(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنوټولنیز ولسولیزګـوند بنسټیزې موخې

د لوي او بخښونکې څښتن په نامه
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګـوند د بنسټیزو موخو (هدفونو) لـنـډه  پیژند ګلـو
لا بــــــه یو کـیــږو    ګـنـي ورکـیـږو

ددې پروګرام موخه (مقصد/هدف) دا دی، چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon SocialDemocratic Party  (PSDP)   غړي، مینه وال اوپلویان د ګونــد په موخو ( اهدافو) پوهه  شي . 

دا بنسټيزي موخې  (هدفونه) په تفصیل سره نه دي بیان  شوی، بلکه د هیواد او سیمې  دروانو حالاتو د غوښتنو سره سم د ګوند د ځینو  موخو لنډیز دی.
که د پښتونخوا کړکېښ/پېښلیک ( تاریخ ) ته ژور نظر واچوؤ، نو وبه وینو چې د پښتنو په خاوره  په بېلابېلو  وختونو کې د ښکېلاکي تیري کوونکو په وړانــدې (مقابل کې) قامي، ملي ازادي بخښونکي غورځنګونه منځ ته راغلي دي .
 د انګریزي ښکیلاکي (غاصب) ځواک په وړاندې دپښتنو دستر مشر خان عبدالغفار خان (فخر افغان   باچاخان ) په مشرۍ د پښتنو د قامي ازادۍ د بې تاوه پاڅون (عدم تشدد) خدائي خدمتګارو غورځنګ  په 1929ع کال کې منځ ته راغی ، چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)  ددې  قامي غورځنګ یوه برخه د ه.
په بره پښتونخوا د روسي پوځونو د یرغل وروسته ددې غورځنګ یو شمیر پلویانو د یو داسي ګوند د جوړیدو اړتېا (ضرورت)  ولید،  چې په بنسټي، ریښتینې (حقیقي) ولسولۍ، په پښتني عنعنه او ټولنیز عدالت  ولاړ وي . 
د اوږدې تیارۍ، هڅو او یو بل سره  د اړیکو (تماسونو) وروسته د 1981ع کال  د جنورۍ  په لومړۍ نیټه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د جوړیدو پرېکړه وشوه او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري تر مشرۍ لاندي یوې جرګه ګۍ ته چې مهم سړیتوبونه (شخصیتونه) ئي ښاغلی علي خان مسېد(محسود) ، ښاغلی لیاقت وطنپال او ارواښاد قدوس تندر ؤ، دا دنده وسپارل شوه  چې د ګوند بنسټیزه (منشور/ ائین) ولیکي .  

