(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولی پیاوړی خنډونه

زمونږ ګران هیواد کی د سولی پیاوړی خنډون

بسم الله الرحمن الرحیم

ه ( الحاج استاد بیانزی )

زمونږ ګران هیواد پوره دری نیمی لسیزی په خونړی ډیر بی رحمه جنګ کی ( چه ساری نه لری) کیوتی او ننوتی دی ، ددی وحشی جنګ په اوله مرحله کی شوروی اتحاد د ټول وارسا کمونستی بلاک ۲۲(  ملکونو) برخه درلوده چه د سرو لښکرو په نامه یادیدی دی زواک په داسی حال کی چه زمونږ د ګران هیواد سیاسی قدرت یی هم خپل کړی وو اویوشمیر  خرڅ شوی بی ضمیره اوملحد کمونستان د خلق او پرچم په نوم ورسره  ملګری او زمونږ د ګران هیواد په سیاسی قدرت یی حاکمیت درلود په دی جنګ کی څه د پاسه دوه میلونه بی ګناه او بی دفاع مسلمان افغانان شهیدان شول او او .... ګران وطن لوټی لوټی شو .

لمړی سرکی  د لویدیز سرمایداری هیوادونو افغانستان د شوروی اتحاد یوه  برخه او سیتان  ګڼلی وو او د سرو لښکرو  مخه یی زړه  نا  زړه په پاکستان کی نیوله  خوڅو کلونه وروسته د افغان مجاهدینو دمټو په زور اومړانه باوری شول چه د سرو لښکرو مخه افغانانو ته ممکنه ده ، د لویدیز مکار هیوادونو ( په ځانګړی ډول انګریزان چه دنړی ډیر فریب کاره او مکار قوم دی ) د مجاهدینو د بی تجربه اوناپوهه رهبرانو سره په تفاهم کی شول ورته ویی ویل چه کمونیزم  زمونږ اوستاسی ګډ دشمن دی مونږ هم په دی هیله( چه نه یواځی سری لښکری بلکه دکمونیزم منهوسه اوملحده  فلسفه دتل د پاره د  نړیوالو له مخی محوه شی ) له تاسی سره غواړو  هر اړخیزی مرستی وکړو تاسی ته راغلی یو.   

لمړی کار چه د لویدیز هیوادونو وکړو ، د اصلی مجاهدینو په څنګ کی یی د افندی او مجددی تر مشری لاندی د محاذ اوجبهی په نوم سکولریستی ګوندونه جوړ کړل  دا دوه ګوندونه خو یی سکه بچیان او د نورو اصیلو مجاهدینو ګوندونه یی لکه ناسکه بچیان له ځانه سره راجستر کړل ،دوی ته د پاکستان دحکومت په تروو هر اړخیزی مرستی جاری شوی .  دا چه انګریزان د افغان مجاهدینو په مړانه سل په سلوکی باوری  وو چه داجنګ ګټی ، نو له هماغه وخته د  راتلونکی وخت د پاره یی د اصیلومجاهدینو تر منځ ډیر پراخه پلانونه په کار واچول تر څوله هر پلان څخه په خپل وخت اومکان مناسبه ګټه واخلی ، ددی پلانونو په لړ کی یویی داوو چه د اصیلو مجاهدینو ګوندونه یی څوځلی په خپلو کی سره وویشل ، دوهم ډیر مهم پلان داوو چه دوی له رهبرانو هیله وکړه چه مونږ ستاسی جبهاتو ته ولاړ شو تاسی زمونږ  دامنیت ،لارشودنی او قوماندانانو ته د سپارښتنی تضمین وکړی او ددی کار په مقابل کی به  تاسی ته  اضافه کریډت هم درکړو تر څو په دی څیړنو او پلټنو به مونږ ستاسی د جبهاتو اړتیاوی او نیمګرتیاوی په ګوته کړو  ، په  دی کار کی رهبرانو ته حتی په شخصی  ډول میلونونه ډالری ورکړل شوی. د لویدیز هیوادونو دپاره دا ډیره مهمه مرحله  او په ډیر بریالیتوب سرته ورسیده ، د تولو مجاهدینو د جبهاتو او حوزو محرمیت د لویدیز وحشیانو ته په ډاګه شو .

