(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جنګی بندیانو اعدام

د سولی په وړاندی د دشمنی دريځ

ډوکتور محمد عثمان تره کی

د کابل د اداری جګړه ماران ، د وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو په درشل کی د دی په بدل چه د حسن نیت په توګه د طالبانو یو شمیر زندانیان خوشی کړی ، برخلاف د دوی د اعدام پریکړه وکړه.

  غټ سوال دا دی چه د کابل اداره ولی په دغسی حال او احوال کی چه د سولی پروسه له سره پیل شوی ، د اعدامونو لړی تر لاس لاندی نیولی ؟

دلته د جنګی اسیرانو نه د سیاسی لاسوند ( افزار ) په ډول کار اخیستل موضوع مطرح ده . پدی معنی چه :

ــ مقاومت دیته حاضر نشو چه د کابل د اداری سره په نیغه خبری وکړی. شمالی ټلوالی د حکومت د سروال  په حیث د مقاومت نه د غچ اخیستنی په یوه نا ځوانمردانه دریز  په بنسټ باندی د مخالفینو په اعدام لاس پوری کړ.

د ژنو دریم کانوانسیون د جنګی اسیر اعدامول او د هغی نه غچ اخیستنه ( ۱۰۰ ماده ) جنګی جنایت شمیری.

ــ  په هغه مذاکراتو باندی چه د سولی په اړه په قطر کی  جریان لری، سیاسی فشار راوستل د مخالفینو د اعدام بل لامل ګنلی شو . بهرنیان غواړی د دی لاری مخالفینو ته پیغام ورولیږی چه  که په خبرو کی  انعطاف نښودل شی ، بهرنی ستراتژیستان د جګړی د دوام په مقصد مذاکراتو  ته د پای تکی کیږدی . د کابل د اداری جګړه ماران هم په ناقراری ، دغی شیبی ته انتظار باسی.

مهمه خبره دا ده چه د جنګی اسیر نه د سیاسی موخو د پاره ګته پورته کول د جګړی د قوانینو نه سرغړونه ده .

په هر حال ! د وسله والو مخالفینو د اعدام په اړه  نړیوال نظامی ائتلاف ( ن، ن، ا ) او د کابل اداره ګد دریز لری : ( ن، ن، ا ) اوسنی  سیاسی اعدامونه  د یوه  اعلامیی د لاری، ندی غندلی .

موږ د کابل حکومت د جګړه مارانو نه د عدالت او حقونو د موازینو د درناوی تمه نلرو . دوی د مخالفینو د اعدام د لاری بلی لوری ته د انتحاری برید او جګړی انګیزه ورپه برخه کوی تر څو چه د جګړی اور وساتل شی .  خو د ( ن، ن، ا ) نه دا غوښتنه لرو چه په عمل کی افغانانو ته وښئی  چه دوی واقعآ  سولی او عدالت اصولو  ته باور لری او دیموکراسی او قانون واکمنی ته ژمن   دی . که نه د مقاومت د جګړی حقانیت  پخپله ثابتیږی .

دلته  د دی د پاره چه ( ن، ن، ا )  د دغه اند نه وباسو چه په افغانستان کی په ځنګله د ننه د شکار په مقصد ندی راغلی ، نړیوال قوانینو ته پناه وړو . هغه نړیوال قوانین چه یی   ( ن، ن، ا )  یو اړخ جوړوی :

د  ژنو کانوانسیون ( ۱۹۴۹ کال ، د اګست ۱۲ )  لمړی پروتوکول (۱۹۷۷ ) جنگی اسیران د بشری حقونو   Droit humanitaire   په درلودلو مستحق ګنی.

د ژنو کانوانسیون (۱۹۴۹) دوهم پروتوکول غیر نړیوال هغی جګړی ته ځانګړی شوی چه یو اړخ یی ملیشیا جوړوی . پروتوکول هڅه کوی چه د جګړی په وخت کی     ( سره له دی چه د جګړی د قوانینو نه سرغړونه شوی وی )  غیر دولتی جنګیالی د حقونو تر پوشش لاندی راوړی.  

اوسمهال ګن شمیر ديپلوماتان او سیاستپوهان اعتراف کوی چه افغانستان د اشغال په حالت کی قرار لری . فرانسویان د  « ریال پولتیک » په بنیاد باندی خپل لار د موتلفینو نه جلآ کړل . د نړیوال قوانینو له مخی د اشغال په حالت کی د اشغال شوی هیواد دولتی اتوریته بهرنی ځواک ته انتقالیږی . ( ن، ن، ا ) (  موضوع سره په تړاو د کانوانسیونونو د یو اړخ په توګه ) مسئولیت لری چه جنگی اسیران د حقونو ترپوشش اود قوانینو تراجرایی ضمانتونه لاندی راوړی . باید پدی برخه کی  نړیوال سره صلیب ته زیاتره ونده ورپه برخه شی .

  په افغانستان کی دری لسیزه کیږی چه د جګړی اور او ورسره جنګی جنایت د  ورځنی عادی پیښی په توګه مطرح ده . د دغهجنایتونوپړه  یوازی دافغانانو په غاړه نده. د جګړی د قوانینو په تیروتنه کی ،بهرنیان پخپل وار ( اًن د افغانانو په پرتله زیاتره )  مسئولیت لری.

  د جګړی په پای کی، جنګیجنایاتو ته پام د افغانستان د زرګونو پروبلمونو نه یو پروبلم دی . د دغه پروبلم د حل  په اړهباید  د بهرنیانو ، ملګرو ملتونو ، سره صلیب او د بشری حقونو د دفاع د تولنو سره تفاهم وشی .

  اوس د اشغال په وړاندی  په جګړه ایزو شرایطو کی د بهرنیانو تر تحکم او بیرغ ،  د سیاسی انګیزی په بنست باندی  د زرګونو جنایت کارانو د دلی نه څو کسان چه ځان د آزادی پتنګان بولی ( د همدغه صفت په بنست باندی ، بهرنیان دوی سره په خبرو اترو لګیا ده ) ، نیول او اعدامول ، د افغانستان د دشمنانو د نگرانی ، وارخطایی او سیاسی ماتی نښه ګنلی شو.

 د کابل د جګړه مار حکومت له خوآ د اشغال په  چاپیریال کی (قضایی ضمانتونو نشتوالی سره سره )  د جنګی اسیرانو د اعدام  پریکړه  صادرول پدغسی حالت کی چه بهرنیان تر ابده پوری په افغانستان کی نه پاتی کیږی ، د افغانانو پخپل منځی سوله ایز ژوند په پروسه  باندی ناوړه اغیزه شیندلی شی . د غچ اخیستنی روحیه پیاوړی او تولنیز ثبات د خوب او خیال په بنه مطرح کیږی .

- بېرته شاته