ د مرګه پاتې كړل. يو نيم پټى چې مې لرو، هغه به دې هم همدې سيلاب په سر واخيست او په كنډو كنډوالو به دې بدل كړ. ته دومره بد نيته يې او دا دې هم راباندې پېرزو نه دي، چې دا دوه نيم پټي راته خړوبه كړې. ته دومره ژور بهېږې، چې زما ټوله ځمكه پاس پاتې ده، چې ستا د يو څاڅكي اوبو په ارمان زما ټول شين فصل وسوځي. دا دې هېرولو دي.؟ تا پخپله غاړه كې ټوله ځمكه، ټوله ابادي په شاړو بدله كړې ده. ته ځينې ځايونو كې پېنځه كيلومتره سرور، پراخ، پلن، په تكبر او غرور كې څپې وهې او روان يې، تا زما كلي، كوڅې، لارې او ګودرونه وړي دي. تا زما په جوماتونو، كوم چې ستا پر غاړه ما د زړه په وينو اباد كړي، زړه نه دى سېځلى، هغه دې په كنډواله بدل كړي دي. دا كله د چا هېرېږي! په دې پوه شه چې زه به د خپلې بې وسۍ او ناچارۍ ته د پاى ټكى ږدم. يوه ورځ به زه د هرې لارې غښتلى يم، بډاى به يم، په علم او تخنيك به سمبال يم، بيا به ستا خوا ته درځم، تا سره به خبرې كوم او بيا به نو ستا خوښ شم.پوهېږې تا سره څه كوم؟ تا پېزوانم، تا مهاروم چې دا غرور دې اوبه كړم. ستا دواړو خواوو ته سمټي ديوالونه دروم، چې شوخي دې ماته شي، چې نور نو نورې ځمكې له ځان سره لاهو نه كړې، په غاړو دې بندونه او برېښنا سټيشنونه جوړوم، چې ځمكې مې خړوبه، كلي او ښارونه مې روښانه شي، په اوږو دې درانده، درانده پلونه ږدم، چې هغه كليوال چې به مې په جاله كې له تا څخه پورې وتل او تا به جاله اړوله او لاهو كوله به دې، هغوى به ستا په سر پخپلو پښو ارامه
تېرېږي. دواړو خواوو ته دې لويې لارې ابادوم، چې ښي خوا ته به دې په لويه لار كې رنګارنګ شنې، سرې او سپينې موټرې روانې وي او كيڼ خوا ته بۀ دې د اور ګاډي پټلۍ وي، چې د اورګاډى به چلېږي او ستا په سينه به زما څو پوړيزه رنګينې بېړۍ روانې وي او په دې بېړيو كې به سيلانيان، ځوانان او پېغلې ناستې وي او د بېړۍ په سر به دا سندره د استاد مرحوم اولمير په اواز كې غږېږي: دا زمــــــوږ زيــــبــــــا وطــــــــــن دا زمــــــــوږ لــــــــــيـــلا وطــــن په موږ باندې ډېر ګران دى دا افــــغـــــــــــــانــــستــــــان دى
de Kunar Seend By: Ustad Omar Pasoon - بېرته شاته