د لویدیز هیوادونو ته  ددی مرحلی د  اهمیت زیاتوالی په دی کی وو چه له تولو اسلامی ګوندونو څخه قوماندانان او مخور خلک په بیه واخلی او خپل یی کړی تر څو په راتلونکی کی  ټول جبهات او قوماندانان مستقل او له خپلو رهبرانو استغنی ولری نو داسی وخت راورسید چه مخکی به جهادی قوماندانان د ګوند مشرانو ته مجبور وو د هغو په دستور او قومانده به یی کار کوو خو له دی وروسته دا خبره سرچپه شوه   د ګوندونو مشران قوماندانانو ته مجبور شول  او د قوماندانانو دستور او قوماندی ته په انتظاروو ، له دغه ځایه ده چه د لویدیز هیوادونو د جهاد قومانده مستقیما په خپل واک او لاس کی ونیوله ، او له دی وروسته د لویدیز والو امنیت او لارښودنه د جبهاتو د قوماندانانو په واک کی شوه .  ماته بوښتنه پیدا شوی وه چه څرنګه زمونږ د دوه میلونو شهیدانو ګرمو وینو ته چه ویالی او سیندونه تری جوړ شول د سړو وینو نوم ورکړو او زمونږ رهبرانو غوږ ونه ښوروو د ( سوړ جنګ ډ نوم ) مخالفت او تر دید یی ونه کړو زه اوس پوه شوم چه دا لکه جه د لویدیزو هیوادونو سره مخکی له مخکی قراردار شوی وو چه دی جنګ ته په سوړ جنګ ویل کیږی او د شهیدانو وینی او قربانی به پلورل کیږی . اورشتیا هماغه خرڅ شوی رهبران اوس د امریکا په دستور او قومانده په اوسنی فاسده اداره کی لوړپولی حکمرانان دی .

د لویدیز هیوادونو د  وارسا د کمونستی پکټ او افغان مجاهدینو تر منځ لس کلنه خونړی جګړی څکه سوړ جنګ و نوموله چه دی جنګ ته  د وارسا او ناټو د پکتونو جنګ ووایی او د لویدیز هیوادونه له یوی خود د افغان مجاهد ولس ویاړنه نه یواځی صفر کړی بلکه  د هغو ویاړنو خاوندان اروپاییان او امریکایان په ګوته شی او د بلی خوا د وارسا پکت دومره کمزوری وښایی چه زمونږ پیسو او وسلو تاسو سره جنګ کوو په دغه جنګ کی چه په زرونو د سرو لښکرو عسکر پکی مړه شول خو د غربیانو پوزه  وینی نه شوه او د تلفاتو د پاره مو افغانان استخدام کړی وو . 

د جنګ دوهمه دوره د افغانانو د بلی لسیزی خپل منځی ورور وژنه وه ، دی لسیزه د وارسا پکت ړنګ شوی ، د شوروی اتحاد د لاس لاندی ټولی  مستعمری لکه شرقی اروپا ، مرکزی اسیا او نړی کی نور لری او نزدی کمونستی هیوادونه ازاد شوی وو او حتی د شوروی اتحاد نوم په روسیه بدل شو ، د روسی کمونستی نظام نسکور شوی د کا ، جی بی توری دستګاه مشر پوتین د سی ای ای اجنټ راوخوت چه تر ننه پوری د روسی پاچا دی . روس او امریکا دواړو زمونږ په ګران هیواد کی د اسلامی نظام قایمیدل او د اصیلو مجاهدینو د حاکمیت ، مخالف وو په دی دوره کی دواړو هڅه دا وه چه اول مجاهدین بدنام ، کمزوری او یو بل سره یی په جنګ واچوی  او ورته ویل شوی وو چه که تاسی بریالی شوی نو تاسی ته به سیاسی قدرت وسپارو.

