(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکترحامددرڼااوقـبیلوي ټولنې په پـیچوموکې

لیکوال: ډ اګتر رحمت ربی زیـرکیا ر

[email protected]

January 4, 2013

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک       په ظاهر په باطن سپـین سپـیڅلي خلک   (رحمان بابا)

ډاکـتر حامـد وپـیـژنـئ

د افغانستان نامتو سیاست وال، وتلي ملي او علمي شخصیت، تکړه قانون پوه، او د اسلام د رڼا په پـیچومو کې د نیمې شپې لاروي شوي  ډاکتر عـبدالصمد حامد د ۲۰۱۲ د دسمبر په  دیرشمه نیټه(۹مرغومی/جدي ۱۳۹۱ لمریز هجري) په جرمني کې د زمکې سره خدای په اماني وکړه او د اسمان خوا ته د تل لپاره کډوال شو. وروسته له سید جمال الدین افغان (۱۸۹۷-۱۸۳۸) او محمود طرزي (۱۹۳۳-۱۸۶۵)، ډاکتر حامد هغه لومړی ملي-اسلامي روڼ اندی او محمد زی عالم و، چې پښتو یې ویلی، لیکلی او لوستلی شوه.

ارواښاد ډاکتر حامد په هډ پښتون او په پرګنه محّـمـد زی و او د بچه سقاو(۱۹۲۹) د واکمنۍ په مهال د ننګرهار  ولایت په خوږیاڼـو سیمه کې زیـږیدلی و. د بچه سقاو د نهه میاشتنئ واکمنۍ په مهال د ډاکتر حامد کورنۍ مجبوره وه چې د ننګرهار په مومند دره کې د پښتون غازي، سخي  او دیني عالم چکنور مُلا کلي ته کډه وکړي او دهغه په میلمستون کې دیره شي.  چکنور مُلا په پرګنه مومند و، نوم یې امیرمحّمد و او د خپل لاسلیک په ځای به یې تل «فقیر چکنور» لیکه. د ډاکتر حامد پلار دیني سړی و. په کونړ، میمنه، پروان او کندهار کې لوي ولسوال(اعلی حاکم) و. ډاګتر حامد ماته ویلي و چې د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې یې «خاپـوړې» کړی وې. د مور او پلار له خوا نیاګانې یې   په هـډ پښتنې وې.  ډاکتر حامد په کابل کې له نجات لیسې نه فارغ شوی و. ورپسې د افغانستان د ملي شورا په لګښت سویس ته لیـږل شوی و ځکه چې هلته د تحصیل لګښت کم و. په سویس کې یې د  حقوقو په څانګه کې د ډاکـترۍ بری لیک په« سـوما کوم لودې» درجه لاسته راوړی وچې په افغانستان کې ورته «له لسو نمرو نه جګ»( خارق العاده) ویلی شو. ملي شورا حامد د دې لپاره د حقوقو په څانګه کې  سویس ته استولی و چې وروسته له بریالیتوب نه به د خپل هیواد په پارلمان کې مشاور وي.

ما له ډیر پخوا راهیسې ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد د افغانستان د یوه کوټلي سیاسي اوعلمي شخصیت او صادق مسلمان   په حیث پیژانده. ډاکتر حامد زما  د لیکنو سره اشنا و خو له نږدې نه یې  نه پیژندلم.  زه په دې لیکنه کې يوه صحنه راسپـړم چې زموږ د ټولګي د ریاضیاتو د ښوونکي ارواښاد صادق خان وردګ او د ثانوي تدریساتو د ریٔس ډاکتر حامد تر منځ پیښه شوې وه.  دغه شان، دلته هغه معلومات وړاندې کوم چې له ۲۰۰۴زییز راهیسې مې  د تلفوني تماسونو په اوږدو کې د ډاکتر حامد له خولې اوریدلي وو. په ۱۹۸۹ کې د هغه مهال دلویدیز جرمني د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د بُن ښارته نږدې د افغانستان په اړه یو کانفرانس جوړشوی و. دغه کانفرانس ته ډاکتر حامد، زه او نور ګڼ شمیر افغانان (له پیښور، ایران، اروپا، او زما ارواښاد دوست یوسف فرند له امریکې نـه) وربلل شـوی وو. فرند هم زما دوست و او هم د ډاکتر حامـد(ګومان کوم چې فرند به ورته زما په اکله روغ معـلومات ورکړي وي). په هـوټل کې  د فـرند، زما او د ډاکتر حامد کوټې په عین پوړ کې وې. ظاهراً ډاکتر حامدهغه مهال زما په اکله یواځې دامعـلومات لرل چې زه  په کابل کې له خوشحال بابا لیسې نه فارغ شوی وم او لوړې زده کړې مې  په سیاسي علومو کې په جرمني کې بشپـړې کړې وې. ډیرې خبرې مو په هوټل کې وکړې.  دغه تماس د دې سبب شو چې زما او د ډاکتر حامد تر منځ متـقابل احترام غښتلی شي او په یوبل مو اعتماد پـوخ شي.

زما او ډاکترحامد یوه علمي همکاري

ډاکتر حامد په ما ټینګار وګړ چې که د فلسطین او اسرایٔـلو د کړکیچ د هوارولو په اړه په انګریزي یوه څیـړنیزه لیکنه راوباسم . ما لیکنه د ۲۰۰۸ په جنورۍ کې بشپـړه کړه او هغه ته مې  په ایمیل کې ولیـږله:

Relocate United Nations to Jerusalem  Harmonize Civilizations

د دغې لیکنې د لیکوالانو په حیث ما د ډاکتر حامد نوم لومړی او ورپسې مې خپل نوم لیکلی و. دوه درې ورځې وروسته یې راته ټلفون وکړ او په لیکنه یې غټه خوښي څرګنده کړه. خو ټینګار یې راباندې وکړ چې د دغې لیکنې لیکوال  به حتمازه (زیرکیار) یم او په لمن لیک کې  به  یې له هغه نه د مفکورې د راپورته کولو مننه کوم، او بس. د دغې لیکنې مخپاڼه په لاندې ډول ده:

RELOCATE  UNITED  NATIONS  TO JERUSALEM  TO  HARMONIZE CIVILIZATIONS

By:

By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar

(Independent Scholar, U.S.A.)

