(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شهیدخان عبدالصمدخان اڅکزی

 

سترسالارسترشهیدخان عبدالصمدخان اڅکزی
لیک:محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکوټه
کله چي انګریزي استعمارګرانوپه کال ۱۸۹۳عیسوي کښي ټوله پښتونخواونېوله
نوپه هم دې وخت کښي دانګریزاستعمارپه ضددآزادۍ غورځنګونه په ډیرزورکښي وو
دغلامۍ په دغوشپووورځوکښي دسهیلي پښتونخواپه تحصیل ګلستان کښي خان
شهیدعبدالصمدخان اڅکزي دنورمحمدخان په کورکښي دکال۱۹۰۷دجولاي په میاشته
کښي سترګي روڼي کړې.په یوې غازي کورنۍ کښی زېـږېدوله کبله دخان شهیدپه
وینه کښي دغیرت اوغازا جذبه توده پرته وه.خان شهیدتراتم سیم پوري زده کړي
وکړې دکورنۍ حالاتوله کبله خان شهیدنه سوکولای چي وخپل تعلیم ته وده
ورکړي.خان شهیددمېووتجارت کول پېل کړې.دمېودتجارت دپاره به خان
شهیدوپنجاب اودلوي هندوستان ونوروبرخوته تلی راتلی.خان شهیدپه دې تګ راتګ
کښي څه انګریزي ژبه هم زده کړه.خان شهیدچي کله یولس کلن وونویې
دانګریزشکېلاک ګروپه ضددمکتب دلوستونکو یولاریون راوېستی وخان شهیدته هغه
وخت خپلوانواونوروډیروبدورته وویل خوخان شهیدودې ټولوته دا ځواب روکوه.چي
انګریزد زرګونومیل لیري نه راغلی دی اوپه موږه خپله واکمني کوي اوپښتانه
اونورقامونه یې غلامان کړي یو.په دې خاوره ددې خلګودواکمني حق دی.څوک چي
له پخواڅخه دلته په خپله خاوراستوګن دي.په دې خاوره دانګریزانودواکمني
کولوهیڅ حق نه جوړېـږي.خان شهیددوړکتوب نه دانګریزانو د غلامۍ په ضد
وو.خان شهید د مکتب په زمانه کښي هم دانګریزانوپه ضد کار کوی.نوکله چي په
ښه اوپه بدپوه سونوسم دلاسه یې دانګریزانوپه ضدمبارزه پېل کړه.دخان
شهیدپه ژوند کښی یوه داهسي پېښه وسوه چي خان شهیدیې دانګریزانوپه ضد
پښتنودحق دپاره ویولوي غورځنګ ته وهڅوی.هغه پېښه داوه چي کله غازي امان
الله خان وسهیلي پښتونخواته راورسېدی نوپه هغه ورځ په چمن کښي باران
اورېدای اوخټي وې په دې ځاي کښي چي کوم انګریزپوځیانووغازي امان الله خان
ته سلامي وړاندي کولادهغوپوځیانوګوټونه په خټو سو نوهندواڼویې ګوټونه په
ټوالوپاک کول داخوپه ظاهره معمولي غوندي پېښه وه خودې پېښي دخان شهیدپه
ژوندکښی ډیرلوي بدلون راوستی.
