(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جلال اباد جګړه

ننګياليو افغان خويندو وروڼو

پر افغان ملت تپل شوې جګړه اوافغان وژنه به تر هغه  پورې پاى ته ونه رسيږي ترڅو د هغې د لاملونو په هکله ژوره، مستنده او هراړخيزه څيړنه تر سره شوې نه وي. په همدې تکل به احمدشاه ابدالي جرګه د خپل د ايمان خاوند ويښ ځوان نسل ته د ايمان خاوندانو ويښو افغان ځوان نسل ويبپاڼو له لاري د يوه سيريال په خپرولو لاس پورې کړي. يا ربه توفيق!

احمدشاه ابدالي جرګه

د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!

د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ

د افغانستان د ننګيالي ملت د ولس او خاورې د غاصبانو تر پښو لاندې ځمکه په تبۍ بدله کړئ

ليک: غلام محمد زرملوال

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي

يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي

احمدشاه بابا

سريزه:

په ١٩٨٦ زيږديز کال په بشپړه توګه څرګنده وه چې د شوروي مشر، ميخايل ګوربچوف، پريکړه کړې وه چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي. خو پرنګي، امريکا او پاکستان هغه پروسه شنډه او د جګړې د اوږدولو لار يې خپله کړه. د ملګرو ملتونو نا اغيزمن ظاهري هڅودوام درلود. پردې اړه امريکايي ليکوال، سيليګ هريسن، په تفصيل ليکي چې د ملګرو ملتو استازي، ديګو کوردوويز، د ١٩٨٧ کال په جولاى کې اسلام اباد، کابل، واشنګټن او مسکو ته يو پلان وړاندې کړ چې د "داسې يوۀ پراخ بنسټه حکومت" پر جوړولو غور  وکړي  چې په  هغه کې اووه تنظيمونه، د خلق ديموکراتيک ګوند، او په بهر کې د ميشتو افغانانو وتلي شخصيتونه برخه ولري.  ظاهرشاه ته پدې فورمول کې ځانګړى ځاى ورکړل شوى و او جوته شوې وه چې په حکومت کې هيڅ يوۀ ګوند ته هم، د مسلط ځاى ورکول د منلو وړ نه  وو. خو په داسې حال کې چې د افغانستان په جګړه کې ټولو سيمييزو او نړيوالو ښکيلو اړخونو هر يوۀ د خپلو موخو د ورته لاس پر وروړلو پرخوا له خپلو ځانګړو تګلارو سره سم عمل کاوۀ، نو د کوردوويز پر وړاندې کړي پلان ".. هيڅ بحث ونه شو.." 

 

نجيب د مجاهدينو لپاره د منلو وړ نه وو ځکه چې "پردى ګوډاګى" و، او له هغۀ سره به خبرې کول "د شهيدانو له روح سره جفا" واى.  دا رښتيا خبره وه  چې نجيب د مسکو له خوا په څوکۍ کينول شوى و او د مسکو په مټو يې حکومت کاوۀ.  خو دا هم رښتيا وه  چې د تنظيمونو مشران هم خپلواک نه وو.  واقعيت دا دى چې هغه لورى چې مسکو په قدرت کينولى و په هغۀ څوکۍ پورې سريښ و او هغه بل لورى، چې د امريکا او پاکستاني پوځي بيروکراسۍ په ستنو ولاړ و او په هيواد کې د حکومت کولو مدعۍ وو، تر پايه پورې د اتبار وړ يو بديل وړاندې نکړاى شو.  دواړو خواو،  ورته پر ايښودل شوو لومو باندې سترګې پټې کړې وې او د پرديو له خوا د پر ورکړل شوي "قدرت" په نيشه کې يې ځانونه ډوب کړي وو. دې ته يې پام نه  و چې که له پوهې او درايت څخه کار وانخلي نو "په جنګ کې ښکيلې دوه چوغکې به دواړه د پيشو خوراک شې"

د ١٩٨٩ کال د فبروري مياشت، له مورال او رواني پلوه، د کابل لپاره خورا غوره مياشت وه.  په لويديځ کې داسې توقع کيدله چې مجاهدين به د شوروي له وتلو څخه يوه ورځ وروسته، يانې د فبرورۍ په ١٦ نيټه، په کابل هوايي ډګر باندې بريد وکړي او دا به د نجيب د نسکوريدو پيل وي.  خو په هغۀ  ورځ  هيڅ  پيښه  ونه شوه. د مارچ د مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې هم کوم څه ډګر ته راونه وتل. د نجيب د ځواک ښوونې مظاهرې، په هيواد کې د اضطراري حالت اعلان او د دفاع د عالي شورى اعلانولو- که له يوې خوا د نوموړي د حکومت د رښتينې ويرې ښکارندوى وو-  خو له بلې خوا يې په لويديزه نړۍ کې سياسي کړۍ ولړزولې ځکه چې هغوى په خپله خپل توقعات خورا لوړې کچې ته لوړ کړي وو.  د هغوى د لوړو شوو توقعاتو د ناسمتيا لامل دا و چې، کۀ څه هم د ډاکټر نجيب په حکومت او ګوند کې بيلابيلو ځواکونو خپل ځانګړي پروګرامونه او پلانونه لرل، خو څنګه چې اوس ټول د خپل مرګ او ژوند له سوال سره مخامخ وو، نو د مخالفينو په مقابل کې يې د يوې "يو موټې جبهې" او سياسي يووالي تظاهر په افغانستان کې د ".. بشپړې ګډوډۍ او انارشيزم" افواهات غلط ثابت کړل.  لويديزو جاسوسي دستګاو د نجيب پلويان "پرځمکه ناستو بتو" ته ورته بلل او د پروپاګند ادارو يې داسې صحنې انځور ولې چې: ".. د شوروي پوځونو له وتلو وروسته به  سملاسي مجاهدين د خلق ديموکراتيک ګوند د غړو، د هغوى د کورنيو، پلويانو، زړۀ سواندو او دولتي مامورينو پر مرۍ پرې کولو پيل کوي .."

