(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا ولې نه؟

لیکوال: ای . مندوخیل

ژباړه :بارکوال میاخیل

اوسنى خيبرپښتونخوا ايالت د پاكستان له څلورو ايالتونو څخه يواځينى ايالت دى چي انګرېزانو په ۱۹۰۱م كال د شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) په نامه نومولى وو، عامو خلكو به ورته (سرحد) ويل، چي يواځې د ايالت لپاره په ذكر شوي نامه كې د (Frontier) توري ژباړه ده، خو دا تورى د دې سيمې لپاره كله هم د سرحد يا پولې (Border) په مانا نه دى كارول شوى، ځكه نو دا نوم نه قانوني حيثيت درلود او نه آييني. د پاكستان تر جوړېدو لږ موده مخكې او د ۱۹۵۰او ۶۰په لسيزه كې به پښتنو مشرانو له خيبرپښتونخوا ايالته پرته ځينې نورې پښتني سيمې د (پښتونستان) په نوم يادولې او له هغه وروسته عوامي نېشنل ګوند او ځينو نورو سياسي ګوندونو د هغه وخت د شمال لوېديځ سرحدي ايالت (اوسني خيبرپښتونخوا) په ايالتي اسمبلۍ كې د پښتونخوا نوم په حق كې قراردادونه منظور كړل چي له امله يې په سياسي ډلو كې شور او زوږ را پورته شو.

د دې اوسني حكومت (۲۰۰۸م) له جوړېدو سره سم عوامي نېشنل ګوند او پلويانو يې يو ځل بيا شمال لوېديځ سرحدي ايالت ته د پښتونخوا نوم ټاكلو لپاره هڅې پيل كړې، چي د دوى د ځينو نورو اتحادي ګوندونو په شمول پاكستان پيپلز ګوند هم نه يواځې د دوى ملاتړ وكړ، بلكې د پيپلز ګوند د پارلمان غړيو به د عوامي نېشنل ګوند د غړيو غوندې اين.ډبليو.ايف.پي ته پښتونخوا نوم كاراوه، خو د پاكستان په اساسي قانون (آيين) كې له بدلون راوستلو پرته يواځې په خبرو كې پښتونخوا يادول نه يواځې د سياسي ځانښوونې عمل وو، بلكې بې ګټې كار هم وو.

نېشنلسټانو او ملتپالو پښتنو مشرانو شمال لوېديځ سرحدي ايالت ته د پختونخوا (پښتونخوا) نوم وركول غوښت، خو ځينو غير پښتنو "پوهانو او مشرانو" د دې نوم په كلكه مخالفت وكړ، هغوى د پښتونخوا پر ځاى د خيبر، اباسين، اسلاميان، ګندهارا او ځينو نورو نومونو وړانديزونه وركړل، خو ملتپالو پښتنو مشرانو دا نومونه ورسره ونه منل او دې ته اړ شول چي د پښتونخوا تر څنګ يې د (افغانيه) پر نامه هم ورسره موافقه وكړه، خو هغوى دغه نوم هم ورسره ونه مانه او اخير د عوامي نېشنل ګوند تر ډېرو هلو ځلو او د مخالفينو تر ډېرو اختلافونو وروسته د انګرېزانو له خوا ټاكل شوي شمال لوېديځ سرحدي ايالت ته د (خيبر پښتونخوا) نوم وټاكل شو، چي كه څه هم ډېر د خوښۍ ځاى دى ځكه چي وايي "د لېوۀ له خولې يو هډوكى هم غنيمت دى" خو دا نوم چي يوه مركبه كلمه ده او د پښتنو د يوې سيمې خيبر نوم (چي هغه هم له انتظامي پلوه په خيبرپښتونخوا ايالت كې نه راځي) د ټول ايالت يا له تاريخي پلوه د ټولې پښتني خاورې له تاريخي نوم سره تړل شوى دى، دا نه له جغرافيايي پلوه او نه هم له ژبني اړخه سم او مناسب نوم دى.

پښتونخوا يوه تاريخي كلمه ده، د تاريخ ځينې څېړونكي د يوناني تاريخ كښونكي هېروډوټس "پكتيكا" د اوسنۍ پښتونخوا لرغونې بڼه بولي، ځكه هېروډوټس چي د پكتيكا يا پکتوېک په نامه کوم وطن ياد کړى دى، دا د پښتونخوا مترادف دى او په دوه نيم زره کاله پخوانيو يوناني اثارو کې يې يادونه شوې ده، لرغونې پښتونخوا هغه ملک يا وطن دى چي په اوسنيو وختونو کې افغانستان يانې د امو له سينده تر جهلمه پورې دا ټوله سيمه ده، خو زه به ډېرې لرغونې زمانې ته نه ځم او تر اسلام را وروسته دورې په تاريخ كې به د پښتونخوا كلمې ذكر او يادونې ته كتنه وكړم.

په تاريخ كې د پښتنو د خاورې او هېواد لپاره د افغانستان، روه، جبال الافغانيه، خراسان او پښتونخوا نومونه په بېلابېلو دورو كې كارول شوي دي، خو د پښتونخوا كلمه پكې پښتنو اكثره د خپل وطن لپاره كارولې ده، دا كلمه په اتلسمه مېلادي پېړۍ كې د افغانستان په مانا هم كارول شوې ده چي په پخوانيو زړو متنونو كې د "پښتنخا او پښتونخوا" په بڼه هم ليكل شوې ده.