د لویدیز هیوادونو په ځانګړی ډول انګریزان ډیر مکار ، فریب کاره او د ډیرو پیاوړو لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو د جوړولو استعداد لری، هماغه چه دوی له اوله جهادی قوماندانان خپل کړل ، د تل د پاره یی د قوماندی تمرکز او یا د رهبرانو ترمنځ د یووالی روحیه مړه کړه ، او قوماندانانو ته یی تر دی کچی ډالری او وسلی ورکړی چه له یوه خوا یی افغانستان څو واری ورانولی شو او د بلی خوا له قوماندانانو یی ایمان او وجدان په ډالرو واخستو په دوی باندی یی  تول کمونستان او سکولریستان  په زوره دجبهاتو په شو پوستونو کی ومنل دغو ته هم د جهادی قوماندانانو نوم او شهرت ورکړی شو دوی هم اوږدی ږیری او اوږدی څڼی را پریښودی ، په هر سرک ، په هر بازار کی یی د عزت ، ابرو ، مال ، او ناموس د خرابولو پاټکونه جوړ کړل  ،  د جهاد او اسلام شعار یی هم د خپلو پوستو په مخه او شا کی ولګول ، د تکبیر جیغی به هم وهل کیدی ، د الحمد لله ، انشاالله او ماشالله ناری به وهل کیدی ، هر څوک جه تیریږی که د بل ګوند او یا قوم څخه وو باید ونیول شی او ووژل شی او که د کوم ګوند څخه نه وی نو د هغو مال او عزت به لوټ کیده او دمقاومت په صورت کی به ورته د هر ډول بی عزتیو او یا د مرګ سزا اوریده کیده  ، او داچه په لویو شارونو کی به جبهیی جنګونه او پرله پسی ډلی ډلی خلک وژل کیده هغه خو لا بیل توفان او قیامت جوړ وو، په ښځو به له جنسی تیریو وروسته سینی ور غوڅیدی  او  حتی اوس اصطلاح ده د ( رقص مرده په نوم ) یعنی هزاره ګانو به چه کوم بندیان نیولی وو او بیا به یی تری په ډیره تیره توره سرونه غوڅ کړل  نو ښکته جسم به یی لکه د رقص په شان تاویدل زمکی ته به لږ وروسته ولویدل دغو ته به یی رقص مرده ویل  او دغه وحشیانو ته به هم روس او امریکا ډ‌الری او وسلی ورکولی .

دا خو مونږ په خروار کی خورد هم نه دی یادی کړی  لنډا داچه هغه مظلوم ، فقیر او مجاهد اولس تر دی حده له جهاد او مجاهده تر دوه سپږمو ورسید چه که د ځنګل ځناور او د غره وحشیان او درنده حیوانات هم ررباغلی وی له دی تش په نوم شیطان صفته مجاهدینو به یی خوښ کړی وی او حتی که هماغه روسان او یا د نړی نور کفری او وحشی قومونه راشی هم له دی مجاهدنما او شیطان صفته تش په نامه مسلمانانو به په ظلم کی تر دی افغانی مجاهدینو شه وی کوم چه همدی مظلوم اولس ورسره د جهاد په دوره کی مالی او جانی مرستی کولی دعاګانی به یی ورته کولی په بامونو به وختل او د تکبیر په چیغو به یی ستونی وچ شول خو اوس هغه دوره او هغه مخونه او هغه قواری په سلو کی سل بدلی شوی دوی د روسانو او روسانو د دوی ځای ونیوه .