 

هغوى له افغانستان څخه د شوروي په "ارام وتلو" هم خورا خواشيني وو.  زموږ له هيواد څخه د شوروي له  وتلو سره د امريکا، لويديځ او سيمييزو انډيوالانو له لاسه  تر بل هر وخت ګرانه تحفه وتلې وه او له همدې کبله  و چې د افغانانو له خاورې د سرۀ پوځ د وتلو په لار کې يې له هيڅ ډول خنډونو اچولو ډډه نه وه کړې. د روسانو پر وتلو پسې سملاسي  واشنګټن په افغانستان کې په نوې لوبه لاس پورې کولو بوخت شو.  امريکايي چارواکو، چې د شوروي پرضد د سوبې  تر لاسه کولو وياړ يې د ځان وبالۀ، اوس پدې پلان بوخت  وو چې څنګه په افغانستان کې قدرت ته د يوۀ "بنسټ پال" حکومت درسيدو مخه  ونيسي.  له نيويارک څخه په يوۀ راپور کې د رويتر خبري اژانس ليکي چې امريکايان پدې خبره سوچ کوي چې څنګه "افراطي مجاهدين" د سياست له ډګر څخه وباسي او لدې سره، سره چې په ظاهر کې: ".. واشنګټن مجاهدين هڅوي چې په بهر کې حکومت جوړ کاندي، خو د هغوى د په رسمي پيژندلو لپاره چمتو نه دى.."  امريکا او پاکستان دواړو پر پرله پسې توګه د تنظيمونو پر مشرانو زور اچاوۀ چې تر هغه پورې چې په "افغانستان کې د ننه يې د پام  وړ ځمکه تر لاسه کړې نه وي"، د په رسميت پيژندنې هيله دې ونه لري. 

 

له سياسي قدرت څخه د مجاهدينو د لرې ساتلو پر لور لويديز اوس په کلکه پتييلې وه چې په عملي کار پيل کړى او د هغوى پر ځاى د يوۀ بل بديل د پر پښو درولو پر لور جدي ګامونه پورته کړي. د رويتر اژانس د بوش د ادارې د لوړرتبه مامورينو له قوله وايي چې: ".. واشنګټن پريکړه کړې ده  چې د افغان د نوي ټاکل شوي حکومت پرځاى ... د آى اِس آى له ليارې افغاني باغيانو ته"  دپوځي مرستو ورکولو ته دوام ورکړي. له "افغاني باغيانو" څخه د واشنګټن پر مشرۍ د لويديځ هدف هغه يو شمير "مستقل"  قوماندانان وو، چې سي آى اِې او آى اس آى په افغاستان او سيمه کې خپلو وروستيو موخو ته د رسيدلو لپاره پر نښه او اجيران کړي وو. 

 

دا د افغانانو لپاره د خورا تورې اوغملړلې راتلونکې زيرى و. د شواهدو پر بنا د مارچ په ٣ نيټه په يوه غونډه کې، چې د پنجاب د ګورنر، نواز شريف، له خوا مجاهدينو ته د "شورى د برياليتوب"  په هکله د مبارکي ويلو له کبله جوړه شوې وه، پر افغانستان د بريد پروګرام څيړل شوى وو. ددې غونډې په بهير کې نواز شريف، له جنرال ضيا څخه په تقليد، وايي چې هيله لري ".. له دوى سره يوځاى به په کابل کې لمونځ وکړي.."

 

د مارچ په ٦ نيټه د جلال اباد ښار له ختيز لوري د توغنديو او درنو توپونو تر بيسارې بمبارۍ لاندې ونيول شو. د جلال اباد د ترلاسه کولو لپاره جګړه پيل شوې وه.

د جلال اباد جګړه ښه او بشپړه پلان شوې ستراتيژي وه. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له راپور سره سم ".. پر جلال اباد باندې د مخامخ بريد امر د بينظير بوتهود حکومت له خوا د هغۀ هيواد د ملکي او نظامي مشرتابه د مارچ د مياشتې د ٥ نيټې په يوه غونډه کې ورکړ شو چې په هغې کې په اسلام اباد کې د امريکا سفير هم ناست و.."[1]

 په ختيز افغانستان کې د ننګرهار د ولايت پلازمينې،  جلال اباد، د نيولو د هڅو تر شا، چې  د افغانستان له لويو ابادو ښارونو څخه و او له دوه مليونه څخه زيات نفوس يې لارۀ، يو شمير غوره ستراتيژيک لاملونه پراته وو.  لومړى لامل يې دا و چې نوموړى ښار د افغانستان يوه ګڼ ميشته سيمه وه چې د "پاکستان" په څنګ کې پرته او هغۀ د ننوتو او وتو له کبله يې  ښۀ  او مناسب  موقعيت لارۀ.  دويم دليل يې دا و چې له افغانستان څخه د روسانو تر وتلو وروسته د مجاهدينو د موقت حکومت لپاره، چې د پرنګي، امريکا او پاکستان د حکومتونو تر زورور فشار لاندې و،  ضروري وه چې د ځان لپاره د باور د پيدا کولو په ليار کې په افغانستان کې د ننه ځاى ولري.  د جلال اباد په شان د يوۀ لوى ښار د نيولو په نتيجه کې به له يوې خوا د تنظيمونو دا ادعا چې د افغانستان په سلو کې پر نوي خاوره يې تسلط لارۀ ا تباري شوې واى او له بلې خوا به يې ډاکټر نجيب ته ددې موکه نه واى پرې يښې چې د اولس په سترګو کې يې ".. د هرې ورځې له تيريدو سره زياتيدونکى اتبار لا نور هم پسې پياوړى شوى  واى.."  او دريم دليل يې دا و چې له پلان سره سم د مارچ  په ١٣ نيټه د سعودي عربستان په پلازمينه، رياض، کې د اسلامي هيوادونو د کانفرانس غونډه کيدله. داسې هيله  وه چې  جلال اباد به "ډير ژر په دوه يا درۍ ورځو کې" سقوط وکړي او هغه به ".. په راولپينډۍ کې د جوړ شوي منځ مهاله حکومت د کيناستو ځاى وګرځي.."  نو دا به په رياض کې د اسلامي هيوادو نوموړې غونډې ته يوه ښه ډالۍ وه  چې وړاندې شوې واى.

