(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اسماعيل خان د ورکېدو وروستۍ ترپکې

د اسماعيل خان وروستۍ اپلتې يا د ورکېدو وروستۍ ترپکې

ډاکټر لمر

د اسماعيل خان تاريخي نخرې ډېرې زړه بوږنونکې څپې لري. کله چې په هرات کې ليا تورن اسماعيل وو، نو د کمونيستي واکمنو پر ضد يې په ۱۹۷۹ ميلادي کال بغاوت وکړ او بيا د جهاد له ليکو سره مل شو، چې د سيمې خلکو له تورن صيب نه لکه يو مجاهد غوندې اطاعت وکړ او د سيمې د امير نوم يې ورکړ، مګر پوښتنه دا ده، چې ولې دغه د ملي اردو تورن صيب، د جهاديانو امير صيب او د بلواکانو ستر جنرال صيب د افغانستان ټبري، تنظيمې او ژبنيز ښکېلاک ته د اسلام مقدس دين تر نامه لاندې ورودانګل، له روسانو سره يې جهاد وکړ، خو له امريکايانو سره بيا په واک کې ور ګډ شو، چې نن سبا يې د شتمني کچه له ميليارډونو ډالرو اوښتې او د مملکت په کچه په فساد کې ښکېل دی، نو دا هغه پوښتنه ده، چې هر با انصافه افغان يې بايد له ځانه وکړي، چې دغه بدمرغه لکه چې له وېشه په چور ډېر خوشاله دی، چې وايي: شرې شود که خير ما باشد!

وروسته د کمونيستي واکمني له نسکورېدو ښاغلي تورن صيب اسماعيل خان د غرب او جنوب غرب جبهه د طالبانو تر راتګه پورې توده وساتله، چې په لکهاوو بې ګناه خلک يې قرباني شول او په سيمه کې يې له ګلم جمه نيولې تر پهلوان عبدالمالک خانه يې سازشونه او تړونونه وکړل، چې خپله سيمه ييزه واکمني وساتي او د سيمو په خلکو خپله د ظلم مېچن وچلوي، د ښاغلي تورن اسماعيل د هغه مهال د انډوخر په اړه د جنرال ظاهر عظيمي کتاب «طالبان چګونه آمدند» ولولی! مګر ما ته د اسماعيل خانه لاندينی څرګندونې په زړه پورې دي، چې وايي:

په بدن کې یې دسلو مرمیو نښې شته او دجنوب غرب حوزې تر سل زره زیات شهېدان ورکړي دي او اوس چې په چوکۍ ناست دی دا د دغو وینو برکت دی او مجاهدین به اجازه ورنه کړي چې افغانستان ګډوډ شي. ده وویل چې ولسشمر کرزی په غزني کې دطالبانو په خلاف د پاڅون ملاتړ کوي مګر که دغسې یو کار مارشال فهیم، استاد خلیلي، استاد سیاف یا استاد عطا کړی وای، بیا به ورسره چلند بل ډول و او دا ځکه چې دا مهم کسان دي او له دوی وېره کېږي، خو دغزني دقیام مشر ګمنامه سړيدي. ده په خپلو څرګندونو کې په غیرمستقیم ډول ولسمشر کرزي ته دا ویل غوښتل چې که دی له چوکۍ لرې شي، نو خپله برطرفي به له کرزي او خارجیانو وګڼي(د افغان-جرمن د برېښنا پاڼې د خبرې څانګې برخه).زما په ګومان لاپې او اپلتې هم اندازه لري!

د تورن صيب له پورتنيو خبرو دا جوتېږي، چې قرباني هراتيانو ورکړه، مګر چلچې جهاديانو وکړې! مګر د غزني ولسي پاڅون يا غوبل په نا امنه سيمه کې رامنځ شوی، چې دولت ورڅخه سياسي، تبليغي او نظامي ګټې پورته کوي، مګر تاسو جناب خو د هرات په سيمه کې د ګډوډي ناره پورته کوی او بيا مو هغه منفورې څېرې يادې کړې دي، چې د يو شمېر يې په کابل کې او بل شمېر يې د هېواد په نورو سيمو کې لاسونه تر مړوندو څه چې تر څنګلو په وينو سره دي، چې بيا ستاسو د د انسان وژنې ژرندې ته د اوبو پر ځای د وينو ډکې ويالې ورخوشې کړي او تاسو ته چوکۍ وګټي!

د طالبانو له راتګ سره د جهاديانو، ګلم جمانو او نظارتيانو ټغر مخ پر ټولېدو شو او تورن اسمعيل خان هم د خپل سيمه ييز يا ژبنيز چال په لومه کې ښکېل شو او د عرب جنرال عبدالمجيد روزي په وساتط او د ازبک جنجال عبدالمالک په رزالت د طالبانو لاس ته ورغی، مګر بيا د طالبانو د سهل انګاري په ترڅ کې او د عبدالرزاق حکمتي په مرموزيت کې، چې د امريکايانو د ګوانتاناما په جېل کې ګواکې د سرطان د ناروغي له کبله مړ شو، اسماعيل خان هم د کندهار له بندېخانې وتښتېدو او يا وتښتول شو، چې بيا يې په ايران کې د خپل هېواد اوهراتيانو پر ضد فعاليت پيل کړ او د مقاومت تر نامه لاندې يې خپل مافيايي ګودل له وينو، زرو او زېرمو ډک کړ، چې د امريکايي تيري او شمال ټوالې له غوبل سره سم يې بيا د پېښو ډګر ته لکه بګېل مړز غوندې ورودانګل! چې د هرات سيمه د خپلو نامشروع غوښتنو لپاره لاندې کړي او د بې وزلو وينې تويې کړي.