په داسی حساسو شیبو کی( چه د اولس وژنی وخت وو د خلکو مال ، خان او ناموس خوندی نه وو ، خلک دومره بی هیلی شوی وو چه د شپی به اوده کیدل د سهار د ژوندی پاڅیدو آو لا چه کله به پاڅیدل ، د بلی شپی پوری د ژوندی پاتی کیدو څخه به بی هیلی وو) د طالبانو په نوم تحریک رامنځته شو ، داسی وخت وو چه اولس غیر له یو الله ج له ټول بی هیلی توب نور څه نه درلودل ، هر چا هره ورځ او هره ګړی خپل مرګ ګانه ، د بچو په مخ کی به د مور او پلار او د مور او پلار په مخکی به د بچو مرګ او یا د یوبل بی عزته کیدل عادی خبره وه  د خلکو ژوند او مرګ ددی وحشیانو د پاره داسی وو لکه مونږ  د پاره چه الله د چرګانو ، پسونو او غویانو حلالول روا کړی دی . 

د طالبانو اسلامی تحریک ، ( چه اوس یی هماغه وحشیان د پاکستان او انګریزانو چاسوسان ګڼی ) په دیره مړانه د قربانی ډګر ته راودنګل ، پاټکونه یی ویجاړ کړل ، خلکو چه دغه د خیر ملیکی ولیدی ورسره یوځای شول. په رشتیا هم طالبانو سره ددی چه نه یی مالی توان دومره درلود او نه ورسره دیر مبتکر او مسلکی خلک ملګری وو او نه یی په حکومتی چارو کی تجربه او پوهه درلوده ، نه یی نظامی روزنه او تاکتیکونه زده وو ، یواځی د یو الله ج به مرسته او تکیه یی دی د حق اوباطل جګړی ته دوام ورکړو .  هماغه جنګ سالاران او هماغه ظالمان چه پخوا به یی په هر سړک ، کلی ، شار او بازار کی د بی دفاع اولس د زورولو، ، وژلو او بی عزته کولو د پاره پوستی چوړی کړی وی اوس د طالبانو په جنګ کی هره جګړه بایلی او شاته کیږی تر دی چه د پنچشیر یوی ولسوالی ته را غونډیږی ، دی جنګ کی دغه جنګ سالارانو ، ملی او بین المللی مافیه او  د نشه توکو قاچاقبرو سره ( چه اوس بیا روس او امریکا زمونږ په هماغه مظلوم اولس بیا سپاره کړید ی )د روس ، هند ، امریکا ، ایران او نورو ټولو لویدیزو هیوادونو لخوا ( چه اوس یی عسکر په کران هیواد کی زمونږ د مظلوم اولس د وژلو د پاره شتون لری ) مرستی کیدی بیا هم ونه توانیدل چه د طالبانو د ایمان او اسلامی تحریک په مقابل کی مقاومت وکړی او پرله پسی ماتی یی خوړلی تردی چه له یوی ولسوالی پرته نور د پناه ځای ورته پاتی نه شو نو په دغه ډیره حساسه دوره کی چه طالبانو د ګران هیواد زمکنیزه بشپړتیا تر سره کړه ، په ملک کی حکومتی سیستم عادی شو ، امنیت پوره قایم شو او لږ په کرنه ، مالداری ، تعلیم او تربیه ، د خلکو  د ورځنی ژوند اړتیاوو او نیم ګړتیاو کی تر یوی کچی د خلکو په ګټه مثبت بدلون راغلی وو ، خلک د نوی هیله مند ژوند په درشل کی وو . او دا تولو پرمختګونه په داسی حالت او وخت کی رامنځته شوی وو چه د لویدیز استعمار ، روسی ، ایران ، هند او ټولو اروپایی هیوادونو ورباندی د هر څه اقتصادی بندیزونه لګولی وو ، هڅی کیدی چه د دوی په حکومتی تشکیل کی خپل جاسوسان ورننباسی او داسی کارونه پری وکړی چه د طالبانو نوم بدنام کړی او یا د دوی تر منځ نفاق او شخړی رامنځته کړی  او ددی په ځنګ کی یی د تولی نړی میدیا او د پروپاګند ماشینونه ور مخامخ کړی وو د طالبانو له ډیری وړوکی خبری به یی بلا جوړه کړه او ټولی نړی به پری منفی تبصری کولی ، دا هم نه هیروو چه طالبان هم انسانان وو (ځینی خطاګانی یی وکړی چه باید نه یی وی کړی ) خو زه بیا دا وایم چه که په دغه شرایطو ګی چه طالبان ورسره مخامخ وو امریکا او روس او یا بل کوم ملک مخامخ وی نو ګندګی به یی د هند بحر ډک کړی وی .دا دوهمه دوره وه چه ورور وژنی هم پکی وشوی خود طالبانو به واسطه ډیری مثبتی لاسته راوړنی هم وشوی.

