(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو وييپوهنه

  پوهاند دوکتورم.ا. زيار

  اکسفورډ،اگست۲۰۱۲

پښتو وييپوهنه:

څومانيزوالی(Polysemy)، هممانيزوالی(Synonymy)

 او همجوليزوالی(Homonymy)

کښل، اېستل - څکول/ سخت- کلک/  ووړ- وړوکی،-وړکی- کمکی- کوشنی- ماشوم/  لوی ، ستر، غټ، غوټ/ کاڼی، تيږه، ډبره، گټه، غرگی، کمر/ د يوه افغان (زوی) په توگه نه، بلکې دافغان (بچي) په توگه... .

ژبه د داسې تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(علايمو،سېمبولونو) يو غونډال (نظام، سېستم) دی چې د يوې ټولنې وگړي يې د خپلمنځي تړاو او پوها وي لپاره  پر کار اچوي. پيلام(علامت،سېمبول) دا مانا چې له ځان پرته د يوه بل څه استازي او ښکارندويي کوي، د بېلگې په توگه سور رنگ د خطر پيلام  په توگه له ځانه د وراخوا ښکارندې((خطر)) ښکارندويي کوي. دلته سور رنگ ښووند(دال)، خطر ښوولی(مدلول) او د ښووند او ښوولي ترمنځ تړاو ښوونگ(دلالت)، په نورو ټکو، ((مانا)) بلل کېږي.

 ژبنی پيلام هغه غږغونډ دي چې  موږ يې د خپلو ويندو غړيو(ژبه، ژبۍ، شونډو، غاښونو، اووريو، تالو، ستوني، چنغړک...) اوراوتونکې ساهوا په مټ رازېږوو او  د ازادې هوا له لارې نورو ته لېږدوو. د خپلې شاوخوا نړۍ (څيزونو، پېښو او پديو)، او همداراز د خپلې دنننۍ ((ذهني)) نړۍ (اندونو، واندونو، جاجونو، ولولو، غبرگو نونو، ، انگېرنو، نگېر نو، هيلو، ارمانونو...) د څرگنداوي لپاره پرکاراچوو.(د زيات پوهاوي لپاره: بدلمېچ ۱۱۰-۱۱۱)

 

هسې خو ژبه له لويه سره د دغه ((څرگنداوي)) له پلوه يوه پرتليزه ښکارنده(نسبي پديده) او وسيله ده او بيا رغنده ټوکونه(متشکله اجزأ) او رغاونيز (ساختاري) او مانيز دويونه( قواعد) يې هم همداسې پرتليزه ځانگړتيا لري او په دې لړ کې  يې څومانيزوالی يا ډېرمانيزوالی(Polysemy)، هممانيزوالی(Synonymy)، همجو ليزوالی (Homonymy)... هم درواخله.

د شلمې پېړۍ په درشل او بيا پيلامه کې د نوې ژبپوهنې پلار سويسي فرديناند دې سوسور(۱۴) او په تېره د رغښتي(سترکچرالېستي) ژبپوهنې پليونو يې پر دې ټينگار لاره چې هره ژبنۍ نښه يا سېمبول، لکه سپينه ليکپاڼه دوه مخه لري چې  سره نه جلاکېدونکي دي: يو مخ يې جوله يا لفظ او بل يې مانا، په بله وينا، يو مخ يې ښووند(دال) او بل ښوولی(مدلول) يا په نورو ټکو، هماغه پديده ياڅيز چې په بهر نړۍ کې شتون لري او زموږ  په ذهن کې انځور جوړوي، همدا انځور((مانا)) بلل کېږي، موخه يې داچې دواړه سره يو پر يو دي، يا (يو لفظ او يوه مانا) او هغه هم يو پر يو. امريکايي سترکچرالېستانود بلومفيلد(ب: دستور ۸) په سرغند ويۍ يوازې (جوله) نوره هم پسې راټينگه کړه او (مانا) يې گړسره له پامه وغورځو له !

خو د هماغې پېړۍ د پېنځمې لسيزې په پای، او په پوره ډاگيزه او نومېرلې توگه په شپږمه کې  فېلسوف او رياضيپوه ژبپوهاند نووم چومسکي د خپلې ((زېږندې- لېږدندې Generative-Transformative))پښويي يا ژبپوهنې له مخې په ژبه کې دال و مدلول  تر منځ تړاو يا دلالت  ((مانا وبلل شوه)) او هغه هم((يو پر يو)) نه، بلکې د دال و مدلول ترمنځ د يوه تړاو يا دلالت پرځای دويمي(ثانوي) او درېيمي تړاوونه يا دلالتونه هم ناشوني و نه گڼل، لکه واخلې دويونکي نگېر(احساس) او بلون يا تدا عي (association)  او تر ټولو وروسته قرينه (context).(هماغه)

   له قرينې نه موخه داده چې مانا، يا په نورو ټکو،((ذهني انځور)) په بېلابېلو وړو او لويو ژبنيو توکو يا يوونونو او چاپېريالونوکې بېلابېل رنگونه راخپلولای شي. د ساري په ډول کېدای شي، يو يوازېنی ويی ځانته جلا يو راز ماناولري، په يوه وييغونډ (عبارت، ترکيب) کې بل راز او بيا د ژبې تر ټولو لوی او بشپړ يوون ((غو نډله)) کې(له  ټاکلي پښوييز چار سره)  گړسره يوه درېيمه مانا  چومسکي له همدې لامله تر نورو ژبنيو توکيو پرغونډله(جمله) ډېر زور اچوي چې غونډله د ژبې د اړ وندو رغنده توکو(متشکله عناصرو) گډې مانا او گډ پښوييز چار او له دې سره د ژبې د آرې دندې((پوهاوي راپوهاوي)) ښه ترا ځلندويي کوي او رښتيا ينه وربښي.

د ښووند او ښوولي يا نوم او نومولي د ((يو پر يو)) والي يا وبله تړاو د نه ټيکاو(نه ثبات) کله ناکله له دې رامنځته کېږي چې يو څيز يا پديده د نومولي په توگه کېد ای شي، يوه جوته(ثابته) جوله ولري، خو پر  وړاندې يې زموږ ذهني انځور بدلون ومومي او له هماغه يو يوازېني نوم(ښووند) سره مو ذهني انځور بله بڼه راخپله کا ندې ، او د دغه ترمنځ تړاو((مانا)) هم بدلون او رنگارنگي پيداکوي، لکه واخلې ((سپوږمۍ)) چې د پخوا په څېر يې په جوله کې څه ونج نه دی راغلی او نه به تردې وروسته راشي، خو د انسان له ورتگ سره زموږ پخوانی اخېستی ذهني انځور بدل شو او د هغې انگېرلې ښکلې او وړانگنې څېرې پر ځای يوځمکې ورته انځور په مغزو کې را وټوکېد؛ له دې سره مانا هم چې د نوم (ويي) او ذهني انځور تر منځ دوه اړخيز تړاو ته وايي، بدلون مومي، يا په ساده ټکو، له سپوږمۍ نه هغه پخوا نی جاج  نور نه اخلو!

د ژبپوهنې هغه څانگه چې د مانا له څېړنې سره تړاو لري ماناپوهنه(semantics) بلل کېږي چې دوديزو ((ادبي فنونو)) له (علم المعاني) سره کورټ توپير لري، دلته له ادبي توکو سره نه، بلکې د ژبنيو توکو له ماناوو سره، لکه چې وويل شول، سر وکار لري او زموږ سکالو هم په همدې ژبپوهنيزه څانگه کې راځي..د ژبپوهنې دوې نورې څانگې غږپوهنه() او رغاونيزه برخه يا ژبپوهنه ده چې(پښويه)  يې غوره برخه گڼل کېږي(باطنی،۱۳۸۰: ۱۸-۱۹).

په ژبه کې د څومانيزوالي ، هممانيزوالي او همغږيزوالي ليد توگه چې د رغښتي ژبپوهنې د لارويانو له خواله پوښتنې او خرخشې سره مخامخ شوې وه، له سره راتانده او غښتلې شوه؛ که څه هم د نورو ژبنيو ښکارندو په څېر دغه درې ډوله وييونه هم  له پرتليزوالي(نسبتيت) څخه گړسره پخشو(خلاص) نه دي.

د دغو دروگونو او داسې نورو ژبنيو پديدو وروستی څرک په غونډله کې لگېد ای شي، د څومانيزوالي د بېلگې په توگه:

 ((غږ)) د(آواز، صدا) له (فونيم) ترم يانومونې سره يو دوه مانيز ويی دی، خو کله چې ووايو((که څه دې په کار شو، يو غږ راباندې کولای شې!))، درېيمه مانا( مخ اړونه،مراجعه) رانغاړي او بيا په((پاڅونيانو پر دولت غږ وکړ چې پر خپل چلند نوې کتنه وکړي )) کې (گواښنه) او انگرېزي(اپيل) ماناوې هم ورسرباري کېږي.

لومړی-  څومانيزوالی(Polysemy

څومانيز والی يا ډېرمانيزوالی د نورو ډېرو او بيانژدې خپلوانو ژبو په څېر په پښتو کې لږو ډېر شتون درلودلی، خو له نويو نومونپوهنو(ترمينالوجيو)، هغه هم د نيولوجېزم په لړ کې له سېمانتېزم(له يوه ويي څخه دويمه، درېيمه... مانا ا خېستنې) سره دا پديده مخ پر ډېرېدو ده. په هره توگه يې څومره والی هممانيز والي ته نه رسي او ښا يي، له دې پلوه له آره له همجوليزوالي سره دومره توپير و نه لري. په هرډول د يوه ويي  د څومانيزوالی څرک په غونډه کې لگولاۍ شو، د بېلگې په توگه((پلی)) له آره يو ستاينوم دی، لکه پلی سرتېری، پلی سړی... راغی. او يا د لرستاينوم په توگه، لکه سړی پلی دي . خو که ووايو: سړی پلی راغی، زه تر ښوونځي پورې پلی ځم...، بيا کړوليزه (قيدي) مانا راخپلوي، نو په دې ډول ((پلی) دوه مانيز ويی بولو. همدا راز زياتره پښتو ستاينومونه، لکه نورې لرې نژدې خپلوانې ژبې، دغه دوه پښوييز چارونه(نقشونه)، يا د دود له مخې دوې ماناوې رانغاړي.

څومانيزوالی دې ته وايي چې د يوه ښووند(دال) يا نوم د څو ښووليو(مدلولونو) پر وړاندې ټيکاو ولري، په بله وينا، يوويي څو ذهني انځورونه او بيا تر دغه منځ څو تړاوونه((ماناوې)) راونغاړي. د دې لپاره چې څو مانيز ويی(کلمه) مو پېژندلې اوسي، لومړی به يې  له يومانيز(monosemous) (لکه: ونه، غر، لمر، لرگی، شپه، ورځ...) راپيل کړو او هغه هم په دغه لاندې  يوه دوه سري غشي کې. دغلته په يوه سرکې((ا)) د ذهني انځور ښکارندويي کوي او په بل سرکې يې((و)) د ويي ښکار ندويي، او  د دغو دواړو ترمنځ دوه اړخيز تړاو د يوې ((مانا)) ښکارندويي. پايله داچې د يوه يوازېني(ويي) پر وړاندې يو

 نو د دې لپاره چې  څو مانيز(ويی) مو هم ښه ترا ښوولی وي، په څو ورته غشيو کې يې ښيو، لکه: تور؛ گوډی؛ هڅه؛ ټولنه؛ دريځ؛ لار، شوبله، کړکۍ...)، په دې ډو

هرگوره، لکه چې وويل شول، د هغو نورو دوو پديدو په څېر څومانيزوالی هم يوه پرتليزه(نسبي) پديده ده، نه بشپړه(مطلقه). په دې مانا، کوم ويي ته چې موږ دوه مانيز(ذوالمعنينambiguous)  يا څومانيز(کثير المعاني polysemous) وايو،  اړوندې  ماناوې يې سره هرو مرو بېخي يورازوالی(عينيت) نه، بلکې ورتوالی لري. ورتوالی(مشابهت) په ژبه، ادب ،هنر او پوهنه او طبيعي ښکارندو پديدو کې په دې جاج و مانا دی چې  د دوو توکو، څيزونو او پديدو ترمنځ يو برخيزه همرنگي بلل کېږي او بشپړه اوهراړخيزه همر نگي بيا ((عينيت) دی، نه مشابهت. ژبنی پرتليزوالی هغه مهال ښه ترا را ډاگيزه کېږي چې د خپلې او بلې ژبې تر منځ يو متن يا وينا اړوورااړوو يا ژباړو، په دې لړکې، سيند(قاموس) کښونکي بيا، په ځانگړي ډول له ستونزواو تېروتنو سره مخا مخېږي.

د څومانيزو په لړکې له داسې بېلگو سره مخامخېږو چې د يوې يا څو ماناوو له پلوه ډېر کارونگ او کارونځايونه لري او د بلې يا نورو له پلوه لږ، لکه واخلې، شوبله چې پق(پښتو قاموس) له پېنځو ماناوو سره راخېستی، نن سبا د جنگي اکر له پلوه له((تانک جنگی)) مانا سره تر څلورو نورو هغو ډېر کارېدنگ لري.

(کړکۍ) له آره ييکي يوه مانا او يو کارونځای درلود(د کوټې کړکۍ)، خو په دې وروستيو کې يې د کمپيوټري(windows)  او هممهاله يوه انځوريزه(مجازي) مانا(د امېد کړکۍ= دريڅه)   هم را خپله کړه اوداسې نورې بېلگې.

ناويلې دې پاتې نه وي چې يو څومانيز ويی، لکه سخت(کلک، شديد، ممسک ←)  هممهاله  له همدغو وييونو سره هممانيز هم  بلل کېږي. همدارنگه يو څوما نيز ويی، لکه گواښ(قهر، اقدام، اخطار، تهديد، توربرېښ) يوازې  په يوه مانا (قهر) کې له (ځاځ) يا(خښم) سره هممانيز راځي.

 د دوه مانيز (غوښتل) له (خواستن) مانا سره د(پاليدن) هغې په پرتله. داسې چې دغه دوه مانيز کړويی له مانا سره هرکله او هر چېرې د(خواستن)  انډولېدای شي، خو له(پاليدن) سره په يوه نيمه بېلگوکې راڅرگندېږي، دليل يې داچې زياتره يې

(لټول) ځايناستي شوي او له دې ماناسره نور په کمپېښو گړويزونو (دايلکتېز مو نو)  او بيا زړويزونو(ارکاييزمونوکې راځي.