کله چې د مارچ په ٥ په جلال اباد باندې د بريد پريکړه - د نيويارک ټايمز د ٢٣ اپريل له راپور سره سم- ".. په هغۀ غونډه کې وشوله چې په هغې کې هيڅ يو افغان هم حاضر نه و ... ځکه چې ضرورت ورته نه ليدل کيدۀ.."، هدف يې دا و چې د مارچ په ٩ نيټه به ښار سقوط وکړي. د حکومت پر ودانيو به اسلامي بيرغونه ورپول شي او د جمعې په ورځ به هلته د افغانستان د اسلامي دولت د کابينې لومړى غونډه وشي. پاکستاني ډلييزه رسنيو راپورونه خپارۀ کړل چې ".. د مجاهدينو حکومت به ډير ژر په افغانستان کې د ننه خپله لومړنۍ غونډه وکړي.." ددې غونډې مخامخ راپور به د لويديزو ډلييزو رسنيو، ګرځنده تلويزيونو او فلم اخستونکو له خوا  جهان ته ورکړل شي. د برتانيا د "ازاد تلويزيون" نامتو جاسوس- ژورناليست، سنډيګال، له ".. يوۀ ټن څخه زياتو تلويزيوني سامان او الاتو سره.." ننګرهار ته رسيدلى و چې په جلال اباد کې د "حتمي وينو توئيدلو او تخريب" ننداره وکړي. د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د سعودي په رياض کې د اسلامي هيوادونو د کانفرانس غونډې ته "د اسلامي فتح" مبارکي ويل شوې وه؛ پرنګي او امريکا به پدې فتح کې تر ټولو زيات ځان ونډوال او شريک بلل، او د اسلامي نړۍ د دوستانو په توګه به يې د مسلمانانو په سترګو کې د لندن او واشنګټن د محبوبيت ادعا لا نوره هم پسې ګړندۍ کړې واى.

ايا پدې ګرده لوبه کې به د افغانستان برخليک څه واى؟

د افغانستان برخليک به له پرنګي، امريکايي، ايراني او پاکستاني نسخې سره سم پر دوو او يا څو ټوټو ويشل کيدل واى.  تر دې پروګرام لاندې به د ببرک کارمل، سلطان علي کشتمند او روسانو د "شمالي افغانستان حکومت" پروژې هم تحقق موندلى واى.  پر دې اړه د بينظير بوتهو د حکومت سلاکار، راجا انور د "افغان تراژيدي" په ٢٧١ مخ کې ليکي چې: ".. دا څرګنده خبره ده چې يو زيات شمير لويديز هيوادونه، امريکا، چين او پاکستان يوه اوږده موده د دې پيښې لپاره سترګې پر ليار وو او د هغوى د بهرنيو چارو وزارتونو د پيژندنې متنونه، چې د اسلامى حکومت د پيژندلو لپاره به يې وړاندې کوي، چمتو ساتلي وو. که چيرې داسې څه (يانې مجاهدين جلال اباد يا بل کوم ښار ونيسي)، نو افغانستان به په موقتي توګه پر دوو برخو- لکه شمالي او سهيلي ويتنام-  وويشل شي. د خلق ديموکراتيک ګوند به له کابل څخه تر شمال پورې سيمو باندې حکومت کوي او باغيان به پر ختيز ته پرتو سيمو باندې حاکم وي. د دواړو خواو ترمنځ به جګړه  دوام وکړي او که چيرې د جګړې په ډګر کې کومه پريکنده نتيجه تر لاسه نه شي، نو په وروستي پړاو کې به د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې اوربند وشي. او لکه څنګه چې د نورو ويشل شويو هيوادونو پر څير، دوه ټوټې افغانستان به دواړه د ملګرو ملتو غړي پاتې شي.."[2]

په جلال اباد باندې د بريد لپاره  ددې بيساري تلوار خورا غوره عامل دا و چې پرنګي، امريکا او پاکستان، چې په افغانستان کې يې د يوې لسيزې په اوږدو کې په خپله توره او د روسانو په توره د افغان ملت ډيرې مرۍ پريکړې وې، نه غوښتل د جنګ تودوخه راښکته، له افغان څخه د افغان  د کسات او بدل  اخستلو کينه  سړه او د پرنګي-امريکايي موخو د سرته رسيدو په ليار کوم ځنډ يا خنډ رامخ ته شي. سي آى اِې دې واقعيت ته  په پوره زيرکۍ کاته چې له افغانستان څخه د سره پوځ له وتلو وروسته د شل ورځو په اوږدو کې د جګړې په ډګرکې د تعجب وړ ارامتيا ليدل کيدله.  له ټولو اړخونو څخه د ساړۀ سر او ساړۀ ټټر د خاوندانو د ډګر ته راوتلو نښې نښانې ليدل کيدې.  د جګړې د بې مانا دوام پر اړه لوڅ بحثونه او د ملي مصلحت پر لور د تفاهم فضا په رامنځ ته کيدو وه.