ځينې خلك دا كلمه د "پښتونخواه يا پښتون خواه" په بڼه هم ليكي، چي دا دواړه شكلونه يې ناسم دي، دا كلمه په "پختونخوا" سره ليكل هم سم نه دي، دا بايد چي يا خو د پښتو په بڼه "پښتونخوا" وليكل شي يا بايد د فارسي او اردو په پيروۍ "پشتونخوا" وليكل شي، ځكه په دغو ژبو كې د پښتو د ښ توري له پخوا راهيسې همداسې ليكل كېږي، لكه پښين په پشين او پېښور په پشاور ليكل كېږي، پښتون كله هم پختون نه ليكل كېږي او بيا پښتونخوا خو مركب كلمه ده، چي له پښتون او خوا څخه جوړه ده او مانا يې ده د پښتنو خاوره يا هغه سيمه چي پښتانه پكې اوسېږي.

د پښتونخوا وطن او نامه مخالفينو د دې په خلاف يوه منظمه او پراخه پروپېګنډه وكړه، چي زه يې دلته تفصيل بېځايه بولم، زه به دلته يواځې د دوو كتابونو يادونه وكړم چي په هغو كې تقريباً ټولو مخالفينو په ګډه سره خپله "پوهه او څېړنه" د ورځپاڼو د كالمونو او نورو مقالو په بڼه وړاندې كړې ده.

لومړى كتاب د "پشتونخوا كيون؟ (پښتونخوا ولې؟)" په نامه ډاكټر ايم- اې- صوفي او نورو "پوهانو او څېړونكيو" په ګډه ليكلى دى او بل كتاب ضياء شاهد او د هغه ډلې د "ولى جواب دين (ولي خان دې ځواب راكړي)" په ګډه ليكلى دى.

ډاكټر ايم- اې- صوفي د غاښونو متخصص ډاكټر (dentalsurgeon) دى، د پښتنو د تاريخ، ژبې، شخصيتونو، سياست، ستونځو او سوچ په اړه د دۀ مالومات همدومره دي، لكه د غاښونو د ناروغيو او درملنې په اړه چي يې عام سړى لري. دغه نوموړى ډاكټر چي په يادو شويو موضوعاتو پوهېږي، دومره وخت به ځنې اخلي، څومره وخت چي د غاښونو د متخصص ډاكټر په جوړېدو لګېږي، همدارنګه د ضياء شاهد او د ده د ډلې د كتاب "ولي خان دې ځواب راكړي" هم همدا حال دى، په دې كتاب كې چاپ شوې "څېړنيزې مقالې" چندانې څه علمي ارزښت نه لري.

په دغو دواړو كتابونو كې چي څه ډول ژبه كارول شوې ده، پر هغه باندې زه سياسي تبصره نه شم كولاى ځكه چي پښتنو پوهانو هغه هسې سياسي برغزو (Mudslinging) ګڼلې او په علمي بنيادونو يې بې ارزښته ګڼلې ده. د دغو دواړو كتابونو په اړه به دومره ووايم چي په دغو كتابونو كې له دې موضوع سره تړلي اكثره مالومات يواځې او يواځې چټيات او ملنډې دي.

د پښتونخوا كلمې مخالفين اكثره د دغو څلورو خبرو يادونه كوي:

۱.پښتونخوا نوم پخوا نه دى كارول شوى، دا د عوامي نېشنل ګوند سياسي اختراع او شعار دى.

۲.  شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) سم نوم دى، د نامه د بدلېدو لپاره آييني بدلون ته اړتيا وي، چي دا كار ممكن نه دى.

۳.د سيند او پنجاب ايالتونو نومونه د قومونو په نومونو نه، بلكې د دريابونو په نومونو ښول شوي دي.

۴.پښتونخوا يوه دسيسه ده، له دې سره به د پاكستان بقا او يووالي ته خطر پېښ شي.

۵.د پښتونخوا نوم ښول به په دې ايالت كې له غيرپښتنو سره زياتى او ظلم وي.

دا ډول پوښتنې اكثره وخت هغه خلك كوي چي هغوى يا خو خبر نه وي او يا د منافقت او سپۍ هيلې (طمعې) له امله قصداً همداسې كوي.

۱.    د لومړۍ نيوكې يا پوښتنې په ځواب وركولو سره به دومره ووايم چي د پښتو ژبې او د پښتنو له تاريخه بې خبري او لاعلمي بده خبره نه ده، خو په ناخبرتيا او لاعلمۍ سره هم دا خبره كول چي پلانى تورى د پښتو ژبې او ادب په تاريخ كې بېخي نه شته، دا سمه خبره نه ده، د "پښتونخوا" كلمه په پښتو ادب كې دومره زياته كارول شوې ده چي كه چا لږ هم د پښتو ادب مطالعه كړې وي، هغه به په دې خبر وي چي دا كلمه كله او چا كارولې ده، زه به د پښتونخوا كلمې په اړه دلته يواځې لس تاريخي شواهد له مثالونو سره وړاندې كړم:

(۱)  پښتونخوا كلمه په ۵۸۰هجري كې د شهاب الدين غوري د دربار يوۀ شاعر ښكارندوى په خپل يوۀ بيت كې كارولې ده، هغه وايي:

پښتونخوا ښكلي زلمي چي ځغلي هند ته
نو آغليه پېغلې كاندي اتڼونه(1)

(۲) تر ښكارندوى لږ موده را وروسته د كندهار د ارغسان د غرو اوسېدونكي سليمان ماكو په ۶۱۲هجري كې په خپل كتاب "تذكرة الاولياء" كې د پښتونخوا كلمې يادونه كړې ده:

"په سنه دوولس شپږ سوه هجري تللئ وم او د پښتنخا په راغو او كليو ګرزېدم او مراقد د اوليا او واصلينو مى پلټل"(2).

