(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نوې پښتوژبپوهنې په مورچل کې:

پوهانددوکتورم.ا. زيار

زړه ژبپوهنه له زاړه طب سره يوځای

دوه نيم زرکلن تاريخ ته سپارل شوې ده

له رښتينې ژبپوهنې تر بېځايه لاسوهنې

د پښتوژبې او ادب په نامه د دوديزو متنپوهانو بې سروبوله تاويلې- ما ويلې، يا د څو زړو ختيځپوهانو له غټو غټو نومونو سره تاريخي- جغرا فيايي ډلبندۍ، شجرې او پرتلې بيا بيا راغبرگول، پر نوې ژبپوهنه، ادبپوهنه، تاريخ او توکمپوهنه ملنډې وهل دي!

هسې خو بشري تاريخ د نورو ناخوالو ترڅنگه د((نوي- زاړه)) ډېرې شخړې اوټکرې ترشا پرې اېښې ، خو له ټولنوټيز پلوه زموږ روسته پاتې ټبرنۍ     ټولنه پکې له پېړ يو پېړيو نه تر اوسني انټرنېټي پېره همداسې ښکېل  پاتې ده او همدايې د علمي- فرهنگي  پاتېوالي له سترو لاملونو گڼل  کېږي. خواشينوونکې لا داچې له همدغې نومهالې وسيلې څخه هم       ددغو شخړو اوټکرونو لپاره کار اخېستل کېږي، کټ مټ، لکه  ډبر        پېري (عصرحجر) ترهگر يې چې د اور و وينو لپاره ترې اخلي!

داسې هم نه ده چې گوندې تاريخي او پرتليزه ژبپوهنه گړ سره له دود و موده و تلې، بلکې تر هممهالې سپڼيزې (تشريحي) ژبپوهنې روسته په دويمه پوړۍ کې راځي؛ هغه هم د ټوليزې نوې ژبپوهنې  د څانگو په توگه له نويو آرونواو مېتود ونو سره چې  تر هرڅه لومړی  د دوه گونو ساينتېفيکو څانگو(فونالوجۍ او اېتېمالوجۍ)، او بيا آرپوهنې او لرغونپوهنې (اېتنالوجۍ او ارکيالوجۍ) او نورو ټولنيزو او ساينسي پوهنو په مرسته او همغږۍ تر څېړنې پلټنې لاندې نيول کېږي.

د همدې ټولمنلو څېړندود مېتادولوجۍ په مټ پښتو د هندو اروپايي، آريايي او بيا آرياني ژبو په تاريخي- جغرافيايي ډلبندۍ کې له لس پېنځلسو پاميري ژبو سره يوځای شمالختيزه ژبه زباد شوې چې گډه ((ساکي)) نيا يې له اوېستاسره  په همدغه لرغونې آرياناوېجه کې له گډې غورې انا((آريک)) ژبې څخه رازېږېدلې او د پښتو مور په دويمه مخزېږدي(ق م) پېړۍ کې له شمالختيز(پامير و بلخه) سوېل- لويديځ( سيستان، غور، هېلمندوارغنداب...) ته رالېږدېدلې ده.(د پوره پوهاوي لپاره: زيار، پښتو اوپښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې ۱۳۳۱- ۳۳۳مخ)

خواشينوونکې خو داده چې يوه بېنومه ليکوال د((دعوت)) اوبپاڼې له لارې په يوه خپره کړې لنډې تنگه انگرېزي ليکنه کې پښتو سوېل ختيزه ښوولې: ((Pashto is a member of the south-easternrn Iranian...))، خو سره له دې چې گران او منلي چلوونکي  يې په غبرگون  کې  زماوېړه انگرېزي ليکنه له((North-eastern Aryanian...)) سمون سره ترڅنگه خپره هم کړه، هغه يې د پخوا په څېر هماغسې د ورته لړۍ په سر سرکې خوندي ساتلې ده!

يو نيم په پښتو ژبپوهنه کې د دوديزو ليکوالو په مخبېلگه خپله لاسوهنه په دې پلمه او سپسته روا بولي چې پښتو يې مورنۍ ژبه ده او بيا يې دا اپلتې چې: ((پښتو په ټولو پښتنو اړه لري،او يوازې د پلاني او بېستانکي ځانگړی مال خو نه دی...)) او زه د نوې ژبپوهنې داوه گير يې هم داسې ورغبرگوم: ((ځان و ځاندره (وجود) خو هم ستا خپل دي، نو ولې ډاکتر ته پکې د لاسوهنې اجازه ورکوې؟))

دوی لا تراوسه پر دې نه پوهېږي چې يوازې((ژبه)) نه،بلکې   د((بشري پوهنو)) هره څانگه او خرانگه ځانته جلا څانگوال لري او هېڅوک ورته نه شي ويلای چې: ((ږيره زما او واک يې دملا؟))

کال دوه مخکې يوه  بيا په ټوله پښتني ولوله کښلي ول: (( داچې وايي، پښتو پېنځزرکلنه او شپږزرکلنه ژبه ده، نو ولې ورته له(( تازه راپيداشوې)) پارسۍ سره برابر حق نه ورکول کېږي؟ 

هغه مهال، د همدغې خپل جهل او د بل زبېښاک زبېښلې ژبې پښتو آرپوهې (ريشه شناسۍ) دومره بوخت کړی وم چې ورغبرگه يې کړم: هرچا چې درته دا خبره په غوږ کې درڅڅولې ده، له همهغه وپوښته!

د کوټې له تکړه ليکوال او شاعر او زموږ د((يوې پښتو- کره پښتو)) غورځاوڼ او دنوې پښتو ژبپوهنې پليونی احسان اله کاکړه رانيولې، د چمن او کندهار تر فضل نصرت او نورالباري افغانمل پورې په هرډول ، خو خانز مان کاکړ او د ننگر هار ورته پښتو مين ودود پښتونځار له هغوگوتشمېر ځوانانو څخه دي چې  له خپله انده ، لومړي له سانسکرېټ او دويم له پارسي سره پښتولغوي پرتله رابر ېښليک کړې وه او راسره يې ومنله چې که غواړي، له خپلې مورنۍ ژبې سره خپله مينه پر زباد ورسوي، د دغو ((فقه اللغو)) پرځای دې پښتو کمپېښې وييپا نگه او (و)گړنۍ  ادبي پانگه راټوله کړي او که يې له ژبپو هنې سره لېوالتيا لري، د زده کړې لار دې يې ځانته هواره کاندې.

نور کملوستي او کمزده کړي لاڅه چې د بېلابېلو څانگو پوهان تر اوسه ژبپوهنه د يوې خپلواکې پوهنې په توگه نه پېژني او سوچ کوي چې په ژبنيو سکالوو او مسأ لو کې هر زده کړه وال او ليکوال  لاس و گوتې او قلم وهلای شي؛ ادب و ژبه او اد يبان او ژبپوهان خو گړسره نه جلاکېدونکي انگېري. هو که نوې تيوريکي ادبپو هنه يې لوستی وای، هرو مرو به يې  له نوې ژبپوهنې سره پر توپير هم پوه شوي وای.

د بېلگې په توگه يوه کانپوه (مينر الوجېست) پوهنمل راته د ۷۵ يمې کاليزې په پلمه راليکلي ول: په کارده، له نورو ژبپوهانو(!)، ليکوالواو اديبانو سره خپلې خبرې شريکې کړم اويوې گډې پرېکړې او هوکړې ته ورسره ورسېږم؛ خو ځانته نه وايي چې ولې خپلې څانگيزې څېړنې  شننې او ارزونې له ما او نورو سره نه شر يکوي، که يوازې يې له نورو کانپوهانوسره شريکوي ، نو ماته دې هم خپل همڅا نگي(ژبپوهان) را پرگوته کاندې!!؟

په هره توگه، د زړې او نوې ژبپوهنې ترمنځ توپير او واټن همدومره اټکلولای شو، لکه د زاړه دوديز طب- له څو لنډو تنگو ماويليو تا ويليو او لوښيو لرگيو، درو درملو او ټوټکو سره- اونوي طب  ترمنځ له دادومره هېښنده او پرلپسې تيوريکي او تخنيکي پرمختگ، بريو او برياوو سره. په ټوله کې د داسې پېښاووانو  د نا پوهۍ همدا دليل بس دی، چې نه پوهېږي، ((ژبپوهنه)) يوه ټولمنلې خپلواکه ((پو هنه)) او هغه هم نيمه سا ينتيفيکه او ان، لکه پخپله ژبه، يونيورسله پوهنه ده!

نوې ژبپوهنه تر بلې هرې بشري او ټولنيزې پوهنې پرلپسې د ساينتېفکيوالي پر لوري گامونه اخلي. تردې چې زماغوندې نيم پېړييز پليونی ورپسې رسېدای نه شي.  زه پر خپل وارله هرې نوې ليدتوگې سره دېته اړوځم چې  کال وړاندې ليکنه څېړنه ورسره کره او عياره کړم. همدا لامل دی چې تر وسې وسې اړوندکتابونه، له پښو يې(گرامره) نيو لې تر پښتو او پښتنو تاريخه له نويو نويو زياتونو او کرونو سره بيا بيا چاپ ته سپارم.

