(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه په ګرداب كښي

 ليكونكى:عبدالجباركاكړ

موږ پخواهم وخپلولوستونكو ته داڅرګنده كړي وه چي پښتانه دهر لوري راګير شوي دي او ددي ګرداب څخه دوتلو يواځني لاره يو موټى كيدل دوي ددهغه لوئي ناورين ځغورلي شې بله لاره دوي ته نه ده پاته كه څوك ودي ته ناست دي چي بل څوك به موږ ددهغه كړاونو څخه استلي شې يادا چي دوي ديو والي نه هڅى كوي شې نه خبره كوي شې ولي چي نور خوابدي كيږي نو دهغه ډول خوابونه دي ويني او قام دي هم د ځان سره په دهغه خواږه خوب ويده كړي؟ خودايوه پوښتنه بۀ ارومرو هر پښتون كوي چي ځماپه سراوربل دي اوزه په دي نه كوم چي بل خوابدي كيږي؟ ددي سره داپوښتنه به هم ارومرو كيږي چي په دهغه درې لسيځي جګړه كښې يواځي دپښتانه كورولي سوځل كيږي او هر څه ورانيږي؟

داسي هم ددي اوږدي جګړي په اوږ ده ناورين كښې هر څوك په دي پوه شوي دي چي يواځي پښتون ولي ددهغه ناورين ومخ ته اچول شوي دي چي په هر اړخ كښې هر څه يې ورانول كيږي دا رښتيا خبره ده چي ددهغه حالاتو دراړو لوبيل بيل علتونه دي چي باندني اړخونه هم لري او كورني هم جغرافيائي ارزښت يې هم دي او سياسي هم او دپښتنو خپل تاريخ هم داسي دي چي دچا خبره ده چي په غاړه كښې لويدلي دي او ددي دڅنګه د پښتنو سره هغه ناوړه عمل دي چي لوئي  دښمن دخپلي لوئي لوبى په خاطر دوي په بيلو بيلو برخو كښې سره ټوټي كړل چي دوخت واكمنان په دي پوه نه شول چي دوي د خپل قام سره دا څومره لويه تيروتنه كوي او تاريخ به دوي ته كله هم عفه ونه كړي نه به په ګردعمرو دوي ته ښه ونه وائى ځكه چي وټولوزور ځواكو ته پخوا هم داڅرګنده وه او اوس هم په پوه دي كه دهغه قام سره يو ځائي شو نو دابه يو لوئى قدرت جوړ شي چي نه يواځي ګاونډيانو ته به خطر وي او بلى خواته چي د دوي كومي ګټي په دي سيمه كښى دي دوي به ونه كړل شي چي په كراره دهغه ګټي وخوري يوه بله لويه پيښه چي ځموږ د قام سره شوي ده هغه په لويه كچه هغه افغانان دي چي دنورو لاس پوځي دي او خپله دهغه ډنډه او مسؤليت په ډيره سپين سترګي په ډير ښه ډول ترسره كوي او هغه داسلام په سپيڅلي نامه هم كوي او د ځاني ګټي هم ورسره تړلۍ وي او موږ د تاريخ په اوږدو كښې داسي ناولي ليدلي دي چي دهغه لاس پوڅو دنورو په لمسون خپل ورور د وژبو  او خپله خاوره په نورو دپلورلو څخه هم مخ نه دي ګرځيولى او دهغه وارو كسانو ډير زيان ودي قام او خاوري ته رسولي دي يو بل لوئي علت چي په موږ كښې ليدل كيږي هغه په خپل ځان په حيث د قام باور نه كول  نا لرل دي خو يوه بله ناخواله  هم غواړم چي ستاسوو مخ ته كښيږدم ځكه چي د ليك لويه  برخه هم ددهغه ناخوالو په ګوټه كولو باندي تيره شوه هغه هم دا ده چي پښتانه په حيث ديوه قام خپل قومى اقتصاد جوړنه كړي چي دهغه ناخوالي يو شمير نوري ناخوالى وژيږ ولي.

        ډير ليري به په تاريخ كښې نه ځو يواځي به د ثور داوښتون (۱۹۷۸) څخه نيولي بيادنن ورځي پوري چي كومي لوبى دپښتانه قام سره وشوي كه هغه وڅيړونو به هر څه راته څرګندشې چي څنګه د دوستانو په جامو كښې پښتانه هري خوا ووهل شول او وهل كيږي او پښتانه خاوره كښې داسي سيمي دپښتنو خاوري شته چي دوي په كښې بيګانه دي ددهغه نزدي د روديش كلو كښې هر څه دورغوي په حيث څرګند كړي دي اوس كه څوك ځان په پوه كوي كه نه دهغه باندنى ميلمانه چي ځموږ خاوري ته پخپله راغلى دي دوي دخپلو ګټو دخوندي كولو دپاره راغلي دي په موږ مېن نه دي او داځائى او مكام داوږ دوهلو ځلو لګښتونو او سرشندنو وروسته دافغانستان دلاري ودي ځائي ته ځان رسولي دي خو دبرتانيې دګټو دڅنګه خپل غچ دپښتو څخه داخستلونيت هم كړي دي پښتانه او د دوي مشران سپين ږيري اومخور ځكه وژل كيږي چي د دوي زور او غرور ورمات كړي چي دوي وكولي شي چي بيله د څه خنډه او ځنډه دهه ګټى خوندي وساتي ولي چي دوي ته څرګنده ده او برتاينې خپل پخوانى درس ودوي ته وركړي دي چي د هند په ۱۵۰كاله واكمنى كښې يواځي  دهغه پيښتانه او افغانان وو چي د دوي مخ ته ولاړ وو نورو ټولو خود دوي ګوټو نه ورسمول دبده مرغه دپښتنو افغانانو دګاونډيانو هم دهغه خوښه ده او باندنيانو ته هم  دهغه صلاه وركوي نو ځكه چي هر ځائي دپښتنو په سر يې او روربل كړي دي او پښتانه نه ايله كوي چي دوي سره كښينې بلكي ډير ګاونډيان غواړي چي افغانستان تجزيه او مات شي چي د دوي پاته كيدل به بيا باوري شې نو ځكه چي دهري لاري داهڅي كيږي چي نه افغانستان په خپلو پښو ودرسيږي نه نور پښتانه په كراره شې چي هر سترګه ور داهر څه ليدلي شې.