January 15, 2008

MAIN   IDEA

The point I want to emphasize here is this:  Relocating both first the UNESCO headquarters and thereupon the United Nations (UN) headquarters to Jerusalem could: (A) contribute a more lasting and creative solution to the very serious conflict over Haram Sharif (Temple Mount); (B) enhance the much needed harmony of civilizations; and (C) pave the way for a balancing global movement that can support pluralism, tolerance, power sharing, the system of “checks and balances,” and an egalitarian ideal.

_____________

[1] I owe a special debt to ex-deputy prime minister of Afghanistan, Dr. A. Samad Hamed, who has contributed ideas that ultimately influenced this writing.

ما د ډاکتر حامد په غوښتنه همدغسې وکړل، او د هغه په لارښودنه  مې لیکنه لومړی مهمو اشخاصو ته واستوله، او ورپسې مې په اینټرنیټ کې خپره کړه. په دغ لیکنه کې مې د جرمن شاعر ، نقاد او ډرامه لیکونکې  ډرامه (هوښیار ناتا ن) هم راوړې ده . د غه ډرامه د دې لیکنې په پای کې لوستلی شئ .

ډاکترحامد، غني خان او مړینه

د باچاخان د ځوي عبدالغني غني خان شعرونو ډاکتر حامد ته ډیر خوند ورکاوه. د ۲۰۰۷ د ژمی په پیل کې یې  راته په ټلفون کې وویل چې: غني خان یې له کابل نه د شمال خواته په ستالیف  نومې باغ کې میلمه کړی و او ‎ نور پښتو ژبي شاعران او لیکوالان یې هم دغې میلمستیا ته وربللي وو. ماته یې وویل چې غني خان «ډیر بې پروا فیلسوف» و او خپل فکر یې «له بل چانه پټولی نشو».  د دغې کلتوري میلې نورو ګډون کوونکو هم ډاکتر حامد ته ویلي وو چې غني خان په خپل شاعرانه تخیل کې دومره برلاسې و چې هغوی یې مقام ته نشو رسیدلی. زما زیرکیار په اند،  ښایي له همدې امله به استاد ګل پاچا الفت غني خان په «لیوني فلسفي» نازولی وي. ما ډاکتر حامد ته وویل چې غني خان له مړینې نه ویره نلرله، بلکې  د هسک څښتن نیکي یې ګڼله. غني حان هسک څښتن ته وایي چې:

مرګ خو یوه نیکي ده چې ته وکړه د انسان سره                              

مرګ ستا کور له یوړ، کنه و به تل  د ځان سـره                              

مــرګ پـټــه نــکاح ده، د مـکان د لامـکان ســره                             

ویې پوښتلم چې دا شعر مې له کومه لاسته راوړی و؟  ور غبرګه مې کړه چې دغني خان یوه بله  کړۍ به درته هم واوروم او بیابه جواب درکړم. راسره ویې منله:

کعبه جوړه ابراهیم کړه، زه جوړ کړی یم الله           اوس نو څوک لوی شو اوچت شو، وایه وایه ائ مُلا

ورته ومې ویل چې د باچاخان د مشر خورزي پوهاند جهانزیب نیاز په ټینګار مې هغه ته  دغني خان د شاعرۍ په اکله یوه لیکنه په ۲۰۰۷ کې ورلیـږ لې وه چې په پیښور کې په «دستار» نومې مجله کې یې خپره کړي. سرلیک یې و: د غني «ګډې وډې»  د زړه اوعقل په تله کې؟ داکتر حامد ماته په خندا کې وویل چې زه باید کوم وخت په افغانستان کې یو داسې علمي اینسټیتوت جوړکړم چې لیکوالانو او محقـقینو ته د عـنوان چلونه ورښئ. ورته ومې ویل چې په ذکرشوې لیکنه کې مې د مړینې او ژوند په اکله یو نری بحث هم کړی دي او هلته مې د ساه څیـړنې(سایکو انالیـزیس)د پلار جرمن ژبي زیګموند فرویید(۱۸۵۶- ۱۹۳۹) نظر هم خوندی کړی و. فرویید په ۷۴ کلنۍ کې داسې ویلي وو: «په موږ باندې د هسک څښتن مهرباني داده چې هر څومره موږ زړیـږو هغومره زموږ ژوند بې خونده کـیـږي. په پای کې د هغو ډیرو بارونو[کړاوونو] په کچه  مړینه د زغم وړ ګرځي».

“Perhaps gods are kind to us, by making life more disagreeable as we grow older. In the end, death seems less intolerable than manifold burdens we carry.  Quotationary, 2006

ډاکتر حامد راغبرګه کړه چې د خلکي رژیم په پـیر کې د څرخي ُپل په زندان کې «زه په دې خـوښ وم کـه ووژل شــم».

په شاهي پیر کې د ډاکتر حامد  یو ګټور وړاندیز

هغه مهال چې ډاکتر حامد  په شاهي پیر کې مرستیال صدراعظم و، داسې ډیر ګټور وړاندیز کړی و: پخواني شوروي اتحاد ته د لوړو زده کړو لپار استول شوي افغانان دې د تحصیل له بشـپـړولو نه وروسته، د یوې لـڼـډې مودې لپاره لویدیزې نړس ته واستول شي د دې لپاره چې د دواړو متضادو ( شوروي سوشلیستي او لویدیز پانګه وال) نظا مونو په ښیګڼو او نیمګړتیاو پوه شي( د ۲۰۰۷ د نومبر په میاشت کې زما او ډاکتر حامد ټلفوني خبرې).