داسې هم نه ده چې تاريخي- پرتليزه يا ناهممهالې(دايکرونيکي) ژبپوهنه گړسره له دود و موده لوېدلی، بلکې  له ټوليزې ژبپوهنې سره داهم نوې شوې چې يوه  بېلگه يې آرپوهه(اېتېمولوجي) ده. په دې ډول پکارده، د پالوال د((نوی پخوانی تاريخ)) غوندې له هرې څېړنې سره يې((نوی)) ستاينوم هم ورمختاړی کړو.خو آفرين دې پر پېښاووانو او اما تورانو شي چې ژبنی ساينس يې څومره اسان و ساده انگېرلی دی!

د ځوان رسنوال او سياستوال هميم جلالزي په خبره، موږ پښتانه تر نوښته پېښې ډېرې کوو او همدا لامل دی چې  د اند وژوندپه هره سيالۍکې روسته پاتې يو دا په دې مانا ده، د دې پرځای چې پخپله يوڅه زده کړو او يوه علمې-فني څانگه راخپله کړو، يو د بل پېښې لاڅه چې د پېښو پېښې کوو او په وچ زور يو دبل څا نگه رابلوسو(غصبوو) او ان تر داوو دنگلو او تربگنيو يې رسوو!!؟

د دې لپاره چې د سکالو په تړاو مو د نوي پښتني فرهنگ مينه والو او بيا د روښا ندي  ځوان کمپيوټري پښت مخې ته يو روښانه انځور اېښی وي، لومړی به زړې  ژبنۍ او اد بي ليکنې څېړنې او پېښاووان او بيا ((نوې ژبپوهنه)) اواماتوران  تر يوې ځغلندې کتنې لاندې ونيسو.

اماتوري او پېښې په هره بشري او ټولنيزه پوهنه( متنپوهنه، تاريخ، فلسفه، لر غونپوهنه، ارواپوهنه، نژاد پو هنه، ادبپوهنه...) کې څه ناڅه کېدای شي، خو په نوې ژبپوهنه کې له سېستماتيکو او تيوريکو زده کړو پرته بېځايه او ناشونې ده. په زړه دوديزه ژبپو هنه اوبيا پښويه کې اماتوري په دې اسانه وه چې له يونانيا نو او روميانورا نيو لې تر عربانو او بيا پارسيوانو او پښتنو پورې  گردو زيا تره له فلسفي، ديني، او ادبي... متونو سره اخښلې را خښلې وه، په بله وينا، هغه متنو نه يې ژبه انگېرلې او څېړنه شننه (متنپوهنه) يې ژبپوهنه او يا پښويه. 

په هره توگه،اروپاييانو له هماغې زړې دوديزې يوناني- رومي اندتوگې سره په نولسمه پېړۍ کې، د زړو ختيزو ژبو، په تېره بيا (اوېستا، ساکي، زړې پارسي، سانسکر ېت)  اوبيا يې د پښتو په گډون د وسمهالو هندي او آرياني ژبوله څېړنو پلټنو سره د يوې رښتينې پوهنې په توگه  دنوې ژبپوهنې تر پيلامې پورې(( ژبپو هنه)) په دې مانا پېژندله چې د بېلابېلو خپلوانو اونا خپلوانو ژبو تاريخي- جغرا فيايي ډلبند ۍ، شجرې، ياد((فقه اللغې)) په نامه هسي د وييونو پر تلې، هغه هم زياتره په دې موخه چې هريو خپله ژبه ترټولو لر غو نې وښيي او ورسره ورسره يې د نورو ژبو مور و نيا!

خو له بده مرغه ، سره له دې چې د ژبپوهنې په نامه اروپايانو  د نولسمې  پېړۍ هغه زړو تاريخي- پرتليزو ژبنيو څېړنو ته نور پايټکی اېښی وو، نوې او بيا هممهالې، ساينکرونيکي يا سپڼيزې (تشريحي)، ژبپوهنه يې ورځايناستې کړې وه، پارسيوانانو او دهغو په سيالۍ پښتنو د شلمې پېړۍ  په درېيمه او څلورمه لسيزه کې په لا مسخه بڼه له سره راپيل کړې او پنډ و پېړ کتابونه  يې ځنې جوړ کړل.

په دغه لړکې  زموږ پېښاووانوته د استاد حبيبي ۶۵ کلن پخوانی کتاب((د پښتو ادبياتو تاريخ)) د پښتنومنلي ((نيم قرآن)) هومره سپېڅلی(مقدس) برېښي؛ ځکه چې پښتنو تر هغه مهاله همدا نيم منلی وو او بيا چې د تر اسلام ، په بله وينا، د دغه اسماني کتاب تر نزول مخکې زمانه رانغاړي.

استاد له خپلو نژدې ايراني تربورانو سره  په سيالۍ او دفاعي دريځ کې چې د جرمني او اېټاليايي فا شېزم تر اغېز لاندې يې  له موږ او نورو سره گډ تاريخي نوم((ايراناريان)) د ((پارس)) ځايناستی کړی وو او هماغه د نولسمې پېړۍ تا ريخي- پرتليزه ژبپوهنه يې  واره يې انگېرلې وه.

هغه تر هرڅه له مخه د بهرنيو چارو او پوهنې وزير سردار محمدنعيم په سپارښتنه اوهڅونه پر خپل وار د پښتو ژبې اوادب  په دغه گډوله اثرکې ټول زور پردې اچو لی چې د پښتو لر غونوالی تر زاړه آريايي  پېره ورسوي، له دويم يا درېيم لا سه گوتو ته ور غلي درې نيم زرکلن ويدي سرودونه او همداسې لږو ډېر اوېستا يي متنونه  يې هم پکې په وچ زور را((پښتو)) کړي دي. په راروسته چاپونوکې يې ور باندې لاد هخامنشي پېر دوه نيم زرکلن زوړ پارسي ((بېستون)) ډبر ليک او داسې نورې  ماويلې تاويلې  ورسرباري کړې دي. 

په ترڅ ترڅ کې يې د ختيځپوهانو نومونه له دورن، الفنسټون او راورټي رانيولې تر بېليو، لاريمر او بيا د نوې ژبپوهنې په رڼاکې د دارمستېتر، گايگر او استاد مورگنستيرن نومونه راکتار کړي دي ــ گايگر يې هم((جايگر)) کښلی، او له دې نا خبر چې د المانانو په ځيگرکې/ ج/ نشته او جرمني نوم هم پرې نورو اېښی دی. همداسې يې د انگرېزي نومونو په پېښو هر نوم غبرگژبيزول هم درواخله، لکه الما ني- روسي دورن پر(ډورن)، فرانسي دارمستېتر پر(ډارمسټېټر)، نارويژي گيورگ مورگنستيرن بيا له(گ- ج) سره پر(جورج مورگنسټرن) اړول او نورې ورته ليکدو دي تېروتنې.

په دې لړکې استاد د ايراني تربورانو تر اغېز لاندې، د لرغونپالنې، يا د تږي په خبره د((قدامت پسندۍ)) په موخه زياتره د هماغه زاړه پېرختيځپوهانو ليدتوگې داسې پرکار اچو لې چې په مټ يې تر هر څه له مخه پر نورو  تار يخي- جغرافيايي  وړاند ېوالی او لوړوالی (هژموني) رازباد کړي اوسي، لکه د جکسن اوگريرسن له خوا د هېرودت (پکت، پکتو يس) يا هندي پکهت له پښتو او پښتون سره تړل. او بيا د هندي- آرياني دوه گونو آريا يي څانگو تر منځ  پښتو يوه(( خپلواکه)) ژبه يا ((څانگه) راپېژندل!

پر (۱۳۵۴ل) کال دکابل په نړيوال پښتو څېړنغونډه( سېمينار) کې چې استاد مور گنستيرن، کيفر، مکنزي، فرديناند، بلاند....زما پېنځه اويا مخيزه ليکنه،  له انگر ېزي لنډيز سره، راوستايله او ويې ويل:

((موږ همدومره وکړای شول، دغه يو ځوان درته په نوې ژبپو هنه او آريا نپوهنه کې دروروزو، نوره نو، ستاسې خوښه چې زغملای  يې  شئ، که نه!))  

د ژبو او ادبياتو پوهنځي او د پوهنتون د نورو ټولنيزو پوهنو اکا دېميکو او بيا ځوانو استادانو او شاگردانو پرلپسې  چکچکو پر زړو استاد انو سور اور بل کړ، په داسې اکر کې چې مولانا خادم  له څو هماندو سره له غونډې ووت، نور، لکه استاد رشاد او يو نيم بل د لوی استاد له دې منطقي غبرگون سره پاتې شول :

((موږ پښتو ژبه، ادب و فرهنگ تر دې ځايه راورسول، نور ځوان پښت پوه سه او نوي علمي زده کړي او تجربې يي!))

د ډېرې نهيلۍ او خواشينۍ خبره ده، دهماغه ياد شوي نړيوال سېمينار چې استاد تر خپلې مړينې درې کاله وړاندې د پښتو ژبپوهنې د شپېته کلنو برياوو، نه  زموږ د پوهنځي استادانو او شاگردانو څه گټه واخېسته او نه د پښتوټولنې کوم غړي، راروسته همدومره پته ولگېده چې له ما پرته د نورو پوهنځيواوڅانگو ځينو استا دانو، لکه داقتصادپوهنځي استاد دوکتور سرزمين کيمور او د تاريخ او ښوو نې روزنې پوهنځيو له استا دانو څخه پوهندوی جلا الدين صد يقي او بيا پوهنو ال حسن ضمير ساپي او پوهيالي اشرف غني احمدزي د ژباړونکيو په توگه د څېړ نغونډې  د وينا وو په لړکې داستاد د هغې آرانگرېزي متن له پښتو او پارسي ژبا ړو سره هم تر خپلو کتابتونو رسولی وو.

