(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد حمزه بابا (رح) په ياد کې

مرحوم امير حمزه شينوارى و او د مرحوم ملک مير باز خان اشرف خېل شينواري ځوى دى ،چې پر (1907 ع ) کال د لنډي کوتل په خوزه خېلو کښې يې په يوې اسلامي درنې کورنۍ کښې سترگې غړولي دي . لومړنۍ زده کړه يې د لواړگې په لومړني ښوونځي کښې پېل کړه او ورسره يې د دري او عربي ژبو د نحوې، صرف او فقهې مقدماتي کتابونه هم له استاذانوزده کړل .بيا د پېښور په اسلاميه کالج کښې شامل شو. د درس تر څنگه به يې اردو اشعار او نثرونه ليکل او د پېښور د پښتو اکاډمۍ مشر ( موليناعبدالقادر ) ته به يې ښودل . دهغه په اشعارو کښې د خوشحال بابا ، عبدالرحمان بابا او حميدبابا ،مير زاغالب او علامه اقبال الهامات هم ځليدلي دي، خو په پښتني ادب کښې ، نوى اسلوب اوسبک لري. حمزه بابا له تحصيل وروسته،د تورخم په سياسي اداره کښې ، د پاسپورټ دڅانگې مامور وټاکل شو او پلار يې د تورخم د اور گاډي د ادارې منتظم و ؛ نو حمزه بابا هم د اورگاډي په اداره کښې سياره دنده واخستله او د هند گڼو ښارونو ته يې سفرونه وکړل . د بمبيي ښار ،چې د هنري فلمونو دجوړولو مرکز و ، لومړى يې دچويو فلمونه په جوړولو کښې فعاله ونډه واخيسته ، بيا يې په وياندو فلمونو کښې ، په ( 1941 ع) کال کښې د ( ليلا مجنون ) ، ( پيغلې )، ( يوسف خان اوشهربانو ) او ( علاقه غير ) فلمونه سمبال کړل. د حمزه بابا په زړه کښې به ، هميشه د تقوا او عرفان ډيوه بلېدله ، نو په ( 1931 ع) کال کښې ، چې د حيرت آباد او اجمير له سفره پېښور ته را ستون شو ، له سيد عبدالستار شاه ( باچاجان ) پيرڅخه يې ، د چشتيه تصوفي طريقې لاس نيوى وکړ او په ( 1937 ع) کال کښې يې د خپل پير د نظر لاندې د (بزم ادب ټولنه ) او بيا يې د پښتو ( ولسي ادبي جرگه ) جوړه کړه .په ( 1940ع) کښې حمزه بابا ، دستر متصوف عبدالرحمن بابا پر مزار پښتو مشاعرې پېل کړې ، له بلې خوا حمزه بابا داردو ژبې د ادبي هنري او عرفاني ( اداره ادبيه ) ټولنې بنيادي غړى هم و؛ نو ار دو ليکنې به يې په پښتو او پښتو آثار به يې په اردو ژبه کښې ژباړل سربېره پر دې ، حمزه بابا د لنډو او اوږ دو کيسو کتابونه ، مقالې او ډرامې په پښتو ژبه کښې وليکلې، چې په ډله ييزو خپرونو کښې خپاره شوي دي. همدغه راز حمزه بابا د ارواښاد بايزيد انصاري پير روښان د ادبي _عرفاني (رنسانس)او د ارواښاد خوشالخان خټک بابا د مبارزو د حماسي غورځنگ پېر تازه او ځلاندکړ؛نو د ادب دمشعل ،د غزل د بابا او د تصوف د لار ښود پر صفاتو وستايل شو . حمزه بابا د ( نهج البلاغه ) ، ( ارمغان حجاز) او ( جاويد نامه ) پر کتابونو شرحې وايکلې ، چې پېښور په (( پښتو اکاډمى )) او د کراچۍ په (( اقبال اکاډمۍ )) کښې‌ چاپ شوې او د هغه (1300) غزليات په څلورو ټو کونو کښې را ټولې شوې. ارواښاد حمزه بابا د فطري ذکا ، ذوق او نبوغ د لرلو له لامله پر خپلې مورنۍ ژبه پښتو ، اردو انگريزۍ ، دري ، او عربي ژبو پوره پوهيده . هغه په (1994ع) کال کښې د ( 89) کلونو پر عمر مړ شو اود لنډي کوتل په خپل کلي کښې خاورو ته سپارل شواى دى . ( انالله و انااليه راجعون ) ارواښاد حمزه بابا له (20) ډېر کتابونو نه ليکلي ، چې ځينې يې دادي: الف : ادبي او هنري آثار (١) د اشعارو کليات . (٢) پر (نهج البلاغه ) ،علامه اقبال ، ( ارمغان حجاز ) ، (جاويد نامه ) پر کتابونو اود ( عبدالرحمن بابا ) پر ديوان علمي شرحې . (٣) د عبدالرحمن بابا پر مزار د پښتو شعرونو اردو ترجمې . (٤) د ( بزم ادب ) او ( اولسي ادبي جرگې ) سمبالول. (٥) لنډې او اوږ دې کيسې _ دوه ټوکه . (٦) د ( ليلا مجنون ) ، ( پېغلې ) ، ( يوسف خان او شهربانو ) او ( علافه غير ) ادبي او هنري فلمونو جوړول. (٧) د سفرونو رساله . (٨) (نوې څپې) ، د خوشحال بابا پر اشعارو تبصرې (٩) د ( نن او پرون ) تاريخي کتاب، چې د نړۍ د دولتونوددواړو جگړو په بهير کښې ، د هند په ډهلي ښار کښې چاپ شو. ب : شرعي ، عرفاني ، اجتماعي او فلسفي آثار : (١) ژوند _ اجتماعي او فلسفي کتاب. (٢) ژور فکرونه _ تصوفي او عرفاني رساله . (٣) جلال محمد ( ص )_ شرعي او عرفاني کتاب . (٤) د بيت الله حج ( سفر نامه ). (٥) د ارواښاد شيخ احمد سر هندي فاروقي ( مجد د الف ثاني ) د ( مکتوبانو ) پر کتاب شرحه او تعليق. (٦) وحدة الوجود او وحدة الشهود _ تصوفي او عرفاني کتاب . (٧) پر سلگونو ادبي ، تاريخي ، علمي او اجتماعي ډرامې يې په پښتو ژبه کښې ليکلي او لوبولي د ي. لکه احمدشاه بابا ابدالي ، خوشحال خان بابا ، فتيح خان او رابيا گله ، خان بهادر ، زميندار ، قرباني ، مقابله ، ميمونه ، ژرنده گړى ، سپين سرې پېغله ، گومان د ايمان زيان د ى ، دوه بخيلان د چرسيانو باچا، د ډموښار او نورې .

