(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تاریخ پاڼه

ټوله په دي خبر او پوه دي چي توره كرښه چي د پښتنو تر مينځ راكښ شوي دي ددي توري كرښې ومنلو ته هيڅوك تيار نه دي او هر چاچي ددي كرښې د منلو هڅه كړي ده هغه خپل ژوند دلاسه وركړي دي په دي نزدي تېره نيمه پيړى كښې چې د تېرو څو ولسمشرانو خپل ژوند دلاسه وركړي هغه هم هر چاته څرګنددي عجبه خبره خو داده چي څوك ددي كار ته چمتو شوي وو چي دهغه توره كرښه په رسميت وپيژني هغه همپه دي تور د منځ څخه ولاړي او چاچي ددي توري كرښې د منلو څخه ډه ډه وكړه هغه هم ووژل شو او دلته يوه پوښتنه راولاړيږي چي هغه چاچي ځان ودي چمتو كړي و چي دا توره كرښه ومنې وهغه چاته موږ شهيد ووايو كه و هغه چاته چا چي د كرښې د منلو څخه نټه او ډه ډه كړي وه..؟ ددي جواب په تاسو لوستونكو پوري اړه لرى.

     كله چي په كال ۱۹۷۶ء يا ۱۹۷۷ء كښې سردار محمدداودخان د ايران پاكستان او امريكا سره اړيكى ورغولي او د وخت شوروي اتحاد ته بربنډ جواب وركړي نو ددي وروسته د دوي په اړه دا وويل شو چي خدائى بخښلې دا ژمنه د دادرو واړو سره كړي وه چي دهغه توه كرښه به په رسميت پيژني هغه وو چي دده په ضد پاڅون وشو او هر هغه چاچي دهغه مهال اوزعان خلګه دي هغه په دي هر څه خبردي او بيا چي د نورمحمدتركي وروسته حفيظ الله امين راغلي د څو مياشتو وروسته داخبره عام شوه چي دي هم د سردار محمدداود په پله روانيدونكي دي نو ځكه هغه وو چي دده ملګرو او دوستانو او پخپله يو لړ افغاني لوړ پوړو په ده داسي بريد وكړي چي خواركي ته تروروستي وخته دا څرګنده نه شوه چي دا بريد د چالخوا شوي دي ويل كيږى چي دده په نوي ماڼي كښې چي (تاج بيګ) جګړه ډېره توده وه او حفيظ الله امين دا خيال كاوي چي دا بريد به مجاهدينو كړي وي نو خپل نزدې ملګري ته ږغ وكړي چي شورويان راوبوله هغه جواب وركړي چي هم دهغه خو شورويان دي داسي ويل كيږى چي ډاكټر نجيب الله او دده ورور احمدزي ته د سر په امانى وړانديځ وشو چي دهغه توره كرښه په كاغذو لاس ليك وكړه خو ده ډه ډه وكړه سر وركړي خو د هغه كار يې ونه كړي ځكه چي دده چغه او شعاروطن يا كفن وو.