۱ ــ د زړې ژبپوهنې پېښاووان

  دا ډله د نوې ژبپوهنې د اماتورانو  پرخلاف، د دې پرځای چې لږ تر لږه د ژبې او ژبپوهنې په تړاو نويو (لوست-) کتابونو، ليکنو څېړنو ته مخه وکړي او يو څه ټو ليز جاج يې وا خلي، کټ مټ، لکه د زا ړه طب په څېر د يادشوويو زړو ببولالو هو بهو پېښې کوي. داځکه چې همدا ورته اسان او د سهنې (هضم) وړ برېښي، او ور سره ورسره يې د نورو نړيوالو او بيا نژدې تربورانو پر وړ اندې يو راز ((يهودي وزمه)) ژب- توکميزه لوړتيايي (هژموني)،  ښاڅ و غرور هم ور په برخه کوي!

 ښايي يونيم به داپلمه رامخته کړي چې په ښوونځي يا پوهنځي کې يې د پښتو ژبې او ادب په نامه د دوديزو پوهانو درسي کتابونه لوستي، او  راروسته يې هم له خپلې مورنۍ ژبې او ادب سره د مينې لېوالتيا له مخې هغه کتابونه  اوخورې ورې  ليکنې څېړ نې  په پام کې نيولې دي. خو دا پلمه يې تر گناه بتره او نا بښل کېدونکې ده چې بيا پرې له سره شخوند وهي. هماغسې يې هو بهو را راغبرگوي او ځانښوونه او ((فضل فروشي))  پرې کوي، او هغه هم د اوسنيو ارتو بيرتو الکتر و نيکي  رسنيو له لارې چې تنرونه يې ورځ پر ورځ تودېږي او هر لو ستی او نيم لو ستی پکې  خپلې ډوډۍ  په اسانه ورتپلای شي!

لا ځينې پکې پر هغو رسنيزو ليکنو بسنه نه راوړي او خبره تر کتاب او کتابو هم رسوي چې څوک ورته ونه وايي: ((بې کتابه يې!))

په تېره بيا، له يوولسو کلو راهيسې  چې اتلانتيک شمالي ټلواله زموږ د شمالي ټلوالې په مرسته پر سوېلي پښتني سيمو ور يرغاللي، په اروپا او امريکاکې د اماتورانو تر څنگ  لږوډېر پېښاووان هم د پښتو کورسو داستادۍ جوگه شوي دي. خو کاشکې يې د اما تورانو هومره د نوې ژبپوهنې او بيا پښتوژبپوهنې په اړه کتاب نيم ته هم مخه کړې اوسي او همدومره يو ټوليز جاج يې ترې اخېستی وي چې تر دغه منځ  رښتيا هم د زاړه او نوي طب هومره لوی واټن رامنځته شوی دی!  

هسې خو بې له هغې هم، د جلاوطنۍ او بيالويديځ مېشتۍ په شل دېرشکلن بهير کې يو شمېر زده کړه وال پښتانه بېلابېلو لاملو او ورسره ورسره اقتصادي انگېزو پښتوژبپوهنې ته راڅکولي چې چېرې کوم يو نيم يې په ښوونځي يا پوهنځي کې دوديزه پښويه يا يې ادب تاريخ لوستی: (۱) د کوربه ژبې زده کړه،(۲) د مورنۍ ژبې په توگه پښتنو کوشنيانو ته پښتو ښوونه او(۳) ، لکه چې يادونه وشوه د افغانستان  له نيواک سره د ناټو په غړو هېوادو کې پوځيانو ته پښتو ښوونه. پا يله يې دا چې هر يو له خپلې هڅې  وسې سره د اړوندو بېلگو پښتولوستليکی، ژبښود(خودآموز)، سيند، سيندگی يا تش په نامه (پښويه (گرامر) وليکي او وړيا پروړيايې چاپ ته وسپاري.

نور نيملوستي او کملوستي پېښاووان ( لکه ډاکترنعيم، جنرال ماڼو، مومند،...)  په هره توگه په دومره يادونه نه ارزي، خو د بېلابېلو لوړو زده کړو ماسترانو او ډاکترانو يادونه په دې اړينه بولو چې هغه نور ورته پېښو، په نورو ټکو، د پېښو پېښوته را لمسوي. شل کاله وړاندې چې  ماد پېښور پو هنتون د پښتو څانگې ماستري او ډاکتري نوماندانو ته د نوې پښتو ژبپوهنې لکچر نيم ورکاوه، اروا ښادافضل رضأ په ټوکو ټوکووويل: ((دلته خو دحبيبي صېب د پښتو ادبياتو تا ريخ دوه ځله پښتو څانگې چاپ کړی او هروار يې تقويم صاحب پر((علاقه يي پښتو)) د ژباړې په لا سباړه يو کور اخېستی دی!))

يو بل ښاغلي بيا له دې ناخوالې خبرکړم چې له بي بي سي رادېو نه د ډاکترگل جنان ظريف ورته ليکنه پرلپسې خپرېږي. ما يې هم چې بله اوونۍ  يوې برخې ته غوږ ونيو ، هک پک شوم چې دغه ښاغلي خو له کوم الماني پوهنتونه په ښوونپوهنه (پېداگوژۍ)کې ډاکتري اخېستې او اوس يې د لوی استاد له کتابه ټولپېژندلی (هخامنشي- پارسي) ډبرليک د((پښتو مېخمري ډيپونه)) په نامه خپراوي ته سپا رلی دی. داسې برېښېده چې ښاغلي ظريف دکوربه هېواد د ختيځپوهنې يا آريا نپوهنې کومې منځۍ ته هم سر ورښکاره کړی او آر ډبرليک يې له شننې او ژباړنې سره را کاپي کړی، خو ژباړه يې بياداستاد حبيبي له هغې سره وربدله کړې ده!

ان  ورسره له خوشال خان لېسې تر المانه د همپېري  ملگري دوکتور کېمور له خوا هملته په((پښتونخوا)) مهالنۍ کې پر هغه خپره شوې ليکنه هم ځان ناگاره اچولی وو چې د استاد مورگنستيرن  پر يادې شوې وينايې ډډه لگوله. که څه هم هغه يو اقتصاد پو هاند دی، خو د هغې تاريخي وينا پر ارزښت و نوښت پوه شوی وو، په تېره د پښتواو پښتنو د ((سا کيوالي)) په تړاو د روستيو ساينتيفيکو پايلو او بر يا وو له پلوه(د پوره پوهاوي لپاره: زيار، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې له سا کي مخينې سره).

کال نيم روسته چې زه انگليستان ته راکډوال شوم، د بي بي سي  پښتو خپرونې له پازوالې اغلې صفيې حليم  سره مې په لومړۍ مرکه کې  سکالو رامخته کړه او تر نيوکې لاندې ونيوله. په ترڅ کې مې ورته وړانديز وکړ چې که غواړي، د نوې ژبپو هنې په رڼاکې به يې يوه سمه ارزونه ور وليکم. خو هغې، نه يوازې غوڅ  ځواب را نه کړ، بلکې هغه لنډه نيوکه يې هم راسانسورکړه، او تر هرڅه يې دا ناخواله چې د خپل وزيرستاني اوتې بوتې يې يوځل بيا د پښتوخپرونې د سر شمله کړې او د لر غو نپا لنې او سيمه پالنې  ځانگړې ولولې يې ورسره خړوبې!

د مسيدگل جنان پر وړاندې زموږ وردگ کرلاڼي ((گلجان ورور)) روزنپوه بيا همد ومره ژبپوهنه هم لوستې چې يو لړ پرکتيکل  لېنگو-پيداگوژيک لارښودونه (خود آموزونه) راوپنځوي اواړوندو ښوونکيو ته يې وړ اندې کړي؛ سره له دې چې د ار وپايي دوديزې ابېڅې پرځای يې زما غږيزه دا پرکار وانه چوله اوغبرگ غبرگ (kh,sh,zh...)سېمبولونه يې دښوونکيو او زده کوونکيولپاره اسان او سهنوړ (هضموړ) وبلل. نوکه د ((دعوت)) اوبپاڼې ياده  يومخيزه انگرېزي ليکنه د همدې ښاغلي او منلي وي، نو بيا يې، د چا خبره، داهرڅه له صفر سره ضربېږي!

يو ډېر پاموړ پېښاوو نبي مصداق دی چې بي بي سي  پښتو خپرونې له سروالۍ څخه له تشپاڼۍ(خلع سلاح) را روسته امريکاته ولاړ او هلته يې په کوم پوځي کورس کې د پښتو ښوونکي دنده پر مخ بيولې.  نو په دې پلمه يې له نامه سره ((پروفېسر)، لاڅه چې((ډاکټر)) هم پتليز کړي. حال داچې په  خپورکړي ژوند ليک (اوتوبايوگرافۍ)کې يې ځان د لندن پوهنتون د اقتصاد کالج ماسټر بللی دی!