په وروستني شاهي اساسي قا نون کې د ډاکتر حا مد رول       

 د شاهي نظام په وروستني اساسي قانون (۱۹۶۴زییز، ۱۳۴۳ لمریز) کې ډاکتر حامد دروند رول لوبولی و. ماته یې داسې معلومات راکړل: د تسوید په کمیټه کې قانون پوه حمیدالله( د صدارت د مرستیال او د دربار د وزیر علی محّمد خان ځوي) ګډون لاره. علي محّمد خان اصلا د بدخشان و. محّمد موسی شفیق چې د شاهي دورې وروستنئ صدر اعظم و، د تسوید د کمیټې منشي واو د اساسي قانون په عدلي برخه (قضا او ستره محکمه) کې یې زیات کارکړی و. میر محمد صدیق فرهنګ د پاچا د حقوقو او امتیازاتو برخه په غاړه اخیستې وه.  پخپله ډاکتر حامد د تسوید کمیې ته په پیل کې «څواویا»( په ډیر احتمال سره ۷۲) پوښتنې وړاندې کړې وې چې باید د تسوید په کمیټه کې ورته جواب وویل شي.(ما زیرکیار د ۱۹۹۸ په اوړي کې د تلفون له لارې د ارواښاد مشر پاچا صاحب شمس الدین مجروح نه اوریدلي وو چې ډاکتر حامد د اویا په شاوخوا کې مهمې پوښتنې د تسوید کمیټې ته وړاندې کړې وې. استاد مجروح د  اساسي قانون د تسوید د کمیټې مشر و).  ډاکتر حامد راته وویل چې شاید شل پوښتنې  به ورسره په کورکې وي، خو زیاته یې کړه چې  پخپله دی یې میندلی نشي. د حکومت، مدني حقوقو، شورا او د اظطراري حالت غټه برخه پخپله ډاکتر حامد او کوچنئ برخه یې حمیدالله( د دربار دوزیر علی محّمد خان ځوی) تهیه کړې وه. د  خبرو په پای کې ما زیرکیار وویل چې: نه پوهیـږم پخواني پاچا محمد ظاهرشاه به د سردار محّمد داود خان او سردار محّمد نعیم خان په راټـیټـولو او تجریدولو کې  او په یوه کلکه قبیلوي ټولنه کې د  کال۱۹۶۴ د اساسي قانون په رامنځته کولو کې کومه ګـټه تصور کړې وه؟! ډاکتر حامد راته داسې جواب راکړ: پاچا داسې فکر کاوه چې د دغه اساسي قانون له لارې به د امریکې پام افغانستان ته راوګرځوي، خو واشنګټن د دغه بدلون سره  علاقه ونه ښودله ( د ډاکتر حامد سره زما تلفوني خواله، ۲۴جولای ۲۰۰۸).

بیـلابـیل مهـم معـلومـا ت

 ډاکتر حامد به میرویس نیکه ته د «فخر افغان» په سترګه کتل. طاهر بدخشي ( چې میرمن یې د ډاکتر حامد له خولې د کشتمند خور یا لوروه )په شاهي دوره کې ډاګتر حامد ته لیک استولی و او مرسته یې ورنه غوښتې وه.( زما او ډاکتر تلفوني خواله،اګست۳، ۲۰۰۸). زما زیرکیار په اند، دلته وینو چې اورپکی (راډیکال) شعله یی کامیونیست هم د ډاګتر حامد په عدالت طلبه دریځ پوهیده.

ډاکتر عثمان روستار تره کی چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په په پوهنځي کې د ، ډاکتر حامد شاګرد و، ماته د ۲۰۱۲ د دسمبر په ۳۰(د فرانسې په وخت د شپې د لسو بجو په شاوخوا کې) په تلفون کې وویل چې پخپله دی د شاګرد په حیث د ډاکتر حامد په خبرو سم نه پوهیده. ما زیرګیار ته هم پخپله ډاکتر حامد د ۲۰۱۲ په پسرلي کې په تلفون کې ویلي وو چې د حقوقو د پوهنځي یو شاګرد پخپله ده ته شکایت کړی و چې په خبرو یې نه پوهیـږي. ډاکتر حامد دومره صادق انسان و چې ماته یې هم وویل چې په وینا کې یې افاده کمزورې وه.

کشمیر د افغانستان خاوره وه. صدراعظم ډاکتر محمد یوسف، د بهرنیو چارو د وزارت لوړ رتبه مامور او سفیر ډاکتر روان فرهادي، مورخ میر محمد صدیق فرهنګ او وزیر سید قاسم رشتیا کشمیریان وو. یانې مشران یې له کشمیر نه  اوسني افغانستان ته راغلي وو. 

  خلکي رژیم چې په اپریل ۱۹۷۸ کې قدرت ونیو، ډاکتر حامد  یې د څرخي پُـل زندان ته واچاوه.  ډاکتر حامد په کابل کې د پرچم د ګوند د مشر ببرک کارمل همصنـفی و.  کارمل ته چې قدرت ۱۹۷۹ په پای کې  وروسپارل شو، ډاکتر حامد له زندان نه خلاص شو: بیا ورپسې کارمل خپل سریاور واستاوه چې ارګ ته( دکارمل اوسید ځای ته) یې ویسي. په ارګ کې یې د کارمل سره ولیدل. هغه ډاکتر حامد ته بلنه ورکړه چې د موجوده رژیم سره همکاري وکړې. خو ډاکتر حامد ورته وویل چې «زه ناروغ یم، ناروغ به څه مرسته وکړای شي».  بیرته يې کورته واستاوه.  راته زیاته یې کړه چې بیا ورپسې میر محمد صدیق فرهنګ  په تور رسمي موټر کې ورغلی وچې ډاکتر حامد د پرچمي رژیم سره همکارۍ ته وهڅوي. خو ډاکتر حامد ورغبرګه کړه چې «ناروغ» دی او «څه یې له لاسه پوره نه دی». ډاکتر حامد ما زیرکیار ته وویل چې  په دغه مهال یې «دفرهنګ اصلي څیره وپیـژندله». هغه زیاته کړه چې «زه پخوا په فرهنګ تیروتلی وم».