په هر صورت ،د لویدیز استعماری هیوادونو غوښتل چه طالبان هم لکه د روسانو په شان ( یواځی په خپلو ډالرو ، میدیا او وسلو په زور ) له مڼخه یوسی او دی جنګ ته هم د  دوهم سوړ جنګ نوم ورکړی ( چه په اول سوړ جنګ کی یی کمونیزم د مجاهدینو په واسطه مات کړو  ، او په دوهم سوړ جنګ کی به اسلامی نظام د تش په نامه مجاهدینو، پخوانی کمونستانو، اوسنی سکولریستانو ، فارسی ژبو او پشتو ژبو نشنلستانو او ځینو نورو بی ضمیره او بی وجدانو افغانانو په واسطه مات کړی ) ، خو اسلامی نظام لکه د کمونستی نظام دومره  خام او نړیدلی دیوال  نه وو خوشال خان با با وایی (کم می مه  بوله  ګذار راباندی مکړه    زه په همدغه  کم زوری کی لوی ګړنک یم ) ، سره ددی چه لودیز له ډیر قوت او سراو سامان او د ناتود ۴۸ ‌‌‌پرمختللو هیوادونو د نظامی یونوټونو سره د امریکا په مشری ، او د  پاکستان ، ایران او روسی په نظامی او لوژیستکی او استخباراتی مرستو یی په طالبانو حمله او زمونږ په افغانی حریم یی یرغل وکړو د طالبانو رژیم یی په ډیر وحشت او غرور په څو اونیو کی نسکور کړو چه همدا زمونږ د ګران هیواد د دریمی لسیزی او یا نوی غمیزی پیل وو چه د لودیز وحشیانو په واسطه رامنځته شوه چه زمونږ د ۳۵ کلونو جنګ دریمه مرحله یادیږی چه له اولو دوه مرحلو څو ځلی پیاوړی او غښتلی وه .