(۳)  بابا هوتك (۷۴۰هجري) د پښتو يو ملي او حماسي شاعر وو، هغه په خپلو شعرونو كې د پښتونخوا كلمه درې ځله كارولې ده، يو ځاى وايي:

غښتلو ننګ كړئ دا مو وار دى
مغل راغلى په تلوار دى
په پښتونخوا كښې يې ناتار دى
پر كلي كور باندې مغل راغى(3)

 (۴)  له هغه را وروسته اخون دروېزه په خپل كتاب "مخزن الاسلام" (۱۶۳۸م) كې ليكي:

"حضرت سيد علي ترمذى وو په بنير كښې پښتونخوا په مثال شپه وه دى ډيوه وه په اندهير كښې، دى نېكخواه د پښتونخوا وو ساتندويه په دنيا وو"(4).

(۵)  اخون دروېزه د خپل كتاب "مخزن الاسلام" په ۱۳۵مخ كې يو بل ځاى بيا هم د پښتونخوا كلمې يادونه په دې ډول كوي:

"دغه لاپه يې په خوله كړه چې بادشاه د پښتنو يم، پښتنو ټولى پرې وكړ ولې دى هم پښتنخا لره بلا شه...پښتنخا په دواړه لوريه خوارېدنه ولې لا به هم خواريږي".

په پورتنيو خبرو كې اخون دروېزه د جلال الدين اكبر يادونه كوي چي وايي هغه ويل زه د پښتنو باچا يم، پښتانه پر هغه شاوخوا را ټول شول خو هغه د پښتونخوا لپاره بلا ثابت شو، د پښتونخوا دواړه اړخونه په خوارېدو شول او نور به هم خوارېږي.

(۶)  د پښتو نوميالي شاعر د تورې او قلم څښتن خوشال خان خټك د پښتونخوا كلمه بيا- بيا كارولې ده، هغه په خپل يوۀ بيت كې وايي:

نوره واړه پښتونخوا په ځاى ميشته ده
خو يو زه دې زمانې په كښې منصور كړم(5)

(۷)  خوشال بابا په يوۀ بل بيت كې وايي:

هر چې ښۀ د پښتونخوا دى حال يې دا دى 

  هغو بدو ته يې څوك وايي سړي دي(6)

(۸)  د خوشال خان خټك لمسي افضل خان خټك په خپل كتاب "تاريخ مرصع" كې پر ۵۹۲مخ باندې د پښتونخوا ذكر په دې ډول كړى دى:

"او بل شيخ شاهي ښادي خېل دى چې بې له قيده قلندر مشرف عمر تېروي...او مريدان د شيخ په سړبن او په كرلانړى او په بنګښ او په نور پښتونخوا كښې بې حسابه او بې شمار دي".

(۹)  احمدشاه بابا چي د باچاهۍ تر څنګ د پښتو ژبې شاعر هم وو، د ده د يوې غزلې هغه بيت- چي د پښتونخوا كلمه پكې راغلې ده- د هر پر وطن مين پښتانه زده دى، بيت داسې دى چي:

د ډيلي تخت هېرومه چې را ياد كړم
زما د ښكلې پښتونخوا د غرو سرونه(7)

(۱۰)پيرمحمدكاكړ چي د احمدشاه بابا معاصر شاعر دى، په ۱۱۹۶هجري كې "پښتونخوا" كلمه د رحمان بابا په ستاينه كې په يوۀ بيت كې داسې كارولې ده:

لكه شعر دى د دۀ په پښتونخوا كښې                                                    
بل به كم وي په دا وخت د افغان شعر(8)

له پښتنو پرته د انګرېزانو او نورو مستشرقينو په ليكنو كې هم د پښتونخوا كلمه ډېر ځله كارول شوې ده:

(۱)زما د مالوماتو له مخې دا كلمه تر ټولو مخكې سيدغلام محمد او يوۀ بل سروې كوونكي هم (۱۷۸۶م- ۱۷۹۶م) كارولې ده چي د لارډ هاسټنګ په زمانه كې افغانستان ته را لېږل شوي وو، هغه وايي:

"When you lose it altogether and reach the crest of the great western range of Mihtar Suliman or Kohisiyah the outer most slopes of which the extreme boundary in this direction between the territory of Ghaznin and Afghanistan or Pushtun khwa"(9).

ژباړه: "كله چي ته هغه بېخي پرېږدې او د مهتر سليمان يا تور غرۀ سترې لوېديځې لړۍ ته ورسېږې چي بهرنۍ څنډې يې د غزني او افغانستان يا د پښتونخوا د سيمو تر منځ په دې اړخ كې وروستۍ پوله جوړوي".

(۲)  ليډن هم په ۱۸۱۲م كال كې د خپل كتاب (Asiatik Research) په يوولسم ټوك كې پر ۳۶۳مخ باندې د پښتونخوا يادونه په دې ډول كړې ده:

ژباړه: كله چي بايزيد له ننګرهاره را روان شو نو د پښتونخوا يا د دې كلمې په ځانګړې مانا د افغانستان پر لور لاړ.