ډاکتر حامد راته داسې هم وویل چې پخوا ځینې هزاره ګان برتانوي هند ته تللي وو او هلته یې تعلیم کړی و. انګریزانو هغوی کویټې ته ولیـږل چې سردار/امیر عبد الرحمان خان( ۱۹۰۱-۱۸۸۰) ته  مشکلات راپیداکړي او امیر د فشار لاندې ونیسي چې د انګریزانو غوښتنو ته تن کـیـږدي. زما زیرکیار په اند، ښایي له دې امله به امیر عـبدالرحمان خان د هزاره ګانو په مقابل تاوتریخوالی کارولی وي-- ما زیرکیارته د ډاکتر حامد له خوا تلفون، ۷ دسمبر ۲۰۰۹زییز کال.

د ډاکتر حامد مور خوږیاڼۍ وه او پلار یې په پښتو لهجه فارسي ویله.  غلام فاروق عثمان( چې د سردار محمدهاشم خان مامازی و) په پښتو پو هیده. فاروق عثما ن د وروستني شاهي اساسي قانون (۱۳۴۳لمریز، ۱۹۶۴ ) د رامنځته کیدا په مهال په کابل کې په خپل باغ کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې یواځې د پښتو په رسمي کولو را چاپیـره وه. د ډاکتر حامد د وینا له مخې، امیر دوست محمد خان، امیر شیر علیخان، او امیر عبدالرحمان خان په پښتو پوهیدل،خو امان الله خان او محّمد نادرخان په پښتو نه پوهیدل. باچاخان په خپل پـڼـډ کتاب  کې (زما ژوند او جد و جهـد. د دانش خپرندوی ټولنه، پیښور:۲۰۰۸=لمریز۱۳۸۷، ۷۸۸ مخونه) کاږي چې په کابل کې یې امان الله خان ته سپارښتنه کړې وه چې د پښتون پاچا په حیث باید پښتو زده کړي. باچا خان لیکي چې امان الله خان یې په ۱۹۲۹ کې په بمبی کې ولید او د باچا خان سره په پښتو ګړیده. خو باچاخان په خپل دغه کتاب کې  د نادرخان د پښتو په اکله څه نه دي لیکلي. د محمود طرزي پلار (غلام محّمد) په پښتو او فارسي شعر وایه.

ډاکتر حامد د پښتنو ډیر متلونه ، په زړه پورې کلتوري کیسې او ولسي ټوکې زده کړې وې.  د دغو واقعیتونو په مټ ویلی شم چې اروا ښاد ډاکتر عبدالصمد حامد یو وتلی ولسي مشر هم و.

زه زیرکیار په کابل کې  د خوشحال بابا په لیسه کې (ګومان کوم)  د اتم ټولګي زده کوونکی وم. په ټولګي کې موږ ته ارواښاد صادق خان وردګ د حساب/ریاضي درس راکاوه. ناڅاپه ډاکتر حامد چې د پوهنې د وزارت د ثانوي تدریساتو ریٔس و زموږ ټولګي ته ځانله راننوت. ښوونکي صادق خان ور نه پوښتنه وکړه چې دی څوک دی؟ ده ورغبر کړه چې حامد د ثانوي تدریساتو ریٔس دی!  ښوونکي هم ورته ځان معرفي کړ. ډاکتر حامد په  په ټولګي کې ښکته پورته وکتل، مننه یې وکړه او ډیر زر ووت ځکه چې هرڅه پاک او منظم وو او ښوونکې هم په درس ورکولو بوخت و. موږ زده کوونکي وارختا وو چې مبادا زموږ تکړه ښوونکی صادق خان خپل کار له لاسه ورنکړي. په ۱۹۷۵ کې زه د برلین د ازاد پوهنتون له خوا افغانستان ته د علمې څیړنې لپاره تللی وم. یوه ورځ مې د بهـرنیو چارو د وزارت په خوا کې د استاد صادق خان یو ملګري ولید. هغه ته مې د صادق خان قصه وکړه. هغه راته وویل چې استاد دې په ډیره غریبۍ کې په حق رسیدلی دی.ما د لارې په سر د صادق خان ملګري ته خپله غمشریکي ښکاره کړه. هغه زیاته کړه  چې د صنف له پیښې نه لـږ وروسته، ډاکتر حامد  هغه وزارت ته غوښتلی و او له خپل جیب نه یې  دوه درې سوه روپۍ جایزه ورکړې وه. ما په زړه کې ډاکتر حامد ته ډیره دُعا وکړه او زما په زړه کې یې د دروند او انصافـمند شخصیت په څیر ځای ونیو. ‎

تنکی ځوان حـا مـد او هـوښـیار نا تا ن

حامد لومړی ځل ښوونځي ته په میمنه کې او بیا په پروان کې داخل شوی و .ورپسې په کابل کې په  نجات لیسه زده کوونکی شو چې ښوونکي یې جرمنیان وو. د دغه ښوونځي په لسم ټولګې کې ورته جرمن - یهود ښوونکي ډاکتر باوم د جرمن ډرامه لیکونکي لیسینګ(۱۷۸۱-۱۷۲۹) وروستنئ او د دینونو د پوخلاینې او جوړجاړ په اکله وتلې تربیوي ډرامه ور کړې وه چې راپور پرې وکاږي. د ډرامې سرلیک و: هوښیار ناتا ن

  لیسینګ د الهیاتو او طب په څانګو کې تحصیل کړی و. په جرمني کې  لیسینګ هغه مقام لاره چې شکسپـیر په انګلستان کې ګټلی و. د لیسینګ د ډرامې کیسه داسې وه:

Gotthold Ephraim Lessing, Nathan der Weise (Nathan the Wise)

په ډرامه کې کې لیسینګ د ناتان رول لوبوي چې هوښیار یهود تاجر و.  د دریم صلیبي جنګ په مهال، روڼ اندی اسلامي واکمن صلاح الدین په القدس (جیروزالم) کې ناتان خپل دربار ته رابلي او او پوښتنه ورنه کوي چې په درې الهي دینونو ( یهودیت، عیسویت او اسلام) کې کوم یو اصلي دی. هوښیار ناتان ورته د یوه باچا کیسه کوي چې یوه ګوته یې د درې ځامنو لپاره لرله: له ډیرو پیـړیو را هیسې باچانو(پادشاهانو) یو ځوی لاره او هر باچا به د مړینې په مهال یوه ګوته خپل یواځیبني ځوی تا په میراث پریښودله. یو وخت راورسید چې باچا د یوه ځوی په ځای  درې ځامن لرل، خو هغه یوازې یوه اصلي ګوته لرله. باچا د خپل وخت یو ډیر وتلي زرګر ته  ذکر شوې اصلي ګوته ورکړه چې  د هغې په شان دوه(۲) داسې ګوتې جوړې کړي چې اصلي ګوتې ته په بشپـړ ډول ورته وي.  په دې ډول باچا د خپلې مړینې په مهال هر ځوی ته ځانله ځانله یوه یوه ګوته وروسپارله او هر یو ته یې ځانله ځانله وویل چې دغه ګوته اصلي ده او د پلار له مړینې نه وروسته به یې حفاظت کوي او خپل ځوی ته به یې امانت په میراث ورسپاري. په دې ډول هر ځوی فکر کاوه چې پلار ورته له پیـړیو راهیسې یواځینئ نګه (سوچه)  ګوته په میراث سپارلې ده. په دې ډرامه کې لیسینګ د دینونو تر منځ زغم (تحمل)، ملګرتیا او بشردوستي تمثیلوي. دې ډرامې په تنکي ځوان عبدالصمد چې وروسته حامد شو ډیر اغیز پریښی و. ډاکتر حامد ماته دغه ډرامه په جرمني ژبه له جرمني نه  د ۲۰۰۷  په مني کې راولـیـږله. د روڼ اندي لیسینګ ډرامې زوړ زیرکیار هم  تر اغـیز لانـدې راوست.ډ اګتر زیـرکیا ر

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

 

د ارواښاد ډاکتر صمد حامد په مړینه د غمرازۍ پیغامونه

د ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد د مړینې له کبله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمشریکې او خواخوږې پیغام!

دردمنو هیوادوالو!

په ډیرې خواشینې، تالم او تاسف سره مو خبر تر لاسه کړ،چې د صدارت پخوانی مرستیال ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد دا  د هیواد اصیل بچی د ۲۰۱۲ لمریز کال د دسامبر په ۳۰مه نیټه،په آلمان کې د ورپیښې ناروغې له کبله ساه ورکړه او ددې فاني دنیا څخه ابدي دنیا ته وکوچید.

انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، د ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد مړینه هیوادته ډیره لویه تشه اوعظیمه ضایعه ګڼي.

موږ د ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد درنې کورنې،ملګرو، مینه والو او ټولو هیوادوالو سره په دې عظیم غم کې ځانونه شریک بولو، ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد ته د مغفرت هیله کوو او کورنې، دوستانو او ملګرو ته يې صبر غواړو.

په حقه، چې ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد ،ډیر لوی ،سپیڅلی او با ایمانه، په خبره ولاړ،د حق طرفدار، په هیواد مین ، متدین، مهربان اوپه خپل ژوند اوسیاست کې د پاکې، زهد اوتقوا څښتن انسان و. خصوصا په سیاست کې پاکي،زهد اوتقوا، د اوراښاد ډاکتر عبدالصمد حامد ځانګړتیا وه،چې دا ځانګړتیا په خواشینې سره په سیاستوالو کې ډیره لږه لیدل کیږي.همدا تشه ده، چې زموږ په هیواد کې له بده مرغه دا ۳۵ کلنه غمیزه او تراژیدي پای نه مومي او ورځ تر بله لا ژوریږي او هیوادوال لا کړیړي. که چیرې زموږ د هیواد مشران،سیاستوال او دچارو مسوولین دا د ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد پاکي، زهد او تقوا خپله کړي او ددوی پر پله،خپل پلونه کیږدي موږ یقین لرو،چې ډیر ژر به دې غملړلي هیواد ته د سولې، سوکالې او خوشبختې ورونه پرانیستل شي او د ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد روح به ابدي آرامتیا خپله کړي.

موږیقین لرو، چې ددې سپیڅلي انسان یاد به د ریښتینوافغانان په زړونو او ذهنونوکې تل تر تله ژوندی وي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې،د خپلو ملي او فرهنګي هلوځلوپه چوکاټ کې له نیکه مرغه، د دغه ستراو سپیڅلي ملي شخصیت یاد په ژوندونې کړی و، او ( د دموکراسۍ د لسیزې نومیالۍ څیره د ښاغلي ډاکټر عبدالصد حامد د اتیایمې کلیزې ویاړغونډه ) تر سرلیک لاندې په   20.11.2010 د آلمان د هیورت ښارکې لمانځلې وه.

دوستان کولای شي ،چې په لاندني لینک کې،هغه ویاړغوڼډه ولولي:

http://s-rohi.com/fullstory.php?id=8063

روح د ښاد وي.