خان شهیددمحکوم افغان ملت ټولني دفرنګي استعمارپه ضدپه کال ۱۹۲۹عیسوي کښي
په سیاسي توګه هلي ځلي پېل کړې.دمحکوم پښتون دیووالۍ ملي خپلواکی داولس
خپلواکی او د دیموکر یسي دانګریزدغلامۍ څخه خلاسون دپاره په خپل غورځنګ
پېل وکړی. هم په دغه کال کښي خان شهید د دسمبرپه میاشته کښي ولاهورته
ولاړې. هلته دبهارت مهاسبهااودنوروګوندوکلنۍ غونډي کېدې په دې کښي خان
شهید دځان او د پښتونخوا وطن دپاره ډیره رڼاوموندله.دډاګټرسیف الدین اود
کاکاصنوبرحسین ویناوي یې خوښي سوې.خان شهید دکال ۱۹۳۰عیسوي په پېل کښي
دملګروپه ملتیاپه کلواوجماعتوکښي سیاسي کاراوویناوي پېل کړې.خوډیرژرخان
شهیدسره دخپل ورور عبدالسلام خان اوایوب خان اڅکزی فرنګیانوبندیان
کړل.اوجولاي ۱۹۳۰کښې د فرنګیانوتابع جرګې په امردوه کاله ډنډ(سزا)ورکول
شوه اوپه مچ بندي خانه کښې بندیان کړل سول. دیولس میاشتو د تېرولووروسته
په ۱۹۳۱کښي خوښي کړل سوځکه چي دهندسیاسي مشران لندن ته دګول میزکانفرنس
دپاره تلل ددې وړاندي دګاندهي اودهنددواي یس راې لارډارون دلوظ نامې
لاندي ټول سیاسي بندیان خوښي کول ضروري وو.خان شهیداودهغه ملګري
دیوګوندجوړولوپه هڅه کښي ووچي یوسف علي خان مګسي په ۱۹۳۲کښي په ملتان کښي
د بلوڅانویوه غونډه رابللې وه اوپه دې لړکښي وخان شهیدته یې ترټوولومړي
بلنه ورکړه.په دې وخت کښي خان شهیدډیربوخت ووهم له دې کبله ید
بلوڅانوپه دې غونډه کښي ګډون ونکړی.ددې ور وسته یوځل بیاپه هم دې کال کښي
په جیکب آباد کښي دپښتنواوبلوڅانویوګډه قامي جرګه دخان شهیدعبدالصمدخان
اڅکزی په مشري کښي وسوه. دې جرګې ډیري پرېکړی وکړې چي په کښي د ایالت
نظام حکومت بدلوولواونوی نظام راوستلوپه سهیلي پښتونخوا(برټش
بلوچستان)کښي دي پښتو ژبه تعلیمي اوسرکاري ژبه ګرځولوپرېکړي د
پښتنواوبلوڅانوقامي غورځنګو یودبل سرمرسته کولو په شان نوري پرېکړي
وسوې.په دسمبر ۱۹۳۳کښي خان شهیدپه حیدرآبادسندهـ کښي ریاست بلوچستان
کانفرنس کلنۍ غونډي مشري وکړه.له دې وروسته خان شهیدپه خالقدنیاهال کښي
ویناوکړه اوپه جنوري کښي بېرته کوټي ته راستون سونوانګریزي
استعمارګروونېوی اوبیایې ددرې کالوډنډ ورکړی . خان شهید یې په مچ بندي
خانه کښي بندي کړی اوهلته یې له ډول ډول کړاونوسره مخامخ کړی .
انګریزحکومت په ۷م جون ۱۹۳۴ کښي خان شهید له بنده څخه خلاس کړې په کال
۱۹۳۵کښي په هند کښي دولایتونودمحدوده خپلواکۍ قانون جوړسوکه څه هم
داقانون په سهیلي پښتونخوا(برټش بلوچستان)( دافغانستان څخه بېلی کړل سوي
پښتني سمي چي انګریزانوخپل دشو مو مقاصدودپاره دبلوڅوپه نامه
ونومولې)اوریاست بلو چستان (دخان قلات بلوچستان)کښي نه ووعملي سوی.کله چي
خان شهیدپه ۱۹۳۴کښي له بنده څخه خوښي کړل سونوپه هم دې کال کښي په سهیلي
پشتونخوا اوریاست بلوچستان کښي د ورځپاڼو او مطبوعاتوقانون دخان
شهیداودهغه دملګرود هلو ځلوپه ترڅ کښي رامخته سوو.خان شهید د خپلو
ملګروپه مرسته کالداري راغونډي کړې اود استقلال په نوم یې دورځپاڼي
دراېستلولپاره هڅي پېل کړې اودیوسف علي مګسي دقلمي نوم په مناسبت سره یې
سم یوپریس خلاس کړی.په هم دې کال کښي خان شهیدداستفلال ورځپاڼي په
خپرولوپېل وکړی. په کال ۱۹۳۸کښي دخان شهیداودهغه دملګرود ډیرو هلو
ځلووروسته قامي خپلواکي اودجمهوریت اود انګریزانودایستلولپاره مبارزه
کولودپاره دانجمن وطن په نامه دیوسیاسي ګوند بنسټ کښېښود.خان شهیدددې
ګوند مشروټاکل سو.دانجمن وطن د لومړي کال ترسره کېدوپه مهال دانجمن وطن
په کلنی دستوره ۱۶م ۱۷م جون ۱۹۳۹کښي په صدارتي ویناکښی خان شهیددګوندمرا
سیاست اودتنظیم په ډیرواړخورڼاواچوله.