(۳)  تر هغه وروسته برنارډ ډورن (Bernhard Dorn) په ۱۸۴۷م كال په خپل كتاب "د پښتو ژبې منتخبات" (A chrestomathy of the Pashto or Afghan Language) كې پر ۴۲۸مخ باندې د پښتونخوا مانا داسې ليكلې ده:

- افغانستان (Puktankha) "پښتنخا و پښتن خا".

(۴)  مېجر راورټي په ۱۸۶۰م كال د خپل قاموس پر ۱۷۹مخ د پښتونخوا يادونه كړې ده او دا كلمه يې داسې مانا كړې ده:

"پښتنخوا، پښتنخا" The Afghan country, Afghanistan

Sideخوا orخا  Afghan andپښتن

(۵)  مېجر راورټي په ۱۸۸۸م كال په خپل كتاب Notes on Afghanistan and Baluchistanكې پښتونخوا كلمه هر ځاى د پښتني سيمو يا افغانستان لپاره كارولې ده، چي دلته به يواځې د څو مخونو حوالې وركړو. ۴۶۶- ۴۶۸- ۴۷۰مخونه.

(۶)  ډاكټر هنري والټر بيلو هم په ۱۸۶۷م كال د خپل پښتو ګرامر د سريزې پر ۱۲مخ د پښتونخوا يادونه او ستاينه په دې ډول كړې ده:

"More specially as the nation though it has for many centuries occupied its present ground at the point of junction between the Indian and Persian empire- in the country known as Afghanistan to the stranger and as Pukhtun khwa to the Afghans or Pukhtuns".

ژباړه:-  په ځانګړې توګه دا قوم چي له څو پېړيو راهيسې تر اوسه پورې يې د هند او ايران تر منځ اوسنۍ مځكه تر خپل واك لاندې راوستله، چي نور خلك ورته افغانستان خو افغانان يا پښتانه يې د پښتونخوا په نامه پېژني.

(۷)  فرانسوي عالم جيمزډار مسټټر James Darmesteter(۱۸۴۹م- ۱۸۹۴م) د پښتو پر شفاهي او ولسي شاعري باندې يو كتاب ليكلى دى چي "د پښتونخوا هار و بهار"نومېږي.

په اوسنيو پښتنو پوهانو او شاعرانو كې تقريباً ټولو د خپل وطن لپاره د پښتونخوا نوم په خپلو شعرونو او ليكنو كې كارولى دى، كه زه د ټولو ماخذونه او نمونې دلته راوړم نو د هغه لپاره يوۀ بېل كتاب ليكلو ته اړتيا پېښېږي. د پښتو ژبې نارينه شاعران او ليكوال خو څه چي د پښتو ښځينه شاعرانو هم په خپلو شعرونو كې هر ځل د خپلې خاورې لپاره د پښتونخوا كلمه كارولې ده.

نوميالۍ سندرغاړې او شاعرې شاپېرۍ نغمې د خپلو شعرونو په مجموعه "ماته هنداره"كې پر ۶۴مخ باندې پښتونخوا داسې ياده كړې ده

ښه وايي نغمه چې پښتونخوا غواړم
څو به تګ راتګ وي د خيبر په سر

دا كلمه پښتنو عالمانو په نويو چاپ شويو قاموسونو كې هم راوړې ده، بهادرشاه ظفر كاكاخېل د خپل پښتو- اردو قاموس "ظفراللغات"پر ۳۲۹مخ باندې پښتونخوا داسې را پېژني:

"پښتنخا، پختون خواه"ژباړه:، "د پښتون قوم سيمه، هغه سيمه چي پښتانه پكې اوسېږي".

يوۀ بل پښتون عالم قلندر مومند هم د خپل پښتو قاموس "درياب"پر ۶۶۲مخ باندې پښتونخوا كټ مټ د بهادرشاه ظفر كاكاخېل غوندې داسې را پېژني:

"پښتونخا، پښتونخوا"، د پښتنو سيمه، د پښتنو د اوسېدو ځاى".

له دغو ټولو ماخذونو دا څرګنده شوه چي د پښتونخوا كلمه د كومې ځانګړې ډلې يا ګوند له خوا نه ده جوړه شوې، دا كلمه له پېړيو راهيسې د پښتني سيمو لپاره كارول كېږي، حتى چي د پښتون ملت قاتلين او د پښتني وطن غاصبو انګرېزانو هم همدا نوم كارولى دى.

۲.   د پښتونخوا د مخالفينو درېيم دليل دا دى چي (N.W.F.P) سم نوم دى، د دې د بدلېدو لپاره آييني بدلون ته اړتيا ده چي وايي دا ممكنه نه ده. پښتونخوا ته د شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) نوم د ۱۹۰۱م كال د نومبر پر نهمه نېټه د يوۀ انګرېز باچا په كاليزه كې وركړل شو (دي پټهان، اولف كيرو، ۴۱۴مخ)، انګرېزانو دا نوم د خپلې انتظامي او استعماري پاليسۍ د اسانتيا لپاره كښېښوو، ځكه چي شمال لوېديځ سرحدي ايالت  دوى ته ډېر ارزښت درلود. شمال لوېديځ سرحد د يوۀ لوري نوم وو، چي ريښتيا هم د بريتانوي هند په شمال لوېديځ كې سرحد وو، خو كله چي په ۱۹۴۷م كال پاكستان جوړ شو نو (N.W.F.P) يواځې تر څه حده پورې د پنجاب په شمال لوېديځ اړخ كې وو، د نورو ايالتونو په شمال لوېديځ كې نه وو، مثلاً د بلوچستان شمال لوېديځ ته افغانستان پروت وو او دى، شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) يې تقريباً شمال ختيځ لور ته پروت دى، نه شمال لوېديځ ته، نو د هغه وخت له پايتخت كراچۍ څخه كه د (پشتونخوا كيون؟: پښتونخوا ولې؟) د كتاب ليكوال ډاكټر ايم- اې- صوفي شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) ته تلاى، نو مخامخ به د سمندر منځ ته رسېدلاى واى او خلك به د غاښونو له يوۀ متخصص ډاكټره بې برخې شوي واى.