د ګوند بنسټیزه د هیواد دننه او  بهر د پښتنو د ملي (قامي) ازادۍ بخښونکي غورځنګ د پلویانو له خوا تائید او د1981کال د فبرورۍ د میاشتی په 27مه نیټه په یوه بنسټیزه غونډه کې ومنل شوه او د ګوند جوړیدل  رسماٌ‌‌ اعلان  شول.
 د ټولو پښتنو د یووالي او خپلواکۍ ( ازادۍ) د ګوند په توګه  پکې د لرې او برې پښتونخوا (لوې افغانستان) پښتانه  د ارواښاد  ډاکتر کبیر ستوري  تر مشرۍ لاندي په یوه ټغر راټول شول او په ګوند کې  د پښتنو  یووالي په عمل کې پلي شو.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندSozialdemokratische Partei der Paschtunen (PSDP)  چې د پښتنو  رسالت  ورپغاړه  دی،   د ټولو پښتنو ګډ کور او شریک ملي (قامي) سنګر دی چې، د پښتنو د قامي شعور او احساس د رابیدارولو، د ولسولۍ  په  چوکاټ کې د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو، سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ او قامي وحدت   لپاره  بې له ستومانتیا او ستړتیا، د پښتني دود، دستور، رسم  رواج, عنعني او د پښتونولۍ  د ارونو(اصولو) سره سم مبارزه او هلي ځلي کوي, چې د خپل بنسټ راایسي  په دې لاره کې د ډیرو تودو، سړو، ربړو، ستونزو، کړاونو او د سختو ازموینو سره مخ شوی ، خو خپله ډیوه ئي بله او روښانه ساتلی ده . دغه راز د هیواد دننه او بهر ځیني کولتوري ټولنې سیاسي او غیرسیاسي خوځښتونه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پیداوار(تولید), لاسته راوړنه او ثمره هم ده .
پښتانه ټول د یو وجود حیثیت لري، د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند (PSDP) په دې پوره یقین او باور لري چې ترڅو پوري پښتنو خپل قامي پیژند (تشخص) نه  وي  پیداکړی، تر هغې  پورې  د دوۍ ټولنیزي  (اجتماعي) ربړي ( مسئلي) نه شي حل کیدلی او هیڅ یو پښتون د پت، عزت ، درناوي او سرلوړۍ مقام موندلی  نه شي .
بنسټيز (بنیادي) ارزښتونه :
1ـ  پښتونولي، ټولنولي او ولسولي د پښتنو ټولنیز ولسولیزګوند (PSDP) تاداو او بنسټ جوړوي .
2ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیزګوند (PSDP) رسمي ژبه پښتو ده .
3ـ  د ډیموکراتیکو نړیوالو نورمونو سره سم به د هیواد د ستر ډیره کې ولس ژبه د هیواد رسمي (سرکاري) ، ملي, دوتري (دفتري) او د منځنیو او لوړو زده کړو  ژبه وي .
4ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د هیواد د میشتو لږه کیو ورونو قومونو د مورنیو  ژبو د پرمختګ او ودې لپاره لازم  ګامونه اخلي.
5ـ  پښتانه په سيمه کې يو سوله خوښوونکې پر امنه ستر ځواک دى، سيمي ته ثبات (ټیکاو) او امنيت بخښي، پرته د پښتنو د قامي وحدت، سوکالۍ او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالې نه شي راتلاى، نو د امن، سولې او ثبات د راوستلو په پار (خاطر) د پښتنو ټولنیز ولسولیز  ګوند (PSDP) د سوله ایزې مبارزې (پر امن جدوجهد) له لاري  د پښتنو د قامي یووالي (وحدت) او نزدیوالي لپاره مبارزه او هلي ځلي کوي او د پښتنو قامي وحدت ئې د بي تاوه پاڅون (عدم تشدد) له لاري ستره دنده، بنسټيز مرام، موخه او غوښتنه   ده .
6ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د پښتنو د قامي ازادۍ د عدم تشدد د خدائي خدمتګارو د غورځنګ  په پاېله (نتیجه) کې د نورو منځ  ته راغلو قامي ګوندونو، غورځنګونو، سیاسي او غیر سیاسي ډلو، ټپلو او ټولنو سره نظریاتي یووالی اونژدې اړیکي لري او ددوۍ  له غږسره ئې تل خپل غږ مل کړی دی
7ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د خپلو ټولو ملي (قامي)، سیاسي او ولسي مشرانو سرښندنې، مبارزي (جدوحهد) او قربانیو ته پوره ارزښت  ورکوي او ټولو ته یوشان درناوی لري.
8ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د نوامبر دولسمه نېټه د پښتنو د يووالي د ورځي په نامه نومولي او  له ۱۹۹۳ع کال د نوامبر د دولسمې نیټې راایسې د پښتنو د یوالي ورځ  هر کال په بیلابیلو بڼو کې لمانځي.
9-  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د خپل سپیڅلي (مقدس) دین اسلام  د پرمختګ او ټینګښت لپاره هلي ځلي کوي او د نورو دیني عقیدو او ازادۍ ته په درنه سترګه ګوري، د هغوۍ د دیني حقوقو د خوندي ساتلو او د هغوۍ سره د وړ چال چلن پلوی کوي .
10ـ   ژوند د لوي خدای ج له لوري په خپل مخلوق  لورینه ده. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د انسانانو  ژوند، انساني کرامت او درناوي ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوي او غواړي, چې هیڅوک په غیر انساني توګه جسماني او ساوال ( نفسي/ روحي) ونه ځورول شي  او د ژوند په ټولو چارو کې برابر/یوشان (مساوي) حق ولري.