په ډیر درنښت

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه

دمشر تابه جرګه


ډاکتر عبدالصمد حامد
لیک:ډاکترخوشال روهي
د افغانستان يو رښتينی بچی او وتلی ملي شخصيت ډاکتر عبدالصمد حامد د خپلې څلوراتيايمې کليزې په درشل کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او ابدي سفر ته يې مخه کړه، انا لله و انا اليه راجعون.
د افغانستان په معاصر تاريخ کې ښايي ډېر خلک د ارواښاد حامد صيب په څېر لوړو څوکيو ته رسېدلي وي، بلکې تر ده يې هم په ډېرو او لوړو پوستونو کې دنده ترسره کړي وي، خو دا د ډاکتر صيب حامد دولتي چوکۍ نه وې چې ده ته يې ارزښت او شهرت ورکړی و، بلکې دا د ده ملي وقار، تشخص او تقوا وه. ما د ډېرو خلکو په اړه د ملي شخصيت اصطلاح اورېدلې ده او ښايي داکثرو په اړه به يې صدق هم لرلی وي، خو کله مې چې ډاکتر صيب حامد لېده نو د ملي شخصيت مفهوم مې په ټوله مانا احساساوه. که څه هم زه ډېر ځله د ډاکتر صيب حامد په ليدو مشرف شوی يم، خو هر څومره چې فکر کوم له ده نه مې هېڅکله د افغانستان د ملي مسايلو په اړه بې مسووليته او ناسنجول شوې خبره نه ده اورېدلې. د ده په خبرو او دريځ کې يو ډېر ژور تفکر او تحليل موجود و او کومې وړاندوينې چې ده کولې اکثراً سمې راوتلې او ښايي همدغه ژور تحليل به د افغانستان په وروستيو سياسي لوبو کې د ده د فعالې ونډې مخه نيولې وي. پر حامد صيب يوازنۍ نيوکه دا ده چې ولې يې په سياسي ډګر کې فعال رول نه لوباوه او ده په خپله هم دا خبره منله. يوه ورځ چې زه له دوه درې تنو مشرانو سره د حامد صيب پوښتنې ته ورغلی وم، ده له موږ پوښتنه وکړه چې تاسې پوهېږئ ولې خلک په ماپسې ډېرې خبرې نه کوي؟ ده زياته کړه دا ځکه چې زه خوځېږم نه! زما لپاره همدا خبره اوس د يوې وجيزې حيثيت لري، مانا دا چې که څوک خوځېږي خبرې به مخامخا ورپسې کېږي.
خبره دا نه وه چې ده خپل مسووليت نه پېژانده، بلکې د لويې لوبې د دسيسو له امله له هغو ملي مسووليتونو وېرېده چې ښايي پر ده ورتپل شوي وای او له همدې امله يې انزوا ته مخه کړه. د جهاد په ټوله دوره کې د ډاکتر نجيب ترنسکورېدو پورې ډاکتر صيب حامد نسبتاً فعال رول درلود، خو کله چې له ډاکتر نجيب څخه د واک د سوله ييز لېږد په اړه د محمود مستېري په مشرۍ د ملګرو ملتو پروګرام د نړيوالې او سيمه ييزې دسيسې قرباني شو او افغانستان د کورنۍ جګړې په سره تبۍ واوښت، ډاکتر صيب ناهيلی شو او انزوا يې غوره کړه. په هغه نا پيېلې ډله کې چې ښايي له ډاکتر نجيب څخه واک ورته انتقال شوی وای، ډاکتر صيب حامد مهم رول درلود. وروسته دی په ډېرې سختۍ مرکو او غونډو ته حاضرېده. په ۱۹۹۹ کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په جرمني کې د افغانستان د خپلواکۍ اتيايمه کليزه لمانځله. ما له ده څخه هيله وکړه چې په دغه کليزه کې برخه واخلي او مقاله واوروي. ده ډېر استدلال وکړ چې ځان راڅخه خلاص کړي. د ده يو دليل دا و، چې زموږ کورنۍ د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې ډېره زيانمنه شوې ده، که چېرې ځينې خبرې چې زه يې بايد وکړم په مقاله کې راوړم نو ښايي خلک فکر وکړي چې زه شخصي عقده لرم او که نه يې وايم زما وجدان به نا آرام وي. زما له ډېر ټينګار سره حامد صيب د اوږدې مودې روژه ماته کړه او په ياده کلیزه کې يې ګډون وکړ او يوه ډېره ژوره وينا يې واوروله. د خپلواکۍ په کليزه کې د لومړي ځل لپاره د غازی امان الله خان زوی (شاهزاده احسان الله د افغانستان) او لوريې (شاهزادګۍ هنديه د افغانستان) هم ګډون کړی وو. په خصوصي خبرو کې چې حامد صيب د افغانستان د استقلال په اړه کومې خبرې له موږ سره شريکولې ډېرې په زړه پورې او نوې وې، خو له هغو يې په مقاله کې ډډه کړې وه. حامد صيب ويل چې د افغانستان استقلال يو آمر لري، يو عالم لري او يو عامل لري. د ده په وينا غازي امان الله خان د افغانستان د استقلال آمر و، يعنې د استقلال د حصول امر يې ورکړ، عالم يې علامه محمد طرزي و چې دا مفکوره يې راپورته کړه او عامل يې سپه سالار نادرخان و، چې د جګړې په ډګر کې يې استقلال ترلاسه کړ.