ويرنه چا ويل ، استاذ حمزه ، له دې جهان ولاړ د ادب د خانقا ځنې ، عرفان ولاړ شمع مړه شوله ، پتنګ خاورې ايرى شو د غزل د ا ډانې ، روح او روان ولاړ دقلم دزړه نه ، وينې را څڅيږي چې د شعر او ادب ، خير البيان ولا ړ لمر په وريځو کښې ، دستر گونه پنا شو پښتو نخوانه ، د ادب ميني کاروان ولاړ د ادب حجره خالي ، دېره سړه شوه پښتنو ځنې ، استازى د رحمن ولاړ ! د غيرت نغمه سړه شوه ، چيغه غلې چې دسيمې نه ، وارث د خوشحالخان ولاړ په محفل کښې د ادب ، چوپه چوپتيا ده روحانى چې عندليب ، له کلستان ولا

ړ. دارواښادحمزه بابا د شعريوه بېلگه :

پريږ ده ،چې لوظونه د دروغو دې ، رښتيا کړم ته راته سبا ، سبا کوه ، زه به بيگا کړم توان لرمه دا چې ، د ماضي نه خراج واخلم زه به پخوانى شم ، ستامينه به پخلا کړم برند که حوادث دي، د وختونو په ککو کښې زه به حوصله هم ، پښتنه ورته پيدا کړم لايې د سپين مخ خالونه شمارم اوزگار نه يم پريږ ده الوتل به ، دسپوږمۍ په لوري بيا کړم ستا په اننگوکښې ، د حمزه دوينو سره دي ته شوې د پښتو غزله ځوان ، زه دې بابا کړم