بله خبره دا چي دا نوم په اساسي قانون كې راغلى دى او بدلېدل يې امكان نه لري، دا بېخي غلطه خبره ده. د پاكستان د اوسني د ۱۹۷۳م كال د اساسي قانون په لومړۍ ماده كې د دې ايالت نوم شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) ښول شوى دى او د دې د بدلېدو لپاره د آيين د ۲۳۹مې مادې له مخې د قومي اسمبلۍ له ۳۴۲غړيو څخه ۲۲۸تنه او د سنا (Senate) له ۱۰۰سناتورانو څخه ۶۶تنه، يانې د دواړو پارلمانونو د ټولو غړيو دوه په درې كې اكثريت كه د دې بدلون په حق كې رايه وركړي، نو دا نوم بدلېدلاى شي.

د پاكستان د ۱۹۷۳م كال په اساسي قانون كې تر اوسه پورې اوولس بدلونونه راوستل شوي دي، اساسي قانون (آيين) قرآن نه وي، د انسانانو له خوا جوړ شوي قوانين وي، چي په ټوله نړۍ كې له حالاتو او انساني اړتياوو سره سم بدلونونه پكې راوستل كېږي.

آيا تر دې مخكې هم په آيين كې بدلون راوستل دومره ګران او ستونځمن كار بلل شوى دى؟ ځينې ډلې د نامه د بدلېدو لپاره د ټولپوښتنې (Referendum) وړانديز وركوي، خو له هغوى دا هېر دي چي ښكېلاكګرو انګرېزانو د دې سيمې د بې نومه كولو پر وخت څه ډول ټولپوښتنه تر سره كړې وه، كه مقصد د ولس رايه او احساسات مالومول وي، نو د هغوى اظهار خو په ټوله نړۍ كې د ولس د ټاكل شويو استازيو له خوا كېږي. چي دا ثابته ده چي د دې سيمې نوم پخوا پښتونخوا وو او دا هم ثابته ده چي استعمارګرو انګرېزانو د شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) په ۱۹۰۱م كال كې وركړى وو او دا هم مالومه ده چي په ۱۹۴۷م كال د پاكستان تر جوړېدو را وروسته دا نوم د غلط العام په توګه پاته شو، نو بيا پښتنو ته د خپل نامه د وركولو پر سره د ټولپوښتنې كولو يا د اساسي قانون په بدلون كې د دوى د ملاتړ نه كولو تر شا كوم منطق پټ دى؟

۳.   د پښتونخوا د مخالفينو درېيم دليل دا دى چي د پنجاب او سيند ايالتونو نومونه هم د قومونو د نومونو له امله نه، بلكې د سيندونو او دريابونو په نومونو پورې اړه لري. دا خلك وايي چي پنجاب نوم له پينځو دريابونو اخيستل شوى دى او د سيند ايالت نوم د سيند درياب له امله سيند دى، سيندي او پنجابي ژبې او قومونه د همدغو دريابونو په نومونو مشهور دي، ځكه نو كه د شمال لوېديځ سرحدي ايالت نوم بدلېږي بايد نوى نوم ګندهارا، اسلاميان، خيبر يا اباسين پر كښېښوول شي،  د دې لپاره چي په دغو نومونو سره يواځې د پښتنو ژبه، خاوره او قوم ونه پېژندل شي.

پوښتنه دا ده چي د پنجاب او سيند نومونه كه له هرې وجې ښول شوي وي خو همدغه نومونه د دوى د ژبې او قوم لپاره له پېړيو راهيسې كارول كېږي، په عامه توګه دا ويل كېږي چي د پنجاب تورى د مغولو د واكمنۍ په وخت په لومړي ځل كارول شوى دى څنګه چي احمدحسن داني او ځينې نور همدا خبره كوي، خو زما د مالوماتو له مخې دا تورى تر هغه ډېر پخوا په ۱۳۳۳كې ابن بطوطه په خپله سفرنامه كې داسې راوړى دى:

"At Panj Ab which is the river of sind and means the five rivers. Those flow into the great river and irrigate those districs"(10).

ژباړه: په پنجاب كې چي د سيند ايالت كوم درياب دى، د هغه مانا ده پينځه دريابونه، دا په لوى درياب ګډېږي او هغه سيمې خړوبوي.

