(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیـورنـډ تـړون لـنـدن او واشنګـټـن

 سپکې وینا زخـم نه جـوړیـږي

تـرڅوچې د ۱۹ پیـړۍ  د استعـمار داغ( د ډيورنډ رټلې «لیکه») د اوسني افغانـستان او پـښتونخوا او بلوڅستان تر منځ بین المللي پوله ګڼل کیـږي، د یوه وجود درې برخې به بلقوه یوه بې مسـولیـته اووروسته پاتی سیمه وي اودهـرناوریـن زړی به پکې کـرل کیـږي. دغـه کرغـیـړن حالت د ولسـونو د بـرخه لیک د ټاکلو د حق او د یـوویـشتمې پـیـړۍ د غـوښتـنـو سـره سـمـون نـه خـوري ځکه چې پـه سیمه کې سـولې، عامه هوساینې، سیاسي او مــد ني عـدالت، اواقـتصادي پرمختګ تـــه پاټــک اچــوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکې د خاص استازي مارک ګروسمن «ناڅاپـي» وینا) ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۲) او دوه ورځې وروسته په کندهار کې د امریکې دسفیر  جیمس کنینګهم او د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ویکتوریا نولاند وینا ګانې پـه دې را چاپـیره وې چې د امریکې له خوا د «ډیـورنـډ لیکه»د برتـانـوي پاکـستان او  اوسني اشغال شوي افغانستان تر منځ پیژندل شوې بین المللي پوله ده. دغو ویناګانو ډیر افغانان دیته وهڅول چې په انګریزي ژبه زما لاندینئ لیکنه ولولي

Rahmat R. Zirakyar, The Ugly Scars of Colonialism: Pashtuns and

Balochs  Struggling for 172Years.  (Internet version, April 2011)

زیرکیار، د استعمار بد رنګ داغونه:پښتانه اوبلوڅان په ۱۷۲ کلنه مبارزه کې،اپریل ۲۰۱۱

په لره او بره پښتونخوا او لویدیزه نړۍ کې ګڼ شمیر افغانانو زما نه کلکه هیله وکړه چې که پورتنئ لیکنه په پـښتو او/یا فارسي ژبو وژباړم.  ژبـاړه د شعـر په شان خاص استـعـداد غـواړي. خـوزه د ژباړې له استعـداد نه محروم یـم. که څوک زما   ذکر شوې انګـریزي لیکنه په پښتو او/یا فارسي  ژبو وژباړي ، په ټول افغان ملت به یې ډیره پیرزوینه کړې وي او زه به یې د خپل احسان ډیر پوروړی کړی یم.

 کله نا کله یـو ډیر  ناشونې کار هم یوه لار لري چې سر ته پرې ورســول شي. وروستــه لـه  ډیرفکره ما هم یوه لار مینده کړه. زه ډاډه یم چې دا مفصله لیکنه به د لوسـتونکو تنده ماته کړي. پیل به وکړم د «ډیورنډ لیکې/سرحد»په مـوضوع چې يو څه وړاندې  د امریکې د خاص اســتازي ګـروسمن او سفـیر کنینګهم پــه ورته وینا ګانو کې راپورته شوې وه او ورپسې به په تفصیل سره ډیورنډ تړون د حقوقو او سیاست حساسې تلې ته ور واچـوم.

On his arrival in Kabul from Islamabad, where he held talks with Pakistani officials, the diplomat (Marc Grossman) told Channel One that  the United States considered the Durand Line an international border )The  Nation, 24 October 2012).  According to   U.S.-run Radio Liberty, on October 21, Marc Grossman told a private television channel in Kabul that Washington recognizes the Durand Line as the internationalborder between Afghanistan and Pakistan. )Radio Liberty, 23 October 2012).
In a response issued the same day, Afghanistan’s Foreign Ministry said the Kabul government "rejects and considers irrelevant any statement by anyone about the legal status of this line."  The U.S. State  Department  spokesperson Victoria  Nuland said “ he was not aware of Afghanistan registering any protest with the US on the issue. “To my knowledge, no.” )The Nation, 24 October 2012)  Soon after Grossman’s  remarks were aired, the Afghan  Ministry of Foreign Affairs said the status of the Durand Line was a matter of historic importance for the Afghan people. “The Afghan government, therefore, rejects and considers irrelevant any statement by anyone about the legal status of this line,” the ministry spokesman, Janan Musazai, said. Ibid.

دافغانستان د ګوډاګی دولت د بهرنیو چارو وزارت د ګروسمن وینا په نا مشخص ډول« رد کړې او بې ربطه» یې ګڼلې ده. یـانې  نـه یې د ګروسمن نوم ذکر کړی دی او نــه یې د هـغه د وظیفـوي مسولیت یا مقام یادونه کړې ده. د دغه ډول نامشخص دریځ په بـنسټ سـړی ویلی شي چې د کـرزی حکومت بـه خـپل پورتنی اعــتراض د امریکې د حکومــت ســره نــه وی راجســتر کـړی!