د دې وضع راپنځيدو ته،  چې د يو ګڼ شمير مجاهد کومندانانو په ليکو کې يې په ريښو ځغلولو پيل کړى و، بهرني جاسوسي سازمانونه په څار وو.  نو ددې لپاره چې افغانان د خپلې راتلونکې او برخليک په هکله واضح فکر ونکړاى شي، د افغانانو په غياب کې د امريکا او بوتهو د حکومتونو له خوا د مارچ د ٥ پريکړه وشوله.  د يوۀ ګڼ شمير مجاهدو قوماندانانو د غوښتنو پرخلاف، د ".. افغانستان منځ مهاله حکومت چې د پاکستاني او امريکايي استخباراتو په لاس کې بيلۀ بيواکه وسيلې بل څۀ نه و او د هغوى ټول سياسي او پوځي فعاليتونه يې کنترولول.." د مارچ د ٥ پريکړې پر پلي کولو لاس پورې او په جلال اباد يې بريدکړى و.[3]

د جلال اباد او يا کوم بل ښار نيول، لکه څنګه چې پورته په وار وار ويل شوي، د امريکا او لويديځ له خوا د مجاهدينو د حکومت د رسمي پيژندلو لپاره "شرط" ايښودل شوى و.  دا په خپل وار د هغۀ پړاو د پيل پر لور ګام ايښودل وو چې په افغانستان کې د يوه "بنسټپال حکومت" په پښو دريدو مخنيوي وشي.  د دې هدف لپاره امريکا پلان لارۀ  چې مجاهدين  يو پر بل تباه کاندي.

تنظيمي مشرانو او تنظيمي ډلو هم په پټه هر يوۀ د خپلو ځانګړو موخو پر لاس ته راوړلو لاس پورې کړى و.

د دې ټولو په منځ کې يوه دريمه "جايزه" هم موجوده وه. دا جايزه په ځانګړې توګه د اسلامي هيوادونو په غونډه کې د سعودي عربستان په برخه کيدله:  هغه داسې چې نوموړې غونډه پداسې وخت کې رابلل شوې وه چې اسلامي نړۍ له خورا درانۀ کړکيچ سره مخامخ وه. له يوې خوا د برتانوي تبعه، سلمان رشدي، پرضد د هغۀ د کتاب ((شيطاني آيتونو)) له کبله په اسلامي هيوادونو کې بيسارى کړکيچ راپورته شوى و او د سعودي عربستان د رقيب، ايت الله خميني، له خوا يې د مرګ فتوى ورکړل شوې وه، او له بلې خوا د اسرائيلو پرضد د اردون سين په لويديزه غاړه او په صهيونيزم  ميشتو سيمو کې د فلسطين د اولس پاڅون، "انتفاضه"، حساس پړاو  ته رسيدلې وه.  له "اسلامى امت" سره اړوندې دا دواړه مسئلې د اسلامي کانفرانس هيوادونو د غونډې خورا غوره اجندا جوړوله. او البته دواړه د ا مسئلې په مخامخ توګه په سيمه او نړۍ کې د امريکا او برتانيا د "ګټو" پرضد وې.  دا د اسلامي نړۍ پر اړه د سعودي عربستان  د سياست  په مخ کې غټه کشاله وه، ځکه چې له امريکا او لويديځ  سره د تاريخي اړيکو پر بنسټ  د نوموړي هيواد ټولواکه کورنۍ مجبوره  وه  چې د هغوى ګټې وساتي.  لدې کبله افغانستان، چې پر اړه يې د اسلامي هيوادونو په ګډون په نړيواله کچه نوې کړنلاره د پلي کيدو په حال کې وه، د سلمان رُشدى او د اردون د لويديزو غاړو د وقايعو په مقابل کې ښۀ انډول کيداى شو.  نو په جلال اباد کې "فتح" لدې کبله يو ضروري "حتميت" و، او ".. په افغانستان کې د جهاد يوې "فتح" به سعودي ته دا موکه په لاس ورکړې واى چې لوړ غږ ادعا وکړي چې ((ګوره څنګه سوبه د اسلام په برخه شوه)).."[4]

پر همدې اساس او ددې لپاره چې خپله "وړتيا" ثابته کړي، د "افغانستان منځ مهاله حکومت"، د صبغت الله مجددى پر مشرۍ، ټول هغه څۀ چې يې په  وس کې وو د جلال اباد جګړې ته وقف کړل.  د افغانستان تنکي ځوانان، او حتى دولس کلن  ماشومان د جګړې کرښو ته واستول شول. د انګريزي ((سنډې ټايمز)) ورځپاڼې خبريال، جان اندرسن، له جلال اباد څخه په يوۀ راپور کې وايي چې:

".. ما دولس کلن کوچني ماشومان په خپلو سترګو وليدل چې تر نه شليدونکو پرله پسې هوايي بمباريو او درنو توپونو د ګوليو تر باران  لاندې وو... هايسته (ښايسته) ګل، چې دولس کلن هلک دى، د پيښور په څنډو کې يې خپل د مهاجرينوکمپ پرې يښى دى چې د جهاد په جګړه کې برخه واخلي.."[5]

جګړه خورا خونړۍ وه.  د مارچ په ١٧ نيټه د پاکستان ډلييزو رسنيو په افغانستان کې د ننه د ".. مجاهدينو حکومت د لومړنۍ غونډې" پرله پسې خبرونه خپرول. لويديزو رسنيو او مطبوعاتو په شوق او ذوق د مجاهدينو له خوا د جلال اباد ښار ختيز خوا "په لس کيلومترۍ کې" د ثمرخيلو دګارنيزيون د  نيولو او د جلال اباد په هوايي ډګر کې "د تن په تن جګړې" راپورونه خپارۀ کړل.  د برتانيا "ازاد تلويزيون" ته په يوۀ راپور کې نامتو جاسوس "افغانپوه" (!)*، سندي ګال، وايي چې ".. دا خورا غوره ګارنيزيون او هوايي ډګر.." د مجاهدينو په لاس کې دى.  او که چيرې مجاهدين، سندي ګال ټينګار کوي، ".. جلال اباد ونيسي او منځ مهاله حکومت د لويديځ له خوا په رسميت وپيژندل شي نو په کابل کې د مخکې له مخه لړزاند حکومت  به  لا نور هم لړزاند شي.."[6]