. د دغه ښا غلي د ليکوالۍ او رسنوالۍ مخينه  له نوموړې خپرونې سره سمه دېرش کاله پرشا ځي او دا دخپل اندوژوندله سترو وياړلو يادونو څخه شمېري چې څنگه يې د لومړني وياند په توگه دېرش کاله وړاندې پرکابل باندې د ((مجاهدينو)) د نويو توغنديو د ويشتنې خبر د ټولې نړۍ تر غوږه ورساوه. خو، د دغې باټې تر څنگ بيا دامنښته نه کوي چې په څه راز  پارسي- انگليسي ځپلې کړکيچو پښتويې دهغې خپرونې بنسټ اېښی دی؟

ليکوال يې دالاندې بېلگې داسې له سره رارغولې دي:

((مجاهدينو اولين کرت  په سټنگر راکټ روسي طيارې ته سقوط ورکړ کوم چې  امريکا د دوی په اختيارکې اېښي دي چې ترڅو د کابل  شوروي پلوه کمونېستي حکومت ته سقوط ورکړي؛ د امريکا د متحده اضلاع  خاص نماينده د پېښور څخه(يا نه) کتنه وکړه، چېرې چې جنرل اختر ورڅخه (يې)هرکلی وکړ؛ د يوروپين يونين يو هيئت(اروپايي ټولنې پلاوی) روسته د هغې (ترهغې روسته) چې پا کستان ته ورسېدو، د مجاهدينو(له) رهبرانو سره يې ملا قاتونه په عمل راوړل (ليده کاته وکړل)؛ سعو دي شهزاده فيصل ترکي څوک چې د عرب ليگ د عضو مملکتونو د هيئت په راس کې اسلام اباد تللی، د مجا هدينو څخه خپل حمايت اعلان کړ.. . .

 ما به چې ورته هرڅومره له کابل و پېښوره راليکل چې ددغه ډول پارسي-اردو- انگر ېزي پېښو پرځای سمه سهي پښتو وکاروي، خو ترپايه دا((خدای بې لارې کړی  پر لار نه شو)) او لا نوريې هم ورته کړکېچو پښتوته راوهڅول، لکه کمال بهزادي، يعقوب کاکړ، علي ارغنداوی... او بيا شېراغاکريمي چې له بده مرغه لا تراوسه دپښتو خپرونې د پزې پېزوان پاتې دی او د کورناستۍ(بازنشستگۍ) منگ يې لاپوره کړی نه دی! 

ښاغلي سرور وکيلي يو بل ښاغلی دی چې د دوديزې پښويې په پېښو يې((پښتو ژبدود)) کښلی، نوې ژبپوهنه يا پښويه په هر ډول،  چې د دوديزې هغې مخينه يې هم نه ده تر شا پرېښې او همداسې يې بې کوم څانگيز واکه يو خپلسرې رغولې نومونپوهنه (ترمينالوجي) هم درواخله. هغه هم، ښايي، د دې لپاره چې د ځان غوندې نورو ناڅانگوالو ته ځان ژبپوه وښيي او ورته پېښو ته يې راوهڅوي. (د زيات پوهاوي لپاره: د دغه ليکوال په نامه د ١٢-٤ -۲۰١٠ نېټې ليک چې يو شمېر اوبپاڼو خپورکړی دی)

همماغه مهال چې ما د۱۳۶۲ ل. پوهنتوني پښتوپښويه او اړوندبنسټونه د نويو تيوريو په رنا کې له شلکلنو  څېړنو اوکرونو سره د دويم چاپ لپاه پېښور ته وړې وه ،  د ساپي په پښتو پراختيا مرکز کې راباندې د هغه ژبدود په ليدو سره خولې راماتې شوې. دمرکز مشر ډاکتر طاهربورگي ته مې وويل: داستاد رښتينن دگرامر چاپول په هره توگه، خو دغه د پېښو پېښې يې د مرکز پرستيژ را ټيټوي!

هغه هم په مات مخ راغبرگه کړه: ((په خپلوپيسو يې چاپوي، نو موږ  به پکې څه ووايو. ماهم خپله پښويه بل ساپي مرکز(دانش)  ته وکړه او هغو ته مې پاتې پېنځه سره کتابه ځکه پرېښوول چې وار له مخه مې له اکسفورډه ورلېږلي ول او چارې يې هم  څه ناڅه په خپل لگښت  تر ډېره پر مخ وړې.وې.

 ((دپښتومعياري ژبدود)) تر نامه لاندې د انجنيرعارف وردگ (گرامري ) پېښې  يوه بله بخوله ده. دغه ښاغلي، ښايي په دې سوچ چې په بيالوجۍ کې ((انجنير ينگ))  څانگه رامنځته شوې، نو په پښتوژبپوهنه کې يې خپل انجنير ينگ پر کار اچولی دی!

نوې وييرغاونه(نيولوجېزم) هم د وييپوهنې له څانگوړو څخه شمېرل کېږي او ځانته جلا آرونه او چمونه لري. هغه ښاغلو منلو د ليکوال د اړوند کتاب، ليکنو او لارښودونو سره سم په خپله خپله څانگه کې دغه کار پرمخ وړی، يا يې لږترلږ ه يې راسره اښتنې پوښتنې شريکې کړې، د منل کېدنې او دودېدنې شونتيا يې هم  په برخه شوې اوسيندکښونکيو هم راخوندي کړې ده، لکه واخلې، د بي بي سي پښتوخپرونې پخواني وياند گوهر، اکبر اکبر، دوکتور جنبش(گواښنه، ننگونه، پانگونه)، نياو والي او نياوتون(محکمه)، سادات (لاسرسی) او داسې نور چې زياترو يې وار له مخه له ماسره په همغږۍ خپل نوښتونه تر سره کړي دي.

بل  تکړه وياند او وييرغاند(نيولوجېست)اېمل پسرلي دی چې د وييرغاونې له پلوه ترگوهر راروسته دويمه پوړۍ راخپلوي، بېلگې يې، لکه په ورزشي برخه کې د تيارو بېلگو(لوبغالی، لوبغاړی، لوبډله،وزلوبه) پر پليونۍ،لکه: پايلوبه، نيمه پا يلوبه، لوبڅار... يا نلليکه (پا يپلاين)، منندوی، چارواک، چارواکی(مقام، مقا مات)، غوراوی، غوراينې بياټولټاکنې(انتخابات)چې د(امرل) له مخې يې(امرنې) انډول لا غوره راتلای شو. تر څنگه يې خپل نږه گړويزونه(وار له مخه، خدای سپار لی، تربيا،  په مټ،...)او همدارنگه د گرځېدا په بېلگه، پوهېدا، ورېدا، خبر ېدا، خوځېدا،اورېدا... هم د اړوندې نړيوالې اور يزې رسنۍ په مټ رادود کړې، که د برا برۍ له مخې گرد په تول تللې هم نه اوسي ، کره کول يې نور ناشوني دي، لکه واخلې ((ولسمشر)) چې په کار وه، پرځای يې (هېواد مشر) رادود کړی وای!

زموږ پښتو شاگرد سندرغاړي او سندرا پوه لطيف جان بابي بيا له مورنۍ ژبې سره د بې خرتې مينې له مخې  د پښتو نومښود بنسټ اېښی او په لومړۍ ټولگه کې يې(۷۰۰۰) نومونه رانغښي.  ماچې پرې نيوکه وکړه، زما (وييپوهنه) يې د اخځ په توگه راوښووله. داسې چې څه پښتو بېلنگونه او تړنگونه (ښوونه، روزنه، ليد نه، کتنه، اورغالی، لوبغالی، پنډغالی...) يې له يوه سره د نرينه او ښځينه نومونو په توگه  پکې وړاندې کړي دی.  کله يې چې د زرتشت (زړښت)  په گډون گرده(( او ېستا)) راپښتو کړه، پر سترگو مې ورته تياره راغله او دومره مې کښې گاږه چې نوره يې د(( ژبنيو ببولالو)) پرځای((سندريزو ببولالو)) ته مخه کړه!

نوموتی ليکوال او رسنوال زرين انځور چې تل راسره په نويو رغاونو کې سمسلا کوي، په کولن کې د افغان کولتوري ټولنې د پازوال په توگه د د ډاکتر ماخان. شينواري.(( شمېرپوهنه)) د کرونې لپاره  اکسفورډ ته راواستوله. ما پرې د خپل گرانبيه څېړنيز کار په بيه لږ تر لږه يوه مياشت خاورې کړه، خو هغه دادوې نومونې هم راسره سمې نه کړې چې شمېرپوهنه د(حساب، رياضي) انډول کاندې او مېچ- پوهنه د(هندسې)، ځکه لسيزې وړاندې مې په کابل پوهنتون کې له اړوندو استاد انو سره د دغو دوه ترمو په گډون بېشمېره نور هغه يوځای رغولي ول!

((پېښوري شينواري)) هم بيا د خپل لالا پر پله پل اخېستې، او په ټوله سپين ستر گۍ يوه بې سروبوله پښتو ابېڅې په سترگوکې راننه اېستې. بې له دې چې وار له مخه له مخينې ځان خبر کړي چې يوه پېړييزه غږيزه(فونيميکي) هغه د((لندن فونېتيک انټر نېشنل الفبېټ)) له مخې له استاد مورگنستيرنه تر لېنڅه را خپله شوې،د يونسکو په لارښوونه د(( افغانستان د ژبپوهنې اطلس)) په تړاو پرې د پښتو په گډون د ۲۶ افغاني ژبو ۲۸۴ گړدودونه(لهجې) کښل شوي او راروسته پښتو- پښتو تشريحي او نورو سيندونو(قاموسونو) هم پسې رادود کړې ده؛ دغه ښاغلي ليکوال کولای شول، لږ تر لږه د گوگل په يوه تڼۍ(دوکمې) کېښکنه د الما ني پښتو پوهاند لېنڅ(Lenz)  هغه راپيداکاندې چې پر ۱۹۳۷ز.کال يې د افغا نستان د شاهي دولت په غوښتنه رغولې وه!