11ـ ازادي د انسان پیدایښتي، طبعي او فطري حق دی.  د فکر، نظر، وینا، لیکنو، سوله اېزو لاریونونو (مظاهرو)، پرلتونو, جلسو او اعتصاب (اړتال/Strike) ازادي پرته له رنګ، نسل، ښځې او نر د برترۍ​(امتیاز) څخه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) غوښتنه ده.
12ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د یوې داسې ټولني د جوړولو هڅه کوي, چې هر څوک پکې په خپله خوښه , خپلواکه (ازادانه ) توګه خپل سړیتوب (شخصیت) ته وده ورکوي او د انسانانو په  چوپړ(خدمت ) کې د ټولنې په سیاسي، اقتصادي او کولتوري ( ثقافتي) ژوند او چارو  کې برخه اخلي .
13ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) هر ډول امیرولي ( ډیکتاتوري) مطلقه ټولواک او یو ګوندیز حاکمیت نه مني, چې د انسانانو ازادي او حقوق له مینځه وړي . د ولسولۍ(ډیموکراسۍ/جمهوریت) دټینګښت  لپاره د داسي یو عادلانه حکومت جوړول غواړي، چې د ټولو میشتو ورونو قومونو حقوق پکې د دوئ د شمیر (نفوس) په اندازه خوندي شوي وي
14ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د سوسيال ډيموکراتانو، ټولنیزو ولسولیزو ګوندونو، ډلو، ټپلو او ټولنو سره په ګډو موخو (هدفونو/مقاصدو) او ګډو ټکو په بېلابېلو برخو کې په بېلابېلو بڼو د ګډ کار لپاره هڅه کوي.
 15ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په نړیواله ټولنه کې د هیواد لپاره د وړځای د ټاکنې ، د نړۍ د امن دوسته قوتونو، او د ګاونډيو هیوادونو سره د دوه اړخېز (متقابل ) احترام، ښه ګاونډیتوب او د حقوقو د برابرۍ پر بنسټ  په اقتصادي، سیاسي، کولتوري او دژوند په نورو برخو کې د نژدي  ملګرتیا او ښو اړیکو هڅه کوي.
 16ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) په نړیوال اقتصادي بازار کې د نړۍ اوسیمي ( منطقي) له هغه قامونو سره چې زمونږ هیواد ورسره ګډي ګټي لري, د سیمه ایز(منطقوي) اقتصادي اتحاد په بېلابېلو  بڼو د ګډ کار لپاره لاري چاري برابروي .
17ـ ژبه د قامي پیژند(تشخص) نښه او په انساني ژوند کې مهم رول لوبوي . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د خپلې ژبي، کولتور(ثقافت/تهذیب)، هنر او ادب  وده پیاوړتیا او پرمختګ خپله بنسټيزه دنده (وظیفه) ګڼي  او په دې لاره کې نه ستومانه کیدونکي هر اړخیزې هلي ځلي کو ي.  
18ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)  غواړي چې  د دولت (سټیټ) درېواړه ځواکونه (قوې) قانون جوړونکې، اجرائیه او عدلیه د پښتونولۍ پر بنسټ ولاړي وي او د پښتنو د جرګو پریکړي رسمي خوي پیداکړي.
19ـ پوهنه، زده کړه، ښوونه او روزنه د هیواد د هر اوسیدونکي بنسټي  (بنیادي) حق دی .
20ـ دلسم (10) ټولګي پوري زده کړه د هیواد په ټولو وګړو خامخا (جبري ) ده او د لوړو زده کړو تر بشپړیدو پوری به ئي  چارې او لګښت د حکومت (دولت/سټیټ )  په غاړه وي.
21ـ  پوهنه باید چې هر چا ته ددې شونتېا  (امکان)  ورکړي, چې خپل استعداد او پوهې  ته پرته له کوم خنډ څخه وده ورکړي او د ټولني د اړتیا او د خپل ‌ذوق، استعداد، قابلیت سره سم په خپله خوښه خپل مسلک، کسب، شغل، څانګه او د لوړو زده کړو ډول او بڼه  وټاکي.
 22ـ  په پوهنه کې ډیره پاملرنه مسلکي ښوونځیو او زده کړې ته پکار ده ځکه چې د یوې خوا د مسلکي زده کړې په واسطه وطن ابادیدلی شي او د بلې خوا هر سړی په خپلو پښو ودریدلی شي .
 23ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د هیواد د سمسورتیا، د ولس او ټولنې د ښه پرمختګ، لوړتیا، وړتیا، نیکمرغۍ او هوسایني  په خاطر ځوان کول (نسل)  لپاره چې د هیواد د هر اړخیز پرمختګ او راتلونکې غوره اوغښتلی ځواک دی، د سالمي، روزنې او ښوني لپاره ډاډمن شرایط  او د نړۍ د نوي پرمختللي ټیکنالوجۍ څخه په ګټه  اخستنه لازمي اسانتیاوي برابروي .
24  ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) به د هیواد په ګوټ ګوټ کې دپوهنیزو (علمي)، څیړنیزو، مالوماتي مرکزونو، کتابتونونو، لومړنيو، منځنيو، عالي، مسلکي (کسبي)، تخنیکي ښوونځیو، علمي موسئسو او انستیتونونو د جوړولو او پراختیا لپاره کوټلې ګامونه اخلي.
25ـ پوهنیزي (علمي) څیړني به دولت (سټیټ )غښتلې کوي او نتیجي به ئې دولس (عوامو) په چوپړ(خدمت) او د ټولنې په وده کې پکار راولي.
26ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د بېسوادۍ د منځه وړلو او د هیواد په بیرته پاتي او جنګ ځپلو سیمو کې د یوځانګړي پروګرام او پلان لاندي د پرمختللې ساینس او ټیکنالوژۍ نه په ګټه اخستنه  د ښوونیزو - روزنیزو مرګزونو، ښونځیو او پوهنتونونو جوړول خپله دنده ګڼي
27ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د ښځو زده کړې ته ځانګړې پاملرنه کوي، تر څو د هیواد په ابادۍ او دژوند په هره برخه کې فعاله ونډه واخلي.
28ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د صنایعو د پراختیا، د تولیداو پیداوار د ودې او د خلکو د ژوند د سطحي (کچې) د لوړتیا او ښه والي  لپاره اغیزمن پروګرامونه جوړوي .
29ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) کورني او نړیوال پانګه وال (سرمایه دار) او سوداګر دې ته  هڅوي چې په هیواد کې پانګوونه وکړي. حکومت ( دولت / سټیټ ) به د دوۍ د پانګو د ساتلو ضمانت و رکوي.
30ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) به پیداوار، تولیدي وسایل،  اقتصاد او خصوصي ملکېت  داسې تقویه کوي, چې د یوې خواد کار ځایونه پیدا شي او د بلې خوا هیواد  صنعتي وګرځي، صنعت به په ټول هیواد کې خور او ور وي او مرکزي بڼه به نه لري .
31ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د هیواد ملي شتمنیو، عامه او ولسي ملکېت لکه غرونو، ځنګلونو او په ځنګلونو کې د حیواناتو، دښتو، د ځمکې لاندي طبعي زیرمو، کانونو (معدنیاتو) او لرغونو (پخوانیو) تاریخي اثارو څیړنه، پلټنه، ژغورنه، ساتنه او څارنه کوي.
32ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) به دملي شتمنیو پراختیا، خوندیوالې ، ښه والې او د سم او مناسب استعمال او ددې څخه دفني او سمې  ګټې (استفادې) اخستنې لپاره لازمي لارې چارې لټوي.                            
33 ـ   کار د هیواد د هر اوسیدونکې حق دی . دولت (سټیټ ) به د کار د پیدا کولو لپاره کوټلي ګامونه اخلي. جبري کار او په ماشومانو کار منع دی او هغه چا ته چې کار نه پیدا کېږي او یا د کار کولو وس  او توان نه لري, د دولت (سټیټ) له خوا به دومره مرسته ورسره کېږي, چې ګوزاره  پـــرې وکړي .
34 ـ  دولت (سټیټ ) به له بې وزله او زړو کسانو، بې سرپرسته میرمنو، یتیمانو اوبېکوره وګړو سره   لازمه  مرسته کوي .
35 ـ   د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د ټولنیز امن او د ژوندانه د هر ډول شرائطو د ښه کولو، د هیوادوالو د لومړنیو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو او د غربت د کمولو او ختمولو لپاره خپلې ټولې وسیلې په کار اچوي .
36ـ   زمونږ د ولس  ډیره کئ  برخه د کرکېلي ،څارویو او مالدارۍ څخه ژوند کوي. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) زراعت، مالدارۍ او د کرنې  ودې او پرمختیا/پراختېا  ته ځانګړی  پاملرنه کوی. کرنې او مالدارۍ ته د ودې ورکولو په خاطر به بزګرانو، دهقانانو او مالدارانو ته د پرمخ تللې زراعتي ټیکنالوژۍ ته دلاس رسي،  د اصلاح شویو تخمونو  او نورو اړینو (ضروري) مرستو لپاره لازمي اسانتیاوي  برابروي . 
37ـ   د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د کوچیانو د ښوونې او روزنې او د ژوند د هراړخیزو شرایطو د ښه کولو او لازمو ځایونو کې د میشته کېدو لپاره اغیزمن  ګامونه اخلي.
38ـ بریښنا( برق /بجلئ) د هیواد د پرمختیا د لومړنیو اړتېاوو (ضروریاتو) څخه ده, د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) به د هیواد په ټولو سیندونو د ځانګړیو پروګرامونو  او پروژو له لاری د بریښنا ( برق /بجلئ) بندونه ( ډیمونه) جوړوي، چې له یوې خوا هیوادوالو ته   بریښنا (برق/بجلې) ورسیږي، او له بلې خوا کارخانې فعالي او د کار ځایونه پیدا شي.
 39ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) به د رودونو، ویالو، نیرونو، ژورو څاګانو (ټیوب ویلونو) او کاریزونو د جوړوني لپاره لازمي لاري چاري برابروي، ترڅو د هیواد ډاګونه, للمي او ټولي شاړې ځمکي خړوبي، سمسوری  او زرغوني شي. د هیواد پیداوار(تولید) به زیات  او ولس به په خپلو خپو دریدلای شي.                              
40ـ پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) دخپل ولس روغتیا (صحت) او د چاپیریال  پاک ساتنې ته تر هرڅه دمخه کلکه پاملرنه کوي . د چاپیریال، د څښاک د اوبو، دویالو، رودونو، سیندونو، پارکونو، باغونو پاک ساتلو او د ناروغیو او د ناوغیو د خپرېدو د مخ نیوي  او وړیا درملني (علاج) لپاره کوټلې ګامونه اخلي.
41ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) به د غټو ښارونو سربیره په ټولو ولسوالیو  (ضلعو)، کلیو او بانډو کې روغتونونه (هسپتالونه)، رغونځي (کلینیکونه) او روغتیائي مرکزونه جوړوي  او د روغتیا بیمي   (Health Insurance System)سیستم به رواجوي .
42ـ  کورنۍ د ټولني بنسټ جوړوي. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د مور او ماشوم روغتیا (صحت)، روغي (سالمي) روزني او پالني ته ځانګړې  او ژوره پاملرنه کوي.
43ـ رسنۍ (میډیا)، ورځپاڼي، خپرونی، مطبوعات، راډیو، تلویزون، تیاتر (ډرامه)، ډله اېزي، بریښناېزي اولیکلي رسنۍ، پریس او فلمونه به د ټولني د دود، دستور، رسم او رواج سره سم  خپلي چاري پر مخ بیائي او د ولسولۍ (ډیموکراسۍ) د اصولو سره سم به د هیواد په ملي  ژبه وي. د لږه کېو  قومونو په مورنیو ژبو به هم خپروني کېږي