     و خوار ولس ته خو هغه څه څرګنديږي چي د يو بل د خولي يا د رسنېو او اواځو لخوا تر دوي تر غوږ ورسيږى دننه څه روان وي هغه هغه وخت څرګنديږي چي آس ليوانو خوړلي وي د افغانستان تاريخ چي موږ لولونو دا راته ښكاره كيږي چي په خپله حكومتو او د حكومت چارواكي چي د خپل هيواد او ولس په ضد څه كړي دي يو ژوندي قام و داسي چاته عفه نه شې وركولي خو دا د افغانان دي چي د خپله لاسه ورپيښه ده چي وطنپال او لاس پوځي ته په يوه سترګه كتل كيږي چا جنايت او خيانت كړي وي هغه هم د وطنپال سره سم ناست وي دا ځكه چي د هغه حكمرانان او په دوي راټول چارواكي د خپل ولس لخوا نه بلكې د نورو لخوا په دي ولس تپول كيږي خو د كهره او كوټه توپير ولس كوي نه چارواكي او د افغانستان تاريخ د داسي پيښو ډك دي دوي ولس په يوه نامه او بل نامه څوكرولي دي خو د ولس و خبره ته غوږ نه دي ايښي نن چي په بشپړه پښتون افغان كوم ناورين جوړ دي دهم د دهغه پخپله يا د نورو لخوا د جوړشوو مشرانو دلاسه دي ولس ته هيڅوك ګوته نه شې نيولي نه دا چي ولس سپي دي ولس خورړورشپانه غواړي چي و هري سرشندني او قرباني ته تيار وي نه بايد دهغه ولس و نړۍ والو ته داسي وپيژندل شي چي دا سپي ولس دي هوچي شبانه رمه وليوانو ته پريږدي نو به داسي ورسره كيږى تر هغه وخته چي دا ټولو د نورو داسري په ځائى د خپل ولس ملاتړ نه وي ترلاسه كړي لابه نوري لوبى كيږى.

     موږ ټولو وخت ددي توري كرښې په تورو اغيزو خبري كوو خو كله موږ په دي غور كړي دي چي په دي عمل كښې پخپله د افغانانو پښتنو څومره لاس دي او هم د هغو چاچي په اميرعبدالرحمان او نورو حكمرانانو باندي راټول وو خو دننه دننه د انګريزانو ملګري وو او د خپل هيواد وراني يې كاوي او انګريز ته كار كاوي ځكه چي كله د ډيورنډركرښې خپل سره لوزنامه كيدل په هغه كښې يو شردلاوماده دانه وه چي د دوي په لاس پوڅو به څه نه كيږي او څوك چي د توري كرښې وهغه خواته كډه كول غواړي هغه سلامت د افغانستان يا د كندهار څخه ځي او چاته نه د څرګنده چي څومره كورني د انګريزي هند په لور ولاړي دا خو نن هر څه څرګند شوي دي د افغانستان او ددي ولس سره چي چا څه كړي دي او د تاريخ يوه برخه ځيني جوړه شوي ده كه د دوي نومونه دلته ليكل پيل كړم نو به دا ډېر ځائى وغواړي خو په كاردي چي موږ تاريخ ولولو او ځموږ و مخ ته چي كومي پيښې شوي دي هغه تاريخ ته وړاندي كړو چي ولس پخپله بيا دا پريكړه وكړي چي موږ ته څه په كاردي نن هر پښتون افغان د خپل ځان څخه دا پوښتنه كوي چي موږ به ټول عمر په دهغه جګړو كښې راګيريو او داسي به وژل كيږو چي يو ښكاري په ځنګل كښې هم نه غواړي چي دومره مرغان وولي خو ددي جواب د هيچا څخه نه شته نه د حكمران څخه نه د سياسى مشر څخه نه د مولوي او د طالب څخه ولي چي دا ټوله يو كار په خپله خوښه نه كوي بيله دي چي نن په فلانكى ځائى كښې دومره ووژل دومره ژوبل شول بل څه نه شته خو ددي جواب وركونكو غوږونه پلن اچولي دي بيا به هغه وخت هر جګ شې چي نور لاډېرڅه موږ دلاسه وركړي وي يا به په پښتنو افغانانو ايدري ډكي شوي وي په كنډوالو به مشري كوى

    يو كتاب چي نوم يې برټش بلوچستان دي او اي عزيز لوني ليكلى دي دوي د نورو ناخوالو د څنګه د توري كرښې په اړه ډېر معلومات سره يو ځائى كړي دي په كاردي چي هر يو يې ترلاسه كړي چي د ۱۹۷۹ء څخه تر ۱۹۴۷ء پوري تاريخى پيښې راټولي كړي دي ددي وروسته چي كومي پيښې ددي خوار ولس سره شوي دي په كاردي چي ځموږ پوهان په دي قلم راواخلي په زياته بيا هغه څوك چي دوى باخبره وى..

- بېرته شاته