  ((هارون خپل))  بيا پرخپل وار دسيندکښنې (ليکزيکو گرا فۍ) يوه ژباړه چې يو لړ ټوليز او ميخانيکي ځېلونه او ډولونه رانغاړي، راته د پزې پېزوانوي، د ژبپو هنې داوه گيرۍ ته يې ملا تړلې او په گرده سپينسترگۍ يې د ليکلارښود په ننگو نې پسې راخېستې، د چا خبره ((پر پچه سپور شوی او کشمير ويني))!

 د دغه ښاغلي غوندې دود يزې ژبپوهنې د پېښاووانو او د نوې ژبپوهنې د ځينو اماتورانو لوی ويار هم دادی، د دې پرځای چې پر ماتو گوډو لاسوهنو بسيا پاتې شي، په داوو دنگلو د نويوڅانگپو هيزو پنځونو بهير راځنډوي اود زاړه- نوي شخړې بيا بيا رامخته کوي

دنړيجال ياانټرنېټي رسنيو  په لړکې د وتلي رسنوال طارق بزگر ((دعوت)) اوبپاڼه له هغه اماتوري ، هغه هم د يو لړ اماتوري ژبپوهنيزې يا پښوييزې(گرامري) زده کړې او ورسره ورسره دژبپوهانو د اثارو او سيده ناسيده لارښوونو او لارښودونو په رڼاکې.  يوازې او يوازې د ژبې او ژبپوهنې په ناتيوريکي يا کم تيوريکي سکا لوووکې څه ناڅه کېدای شي، لکه واخلې د دې يا هغې ژبې جغرافيايي، دېمو گرافيکي، احصايي  څېړنه پلټنه، لېکزيکوگرا فيکي ( سيند کښنه يا قاموس ليکنه)، په ټيټه او ساده کچه د لو مړنيو ښوونځيو يا زده کړوځو(کورسونو) لپاره دلوست کتابونو ليکنه ..

همدا راز د ژبې په تړاو يو لړ ناتيوريکي ټوليزې او ميخانيکي ليکنې او ژباړنې، په تېره له بېلابېلو گړدودونو او نويواو زړو متنونو او رسنيو څخه د هغوکمپېښو وييونو، گړنو او څرگندنو(محاورو او اصطلاحاتو)، ټوکو، متلونو، وراشو ورمو نو، او نورو توکو راټولونه، په ځانگړې توگه د ((افغانستان د ژبپو هنې اطلس))  هغه چې لا سيندگيو او سيندونو(قاموسونوته يې لار نه ده موند لې،  له ژبپوهانو او سيند کښونکيوسره ښه ترا مرسته کولای شي او زيات څانگيز تيو ريکي کار لپا ره ښا يسته ډېر وخت اوانرجي  ور سپمولای شي.  

ښاغلي پيرمحمد باوري له هغو کمپېښو پښتو مينانو څخه دی چې  زماپه هڅونه او لارښوونه يې د کندهار د سيمې گړنې او څرگندنې(محاورې او اصطلاح گانې) او بيا هممانيزونه په دوه پنډو پېړ ټولگو کې راټول کړي، او بيا يې داهم راسره منلې چې پر پښتۍ باندې د ((ليکوال)) پر ځای ((ټولوونکی)) و ليکي!

داستاد غضنفر ډاکټر اکبر ، او داستاد منلي دې کور ودان وي چې دوه درې کاله وړاندې يې د ليکلارښود په درې کسيزه ارزونه کې د احکام صادرولو پرځای يو لړ پو ښتنې گرويږنې رامخته کړې وې.  لومړي دوه کره کتونکي په هرډول د خپلو څا نگونوموتې څېرې دي ، خو استاد منلي  چې کلونه کلونه د فرانسې ختيزو ژبو او ادبياتو په سترڅېړنيز مرکزکې دپښتو ښوونې اوږده مخينه لري، دومره پر مختلي علمي اخلاق راخپل کړي چې نه  په پښتو ژبپوهنه کې بېځايه لاسوهنه کوي او نه تربگني!

داکيسې د۴۵ کلو پخوانۍ خبره رايادوي:

د برن پوهنتون د ژبپوهنې  د دويم کال شاگرد وم او پر زده کړيزه( الماني) ژبه مې لا دومره لاسبری هم نه درلود، د تايخ څانگې ځايي شاگردانو رانه د يوناني آريph-  ( لکه په تېلېفون، تېلگراف... کې) الماني ليکدود وپوښت، او زه هماغه مهال پوه شوم چې په پرمختللې علمي نړۍ کې يو دبل پوهنڅانگې ته څومره درناوی کېږي!

لويديځوال لاپرځای پرېږده چې زموږ  افغاني او ايراني پارسي ژبي ليکوال او رسنوال د خپلې ژبې په تړاو ورپېښې ستونزې له ماپوښتي. خو زموږ پښتانه يې، نه له ماسره سيده شريکوي او نه مې پسې کوم کتاب نيم گوري ،  او بيا يې که وگو ري، د اښتنې پوښتنې پرځای راباندې نيوکه کوي چې دا يا هغه خبره مې سمه نه ده. بياچې يې د کومې ليکنې له لارې دک و دليل او سپيناوی ورغبرگ کړم، نو سور اور پرې بل شي او خبره تربگنۍ او دښمنۍ ته وباسي!

۲ ــ د نوې ژبپوهنې اماتوران .

 په اماتورانو کې تر گردو له مخه  زموږ د خپل پوهنځي  د پښتو څانگې هغه يو شمېر لسانسه او ماستران  هم راځي چې  يوڅه ماته گوډه نوې  ژبپوهنه يې لوستې او راروسته يې هم ورسره د اسيستانت او استاد يا ليکوال په توگه لږو ډېر خپل تړاو ساتلی دی. له دغې ډلې څخه چېرې يونيم په بهرکې د کومې بلې بشري پو هنې ترڅنگ په څېرمه ډول د ژبپو هنې کورس نيم ته هم سر ښکاره کړی او په همد ې پلمه د نوې پښتو ژبپوهنې په تيوريکي ليکنو څېړنوکې ځانته دلاسوهنې رښته ورکوي اودلوستليکيو(تکسبوکونو) په گډون پکې پنډ پنډکتابونه کاږي او خپر وي يې.

دابه څومره نېکمرغي وه چې  د اماتورانو پرځای يو دوه رښتينو څانگپوهانو د پښتو ژبپوهنې د گردو ستونزو او سکالوو، په تېره د آرپوهنې په بشپړتياکې زما  اوږې لږې راسپکې کړې وای.  له استاد الهام او استاد تږي راروسته په درسته پښتونخواکې همدومره يوڅانگپوه راميدان ته نه شو چې زما پېنځوسکلنې ژبپو هنيزې ليکنې څېړنې را وارزوي ــ له ختيځپوهانو هم  له يوڅو بوډاگانو پرته نور دومره څوک پاتې نه دي چې يو کره کتنه را ولوروای شي  زما د پوهنځي يوا ز ېنی ځاينا ستي استاد بايزيد اڅک دې کورودان وي چې لږ تر لږه راسره د تاريخي فو نولوجۍ په تړاو اښتنې پوښتنې مخې ته ږدي.

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې استاد اڅک  کلونه کلونه کډوالۍ او را روسته ((انجوگانو)) له پوهنځي نه لرې ساتلی، او څومره چې ځنې تمه کېده،  له يونيم لکچرنوټ او ژباړې پرته يې کوم بشپړ تکسبوک پر خپله څانگه نه دی لو رو لی، ان د خپلې پوهنيزې پوړۍ (علمي ترفيع)  لپاره يې هم وخت و زغم درلودلی نه دی او  له لسيزو راهيسې پوهنمل پاتې دی!

په زړه پورې  خو داده، صابر خويشکی چې د بايزيد اڅک هومره  يې تيو ريکي زده کړې هم نه دي کړې، پوهاندۍ ته رسېد لی، او داچې له لسو کلو را هيسې د لوړو زړده کړو وزارت  اداري مرستيال پاتې شوی، نو  لکه د ارواښاد استاد رښتين  ((ژبښودنه)) يې خپل لوستليکی ((پښتو ژبپوهنه او ويي پوهنه)) پرلپسې چاپ کړی او پر خپلې پښتو څا نگې سربېره يې د نورو پوهنتونو پر هغو هم ور تپلی دی.

 بياهم استاد اڅک د څانگې د يواز ېني رښتيني  څانگپوه په توگه د((توليدي فونولوژۍ))  په نامه د سانفورډاشېن ژباړلي کتاب تر څنگ. زماله لوستليکيو( پښويې، د ژبپوهنې بنسټونو، تاريخ (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې، پښتوآرپوهې يااېتېمولوجۍ...) کاراخلي. همداسې د نوې پښتو ژبپوهنې يو شمېر نور پليوني هم درواخله.