په دې توګه له شاوخوا شپږنيم سوه كلونو راهيسې د دې سيمې نوم پنجاب دى او پنجابي قوم او ژبه هم په همدې نامه نومول شوي او مشهور شوي دي، كه موږ دا ومنو چي دا نوم په پنجابي قوم او ژبه پورې هيڅ اړه نه لري او دا نوم يواځې په پنجاب كې د بهېدونكيو پينځو دريابونو له امله پنجاب دى نو بيا به دې پوښتنې ته څوك څه ځواب وايي چي په ۱۹۴۷م كال كې چي د انګرېزانو له پلان سره سم د هند د وېشلو پر وخت د هغه وخت د پنجاب له پينځو دريابونو (ستلج، بياس، راوي، چناب او جهلم) څخه درې دريابونه (ستلج، بياس او راوي) د هند په برخه كې راغلل او په اوسني پاكستاني پنجاب كې يواځې دوه دريابونه (چناب او جهلم) پاته شول، په دې توګه خو نو بيا تر ۱۹۴۷م كال را وروسته د دوو دريابونو خاورې ته د پينځو دريابونو خاوره (پنجاب) ويل ناسم دي، دې ته خو بايد د دوو دريابونو خاوره (دوآب) وويل شي او همداسې پنجابي قوم او ژبې ته بايد (دوآبي) وويل شي، ځكه د چناب او جهلم تر منځ سيمې ته پخوا هم دوآب ويل كېدل او اوس هم بايد ورته وويل شي، همدارنګه د هند په برخه كې موجود پنجاب ته هم بايد تر ۱۹۴۷م كال را وروسته پنجاب نه، بلكې د موجودو دريابونو د شمېر له مخې بايد يو مناسب نوم ورته وټاكل شي، خو د دواړو پنجابونو خلك په دې اړه فكر هم نه شي كولاى او نه هم د پښتنو د ډاډ او له دوى سره د برابرۍ لپاره تش مانوي بدلون راوستلاى شي چي ځانونو ته د (پنج آبي) پر ځاى (پانچ دريايي ) ووايي، لامل يې يواځې همدا دى چي پنجاب يو تاريخي نوم دى او اوس كه څه هم غلط العام (Misnomer) شوى دى، خو د پنجاب خلك نه غواړي چي د خپل وطن، ژبې او قوم لپاره له دې پرته "بل نوم"خوښ كړي، نو كه پښتانه هم خپل پخوانى تاريخي نوم چي غلط العام (Misnomer) هم نه دى، بيرته يې پر خپل وطن او خاوره باندې ږدي نو په دې كې څه بده خبره ده؟ كه د پښتنو د خاورې نوم د نورو ايالتونو غوندې د كوم سيند يا درياب په نامه نه دى ښول شوى، نو په دې كې د پښتنو څه ګناه ده، پښتنو خو پر خپله خاوره د خپل قوم نوم ايښى دى، د يوې سيمې، سيند يا مذهب نوم خو يې نه دى پر ايښى، زه فكر كوم د پښتونخوا كلمې مخالفين له يو ډول وهم او ډار سره مخامخ دي او دوى له هر هغه نامه څخه ويره او كركه لري چي په هغه سره پښتانه پېژندل كېږي او يا له افغانستان سره تړلى وي. د بېلګې په توګه هغوى د (اباسين) له نامه سره جوړ دي، خو كه فرضاً پښتانه و غواړي چي د كابل له سيند سره سم  د پخواني شمال لوېديځ سرحدي ايالت يا اوسني خيبر پښتونخوا ايالت  نوم (صوبه كابل) كښېږدي، نو كېداى شي چي د هغو خلكو (مخالفينو) لپاره دا نوم تر پښتونخوا هم زيات د اندېښنې وړ او پرېشانوونكى وي، ځكه دوى له دې نامه څخه "نوره"ويره او خطر انګېري.

بله مهمه خبره دا ده چي د انګرېزانو له راتګ سره د پاكستان د نورو ايالتونو نومونه بدل نه شول، ځكه له هغه پلوه دوى ډاډمن دي او اغېزمن شوي نه دي، انګرېزانو يواځې د پښتنو دغه سيمه له خپل اصلي نامه پښتونخوا څخه بې برخې كړه. كه د پنجاب غلط العام شوى نوم تش د دې لپاره پر ځاى پاتېږي چي دا تاريخي نوم دى نو پښتانه ولې له خپل تاريخي، كره او سم نامه څخه بې برخې كېږي؟ او په لوى لاس له ژبې او قوم سره د يوۀ تاريخي نوم د تړلو له تعصبه ډكې هڅې كېږي.

۳.   د پښتونخوا د مخالفينو درېيمه نيوكه دا ده چي د پښتونخوا د نامه ښول يو پلان او دسيسه ده، له دې څخه به د پاكستان بقا او يووالي ته خطر پېښ شي، دوى له دې نامه څخه د پاكستان د راتلونكي او بقا لپاره خطر احساسوي، دوى فكر كوي چي بيا به "نور خلك"هم دا ډول غوښتنې كوي او له خلكو څخه په پټه كې د دوى موخه د سرايكي ژبې ويونكيو د سرايكيستان او د بلوچستان د پښتنو د جنوبي پښتونخوا د يوۀ بېل ايالت غوښتنه ده، حال دا چي د پښتونخوا د نامه ادعا لرونكي عوامي نېشنل ګوند د سرايكيانو او د بلوچستان د پښتنو لپاره د جلا نامه هيڅ غوښتنه نه ده كړې، نه پوهېږم دا خلك ولې داسې وهمي فكرونه كوي.