د ننگرهار خواته په((سرغوښتل))  کې د(لټول) مانا ښندي چې زياتره په تورسرو اړه لري، که يوه دبلې په سرکې خوځنده لټوي، مور دلور يا زوی او کله هم د خپل مېړه په سر و ږيره کې. ښايي د نارينه وو ترمنځ دا چاره چېرې په سفري، زنداني... انډيوالۍ کې پېښه شي، خو هغه هم په زيات اټکل کېدای شي، (غوښتل) نه، بلکې(لټول) ويی وکا روي.

ځکه ډېری نارينه او بيا لوستي او ښاريان يې پر دغه دويمه مانا نه پوهېږي. کوشنيان تر پېنځکلنۍ پورې چې مورنۍ ژبه يې زده کړې هم وي، د خپلې مور پر پاسنيو خبرو يې سر نه خلاصېږي. ان د ليکو ال  پر يادهم  پوره پاتې دي چې مور به مې ويل: پلانۍ ته ورځم، سرمې غواړي. يا: پلانۍ راغله او زما سريې وغو ښتو.. .

 بل کارونځای يې دا متل دی: ((چې غواړې، پرې واوړې!)) چې د عربي (من طلب فقد وجده) او پارسي (جوينده، يابنده است) يو په زړه پورې انډول دی؛ يو درې درې نيمې لسيزې پخوا رفيع صاحب يې پورژباړه((لټونکی موندونکی دی)) کړې وه چې ښايي، دغه متل يې پرياد نه وو او ياهم د ((غواړې)) دويمې مانا ((لټوې))  ته يې پام نه وو شوی!

پښتو د اروپايي او ښايي نورو ژبو په پرتله، د څومانيزونو د شمېر او بيا يې د ماناوو د شمېر له پلوه په هېڅ ډول د سيالۍ جوگه نه ده، غوره لامل يې دا دی چې  هغو ژبو د بېخرته علمي، فرهنگي او تخنيکي نومونپوهنو(ترمينالوجيو) په لړ کې د نيولوجېزمونو تر څنگ پر ماناونجيو(سېمانتېزمونو) هم پوره زور اچو لی دی. که تاسې د ساري په توگه د اکسفورډ يوويشت ټوکيز سمندر (compre- hensive dictionary) وگورئ، تر اويا مانيزو وييونو پورې پکې موندلای شئ!

دويم- هممانيزوالیsynonym

په پښتو کې دا وييزه(لغوي)  ټولۍ(کتېگوري) د نورو ډېرو ژبو په څېر تر نورو  وييزو ټوليو، لکه: څومانيزو (polysemous)، بډمانيزو(antinomys) همجوليزو (hymonyms)، آړمانيزو يا مجازي- کنايي (metonyms)، سرغږيزو يا توشيحي (acronyms)... نه زياته ده، او څه ناڅه يې بشپړوالی هم تر پرتليزوالي يا نسبتيت  (relativeness) ډېر برېښي.

کوم سيندونه چې دغو بېلابېلو ويي ډولونو او يا هم بېلابېلو علمي، فرهنگي او تخنيکي څانگو او ښرانگو ته ځانگړي شوي اوسي، په لاتين يې (thesaurus) بو لي چې موږ يې د آرې يوناني مانا(treasure) له مخې ((خزانه)) يا يې د جاج له مخې ((ځانگړسيند)) او  يا ((څانگسيند)) نومولای شو.

   هممانيز والی د دوو يا ډېرو وييونو ترمنځ مانيزې همرنگۍ ته وايي او هغه وييونه چې سره کټ مټ يوراز او يا ورته ماناوې ولري، هممانيزونه بلل کېږي. هممانيز وييونه د بېلابېلو، گړويزونو يا ديالېکتېزمونو (ټبريزو، سيمه ييزو، ټولنيزو وييونو)، زړويزونو يا ارکاييزمونو او بيا پورويزونو يا فارنېزمونو، اداپتېز مونو(دخيلو، مستعارو... وييونو) زېږنده بلل کېږي، هغه هم چې د بېلا بېلو ويونکيو ترمنځ  له جغرافيايي، ټولنيز، وټيز او فرهنگي پلوه يو گړدودي گډون او يووالی راشي، هرگوره په (( يوه-کره ليکنۍ)) ژبنۍ بڼه کې دغه پېښه پديده ښه ترا سمبالتيا مومي.

د دې لپاره چې هممانيز ويی(کلمه) مو پېژندلې اوسي، لومړی به يې له يومانيزو وييونو(monosemous)، لکه پاسني (غر، لمر، لرگی، شپه، ورځ...) راپيل کړو او هغه هم په دغه لاندې  يوه دوه سري غشي کې، په دې ډول:         

 په پښتو کې د داسې هممانيزونو، په بله وينا، وييونو څرک لگولای شو چې د هر غونډ د غړو شمېر يې تر لسگونو رسي، لکه د پارسي((کوژپشت، قوز پشت)) پر وړا ندې، چې ليکوال يې د پښتو قاموس او گړدودي څېړنو له لارې تر پېنځه و يشتو هممانيزونه را خوندي کړي دي، نو که نوره لټه پسې وشي، تردې بريده به هم ور واوړي. ملا (چرگک) ښايي، په دويم، دښت په درېيم او شمشتۍ په څلورم کچ کې راشي او همداسې تيږه او نور درواخله.(پښتو سيندگی هممانيزونه؛ويي پو هنه ، ۸- ۱۰)

داهم هېرول په کار نه دي چې په رامنځته شوې گړدودي او بياکره ليکنۍ بڼه کې د ژبې  د يوه بل آر ((مخامختيا، تقابل contrast)) له مخې هممانيز وييونه سره لږ و ډېر مانيز اوکارونيز بدلون راخپلوي او په پايله کې له پرتليزوالي سره مخا مخېږ ي ، په نورو ټکو، بشپړ هممانيزوالی پر ورته مانيزوالي اوړي. نو بيا هله وا يو چې هممانيز وييونه، د څواړخو له پلوه همماينز دي، نه د ټولو اړخونو له پلوه .که يوخوايې څو اړخه سره همرنگ دي، نو نور يې سره ناهمرنگ دي ؛ په دې تو گه هممانيز وييونه په دوده عربي نومونه ((مترادف)) نه، بلکې((متشابه)) نومول په کار دي او موږ يې ((ورته مانيز)) بللای شو.

هسې خو ژبه او بيا يې بېلابېل رغنده توکي او دويونه(قوانين) له لويه سره تر بلې هرې پديدې او پوهې، فرهنگ.. زاته پر ټوليزواله(نسبتيت) ډډه لگوي او ښايي سوسوريان يا رغښتوال (سترکچرالېستان)  په همدې دک و دليل هم څومانيزوالی يومخيز ردوي او هم هممانيزوالی، خو دا يومخيزه نټه هم د بشپړوالې (مطلقيت)  ښکارندويه ده. په هره توگه هممانيزوالی او ورته مانيزوالی سره د مخامختيا (تقابل) په مټ توپيرولای شو، لکه (ټينگ) او(کلک)  که له(تړل) سره په غونډله کې راشي، دواړه د((سست)) پروړاندې مخامختيا جوړوي او له دې سره يې هممانيز بولو، او که(کلک)  له (پوست، نرم) سره مخامخ کړو، بيا (ټينگ: کلک) جوړه وييونو ته(ورته) وييونه وايو اوداسې پسې نور(پالوال:معياري پښتو ۲۷۶).

هرگوره،  د ژبنيو توکيو او بيا وييونو ماناوې  په غونډله کې ښه ترا نو مېرل کېدای شي،  دبېلگې په توگه د دې ليکنې د سرليک له هممانيزونو څخه (زوی- بچی)  جوړه را اخلو چې په دې دوو غونډلو ( دازما زوی دی) او(دا زما بچی دی) کې يې يو  يو دبل پرځای کارولای  شو، خو په (دی زما زوی دی) او(دی  د دې خاورې بچی دی) په غونډلو کې دغه  وبله ونج (تبادله) کره نه راځي، په نورو ټکو،

دواړه وييونه هممانيز نه، بلکې ورته مانيز(متشابه) بللای شو. همداسې نورې جوړې ياټولگې هم درواخله.

زموږ په ژبه کې يو گڼ شمېر جوړه تړنگونه(copulative compounds) له همما  نيزونو رغېدلي، يا سرچپه ، ځينې جوړه تړنگونه هممانيزې بڼې لري، لکه: لوڅ لغړ، لوڅ لپړ، لوڅ بربنډ، شاړ شډل، شاړ شپاړ، پاک سپېڅلی، سپين سپېڅلی، ښاغلی منلی، غل غدوی، زارۍ او جگۍ، ښوونه روزنه، روزنه پالنه، چم گاونډ، تېری زيا تی، زور زياتی، ظلم و زور، چورتالان، لوټ تالان، کام و کبيل، کام و ټبر، غاړه غړۍ، هيله اسره، هيله امېد، دښت و ميره، ډاگ و بېديا، وران ويجاړ، تبا او برباد، خواري مزدو ري، يار و دوست، مار و منگور، يکې يوازې، غورځې پرځې، خوند ومزه، سم سيده، سم سيخ، سم سهي، چست و چالاک، گېلې او ما ڼې، ټينگ و ترينگ، هاند و هڅه يا هڅه او هاند، هلې ځلې، خوار و زار، زار ز هير، ځارځپلی، کونډه رنډه ...اوښتي دي. هرگوره، په جوړه تړنگونو، هغه هم په بې تړوييکي هغوکې ځينې هممهال د ستاينوتړنگونو (attributive compounds ) ځانگړتيا را خپلوي،لکه: په پاسنيو بېلگو کې او ځينې هم د ټاکنتړنگونو يا تعييني ترکيبونو (  determinative compounds) هغه، لکه: لوڅ لغړ، لوڅ بربنډ، پاک سپېڅلی، شاړ شپاړ... چې لومړی تړښتي غړی له پياوړي خج سره ټينگارتوک (intensifier) او ټاکندوی(determiner) گرځي. (Nominal komposita 31-74؛ وييپوهنه ۲۶۶- ۳۲۳؛ پښويه ۲۲۶-۲۲۷)

هممانيزونه يوازې د گړدودي يووالی او ليکني کره والي د بهير په هماغه  پيلامه کې رښتيني او بشپړ  هممانيزونه بللای شو، خو راوروسته پکې د بل ژبني آر يا ښکارندې(( contrast)) له مخې نيمگړتيا راځي، په ورته مانيزونو اوړي، او هغه هم له دې لاندې لارو څخه:

۱)؛ ښايي، دوه يا زيات هممانيزونه هرچېرې يو دبل پرځای و نه کارول شي، لکه کلک او سخت؛ کښل (اېستل، باسل) او څکول. د ساري په ډول، وايو: سخت(شديد) باران دی، يا پلانی سخت(ممسک) دی؛ دېوال کلک دی... نو که    (( دېوال سخت دی)) وويل شي، مانا يې پارسي کېږي؛ همداسې که په(( تماکو څکول بد دي)) کې د(څکول) پرځای (کښل، اېستل، باسل) وويل شي، پارسي رنگ راخپلوي. بچی / زوی په ټوليز او روږدي ډول هممانيز بلل کېږي، خو په

 ((زه د يوه افغان په توگه د چا بلواکي منلای نه شم)) غونډله کې يې پر(زوی) بدلول ټولوته ناسم برېښي. هن ،که (تور زما د زوی پرځای دی) پر(تور زما د بچي پرځای دی) واړول شي، يو ولوليز يا عاطفي اړخ يې پياوړی راځي!

ښايي، يوه هممانيز دکارونگ ډگر تر بل يا نورو يوڅه ارت وي اوډېرکارونځايونه ولري، لکه: تيږه يا  ډبره دکاڼي،گټې، غرگي... يا کمر پروړاندې.  بياهم په بېلا بېلو گړدودو کې بېلابېل غوراوي ولري، د ساري په توگه د کندهار خواته (ډبره)، د ننگرهار خواته(تيږه) او  د پېښور خواته(کاڼی) ډېره دود لري او داسې نور.

۲) ښايي، يو تر بل يا نورو لنډ، اسان يا خوږغږی وي، لکه: جگ تر لوړ، هسک، پورته، دنگ... اوچت؛ کنځا تر ښکنځا، ښکنځل، ښکانځې، زورلې... يا زېړې؛ بړبکۍ تر بوړبوکۍ، بړبوکۍ، بړبښکۍ، گرگلې، گردلې، دوړدوړکې...

۳) ښايي، يو تر بل يا نورو له رواني پلوه زيات توند و تېز،لمسوونکی او پارو ونکی وي، لکه: ويرژلی تر ويرجن، غمجن ، اندېښمن،خپه... ياپرېشان؛ لوی او ستر تر غټ يا غوټ←۶)، همداسې سخت، کنجوس، بخيل .سوکړ، سوگت، لړو څټو... هم درواخله.

۴) ښايي، يو پکې کره- ادبي وي او بل يا نور يې  عاميانه وي، لکه تالنده او تنا د غورزي، غورغوري،... پر وړاندې . تاسې او ستاسې د تاسواوستاسوپر وړاندې.  

۵) ښايي، يو له بل يانورو سره په شعروادب کې زيات د دې جوگه وي چې د آرې مانا ترڅنگ په مجازي، استعاري، کنايي يا سېمبوليکه مانا هم وکارول شي او ورسره ورسره يې ډېرپېښي او کارونگ هم زيات وي، لکه: بيابان، سارا يا بېديا د ډاگ، دښت، دښته، ولخه يا(تورک- مغولي چول، ميرې)... پر وړاندې.

۶) ښايي، يو تر بل يا نورو زيات درنښت يا بېلابېلې پوړۍ( درجې)  ولري، لکه: پياوړی تر (غښتلی، ځواکمن... ياسېکور ؛ مېرمن د (wife) په جاج تر (ماندينه، ماينه←مادينه.، خانمه،کډه، کور،کورواکې،کورودانه، کورودانې، ايال، ايېل، کوړ مه، ټبر(ډبر)... يا د بچو مور)؛ مېرمن  د نومهالي ستاينوم(lady) په جاج تر(ښځه، ښځمنه، تور سرې، سياسرې يا زنانه)، او د واده ښځې(منکوحه) په جاج مېړوښه يا مېړوښې تر(جگه، جيگه،ژگه، نکاح ښکلې، کاوين ښکلې) څخه؛ مېړه د (شو هر) د انډول په توگه تر (خاوند، څښتن، سړی... د وړو پلار)؛ غټ(سړی)، لوی (سړی) او ستر(سړی)← ۳).

۷) ښايي، د يوه ولوليز(عاطفي) اړخ مثبت وي او دبل يا نورو منفي او ياهم عادي ياخنثی، لکه: په(گړندی، چالاک او چابک) کې لومړی مثبت، دويم منفي او در ېيم عادي هممانيز ستاينوم دی. په(وړکی، کوشنی، ماشوم) کې (وړکی) په (و) گړنۍ پښتو پورې تړلی برېښي او( کوشنی) په ليکنۍ او ادبي پښتو، او(ماشوم) بيا زيات ولوليز(عاطفي) جاج راخپلوي؛ بچی) د (زوی) پر وړاندې هم همداسې درواخله.