د تاريخي ژبپوهنې او بيا آريانپوهنې يو تکړه څانگپوه دوکتور خليل الــله اورمړ چې  د((افغا نستان د پوهنو اکادېمۍ)) پښتو څانگې غړی دی او نن سبا زموږ د پو هنځي په ماستري برخه کې لوست ورکوي، تر اوسه يوازې پر يو لړ رسنيزو ليکنو بسيا پاتې دی. ترځنگ يې پر ما ستري کچ دويم ژبپوه ښاغلی مولاجان تڼيوال  هم همداسې درواخله.

 د دواړو ياد شويو څانگوالو رسمي پازوالي(مکلفيت) پر همدې راغونډ دی چې چېرې د اړوندې څانگې په ځينو اسانو ژبنيو څېړنو ، لکه سيندکښنه(قاموس ليکنه) اخځليکنه، د پښوييزو(گرامري) اثارو تاريخچه کې  ديو نيم غړي لار ښوونه وکړي او ارزنه (تقريظ) وروليکي.

د پښتوټولنې او بيا اکادېمۍ له خدای بښلو شوروي ډاکترانو څخه يوازې د دو لت لودين يو لړ ليکنې څېړنې او ژباړنې، ډاکتره ماه گل سلېمان دوست د پاميري ژبو او بيا واخي ژبې په اړه، او ماستر دوست شينو اري بيا د تاريخي- پرتليزې ژبپوهنې تر څنگ ښايسته ډېرې ژبنۍ او ادبي ليکنې څېړنې راپرېښې دي.

((پوهندوی ډاکتر)) زرغونه رښتين زېور هڅه کړې، د خپل پلار دوديزه پښتو ژبپوهنه له نوې سره واغږي راواغږي. يوازې  په((پښتو نحوه)) کې يې د نوې ژبپوهنې توله يوڅه درنه برېښي. ښايي، شاگردانو او نورو مينه والو ته يې لو ستنه بې گټې نه وي، خو وار له مخه به ورته هرو مرو د کتاب دپښتۍ له کتنې سره دا پو ښتنه پيداشي چې ولې يې عربي(نحو) راپښتو(نحوه) کړې او لاتين- انگرېزي(ډاکتر) او بيا سوچه پښتو(پوهندوی) د ناپښتنو غوندې همداسې (نرينه) پرېښي او په کار وه (ليکوال) يې هم همداسې نرينه کښلی وای!

 په دننه متن کې د غونډ اوغونډله رغاونې او اړوند اوډون راپېژني، خو پخپله يې يوه لسنه هومره هم پرکار نه اچوي.  يوه کوشنوټې بېلگه يې ((د لازمي فعل مطابقت په اوسنۍ (ناتېره) زمانه کې د فاعل سره)) سرليک دی چې سم نحوي اوډون يې ((په اوسنۍ(ناتېره) زمانه کې د(له) فاعل سره د لازمي فعل مطابقت)) دی..اوسنۍ((يوه- کره ليکنۍ  پښتو))  او ورسره تړلې نوې رغاونې او نومونې په هر ډول، چې د خدای بښلي پلار ليکلار يې هم راخپله کړې نه ده چې لږ تر لږه د گړنۍ او ليکنۍ پښتو تر منځ  يوڅه توپير وکړای شي.

سم له لاسه يې له بشپړې کتنې  نه يوازې د ډېرې ناوزگارۍ ، بلکې د ليکوالې  دسخت غبر گون له کبله تېرېږم.  دغې اغلې  له ورته ((شوروي)) ډاکتر مېړه دا چلند راخپل کړی چې کله يې چا کومې ليکنې څېړنې او څېړندود ته هسې يوه گوته نيولی،خبره يې ورسره تر د ښمنۍ  تربگنۍ رسولې، ان که شاگرد ترې په ټولگي کې يوه پوښتنه هومره کړې، په ازموينه کې يې ځنې کسات اخېستی دی!

ښاغلی معصوم  هوتک، لکه څنگه مې چې په نورو ليکنو او ويناووکې هم ورته نغوته کړې، زموږ د پوهنځي له وتلو او تکړه لسانسه وو څخه دی او د يوه ډېر کا ري  ليکوال ، په تېره د تاريخي او ادبي متن څېړونکي په توگه  ښايسته ډېر څه پر خپله جنگ و جنايت ځپلې ژبه لورولې دي. زما ترې يوازېنۍ گيله او پلپوټ دادی چې د ژبپوهنيزو اثارو په لړکې ((يوه- کره ليکنۍ پښتو))  تش په دې پلمه راننگوي  چې د روستي ارواښاد((علامه)) دا بې سروبوله وصيت او نصيحت يې ځانته کاڼي کرښه بللې چې((تسلسل))، يا په پښتو انډول ((لرغونوالی)) بايد خو ندي پاتې شي.

ښاغلي هوتک زما له ((پښتو ليکلارښود)) سره  پر يوه کال (۲۰۰۷ز.). ((پر معيا ري ژبه د معيار په ژبه څېړنه)) خپله پړپړه رامخته کړې او همداسې يې زما د ۲۰۰۵ز. کال بل نښير((د خوشال ادبي پښتو- يوه ژبپوهنيزه شننه)) پېنځه کاله روسته په(( له کندهار تر اټکه)) رادوبلېکېټ کړی دی. ښايي، د ادبي- تاريخي متنڅېړنې له پلوه يې دواړه کتابه په زړه پورې وي، خو له ژبپوهنيز تيوريکي اړخه په هېڅ ډول زما دا راننگولای نه شي او په نومېرلې توگه د((يوې- کره پښتو ليکلارښود))!

پر دې سربېره يې بيا توکمپوه ډاکتر پالوال له ځان سره د نوې ژبپوهنې د ((استا زي)) په نامه ملگری کړی او  په  څو مياشتو کې يې پرې د((.معياري پښتو)) په نامه څلور څلورنيم سوه مخيز پنډ کتاب کښلی او چاپ کړی دی.، پالوال هم  په خپله گېډېلوجۍ سره هڅه کړې چې د استاد رشاد په ارشاد او د شاگرد هوتک په هڅه لمسه کندهاری گړدود  راته لرغونې وښيي او  پر دې بنسټ د سلگو نو گړدو دونو پر وړا ندې يې((معياري))!

 موخه يې داچې له اويا اتيا کلو راهيسې د څلورگونو گړدودي ډلو د ټولمنلي ((غورچاڼ))، زموږ له نوي ساينتېفيک پروسيجر سره يوځای له سره راوننگوي اوپرځای ((سوېل لويديزه)) گړدودي ډله او په نومېرلې توگه ((کندهارۍ پښتو))  په هسې اپړو دپړو پر بشپړ ډېري ومني. د زرينو نټه نه منونکو ژبپوهنيزو او بيا دهممهالې سپڼيزې(تشريحي) او(ساينکرونيکي) ژبپوهنې پر ځای يې پرتليزه- تاريخي او ناهممهالې(دايکرونيکي)  غږپوهيز ارکاييزم هغه هم له توکمپوهنې او لرغونپوهنې سره په تقليدي ډول رامخته کړې ، حال داچې پر نړيوال کچ له وييپا نگيزې برخې پرته، بل هر رغاونيز ارکاييزم نور تاريخ ته سپارل کېږي او گړسره پر هېستوريزم بدلېږي!

پالوال زماد ژبواو ادبياتو پوهنځي ټولگيوال وو او د استاد رښتين د زړې ژبپو هنې ترڅنگ د استاد ياري او څه ناڅه شاکر او الهام نوې هغه مو سره په گډه لو ستې وه. راوروسته يې هم راسره د(( ژبپوهنې اتلس)) لپاره د استاد مور گنستيرن  په مشرۍ د يوشمېر اروپايي نومياليو آريانپوهانو او پښتو پوهانو په اړوندو لکچرونو، کارغاليو( ورکشاپونو) او د نجراو د څلورژبې((خارج درې)) په ډگريز (ساحوي) څېړنو کې يوځای برخه واخېسته.  له پوهنځي نه له وتوسره مو د پښتو ، پارسۍ او نورو ارياني ژبو فونيميکي او الکترونيکي کښنه او ثبتونه پر مخ بو تله. خو.کال نيم وروسته پالوال د امريکابورس ترلاسه کړ  او هلته يې د ژبپو هنې پرځای توکمپوهنه واره يي وگڼله.

د کابل پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي په انتروپولوجۍ څانگه کې يې د تو کمپوهنې تر کال دوه تدريس روسته د يوه بل بورس  له مخې بيا امريکاته ولاړ او په هماغه څانگه کې يې ډاکتر ډيگري ترلاسه کړه او هېواد ته راستون شو.

راروسته يې څو کاله د کابل پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنخي استا دي پر مخ يوړه، بيا يې څو کاله دهمبورگ پوهنتون د ختيځپوهنې په اړونده څانگه کې کار پيداکړ او  له  يوې يوې نيمې لسيزې راهيسې په کندهار او کوټه کې خپل ژوند و ژواک پر مخ بيايي..

 ډاکتر پالوال  ښايي، د سپڼيزې- ساينکرونيکي نه، بلکې له تاريخي- دايکرو نيکي ژبڅېړنې له پلوه تر گردو اماتورانو وړاندې وي، خو بياهم دا پخپله يو ناو رين دی چې ولې نن سبا د توکمپوهنې پر ځای  ژبپو هنيزو ليکنوته مخه کړې او هغه هم په دې پلمه چې ترکابل پوهنتون راروسته يې په يوه امريکايي پوهنتون کې د توکمپوهنې ترڅنگ د(تاريخي- پرتليزې)  ژبپو هنې کورس نيم هم لوستی او د زړو ژبو او ترمينا لوجيو ډېکشنرۍ يې هم له ځان سره راوړې دي!