هم په دې کال کښي باچاخان دانجمن وطن په بلنه دایالت برټش بلوچستاسهیلي
پشتونخوا) او د ریاست بلوچستان دوره وکړه.خان شهیدپه ملګرتیا باچاخان
ډیري اولسي غونډي وکړې ددورې دپاي په ورځ په نصیرآبادکښي دجمالي خاندان
په لمسون په جلسې بریدوسواومحمدآمین یې په تبرزین ټپۍ کړی.په ۱۹۳۹کښي
نړیواله جګړه پېل سوه نو انجمن وطن پرخپل بنیاددانګریزسره دمرستي نه
کولوکړن لاره خپل کړه.بیاپه ۱۹۴۲کښي چي کله کانګریس دانګریزداېستلولپاره
چي انګریزدی له هندوستان څخه وزی ناره پورته کړه نوپه دې وخت کښي خان
شهیداوباچاخان ډیرلوی غورځنګ وچلوی. په دې ترڅ کښي فرنګیانوددوي په ضد
ګامونه اوچت کړل اوخان شهیدیې بندي کړی اوپه خداي خدمتګارانویې هم ظلمونه
وکړل.انجمن وطن له کانګریس سره پردې مرسته وکړه چي دې ګوند په ګراچي کښي
په غونډه کښي دژبي پربنسټ د خپلواکه ایالتونه دجوړولولوظنامه کړې وه خو
وخت په ثبوت ورسوله چي انجمن وطن اوخداي خدمتګاریعني دپښتون قام دآزادۍ
غورځنګونه اوګوندونه چي په کانګریس کښي ګډسویعني ملاتړیې ورسره وکړی.په
دې وخت کښي دې قامي غورځنګودمحکوموافغانانودیووالۍ اوله انګریزڅخه له
هندستان څخه ځانته دخپلواکۍ ښکا ره لاره دټاکلواووخپل منزل ته
درسېدولپاره د پښتنوخپل آزادګوندوحېثېت وساتلو. د انګریزانو د تلووروسته
دپښتنوپښتونستان دانګریزانووتالۍ څټو ته دسوغات په شان ورکول سو.هم په
دغه ترڅ کښي په کال۱۹۴۷کښي په بنوکښي یوه ډیره لوي جرګه وسوه په هغه کښي
دپښتون د یوکولو او خپلواکه پښتونستان جوړولوپرېکړه وسوه چي تاریخي
بنوقراردادبلل کېـږي په ۱۹۴۸کښي د انګریزانودتلووروسته پاکستاني واکمنوسم
دلاسه خان شهیدونېوای اوبندي یې کړې اودغه شان یې باچاخان هم بندي
کړې.اوپه خېبر پښتونخواکښې دخداي خدمتګارغړي یې په ګڼ شمېربندیان کړل.
اوهم دغه شان په ۱۹۵۰کښي دمحمدایوب خان اڅکزی په مشری کښي دسهیلي
پښتونخواپه سلګو نوپښتنووآزادافغانستان ته هجرت کوای چي په توبه اڅکزۍ
کښي له پنجابي استعمارګرانوسره وجنګېد ل عبدالرحمان اڅکزی
اونورډیرننګیالي پښتانه د پنجابي استعمارګرانودبمبارله کبله شهیدان
اوټپیان سوو.دفرنګي دوخت ورکړل سوی ټوله ښاری حقوق هم ختم کړل سو.په
۱۹۵۰کښي دسهیلي پښتونخوااودریاست بلوچستان په لومړی ورځپاڼي استقلال
بندیزولګول سو.استعمارګرانوپه ۱۹۵۴ د پاکستان اسمبلی ماته کړه او خېبر
پښتونخوا،سهیلي پښتونخوا،ریاست بلوچستان،سندهـ ایالتونه یې ختم کړل
اودپنجاب دګټي دپاره یې بنګالیانوپه سیالي کښي بنګالیان په لږبدلولودپاره
یویونټ جوړکړی دغه شان یې یوخواته پښتانه،سندهیان بلوڅان ، سرایکیان بلي
خواته بنګالیان چي سرشمېرنه یې ترپنجابیانوزیاته وه دپنجاب غلامان کړل
بنګالیان ترپښتنو،سندهیانو،بلوڅانوښه سول خپل دخاوري حق یې پرځاي کړې
اوځانته یې له پنجابیانوآزادي واخېستله.خودانورقامونه لاتراوسه پوري د
پنجا بیا نوغلامان دی.خان شهید دیویونټ په ضدخپله مبار زه پېل کړه نوخان
شهید پنجابي استعمار ګرانو ونېوای.خان شهیدپه کال ۱۹۵۵کښي دورورپښتون
ګوندبنسټ کښېښوددغه یوسیاسي ګوندوو.ددې ګوند مشرخان شهیداوجنرل سیکتریې
هاشم خان غلزی وټاکل سو.پښتنودخپلواکۍ لپاره دورورپښتون کړن لاره وټاکل
سوه.