زمونږ د ګران هیواد ددی دریمی مرحلی یا دریمی خونړی غمیزی هم یوولس کلونه پوره شول ، ددی غمیزی په اولو څو اونیو کی چه طالبان یا له کمزوری او یا له جنګی تاکتیک له مخی مات شول او لا به د الله ج اراده هم داسی وه چه لودیز خپل بریالیتوب په افغانستان کی احساس کړو نو د نړیوالو د ډارولو د پاره یی عراق ته مخه کړه ، خپل ټول یا ډیر قوت یی د عراق د مظلوم ولس په پرزولو او نړیوالو ته یی د خپل زور شودلو د پاره په کار واچوو ، په څو اونیو کی یی د عراق حکومت هم رانسکور کړو او بیا یی نور تصفیوی عملیات کول او د راتلونکو نورو اهدافو د پاره یی چه په عراق کی درلودل  تر دوه کلونو پوری هلته مصروف پاتی شول چه دی کار د طالبانو د بیا ترمیم ، راټولیدو او منظم کولو ته وخت ورکړو او قرار قرار زخمی او تکول شوی ښا ماران  بیا را ژوندی او د لویدیز استعمار په مقابل کی یی خيلی سنګری ګرمی کړی  دومره سخت حالاتو سره یی د دجالی استعمار هر اړخیزه او د نړی پړمختللی قواوی مخامخ کړی چه د سر په ګوپړی کی یی ورته اوبه ورکړی ، د طالبانو د پرله بسی بریالیتوبونو او وخت په وخت پیاوړتیا یو دلیل د کابل د لاسپوڅی اوفاسدی اداری حاکم کیدل او شتون وو ، دهغو فسادونه تر دی کچی وده وکړه چه د ګران هیواد مظلوم قاطع اکثریت د طالبانو د تحریک سره ملګری شو او هم یی د لویدیز استعماری هیوادونو اقتصادی او نظامی ملا ورماته کړه او دی کار د استعماری قواوو نظامی مورال د زمکی سره زمکه کړو  چه دا دوه عمده دلیلونو د استعمار قواوی د ماتی په درشل کی و درولی .  او داچه تاریخونو به ویل چه د افغانانو خاوره د لویو مغرورو قدرتونو د پاره هدیره ده ، د  کمونیزم د قواوو د قدرت د جنازی پورته کولو وروسته چه زمونږ د سترګو لیدلی حال وو اوس د سرمایداری او دیموکراسی نظام د قدرت مړی دلته خخیږی . او الله ج خپل قدرت د طالبانو په موجودیت کی یوځل بیا نړیوالو ته وښود .

اوس به د ګران هیواد د سیاسی تشکل او نظامی جوړښت باندی رڼا واچوو ، او هغه داچه په ګران هیواد کی  پخوانی تش په نامه اسلامی ګوندونه لکه اتحاد او  جمیعت او د حزب اسلامی یوه برخه  ، سکولریستی ګوندونه لکه جبهه  ، محاذ او نور تش په نامه مدنی ټولنی ، د فارسی نشنلستان (ستمیان) ، د پشتو نشنلستان ( افغان ملتیان ) ، د کمونستانو ګروپونه لکه ( خلق ، پرچم اوشغله ) ، ځینی ازاد سکولریست یا تکنوکراتان سره راتول شوی دی دوی تول د امریکا او لویدیز هیوادونو له مستقیم سپورت څخه برخه مند دی یا په بل عبارت هر یو دا ګروپونه او یا اشخاص د هر ملک او خارجی استخباراتی شبکو له خوا ګمارل شوی او یا د هغو څمڅی او لاس بوڅی دی . دوی ټول اوس د کابل د اوسنی فاسدی اولاسپوڅی اداری غړیتوب لری . دوی هغه پخوانی ملحدین ، مرتجعین ، دین ، خاوره او ناموس پلورنکی دی چه طالبانو په اوله کی په مخه کړی وو چه د تل د پاره لکه د سرطان د ناروغی په شان ددی ګران هیواد له بدنه  محوه او نابود کاندی دوی هر یو د ګران هیواد په کوم اړخ کی یی ملوک الطوایفی جوړی کړی وی  چه طالبانو پنجشیر ته را غونډ کړل نزدی وو چه د پای ټکی ورته کیږدی خو دجالی استعمار چه د اسلامی نظام سره ډیر سخت حساسیت درلود او دا سلامی نظام په شتون کی دوی بیا په خلکو استثمار او غلامی نه شوه کولی او که د نړی په يوګوټ کی هم اسلامی نظام رامنځته شی نو بیا به له دی ځایه ډیر ژر اسلام  د نړی ګوت ګوت ته ورسیږی او که دا کار وشی نو له کمونیزم څخه خویی ستورو ته پناه وړله له اسلامی نظامه به کومه خوا ګډه کوی . نو له دی کبله په هیڅ قیمت حاضر نه ووچه اسلامی نظام د نړی په کوم ګوټ کی ووینی .