سعودي عربستان لومړى هيواد و چې د مارچ په ٩ نيټه يې د افغانستان منځ مهاله حکومت په رسميت وپيژاند.  ددې لپاره چې په افغانستان کې د حالاتو بهير له قانون او "ديموکراسۍ" سره سم وښيي، د سعودي د بهرنيو چارو وياند، چې د ".. څو سوه  شهزادګانو.." له ډلې  څخه يو شهزاده  و،  وايي چې د ".. افغانستان منځ مهاله حکومت د يوې شورى له خوا ټاکل شوى دى چې د ټولو افغانانو استازيتوب کوي.." پر همدې موکه د افغانستان د "منځ مهال حکومت" د بهرنيو چارو وزير، گلبدين حکمتيار، - (چې ځان يې د بهرنيو چارو د وزير کفيل بالۀ)- د سعودي عربستان پلازمينې ته سفر وکړ چې په اسلامي کانفرانس کې د افغانستان خالي څوکۍ د افغانستان "منځ مهاله حکومت" ته د ورسپارلو غوښتنه وکړي.

پر جلال اباد باندې په بريد کې، چې له عيني شواهدو او تبليغاتو سره سم پکې د پاکستان پوځ  مخامخ ونډه لرله، له هرې وسلې او وسيلې څخه کار اخستل شوى و. د پاکستان د پوځ مخامخ مداخله او حتى "پر افغانستان باندې د تيري کولو" پر اړه افواهات لا نور هم پسې پياوړې او د جلال اباد پر ښار يې د اوږد واټن وسلو بريد ورځ پر ورځ شدت موند.

د امريکا جمهور رئيس، جيورج بوش او د شوروي د کمونست ګوند مشر، ميخايل ګورباچوف، ته چې دواړه خواوې د ژنيو تړون "تضمين کوونکي" وو، په يوه ليک کې ډاکتر نجيب شکايت کوي او وايي چې د پاکستان پوځ د چترال، ناوه ګۍ، تورخم او پره چنار په سرحدي سيمو کې ځاى پرځاى شوى دى.  په دې ليک کې د امريکا او شوروي له مشرانو غوښتنه شوې چې پر پاکستان فشار واچوي چې د ژنيو د تړون درناوى وکړي او په افغانستان کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.

له بلې خوا افغانستان له ملګرو ملتو څخه هم د "ګرځنده ځواکونو" غوښتنه کړې وه چې د پاکستان ".. د پوځونو خوځيدل وګوري چې پر افغانستان باندې يرغل ته تيارى نيسي.."  ملګرو ملتو ته د کابل په ليک کې تور لګول شوى و چې پاکستان ".. له مجاهدينو سره مخامخ مرسته کوي. د هغوى عسکر او مليشه د ټانک ضد ميلان توغنديو او لاسي بمونوپه ګډون تازه پر مخ تللې وسلې مجاهدينو ته رسوي.." د واشنګټن پوست د ورځپاڼې د خبرېال، رابرت جيمز، د مارچ د ١٤ يوۀ اوږدۀ راپور په شمول، پدې اړه ګڼ راپورونه وايي چې:

".. د پاکستان پوځ او د امريکا د استحباراتو او پوځ افسران د جلال اباد پرضد جګړې په پلانولو او لارښوونه کې ژور ښکيل دي ...  ما په خپله ١٥ (پنځلس) لارۍ چې په وسلو او مهماتو بار وې وليدلې چې د افغانانو په جامو کې د پاکستاني افسرانو او د پاکستان د پوځ په يونيفورم کې د امريکايي افسرانو له خوا يې لارښودنه کيدله ...  هغه يوې په خټو جوړې (خټينې) کلا ته، چې له جلال اباد څخه يواځې درۍ ميله لرې وه، ورسول شوې.."[7]

داسې راپورونه وو چې اټکل ".. ديرش جنګي الوتکې (د پنجاب) په بهاولپور هوايي ډګر کې چمتو ولاړې وې چې د هغوى د الوزولو لپاره افغان پيلوټان په امريکا کې روزل شوي وو، او تيار وو چې د يوۀ ښار-  جلال اباد، خوست او يا کندهار-  له سقوط سره سم په افغانستان کې د ننه سمدلاسه "مداخله" وکړي.  د مارچ په ١٦ نيټه د بي بي سي په يوۀ غولوونکي راپور کې دا خبر چې ګوندې د جلال اباد په نږدې او شاوخوا کې "پاکستاني سلاکاران او پوځيان" موجود وو، تکذيبوي خو وايي چې د "... مولوي جميل الرحمن له سلافي او وهابي ډلو سره څو سوه عرب رضاکاران د (کابل) د حکومتي قواو پرضد په جګړه بوخت  وو.." لدې څخه د مخه راپورونو پر اساس د "عربو وهابي اجيرانو" شمير درۍ زره تنه ښودل شوى دى. او پر خپله مولوي جميل الرحمن هغه څوک و چې د يوې وينا په ترڅ کې يې کُنړ له کويټ سره پرتله کړى او ويلي وو چې که "کويټ يو امارت کيدلى شي، نو کُنړ ولې نه"

د مارچ تر ١٣ نيټې پورې، له يوې اونۍ سختې جګړې وروسته چې له خورا درنو ځاني او مالي مرستو سره مل وه، د تنظيمونو لښکرې په شا وتمبول شوې. د دې اونۍ په اوږدو کې څۀ ناڅۀ پنځوس زره توغندي د جلال اباد ښار د ودانيو، هوايي ډګر او امنيتي پوستو پر لوري توغول شوي وو، خو د افغانانو په جنګ ګې ښکيل کړل شوو دواړو خواو ته له مرګ، ژوبلې او ويجاړۍ پرته يې بله نتيجه نه لرله.  د بي بي سي تلويزيون په يوۀ راپور کې وايي چې ".. د هغۀ څه پر خلاف چې هيله يې کيدله، مجاهدينو ته دروند تاوان رسيدلى دى.." او د کابل رژيم ته هم د سر دروند تاوان رسيدلى و. خو دا " تاوان" د افغانستان د "منځ مهاله" حکومت د پاره له سياسي، رواني او معنوي پلوه خورا زيات دروند و.  هغوى جګړه بايللې وه او ددې بايلې جبران کول او بيرته په پښو دريدل  ورته اسانه خبره نه  وه.