دورورپښتون مرامونه:
۱.په پاکستان کښي دننه پرله پوري دپښتنویوخپلواک ایالت دپښتونستان په
نامه جوړول اوپښتنوکښي ورورګلوي رامنځته کول.
۲.ریاست بلوچستان اوبرټش بلوچستان سهیلي پښتونخواکښي
دټولوپښتنودژوند،دین،ژبي ګزران،ذدهکړی اوروزني دپاره زیارکښل او دغسي څه
نور.....
دیویونټ په ضددورورپشتون منظم کولوسیاسي کارپېل کېدوسره سم په جولاي
۱۹۵۴کښي خان شهیدبېرته بندي کړل سو اوبیاچي کله دډاکټرخان په مشرۍ کښي
دیویونټ پلان عملي کړل سو اود لاهورداسمبلۍ دپاره تش په نامه دټول
ټاکنوتېاري پېل سونوپه جولاي ۱۹۵۵کښي خان شهیدله بند خلاس کړل
سواوبیادټاکنوپه وخت کښي بېرته د ډاکټرخان په آمرسره خان شهیددلورالاي
بوري څخه استعمارګرانوونېوی اوپه کال ۱۹۵۶کښي یې دلاهورهاي کورټ په آمرله
بنده ایله کړې په لاهورهاي کورټ کښي خان شهید دپښتونستان په هکله څه داسي
واي دپشتونستان په خاوره خپلواکه ایالت پشتونستان دپښتنوحق دی دپښتونستان
په هکله دپاکستان واکداران غلطي پروپګېنډې (خبر ي)کوي اوپښتون اولس غولوي
موږ غواړو چي په پاکستان کښي دي دننه پښتونستان یوداهسي خپلواکه وحدت
جوړکړل سي چي پرله پوري په پشتون آبادي سیموباندي خوروي داوحدت دي عدم
تشدداوآیني اوپه جمهوري لاره جوړکړل سي.خان شهید دبلوچستان دپښتنوپه باره
کښي دپښتونستان اوبلوچستان ترسرلیک لاندي لیکي...زه دبلوچستان په
پښتنوکښي زېـږېدلی یم اولوي سوی یم اود ا قدر تي خبره ده چي زماپه سیاسي
ژونداومقاصدوکښي ددوي اړتیااوستونزي وړاندي وړاندي دي ماپه سر کښي
دامحسوسه کړه چي دهغوي دحق نمایندګي او زموږدژبي بې بسي تړټولولويه وجه
دذدهکړی ناقص ډول دی پر دې چي دادوي په مورني ژبه کښي نه ورکول کېږي په
دې هکله په ۱۹۳۲کښي په جیکب آبادکښي دریاست بلوچستان کانفرنس د دې علاقې
په تاریخ کښي لومړي غونډه وه په غو نډه کښي دا قراردادمنظورکړل سوچي
ذدهکړی دي په مورنۍ ژبه کښي ورکول سي په لوي هندو ستان کښي له کانګریس
سره زمااړیکوترټولولويه وجه دکراچي قراردادووکوم چي پوره په زور تاید
وکړه چي په آزادهندوستان کښي دي دننه دژبود خودمختارایالتوضمانت ورکول
سي.خان شهید به ویل چي په برټش بلوچستان اوریاست بلوچستان کښي
داوسېدونکوپښتنوچي کومه کښاله ده ددې یواځینی حل پښتونستان دی.خان شهیدچي
کله په کال۱۹۵۶کښي له بنده خلاس سونوخان شهید اودهغه ملګرودپنجابي
استعمارګرانوپه ضد د بنګالي،سندهی،بلوڅ قامونواودپنجاب داولس دخپلواکۍ
غورځنګ ترمینځ یواتحادوسوچي د ۱۹۵۶کال په پاي کښي دټولوقامي غورځنګوله
خوانیشنل عوامي ګوندجوړکړل سوپه کوم کښي چي دخان شهیدورورپښتون
ګوند،دباچاخان خداي خدمتګار،دحیدربخش جتوي سندهـ هاري
کمېټی،دمیاافتخارالدین پنجاب آزادپاکستان ګوند،دجی ایم سیدسندهـ عوامي
