(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحمان بابا مزار: دسترگو لیدلی حال

لیک:میا فاروق فراق

رحمان بابا دنړۍ ټول پښتانۀ دخپل ملي شاعر په توگه پيژني اؤ دهغه شاعرۍ ته دومره درناوى لري او دا ویل به بې ځایه نه وي چې تر اوسه د بل هيڅ يو شاعر کلام دغه مقام نۀ دى ترلاسه کړى.
د رحمان بابا کلام په حجره،جومات، پټي اؤ کورونو کې يو رقم په مينه وئيل کيږي اؤ اورول کيږي اؤ دغه دتصوف څخه ډکې شاعرۍ اوس په پښتنه ټولنه کې دومره جرړې کړي دي چې د رحمان بابا زياتره اشعارو د متلونو حيثيت اختيار کړى دى.
عالمان او خطيبان د هغه شعرونه  دجومات په منبر د آياتونو د مطلب او تشرېح واضح کولو لپاره، او ملنګان او دروېشان ئې په وجد او سر کې وايي .
ځوانان ئې په حجرؤ او مجلسونو کې د منګي او رُباب سره شعرونه وائي اؤ ځينې خلق ئې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې په چُرت او مزه کې د ځان سره د شونډؤ لاندې په ګُنګوسۍ کې شعرونه زمزمه کوي.
هرکال داپريل په مياشت کې دپيښور په هزارخوانۍ کلي کې د رحمان بابادرې ورځنى عرس اؤ مشاعره نمانځل کيږي چې پکې دپاکستان اؤ افغانستان په گډون دنړۍ ديو شمير هيوادونو څخه د رحمان بابا عقيدت مند برخه اخلي.
رحمان بابا خپل يو شعر کې ډير مخکښې وئيلي وؤ:
                                   
هومره خلک يې زيارت کا پس لۀ مرگه
                                         چې بازار وي په مزار د درويشانو
اؤ اوس کۀ هر څو د رحمان بابا په مزار بازار نيشته خو ددغه ستر درويش اؤ صوفي شاعر مزار ته روزانه دومره عقيدتمند ورمات وي چې گڼې گوڼې يې په دغه خاموشه مقبره کې دبازار سماء جوړه کړې وي.
که تاسو ددغه لويې صوفي شاعر مزار نۀ وي ليدلى نو راځئ چې نن درته د رحمان بابا د مزار چکر درکړو د رحمان بابا مزار د پاکستان د خيبر پښتونخوا د سرښار پيښور په هزارخوانۍ نومې کليواله سيمه کې په پوخ ډول جوړ شوى اؤ گير چاپيره ترې يوه لويه مقبره ده.
دغه مقبره داخون بابا دمقبرې په نوم ياديږي چې وجه يې په دغه لويه مقبره کې د خپل وخت دنامتو ديني عالم اؤ بزرگ اخون درويزه بابا مزار دى .
داخون بابا دمزار سره په ډيره لږه فاصله کې د رحمان بابا دمزار سپين گوند له ورايه ښکاري چې هر وخت يې د زيارت کولو دپاره ډلې ډلې عقيدتمند ورمات وي.
د رحمان بابا په په مزار جوړه شوې ودانۍ کې يو ښائسته لويې جومات، يوه ستره لائبريري ، کانفرنس هال، کينټين ،اؤ د ملنگانو د سماع دپاره يوه لويه باغيچه شامل دي .
 
د رحمان باباپه هکله دشوي تحقيق لۀ مخې هغه  په اصل کښې غوريا  خيل مومند او په بهادر کلې کښی پيدا شوى ؤ.
 
دا کلى د پيښور ښار نه د سويل په لور پنځه ميله لرې د کوهاټ په سړک پروت دى.
د هغه د ژوند په حقله خو هسې ډيرې قيصې مشهورې دي خو مستند معلومات ډير کم ترگوتو شوي دي.
دهغه دپلار نوم عبدالستار ښودل کيږي اؤ د زيږون نيټه يې بيلابيل څيړونکي څوک 1632ء اؤ څوک 1650 ء عيسوي ښايي .
همدغه شان د وفات نيټه يې 1707ء ښودل شوي ده خو بايد داخبره په ډاگه وي چې محقيقينو دغه نيټې يوازې د رحمان بابا د ښاغو شعرونو په اساس ټاکلي دي چې دهغه د ژوند په زمانه کې پکې  ځينو ځانگړو واقعاتوته اشارې شوې دي.
 
څيړونکي د رحمان بابا د زده کړې په حواله وايي په کال ۱۰۴۵ هجري کې مشهورعالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشته شو.
 
دا عالم د متنو دسيمې  اوسېدؤنکے  ؤ.
 
عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نور ابتدائي علوم ددغه  مشهور عالم نه زده کړل. په کال ۱۰۵۲ هجري کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب ځوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په پيښورکې استوګنه شروع کړه دی په اصل کې يوسفزى ؤ، عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض ياب شو. ددې مشهور عالم نه ئې دفقهې  او تصوف علم حاصل کړؤ
دپښتو د لرغوني کتاب پټې خزانې دمولف لۀ مخې  رحمان بابا ملا محمد يوسف يوسفزئ نه  د فقهی علم حاصل کړى ؤ. او د علم په طلب کښی ئې څه موده په کوهاټ کښې هم استوګنه کړې وه .
اکثر محققين وائي چې د رحمان بابا کلام دهغه د وفات نه روستو راغونډ کړل شوى  او مرتب کړل شوى دى.
 
محققين دا خبره هم منی چې رحمان بابا غريب ؤ او د هغه  نه روستو يې د خاندانی شجرې څه معقول اثار او شواهد په تاريخی لحاظ نه دي پاتې  شوي البته دخپلی عظيمي  روحانی او مجازی شاعرۍ لۀ امله دۀ خپل نوم په پښتنه ټولنه کې تر ننه ژوندى ساتلى دى.
 
په پينځم مارچ 2009ء کال نامعلومو تندلارو دحضرت عبدالرحمان بابا د مزار وداني په چاوديدونکو موادو سره الوځولې وه.
خو د خيبرپښتونخوا حکومت د رحمان بابا دمزار وداني اوس يو ځل بيا په پاخۀ ډول جوړه کړې اؤ عقيدتمند ښه په ډاډه زړۀ نۀ يوازې ددغه مزار زيارت کوي بلکې د لرې لرې سيمو نه د رحمان بابا د مزار زيارت کوونکي چې کله دغلته ورشي نو هغوئ شپې هم دمزار سره په پيوست باغيچه کې کوي چې دغلته ورته د لنگر د خوراک څښاک ترڅنگ د بسترو انتظام هم د خاکروب يونين لۀ لوري شوى وي.
په دوهم ځل د رحمان بابا په مزار د ودانۍ جوړيدو څخه وروستو دغلته دامن پځايې ساتلو دپاره د پوليس لۀ لوري کلک گامونه اخستل شوي دي اؤ اوس دمزار دننه څليريشت ساعته شپږ پوليس عسکر پهره ورکوي.
په دغو پوليسو کې په پهره ولاړ يو عسکر سيف الاسلام ډيوه راډيو ته وويل په شکمنو خلکو دلته کلک نظر ساتل کيږي اؤ د جمعې په ورځ چې د عقيدتمندو رش سيوا وي نو پوليس مزار ته د ورتلونکو خلکو تالاشي هم کوي.
د خاکروب يونين يا د رحمان بابا دملنگانو د اتحاديې مشر اقبال ډيوه راډيو ته وويل دبابا په مزار کې هر وخت لنگر گرم وي ،ميلمنو ته چايې ،ډوډۍ د ورځې درې وخته د لنگر څخه ورکړل کيږي.
هغه وويل ددغه لنگر لگښت د رحمان بابا يو شتمن عقيدتمند په ځان منلى دى خو اکثره عام زائرين خپلو کې د چندې لۀ لارې هم لنگر چلويمیا فاروق فراق

*****

بلخوا د ډیوه راډیو د راپور له مخې دهندي فلمونو دنامتو هيرو دليپ کمار٩٠مه د ځیږیدنې ورځ د هغه په پلرني ښار پيښور کې په درنو مراسمو نمانځل شوې ده.
د پښتونخوا دغير سرکاري کلتوري تنظيم کلچرل هيريټج کونسل په تابيا پيښور پريس کلب کې د دليپ کمار په لسگونو مينه والو دهغه د سالگرې کيک پرې کړو.
دليپ کمار او دهغه کورودانې دپيښور داوسيدونکو  په دغه مهال  پخپلو ټيلي فوني خبرو کې دپيښور او دپيښور داوسيدونکو سره دخپلې ژورې مينې څرگندونه کړې ده او وئيلي يې دي چې کله يې هم خپل پلرنى ښار پيښور له پامه نۀ دى وتلى.
دکالیزې نمانځلو په دغه دستوره کې يو شميرسياستمداران ، ليکوالان ، خبريالان ، فنکاران ، وکيلان  او دژوند دبيلا بيلو تپو سره تعلق لرونکي شخصيات موجود وؤ.
 