 44ـ مخابرات (مواصلات/کمیونیکیشن) بې سیم او نړیوال جال (انټرنټ) د هیواد د هراړخیزې پرمختیا لپاره اړین (ضروري) دی . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) به نړیواله  پرمختللي ټیکنالوژۍ (کمیونیکیشن او انټرنټ) د هیواد ګوټ، ګوټ ته رسوي .
45ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیزګوند(PSDP) دجګړې له امله د پښتنو د ویجاړو شوو سیمو او ځایونو بیارغونې ته لومړیتوب ورکوي.
46ـ د پښتنو ټاټوبي د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو تیري کوونکو د جنګ ډګر ګرځیدلی دی, چې تر ټولو زیات  ئي قبائیلي سیمي زیانمني کړي دي. د همدې غمیزو او ناورینونو له امله قبائیل د اقتصادي، پوهنیزو (علمي)، کولتوري ،سیاسي، ټولنیزو، او د ژوند د پرمختیا د ډیرو اړینو برخو څخه بي برخي او روسته پاتې شوي دي. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) به د قبائیلو د پرمختیا (ترقۍ) لپاره کوټلي پروګرامونه او پلانونه جوړوي، د دوۍ د هر اړخیزې پرمختیا لپاره  به خپلي ټولي وسیلي په کار اچوي.
47ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د مسلکي ښوونکو،  پروفیسرانو او متخصیصینو روزنه  چې دپښتون قوم د بیدارۍ لپاره ډیره  ضروری ده خپله دنده (وظیفه) ګڼي.   
48ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) دهیواد د ابادۍ ، د ښارونو او دکلیو د پراختیا لپاره د لویو لارو، سرکونو، د ریل ګاډی د پټلۍ, کوڅو، کورونو، پلونو او د ویالو او د ویالو د بندونو جوړولو لپاره کوټلې پلپ (عملي) ګامونه  اخلي.  د کور جوړونې په وخت کې ئې روغتیائي اړخونه، د څښاک  پاکې اوبه او دغه راز کانالونه (کانالیزیشن)، پارکونه، وړکتونونه، د بدني  روزني لوبغالي او باغونه په نظر کې نیسي.              
49ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د ملګرو ملتونو د موسئسې ( اقوام متحده ) د منشور او دانساني حقوقو د اعلامیي او د ټولو اولسونو د خود ارادیت او خپلواکۍ د حق دفاع او ملاتړکوي، زبیښاک (استعمار) او ښکیلاک (استسمار) په کلکه  غندي .
50ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د خپلو  ملي ګټو دفاع ، د ولس  ساتني  او امنیت ته لومړیتوب ورکوي.
51ـ  د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ، خپلواکۍ (ازادۍ)، دفاع او ساتنه د هیواد د هر وګړي دنده او دوسله وال پوځ   زمه واري ده. ملي او محلي (ځائی/سیمه ایز/Local)  پولیس (څارندوي)  د هیواد د امن ، عامه نظم او د ولس د چوپړ(خدمت) دنده او زمه واري په غاړه لري.
52ـ قاضیان، څارنوالان، د امنیتي ځواکونو، د څارندویانو (پولیسو) او د وسله وال پوځ  چارواکې (افسران) چې تر څو په خپله دنده  بوخت وي په سیاست کې  به برخه نه اخلي.
53ـ وسله وال پوځ او لښکر به خامخا د ملي جرګي (قامي اسمبلۍ) د کنترول او د حکومت (دولت /سټیټ)  د لاس لاندې وي .
54ـ د هیواد سټیټ/دولت به ډیموکراټیک (جمهوری/ولسولیز) وي. عدالت ( انصاف) او د قانون  برلاسی به پلې وي.     