محاذګونداوپه کال ۱۹۵۸کښي له بنګال څخه دمولانابهاشاني عوامي لیګ هم
دعوامي نیشنل ګوندبرخه سو.نیشنل عوامي ګونددآمرانواواستعمارګرانوپه ضد د
پښتون،بلوڅ،سندهی بنګالي اودپنجابي قامونودسیالۍ اودیویونټ دماتولواودژبي
اوثقافت پربنسټ دقامونودخپلواک ایالتودجوړولوبېراغ اوچت کړی.خوله بده
مرغه دپنجاب دګټي دپاره په ۱۹۵۶کښي آیین ختم کړل سواوپه ۸م اکتوبر
۱۹۵۸کښي دپاکستاني پوځ کمانډرایوب خان په مشری کښي مارشل لاولګوله
اولومړی واریې په نیشنل عوامي ګوندوکړې اوخان شهیدیې بندي کړې چي
ددسمبر۱۹۵۸کښي په دویمه اووهنۍ کورټ مارشل دلاری خان شهیدته دڅوارلس کالو
ډنډورکړی. دایوب خان دمارشل لاټوله موده خان شهیدپه بندي خانې کښي تېره
کړه.خان شهید دایوبي مارشل لا لومړی بندي وو کوم چي بیاد ټولو ور وسته له
بنده څخه په ۲۵م اپریل ۱۹۶۸کښي خوشي کړل سو.خان شهیددایوبي مارشل لا په
ټوله موده کښي په بندي خانې کښي وو.خان شهیدپه اپریل ۱۹۶۸کښي دبندڅخه د
خوښي کېدووروسته په لومړي ځل کوټي ته راغلی نوپه هواي ډګریې تودهرکلی
وسوکوم چي په پنجابي استعمار ګرو او دهغه په تالۍ څټوښه نه ولګېدی اوهم
له دې کبله دد وي خوبونه ورک سونوسمدلاسه یې دساینس پو هنځي دلوستونکوپه
استوګنی(هاسټل)بریدوکړې اوهلته یې لوستونکي ټپیان کړل اویولوستونکی ظریف
خان یې شهیدکړی.خان شهیددبنده خلا سېدووروسته په کورکښي نظربنده کړل سو.
په کال ۱۹۴۷کښي دپښتون قامي غورځنګ ددښمن دلاسه ماته خوړولووروسته دلومړي
ځل دپاره دا امکان پېداسوچي پښتون به له بولانه ترچتراله پور ي خپلواکه
کېږي.خوله بده مرغه نیشنل عوامي ګوندپه دوبرخوکښي ووېشل سوچي دیوې ډلي
مشري یې ارواښادولي خان کوله اودبلي ډلي مشري یې مولانابهاشاني کوله هم
ددې ترڅنګ نیشنل ګوند دپښتنومشرانوسره سم دنورقاموسره اړه
لرونکومشرانودګوندکړن لاره چي دیویونټ وروسته به ایالتونه دژبي اوثقافت
په بنسټ جوړېږي اوځپل سوی قامونوته به خپل حق ور کول کېږي څخه په
شاسو.خان شهیدپه وار وارد پښتنومشرانوته دیوکېدودپاره لېکونه ولېکل چي
داهسي مه کوی خوچادخان شهیدخبره ونه منله اویوځل یې بیادپښتنوپرسینه چاړه
تېره کړه اود پښتنوحق یې وبل چاته ورکړې.کله چي ایالتونه جوړسونوپښتانه
یوځل بیا په څلوروبروخوکښي ووېشل سوکوم خلګوچي دپښتنودحق نارې وهلې هغوپه
خپل لاس پښتانه په څلوربرخوکښي وېښلو باندي لاس لېک وکړې اوپټه خله
سواوسهیلي پښتونخوایې وبلوچستان ته اومیانوالي اواټک یې وپنجاب ته
ورکړې.اود خېبر پښتونخوادپاره یې دسرحداومنځۍ پښتونخوادپاره یې دقبایل
نوم خوښ کړې.خان شهید دپښتونستان دخپلواکۍ دپاره هلي ځلي رواني
ساتلودپاره په کال ۱۹۷۰کښي کښي دپښتونخوانیشنل عوامي ګوندپه نامه
دپښتونستان د خپلواکۍ اودپښتنوحق ترلاسه کولودپاره ګوند جوړ کړې.اوله