کله چې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د هوتکي پاڅون درې سومه کليزه د يوه علمي سيمينار په ترڅ کې لمانځله، موږ بيا د ګډون هيله ترې وکړه، خو دا ځل يې صحت په دريځ کې د درېدو اجازه نه ورکوله او له همدې امله مو د ده وينا په ويډيو کې ثبت کړه او د سيمينار ګډونوالو ته مو واوروله. له هوتکي پاڅون او د ميرويس نيکه له شخصيت سره حامد صيب ځانګړې مينه او دلچسپي لرله او دغه پاڅون يې له يوې بلې او نوې زوايې ارزواوه. ده ژمنه وکړه، چې په دې اړه به وروسته يوه مفصله ليکنه کوي. شاوخوا پنځوس مخه ليکنه يې وکړه او ما ټوله ټيپ کړه، خو لکه څرنګه چې حامد صيب په ورځنيو ملی مسايلو کې له ډېر دقت او احتياط څخه کار اخېست، په ملي تاريخي مسايلو کې ډېر غور او دقت هم د ده د ډېرو ليکنو مخه نيوله. څو ځلې يې په ليکنه کې بدلون راوست او وروسته يې ژمنه وکړه چې پر ليکنه به له سره غور کوي او بيا به يې راسپاري، خو زه افغانستان ته لاړم او ګومان کوم ده يې هم تر ليکلو نه ليکلو ته ترجيح ورکړه او يا ښايي صحت به يې اجازه نه ورکوله، هغسې ليکنه وکړي چې د ده زړه غوښتل.
ماته د د خپلواکۍ د اتيايمي کليزې او د هوتکي پاڅون د درې سومې کليزې پر مهال دا څرګنده شوه، چې حامد صيب يوازې حقوقپوه او سياستپوه نه دی، بلکې يو ډېر ژور تاريخي تحليل او مطالعه هم لري. د افغانستان د قوانينو، لویو جرګو او ولسي جرګو په اړه هم ده ډېر په زه پورې مالومات درلودل. له ما او انځور صيب سره يې ژمنه کړې وه، چې د لويو جرګو او ولسي جرګو پر بهير به يوه ښه مقدمه ليکي او په همدې برخه کې به هغه اسناد چې ورسره دي، موږ ته راکوي چې د ده له مقدمې سره يې چاپ کړو، وروسته که څه هم انځور صيب دا کار ډېر تعقيب کړ، خو يوازې د اسنادو په ترلاسه کولو بریالی شو، چې انشا الله په نږدې ورځو کې به له چاپه راوځي.
تر کومې اندازې چې ماته مالومه ده، حامد صيب په افغانستان کې د رسمي دندو پر مهال د معاصر ملت ـ دولت جوړونې او دموکراسۍ په تعميم کې فعاله ونډه درلوده او په دې برخه کې هم عالم و او هم عامل. حامد صيب چې په اساسي حقوقوکې دوکتورا درلوده، د ۱۳۴۳ اساسي قانون په جوړولو کې کليدي رول لرلی دی. دې قانون په افغانستان کې د دموکراسۍ بنسټ کېښود او اوسنی اساسي قانون هم د هماغه قانون پر بنسټ جوړ شوی دی. حامد صيب نه يوازې د دموکراسۍ لپاره قانوني بنسټ جوړولو، بلکې د هغې لپاره يې تنويري چارې هم پر مخ وړلې او زياتره يې د ځوانو روڼ اندو ملاتړ ترلاسه کولو. د کابل پوهنتون زياتره حقوقي بنسټ هم د ده په وخت کې اېښودل شوی دی. د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند صيب محمد قاسم جمدر وايي، چې په کابل پوهنتون کې اکثريت قوانين او اداري لايحې د ده په وخت کې جوړې شوې او تر ده پخوا په دې برخه کې ډېر کم کار شوی و.
حامد صيب ملي يووالي ته له فکري او عملي اړخه معتقد او ژمن شخصيت و. زما هېڅکله نه په يادېږي، چې د افغانستان مسايلو ته يې له قومي زاويې کتلي وي او يا يې پر داسې قومي احساستو مطرح کړي وي لکه نن سبا چې له بده مرغه معمول ده. ده به تل ملي مسايل له يو پراخ ليدلوري مطرح کول او د افغانستان مسأله يې د ټول ملت په کچه او د سيمې په کچه څېړله. ما يوازې يو ځل يوه سپارښتنه له ده څخه واورېده، چې هغه هم په واقعيت کې قومي نه ده بلکې ملي ارزښت لري. حامد صيب پر موږ سپارښتنه کوله، چې افغانان بايد د بلوڅانو ملګرتيا ته ډېر ارزښت ورکړي، ځکه چې بلوڅان په سيمه کې د افغانانو ستراتيژيک ملګري دي او د دوی ملګرتيا به افغانستان تر سمندره ورسوي.
حامد صيب د ملي تقوا تر څنګ ژوره ديني تقوا هم درلوده، که څه هم ده په سويس کې لوړې زده کړې ترسره کړې خو له ده سره په څو ځل کښېناستو د ده ژوره ديني عقيده او تقوا درک کېدای شوه. د ده بحثونه او خبرې به يا پر موجوده ملي مسايلو څرخېدل، يا به تاريخي و، يا به ديني. خو ديني بحثونو يې ژور فلسفي اړخ درلود او داسې ټکو ته يې د سړي پام اړولو چې پخوا به يې کله ورته فکر نه و. که چېرې يې کله شخصي بحث هم کاوه، په هغه کې به هم د معاصر تاريخ چاشني پرته وه. حامد صيب د يوه رښتيني عالم په توګه د عمر تر پايه له مطالعې سره مينه لرله او تل به يې د نويو کتابونو پوښتنه کوله او په خبرو کې به يې د نويو مطالعو حواله هم ورکوله. مانا دا چې د مالوماتو اسناد به يې نوي کېدل او يوازې يې پر پخوانيو موادو اتکا نه کوله.
که څه هم حامد صيب په وروستيو کلو کې ناروغ او ډېر کمزوری و، خو هېڅکله يې له ناروغۍ شکايت نه کاوه او زه چې اوس فکر کوم واقعاً ډېر صبور انسان و. ما يوازې يو ځل له ده څخه د ټوکې په بڼه شکايت واورېده. کله چې يو ځل موږ له ده څخه د روغتيا پوښتنه کوله، ده په ټوکو وويل چې نوره ښه يم خو هر ځل چې تاسې راځئ زه ګورم چې تاسې تر پخوا لوړ شوي يئ. حامد صيب په وروستيو وختو کې په امسا او وروسته هم د يوې لاسي ګاډۍ په مټ درېده، خو په هماغه کمزوري حالت کې به يې هم مېلمانه تر دروازې پورې بدرګه کول.