دستورې ته پخپله وينا کې دپښتونخوا داطلاعاتو وزير او دصوبائي حکومت وياند ميا افتخار حسين ديوسف خان چې په دليپ کمار شهرت لري په ژوند او فن تفصيلي رڼا واچوله او وې وئيل پښتانۀ دخپلې خاورې په دغه نوميالي شخصيت وياړي.
هغه وويل  دليپ کمار دفن هاغه معراج ته رسيدلى چې نۀ يواځې په برصغير بلکې ټوله نړۍ کې خلک ددليپ کمار سره مينه کوي او فنکاران يې دهغه دفن څخه زده کړه کوي.
هغه وويل دپښتنو خاورې دتاريخ په اوږدو کې  ددليپ کمار پشان ډير لويې شخصيات زيږولي چې په هغې کې دهندي فلم انډسټرۍ ستر نوم راج کپور، پرتهوي راج ،ونود کهنه ، امجد خان،قادرخان، رنگيلا،طالش ، قوي خان ، لاله سدهير او ځينې نور شامل دي.
هغه وويل صوبائي حکومت دخپلو فنکارانو او بيا ددليپ کمار پشان دلويو فنکارانو دعظمت څخه ښه خبر دى او دهغوي سره دمينې داظهار دپاره دفن په ميدان کې زړۀ پورې گامونه اخلي.
ميا افتخار زياته کړه حکومت پريکړه کړې چې په پيښور کې به ددليپ کمار پلرنى کور په بيعه اخلي او دتاريخي ورثې په توگه به يې خوندي کوي.
هغه وويل ددې دپاره وزيراعلي ته ليږل شوې سمري منظوره شوې او ډير زر به ددليپ کمار پلرنى کور دثقافت دمحکمې په لاس کې وي.
 
دستورې ته پخپله وينا کې دکلچر هيريټيج کونسل صدر او نوميالي ډرامه نگار يونس قياسي هم خبرې وکړې
هغه وويل يواځې پښتانۀ نۀ بلکې دفن ټول مينه وال  ددليپ کمار سره مينه کوي او دا  دپيښور دخلکو دپاره دوياړ خبره ده چې دليپ کمار دهغوي دخاورې سره تعلق لري.
هغه دحکومت څخه غوښتنه وکړه چې که ددليپ کمار دپلرني کور په بيعه اخستو کې دحکومت په وړاندې څه خنډان موجود وي نو هغه دې له مينځه يوسي او دغه کور دې تاريخي ورثه وگرځوي.
دظهور دراني په نوم  دسيلگرۍ په څانگه کې شهرت لرونکي دپيښور ښار اوسيدونکي دغه دستورې ته په وينا کې وويل هرکور، ودانۍ ، ونه او يا بل ډاگيز مقام چې دپينځوؤ اوياوؤ کالو څخه زوړ شي نو دقانون له مخې هغه هيڅوک نۀ شي نړولى.
په دغه اساس بايد ددليپ کمار پلرنى کور هم دنړيدو څخه وژغورل شي.
دستورې ته شهاب خټک ، عزيز اعجاز، شکيل وحيدالله، فانوس گجر، نجيب الله انجم  او نورو شخصياتو هم خبرې وکړې او ددليپ کمار په ژوند او فن يې په تفصيل سره رڼا واچوله.
په دغه موقع ددستورې برخه والو ته دهندوستان څخه دليپ کمار او دهغه ميرمنې دټيليفون په ليکه نيغ په نيغه خبرې وکړې او دپيښور دخلکو له لوري يې ددليپ کمار د90مې  سالگرې نمانځلو مننه وکړه.
دليپ کمار چې په 11 دسمبر 1922ء کې دپيښور دقصه خوانۍ په محله خداداد کې دپينځوؤ مرلو په يو وړوکي کور کې پيدا شوى ؤ او د8ؤ کالو په عمر دخپل پلار سره هندوستان ته تلى ؤ،د90 کالو په اوسني عمر کې دهغه صحت که هر څو ډير ښه نۀ دى خو بيا يې هم دټيليفون له لارې دپيښور ښاريانو سره خپله مينه شريکه کړه او وې وئيل هغه نن ډير خوشحاله دى  چې پخپل پلرني ښار پيښور کې يې کليزه نمانځل کيږي.
همدغه شان دهغه کورودانې سائره بانو پخپله وينا کې وويل نننۍ ورځ ورته دپيښور يادونه بيا تازه کړي دي.
 
هغې وويل يوسف خان دخپلې خاورې او خلکو سره ډيره مينه لري او دژوند په يو پړاؤ کې يې هم خپل خلک له پامه نۀ دي غورځولي.
سائره بانو ددليپ کمار دمينه والو څخه  ددليپ کمار دروغې څټې دپاره ددعاکولو غوښتنه هم وکړه.
Source: Deewa Radio

- بېرته شاته