انګــریزانو د برتانیې په ولسي جرګه کې د کامنویلت د بهرنیو چارو د وزیر نیول باکر د وینا له لارې ) ۳۰ جون ۱۹۵۰م) خپل استعماري میراث «بین المللي سرحد» )اینټرنیشنل فرنټیر) ګڼلی و، نه بین المللي لیکه! د  لیکي او سرحد په توپیر به وروسته په تفصیل سره رڼا واچوم.

Noel Baker said: “His Majesty’s Government in the United Kingdom has seen with regret the disagreements between the Governments of Pakistan and Afghanistan about the status of the territories on the North West Frontier. It is His Majesty’s Government view that Pakistan is in international law the inheritor of the rights and duties of the old Government of India and of his Majesty’s Government in the United Kingdom in these territories and that the Durand Line is the international frontier.”

امــریکې د ســیاټـو په اعــلامیه کې  ) کــراچۍ، ۸ مارچ ۱۹۵۶)  مــنلی و چـې د پاکستان «حاکمیت د ډیــورنډ لیکې پورې غځیدلی دی»، او د پاکستان او افغانستان په منځ کې «بین المللی پوله» جوړوي.  سیاټو «د سهیلي ختیزې اسیا دتړون سازمان» و چې په سیمه کې د کمـیونیـزم د پــیزوان کــو لو لپاره  په زییز۱۹۵۴ کې جوړ شوی و. غــړي یې اسـټـرالیا، فرانس،نیوزیلنډ، پاکستان) ختیز او لویدیز)، فلپـین، تایلند،برتانیه او امریکه وو. دپلومات او ســمندري ستراتجیست سر جـیمس کیبل دغــه سازمان «د کاغـذي پـړانګانو ژوبڼ» ګڼلی و. پاکستان له دغـه تړون نه په ۱۹۷۲ کې ووت – دا هغه مهال و چې ختیز پاکستان د هـند په مـلاتـړ د بـنــګلادیـش په نـوم د یـوه خــپلواک هیواد مــقام ګټــلی و. پنځه کالونه وروسته  د ۱۹۷۷ زیــیز  په جــون کې ســیاټــو منحــله شــوه.

South East AsiaTreaty Organization)SEATO)

SEATOCommuniqué Confirmation

The extract from the communiqué issued on March 8, 1956, at the conclusion of the SEATO Ministerial Council Meeting held at Karachi, also reaffirms the recognitionof the Durand Line as the internationally recognized boundary )i.e., as per paragraph 8 of the communiqué): “The members of the Council severally declared that theirrgovernments recognized that the sovereignty of Pakistan extends up to the Durand Line,the international boundary between Pakistan and Afghanistan, and it was consequentlyaffirmed that the Treaty area referred to in Articles IV and VIII of the Treaty includes thearea up to that Line.”

نن چې افغانستان د ۲۰۰۱ زییز له اکتوبر راهیسې د واشنګـټن او لندن  په مشرۍ او ټینګار اشـغال شـوی دی ، پخـپله د اوسني افغانستان په دغـسې رټلي حالت کې د امریکې د خاص استازي ګروسمن او سفیر کنینګهم سپین سترګتیا د هـر افغانستان دوست افغان  په تندي داغ لګوي. یو وخت کې یو زمری او یو انسان کلک ملګري وو. یوه ورځ انسان ملګري د خپل زمري ملګـرې سمڅې ته ورغـی.  زمری ملګری خـپل انسان ملګري ته پـه ډیـره خـوښۍ راووت او  ځان یې سم کړ چې په غاړه ورسره ستړي مشي وکړي. خو انسان ملګري ورته وویل چې اخـوا شه  زمریه، له خولې دې وږم )بوی) راځي! زمری ملګری په دغه سـپکه وینا ډیـر سـتومانه او مــرور شو. وروسته له یـو څـو ورځو ورتـه انسان ملګري وویل چې زمری ملګـریـه ولـې ما ته نه رانــږدې کیـږې؟ زمري ملګري ورغبرګه کړه چې «تا خـو ماته خـپل نفـرت  پـه  خپله سـپکه ویـنا کې وښـود».  دغه شان زمري  خپل انسان ملګري ته ورزیـاته کړه چې:«ائ  زما انسان ملګریه! د تـورې زخم جــوړیـږي خــو د سپکې وینا زخـــم نــه جـوړیـږي»!

