(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سمې ناسمې

راځۍ چې سمې ناسمې نکړو
نه پوهیږم چې داسم وناسم دې پښتنوپه لیکنوکې غلظۍ دې او که فردا وروریې له خپل سرڅخه راجوړوي؟که چیرې دې پښتنو په لیکلوکې راځې نوبیا خو اړین دی چې دې لیکوال نوم یادشي اودې لیکنې ځای ومهال ته یې اشاره وشي،ترڅوچې ټول پښتانه په دې غلطیوکې سره ګډ نه وي،بل داچې دې هرې وییئې – لفظ – مانا دې غونډلې له درچل یا سیاق څخه پیږندل کیږي،او نص یامتن یاغونډلې څخه یې دې باندې درست ونادرست ،سم وناسم نه پېږندل کیږې،ځکه هره ویئه ځان ته مانالري، دې بیلکۍ په توګه دالاندې سمې وناسمې که په لیکنه یا غونډله کې راوړل شي،نویوپوه وعالم لوستونکی به یې په سم وناسم پخپله سره دې وییئې دې مانا له نګاه څخه قناعت وکړي ،او که نه هرلفظ ته به دې خپلې مانا حق ورکړي لکه:

راځئ چې سم ولیکو
(راځئ) – داخو نو بیا ډیره لویه غلظي ده،درسته لیکنه (راځۍ)ده،ځکه په پښتو لاردودکې دې امرکړپه ښځینه(ۍ) سره پای کیږي.
اوه ویشتمه برخه

ناسم:کنډه،سم:کونډه

(کنډه: ټوټه،برخه/کونډه: هغه ښځه چې میړه ورڅخه مړوي – دادواړه وییئ پخپل ځان کې سمې دي، او یودې بل په ځای نشي راتللی،که وغواړوچې دې سمې وناسمې لیکنې پړه یې په چا ورواچوو،نودې هغه په لیکنه کې یې باید راوړو ترڅو چې لوستونکو وکتونکوته دې سمۍ وناسمۍ جوته وي.)

ناسم لمانځل سم نمانځل

لمانځل – دې لمانځه سرچین دی،چې عبادت دی،اونمانځل – دې نمانځې سرچین دی، چې دې مراسموپرځای کول دي، هر یو ځان ته مانا لري،اودې دواړولیکنه درسته ده.

ناسم:وه وایه سم:ووایه

وُ/وُه وایه- درست دی،ځکه په پښتوکې عربي خوځونه(پيښ)دې (وُ) په سراو یا تر(وه) څخه ورسته بې غږه ها دې لنډ (واو) منځنی اوازورکوي، چې دې غونډلې له غوښتنې سره(پیښ)یا(زور) غږول کیږي.لکه دې غوښتنې په مهال کې:
ته داشی وُوایه.
ته دا خبره وُه کړه.
که چیرې دې (هـ) غږپوره ښکاره شو،نوبیا به (و) په زورسره په سپک اوازغږول کیږي لکه:
داهغه خبره وَه چې ماپرون کړې وَه
ووایه – نادرست دی،ځکه دې دوو(واوو)او یا یو(و) ترپيښ لرونکې تورکې ورسته راشي، دروند غږورکوي لکه: ډاکو او موږداکړ کوو. نو که چیرې موږدووه(وو) له (وُوایه) سره راوړو نوبیابه له (وُوایه څخه (وووایه)جوړ شې،چې په پښتو لیک دودکې درې(ووو) پرله پوسې هیڅ جواز نلري.

ناسم:اسلام العلیکم و رحمته الله و برکاتو،
سم: السلامُُ علیکم و رحمتُ اللهِ و برکاتُه –

داخو عربي غونډله ده او دې رحمت درسته وییئه خو ( رحمة)ده ،سم اړول به یې پښتو ته – سلام او دې الله مهرباني وبرکت دې په تاسو وي. ناسم:سنگه،سم ( څنګه وسنګه – لکه پښتو وپختون دواړه درست دي، ځکه پښتو ږبه تراوسه پورې دې پښتنو دې ټولون کومه ټاکلې ږب څانګه نه لري.
ناسم:وه اوسی،سم:و اوسی

(وواوسی)او(وُه اوسی=وُاوسی)

ناسم:بخنه،سم:بخښنه

(دواړه درستې دي لکه:پښتون وپختون)

ناسم:وه نه شو،سم:ونه شو
ناسم:وه اوسم،سم:واوسم
ناسم:اصفحان،سم:اصفهان
ناسم:وای،سم:وایي
ناسم:اویلی،سم:ویلی

ناسم:ونېکی،سم:ونې کې

(دواړه درستې دي(ونېکې)

ناسم:مویئن،سم:معین

(داخو یبا عربي وییئه ده کیدای شي چې دې تورکوپه اړه ولوسره دې معین په تول سره پښتو ته ورواوړي لکه: مانا له معنی څخه،ښکلا له شکلی څخه، رحمت له رحمة څخه... موئین له معین څخه ـ خو په پښتوکې دومره خپره ونه نه لري.
ناسم:ریس،سم:رییس یا رئیس

( رییس له رئیس څخه درسته ده ځکه همزه په نبره باندې په پښتوکې په ي) باندې بدله کیږي))
ناسم:نشره وی،سم:نشروي

(په پښتوکې خپره وي ورته وایې چې په تول باندې یې نشره وي له عربي څخه رااوُښتل شوی دی،چې ترنشروی څخه درست ورته ویل کیږي

ناسم:مسله،سم:مسئله

(داهم عربي ده په پښتوکې کیدای شي چې مسله ورڅخه جوړه شي،ځکه دا ډول اړول له عربي څخه پښتوږبې ته دې ږبې دې غږدودپه لاروکې خوراډیرلیدل کیږي.

ناسم:راځیل،سم:رذیل

(داهم عربي ده په پښتوکې رځیل درسته ده.

ناسم:سقه،صقه، سم:ثقه

( سقه)درسته ده ځکه – ص،ث- په عربې غږوکې پکاراچول کیږي، په پښتوکې بنسټي غږ – س – دي.

ناسم:خکاره،سم:ښکاره
ناسم:باهر،سم:بهر
ناسم:کوسه،سم:کوڅه
ناسم:کوا،سم:کوه
ناسم:راوزه،سم:راوځه
ناسم:ګړییدل) ،سم:ګړیدل

ناسم:لدی،سم:له دې کیږي.
(له دې کیږي)

ناسم: نسیب، سم: نصیب
(پښتوکې نسیب درست دی ځکه نصیب عربي وییئه ده Ali Khan Sapi

- بېرته شاته