۸) ښايي، يو تر بل يا نورو اخلاقي، ديني، دوديز او يا فرهنگي پلوه زيات ارزښت او منښت ولري، لکه:

ارامځای تر (مړيستون، قبر،گور، ډورۍ ... ياگورنډې)؛ امېدواره تر(بلاربه، دوه ځانې، پرځندانه، شگاره، ټنډه، ډډه، ورله...)، چې وروستي درې يې له سپکاوي نه ويل کېږي، په تېره(( ورله)) چې له آره، او زياتره د خرې لپاره کارول کېږي، او بلاربه هم زياتره په ژويو اړه لري.

۹) ښايي، يو له دوو وييونو څخه د سېمانتېزم(ماناونج) له لارې يوه پوهنيزه يا ورهڼيزه نومونه(ترم، اصطلاح) گرځېدلی، په بله وينا، پکې يو کارونيز بدلون راغلی:وي،لکه چاپېريال د چاپېرچل پروړاندې چې د آرې مانا(محيط) تر څنگ يې د پارسي(محيط زيست) او لاتين(environment) ماناته هم ورغځول شوی او بيا چاپېريالي(ستونزې)، چاپېريالپوهنه (ecology) هم ځنې رغېدلي دي؛ همدا سې برېښنا د پېلبو پروړاندې او داسې نور.  

۱۰) ځينې له رواني پلوه د څو نږه پښتو هممانيزونو له شتوالي سره سره هماغه پردی انډول خوښوي او کاروي، د بېلگې په توگه، د دې پرځای چې(ښکاري- څرگندېږي- جوتېږي- برېښي- اېسي) ووايي يا وليکي،((معلومېږي، پر نظر راځي ، مبرهنېږي...)) وايي اوليکي.دا ښکارنده له آره يو رواني يا سايکالوجيکي لامل لري، لکه: لوښه (عادت)، ناغېړي، ځانساتي، بې توپيري... او په سر سر کې  ځا نښوونه، ځان غټاوی يا((فضل فروشي)) چې زياتره يې په جوماتي او دوديزو ليکو الو اړه لرلې او لا لري يې؛ خدای بښليو ځانته ان دا رښته ورکوله چې نه يوازې نيو لوجېزمونه سانسور کاندې،بلکې دکمپېښو دايلېکتېزمونو او ارکاييزمونو د دودولو مخنيوی يې هم کاوه، که بل چېرې به يې لاس ونه رسېد، د پوهنتوني پو  ړۍ لپاره به چې ورته څوک استاد اړشو، يابه چا پښتو نښير(اثر) جايزې ته وړا ندې کړ او يا څېړنغونډې ته ليکنه، د زاړه پالۍ گرومونه(کمپلکسونه) به يې پرې يخ کړل!

۱۱) ځينې وييونه، په تېره همريښه وييونه ډېرو ته لږ و ډېر هممانيز برېښي، لکه واخلې (ووړ، وړکی، وړوکی)، خوکه په ځير وکتل شي، بېلابېل پښوييز(گرامري) ) چارونه او کارونځيونه لري: ووړ يو ستاينوم دی او د پارسي(خورد، کوچک) انډ ول، وړکی يې کوشينه(تصغيري) رغاونه ده، او وړوکی پر دې سربېره يو نوم هم دی چې له(کوشني، ماشوم) سره يې دغه اړخ گډ دی؛ کمکی هم (ووړکی، وړکی ، وړه کی) ورته رغاونه ده، خو د نورو ستاينومونو په څېر يې ډېرگړی (کمکيان) لکه(کوشنيان) نوموال چار راخپلوي.

۱۲) هغه هممانيزونه چې له پور وييونو او آرو(ارکاييزمونو، دايلکتېزمونو او نيولوجېزمونو) وييونو څخه را منځته شوي دي، پر بېلابېلو ډولو وېشل کېدای شي:

يو: له پورويزونو( دخيل، مستعار يا مفغن)او آرو وييونو سره زياتره بشپړ همما نيز يا هممانيزونه په پښتو ، په تېره په(يوه ليکنۍ پښتو) کې پر گوته کولای شو چې په هرکارونځای کې يودبل پرځای وکارېدای شي، لکه وطن، ملک، مملکت- هېواد- ټاټوبی؛ فخر، افتخار- وياړ؛ مننه، کورودان- تشکر- شکريه؛ مينه-عشق - محبت؛ (ټوليزې) رسنۍ- رسانه ها(-ی همگانی)، دنيا- عالم، نړۍ- جهان؛ کارو نځای ، لکه واخلې ((نړۍ)) په دې ځايونو کې: پردې نړۍ او هغې نړۍ(پر دې دنيا او هغې دنيا)، يوه نړۍ مننه (يوه دنيا- عالم تشکر) او داسې نور.

دوه: له پورويزونو( دخيلو، مستعارو يا مفغنو)او آرو وييونو سره يو شمېر داسې رغېدلي هممانيزونه هم لرو چې له پورتنيو ځانگړتياوو او شونتياوو سره سره پکې پورانډولونه  تر خپلو هغو زيات گړنی او ليکنی دود لري. دک و لامل يې دا دی چې کورني هغه ورسره له لږ مهال راهيسې غاړه غړۍ شوي او لابلدتيا او روږد تيا ورسره دومره پرمخ نه ده تللې، لکه:  سکالو د (موضوع، مضمون) ؛ ونج د (تبد يل يابدلون، تغيير؛ عوض) په ماناوو يوڅه دود شوی، خو له درېيمې مانا(مېز) سره نه، کوشينه بڼه(ونجړی) يې د وړکي مېز په مانا هم درواخله ؛ ويينه، ښکالوَه د (بحث، مباحثه) ؛ منندوی  او پاسللی د (شکر گزار- شاکر- مشکور- ممنون ، احسانمند، منتبار) ؛ لمونځغاړی د( لمونځگزار- لمونځ کوونکی) ؛ چلند، چال چلند يا کړه وړه د( رفتار- برخورد، سلوک) ؛ مين اومينه د (عاشق (معشوق)؛   بلهار او بلهاري د( قربان، قرباني)؛ ويی، گای د( لغت- کلمه) پروړاندې... .

 په( کوشنی، وړکی، کمکی...- ماشوم) بېلگه کې يوازې کوچنی (کوشنی) له راخپل شوي پورويي، اداپتېزم يامفغن((ماشوم)) سره د ځايناستۍ جوگه دی چې د لرو پښتنو تر اغېز لاندې يې تر نورو ښه ترا  کره- ليکنۍ پښتو ته لار موندلې ده، هغه هم د کره((کوشني)) ځېل پر وړاندې. په دې کې د رسنيو، په تېره((بي بي سي)) ونډه او اغېزه پوره څرگنده ده چې ان((غلط مشهور)) نويزونه يې په لږ مهال کې د پورويزونوځايناستي کړي دي، لکه: ولسمشر د جمهور رييس پر وړاندې چې کره يې هېوادمشر راتلای شي، يا د لومړۍ وزير د صدراعظم(يا وزير اعظم) پر وړاندې چې لنډ اوکره يې((سروزير)) راځي او په ژبه کې يې تيارې مخبېلگې هم شته دي، لکه: سروال، سرښوونکی، سرليکونکی، سرڅارن... . په(برېښنا، پېلبو، برق، بجلي) کې ، هغه هم له ترمينالوجيک پلوه لومړی دا په بره پښتونخوا کې د (برق) او په لره کې د(بجلي) پروړاندې دومره دود نه لري.

درې : په( ډېر، زيات، پرېمانه) کې، لومړي دوه هممانيزونه ښايي ۹۹٪ هومره يو دبل پرځای وکارول شي او درېيم دايې زياتره د ښندې(مبالغې) لپاره.((زياتره)) يې پر وړاندې پوړيزستانوم(صفت عالی)، په بله وينا، د پارسي(زيادتر، بيشتر) په توگه نه، بلکې د کړول(قيد) په توگه د(بيشترينه، اکثراٌ، غالباٌ) انډول راځي چې ځينې پارسي ځپلي ليوکوال او رسنوال يې دغه توپير نه شي کولای!

همداسې ((لاسته راوړنه)) چې ارواښاد استاد رحيم الهام نژدې څلوېښت کاله پخوا له پارسي((دستآورد)) څخه راژباړلې او نن سبا، لکه د ځنگله اور خوروور شوی، په داسې ترځ کې چې پښتوقاموس شپېته کاله وړاندې راخوندی کړی ويی ((بريا)) له(ماحصل، دستياب شده) مانا سره د لنډ او نږه انډول  په توگه ډېر لږکارول کېږي او لا ځينې يې بيا له((بري)) سره هممانيزوي!

څلور: بشپړ راخپل شوی عربي آری(ماشوم) چې په شمال ختيزه پښتو کې يې د(کوشنی) ځايناستی شوی، په نورو گړدودي ډلو کې دکوشني، وړکي يا کمکي تر څنگ د يوه ولوليز ځېل په توگه کارول کېږي.

پېنځه: د ((يون)) په څېر دوه يا څو مانيز آر زړويزونه ( ارکاييزمونه) يا نويزونه (نيولوجېزمونه) چې له پورويزو سره يې هممانيزونه رارغولي، يوازې د يوې مانا له مخې د ځايناستۍ جوگه شوي دي، په دې ډول يون تر اوسه لږوډېر د ((سفر)) ځايناستی شوی، نه د((حرکت، رفتار)). په دې لړکې پښتو د سياسي ترم له را خپلولو سره دوه نويزونه ((خوځښت، خوځون)) د((حرکت))  ځايناستي کړي دي، نه د عادي مانا پر بنسټ، لکه (( د گاډي خوځښت يا خوځون پر درو بجو دی)) نه شو ويلای، په غونډله کې ((خوځېد-)) د کړ په توگه د((حرکت کول)) ځای نيولای شي، لکه: پر درو بجو (را-در-ور)خوځېږم ياوخوځېدم ...)) او داسې نور.

په دې لړۍ کې د خپلو وييونو پرځای د پوروييونو کارونگ زياتره په گړنۍ پښتو او بيا نالوستو او کم لوستو اړه لري، لکه: روغتون- شفاخانه(شپاخانه)- هسپتال؛ درملتون- دواخانه؛  ناروغ،ناجوړ، ناسازه، رنځور- مريض- بېمار؛ پخلنځی-پخليځ- پخليځی- اشپزخانه؛ ښوونځی- مکتب(منتب)؛ پوهنځی – فاکولته؛ تمځی، تمځای- اېستادگاه؛ زېږنتون- زايشگاه؛ گاډی- موټر؛ ځانگاډی(اوتو، شخصي موټر)، چمگاډی (تراموای)، اورگاډی(ترېن، رېل)، برېښناگاډی(ترولي بوس)، ووړگاډی(ميني بوس)، سپرلۍ  يا سپرلو گاډی(د مسافربرۍ موټر)، بار گاډی- لارۍ؛ زغرگاډی- زره پوش موټر...چې دغلته په سرچپه ډول زياتره نالو ستي ((اورگاډی)) کاروي او لوستي يې انگرېزي انډول(ټرين، رېل)؛ څپوڼی- دسمال، دسپاک، رومال؛ الوتکه- طياره؛ چورلکه- اليکپتره- څرخي طياره...؛ پلې لار، پللار- پياده رو؛ څلورلاري، څللاري؛ کاليزه (نه کليزه)- سالگره- سا لگرد، سالروز؛ ايرنۍ- خاکستر داني؛ خوږنۍ- قند داني؛ توښۍ، تودنۍ- بخا رۍ؛ څڅۍ، تره(́raƏt)- ناوه؛ رېبځ، ربځ- جارو، برس(د ماناونجي يا سېما نتېزم په توگه) او داسې نور.

څلورم- همجوليزوالی(Homonymy)

په هره ژبه او بيا پښتو کې ښايي، دا ښکارنده د څومانيزوالي له کچې دومره توپير و نه لري. داپېښه هم لکه څومانيزوالی او هممانيزوالی د ژبني پرمختيايي بهير د راوروسته پړاوونو، يانې دگړدودي او بياليکني يووالي په پړاو يا پړاوونو کې رامنځته کېږي. همجوليزونه يا همجوليز وييونه چې په ادبي فنونوکې يې (کلمات متشابه) بولي، هغه دوه يا ډېر وييونه چې ( د خج په گډون)  له غږيز پلوه سره يوه جوله ولري او ماناوې يې سره بېلابېلې وي.له تاريخي- اېتېمو لوجيک، په نورو ټکو، د آرې او ريښې پلوه سره توپير لري، او د پېړيو په پو ړيوکې يې د غږيز ادلون بدلون له لامله همجوله شوي وي. د ساري په ډول له ((لور=lorداس)) سره ((لور=lor طرف))  هله همجوله شوی چې په يو لړ گړدودو کې يې واوېلي پايله(-ی) له لاسه ورکړې ده، دک دليل يې همدا چې په ځينو گړدودوکې يې لا خوندي ساتلې او ((لوری)) او((لورئ)) يې وايي. هرگوره، په بشپړ ډېري کې يې دغه کرښپل له اېتېمولوجيک- فونولوجيک سپيناوي پرته ناشونی برېښي.

 په ځينو گړدودو، لکه په  شمال ختيزو هغوکې د دويم يا دريم غږ ونج له لامله د همجوليزو کچه يوڅه زياته ښکاري، لکه: خور(خواهر)- خور(خپور)- خور(ښور    = د مېږيو او مچيو ځاله)؛ سور(سپور)- سور(پسور)- سور(سُر) او داسې نور.

دآرو او پورو جوړې هم  لږوډېرې موندلای شو، لکه: ميره(مادراندر)- ميره(دشت)؛ بور(ملا)- بور(سپېره)- بور(سره بخن توت)؛  بوره (شکره)- بوره(د ارې بوره) چې د وروستي ويي نږه پښتو انډول((د ارې بورbur)) دی.  ښايي، يو نيم لوستونکی ځينې همجوليز وييونه له څومانيزو هغو سره يوراز و انگېري او د ساري په توگه ووايي:  د ((بور)) اړوند همجولېزونه د همدې يوه يوازېني ويي ((بېلابېلې مانا وې))  دي او په دې ډول يې بايد په ډېرمانيزو وييونو کې راولو ، نو موږ به يې هماغه وړاندې کړی پېژند(تعريف) ورغبرگ کړو چې د همجوليزوالي شرط د آرې او ريښې توپير دی، په بله وينا، هغه درېگونه وييونه سره پر بېلابېلو ماناوو سربېره بېلابېلې تاريخي  آرې (ريشې) هم لري، په داسې ترڅ کې چې يو دوه مانيزو يا ډېر مانيز ويی يوه يوازېنۍ آره او ريښه(اصل و منشأ) لري اودازباد و سپيناوی يې هماغه ژبپوهان کولای شي چې د سپڼيزې (تشريحي)  ژبپوهنې ترڅنگه له تاريخي- پرتليزې ژبپوهنې اوبيا آرپوهنې(اېتېمولوجۍ) سره هم سروکار ولري.