ارواښاد حمزه بابا ، د تصوف په محبث کښې ، د (( وحدة الوجود)) د فلسفې پلوي دى ، خو د شريعت اوتصوف د پوهانو تر مينځه د ( وحدة الوجود او وحدة الشهود ) پر ارزښتونو ځانگړي نظريات موجود دي . متصوفين باور لري ،چې الله (ج) دزمان ، مکان او لوريو(جهتونو) پورې اړه نه لري ، په هروخت او هرځاى کښې حاضر او ناظر دى ، وجود يې (( واجب )) دى او په ټولو کلياتو جزياتو پوره عالم دى نو (( ټول _ هغه دى )). دا د ( وحدة الوجود) ډېرلنډ تعريف دى ، خو شرعي پوهان (( وحدة الشهود)) مني او په دي باور دي ،چې د خالق واجب الوجود ذات ځانگړى او ضروري ، وجود يې مستقل او په خپل وجود تل ترتله قايم ، دايم ، او قديم دى ، خومخلوق حادث دى ؛ نو د قديم او حادث گډون ، دعقل او ادراک له مخې ناشونى دى . دقرآن عظيم ، دنور د مبارک سورت په (35) آيت کښې څرگندونه داسې شوې ده : (( الله (ج) د آسمانونو او ځمکې د نور مالک دى)). د هغه د نور مثال داسې دى: لکه په روښانه تاخچه کښې ،چې ډيوه روښانه وي او ډيوه په ښيښې کښې وي او ښيښه د يوځليدونکي روڼ ستوري په څير وځليږي ،چې د زيتون د برکتي ونې پر تېلو بليږي. دغه ونه ، نه شرقي خواته وي او نه غربي خواته وي ، د هغې تېل له ډېرې سپېڅلتيا څخه خپله رڼا کوي ، که څه هم اور ورته رسيدلى نه وي ؛ نو رڼا د ډيوې پر رڼا د تېلو ، يو نور د بل نور لپاسه وي. الله ( ج) پر خپل نور هغه چاته لار ښوونه کوي ، چې اراده يې وشي او پر وردگار خلکو ته عيني محسوس مثالونه بيانوي ، ترڅو د محسوساتو له مخې پر معنوي حقايقو پوه شي او الله پر هر څيز ، ډېر ښه خبر دى . امام غزالي ( رح) په خپل کتاب( مشکاة الانوار )کښې له هغې يو لطيف تشبيهي تعبيرداسې کړاى د ى: دمتقي مسلمان بدن،ديوې روښانه اډانې په څېر دى ،چې په منځ کښې زړه ، ځليدونکي ستوري ته ورته دى ،چې د پاکې سينې په روښانه ښيښه کښې ايښودل شواى دى او د ايمان په رڼا سره بليږي. د تاخچې رڼا ، دډيوې رڼا او د تېلو رڼا يو د بل لپاسه د الهي معرفت انوار دي . که دغه تشبيه ، د فزيک د علم له نظره دو څېړل شي ؛ نو د الله منور سپېڅلاى ذات د انوارو لازواله مصدر دى ، چې د ټولو کايناتو لرونکى او واکمن دى . کله ،چې د متقي مسلمان د زړه هېنداره ، پر الهي عبادت پاکه او سپېڅلې شوې وي ؛ نو الهي انوار بېرته خپلې سرچينې ته ورگرځوي . لکه ،چې په مقعره عدسيه کښې ،چې د لمر وړانگې ولويږي ؛نو بېرته يې د لمر ستر گې ته ورگرځوي اود فرعي رڼا غبرګون په اصلي نور کښې جذب او گډيږي او د وحدة الوجود بڼه غوره کوي. د سکر په داسې حال کښې د صوفي خودي د بي خودۍ د عشق د انوارو په محراق کښې سوځي او پنا کيږي .لکه حسين بن منصورحلاج ، چې د عشق په انوارو کښې ورک شو او د (( اناالحق )) اعلان يې وکړ. شرعي پوهان ، دفرعي انوارو غبرگون ، په خپلې سرچينې کښې (( وحدة الشهود)) گڼي او په مخلوق کښې د خالق د ځواک نخښې نښانې د خالق د وجود داثبات دلايل گڼي. ځينې متصوفين په دې باور دي ،چې د عالم ظاهري مادي بڼه د باطني معنوي حقيقت انځور دى نو وايي : کلما فى الکون وهم او خيال او عکوس فى المرايا اوظلال ټول ظاهري مادي کاينات، د وهم او خيال انځور دى ، يا عکسونه دي په هېندارو کښې يا دواقعيت سيورى دى . ستر متصوف عبدالرحمن بابا د بدن د غړيو تر منځه وحدت غواړي او وايي : که تن ځمکه کړې ، زړه تخم ، باران او ښکې لکه نخل به سر وکاږي ، له خاکه Hamza baba yad by: Qazi asmatullah Rohani - بېرته شاته