دا ريښتيا خبره ده چي د بلوچستان پښتانه ځان ته د خپل جلا آييني، قانوني او انتظامي حيثيت غوښتنه كوي او خپلو سيمو ته جنوبي پښتونخوا، افغانيه يا دې ته ورته يو نوم وركول غواړي او دا غوښتنه خپل يو تاريخي پس منظر لري، هغه دا چي انګرېزانو كله د دې اوسني بلوچستان پښتني سيمې تر خپل واك لاندې راوستلې نو دغو سيمو ته يې د بريتانوي (British) بلوچستان نوم وركړ، چي ځان ته قانوني او انتظامي حيثيت يې درلود او د پاكستان تر جوړېدو را وروسته هم د جنرال ايوب خان له خوا د ون يونټ (۱۹۵۵م) تر اعلانه پورې دغه نوم پر ځاى پاته وو، خو د جنرال يحيْى خان له خوا د ون يونټ د ختمېدو له اعلان سره سره- چي هر څه پر ځاى پاته شول- بيا هم بريټيش بلوچستان پر خپل زاړه حيثيت پاته نه شو او د ۱۹۷۳م كال د اساسي قانون (آيين) له مخې د بريتانوي بلوچستان د پښتنو پخوانى آييني او انتظامي حيثيت ختم كړاى شو او پښتني سيمې يې د بلوڅو له رياستونو سره ګډې كړې چي بيا يې د بلوچستان ايالت نوم وركړ او د بلوچستان د پښتنو ځانګړى حيثيت ختم شو، چي ښكېلاكګرو او استعماري انګرېزانو هم منلى و. د هغه وخت د شمال لوېديځ سرحدي ايالت وروستى انګرېز والي اولف كيرو پر خپلو ټولو ناپوهيو او پښتون دوښمنه ناوليو او سپكو فكرونو برسېره د بلوچستان د پښتنو د پخواني انتظامي حيثيت په اړه د خپل كتاب (پښتانه The Pathans) پر ۳۷۲مخ باندې ليكي:

"Baluchistan if it means any thing should be the land of Baluch. But Baluchistan is a misnomer….On a true assessment it is the Pathan tribes of this Baluchistan who count".

ژباړه: د بلوچستان مانا چي څه ده نو دا بايد د بلوڅانو خاوره وي خو بلوچستان يو غلط نوم دى، كه په سمه توګه وكتل شي نو دا د هغه بلوچستان پښتانه دي چي يو ځانګړى حيثيت لري.

عوامي نېشنل ګوند نه هغه وخت د بلوچستان د پښتنو د خپل ځانګړي او جلا آييني او انتظامي حيثيت د پر ځاى پاتېدو په هلو ځلو كې بشپړه مرسته كړې وه او نه يې اوس له خيبرپښتونخوا ايالت سره د بلوچستان د پښتنو د ګډولو يا دوى ته د خپلې خوښې د نامه د وركولو خبره كړې ده، ځكه نو د بلوچستان پښتانه تر دې حده بې نومه او نوموركي شول چي نور خو نور، د منځنۍ پښتونخوا (قبايلي سيمو) او خيبرپښتونخوا ايالت ځينې پښتانه هم دوى بلوڅان ګڼي او ځينې د پښتنو له تاريخ، وطن او ژبې ناخبره خلك خو د بلوچستان د پښتنو پښتو ته "پختو غوندې بلوچي"وايي.

عوامي نېشنل ګوند نه له افغانستانه سره د ګډېدو خبره كړې ده، نه يې له خيبرپښتونخوا سره د بلوچستان د پښتنو د ګډولو خبره كړې ده، نه يې د منځنۍ پښتونخوا د "ازاد قبايل"په خطاب خوشاله او ډاډه پښتنو لپاره د نامه د بدلېدو خبره كړې ده او نه يې هم په پنجاب كې د پښتنو د شاملو ميانوالي او اټك سيمو په پښتني سيمو د ګډېدو خبره كړې ده، ښايي له همدې امله يوۀ پښتون مشر د عوامي نېشنل ګوند قومي سياست ته د "پر ځاى ولاړ خوځښت (Halt March)"نوم وركړى وو. لنډه دا چي د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا غوښتنه يوه كمسارې او محدوده غوښتنه وه، دا يواځې او يواځې د پخواني شمال لوېديځ سرحدي ايالت د نامه د بدلېدو غوښتنه وه چي د خيبرپښتونخوا د نامه په وركولو سره ختمه شوه، نو له دې بدلون سره د پاكستان بقا او يووالي ته به تاوان له چا څخه او څنګه رسېږي

۴.   د پښتونخوا د مخالفينو پينځمه نيوكه يا ويره دا ده چي د پښتونخوا نوم له وركولو سره به په دې ايالت كې له مېشتو غيرپښتنو سره "ظلم"وي. د "پشتونخوا كيون؟ (پښتونخوا ولې؟)"د كتاب ليكوال ډاكټر ايم- اې- صوفي د خپل كتاب پر ۶۷مخ باندې د دې ډار څرګندونه په دې ډول كړې ده:

ژباړه: "كه د پښتونخوا د نامه په بدلولو كې خداى مه كړه  د مسلم ليګ حكومت د عوامي نېشنل ګوند ملاتړ وكړ، نو دا به په لوى لاس له هغو خلكو سره زياتوب وي چي هلته د پښتو ويونكي نه شته او بيا به دا خلك هغه غيرپښتانه په پنجاب باندې د ګډولو خبرې كوي".