د امريکايی غوبل سره يې سم د خپلو ناروغو غوښتنو پر بنسټ د جنوب-غرب د سيمې د امارت ډنډورې شروع کړې، د هرات-ايران، هرات-کندهار او هرات-فارياب په لويه لار يې پاټکونه جوړ کړل، چې پايله يې د سيمې له خلکو سره د اسماعيل خان اخو ډب شو، چې له کومندان نايب سره يې يوې خوا ته ډزوله او له کومندان امان سره يې بلې خوا ته ټنګوله، چې پايله د هغو دوو تر څنګ د زرهاوو بېګناه خلکو وژل کېدل شول، له هراته د اسماعيل خان د زوی ميرويس صديق ورکېدل شول، د برېښنا وزارت ته  د اسماعيل خان رسېدل شول او د افغانستان د خلکو په تيارو کې ډوبېدل شول.

په وروستيو دوو اونيو کې د تورن اسماعيل بې مسؤليته څرګندونو د افغان ولس ډېر خلک ناکراره کړي او ګڼشمېر اندېښنې ورته پيدا شوې دي، چې دغه بدمرغه تورن صيب اسماعيل خان د چا په اقتصادي امکاناتو او يا د چا د وسله وال ځواک يا مټو په مرسته د جهادي شورا نوم يادوي، چې د مجاهلينو د ملک الطوايفي هنګازې يې بيا رابوږنولې دي او د وينو د ويالو وږمې يې پکې نغښتې دي، چې قرباني به يې بيا هم لومړی د جنوب-غرب حوزې متدين خلک او بيا نور وي.

دا ځل بيا تورن اسماعيل خان د خپلو خبرو سپيناوي او که ټولنيزې سپکاوي لپاره يې د يو شمېر خلکو لکه: فهيم قسيم، استاد عطا، استاد خليلي او ملا سياف نومونه ياد کړي دي، چې بيا يې خپل هغه زاړه، وراسته او بوين د ملکوالطوايفي جګړو متحدين، چې ټول افغانستان يې پر سر واخيست رسنيو ته څرګند کړي دي، يعنې بيا يې د افغانستان ټوټې کېدلو، د وينو تويولو او خلکو وژلو ته خپله ناوړه لومه اېښې ده، چې په لومړي ګام کې به يې قرباني هراتيان او د سيمې خلک وي او بيا به يې د اور لمبې نورو ته رسېږي، ځکه جنرال صيب «شېر خانه او روبا بيرون» دی او يا لکه هغه بل شېر پنجشېر او بز کابل غوندې.

زما په ګومان له افغان ملت سره بايد داسې يوه پوښتنه پيدا شي، چې کله روسانو په افغانستان بربنډه تېری وکړ، نو تورن صيب لومړی بغاوت او بيا جهاد وکړ، مګر کله چې امريکايانو په افغانستان تيری وکړ، نو دی يې تر څنګ ودرېد او د افغانستان د خلکو په ځپلو کې يې نېغه ونډه واخيسته، د ميليارډونو ډالرو سرمايه يې جوړه کړه او د خلکو ځمکې يې غصب کړې! په زړه پورې ليا دا ده، چې دغه ښاغلی وايي، چې وراره يې په هرات کې تښتولی شوی وو او تورن صيب ورته يوسلودودېرش زره ډالر ورکړل! يعنې دی په هرات کې د خپلو خپلوانو امنيت نه شي ساتلی، نو نورو ته به څه وکړي، خو يوه پېښه څرګندوي، لکه چې په جهاد کې هم د وينې پر ځای پيسې وېشل کېدلې، نو عجيبه مسلکونه، عجيبه پيسې او عجيبه يې هم پيغامونه!

پايله

درنو هېوادوالو! په فارسي کې يو متل دی، چې وايي: آزموده را آزمودن خطاست!، نو موږ او تاسو ټولو د افغانستان د کمونيستانو، اسلاميستانو او تيکنوکراتانو واکمنۍ وليدلې او په خپل ځان او پوست مو احساس کړې، نو د افغان ولس څانګپوه، په هېواد او خلکو مينو ځوانانو او پېغلو ته پکار ده، چې د ټولنې د سمې ادارې، سم امنيت او سم پرمختګ مسؤليت لپاره هلې ځلې وکړي او يو داسې اداري ميکانيزم رامنځ ته او پکار يې واچوي، چې ټولنه له راتلونکو بدمرغيو وژغورل شي او د افغان ولس وقار او غرور وساتل شي، چې د دې لپاره يو منظم، پياوړي او صادق ټيم ته اړتيا ده، چې د يو ټولنيز خوځښت په اډانه کې ټول څانګپوه او په هېواد مين خلک راټول شي او د افغانستان برخليک وټاکي، که نه نو بيا به همدا ماشيني جنرالان او پروفيسران وي او همدا يې جنجالونه او ټولنيز غمونه!

د ريښتني افغانانو د اتحاد او بري په تمه

- بېرته شاته