(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDPله خوا په شهید بشیراحمدبلور دبرید غندنه

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتون قام قسم خوړلودښمنانوله خوا د پښتنو خدمتګار، زړور قامپرست پښتون مشر، د عوامي نیشنل ګوند مخکښ او د پښتونخواسینئر سوبائی وزیر ښاغلی بشیر احمد بلور د۲۰۱۲ ع کال د ډسمبر د میاشتي په ۲۲ مه نیټه د خالی (شنبی) په ورځ په یوغلچکي ځانمرګي برید کی شهید کړای شو.

انالله وانا الیه راجعون

پر شهید بشیر احمد بلور تر دې مخکې هم پینځه ځلې مرګوني بریدونه شوې ، چې په کې دی بچ شوی وو. په دغه ځانمرگي بريد کې دکابلۍ تاڼې مشر عبدالستار پشمول دعوامي نيشنل پارټۍ اته کسان شهیدان او تر پنخلسؤ پورې نورټپیان شوي دي. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد پښتون قام د دښمنانو له خوا په ارواښاد بشیر احمد بلور باندی ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی ځانمرګی برید په کلکه سره غندي او شهید بشیر احمد بلور ته د لوې خدای له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي او د هغوئ له درنې کورنۍ ، حاجي غلام احمد بلور او عوامی نشنل ګوند سره پدې دروند غم کې ځان شریک ګڼی اود لوی خدای څخه ورته جمیل صبراو زغم غواړی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند یو ځل بیا په پښتنو غږ کوی چې بیدار او یوموټی شۍ، دپښتون قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی او د خپلو قامی اوسیاسی مشرانو پوره پوره ساتنه او ملاتړ وکړۍ

په درناوي

علی خان محسود

 د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ مشر(صدر)

نصیر ستوری

د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ جنرل سیکرټری

___________________________________________________________

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPد  فرانکفورت څانګي د ۲۰۱۲ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۲ مه نیټه دفرانکفورت په ښار کی بیړنۍ غونډه وکړه.

غونډه  د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، ورپسې دګډونوالو له خوا  د پښتونخواسینئر سوبائی وزیر او د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي کمیتۍ غړي  ارواښاد بشیر احمد بلور باندی ناروا، نا ځوانه  او غیراسلامی ځانمرګی برید په کلکه سره وغندل شو او د شهیدانو روح ته دعا وشوه.

  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  PSDP د بهرنیو اړیکو سیکرټري اود  فرانکفورت څانګي  مشر ښاغلی محمد اقبال لالا  وویل چې  د پښتنو دښمنان به  د پښتنود مشرانو په وژلو سره هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي،  مونږ د شهید بشیر احمد بلور صیب جرئت او خدمت او قربانیو ته دعقیدت ګلونه وړاندی کوو، شهید بشیر احمد بلور  او ورسره نورو شهیدانو  ته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوو له حاجي غلام احمد بلور او او عوامی نشنل ګوند سره پدې  نه هیریدونکې غم کې ځان شریک ګڼو.

  روح دی ښاد وی

لالا اقبال

د  PSDP د بهرنیو اړیکو سیکرټري اود  فرانکفورت څانګي  مشر

Bashir Bilour among 9 killed, 18 injured in Peshawar suicide blast

PESHAWAR: Senior Minister of Khyber Pakhtunkhwa  Bashir Ahmad Bilour and eight others killed in suicide attack in Peshawar on Saturday.
Bashir Bilour had sustained serious injuries in the attack, who succumbed to his injuries at hospital. Federal Minister and his elder brother Ghulam Ahmad Bilour told the newsmen at hospital that Bashir died of injuries. 
The suicide attack occurred in Dhaki Manawar Shah area of Qisakhwani bazaar.
A suicide bomber blew himself in a meeting of the ANP at the house of a local party leader, Sher Ali,  killing SHO Kabali police station Abdul Sattar Khattak and six others and injuring 18 people including policemen and ANP workers. According our correspondent, seven of the injured are in critical condition.
According to reports, Noor Mohammad, personal secretary of senior minister Bashir Bilour, was also killed in the blast. 
According to reports, federal Railway minister Ghulam Ahmad Bilour was also attended the meeting, but he was inside the house at the time of blast.
The injured were shifted to nearby Lady Reading hospital. 
According to bomb disposal squad about ten kilogram explosives were used in the explosion. 
Earlier, Mian Iftikhar said that three ANP workers among the dead.  He called for elimination of terrorism from the country. He said that the ANP would continue fight against the terrorists and would not bow before the terrorists.
Talking to Khyber News, he said that six people were killed on the spot and 18 others injured in the explosion. He said that Bashir Bilour was also injured in the blast, who had been shifted to operation theater for treatment. He said that he could not confirm the condition of Bashir Bilour as he is under treatment at Operation Theater. 
He called for elimination of the safe heavens of the terrorists , saying that the US, Afghanistan and Pakistan should jointly fight this war, otherwise such incident would continue. He said that there is no good or bad Taliban and Pakistan, Afghanistan and US should stop such avoid good Taliban. 
He said that as the ANP was fighting against the terrorists, therefore it would remain their target. However, he vowed, they would continue fight against the terrorists. Source:Khybernews

- بېرته شاته