ايم- اې- صوفي يو بل ځاى د خپل كتاب پر ۶۵مخ باندې له ۱۸۹۱م څخه تر ۱۹۰۱م كاله پورې د سرشمېرنې له مخې له غيرپښتنو سره د نورو كارګرو خلكو په اړه وايي:

ژباړه: "تركاڼ، زرګر، موڅي، نايي، پښ او نورو كسبګرو خلكو هندكو ژبه ويله او په ډېر زيات شمېر سره په صوبه سرحد كې مېشت وو".

دا اندېښنه يواځې د ډاكټر صوفي نه ده، بلكې له دۀ سره د "پښتونخوا په خلاف جهاد"كې ډاكټر نسيم حسن شاه، ارشاداحمد حقاني، جنرال حميدګل، ډاكټر صفدرمحمود، عبدالقادر حسن، مجيب الرحمْن شامي او ځينې نور "پوهان او محققين"هم شامل دي. دغو محققينو چي د كومو خلكو يادونه كړې ده، د هغوى تفصيل د هند د شاهنشاهي واكمنۍ د جغرافيايي فرهنګ  Imperial gazetteer of India (NWFP)پر ۳۳مخ باندې وركړل شوى دى، د هغه پر بنسټ په ۱۹۰۱م كال كې د هغه وخت په شمال لوېديځ سرحدي ايالت كې له غيرپښتنو سره څلوېښت زره تركاڼان، اته دېرش زره ندافان (چي كځڼان جوړوي)، اووه ويشت زره پښان، درويشت زره موڅيان، شل زره كلالان، لس زره زرګران، څلرويشت زره نايان، اوولس زره دوبيان او يوولس زره ډمان اباد وو.

پوښتنه دا ده چي د هغو له وجوده چا انكار كړى دى او د هغوى پر "هندكو"ژبه ويلو باندې څوك اعتراض لري، د دې مانا دا نه ده چي په دې ايالت كې د دوى د اوسېدو له امله د پښتنو د وطن نوم بايد پښتونخوا نه وي، دا خلك تر دې ډېر پخوا هم دلته اوسېدل چي هغه وخت د دې خاورې نوم پښتونخوا وو، دا كوم منطق دى چي د پخواني شمال لوېديځ سرحدي ايالت (NWFP) د نامه پر ځاى پاتېدو سره به دا ياد شوي كسبګر خلك خوندي او خوشاله اوسېږي او د پښتونخوا نوم له ښولو سره به له دې خلكو سره "زياتوب"وشي او په پنجاب به ګډ كړاى شي. د ډاكټر صوفي او د دۀ د نورو همنظرو پښتونخوا مخالفينو اندېښنې بېځايه او بې بنسټه دي، ځكه چي په خيبرپښتونخوا ايالت كې اوس هم په زرګونو سيكان، عيسايان او هندوان مېشت دي. دا چي په دې ايالت كې چا له سيك يا هندو سره "ظلم- زياتى"ونه كړ او نه يې هم پنجاب يا هند ته د دوى د شړلو خبره وكړه، نو له مسلمان "تركاڼ، زرګر، موڅي، استاكار، نايي، پښ او نورو كسبګرو"هندكو ويونكيو سره به داسې ولې كېږي؟

چي له هندو راجپوت سره "ظلم"نه كېږي او نه هم "د پنجاب پر لور شړل كېږي"، نو د "پشتونخوا كيون؟ (پښتونخوا ولې ؟)"له ليكوال ډاكټر صوفي غوندې مسلمان راجپوت سره به داسې ولې كېږي؟

لنډه دا چي د پښتونخوا نوم يواځې يوه سياسي اختراع نه، بلكې له پېړيو راهيسې دا نوم نه يواځې پښتنو بلكې د پښتانه وطن ښكېلاكګرو انګرېزانو هم په وار- وار كارولى دى. دا هم حقيقت دى چي شمال لوېديځ سرحدي ايالت(N.W.F.P) نوم له جغرافيوي پلوه هم
غلط العام (Misnomer) دى، خو د نورو ايالتونو نومونه د قومونو او ژبه څرګندويي كوي. د پښتونخوا نوم له ښولو سره په دې ايالت كې د غيرپښتنو د راتلونكي په اړه اندېښنې له وهمه پرته هيڅ نه دي او تر هر څه زيات دا نوم د پاكستان لپاره په هيڅ ډول خطر نه لري.                                                  


(1)پټه خزانه، ۵۶مخ، ۱۱۴۱هجري.

(2)تذكرة الاولياء، ۲۳مخ.

(3)پټه خزانه، ۱۱- ۱۱مخونه، ۱۱۴۱هجري.

(4)مخزن الاسلام، ۱۳۲مخ.

(5)د خوشحال خان خټك كليات، ۵۶۲مخ، د دوست محمدكامل مرتب شوى.

(6)ارمغان خوشال، ۷۱۷مخ.

(7)د احمدشاه بابا دېوان، كابل چاپ.

(8)د پيرمحمد كاكړ دېوان، ۱۱مخ

(9)  Notes on Afghanistan and Baluchistan, page 544 Henry George Raverty, 1888.

(10) Ibn Battuta (Travel in Asia & Africa. Translation by HAR Gibb Page 181)


Painda Khan Kharoti

Why not Pashtoonkhwa  (Pakhtunkhwa,Paschtunchwa , Pakhoonkhwa, Pakhun Khwa)

- بېرته شاته