اخځليک

باطنی، زبان و تفکر(مجموعۀ مقالات زبانشناسي. نشر آبانگاه، تهران. ۱۳۸۰.

چامسکی،نوم: دانش زبان، ماهيت، منشأ وکاربرد آن ۱۹۸۰. (ترجمۀ علی درزی). نشر نی، تهران۱۳۸۰. 

زيار، مجاوراحمد، ويي پوهنه، دکابل پوهنتون. د لوړو زده کړو چاپخونه ۱۹۸۱.

زيار: ۱۹۹۳پښتو سيندگی، هممانيزونه.  دپښتو پانگې ملگري، پېښور.

زيار: ۱۳۸۴ ل. پښتو پښويه. درېيم چاپ، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.

زيار: ۱۳۸۴ ل. پښتوبدلمېچ، پښتوشعرڅنگه جوړېږي؟. دانش خپرندويه ټولنه، پېښور. ۱۳۸۹ ل.

زيار: ۱۳۹۰ ل/ ۲۰۱۱زپښتو آرپوهيز(اېتېمولوجيک) سيندگی، لومړی ټوک (ا- ب- پ- ت- ټ).  دانش خپرندويه ټولنه  پېښور.

زيار: ۱۹۹۱ل./ ۲۰۱۲ ز پښتو سيندگی، نويزونه. دويم غځېدلی چاپ،. پېښور.

De Saussure,F., Grundfragen der allgemienen Sprachwissenschaft, Übersetzer: Lommel,H 2. Auflage.

                  Berlin1967.

Mario A. Pei: A Dictionary of Languistics: Columbia University. New York, USA 1954.

Morgenstierne, Georg, An Etymological Vocabulary of Pashto.1. Kommisjon Hos Jacob Dybwad,Oslo 1927.

Ulrich, Winfried, Wörterbuch Linguistische Grundbegriffe.

Verlag Ferdinand Hirt. Germany 1972.

Wahrig,Das Grosse Deutche Wörterbuch. Bertelsmann Verlag. Germany 1966.

Zyar, M.A., Die Nominalkomposita des Paschto, Diss. Universität Bern, Institute für Sprachwissenschaft. Bern 1974.

 

 

 

 

 

 

 

 

          

پښتو غړپوهنه:

 

بېواکوږي(ابتدا پرساکن...) يا کلسټرونه (clusters)

(و) ړوند،(و) ړومبی، (و) روستی،(ا) ستکهولم،(ا) ستېشن...

ژبې پرلپسې ادلون بدلون مومي، او وارله مخه په گړنۍ بڼه کې، هغه هم له وييپانگيز، غږيز ، مانيز او  پښوييز (گرامري) او پلوه. داسې چې وييپانگيز دايې په لوړه، غږيز دا په منځنۍ او مانيز و پښوييز دا يې په درېيمه او څلورمه کچه کې را ځي. په ليکنۍ بڼه کې هربدلون تړوني بڼه لري اوزياتره پر وييپانگه او سبک و سټايل راڅرخي. ځکه نوي نوي رامنځته کېدونکي پوهنيز او فر هنگي جاجونه او نو مونپوهنې(ترمينالوجۍ) پرلپسې راخپلوي.

 دا چې ولې غږيز،مانيز او پښوييز ادلون بدلون ليکنۍ  او بيا کره ليکنۍ ژبې ته ډېر روسته را ننوځي، يوه سراسري ژب- ټولنپوهيزه (سو سيو- لنگوېستيکي) او بيا ژب- فرهنگي ربړه ده  په دې مانا چې ليکنۍ بڼه د گړنۍ په توپير د گورتنيو او کنټرول وړ ده او ليکوال يې سهنې او زغمنې ته وار له واره نه چمتوکېږي، يا ورته وگړنی او ناادبي برېښي، او  يا هسې د يوبل له ځانگړي خورمنځ(سليقې) سره اړخ نه لگوي، او په دې توگه يې پر وړا ندې تر ډېره ټينگار کوي.

د گړنۍ  بڼې دغه ټول اوښتونونه تل تر تله همداسې هوايي نه پاتې کېږي. همداچې د گړېدو نکيو ډېری راونغا ړي او لږوډېره يې ليکنۍ بڼه هم کاروي، ژبپوهان يې  دڅانگپوهيزې پازې له مخې را خپلوي او کره ليکنۍ بڼې ته يې را لېږدوي. هرگوره، د دود له مخې(کره) ليکنۍ ژبه له دغه (و) گړنۍ ژبې سره يو لږه کی واټن او توپير ځانته خوندي ساتي. د بېلگې په توگه ليکنۍ پارسۍ په وسمهال کې د هر آرکړ(اصلي فعل) ترڅنگ د مرستيالکړ(خواستن) اوړون (گردان) له پېړيو پېړيو خوندي ساتلی دی، لکه: خواهم رفت- خواهيم رفت، خوا هی رفت- خواهيد رفت، خواهد رفت- خواهند رفت...  اکر (حال) داچې  له ايرانه نيولې د افغانستان، تاجيکيستان او وز بکيستان (سمر کند و بخارا) تر گړدودو پورې دغه اوړون له مرستيال کړه، آرکړته رالېږدېدلی او(خاد رفتم- خاد رفتيم...) وايي او داسې نور ې بېلگې يې.

بلخواته ليدل کېږي چې کره ليکنۍ پارسۍ د نورو ژبو په څېر د داسې يو نيم پښوييز (دستو ري) ارکاييزم ترڅنگ بيا بېشمېره هغه  برخيز يايومخيز پر هېستورېزمونو شمېرلي، د ساري په ډول، پخوانی نابشپړيز (استمراري) مخکړ  ياپيشوند فعلی((همی))، لکه په دې بېلگوکې: همی گفت- همی گويد، همي رفت – همی رود... چې (همی-) يې پر(می-) راړولی؛ بل ځېل يا وارينت (ی-) روستاړی يې هم  پرمختاړی(می-)، او (گفتی، رفتی...) يې پر (ميگفت، مير فت ...): لومړۍ بېلگه يې، لکه د ليث صفاري  د اتکلن زوی له خولې وتلې ړومبنۍ پارسي شعري  مسره((غلطان غلطان همی رود تا لب گور)) ، او دويمه بېلگه، لکه د مولانا په دې بيت کې:

((خاله را خايه بودی، خالو شدی ــ اين به تقدير است، اگر بودی شدی))

ارماني اوآړوتی(شرطيه) مخکړ(می-) يې هم په دې وروستيو کې لږ تر لږه له مرستيا لکړ (بودن) څخه غورځولی ، لکه په دې نومواله غبرگغونډله کې:  اگر حسن بيمار نبود، حالا اين جا بود،يا لکه د فروغ فرخزاد يوه ارماني مسره: کاش پائيز بودم (ديوان ۸۴).

غږپوهيزې، په بله وينا، ليکدودي بېلگې يې: پر(د) او( ز) د(ذ) بدلول، لکه په(استاد)،   ( پزيرفتن)... کې(ط)پر(ت) اړول، لکه په(تهران، توفان، اتاق، توتی...) ، همزه (ء) پر(ی) اړول، سم له لاسه پر افغاني کچ په(آبايی، هرجايي اروپايی، آريايي، فايق، توده يي، حاشيه يي...) :کې او داسې نور(همداراز د ليکوال پارسي ليکنه).

 په هره توگه موږ  هم د پښتو په تړاو، که يوخوا د څانگپوهيزې پازوالۍ(مسؤوليت) له مخې اړوځو، له ورته ياد شويو آړونو (شرايطو) سره سم د گړنۍ پښتو بدلنونه پر خپل خپل وخت په پام کې ونيسو، نو  بلخوا يو لړ زاړه توکي يا ارکاييزمونه او تېرمهالويزونه(هېستورېزمونه) چې له اړوندو آرونو سره ټکر نه پېښوي، په کره ليکنۍ پښتو پانگه کې هم راخوندي کړو او له اړتيا سره سم يې وکاروو.

هرگوره، دا خبره بيا راغبرگوو چې((لرغونوالی)) د غږپوهيزې پښوييزې((يورنگۍ)) د اړوندې چلند لارې له اووگونو آرونو څخه د يوه آر په توگه په وييپانگيزه برخه کې هم له پامه نه غور ځوو او په دې توگه يې د يوه غور چاڼ((انتخاب او اطراد)) پر بنسټ، يومخيزه نه، بلکې بر خيزه په کره ليکلار کې منلای شو.( ليکلارښود۱۸-۲۲).  

تر کوم ځايه چې  څرگنده ده،  که  د نړۍ ژبې په ټوليز ډول له وييپانگيز پلوه پرلپسې د پراختيا او پېجلتيا پر لوري يوني، له رغاونيز او پښوييز پلوه بياد ساده گۍ او اسانۍ پر لوري درومي، په بله وينا:

له پرمختيايي بهير سره سم د ژبنيو ټولنو ژبنۍکاروني اړتياوې ډېرېږي او له دې لامله پکې د د ليکوالو،  رسنوالو، پوهيالو او فرهنگيالو له خوا د زېږندويه ژبني ځواک پر  بنسټ له اړتيا سره سم د نويو نويو علمي، فرهنگي، تخنيکي او خبرتيايي (انفارما تيکي)  پديدو او بريا وو، او ورسره د تړلو جا جونو(مفاهيمو) د راخپلولو لپاره پرلپېيلې ويير غاونې او غونډ له رغاونې  چټکتيا او پرا ختيا مومي.

خو  بلخوا هممهاله په  طبيعي او ناځانخبري ( نااگاهانه) ډول په (و)گړنيو بڼوکې د اړوندو ژبو يو لړ رغاونيز_ غږپوهيز او  پښوييز دويونه (گرامري قاعدې) بيا ساده گي او اساني مومي.   بيا يې نو ژبپوهان او پښويې پوهان (گرامر ېستان) هغه لنډېزوزمه ادلون بدلون تر وسې وسې په پام کې نيسې،  او له دې  لارې يې دوه اړ خيزې پراختياوې او پېچلتياوې يوڅه راسکينده کوي اوجبرانوي..  

د نورو بدلنونو په لړکې له ډلې څخه د بېواکوږو((کلسټرونو)) ادلون بدلون دی چې يو خوايې اړوند ويونکي دلته او هلته دوينگ او ټکر(التباس) له ستونزې سره مخامخوي او بيا يې په اتومات ډول د واوېلو په مټ  برخيز يا يومخيز له منځه وړي ، او بلخوايې په سرچپه توگه د لنډون خوښونې له مخې په لوی لاس رامنځته کوي هم.

د ژبپوهنې د ترمينالوجۍ له مخې  په يوه ويي کې د دوو، درو، څلورو... ( کانسوننټو او سيمي واوېلو) پرلپسېوالي ته وا يي چې هېڅ کومکي غږ(خپلواک يا واوېل) يې په منځ کې نه وي را غلی.  په دې ډول کلسټر د ژبې کوم خپلواک مانيز توک نه، بلکې د يوه ويي(کلمې) يا څپې (هجأ) دننه د اومو توکو يابېواکو او نيمواکو(کنسوننټواوسيمي واوېلو) يو تړنگ (گر وپ) دی چې د مخکې يا روسته خپلواک (واوېل) په ملتيا پر يوه څپه بدلېدای شي.همدغه څپه (هجأ) ده چې پر خپل وار ځانته، يا له بلې څپې(يا نورو څپو) سره يوځای د گړ(مورفيم) ويي او وييکي په رغاونه کې برخه اخلي. څپه له کلسټر سره تر هرڅه له مخه  دوه غوره جوليز توپيرونه لري: (۱)  څپه يوزړی (واوېل) لري، او (۲) کلسټر د څپې يوه برخه کېدای شي او سر چپه نه.(پښويه :۲۰۰۳ز،پايڅوړ ۱۶)

لومړی د کلسترشننې بېلگې چې  هغه هم پرنوموالو او کړوالو ويشو، نوموالې يې، لکه

چې مکنزي ( ۵۶۳). يې هم يادونه کړې، آر او کره دوه څپيز(پسرلی) د ننگرهار خواته درې څپيز ويل کېږي او د پېښور خواته (سپرلی)  شوی دی، ځکه  تر(پس-)، (سپ-). اسان ويل کېږي، /س/ تر /پ/ ډېر انگازور يا واوېل وزمه  بېواک دی؛ همدومره خبره ده چې ډېرگړې او اوښتې بڼه(سپرلي) يې له بل ويي سره ټکر خوري.

 په(خاورپوهنه) نيولوجېزم کې چې منځ –کلستر(-ورwr_)  يې شنل شوی؛ په زاړه بېلنگ (خاو رين) کې بيا ، له  بل راز واوېلي بدلون سره له منځه تللی دی..همداسې د يو څپيز(زړه) سر وږی(zṛ-)  درواخله چې په (بې زړه،  په زړه پورې، زړه وړونی،، زړه خوږی، زړه چاودی، زړه چاودون، زړه توری، زړه تورن، زړه شين-ی، زړه خوړينی، زړه سوی، زړه سواند، کلکزړی، سختزړی ، نرم زړی، زړه نا زړه، زړه په زړه (لارده)، زړه غوښتی(دلخوا، مطلوب)، زړه غوټه، زړه غټا وی، زړه بداوی، زړه ماتی...) کې خوندي پاتېږي او په زړور، (زړن)، (زړگی، زړگو ټی) او زړغی(ټکنی) کې شنل شوی.

په دې پرتله(قياس له آر وږي سره يوڅپيز بېلنگ (زړين)  زړه راکښون، زړه راکښونی، زړه بايللی، زړه وهلی، زړه زموللی، زړه پوهنه) او داسې نور رغو لای شي. هرگوره، له مهال تېرېد نې سره په دغو ډېرو تړنگونو (ترکيبونو) کې هم د بېلنگو(مشتقو) غوندې (زړه) له واوېل با يلنې سره کلستر هم بايلي چې. يوه رغولې بېلگه يې (ځاورپوهنه) ده.

وردگو  بيا(سره، کره)او(يوه، يوې) د لنډون  اوسپما په موخه له سروږي سره يو څپيز کړي دي چې شاعران ترې په زړه پورې گټه اخېستای شي. هرگوره(سره) يې له ښځينه ستاينوم(sra) سره ټکرېدای شي! په ځينو گړدودو، لکه شمالختيزو هغو کې يو شمېر بې کلستره نومونه په ډېر گړې او اوښتې بڼه کې سر- يا منځبېواکوږي رغوي، لکه: خبر-خبرونه- خبرونو(-بر-)، ځنگل- ځنگلونه- ځنگلونو(-گل-)، ول-ولونه-ولونو(ول-)...