       خبره به ډيره اوږه ده شې كه موږ په وړاندي شوو يوه يوه ټكى بحث كوو خو په كار دي چي د نن مهال او زمان كښې چي رسني دومره وده كړي ده په دي خبرو ځان پوه كړي او ددي دڅنګه په دهغه ناخوالو هره  ورځ ليكني كيږي او كتابونه په چاپ كيږي په كار دي چي موږ ټوله داخپله ډنډه وګڼو او هر وخت خلاصى سترګو دهري پيښى نه يواځي څارنه وكړو بلكي څيړنه يې هم وكړو لنډه دا چي په حيث ديوه پياوړي قام موږ ته څه په كار دي چي ددهغه اوږده  ناورين څخه  خپل ولس او ټاټوبى راو باسو او خپلى ناخوالي پخپله اواري كړو ولي چي هيڅوك نه شته چي موږ په سمه لاره روان كړي كه موږ پخلپه خپل ځانونه روان كړي نه وي ولي داهر څوك چي ځموږ ولس وخاوره يې په وينو ككړه كړي ده ددوي هر يوه موخه  ډول   ډول ګټى دي چي په افغانستان كښې سره راټولي شوي  دي د دلته نه داسلام خبره ده نه بله دوي وګټو ته ځان رسول غواړي ولكه افغانان وژل كيږي دوي ددي باك نه لري بيرته دا خبره كوم چي ناتاربيله خپله څښتن نه شې راګرځيدلي نو څه كول په كار دي؟

        زه په باور سره داخبره كوي شم چي اوس هم هر څه ځموږ دافغانانو او پښتنو په لاس كښى دي كه موږ يو موټى شوو او دخپلى خاوري او د خپل ولس ګټي دسياست دلاري مخ په وړاندي يو شو او يو په بل تورونه لګوو چي ته وكړو يا ما څه وكړو ولي چي داوخت ددي خبرونه دي خو دايوه خبره درك كول ضروري ده چي هغه لاس پوڅي چي هميش يې خپل ولس او خاوره په نورو پلورلي ده هغه و څارل شې او هره پريكړه چي كيږي ولس په كښې ورګډوي او د دوي خوښه په كښې وي يو وار بيا هغه وخت راغلي دي چي كله دجينوالو زنامه د روس او امريكاترمنځ وشوه او دشور وي دسرولښكرو دوتلو پريكړه وشوه خودبده مرغه دكابل حكمرانانو بشپړه تياري ونيوي چي د افغانستان ټولي چاري دوخت مجاهد ډلو او مشرانو ته وسپاري خودبده مرغه دهغه مجاهد مشرانو په منځ كښې ډير اختلاف ووبله دا چي دوي خپلواكه نه وو بلكې واك دنورو وو وچي هغو هر څه دخپلو ګټو په رڼا كښې كول كه مجاهد مشرانو هغه وخت په خپله پريكړه او سوچ د كابل واك ترلاسه كړي وي  او د هيواد او ولس خيال يې ساتلي وي نن به افغانستان داسي نه وي وران شوي نه به كابل كنډوالي شوي وي نه به نور ۲۲كاله جګړي تراوسه دوام كړي وي چاد جينوالو زنامه سبوتاژكړه ډاكټر نجيب الله وروستى خبره دا وه چي آه افغانستان بريادشو په كار دي چي نور نو خپل ټاټوبى اوخپل ولس نه وكړوو هر څه چي كوو په ګډه يوه پريكړه وكړو دلويو ګټو دپاره وړوكي ګټي وشاته واچوو لكه مخ كښى چي وويل شول چي هر څه داسي څرګنددي لكه څوك چي خپل ورغوي ته ګوري.

داخبره ډيره كيږي چي تر ډيره رښتيا هم ده چي داسى مشرنه شته چي ولس ويوه خواته روان كړي خو په اوسني حالاتو كښې هر څوك پيژندل شوي دي خو هر څوك چي د خپل ټاټوبى او خپل ولس ګټوته د تر هر څه ارزښت وركاوي زړه وړ وي  په قومي ګټو يې راكړه وركړه اوسو داګري نه كوله په سياست پوه وي دسرشندني ارزښت لري  هغه  مشر دي كه نن دشا په ليكو كښى ودرسيږي خو دهغه  وړاندي  شوي وياړو نه ولري ارومرو به كه نن نه  وي  صبابه و د هغه  ځائى ته رسيږي خو دلته دمشري خبره نه ده دناورين او كړوانو مخ نوي او د خپل ټاټوبى ځغورنه ده چي دامشري نه ده بلكى خواري ده ولي كه اوس هم سمه پريكړه ونه شوه نو به د داسي ناورين سره مخامخ شو چي خپله پيژندګلوي به دلاسه وركړو.

- بېرته شاته