حامد صيب يو بې ريا انسان و او د ځان ښودنې او ځان مطرح کولو سره يې هېڅ لېوالتيا نه ښودله. انځور صيب او ما پرېکړه کړې وه، چې د ده د زوکړې اتيايمه کليزه د افغانستان د کلتورې ودې ټولنې له خوا په جرمني کې لمانځو. ما يې د زېږېدو دقيقې نېټې پوښتنه وکړه، خو دی سمدستي زموږ په مقصد پوه شو او ځان يې تېر کړ، وروسته چې ما ټينګار وکړ ټوکه يې وکړه چې هغه ورځ مې اوس نه يادېږي چې زه پيداکېدم. کله مو چې بیا خپل پروګرام ورسره شريک کړ، په کلکه يې منع وکړه.
د داسې شخصيتونو له ظرفيت څخه، چې د افغانستان غوندې بې وزله او په کړاوونو اخته هېواد کې د نادرو غميو په څېر دي، باید ډېره ګټه اخېستل شوې وای خو له بده مرغه په افغانستان کې نه داسې ملي حاکميت شته او نه ملي قوتونه او بنسټونه چې د حامد صيب په څېر د شخصيتونو په قدر پوه شي او يا يې له فيضه ګټه واخلي. سمه ده چې حامد صيب نور په سياسي ډګر کې له منډو لاس اخېستی و، خو داسې کېدای شول چې د افغانستان په ستراتيژيکو ملي مسايلو کې له ده څخه مشوره اخېستل شوې وای. د کرزي په ټوله يولس کلنه واکمنۍ کې يوازې يو ځل نوموړي په غير مستقيم ډول له حامد صيب څخه د مرستې غوښتنه وکړه. يو دوه کاله وړاندې چې د امريکايي کانګرس مينانو او د جرمني د يوه څېړنيز انستيتوت په نوښت د شمال ټلوالې څو تنه جنګسالاران جرمني ته دعوت شوي وو او دلته يې د افغانستان د راتلونکي نظام او په اغلب ګومان د فدرالي طرحې په اړه خبرې کولې، حامد کرزي له ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد څخه غوښتنه وکړه، چې د جرمني پر حکومت فشار واچوي، خو حامد صيب په ډېر مؤدبانه ډول ځواب ورکړ او د خپلې ناروغۍ عذر يې وړاندې کړ.
حامد صيب داسې يو شخصيت درلود، چې کله به سړي ورسره وکتل او د افغانستان د حالاتو په اړه به يې ورسره خبرې وکړې، که څه هم دغو خبرو به زموږ پر روانې غميزې کوم مستقيم اغېز نه درلود، خو د سړي د زړه بار به سپک شو. څو ورځې وړاندې چې زه بيا جرمني ته راغلی وم ما غوښتل بيا يې په زيارت مشرف شم، خو له بده مرغه چې په جنازه يې واوښتم. د حامد صيب کورنۍ هم د ده په څېر هېڅ هڅه ونه کړه چې د ده په جنازه کې ډېر تشريفات وشي او په ډېرې ملنګۍ يې غوښتل چې په خپله پلرنۍ هدېره کې يې خاورو ته وسپاري. موږ ګورو چې څنګه هره ورځ په افغانستان کې د جنګسالارانو او جنګي جنايتکارانو لمانځنې کېږي او نومونه يې پر ملي بسنټونو او ودانيو اېښودل کېږي. هيله ده چې يوه ورځ په افغانستان کې رښتيني ملي واکمني ټينګه شي او د هېواد د رښتينو بچيانو لمانځنه د دوی له شان سره سمه وشي.
لاندې هم کولای شئ د ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد لنډ ژوند ليک ولولئ:
ډاکټر صاحب عبدالصمد حامد د ۱۹۲۹ ز كال د جنورۍ په ۸ مه نېټه د خوګیاڼو په ولسوالۍ كې د نایب الحکومه عبدالرزاق خان آغا کره زېږېدلې په خټه محمدزی دی. لومړنۍ زده كړې یې د نجات په لېسه كې ترسره كړي، او د لوړو زده كړو لپاره سویس ته ولېږل شو.
ښاغلي ډاکټر صاحب حامد په ۱۹۵۷ ز كال سویس کې په قانونپوهنه كې دوكتورا ترلاسه كړه. هېواد ته د راستنېدو سره یې د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي كې د ښوونكي په توګه، په دنده پیل وکړ، نوموړي په ډېرو رسمي او دولتي لوړو څوكیو کې كار كړې. په ۱۹۶۴ ز كال کې د ډاکټر یوسف لخوا د اساسي قانون د تسوید په ډله کې شامل شو چې همدا مهال یې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د منځنیو تدریساتو د ریس په توګه دنده ترسره کوله. پر دې سر بېره د دیموکراسۍ په
حکومتونو کې د پوهنتون ریس، د پروان والي، د نوراحمد اعتمادي په دوره کې د پلان وزیر او د ډاکټر ظاهر په دوره کې د صدارت مرستیال په دندو پاتې شوی دی. نوموړي د ډاکټر ظاهر د حکومت پرمهال د بادغیس او د غور د والیانو د لیرې کولو پر سر خپله دنده پرېښوده او استعفا یې وکړه.
د غویي د اوښتون څخه وروسته په ۱۹۷۸ ز كال زندان ته واچول شو او په ۱۹۸۰ ز كال راخلاص شو او آلمان ته کډوال شو، چې د ډسمبر پر ۳۰ نېټه د سهار په پنځه نيمو بجو د جرمني د اېرکرات په ښار کې په حق ورسېد او جنازه يې د ننګرهار د خوګياڼيو په کږه بانډه کې خاورو ته وسپارل شوه

- بېرته شاته