کړواله بېلگه، هغه هم د کلستر رغاونې په تړاو:

د لېږند يا متعدي توک(مونيم) په توگه (-ǝw -) چې ننگرار خواته(-aw -) هم دود لري، شينو اري او له پېښوره  نيولې تر سوات و بونېر او ان تر مارگلۍ دکړسټې له روستي بېواک  سره د(-w -) په ملگري کولو  پر (منځ-) ياسر بېواکوږي  اړوي، لکه(-ږو-)  په زېږولze-ğw-ǝl-  پخول له (-xw-)، اړول، نړول، څملول، نښلو ل، سمول، پرېښول،کېښول، ستومانول، بند يانول...؛ چول  له(-čw-) يا:کول له سروږي(kw-) سره، او  ځينې کښيني يې لا بېخې( -wǝ-)   پر اوږده- و(-o-)  بدلوي او له دې يووستوي کولو(مونوفتونگولو) سره کلستر له منځه وړي.

په انگرېزي ژبه کې يې يوه په زړه پورې نومواله بېلگه  nakedده چې د.الماني همريښه انډول nakt پر خلاف يې پای- کلستر له منځه وړی دی. هسې خو انگرېزۍ د نورو جرمانيکو ژبو، په تېره جرمنۍ په پرتله ډېر بېواکوږي له نوي ژبپېر سره پرلپسې شنلي دي چې په ليکدود کې يې د چوپو يا نه ويل کېدونکو توريو(silent letters) شتون يو څرگند لاسوند دی، که څه هم ډېرۍ بېلگې يې له منځ-    او پای- کلستروسره تړاو لري، لکه:Schwester-sister, Psalm- psalm(sām), Psychologie-(p)sychology,durch-through... .                                        

کړاوړون(فعلي گردان) کې(د- ت - چ-...) پايو کړونو تېرمهال روستاړی يا مونيم (-ed ) له ليک سره سم ويل کېږي او د نورو سټو( turned,aimed...) پر خلاف پای- کلستر نه جوړوي چې دلته يې پريوه يوه بېلگه بس راوړو:

add-ed,acted, reached...

(چ- پای) هغه درېيم يوگړی پايله (-s)  په تړخپلواک (-es) له کلستره راوځي، همداراز يې(  چ-پای) نومونه هم کومه گرداني پايله له ورته واوېل پرته نه شي راخپلولای، لکه match-matches.

لي- پای کړولونه،   په تېره په گړنۍ په برتانيي گړنۍ انگرېزۍ کې، زياتره له  پای- بېواکوږ يو سره ويل کېږي ، لکه physical-physically, possible- possibly, careful –carefully... . actual -actually, additional-additionally,

بياهم ، لکه پاس يې چې بېلگې وړاندې شوې، بېواکوږي يا کلستر د لنډيز او سپما زېږنده ده، لکه نومځري(ضميرونه)، تړوييکي (عطفيات)، کړولونه، وييغونډلې... چې پښوييزه او بيا ژبنۍ سپما رامنځته کوي.   په پښتو کې يې ، يو خوا دنوروژبو، لکه انگرېزي، فرانسي، روسي، جرمني او نورو اروپايي ژبو زده کړه را اسانه کړې  ده.

تر ټولو غوره نقش  يې بيا دادی چې د  پښتو  شعري سېستم يې له عروضي(متريک)، لکه عربي هغه راژغورلی او څپيز- خجيز جوړښت يې راخپل کړی دی. دغه کلستري  رغښت يو شاعرته د څو غوراويو لاره هواره کړې:او  څلورگوني بنسټيز وزنونه يې شوني کړي دي، لکه پرلومړی، دويم ، درېيم او څلورم  خج د مسرې  پيلونگ. تردې پورې که شاعر د تول و تال يا وزن، رديف او قافيې له ربړې يا تنگسې سره مخ شي، لکه د وردگي بېلگو (يوه، يوې، سره، کره) له مخې يې له کلستررغاونې سره هوارولای شي..( پښتو بدلمېچ اړو نده سکالوداچې نيمواک(سيمي واوېل w,y)  هم د بېواک (کنسو ننټ) او هم د خپلواک(واوېل) په توگه په کلستر رغاونه کې ونډه پرځای کوي، نو دا راز کلسټرونه ، لکه   خوند، شخوند، وياړ... د څو بېوا کو او يو يادوه نيمواکو ټولگه هم بللای شو. په هر ډول، لکه  چې وړاندې ورته نغوته وشوه، د نړۍ د ډېرو نورو ژبو په څېر په پښتو کې هم د بېواکوږو(کلسترو) په رغاونه کې له بېواکو او نيمواکو پرته هر راز بېواک  نه شي راتلای، بلکې يوازې انگازور، په نورو ټکو، واوېل رنگه کنسوننټ، لکه پزيز، غاښيز، ، اووريز او اووريز- تالوييز هغه.(شېن- اڅک)

د پښتو په څېرداراز ادلون بدلون په نورو هندواروپايي ژبو کې سربېواکغوږي (initial cluster) تر نورو دوو ډولو هم زيات دي او هم لږو ډېر گران، خو هممهاله يې د شنل کېدنې شونتيا هم ډېره برېښي. لکه انگر ېزيspecial=especial  ؛ estate يې هم ورته بدلون اټکلېد ای شي،هغه هم له مورفو- فونولوجيکي بدلون سره، چې بله مانا (جايداد، شتمني) يې راخپله کړې ده، د state فرانسي انډول هم estat دی. که په پښتو کې هم د غږيزو بدلنونو په لړکې کلسټر ي دې هم ورته ماناونج(سېمانتېزم يا مانيز بدلون) را منځته کړي، نو د اړوندو معياري آرونو په رڼا کې يې کره ليکنۍ پښتو ته را گډول هرو مرو اړينېږي.

په نوي آرياني پېرکې د پارسي په گډون گردو سوېل لويديزو((پرسيک)) ژبو لومړي دوه ډوله کلسټرونه له منځه وړي دي. خو پښتو له زيات غږيز بدلون سره سره درېواړه،  هغه هم زياتره سوېل لويديزې گړدو دي ډلې خوندي ساتلي دي. په کابلي  پارسي گړدود کې يې د سر بېوا کوږي څرک بيا پر راټوکېدو بريښي، لکه واخلې په(جوان)، جوال، خوار(خواهر) سوار، پياز، نياز... کې(يمين: دستور ۲۰۱۱ص ۵۲).  هرگوره، د پوهاند يمين  په همدغه اثرکې د (کاهش، حذف) په اړوندو پارسي بېلگو لکه جاروب او جارو...کې دوازې څپې پای کنسوننټ غورځن  ياد کړی، يوه ټوليزه پېښه نه بلل کېږي. ده بايددا نومېرلی وای چې کوم کنسونټ په کوم چاپېريال کې غورځي، که  خبره پر (-ب) يايې پر ناخجن شونډيز ځېل (-پ)وي، ولې په کسب، اسپ يااسب، چسپ، چپ، خپ و چوپ کې له وينگه نه لوېږي.  بلخوا ولې دغه غږونج د ديکلسترازېشن په چوکاټ کې و نه څېړل شي چې د پښتو او نورو خپلوانو ژبو په څېر يې پارسي پای- کلستر دلته او هلته شنل کېږي، پارسي بېلگې، لکه: است- اس، نيست نيس، راست- راس، سست- سس... .

د زېږندې(توليدي) غږپوهنې ليکوال (سانفوردا شېن ۵۹-۶۰) د سربېواکوږيو څومره ييزه  بريد بندي (محدوديت) د څپيزې بريد بندۍ يوه بېلگه گڼي او ليکي:

((انگرېزي گړونه(مورفيمونه ښايي، په صفر، يو، دوه يا درو بېواکو–it,pit,split پيل شي. خو داسې گړونه نشته چې په څلورو يا زياتو بېواکو، لکه *splrit- پيل شي.))

نوموړی ژبپوه دا بس نه گڼي چې گړونه تر درې (يا څلور) کنسوننټه وږيو پورې شتون  درلو دای شي، بلکې دېته  هم پام اړول اړين بولي چې ايآ دغه بېواکغږونه يا کنسوننټونه په هر چاپېريال کې  راتلای شي؟

د شېن په وينا بايدپه دغو درو بېواکوکې لومړی s وي، دويم يو ناغږن تم (b,p,d,t,g,k) او درېيم  يو اوبلن(r,l)  اوسي. په پښتو کې هم يو شمېرسر بېواکوږي همداسې  راځي.  هر گوره،، د تمبېواکو ( انسدادي کنسوننټو) په لړ کې د(د) پرځای غبرگژبيز (ډ) او د اوبلن بېو اک(ر) پرځای غبرگژبيز اوبلن غږ(ړ)، هغه هم د کلستر په سرکې، راتلای نه شي،  ځکه غبر گژبيز د زېږځي له پلوه په زېږتالوييز، په بله وينا، بې انگازې بېواکو کې راځي.

.بې انگازې تم، مښلي او تم-مښلي بېواک، په خپلو منځو کې هېڅکله وږی نه شي رغولای، ترڅو  ورسره خپلواک، نيمواک(واوېل، سيمي واوېل)، يا انگازور، په بله وينا، خپلواک وزمه بېواک، لکه مخني يا لمريز(شمسي): غاښيز(ت، د، ، ن)، اووريز(ز، س، ځ، څ)، اوو ريز -تالوييز (ژ،ش، ج، چ)،  پزيز(م، ن)، اوبلن(ر،. ل). مله نه شي. که دالامل نه وای، پښتو بېوا کوږي نور هم پسې ډېرېدل. په دې مانا چې ۲۹ بېواک له دوو نيمواکوسره په  ۲۹کې ضربېدل او په دې  چم يې يوازې د دوه کنسوننټه سربېواکوږو شمېره۱۲۴۱ ته رسېده، او ښايي، له نورو گردو ډولوونو سره تر لس زرگونو هم پسې اوښته. په داسې ترڅ کې چې اوسنۍ عادي شمېره به يې د پښتو د درستې وييپانگې  تر سل- پېنځلس سلنې تېری ونه کاندې او بې ديجيتاله يې هم ځانته جوته کړای شو (هماغه اخځ ۳۵-۳۰ او پښويه: ۱۳۶،:۸۱).

په دوديزه عربي- پارسي ترمينالوجۍ کې يوازې د يوراز(پيلبېواکوږی) لپاره((ابتدا پرساکن)) نومونه (اصطلاح) شته ، نه د منځبېواک او پايبېواک لپاره. سره له دې چې دواړې ژبې پيل-(ابتدا پرساکن) او منځ- هغه نه، بلکې روستی(دوه ساکنه) دا لري، په پارسي وييونو کې،لکه چشم، خشم، لشم، پشم، کرم، مهر، مُهر،  ابر،  سرو، مرو، جور، رزم، بزم، يا له پښتو سره گډ وييونه: ببر، چتر،  شرم، گرم، نرم، غور، جشن، زخم...

 په عربي هغوکې، لکه: اسم، فعل، شعر، نظم، سجع، وزن، وعظ، محض(محضې، مازې)، ورم، نثر، نشر، صدر، قصر، عصر، طور،  رقص، زجر، عذر، خلع، خلق(خلک)، بحث، حذف، عشق، حسن،  جذر، جذب، نبض، قبض، عقل، نقل، نُقل، نفل، بخل، قطع، فکر، ذکر، ذهن، زهد، مکر،  صفر، مصر، عمر ، عطف، نحو، محو، سهو، لغو، دلو، حشو، مدح،  قبح، صبح، شبح، عون، ضمن،   حول (ماحول)، قول ، دخل، نحل،  نعل(نال)، لعل(لال)،   فسخ، صلح،  جمع، شمع، منع، دفع، شرع، وسع، وضع، طمع، بيع(بيه، بها آرياني ريښه لري)؛

 سعی، وهم، فهم، رحم، سهم ،  عجز، ظلم، کسر، رسم، جسم، قسم، حجم، رجم، عزم، جزم، قوم(قام،کام) مصر، هضم، حشر ،    صبر،  ثور، فقر، فخر، فجر، ظهر، عُرف، عُشر، شُکر،  بحر، جبر، دهر،  نهر، عهد،  عقد، قهر، قبر، قرن، قطب، قحط، قطع، سطح، ذبح، شرح، طرح، جرح،  صلح، سِحر، کفر، جهل، سهل، رطل، سطل، قتل، فضل، نسل،حمل، رمل، مثل،   فصل، وصل، وحش،  علم، حلم، حکم، امر، فتح، نصر،  اجر، جذر، دور، قدر، بدر،  نذر، بذل،  بذر، اصل،  فرع، ربع،  زرع، ... کې.

په(و) گړنۍ پارسۍ هم زياتره پاسني عربي پوروييونه دپښتو  غوندې دوڅپيزوي، صلح- سوله، سطح- سطحه (سته)، شرع- شرعه(شره) ، سهو-سهوه(ساوه) او داسې نور.

پښتانه يوازې پارسي او عربي دا نه، بلکې د نورو ژبو ورته يوڅپيز وييونه هم  دو څپيزوي، لکه انگرېزي، په تېره امريکايي ځېل form, fault, turn. د عربي هغو وينگ بيا له ديني متنو پرته له پښتو غږپو هنې سره برابروي او دوڅپيز وي يې، او تر ډېره يې هم په آرليکدود کاږي..

 زموږ کلاسيکو ويناوالو هم  دوڅپيز کړي، لکه رحمان باباچې((خلق)) يې د يوه درست شعر د رديف په توگه کارولی دی: 

 خدايه څه شوهغه ښکلي ښکلي خلق_ په ظاهر، په باطن سپين سپېڅلي خلق...

 ستر خوشال هم ، د پښتو له ټوليزې لوښې ځانگړتيا سره سم  د ورته  يوڅپيز وييونو ( خلق، عزم، جزم، رزم...) د دوڅپيزونې تر څنگ نور پارسي او عربي وييونه، يوه يوه څپه رالنډ کړي دي..