د سعودي عربستان په پلازمينه، رياض، کې د اسلامي هيوادونو کانفرانس اتلسمه غونډه د مارچ په ١٣ نيټه پيل شوه.  په نوموړي سازمان کې د افغانستان څوکۍ، چې په ١٩٧٩ زيږديز کال پر افغانستان باندې د شوروي له يرغل څخه راهيسې خالي پرته وه، د افغانستان "منځ مهال حکومت" ته وسپارل شوه.  د اسلامي هيوادونو کانفرانس په دې غونډه کې د نوموړي سازمان د اطلاعاتو په مرکز کې مطبوعاتو ته د خبرو په اوږدو کې د "افغانستان د منځ مهال حکومت" د بهرنيو چارو کفيل وزير، گلبدين حکمتيار، وايي چې په ".. کابل کې رژيم د مجاهدينو له خوا د پرله پسې درنو ګوزارونو په مقابل کې نور د دريدو وس نه لري.."  حکمتيار "په څو اونيو کې" په کلکه د نجيب د رژيم د زوال وړاندينه کوي، او د سعودي د خبري اژانس، له قول  سره سم نوموړي هيله څرګندوي چې:  ".. د اګست  په مياشت کې به ټول ټاکنې تر سره شي.."[8]

د افغانستان د ګرد ولس سترګو ته اوس زموږ په هيواد کې د بهرنۍ لاسوهنې رښتينې بڼه په لوڅيدو وه.  نړيوالو مطبوعاتو هم، چې تر هماغه دمه يې هڅه لرله د افغانستان د جګړې پر اصلي واقعيتونو او شاتنيو موخو پرده وغوړوي، د نيمه حقايقو پر لوڅولو پيل کړى و. په انګريزي ورځپاڼه، فاينانشيل ټايمز، کې کريستينا لمب د يوې تبصرې په ترڅ کې ليکي چې د افغانستان ".. د مقاومت قوماندانانو د جلال اباد د نيولو لپاره د ناوړه پلان جوړولو له کبله د پاکستان پر پوځي استخباراتو، آى اِس آى، باندې پړه اچول پيل کړي دي.." لمب ليکي چې اوس دا ډيرو ته څرګنده شوې ده چې مجاهدين ".. جګړې ته ورټيل وهل شوي وو.." د مقاومت يو قوماندان، عبدالحق، چې د مولوي خالص د حزب اسلامي قوماندان دى، وويل چې ".. ولې موږ، چې هيڅ کله مو جګړه نه ده بايللې، له هغو چا څخه مشوره وغواړو چې هيڅ جګړه يې ګټلې نه ده.."  يو بل قوماندان، پداسې حال کې چې په جلال اباد باندې بريد ردوي،  وايي چې"... موږ نه غواړو چې  داسې يوۀ ښار ته ننوزو چې هغه د هغۀ د ښاريانو هديره وي.."[9]

خو پرنګي، پاکستان او امريکا د افغانستان پردې قوماندانانو، چې د "هغوى  ګڼ شمير يې ګوډاګيتوب ته نه وو چمتو"، ډاډ نه کاوۀ.  د هغوى د ډاډ ځاى د ".. هغو څۀ ناڅۀ څلور سوه قوماندانانو شبکه وه کوم چې د پيسو په مقابل کې د هر ډول عملياتو په لار اچولو ته چمتو وو .. (ددې قوماندانانو) يو ګڼ شمير عرب اجيران وو.."[10]

ژر دا ثابته شوه چې جلال اباد او يا په هيواد کې د کوم بل ښار نيول دومره اسانه ښکار نه و.  په خورا لنډه موده کې د افغانانو ډيرې وينې تويې شوې، خو هغه "فتح" چې پرنګى، پاکستان او امريکا يې په ژوره تلوسه کې وو،  ور په برخه نه شوه.  بينظير بوټهو ددې ټولې غميزې پر سازمان ورکولو سربيره هم د "افغانستان منځ مهال حکومت" له په رسميت پيژندنې څخه سرغړونه وکړه.  د تنظيمونو مشرانو او د هغوى له ليارې يې د افغانستان ملت د خپلو او پرنګي-امريکايي ارادو لپاره د توپ خولې ته د يرغمل په توګه ساتۀ. او ځکه يې د همدې  موخې لپاره د نوموړي  حکومت پر رسميت پيژندل "خام" او له "وخت خخه د مخه" يو عمل بالۀ.