بولانه څخه ترچتراله پوري د پښتنود خپلواک پښتونستان دپاره یې هلي ځلي
پېل کړې. اود۱۹۷۰په ټول ټاکنوکښي خان شهید د پښتنواو بلوڅانوګډایالت
داسمبلۍ غړی وټاکل سو نوپه کال ۱۹۷۲کښي دبلوچستان اسمبلۍ لومړی غونډه
دخان شهیدپه مشری کښي وسوه په اسمبلۍ کښي دنیشنل عوامي ګوند(ولي خان ډ
لي)چي مشری یې بلوڅانو کوله دجمعیت علمااسلام سره په ګډه په حکومت
جوړولوسره سلاسواودسردارعطاالله مینګل چي اړیکی یې دنیشنل ګوند ولي خان
ډلي سره وې په مشری کښي حکومت جوړسو.خان شهید دحکومتي څوکۍ ترلاسه
کولوپرځاي په سیالي کښي کښېنا ستی اودقامي اوجمهوري کښالوپه هکله یې په
جمهوري توګه خپل دریځ وړاندي کاوی.خان شهید عبدلصمدخان اڅکزی دپښتون قوم
یوستراونه هېرېدونکی مشر ووخان شهید یو ادیب، سیاستمدار اونیک سړی وو.خان
شهید دبندد تېرولوپه مهال یو شمېراسلامي کتابونه په پښتوژبه ژباړلي
دي.خان شهیددپښتون قام دپاره کړی خدمتوله کبله یې پښتانه چي دنړۍ په
هرکونج کښي مېښت دي داوو دېرش کالووروسته هم په مینه اودرناوي سره یادوي.
اوهرکال دخان شهیددتلین ورځي په ډیره درناوي سره لمانځي.خان
شهیدداستعمارګرانوپه سازش پر۲دسمبرکال ۱۹۷۳کښي دسهارپه ۴بجوپه
دووبمبونوشهیدکړل سو.دسهارګاپه مهال د استعمار ګرانوتالۍ څټودخان شهیدپه
کوټه کښي چي په جمال الدین افغاني روډیې کوروواوپه خپله کوټې کښي وېده
ووظالمانوبمبونه وکوټې ته وروغور ځول اوخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی یې
شهید کړې.خان شهید د زرګونو کسانو او خوا خوږوپه مخ کښي په عنایت الله
کاریزګلستان کښي وخاورو ته وسپارل سو.دخان شهیددشهادت وروسته د
استعمارګرانواو دهغو د تالۍ څټو دا فکر ووچي دخان شهیدوروسته به
دآزادپښتونستان نوم څوک وانه خلي خووخت دغه ټولي خبري درواغ څرګنده کړې
خان شهیدچي کومه ونه په مځکه کښي ښخه کړې وه نن هغه ونه په یوې مېوه داری
وني بدله سوې ده. چي ددې وسیوری ته ټوله پښتون افغان اولس په تمه دی چي
ددی ونی ترسیوری لاندي به کښېنو. نن دخان شهیدنیم ارمان پوره سوه دی ونیم
وطن ته دخېبرپښتونخوانوم ورکول سوی دی پاته وطن ته به هم ډیرزرخپل نوم
پښتونخواورکول شي.په اوسني زمان کښي هرپښتون ځوان داهڅه کوي چي دخان
شهیدپه لاره ولاړسي اودخان شهید دزوي ښاغلی اوننګیالی پښتون محمودخان
اڅکزی په لشکرکښي دیوسپاهی په توګه ورګډسي او د آزادپښتونستان ترڅنګه
دګران اوآزادافغانستان دبیاودانولوکښي برخه واخلي اوپه افغانستان کښي
دګوانډي هېوادودلاس وهني په کلکه توګه مخنوي وکړی.لوي څښتن دی و شهید خان
عبدالصمدخان اڅکزی ته جنت ورپه برخه کړي اوآزادپښتونستان کوم چي دخان
شهید او باچاخان ارمان وولوي څښتن دې پوره کړی.(آمین)

Mohammad Ramazan Armani

- بېرته شاته