په دې لړ کې ځينې درې کنسوننټه عربي او پارسي بيا هماغسې يو څپيز ادا کوو، لکه: حرف، صرف،  عرض، فرض، قرض ، قصد، حرص، حمد،، نعت، وقت(وخت)،  حوض(اود، اوز)، خرج،  درک(د موندنې، پوهېدنې په مانا، نو دوڅښيز شي د کندې مانا ښندي)،  قوس، حدس، شمس، نقد، نقت، خقت، رمز، طنز، طرد، کنز، دين، بين،  عين؛

پارسي: نغز، برف، ژرف، خشت، زشت، کشت(کښت)؛  له پارسۍ سره گډ: تخت، بخت، رخت، سخت، مست، پست،  مفت،  جوفت(جوخت)، چست، سست، درز، نرخ،  چرخ(څرخ)، وچرس، پند، وند؛ له پښتو سره ځينې گډ وييونه، لکه برج، مرچ ... پښتو له سرکلستر او پارسي له پای کلستر سره راځي، (ورخ، درنگ... بيا پارسي دوڅپيزوي. د دغو نوروبېدودي (استثنأ) د نيموا کو(w,y)   او واوېل رنگه، په نورو ټکو انگازورو کنسوننټو، لکه: اوبلنې/ ر/، پزيزو/ م/،/ ن/ او اوور يزې مښلې/ ز/...)  زېږنده برېښي .( شېن- اڅک۳۱)

 پښتو سره له دې چې د پښوييزې ځانساتۍ يا زوړ پالۍ(محافظه کارۍ) په توپير،يوه اوښتو نې(متحوله) غږپوهنه لري، خو بېواکوږي يې تر ډېره ټينگ و ترينگ ساتلي چې د پښوييز ار کاييزم تر څنگ يې د ناپښتنو، په تېره بې سرکلستره ژبو(پارسي، عربي، اردو...)  ويونکيو لپاره زده کړه نوره هم پسې گرانه کړې، خو پر وړاندې يې پخپله پښتنو ته د اروپايي او نورو (ابتدأ پر ساکنو) ژبو زده کړه اسانه کړې ، هم ستېشن،  سټريټ،  شتراسې، ستراد، ستاندرد، او ستراتېژي ويلای شي او هم  شتراسبورگ، سکاټلېند، سوېډن او ستوکهولم... .

په هره تو گه پښتو په خپلو نږه وييونوکې درېواړه کلسټره لري،. خو د يادشويو پارسي او عربي ځانگړو بېلگو په استثنأ په ټوليز ډول د دغو دوو او ځينې نورو ژبو ډېر وييونه د نيمواکو(w، y) په مټ په کلسټرولوسره يوه يوه څپه رالنډوي: دوڅپيز ور يو څپيزوی، لکه خدا-خدای، خيال،  خلاص،   نيت، سوال، ځواب يا په يوه جوړه تړنگ(سوال و ځواب)کې ؛ درې څپيز وردو څپيز وي، لکه باميان، بيابان، اختيار، امتحان( اېمتيان)... ، څلور هغه ور درې څپيزوي، لکه ليبيا، اُمتيان، حواريون او داسې نور .

 په پارسۍ کې انگرېزي او لاتين آري پېنځڅپيز پور وييونه ور څلور څپيزوي او ان درې څپيزوي، لکه اروپاييان( اروپايان)، هغه برېتانيان(برتانيان) او شپږڅپيز يې هم څلورڅپيزوي او اووڅپيز پېنځڅپيزوي،لکه امريکاييان(امريکايان) او نيکارا گواييان (نيکاراگويان).  

د شمال ختيځ پښتانه، په تېره مومند ځينې خپل او پردي دوه څپيز وييونه يوڅپيزوي، په بله وينا، کلسټروي، لکه سخر(خوسر)، سخې(خوسی)، سخا(خوسا)، همداسې  د يو لړ وييونو  په منځ او پای کې را غلي غبر گغږونه (ديفتونگونه) يووستوي کوي  او په کلسټرولو سره را لنډوي، لکه: خوريی(xwrè)، غويی(γwè)... ، لا ان وگړنوم (قيوم) پر ورته يو څپيز کلسټر (قييم، قيم) بدلوي.

داچې استاد حبيبي د پټې خزانې (۱۶۶) د پارسي او عربي په پېښو( ورم) لکه وزن، (وَرم) را ښوولی، يوه تېروتنه برېښي او په کره ليکنۍ پښتو کې هم له برَم سره انډول يا انالوگ  (ورَم) شوی؛  په جوړه تړنگ(ورم و وراشه) کې يې کلسټر  بيا له منځه تللی دی.

په يونيم گړدود کې د داسې يوه کمپېښي(نادر) ځانتني (منحصر به فرد) سربېواکوږي بېلگې څرک لگېدای شي چې د نورو ټولو پښتنو لپاره يې وينگ خورا گران پرېوځي، لکه د ميانو الۍ پو لې ته  د خټک زوني  څېرمه شکردره کې د يوه غاښي نوم ((دژوکی džúkay)) دی چې ځايي خټک يې د خپل جنگيالي او ننگيالي نيکه له سنگرونو څخه گڼي او د(( دژ))  د کو شيننوم په توگه يې لومړي دوه بېواکه سره کلسټر شوي دي؛ گومان نه کېږي چې ان په گردو خټکو کې يې دويمه بېلگه وموندل شي، ځکه کم انگازه غاښيزتمبېواک/د/ او بې انگازې زيږتالوييزه مښلې/ ژ/ سره پتليزول د چا خبره ژبه کيلي کوي.

هغه نږه پښتو بېواکوږي چې زياتره ويونکي يې ويلې کوي او لږو ډېر يې په کره ليکنۍ پښتو کې منل شوي يا منل کېدای شي، داسې را اوډو:

په غورځن(حذف) سره، د سر(و-) په غورځن را ساده شوي وييونه زياتره کره رادود شوي دي، لکه:(و) ړومبی، (و)ړوند، ،(و)روس، په دې لړکې کېدای شي، د(وروسته، وروستی،او ستر ی  ) پر وړاندې شمالختيز ( روسته، روستی) هم همداسې کره ومنل شي، خو(لاړ، رو، رور) د(ولاړ، ورو، ورور) پر وړاندې نه، ځکه له نورو وييونو سره يې ټکر راځي؛ د(پ) په غورځن سره(خور، سور، سور) د(خپور، پسور، سپور) ياد (ز) په غورځن سره (ړه) د(زړه)، پر وړاندې هم همداسې درواخله.  

يو لړ تاريخي  ن-پيلي کلسترونه، کله: نمونځ- نمانځل، نماړی- نماړل ، نمر، ، نمسی، نو مړی... ، منځنۍ گړدودي ډلې همداسې ساتلي، سوېل لويديزې هغې پر ل-پيلو اړولي او شمالختيزې يې يا  ن- غورځولی، او يايې م- پر و- وراړولی، لکه:مونځ- مانځل، نواړی- نواړل، نور، نوسی، نومړی...؛ همداراز نمړۍ(مړۍ ) پر  نوړۍ او  نيمسی  پر ليمسی.

ښينه(خوښينه)، اوښی(اخښی)، اښل يا اخل(اخښل)، بښل(بخښل)،نښه(نخښه)... کې کېدای شي، د(ډېروالي) او (اسانوالي)  پر بنسټ کره ومنل شي،( نښه او نښان) سره بيا خورا ښه لگېدلي  او جوړه تړنگ يې وار له مخه رامنځته کړی دی. (ليکلارښود، ۸۲-۵۹).

( کې) بيا د زړې(کښې) او(چې) د زړې يا لږ تر لږه ليکدودي(چه) پر وړاندې د ويونکيود بشپړ ډېر والي او ورسره ورسره د ليکوالو د۱۳۵۵ کال د پرېکړې او هوکړې له مخې معياري رښته ترلاسه کړې. هرگوره، کندهاري ليکوال له خپلې گړدودي خجپوهنې سره سم د نورو(ې-پای) هغو غوندې دواړه وييکي (چي،کي) وايي او ليکي.

 

 (۲)(-ya-)  پر(-e-) بدلول، لکه: بيارته/بيرته پر بېرته، ژړ/ ژيړ پر زېړ؛ شمال ختيځ خواته (بېل) بيا پر بيل(byal)، وېره پر ويره، چېرته پر چيرته او بيا چرته اړوي، بل ناکره ځېل يې چرې دی او تر گردو کره (چېرې) منل شوی او کندهاريان يې له خپلې خجپوهيزې ځانگړتيا سره سم دوا ړې اوږدې (ې) گانې پر لنډو (ي) گانو بدلوي، خو  دوڅپيز اوريځ uryájبيا پر يوڅپزه ورېځ wrej او وريځ - wryaj) ، (درواغ) پر(دروغ)، (پېړ) پر(پرېړ) او(وېښته) پر (ورېښته) کلسټروي (آرپوهيز سيندگی ۱۸۰)

 

(۳) د غږيزادلون بدلون له بېلگو څخه اوړنونه يا قلبونه (metatheses) چې که څه هم د لويد يزې گړدودي ډلې په پرتله په نورو دروهغوکې زيات ليدل کېږي، نو که له بل آرسره يې د ټکر وېره هم نه وي، له يوې مخې ورته کره ليکنۍ پښتو ته لار نه ورکوو او هماغه آرې تاريخي بڼې يې ساتو، لکه: اسوېلی(اوسېلی)، کښل، کښته ...(ښکل، ښکته...).

پر وړاندې يې بيا د(روځ- ورځ)،(ږغ- غږ)،(برالبه- بلاربه)، (اروېدل- اورېدل)، (بغرگ- غبرگ)، پرولل- پلورل)... دويمې بڼې ، د دوه-درو معياري آرونو له کبله کره امرل شوي دی، لکه د ويونکيود ډېروالي، ټوليز اسانوالی او دودوالي له مخې.

 

په ( ځمکه- مزکه) کې هم ښايي، دويمه اوړېدلې دايې ډېر ويونکي ولري، خو د نويو رغوليو او رغېدونکيو بېلنگونواو تړنگونو (مشتقاتواو مرکباتو) له پلوه له کره ليکنۍ پښتو سره ښه ترا اړخ لگوي، لکه په(ځمکنی، ځمکوال، ځمکسمون، ځمکوېش، ځمکزی، ځمکلاندې، ځمکغونډا ری، ځمکواک، ځمکواکي، ځمک-هوا توغندی...) کې.

ځينې ليکوال په ( ازانگه) او(انگازه)کې له نيولوجېزم او بيا سېمانتېزم(ماناونج) سره، مورفو-فونولوجيکي بدلون راولي، لومړی ځېل يې د(انعکاس، پژواک) او دويم دا يې د(هنگامه) انډولوي.

 

(۴) د يوه خپلواک(زور، زورکي) په ډېرن(اډېشن) سره ، لکه د ننگر هار خواته: يو څپيز پسه، پسې دوڅپيزوي او دوڅپيز(پسرلی)، درې څپيزوي ،چې  پېښوريان  يې بيا پر (سپرلې) اړوي ځکه له (پس-) ورته(سپ-) بېواکوږی اسان پرېوځي، خو داچې د ړومبي ويي ډېرگړی يې هر گوره له يو گړي (سپرلي) سره ټکر خوري، نو کره منل کېدای نه شي ؛ همداراز يې(زمری) پر (امزری) او (مزری) اړول درواخله.نغری-  انغری، نجل- انجل، نجلۍ – انجلۍ يا جينۍ، نجو نه-انجونه يا جونه، جنکۍ ، جنکيانې، جينکۍ يا جينکيانې هم له کلسټره يوه تېښته، په بله وينا، اسانخوښي اوياهم خوږغږي (euphony) ده چې د ډېرن، غورځن، اوړن،همرنگۍاود دې لړۍ د نورو اوښتنوله موخو او انگېزو څخه گڼل کېږي.(پښويه- ددرېيم چاپ پايڅوړ ۳۹-۴۱)  

ځينې پښتانه ارت، اوږد، روږد، اړخ، بوخت، ږد-(اېږدم...) ( په زورکي) منځ- خپلواکونج (Ablaut) سره دوڅپيزوي او په دې ډول يې کلسټر  ورشني.  ځينې بيا په سرچپه توگه يو نيم ويی، لکه برخه (bárxa) چې اوړېدلې بڼه يې(بخره) ده، په لوی لاس پر(bráxa)کلستراړوي، يا د(ښکل) سروږی د(و-) په ډېرن(وښکل) له منځه وړي، خو پر(درول) د (و-) ډېرن (ودرول) سره  منځ کلستر(-در-)  رامنځته کوي . (ليکلار۵۳)

 

(۵) سربېواکغونډونه، هغه هم زياتره له(-ǝw -) غبرگ سره د شمال ختيځ خواته يووستوي (-o -) يا (مونوفتينگ) کېږي، لکه: لوَست(لُوست، استفراغ او لُوستل استفراغ کول مانا لري)، سوَب(حاضر)، غونج، غوټ، کوَټه(ډېرۍ، امبار؛ ځاينوم)، کوچ، کوچلانه، کُونج (قونج)، گوټ، خوټه ... ←(۲) سيمي واولw.

 

(۶) له سوېل لويديځ پرته په نورو دروگونو گړدودي ډلو کې د (-ي) او(-ۍ) پای نومونو د اوښتيو ډېرگړيو (مغيٌره جمعو) کلسټري بڼې ساده والی مومي او ډېری ليکوال يې هم په همدې ليکدود کاږي چې موږ د ډېروالي او اسانوالي دآرونو له مخې يو سازښت ته رسېدلي يو او هغه داچې په ستاينوميزو، تولنوميزو او شمېرنوميزو تړنگو(توصيفي، اضافي او عد دي ترکيبونو) کې  له مخه راغلی ټاکندوی يا  ټاکندويان(موډيفاير يا موډيفران) ورسره  زياتره همداسې بې کلسټره، په نورو ټکو:   

بې زورکيوالې(-ۍəy--) له ساده اوښتی بڼې سره کره منلی(منلي) بولو او ورپسې ټاکلی،ستايلی او شمېرلی نوم په آره اوښتې کلسټري بڼه، لکه: مېړوښو ښوونکيو، پياوړو لارښوونکيو، دکليو درو مېړنو وگړيو ته ستاينليکونه ورکړ شول، د کليو نوو لويو لښتيو سړکونه ويجاړ کړل... دلته (کليو) ځکه پر خپل اکر پاتېږي چې که پر(کلو) واړول شي، خبره مورفو- فونولوجيکي بدلون(ماناونج) ته رسي ځينې سلېما نخېل او بيا زرملوال(يوگړې ښځينه (پښتو) هم په ورته کلسټر (( پښتيوpəx̌ tyó))  پايته رسوي.

وردگو( او ښايي کوم يو نيم کرلاڼي ټبر) ډېر بېواکوږي، نه يوازې خوندي ساتلي، بلکې لږو ډېر نوي يې هم  رغولي دي، لکه:يوه، يوې، سره،کره...(sra,kra) د يوڅپيزولو له لارې؛ همداسې يې نومکړونه denominatives ( ستړيول (ستړي کول، خوشيول (خوشې کول) او دا سې نور در واخله چې دا يې بيا د گړدود د تړښتي(سېنتېتيکي) ځا نگړتيا يو نوې ښکارنده ده.