ستره مـحکـمـه  به د حکومت څخه جدا او خپلواکه وي .
55ـ   عدليه او ستره محکمه به بې له رنګ، نسل، ژبې او قوم څخه د  ټولو هیواد والو سره یو شان انصاف کوي
56ـ د دولت (سټیټ) واک به دولس په لاس کې وي, چې په سیده (مستقیم) ډول ئې پخپله او یا د خپلو استازو له لاري پلی (عملي) کوي. 

دولت به یوه ولسي جرګه (قومي اسمبلۍ ) او بله د مشرانو جرګه (سینټ/سنا ) لري او د جغرافیائې او اداري اسانتیاوو له مخي به په ولایتونو (سوبو) لویو ولسوالیو (ضلعو) او ولسوالیو (تحصیلونو) ویشل شويوي .

هر  ولایت (سوبه) به ولایتي جرګه (سوبائی اسمبلۍ) لري .  لوي ولسوالۍ (ضلعي) او ولسوالۍ (تحصیلونه) به هم خپلې خپلې جرګي لري، چې داجرګي به د هیواد د نفوس په انډول د ولسولۍ ( ډیموکراسۍ)   په چوکاټ  کې دډیرو ګوندونوله لاري دازادواو سیده  ټاکنو (انتخاباتو) په واسطه ټاکل کېږي.
57ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) به په پښتنو کې له پخوا څخه موجود ټولنیز او دودیز بنسټونه چې د ډیرو سیاسي او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئې نیولي وه او په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو سیاسي او مذهبي جنګي ډلو , ټپلو او حکومتونو له خوا زیانمن شوي، بیرته فعال او تقویه کوي .
58ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د پښتنو په لوې  ټاټوبي کې پرته  له پاسپورته ، بې له تپوسه د ټولو پښتنو په ازاد تګ راتګ او ازاده سوداګرۍ (تجارت) او په خپله خاوره کې په خپله خوښه په هرځای کې د اوسیدو د حق لپاره مبارزه کوي .                         .            
59ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په هیواد کې  د پښتون وژنې ، ولس وژنې  او ورور وژنې او ددې ناورین ( غمیزې) څخه د خلاصون په خاطر د لرې او برې پښتونخوا نه د پښتونولۍ د ارزښتونو پر بنسټ  یوه واکمنه (باصلاحیته) قومي ریښتیني دودیزه جرګه  چې  په حقیقت کې د پښتون قوم  استازیتوب  (نماینده ګي)  وکړي  رابلي،  ترڅو  د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبي لارې چارې ولټوي او روان ناورین او جـــګړي ته د سیمه ایزو او نړیوالو سوله خوښوونکو (امن دوسته) او انسان دوسته   قوتونو په ملاتړ دپای ټکی کېږدي.
November  2012
********