اوس نو دا خبره هم په جوته توګه ډګر ته راوتلې وه چې د پرديو په لاس کې د افغانستان د تنظيمي مشرانو وزن او صلاحيت په کومه کچه کې وو، او دڅه لپاره ساتل کيدل.  هغوى په خپله هم پدې واقعيت ښه پوه و. د فاينانشل ټايمز د يوه راپور پر بنسټ ".. د مقاومت يوۀ منځ ليارې مشر دا ومنله چې څنګه موږ، پداسې حال کې چې تارونه مو د نيمايي نړۍ له خوا کشيږي، هغۀ (نجيب) ته ګوډاګى ويلاى شو.."[11]

برتانيا هم پدې ناروا لوبه کې تر نورو يو ګام په مخ کې  وه.  د برتانيا د بهرنيو چارو وزير، جيوفري هاو، اسلام اباد ته د يوۀ سفر په ترڅ کې د مارچ په ٢٨ نيټه له صبغت الله مجددي سره کتنه وکړه. د دې کتنې پر موکه، مجددى، خپل برتانوي ميلمه، جيوفري هاو، ته ډاډ ورکوي او وايي چې ".. جلال اباد به په لسو ورځو کې سقوط وکړي.."، او د برتانيا د بهرنيو چارو وزير بيا په خپل وار مجددي ته وايي چې برتانيا د ".. افغانستان د خلکو د ازادۍ د مبارزې ملاتړ کوي.."[12]

برتانيا په سيمه باندې د اوږدې استعماري سلطې له کبله د سيمې په ذهنيت باندې تر نورو ښه پوهيدله او له دې کبله يې په حالاتو باندې اغيز هم تر نورو زيات و. په دې تاريخي پړاو کې پرنګي ته تر هر بل وخت مناسبه موکه پر لاس ورکړې وه چې خپله "پوځي اډه"، پاکستان، خوندي وساتلى شي. د کابل پرضد د هلو ځلو ګړندي کولو په ترڅ کې، برتانوي مقاماتو د يوې بلې جبهې په پرانستلو لاس پورې کړ. پدې لار کې د برتانيا جاسوسي ادارو د "شعله جاويد" په نامه د ماويست او "ستم ملي"  په راټولولو پيل وکړ او د نجيب په مشرۍ د کابل په  پرچمي حکومت کې يې د ببرک کارمل له ډلې سره د يوځاى کولو پر لور چټک ګامونه پورته کړل.  د لندن له خوا تر هماغې نيټې پورې ددې خورا کوچنيو او نااغيزمنو ډلو هڅونه- چې احتمالاً له پخوا په پټه کې روانه وه- اوس په بربنډه توګه پيل شوې وه. او د همدې بهير په نتيجه کې بيا وروسته د کمونيزم دا ناروا کړۍ د ځينو تنظيمي مشرانو په پښو کې هم واچولې شوې او له هيواد څخه د روسانو له وتلو ورسته فاجعې يې وزيږولې.

د بي بي سي د "بهرنيو چارو ايډيټر (مدير)"، جان سيمپسن، چې له يوې شيعه ډلې، حرکت اسلامى سره، کابل ته په پټه ننوتلى و، د مارچ د مياشتې په ٢٤ نيټه، په يوۀ راپور کې وايي چې لدې سره سره چې:

".. جمهور ئييس نجيب الله د خبرو لپاره د بيلابيلو مجاهدينو ډلو د هڅولو په کار کې بريالي تاکتيکونه لوبولي، خو په ښار کې د ننه د نوموړي يو شمير طبعي پلويان د ده د اوږدې مودې په قدرت کې پاتې کيدو باندې باور له لاسه ورکوي.  خلکو پدې پيل کړى دى چې د خپل خوندي کيدو لارې چارې وسنجوي .."[13] د حرکت انقلاب اسلامى د غړو د نژادي سابقې په اړه له تبصرې څخه وروسته، جان سيمپسن د پروپاګند پدې بيسارې ټوټه کې وايي چې کله روسانو "... په افغانستان تيرى وکړ او په کليو او ښارونو باندې د بمونو غورځول پيل شول، نو زياترو خلکو د پاکستان او ايران خوندي سيمو ته لاړل خو د شيعه ګانو اکثريت د بيوزلي  له کبله بهر ته نه شوو تلاى او د کابل پر لوري مات شول... د اورلوبې له صحنې پرته، کابل  له بل هر وخت څخه د مخه مړ څرګنديدۀ: يو سخا کيدونکى سياسي کالبوت چې پکې کوچنيو غليمو ژوه نکو (حجرو) په بې پروايي فعاليت کاوۀ..."[14]

لويديځ په افغانستان کې د خپلو راتلونکو موخو پر لاس ته وروړلو او پلانونو د پلي کولو پر لور د کابل پرضد د پروپاګند چارې ورځ په ورځ ګړندئ کولې.  پدې ليار کې واشنګټن پيتر تامسن* د "افغانستان منځ مهال حکومت" ته "د سياسي استازي" په توګه واستاوۀ.  د تامسن د ټاکل کيدو موخه ظاهراً د مجاهدينو د "معنوياتو لوړولو" لپاره بلل کيده او ويل کيدل چې د "منځ مهال حکومت" د رسمي پيژندنې پر لور لومړى ګام و. پدې لار کې د ١٩٨٩ کال د اپريل په ١٠ د امريکا د بهرنيو چارو وزير، جيمز بيکر*، په يوه تلويزيوني مرکه کې وايي چې له "کابل سره د ديپلوماتيکي اړيکو" پريکول تر غور لاندې دي.  ددې مرکې په ترڅ کې جيمز بيکر غوښتل چې د افغانستان اولس او د تنظيمونو مشرانو ته د ډاډينې يو پيغام ورسوي هغه دا چې ګوندې واشنګټن چمتو و چې د دوى حکومت په رسميت وپيژني.  خو ددې "پيژندنې" غوره شرط هماغسې پرځاى پاتې وو. او هغه دا و چې هرڅومره ژر کيداى شي، تنظيمونه بايد په افغانستان کې د ننه د "پام وړ" ګڼ ميشته ځمکه او  يو ښار "فتح" کاندي.  د"يوښار" د نيولومانا به دا واى چې په هيواد کې د يوۀ دويم حکومت لپاره دويمه پلازمينه پرانستله شي.