سوېل لويديځ دوڅپيز(زما-زموږ) پر يوڅپيز کلسټر اړولي چې له شعري اړتيا پرته کره منل کېدای نه شي. ځکه د پښتو د ټوليز غږونج پر بنسټ  وار له مخه له آرې تاريخي بڼې (دما-د موږ) ساده دو څپيز شوې، په بله وينا، غږن/د/ پر غږن/ز/ اوښتی، خو پر وړاندې يې د (دتا-دتاسې) هغه له نا غږ نې/ت/ سره ناغږن/س/. اړخ لگولی او په دې توگه ړومبنۍ جوړه وار له مخه دوڅپيزه شوې او پر يو څپيز بېواکغونډ (کلسټر) اوښتنه يې دويمنی ونج دی چې سوېل- لويديځوالو له(ستا-ستاسې) سره د پر تلې يا قياس(analogy)   له مخې رامنځته کړی دی.

 

يادښت

ځينې کم ازمېښته پښتانه وياندان اروپايي کلسټر پورويزونه(ابتدا پر ساکن مستعاروييونه) د پارسي ژبيو  په پېښو هسې بېځايه ويلې کوي، لکه: پِِِلان، پَروژه، استېشن، گَلوبالېزم... ان تردې چې خپل نږه دا هم، لکه دوڅپيز (مرستيال) پردرې څپيز(مَرستيال) او مرَستون پر (مَرستون) اړوي. ورته پېښې يې په ځاينو مونو او وگړ نومونوکې هم ليدل کېږي، لکه: يو څپيز کلسټرونه( گر شک، گرويک، سوات، سويس، سوېډن، پښين... ) د منځخپلواک په مټ ويجا ړوي، فرانس يا فرا نسه، فرا نسسکو، سلوواک او داسې نور سرکلسټري يا پای کلسټري وگړنومونه او ځاينو مونه دروا خله. همداسې په ورته بېځايه پېښو دو څپيز (سروبی) په منځ- خپلواک(ə,a)، په بله وينا، د سر بېواکو ږي(سرو-) او د (پکتيا) د پای کلسټر(-تيا) په شننه درې څپيزوي. (ستوکهولم) د (الف) په ډېرن پر(استو کهولم) اړوي او داسې نور.

همداراز د پښتو وينگ پر خلاف دو څپيزه کلسټري (سپانيا) ، يوخوا د (الف)په ډېرن (اسپا نيا) درې څپيزوي او بلخوا يې دپای کلسټر په ويجاړ تيا پر څلور څپيزاړوي، (هسپانيا) ليکدود خو يې لا  له ډېر دود انگرېزي هغه(Spain) څخه نور هم واټن زياتوي؛ د لرو پښتنو يوڅپيز هو بهو وينگ او ليکنگ((سپېن)) هم له پښتو څخه د راخپلونې (ادا پتېشنال) ځا نگړتيايي رښته راخرخشنوي. دوی له دغه پلوه په ځانگړي ډول د اردو ړندو پېښو لاره يو مخيزه پرمخ اخېستې او د برنۍ کره پښتو په توپير يې ان د اسلامي هېوادو او پلازمېنو د نومونو درا خپلونې يوه لږه کۍ هڅه هم نه ده کړې، لکه سعو دي عربيه(عربستان)، اجېپټ( لږوډېرمصر)،سوريه (لږوډېرشام)، کيرو، لېبيه يا ليبي، اندو نېشيه، ملېشيه ...(پای)

 

بېواکوږي د ويي يا څپې دننه دريځ له مخې درې ډوله دي: (۱)سربېواکوږي،(۲) منځ-بېوا کوږي او(۳) پای- بېواکوږي.

  

الف: (پيل- يا)سر بېواکوږي(initial clusters)

 په پښتو کې  د دې ډول بېواکوږيو  ډېرپېښی(بسامد، فرېکونسي) تر منځبېواکوږيو او پايبېواکوږو بېخي زياته ده. بشپړ ډېری يې دوه غږيزدي او درې غږيز يې له څومره ييز پلوه په دويمه پوړۍ کې راځي. چې اوږدترين دي؛ د څلورغږيزه بېلگې څرک يې  راته سم له لاسه د(ندرور)  په ډېرگړي (ندريندې ndryánde) کې لگېدلی دی.

 

لومړی-دوه بېواکي يا دوه کنسوننټي سرکلسټرونه پر لاندېنيو درو ډلو وېشنه مومي:

۱) پښتو دوغږيز سربېواکوږي تر گردو بشپړ ډېری وييونه رانغاړي او لکه الماني، انگرېزي او نورې جرماني ژبې، يا روسي او نورې سلاوي هغه، زياتره په مښليو، بيا په تېره شپېلکي (صفيري) او ازانگه وال اوازونو (س، ش) هغه هم  تر ډېره د تمبېواک (انسدادي /-پ-/ او/-ت-/ په ملتيا) پيلېږي، لکه:

 

 سپی، سپين، سپېڅ،  سپېڅلی، سپېره، سپېرگل، سپېرگه، سپېسته، سپېښته، سپښته، سپيغول،سپېلنی،  سپور(سوار، وچ)، سپرلي، سپارل، سپلم يا سپېرلم (روباه)، سپلمۍ، سپلمی، سپم(دستنې ستومی)، سپما، سپک،  سپوږمۍ(سپنگۍ، وږمکۍ، وږمۍ)، سپوغزه، سپړل، سپڼ، سپڼل، سپڼسی،سپنپڼ (نسترن)، سپنخړی(وسپنخيری)، سپنډخ، سپاره،  سپرغه، سپرغۍ، سپرخی، سپخېدل، سپږمې، سپور، سپومی يا سپوڼی، سپږه، سپېر کونډه، سپېرکونډکه، سپېرکی، سپېر کۍ،  سپېرسترگی(خاطر اپرېدی)، سپېره، سپېدې...؛

 ستړی، ستومان، ستم (ستمی،)، ستو، ستومی، ستونی، ستوری، ستن، ستون،  ستغ، ستر، سترگه، سترغلی، ستا، ستا سې، ستاو ندې، ستايل، ستانه،  سخر، سخړه، سمڅ، سره، سرۍ، سراښ، سرپ، سيل، سکور،سکويل،سکام، سکم، سکيم، سکاسه، سکته (قناعت)، سکول(د ټال پړی)، سکالو، سکاڼی، سکڼ، سکڼل، سکښتل،  سکو، سکوی سکوښتل (سکولل)، سکينده، سنۍ، سکونډل، سمت،...؛ شپه، شپول،  شپېلی، ،شپېلۍ، شپېلول(شپېلل)، شپون، شکور، شکول، شلول، شپږ، شپاړس، شپېته ، شپېشته، شته، شمېر، شرنگ، شړک، شړو مبې، شنالغه، شنا وی، شواړ،  شواړه ...؛ خپل، خپور او داسې نورې بېلگې چې له بېلابېلو سرغږونو سره پيلېږي.

(۲) نيمواک سيمي واوېل (w,y) د يو لړ سرکلسټرونو  په رغاونه کې برخه اخلي چې په يولړ گړدودو کې د شننې په موخه لومړی پر اوږده- و اړوي او ديم يې پر اوږده-ې:

ــ د و(-w-)  په منځواله، لکه په دې وييونو کې: دوه،دوی، دوې، ژوند، ژواک، ځواک، ځوان، غوږ، گوته، گل،گوَر(حريف)، گوټ( گوشه)،کوَر، غوز، غوړ، لوږه (ولږه)، ، لوړ، لواړ، لوړه، کورت، لو ست، لوَستل، لوېشت(ولېشت)، لوېدل( ولېدل) ، خوند، ژوند، گوند، خوړ، خوړه،  خوړل، خوراک ، خوری، خوريی، خوړين،خول، خولۍ، خوله (دهن)، خوله (عرق)، خوا، خوار، خواله، خوږ (ژوبل)، خواښې، خوښ، خوښه، غوښه، غويمنډ، غول؛ گواښ، کوَنډ، کونډ، کونډه، کوړکه، کونگ...کې؛ سوی،ښوی،  خوی(شپشک درخت)، همداراز د عربي(دُبر، فرج) پښتو انډولونه  او داسې نور... .

ــ  د و-(w-) په سرواله، لکه په دې وييو کې: ورا، وران، ورين، ورور، ورېره، وراره، ورټ، ورم، وراشه، وُريځ، وړانگه، ولاړ، ولل، وړل، ولېشت(لوېشت)، ولږه(لوږه)... ؛

د (y) په منځواله، لکه په دې بېلگوکې:  بيا، نيا، بيرته، چيرته، ژ يړ، سيال، وياړ، ويار، ويا ل، ليا، ليار، مليا، ميا، زيا(ياد، خاطره)، زيار، پياز، نياز، زيان، پياړمه، پياسه(مجرای سيل، سېلبر)، پياوی (کانۍ، خس و خاشاک روی آب سيل)، مياشت، ميانده، پيانده، ميند ې، تريندې، نږيندې. پياوړی، پياڅه(پاچه)، پياڅه( آرد و نان جواری، برنجی يا ارزن)، پيا غله ( دستمال گردن، مفلر)، پياخله(چکن دوزی)،پيازه(سپيازه يا زيان، زن يا حيوانی که سقط حمل کند)... .

ــ لکه له مخه چې د وردگو د گړدودي ځانگړتياوو په لړکې وويل شول، د نرينه شمېرنوم (يوyaw) اوښتې بڼې(ywə) او  د ښځينه يوگړې(يوه ywa) او اوښتې بڼې(يوېywe)  په بېلگو کې د دواړو نيمواکو سرکلسټر (yw-) شتون  لري،  خوداچې ډېری ويونکيوته يې وينگ گران دی، نو له شعري اړتيا پرته يې د کره والي جوگه گڼلای نه شو. هرگوره، د.(wy-) ډول بېلگې چې ځينې يې موږ په همدې ليکنه کې وړاندې کړې دي، د وينگ اسانۍ له پلوه  د ټوليزوالي او کره والي وړتيا درلودای شي .

 (۳ ) په درېيمه کچه کې له ناغږن تمبېواک ( پ-) سره پيلېدونکي بېواکوږي راځي، لکه: پروت، پرته، پسول، پروړه، پرېړ،پرين، پرېښوول، پرېوتل، يرېولل، پرېمينځل، پرېوان، پړيخ، پړا نگ، پړوبی، پړوستی،  پړوکی، پړومبې، پړه، پړانه، پسه، پسور، پسول، پسر لی، پسې، پلن، پښه، پښۍ، پښېمان، پلار، پلورل، پلندۍ، پلنډه، پلوړه، پله، پليش، پياڅه، پياخله، پيارژرندی، پيار غنده، پياړمه، پياز، پياسه، پياغله، پيلگې، پيالنه، پيانده( چوټي،کوڅۍ)، پياورکی، پياوړی، پياوی... .

(۴) په پزيزو(ن ،م) او نورو بېلابېلو  غږونو پيلېدونکي دوغږيز سرکلسټرونه، لکه په دې وييونو کې: ملل،نگېرل(احساسول). مړل، مړينه، نمونځ (لمونځ)، نمنځ، نمانځل، نجتل، نغښتل، نغاړل، رغښتل، نښتل نښلول(مښلول)، نما نځنه، نمز دک (مزدک)، نمړۍ(مړۍ، نوړۍ)، نمسی (لمسی، نوسی)، نما ړی(لماړی، نوا ړی)، نماړل (لماړل، نواړل)، نغن، نغری، نموږل (ږ منځول،مږنزول)،ږمنځ(مږنځ)، ږدن، گرېوان، گروه، گروهه، لوشل، غوالوشه (غالو شه، چې سروپای دواړه کلسټره پکې شنل شوي)، زړه، تره، کړل، تلل، لونل، زمول، زمو لل، درې، درون (دروند)،تروږمۍ(زياتره له سپوږمۍ سره انډولېږي)... .

دويم ــ درې غږيز( او ډېری اوږدترين) پښتو (دوه بېواک او يو نيمواک) سربېواکوږي:

د دې ډول هم ډېرې بېلگې په دوه گونو شپېلکي (صفيري) بېواکو(س، ش)پيلېږي،  په دويمه کچه کې  په دوو مښليو  ژبۍ- تالوييزو(خ، غ) يا تم-نر متالوييز (ک ،گ) او درېيم بشپړ ډېری هغه يې له نيمواک/و/ سره را ځي، لکه:

(۱) له(ش خ و)، (س خ و) او... سره په دې روسته وييونو کې:  شخوَل(آشوب)، شخول(خپگان له زورکي سره، شخولی، شخوند يا سخوند، سخوندر، سخواړ(پيت پزی)، سخوښتی(وښکی )، سکو ښتل (سکو ستل، سکولل)،سخرټ (لرگين غونډاری)؛ نگولی، ستهان(ستان له هندي ساييزوالی سره).

 له بې انگازې نرم- تالوييزو تمبېواکو (ک،گ) سره راپيلېدونکو او بيا په نيمواک(و) پسې هم  د راغلو رپنده او ړپنده اووريزو (ر، ړ) بېلگې يې،لکه په دې روسته وييو کې: کورت،کورټ، گورت، گور نډه (گودال) ، کوړم ياگوړم او کوړکه، کوړنج (کوړ نجېدل) يا کوړنچ (کوړنچېدل-ول) او ياکوړنگ (کوړنگېدل-ول)(د سپي زونگ او زو نگېدل-ول له وهلو سره) او له ژبۍ-تا لوييز (خ، غ) سره را پيلېدونکي او په (و) پسې د ورته راغلو اووريزو (بيره يي) بېلگې يې، لکه  په دې وييونو کې: د(خوړل) ناتېرمهالې سټه(خور-: خورم، خورو، خورې...)، خوره يی، خورينه(د خُورينه دپق انډول)، خورڼول(پسه پر مېږه خېژول)، خوړچ (نسترن)، خوړين، خوړ سکه يا غوړ سکه، غوړچ، غوړپ (غړپ)، غوړپل (غړپل)، غوړشکه،(د غړم يو ځېل) غوړم(د توپ اواز)، غوړنجه(لمبه)؛ (خ و ل) کلسټر، لکه په خوله، خولم پلم(لژند)، خولخوند... کې؛ د ننگرهار غولول(wl-awəl γ)، نښتل(nxt-)، نښتی... هم په دې ډله کې راځي او داسې نور.  

