(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پـه وینـو کې مـزل

لیکوال: ډاکټر رحمت ربی زیـرکیار، خپلواک څیـړونکی، امریکه

Walking through blood and the killing of war prisoners

By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, USA    [email protected]

نومبر  ۲۶، ۲۰۱۲

ســریــزه

پـه افغانستان کې د جنګ اصلي اړخونه وسله وال پاڅون  او امریکه دي، نه د امریکې د اشغال زیـږنـده(د کابل رژیم)، او له همدې امله د دغه رژیم سره خبرې مناسب نه ښکاري. د امریکې د نیواک پورې په افغانستان کې د طالبانو (اوسني وسله وال پاڅون) واکمني چلیدله (سپتمبر۱۹۹۶ـ نومبر ۲۰۰۱). نه د طالبانو د واکمنۍ په مهال، نه په افغانستان کې  د امریکې د جنګ په مهال، او نه د هغې د ۱۱ کلن نیواک په اوږدو کې افغان طالبان ترهه ګران ګڼل شوي دي.  د یرغلګر او نیـواکګـر قدرت دغه ډول سیاسي سلوک په دې مانا دی چې واشنګـټـن په بــلقـوه ډول افغان وسله وال پاڅون په رسمیت پیـژندلی دی. په قطر کې د دواړو اړخونو تر منځ د خبرو پیل او جـریان ښئ چې امریکې د افغان طالبانو وسله وال خوځښت په بلـعـمـل توګه هم په رسمیت پـیژندلی دی.  د افغان وسله وال پاڅون دغه ډول حقوقي او سیاسي برلاستـیا د کابل رژیم (حامد کرزی اوشمالي ټلواله چې  اصلاً د دغه رژیم اصلي چورلیز جوړوي) دومره بوګـنـولي دي چې د خپلو جنګي جنایتونو په  خطرناکوعـواقـبو نه پوهـیـږي—خاصتاً هغه مهال چې د نیواکـګـر قدرت ملاتړ او خپل  ځایـیز قـبـیلوي میخانیک اتـبار یې بـایـلـلی وی!

د ملي پاڅون او ملي کلتور تر مـنځ تـړاو   

دا زموږ قسمت دی چې په وینو کې مزل کوو        یو قدرت چې ووهـو بیا بل وهـو بیا بل وهـو

داشعر مې څو ورځې وړاندې  د محمودخان اڅکزي په هغه وینا کې واورید چې د باچاخان په مرکز کې یې اورولې وه[ په بریښناییزه بڼـه] ۱۶ نومبر ۲۰۱۲  

د افریقې ستـر انقلابي لارښود، نامتو لیکوال او ملي مفکر امیلکار کابرال (۱۹۷۳-۱۹۲۴ز) زما د دې لیکنې په اړه یو غـټ ټکي ته ګوته نیولې ده، او هغه داچې نوموړي ملي کلتور د ملي پاڅون سره  کوشیر شوی ګڼلی دی. په بله وینا، کابرال په ملي پاڅون کې د ملي کلتور د اهمیت او  رول  په اړه زموږ سترګه ورتیا پیاوړې کړې ده. کابرال د ګـیـنا- بیـساو له خپلواکۍ نه شپـږمیاشتې وړاندې، په ۱۹۷۳ز کې د پرتګالي استعمارچیانو له خوا ووژل شو، هغسې لکه د سهیلي امریکې طبي ډاکتر، وتلی ګوریلایي جنګیالی او عسکري مفکر  ایرنیستو شیګوارا چې د امریکې د مرکزي استخبارتو په ملاتړ سمبالو بولیویايي عسکرو په ۱۹۶۷ کې اعدام کړی و.

Amilcar Cabral, National, Liberation and Culture. Speech delivered at Syracuse University in the USA, 1970.  

په امریکه کې « د مـسیچـیـوسیټ د ټکنالوجۍ اینسټیـټوټ» (مسیچیوسیټ  اینسټیـټوټ آف ټیکنالوجي) یو خورا وتلی پـوهنتون دی. د دغې علمي موسسې  یونامتو پوهاند مارک ډبلیو هـیرولډ په یوه عامه وینا کې (۲۰۱۰ز) د افغان طالبانو پاڅون ته «د ملي خپلواکۍ د خوځښـت د زیـږیدا» ( دي بَرت آف نیـشنـل لیبریشـن مومینټ) په سترګه کتلی دي. « څوک چې د بهـرني اشغال په ضــد جنګ(یـږي، ترهــه ګــران نه دی.... زه د طالبانو یا افغان پاڅـون دفـاع نه کـوم».

پـوهاند هـیرولــډ زیاتــوي  چــې:(ا) «اوس [دطالبانو]اصلي مبارزه دا ده چې اشغالـګـران وشـړي»، او (۲) «هغه درې څرګند تصویرونه پای ته ورسوي چې معـلولـیت، تـښتول او ویـره ښئ». 

Key point: the way the Americans (and later NATO) fought the Afghan resistance built a national liberation movement. People who fight a foreign occupation are not terrorists….I am not defending the Taliban or the Afghan resistance. The primary struggle now is to oust the foreign occupiers; end with three stark photos depicting maiming, abduction and fear.” (Marc W. Herold, “The American occupation of Afghanistan and the birth of a national liberation movement”. Electronic version [Global Research, September 7, 2010]. 