 دده څېړندوديز (مېتودولوژيکي)  بنسټيز ويارونه او نيمگړتياوې دادي چې د نورو کتابونو په څېريې  په ((معياري پښتو)) کې  هم، نه سمه سهي اډانه يا او ټلا ين (طرح) په پام کې نيولي ، نه چلندلار (پرو سيجر)، اوډون (ډيزاين) يا ډلبندي او داسې نور نومهالي اړين  تخنيکونه.

په دې ډول يې پنډوپېړ کتاب تاريخ، توکمپوهنه، پښتپوهنه(جنيالوجي) ... هرڅه کېدای شي، خوڅه يې چې کښلي، د هوتک هومره هم له آرې سکالو ((معياري پښتو)) سره تړاو نه لري، د استاد رشاد په ټکو، ((عنوان او معنون)) يې سره کوم مېتوديک و سېستماتيک تړاو نه لري.

 د کتاب غټه برخه يې د((سينيت)) او(( شينيت)) راڅرخي، موخه مانا يې داچې کندهاری(س) تر(ش) او همداراز(ښ) تر(هخ) او(خ)  او(ږ) تر(گغ) او(گ)پخواني دي او بايد معياري و منل شي؛ نور په سونو توپيرونه  يې هسې بابيز انگېرلي او دومره سر يې پسې نه دی گرځولی.

په دې توگه، گومان نه کېږي، د دواړو ښاغلو ليکوالو کتابونه چاته د((يوې يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو)) کوم لارښود وگرځېدای شي، ان دخپلې گړدودي اوېجې پر کچ هم نه!

ان  په لس دولسو اخځوکې يې له استاد رښتين، استاد رشاد، استاد رفيع... پرته د نوې ژبپوهنې يا گړدود پوهنې يو اخځ نشته، د ډاکتر تږي يې هم هماغه ((پښتا نه)) نومی تاريخي- توکمپوهيز اثر راخېستي دي.

بله غټه  نيمگړتيا يې داچې له لوښې(عادت) سره سم يې  دغلته هم، نه د سکالو په مخينې پسې سر گرځولی. نه د ختيځپوهانو( استاد مورگنستيرن، مکنزي، کيفر ...) او نه د تږي او الهام په خورو ورو ليکنو څېړنواو نه زما د څلوېښت کلنو ليکنو څېړنو اوپېړو پنډو  پوهنتوني-ښوونيزو او اکادېميکو کتابونو پسې.؛ هوتک صاحب خو لږ تر لږه يوه نغوته اشاره هومره کړې او د څېړندود(مېتودولوژۍ) په برخه کې هم ترې وړاندې برېښي.

اسماعيل يون د نوې ژبپوهنې يو تکړه لاروی دی. که څه هم ليکنې څېړنې يې دگړدودي يا ژبني يووالي او کره والي پرځای پر ليکدودي يووالي او کره والي راڅرخي، خو ښايي، تش زموږ د څلوېښت کلن ((يوې- کره ليکنۍ پښتو)) غور ځنگ د ليکدودي برخې د انگروزونې او دودونې(تبليغ و ترويج) لپاره گټور پرېو ځي. هسې خو له (( پښتو مرکې)) او((پښتو ټولنې)) رانيولې د پېښور پښتو اکېډ مۍ تر (باړه گلۍ)) پورې د دوديزو پوهانو لنډې تنگې  پرېکړې هم د ژبې پرځای پر ليک راچورلېدې. له کندهاري ډاکتر پالواله  تر پېښوري ډاکتر نعيمه ټول همدا سر ټکوي چې لروبر پښتانه ولې يو معياري لېکدود نه کاروي ، که دوی رښتيني ژبپوهان وای، د دې پرځای به يې دا پوښتنه رامخته کړې وای چې ((ولې ټول يوه- معياري پښتو)) نه ليکي!

ليکوال تېر پسرلی د هڅاند ليکوال يون د اړوند لروينون ((ژوندون)) په مرکه کې هم ليکدود د((يوې پښتو- کره پښتو)) يوه څېرمه پايله وروښووله!

د بېلگې په توگه د(ی) گانو شپږ فونيمي يادېفتانگي اوگرافيمي ډولونه پرگوته کول او دکارونې ((حکم صادرول))اسان دي او ښايي  پر دروگونوگړدودي ډلو يې ومنلا ی شو، خو پر څلورمه((سوېل- لويديزې)) هغې يې ځکه نه شو منلای  چې د نوروخپلواکو(واوېلو) غوندې  له يوه ځا نگړي غږپوهيز او بيا خجپوهيز سېستم سره يې ټينگ وترينگ تړاو لري او يوه گړسره ځانتنۍ پښويه(گرامر) رانغاړي ، اوڅنگه يې چې پر خوله وايي، هغسې يې ليکي.

حکمتيار صاحب د عربي اعراب او خپل گړدود پر بنسټ  د يوه ليکدود وړانديز کړی وو، خو بې له دې چې زما غبرگون په پام کې ونيسي، د لارښود په توگه يې  لږترلږه پر خپلو((شمشتويي)) جنگيالانو ومانه. نو پالوال، هوتک... او يون به يې په کوم زور او پرچا ومنلای شي!

لکه څنگه مې چې درې څلورکاله وړاندې هم د(ی- گانو) په تړاو ور څرگنده کړې وه، د دغه خجيز سېستم له مخې گردکندهاريان: زور پر زورکي اوږد-و پر لنډ-و ، اوږده –ې  پر لنډه- ي اوزورواله- ی پر زورکيواله-ۍ اړوي، لکه په دې دوه غونډلو کې:

((يوې زړه سواندي ښوونکي د خپلي يوې خواريکښي زده کوونکي څوڼي ورجو ړي کړې، (يوې مخپټي ښکلي ناوي  له خپلي خواښي څخه يو نوسئ وغوښتئ))

دپاسنۍ روستۍ کړبڼې (وغو ښتئ)  زورکيواله(-ئ) د درېيم وگړي تېرمهالې پايله، همزمان د همدغه گړدود يوه گړپوهيزه ځانگړتيا هم ده چې پر وړاندې يې  نور ټول پښتانه(- صفر)،(- زورکی) يا(-اوه) کاروي.  په دې توگه کندهارۍ پايله(-ئ) ، يايو څه ورته کږه واله(خوگياڼۍ) هغه (- ې è) کره منل کېدای نه شي. همداراز يې د ويي يا څپې په منځ کې لنډه-ي پر زورکيواله(-ئ-). اړول هم درواخله، لکه په(پليو، سړيو... کې چې که څه هم له تاريخي پلوه زيات ((گرامري)) برېښي.

هو، د سکتې(قناعت) لپاره يې زموږ ژبپوهنيز او په ترڅ کې لاسليک شوی معياري پروسېجر يا چلندلار لرو چې په((پښتو ليکلار ۱۳۶۰ل)) او ((پښتو ليکلارښود۱۳۸۶ل)) کې مو خپور کړی دی. له ښاغلي او منلي يون څخه داتمه کېده چې د پوهندويۍ لپاره يې د خپل اثر((پښتو ليکنی سمون)) له ژبپو هنيز پلوه د ليکوال د نورو اخځونو په لړکې ((پښتوليکلار لارښود)) يا يې لږ ترلږه چلندلار له پامه غورځولی نه وای، او که لا د کتاب تر نامه (پښتو ليکنی سمون) لاندې د لينديو دننه يو څېرمه سرليک  (د يوې- کره ليکنۍ پښتو) په رڼا کې) ور زيات کړی وای. له دې سره يې هرڅه سمېدل، زړه تاريخچه يې هم تاريخ ته سپارل کېده او ده  ورسره برأت ترلاسه کاوه.

ده خو لا ليک د ژبې(( استر)) بللی، ارواښاد شاکر چې له امريکا يې د ژبپوهنې ماستري راوړې وه او په پوهنځي کې يې زه او پالوال شاگردان پاتې شوي يو، په خپل (ړومبي او روستي) پوهندويي اثر((ژبنۍ څېړنې)) کې د ژبې پرځای ليک د افکارو، خيالاتو، احساساتو... د څرگنداوي وسيله بللې ده!

ما (پښتو پښويه،۱چاپ(۱۳۶۲ل.۱مخ؛ ۲چاپ ۱۳۸۲ل ۷.مخ) د ((سوسوري)) ليدتوگې له مخې ژبني توکي ياوييونه (نه ليک) داندونو، انگېرنو... استر بللي چې هرگوره، اوس د چومسکي له ليدتوگې سره سم داسې وايم: بهرنۍ، کارونيزه جوليزه يا مخبنايي ژبه د دننۍ مجردې، ذهني، يا بېخبنايي ژبې يو مادي استر دی (←همداراز: مورنۍ ژبه او نورې ليکنې).

لکه څنگه چې مې د ښاغلي هوتک په يو غبرگون کې کښلي ول، دوه درې سوه کاله پخوا په هوتکي يا دراني پېرکې چې پښتانه له بشپړ ټولنوټيز او سياسي سرغندويي(سيادت) او منځيوالې(مرکزيت) برخمن ول، د اروپايي واکمنانو غو ندې يې په يوه فرمان خپل اړوند گړدود ټوليزولای شو او تراوسه به گردو لوستيو  پښتنو سهلی وو..خو نن سباهېڅ يو زورواک پر بشپړ يا لږترلږ ((۵۰+۱)) ډېري که هرڅه ومنلای شي، دغه ژبنۍ- فرهنگي چاره ورباندې منلای نه شي. دابه پرځای پرېږدو چې اوس مو خپل او پردي له خپل څو زرکلن لرغوني کوره باسې او گړسره مو ژب- توکميز شتون راننگوي!