خو پرنګي او امريکا خو په افغانستان کې د يوۀ حکومت، او په تيره بيا د يوۀ "بنسټ پال حکومت" له جوړيدو او رسمي پيژندنې سره کومه مينه نه لرله. د هغوى موخې خو د جګړې پر دوام کې لاس ته ورتللې. له بنګله ديش څخه د "منځ مهال حکومت" د رسمي پيژندلو د غوښتنې لپاره هغۀ هيواد ته د سفر په ترځ کې ددې حکومت د بهرنيو چارو "کفيل وزير"، گلبدين حکمتيار، له امريکا څخه د يوې ګيلې په ترڅ په يوه مرکه کې وايي چې: ".. نه پوهيږم ولې امريکا زموږ د حکومت په رسمي پيژندنه ځنډوي.  موږ ټول شرائط پوره کړي دي.  د هيواد په سلو کې ٩٠ برخه او څلور ولايتي ادارې زموږ په لاس کې دي.." نوموړى وايي چې جلال اباد به "له روژې څخه د مخه ونيول شي ... او ممکن کابل له هغۀ نه د مخه سقوط وکړي.."

خو جلال اباد سقوط ونکړ. د اپريل په ١٠ نيټه "منځ مهال حکومت" اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ننه به "دوو سيمو" ته ننوزي او ويې ويل چې "نه غواړي کوم ښار ونيسي"، ځکه چې کابل سقوط کوي.  پدې توګه د صبغت الله مجددى "منځ مهال حکومت" خپله ماتې ومنله.  دا د نوموړي حکومت لپاره خورا بدمرغه او احتمالاً د افغانستان لپاره نيکمرغه ناکامي وه. 

پر افغانانو تپل شوي تنظيمي حکومت  د جلال اباد د ماتې په نتيجه کې خپل معنويات خپل باور، او پر ځان ويسا او د هيڅ ډول برياليتوب توان له لاسه ورکړل. له هغې ناکامۍ څخه وروسته د تنظيمونو ترمنځ اختلاف د هرې ورځې په تيريدو سره زيات او ژور شو.  هر تنظيم پدې هڅه کې شو چې خپل ځانګړي لار ګودر ولټوي، خپلې ځانګړې ګټې خوندي کړي. او بيا ترپايه پورې په خپلو پښو ونه دريدلاى شول.


[1] "… The frontal assault (on Jalalabad) was ordered by the government of Prime Minister Benazir Bhutto at a meeting of the civilian and military leadership of Pakistan, in the presence of US ambassador, according to Pakistani participants and other Pakistani officials…", The International Herald Tribune, 24 April 1989

[2] "…It is obvious that many Western countries, the United States, China and Pakistan have been waiting for many months for this to happen and their foreign offices have the draft of the recognition announcement to be accorded to the new 'Islamic' government ready. Should this happen, Afghanistan will be temporarily divided into two parts like North and South Vietnam. The PDPA will rule areas from Kabul up to the north, while the rebels will rule areas to the east. The war between the two parts will continue and if a decision cannot be made in the field of battle, ultimately there will be a cease-fire under UN auspices. And as has happened in case of many divided countries, both Afghanistans will remain members of the United nations…", Raja  Anwar, "The Tragedy of Afghanistan", p271

[3] "… The AIG leadership that was a docile tool in the hands of Pakistani and US intelligence service, which fully controlled their political activities and military operations in Afghanistan … carried out the Pakistani decision and attacked Jalalabad…" Ibid

[4] "… A victory for jihad in Afghanistan would have given the Saudis the mouth to say 'see how Islam had triumphed…"

[5] "… I saw boys as young as 12 cowering under relentless air and artillery bombardment … Haysta Gul, who is 12, had  left his refugee camp on the outskirts of Peshawar to fight in the jihad…", Jon Anderson, 'The Sunday Times', March 1989 (*) Afghanologist

[6] "… If they captured Jalalabad… the interim government was recognized by the West, then the already shaky government in Kabul will become shakier…"

[7] "… Pakistani army and US intelligence and military officers are heavily involved in planning and carrying out battle against Jalalabad … I met 15 trucks loaded with weapons and ammunition directed by Pakistani military officers in Afghan cloths and US military officers clothed in Pakistani uniforms…they were brought to near a mud-walled house, which was three miles away from Jalalabad…", 'Washington Post', 14 March 1989

[8] Saudi Press Agency 13 March 1989

[9] "… We do not want to be entering a City that becomes the grave-yard of its citizens…", 'Financial Times', 20 March 1989

[10]  "… Its real force was the network of some 400 commanders who agreed to carry out specific operations … in return for arms … and its recruits were mainly Arab mercenaries…", Ibid, 20 March 1989

[11] "… A moderate resistance leader admitted: How can we call him (Najib) a puppet when we have half of the world pulling our strings…", 'The Financial Times', 15 May 1989

[12]-  د مجددي نيکونه په سرهند کې پټياله ته نږدې په پنجاب کې خښ دي.  د ښاغلي مجددى کورنۍ وه چې په شاه امان الله (١٩١٩- ١٩٢٩) يې د کفر فتوى ولګوله او د برتانيا له لورى يې د هغۀ د لرې کولو منځګړتوب کړى و.  د هغه وخت درۍ مجدديان: فضل عمر مجددى نورالمشايخ ( دا لقب د برتانيا له خوا وربخښل شوى و)؛ محمد معصوم مجددى او صادق مجددى، ټول په برتانوي هند کې د برتانيا ځيره خوارۀ وو او د افغانستان پرضد استعماليدل.

[13] "…President Najibullah had demonstrated considerable tactical ability in tempting various mojahedin groups into negotiation. But inside the city some of his natural supporters seem to be losing confidence in his chances of long-term survival … people are starting to look for the life-boats…", John Simpson, 'The Independent', 24 March 1989

[14] "… When the Russians invaded and the aerial bombardment of towns and villages began, most people headed for the safety of Iran or Pakistan; but the Shias were often too poor to make the journey, and the flooded into Kabul instead…", Simpson, "The Independent', 24 March 1989  (*) Peter Tamsen 

- بېرته شاته