ښايي په هندواروپايي ژبکورنۍ کې سلاوي ژبې تر څلورو سربېواکوږو لږوډېرې بېلگې و لري، لکه په رو سي    ( فسترچر !) کې.، هرگوره، لکه پاس چې يادونه وشوه، په پښتو کې يې تر اوسه يوه بېلگه لاسته راغلې او هغه هم د( ندرور) په ډېرگړې (ندريندې) بڼه کې  اوڅلورم  غږ (فونيم) يې هم بېواک(کنسوننټ) نه، بلکې نيم بېواک، په بله وينا، نيمواک/-y-ی/ دی. دسانفوردا شېن (۵۹- ۶۰) د تېرې څرگندونې له مخې انگرېزي سر بېواکوږي تر درې کنسو ننټو تېری نه کوي چې لږوډېر  پکې له دوو نيمواکو يا سيمي واوېلو څخه يو، د کنسوننټ استازي هم کوي.

 (۲)چې درېيم غږ يې نيمواک/y/ وي، لکه په دې ډېرگړو ښځينه نومونو کې: خويندې له(خ و ی)، نږيندې له(ن ږ ی-)، تريندې له(ت ر ی-) سره

((ندريندې)) بيا سم له لاسه زموږ د پلټنې او موندنې له مخې د پښتو يوازېنی څلورغږيز (ن د ر ی) بېوا کوږی او بياسر بېوا کوږی دی، هغه هم د ندرور(خواهر شوهر) د ډېرگړي(جمعې) په بڼه چې درې ړومبني يې بېواک(کنسوننټ) دي او روستی دا يې نيمواک يا سيمي واوېل/y/ دی.

ب ــ  منځبېواکوږي (middle clusters)

 د دې ډلې بېلابېلې پښتو بېلگې، لکه نورې هغه په پق( پښتو قاموس) او گړدودو کې نومېرل شوې دي:

(۱)په يووستو وييونو کې منځبېواکوږي تر سر- او پای- هغو روسته په درېيمه کچه کې راځي،  هغه هم بشپړ ډېری يې دوه غږيز دي،لکه په دې وييوکې: منگلوسه(تخت روان) له (-گ ل-)، پنډوسکه له(-س ک-)، کلوښته له(-ښ ت-)، گوسڼه له(-س ڼ-)، تېغنه له(-غ ن-)، نانځړه له(-ن ځ ړ-)، زوکړه، هوکړه له(-ک ړ)، کوچنی له(چ ن)، کوشنی، اشنا، اېشنا(يشنا)، اوشنل له(-ش ن-)، پاسلل، پاسلول يا پاسلېيل له(-س ل-)، بوتلل، پرتلل له(-ت ل-)، اوسکارل له(-س ک-)، خاوره له(-ور-)،  ژاوله له(-ول-)، نانځکه له(-ن ځ-) سره.

په يونيم ويي کې چې نن سبا په ښکاره يووستوی برېښي، يا له آره تړښتي، په نورو ټکو زاړه تړنگونه وي ، لکه:(خرخول) او( پټخول) له(-خو-) منځ-خپلواکوږي سره، او يا له آره بېلښتي، په بله وينا، بېلنگونه( ارکاييک اشتقا قات) وي، لکه: (پېزوان) له(-زو-) او (هېندواڼه)، هندوان له (-ندو-) سره، هغه هم په دې آړ (شرط) چې اړوندې څپې يې پر لپېيلې وويل شي. له همدې لامله زياتره منځ-بېوا کوږي يا مېډل کلسټرونه هرڅوک له خپلې خوښې سره سم، يا له مخکې روسته څپو سره په پرلپسې وينگ پر خپل اکر(حالت) پرېږدي او يا ترې په جلا جلا وينگ سره ډډه کوي، لکه:(پېز- وان) او (هېن-دا-ره). په دې ډول هېدواڼه او هندوان له کمپېښو درې غږيزو منځبېواکوږيو څخه گڼلای شو، همداسې نانغتان(تورغوږی) له(ن غ ت)، ناندره،ځاندره او جندره له (ن د ر)... او منگل (منگول) له(-ن گ و-) سره چې زياتره بې کلسټره ويل کېږي او همداسې ليکل کېږي.

(۲)  يو لږ شمېر ارکاييکې او نيم ارکاييکې کړوالې او بيا متعدي بېلښتي بېلگې له گردو گرداني بڼو او  د مصدر په گډون له ټولو کړنومونو سره ، لکه:

ــ له زړو او نوومخکړو يا مختاړو سره، لکه: اخېستل، اړېستل، امېستل(سفتن)، پرېستل، تېرېستل، کښېستل، کنېستل،پرانېستل، ننه اېستل، پورېستل، جارېستل... له(-س ت-)، اېښوول، پرېښوول، کښېښوول له(-ښو-)، پرېولل له(-ول-) منځبېواکوږي سره. 

(۳)  همداسې، لکه په سرکې چې يادونه وشوه، شينواري او له پېښوره  نيولې تر سوات و بونېر او ان تر مارگلۍ پورې دکړسټې د لېږند( متعدي) توک(مونيم-aw-,-əw-) په توگه له روستي بېواک  سره د(-w -) په ملگري کولو منځ- بېواکوږی درواخله  ، لکه(-ږو-)  په زېږولze-ğw-ǝl-  او نورو کې.

(۴) د يوه بېواک او نيمواک(یy) په ملتيا، لکه په دې وييو کې: بېديا، بوميا، پکتيا، متيازې، وړيا، وړيان، دڼيا؛،رښتيا، غليا، جليا، بسيا، اوريا، ستړيا، او نور(الف- پای) بېلنگونه (مشتقات)، او همدارنگه گرد (-تيا) روستاړي والا نومونو نه، لکه، روغتيا، ملتيا، ستړتيا، وړتيا... . پور وييونه، لکه ، نسيه، تکيه، ميليون... او بيا ځاينومونو کې، لکه:برېتانيا(برتانيا)، هما ليا، لېبيا، کو لمبيا، کينيا، اېتوپيا، اسيا، استراليا، اېتاليا، مليزيا، اېندونيزيا، کمبو ديا، کا ليفور نيا، لوزيا نا، وېرجينيا، فلادلفيا...؛ زموږ خپل تاريخي دا، اسيا، آريا، آريا نا، بخديانا، مرگيا نا، درنگيا يا زرنگيا (اوسنی زرنگ يا زرنج)، سوغديانا، لود يانا، اود يانا... هم همداسې در واخله!

 (۵)  په هغو وييونو کې چې هممهاله له سربېواکوږي سره پېلېږي، لکه: نمانځل، نمانځنه، تومنه، نجتل، نغښتل ، رغښتل، نښتل نښلول(مښلول)، نما نځنه، ښکنځل له(-ن ځ-) ، (د مزدک آره بڼه) نمزدک له(-ز ي-)، پياوړتيا له(-ت ی-)، پرېکړه، پرېکړون،زده کړه، غبرگ يا بغرگ له(ر گ)، هوکړه، زوکړه، سوکړه (وچکالي، قحطي)،دوکړه(تبله)، توکړه يا ټوکړه، راکړه ورکړه له(-ک ړ-)، ترپلل له(-پ ل-)، خو يندې، ميندې، تريندې ... له(-ن د)، پيارژرندی، او تر ټولو روسته، پرېستل، کښېستل، پرانېستل له(-س ت-) سره.

ج ــ پای بېواکوږي(final clusters)  په لاندې توگه ډلبندي کوو:

(۱) دوه کنسوننټي،ــ له(-ند) سره لکه په دې وييونو کې: اند، واند(خيال)، برند، تاند، تاند لباند، دروند، ړوند،خوند، ژوند،وند، بند،توند، سند(رايه)، سيند، پايند، ميوند،مړوند، اړوند،  ځلاند، بهاند، بلاند، وياند... ؛ درمند، دردمند، هنرمند،کارمند، چلند،ترند، و يند، بهند، توسند، گرځند، خورند...

ــ له-(-نگ) سره، لکه په دې وييونو کې: څنگ، څانگ، پړانگ،  دنگ، منگ،، ډانگ، ډينگ، ټينگ، ترينگ، گړينگ، رنگ، ړنگ، بنگ، مشنگ، گړنگ،لنگ، اړنگ بړ نگ (شک و شبهه)، خولنگ(نارې سورې)، جنگ،پالنگ، تنگ، زنگ، کوَنگ، پتنگ، څور نگ(لتاړ، په وينو لت پت)، لونگ ، اترنگ، شرنگ، ترنگ، ننگ، کو لنگ(کُلنگ)، ملنگ ، کلنگ، ټټنگ، زر نگ، نرنگ، داربنگ، اليشنگ، سالنگ، اولنگ، يکا و لنگ؛ (-نگ) پای-کړنوم غور ځنگ، سونگ، خوړنگ، څښنگ، ولنگ(شست و شو)، کړنگ، کَونگ، تړ نگ،  بېلنگ ، ويلنگ... .

له تاريخي پلوه په دغو زياترو بېلگو کې په(ن-) پسې(-د) او د(- گ) وړاندې روسته بيا هسې د ترنگتوک يا ايو فونيم (ترنم) لپاره(← ډېرن) موندلی دی. دغه هڅه(تمايل) په (و) گړنۍ پښتو، پارسي او نورو ژبو کې هم ليدل کېږي، لکه: چمند، ارماند؛ په/ن-/  پسې(-گ)، لکه په.. او له سرچپه ډېرن سره چې تر/-د/ او/-گ/ مخکې/ن-/ راځي، لکه په(اومېند)، (منگر) يا (مونگ)  کې چې کله موږ پر موگ اوښتی دی، ان په(منگول) کې چې کله مغول (مگول) شوی،(-ن-) تر(-گ-) له مخه  ور زيات شوی دی.(پښويه، دويم چاپ۴۰)

په دې ډول موږ کولای شو، د اسا نۍ لپاره په ځينو وييونو کې  يې په غورځولو سر له کلسټره را وباسو ، درمن،درون، کارمن... وکاروو، او همداراز  د کړنوميز روستاړي(-نگ) بل گړدو دي ځېل(ن-) په پام کې ونيسو، لکه: خوړن، کړن، اوښتن، سون، تلن، ولن، لکه په وچولن (خشکه شويي) او وچولنځ ( د خشکه شويۍ ځای يا دوکان) او داسې پسې نو.ر.

ــ له(-نډ) سره پايبېواکغوږي، لکه په دې وييو کې: لنډ، گنډ، لنډ گنډ(لنډ تنگ)، خنډ، ځنډ، څنډ (افق)، ونډ، گاونډ، ډنډ، لونډ، غونډ، مونډ، رنډ، پرنډ(= پرڼ، پړم: خون يا شير يخبسته)،ټنډ، پنډ، پَنډ،کنډ، پلونډ، بربنډ، سنډ يا سونډاوسڼ(زنجبيل) ، منډ، بونډ، بنډ، خرنډ، ملکنډ، چمر کنډ، روهيليکنډ(له هندي غبرگژبيزوالي سره)  ...(کنډ) د پښتو ترور (( خوتني ساکي)) په لاسوند له آره(کند) دی چې مانا يې(ښار) وه، په سمرکند، تاشکند، يارکند، خوکند (خوقند)کې يې بيا له زاړه ساکي پېره پخوانۍ بڼه پاتې ده؛ په (دايکوندي)کې يې کوشنۍ(تصغيري) بڼه هم همداسې درواخله.

ــ بېلابېل دوه کنسوننټه پای- بېواکوږي، لکه:گړونج، خيشت، يو ويشت، دو ويشت...، پوست، سخت، وروست، بخت، ورخ، نرخ، څرخ، کښت، ورښت، يادښت، ټينگښت، رغښت( جوړښت)، منښت... او نو (-ښت) روستاړي والاکړنومونه.

ــ هغه وييونه چې سرو پای دواړه بېواکوږي لري او په يوه خپلواک(واوېل)، څپه ياغبرگغږ (دېفتونگ) سره بېلېږي، لکه، (غويمنډ) چې سر-دا(غ و)  په يوه غبرگغږ (ay-  -) او يوه څپه (- مَ -ma-) له پای- هغه(-ن د) څخه بېلېږي؛ په ورته زاړه تړنگ (گوتخند ) يا (خو لخوند) کې درې سره ډولونه ليدل کېږي،سرکلسټر (گ و)، په يوه زورکي له منځ-(ت خ) سره بېلېږي او  منځ- دا په يوه زور له پای- هغه(ن د) سره، نورې بېلگې: شړومب، کونډ، خرنج(اړدوړ، څورب، نفاق)،خوند، شخوند، نمو نځ(لمونځ)، نمنځ، وروست، سست، پښت، سکښت، نغښت، رغښت (لغزش)، څلېښت، لوېشت يا ولېشت، مياشت او نور.

اخځليک

باطنی، محمد رضا، نگاهی تازه به دستور زبان. چاپ دوازدهم،.انتشارات آگاه، تهران۱۳۸۵.

باطنی: ۱۳۷۸.  زبان و تفکر(مجموعۀ مقالات زبانشناسي. نشر آبانگاه، تهران.

چامسکی،نوم: دانش زبان، ماهيت، منشأ وکاربرد آن ۱۹۸۲. (ترجمۀ علی درزی). نشر نی، تهران ۱۳۸۰.

 زيار: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، ساپي پښتو پراختيا مرکز، پېښور ۱۳۷۹ل/ ۲۰۰۱ز.

 زيار: ۱۳۸۴ ل پښتو پښويه. درېيم چاپ، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.

زيار: ١٣٨٦ ل/ ۲۰۰۷ز پښتو ليکلارښود. دانش خپرندويه ټولنه،  پېښور.   

چامسکی،نوم: دانش زبان، ماهيت، منشأ وکاربرد آن ۱۹۸۲. (ترجمۀ علی درزی). نشر نی، تهران ۱۳۸۰.

Chomsky, Noam, Knowledge of Language: its Nature, origin and use. USA 1982.

Transl. in to Persian by Ali Darzi, Tehran 1380(2002).

De Saussure,F., Grundfragen der allgemienen Sprachwissenschaft, Übersetzer: Lommel,H 2. Auflage.

                    Berlin1967.

Elfenbein,J., Georg Morgenstierne, A New Etymological Vocabulary of Pashto. Wiesbaden 2003

Langendoen, D. Terence, The Study of Syntax The Generative-

Transformational Approach to Structure of Americn English. The Ohio State University. Holt  Rinehart and Winston, INC. USA 1969.

Mario A. Pei: A Dictionary of Languistics: Columbia University. New York, USA 1954.

Morgenstierne, Georg, An Etymological Vocabulary of Pashto.1. Kommisjon Hos Jacob Dybwad,Oslo 1927.

Schane, Sanforda, Generative Phonology, Transl. into Pashto by Atsak,B.  Kabul Univ., Kabul Afghanistan2012.

Ulrich, Winfried, Wörterbuch Linguistische Grundbegriffe.

Verlag Ferdinand Hirt. Germany 1972.

Wahrig, Das Grosse Deutche Wörterbuch. Bertelsmann Verlag. Germany 1966

Mackenzie,D,N.,Pashto, The World’s Major Languages. Ed.BernardComrie, London 1987.

- بېرته شاته