ای دمــــــرغۍ غښتلیو راشۍ
          په ننګ ولاړ د پښتونخواشۍ
په کلې کور باندې مغل راغی   
      هــــم په غزني هم په کابل راغی
هوتک بابا
 704هجري
-------------------------
نوره  واړه پښتونخوا په ځائي  پرته  ده
 دایو زه دې زمـانـې پکې  منصورکړم   
     (خوشال بابا)    
 

هر چې ښه د پښتونخوا دی دا یې حال دی

هغو  بدو   ته   به  څوک   وایي  سړي  دي

خوشال خټک       
.....................      

درست  پښتون له  کـندهاره  تر اټکه                              
  سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار          
       (خوشال بابا)      
                               
   ------------------------------          
لكه  شعر دى د دۀ  په  پښتونخوا  كې                                                          
بل به كم وي په دا وخت د افغان شـعر
 (رحمن بابا) 
      

لکه  شعر دی،  دده په پښتونخوا کښې

بل به کم وي، په دا وخت د افغان شعر

پیر محمد کاکړ ( 1196هجري)

 

پښتونخوا ښکلي زلمي، چې ځغلي هند ته

نو اغلیه پېغلې کاندې اتڼونه

ښکارندوۍ ( 580هجر) د شهاب الدین غوري د دربار شاعر

 -------------------------                    

     دډیـلي تخت  هیرومه  چې رایاد  کـــړم                                                                     
                                           زما د ښکلې پښتونخواد غرو سرونه
(احمدشاه بابا)

  زما باور دی، چې دا تالاوالا پښتون به ارومرو خپل قامي وحدت ګټي، ددغه وحدت شکل به څه جوړیږي، دافیصله به وخت کوی.
( محمدافضل خان لالا)

- بېرته شاته