 

له دغو گردو ربړو او ستونزو سره سره داهم يو غنيمت دی چې د نوې ژبپوهنې نور پليوني او استادان  له ما سپين سري ښوونکي سره د پخوا په څېرخپل اړيکي  ټينگ و ترينگ ساتي. د هېواد په هر سفرکې راته د لکچر ونو بلنه راکوي اوخپلې  ستونزې راسره شريکوي، لکه واخلې د خپل پوهنځي دپښتوڅانگې مشر پوهنمل  اڅک، پوهندوی يون او پوهندوی ازمون او نور ځوان استا دان او استاد انې.

 د ښوونې روزنې پو هنتون د پښتو څانگې پازوال  پوهندوی محمداغا شېرزاد او دننگرهار پو هنتون د ادبياتوپوهنځي سروال پوهندوی معرو فشاه شينواری، پو هندوی ببرک مياخېل ...او ان د پکتيا اوخوست  له اړوندو څانگوځوانو استادانو څخه په ځانگړي ډول ډېرکاری ((کمال)) بيا د نومهالې پوهې او فرهنگ په پليونۍ د بېشمېرو ((کمالا نو)) په سر سرکې ټيکاو لري او تر بل هر همنومي يې راسره خپل اړيکي ټينگ اوترينگ پاللي او ساتلي دي.

په دې لړکې د ښوونې روزنې وزارت د((تعليمي نصاب)) د. پازوالو له غوښتنې سره سم پر لکچر ونو سربېره د بېلابېلو ټولگيو لپاره د پښتو پښويې لوستتوکو په ټاکنه کې مرسته لارښوونه او همداراز د مخابراتو وزارت له کمپيوټر ساينس  څانگې د پازوال منصور انصاري په نيمه رسمي بلنه  اود استاد آصف صميم په ملتيا د نومونپوهنې(ترمينالوژۍ) په برخه کې کړې همکاري هم له خپلو څانگپو هيزو(تخصصي) وياړونو څخه شمېرم!

له کوټې او چمنه نيولې تر لويديځ مېشتو پورې د نوې پښتو ژبپوهنې له مينه والو سره د څېړنغونډو، نمانځغونډو او بېلابېلو برېښنايي وسيلو(برېښليکو، اوبپا ڼو، فېسبوکو) او ان د تېلېفون له لارې مرستې لارښوونې هم دومره زغم و زړه غټاوی رابښي چې د پېښاووانو د ننگونو او بيا گردو خپلو پردو لنډاندو له تربگنيو سره سره د پښتو له سرڅڼې او سيالۍ څخه لاس وانخلم!

په لويديځ مېشتوکې بيا د لوستليکيو او سيندگيو په تړاو راسره د يوشمېر ليکو الو سيده او ناسيده اړيکي پالل هم له خپلو څانگپوهيزو برياوو څخه بولم ، لکه د:  قادر خان خاطر،  اکبر کرگر، شاولي يارزي، دوکتور خسرو سنگروال، دوکتور صلاح الدين سعيد ي، ( انگليستان)، احمد ولي اڅکزی، دوکتور سيما ابراهيم خېل، انجنير ملوک ازاد، رهپو طرزي ، (المان) ، دوکتور نصيراحمد، پوهنمل ځواکمن،انجنيرقادرمسعود (هالېنډ)، خليل خدرخېل  (بلجيم)، انجنير انعام واک، سارابيا با ني، نجيب بيابا ني، مجيب بياباني(ناروې)، حفيظ پيرزاده،.  دوکتور سرلوڅ مرادزی،کبيراميري ، ولايت ځدراڼ (سو ېډن)، نصير پښتون او ضيأ پښتون (امر يکا) او د فېسبوک ((وريت پښتون)) ملگري: فضل عندليب، فطرت، بوستان، اخلاق او نور پښتومين.

د پاريس مېشت((انجمن رودکی))  له خوا د((پژوهش در فرهنگ باستانی و شنا خت اوېستا)) د همبورگ او گوتنبورگ په دوو څېړنغونډو کې کارنده گډون،  د انگليستان او المان له پښتو زده کړيالانو او تېزس ليکونکو،لکه د بون پوهنتون  ځوان آريانېست او پښتوڅېړونکي (سبستيان هاينې) او( ولف روم) پښتو تېزس ليکونکي(!) او د پښتني ژب- توکميز فېلم جوږوونکي (کرېستوف هورستل) سره لاس مرسته. د اکسفورډ پوهنتون ښاغلي (تومي وايډ) سره په غبرگو پښتواو پار سي تېزسوکې ښايسته ډېر مهال مرسته لارښوونه، تر دې چې زما درسمي استا دۍ لپاره يې پوره منډې ترړې هم وکړې.

هسې خو د دروگونو نامي (اکسفورډ، لندن او کېمبر ېج) پوهنتونونو له ختيځپو هانو سره ان ترجلاوطنۍ وړاندې، له لسيزو لسيزو راهيسې څانگپوهيز اړيکي پالم؛ په دغه لړکې استاد مکنزي او گرشيوېچ څو کاله وړاندې پر تلپاتې يانه ولاړل.  سيمز ويليمز او اېلفنباين کورناستي شول، او د خپل سوېسي استاد ژارژ ردار له ليدلو خو نور بې برخې شوم ،۹۸  کلن  فرانسي همکار شارل کيفر يې راته خپل تازه چاپ کړی ((په افغاني ژبوکې پدلوييونه tabous)) نومی کتاب  له رو غتونه زما د مېر منې په لاس مياشت  له مخه راواستاوه. ورپسې بل فرانسی پښتو استاد  دانيل سېتفوندهم کور ناستی شو.الماني پښتو- پارسي استاد منفرېد لورنڅ، امريکايي استاد هر برت پنزل او ( ۹۵کلن) رو سي استاد لېبيدېف ته لازيات يېبرور ژوند غواړم.

په اتاواکې  د پښتنو او کوربه ښوونکيو رحمت آريا، نسيمه وردگ او سليم سر متوال  په غوښتنه او داړوند لنگوېج سنتر په رسمي بلنه چې د دوه ورځني کار غا لي(ورکشاپ) په ترڅ کې مې خپل څانگيز لکچرونه او له کوربه ښوونکيو مې گړ نۍ ازموينه  ورپسې په تورنتو او انتريو کې د انجنير کليوال  او نورو افغا ني ليکو الو او مينه والو يوه پرتمين بنډار ته د(( پښتو اوپښتنو ژبپوهنيز تاريخ)) او ((يوې- کره ليکنۍ پښتو)) په تړاو  ويناوې مې د هماغه اوږده څانگپوهيز سفر له نه  هېرېدونکو يادونو څخه گڼل کېدای شي.

د لندن د بېکنز فيلد دورته پوځي- ژبني مرکز په بلنه د پای سېمېستر د ازمويو نکې (ممتحن) په توگه گډون، د ډنمارک، اوتريش، مونښن او مالمو په غونډوکې کې کارنده برخه اخېستنه او د بي بي سي چارواکو په غوښتنه د اړوند(( ژورنالېزم پوهنځي  لپاره د پښتو گرامري لارښود تيارول، او په همدې لړ کې يې له پښتو او پارسي څانگو، همدارنگه له المان غږ او امريکاغږ سره همېشني اړيکي پالل در واخله.

په مونښن کې د مولاناصديق فدايي او ورپسې په وياناکې د انجنير حکيم اگدري په بلنه((په هندواروپايي اوساکي- آرياني ژبوکې د پښتو دريځ)) يوې ورځنۍ څېړ نغونډې  ته ارته بيرته وينا له خپل څانگپوهيزو برياوو څخه شمېرلای شم.

په پای کې د ستو کهو لم(( قلم کلوب)) په بلنه د پارسي او پښتو مورنيو ژبو د ژب - ښوونپوهنې (لېنگو ېستيک-پيداگوژيک) سېمينار ته ليکلې څېړلې  ويناوې د نورو گډونوالو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوې....

له دې ناخبر چې ((سليم عابد)) نومي ليکوال هملته وار له مخه د دواړو ژبو لو ستليکي(درسي کتابونه) کښلي او په اړوندو کورسوکې يې پر کار اچولي دي، بې له دې چې په هغه څانگپوهيزه(مسلکي)  څېړنغونډه کې يې  راسره يو گډون هومره کړی وي او يا يې راروسته زما او نورو څانگوالو د خپروشويو ليکنو څېړ نو په رڼا کې خپل لو ستليکي د بل چاپ لپاره له سره کتلي اوسي!  له ټولو ناخوالو او بخولو سره سره بياهم  بشپړ ډېری مينه وال او بيا د چاپ او خپراوي په تړاو يې مرستې او لاسنيوي  دا ډاډ او  زړه غټاوی رابښي چې په زغرده ووايم:  هماغسې چې زوړ يوناني طب او  داوسني طب ځايناستی کېدای نه  شي، دغسې  ورته زړه ژبپوهنه او پېښاووان يې  زموږ د نوې پښتو ژبپوهنې ۴۰کلن غورځنگ هم راننگولای نه شي!

پای

- بېرته شاته