خو داچه نړی کی په مجموعی ډول دوه هراړخیزه نظامونه دی :

اول ــــ اسلامی نظام : دا د خالق نظام دی په دی نظام کی رښتینی او الله ج ته تسلیم انسان ته خلیفه ویل کیږی چه اشرف المخلوقات هم یادیږی کوم چه د همدی خلافت د مقام له امله د ملایکو د واجب الحترام موجب وګرځید  دا څکه چه انسان ته یی د زمکی خلافت ورکړی وو . 

خلافت : یعنی هغه انسان چه د الله ج په مالکیت کی به د الله ج د اصولو او احکامو لاندی خداګونه د زمکی په ټولو ژوندو او غیر ژوندو مخلوق خپل مدیرت په ډیره مدبرانه او مخلصانه ډول مخی ته بیایی ، چه دا دوه خصلتونه د انسان په فطرت کی د حرص د ودی مخه نیسی ، حرص دی چه د استثمار او د انسانانو د غلامولو هڅی کوی مګر ددی دوه خصلتونو ( مالکیت او شریعت ) صلاحیت په نه لرلو به د حرص ،استثمار ، استعمار مخه نیول کیږی کوم چه ډ ټولو فسادونو او وینو تویولو وسیله ګرځی . نو داچه انسان د خلافت مقام کی پاټی شی هغه انسان له حرص لری وی او چه له حرص لری شونو له هر ډول فسادونو او ناروا وینو تویولو هم لری شوچه دغه کار  د رشتینی سولی او پوره هوساینی تضمین کوی .

دوم ــــ  د دیموکراسی نظام : چه د مخلوق نظام دی په دی نظام کی انسان له الله ج څخه د مالکیت اوشریعت صلاحیت غصبوی یعنی  دا انسان باید هم مالکیت ولری او هم په خبل مالکیت کی ټول اصول او مقرارات د هماغه مالک انسان په واسطه باید و ټاکل شی کوم چه دغه انسان ددی دوه صلاحیتونو به لرلو دده  حرص وده کوی ، د هر ډول استثمار جوګه کییږی ، دده دا استثمار د انسان د غلامولو وسیله ګرځی او قرار قرار د هر ډول فسادونو او ناروا وينو تویولو وسیله شی او دا ډول انسان د خلیفه پهمخالف قطب کی قرار لری کوم چه اسفل سافلین ورته ویل کیږی یعنی هغه کس چه په پوره ډول یا په خپله شیطان اویا د شیطان د تسخیر لاندی دی .

دا مهمه نه ده ، چه دا کس په نامه مسلمان او یا نا مسلمان دی چه کله دی د الله ج څخه مالکیت اوشریعت غصبوی هغه که سیاف او ربانی وی ، هغه که ملا محمد عمر او حکمت یار وی او که هغه اوباما او پوتین وی هغه اسفل سافلینو په ډله کی شمیرل کیږی کلمه ویل او نه ویل یی یوه خبره ده اوکه څوک د خلیفه په توګه مالکیت او شریعت د الله ج حق ګڼی  یعنی هر څه (دده په شمول ) د الله ج مالکیت ګڼی او د الله د احکامو او اصولو پیروی کوی هغه اشرف الحلوقات دی چه د ملایکو معبود کیدی شی . همدا د اقرار بلسان او تصدیق بلقلب پوره مفهوم دی.

نو  د افغانستان او نړی په ټولو هیوادونو کی به دا زمونږ د پاره د انسانانو د جلال او زوال محک او فارمول وی له دی مخی به د زمکی اشرف المخلوقات او د زمکی اسفل سافلین سنجولی شو اوس به وګورو چه اصلی تروریست په نړی کی څوک دی، څوک اشرف المخلوقات اوڅوک اسفل سافلین دی  ، د اسلام او دیموکراسی نظامونه یو له بله سره څه توپیرونه لری او د کوم نظام عملی کول د پوره سولی او رشتینی هوساینی تضمین کوی او دکوم نظام عملی کول د فسادونو او وینو تویولو وسیله ګرڅی  په درناوی

- بېرته شاته