د جنګي اسيرانو وژنه او عـواقـب یـې

پیل به وکړم په څلور مهمو اقـتباسونو چې د موضوع سره اړخ لګوي: «مهمه نه ده چې جنګ به څومره لازم یا مشروع وي، هیڅکله داسې فکر مه کوه چې هغه به جنایت نه وي.»( په شلمه پیـړۍ کې وتلی امریکایي لیکوال او ژورنالیست ایرنیست همینګـوې چې په ۱۹۶۱ کې ځان پخپله وواژه).  رامسي کلارک یو عدالتپال، سوله دوست او جنګ – ضد  امریکایي قانون پوه دی ، د ولسمشر لیندن جانسن په پیـر کې د عـدلیې د وزارت لوي څارنوال و (۱۹۶۷-۱۹۶۹)،د بیـن المللي عمل مـرکـز یي جوړ کړی دی، او د سوله دوستو او جنګ-ضد سازمانونو په ملاتړ کې ولاړ شخصیت دی. د ا عدالت طلب او سوله طلب انسان وایي چې: « له دوهمې نړۍ والې جګړې راهیسې، خورا غټ جنایت د امریکې بهرنی سیاست دی». په نړۍ واله سویه نامتو امریکایي فیلسوف او تحلیلګـر پوهاند نوام چامسکي ویلي دي چې: «د قدرتمندانو لپاره جنایتــونه هغــه څه دي چې نــور خــلک یې کــوي». پــه امــریکه کې د مستنــدو فــلمونو جـوړونکی چـارلس کـګیـنـهایم(۲۰۰۲-۱۹۲۴)  وایي چې:  «له دې امله چې یو امریکایي اسیر د تیـښتې په مهال ویشتل شوی و، د جنګي جنایت محکمه جوړه شوې وه.  واضحاً هغه بیر ته نیول شوی و او ویشتل شوی و، او دغه عمل د جینوا د تړون سره په ټکرکې راغی » .

په دې وروستیو کې  د کابل د لاسپـوڅي رژیم مشر حامد کرزي د جنګي زندانیانو په دارکولو کې نوم ویستلی دی. د وسله وال پاڅون سره د خبرواترو د زمینې د برابرولو په مسیـر کې  د لازم روغ نیت  د ښودلوپه ځای یې افغان طالب جنګي زندانیان په دار کړل، بې له دې چې دیته یې پام کړی وي چې دغه عمل پخپله د جنګ جنایت دی!

د سولې د تنکي بهیر په ضد د جنګي زندانیانو د اعدام  پریکړه  په کومه موخه راچاپـیره  ده؟  په دغه پریکړه کې  د کابل د ادارې جګړه ماران ( حامد کرزی او شمالي ټلواله د هغه د رژیم د چورلیز په حیث) د جنګي زندانیانو د اعدام په پریکړه کې ګډون لري. دغه شان نړۍ واله نظامي ټلواله او د کابل د رژیم جګړه ماران د اعدام په پریکړه کې ګډون لري ځکه چې ذکرشوي نړۍ والې ټلوالې لاتر اوسه ځان له دې نه لرې ساتلی دی چې  ذکر شوي اعـدامونه د یـوې اعلا میې له لارې وغـندي. داچې افغان وسله وال پاڅون  د کابل ګوډاګي رژیم د دې وړ نه دی ګڼلی چې د سولې په اکله  ورسره نیغې خبرې وکړي، د امریکې نازولې اود ایران سره هم کلتورې او قسمتا َهـم مذهـبې شمالي ټلوالې به د سیاسي اعدامونو په پریکړه او اجرا کې کواند رول لوبولی وي. امریکه  د  خپلو ګوډاګیانو د دغو جنګي جنایتونو له لارې هڅه کوي چې د افغان وسله وال پاڅون په دریځ کې بدلون راولي اود  قطر په خبرواترو کې افغان  طالبان انعـطاف  ته اړکړي.

نړۍ وال نظامي اتلاف په دې پوهیـږي  چې افغانستان  یې د خپل اشغال په حالت کې ساتلی دی. د اشغال په حالت کې د افغانستان د دولت واک (صلاحیت = اَوتاریـټـي) په بهرني ځواک پورې تړلی ده او په واقعیت کې د اشغال شوی هیواد رژیم د بهرني ځواک د یوه لوښي حیثیت لري ! له دې امله   د جنګي اسیرانو د اعدام په جنګي جنایت کې  نه یواځې د کابل رژیم او د دغه رژیم چورلـیز (شمالي ټلواله)  مسـو لیت لري، بلکې د اشغالګر ځواک مسولیت لا ډير غټ دی ځکه چې هلته د واک خاوند دی.  د افغان وسله وال پاڅون دجنګي اسیرانو اعدامول نه یواځې دا چې ذاتاً  جنګي جنایت دی، بلکې دغه جنایي عمل د  افغانستان د نا اهله زوزات او د اشغالګر ځواک د روحي،سیاسي اخلاقي او عسکري ماتې زیرې منعکسوي. د کابل جګړه ماران باید په دې پوه شي چې بهـرنی ځواک تل تر تله په افغانستان کې نه شي پاتی کیدلی. او ستاسې جنګي جنایتونه  به د غـچ اخیستنې ورشو برابره کړي.  هیله ده چې نړۍ وال ضمیر به د ګوډاګي رژیم او د اشغالګـر ځواک جنګي جنایتونو ته پاملرنه وکړي. پای

- بېرته شاته