د امریکې خاص استازي او سفیر دواړو د اوسني اشغال شوي افغانستان په انګړ کې د ټول افـغانستان ملي شـتون او له ســر لوړۍ نه ډک تاریخ ته سپکه ویــنا کړې ده. دغه وینا یې د خــپل سفارت په دنـنه کې د یوچا سره نـه ده کړې، بلکې قصدا یې د کوربه خو اشغال شوي افغانستان په خاوره کې ولس ته او نړۍ والو ته کړې ده. د بل هیواد د دپلوماتانو) سفیر او خاص استازي) سره  نه ښایي چې په کوربه هیواد کې   پخپله د کوربه هیواد د ملي ګټو په ضد  په برملا ډول د خپل هیواد دریځ وښئ او په په وګړیزو رسنیو کې یې خپور کړي. هر څومره چې موضوع جدي او حساسه وي، هغومره پټې دپلوماسۍ ته اړتیا وي! که افغانستان خپلواک واکمن لرلای،  له واشنګټن ته به یې بلمثل  په څرګنده او غوڅه ژبه  ویلي وای چې ذکـر شـوی خاص استـازی او سـفیر یې نــامطلـوب اشخاص دي او پـه ځای دې یـې  نـور دپـلوماتـان راولیـږي.  

یوه کوټلې پوښتنه داده چې د امریکې خاص استازي ګروسمن او سفیر کنینګهم د څه لپاره د خپل هیواد دریځ  په کوربه هیواد) افغانستان) کې عوامو او نړۍ والـو ته په ډاګـه کړی دی؟

)لومړی)  واشنګټن غواړي چې  د پاکستان اوسنی واکمن نظام خوښ وساتي او لـه دې لارې په افــغان طالبانو زور واچــوي چې د کابل د رژیم سره نیغې خبرې وکــړي.

)دوهــم ) خــپل ګــوډاګي حامد کــرزي ته چانـس ورکــړي چې دامـریکې د  ذ کر شــوي نامــطلوب دپلـوماتیک دریځ په ضد خپل لڼـډی بوڼـډی  ملي دریځ و ښئ او له دې لارې ځـان خپل ولس او نړۍ ته خپلواک ور وپـیـژني. پـه ۱۹۸۹ زییـز کې د پخواني شوروي اتحاد پوځونه دیته چمتو شول چې  د تاریخ د بې ننګانو په څیر  له حیرتان پُل نه سرڅوړي تیر شي. له دینه لږ وړاندې د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزیر ایدوارد شـیوارنـادزې )۱۹۸۵- ۱۹۹۱) کابل ته د همدغه کال د جنورۍ په نیمایي کې ورغلی و. هـلته یې خپل ګوډاګي نجیب ته د پرچمي شـوي خلکي ګـوند  د مرکزي کمیټې د ځـینو غـړو په مخ کې تقریبا داسې ویلي وو: تاسې )نجیب) کولی شئ چې  له افغانستان نه د شوروي پوځونو وتل  د خپلې خپلواکۍ په څیر خپلو هیوادوالو او نړۍ والو ته تبلیغ کړئ او په دې ډول خپل ځان خـپل ولس  او نړۍ والـو ته د ملي اتل په څیر معــرفي کړئ او لــه دې لارې د دې حیثـیت پـــیدا کـړئ چې د قدرت د تنظیم په اکله پخپله د مجاهدینو سره نیغه مـعامله وکړئ.

) دریم)  پــه روان کال کې د وســله وال پاڅـون پرله پسې او کلکو ګوزارونو په افــغانستان کې یــرغــلګــره امریکا روحاَ تــرهــولې ده. لــه دې امـله د یرغلګر زبرځواک سیاسي استازي ګـروسمن او سفیر کنینګهم غواړي چې له  سیاسي روحي عملیاتو )سایکولاجیکل اُپریشنـز) نـه کار واخلي. یــانې دواړه غــواړي چې د  ډیـورند لاین د موضوع د مطرح کولو له لارې د خلکو فکر بلې خوا ته واړوي، برتانوي پاکستان خوښ او تشویق کړي چې د افغان وسله وال پاڅون سره لاس په ګریوان  شي او په دې ډول لا ډیر پښتانه ژوبل شي او ووژل شي. د ۲۰۱۲ د اکتوبر په ۹، د پښتونخوا په سوات کې ۱۴ کلنې ملالی  د هغه وحشت طلبه او شرطلبه انسان د قهرخوند وڅاکه چې دواړه سترګې یې د وینو کټوري وو، مغزو  یې د تعصب او نفرت ټاپه خوړلې وه،  او په زړه کې یې  غــضب لــمبې وهـلې. له دغې وحشیګرۍ نه څه موده وړاندې له ملالې نه پوښتنه شوې وه چــې د خپل تعـلیم سره د مینې په اکله به طالبانو ته کوم دلیل وړاندې کوئ؟ هغې په ګړندي ډول جـواب ورکړ چې سپیڅلی قرآن به ورته وروښیي)وګورئ په اینټر نیټ کې د ملالې یوسفـز سره مرکې). د تعلیــم سره علاقــه د هغې حق و، خو د دغه حق عملي کـول بې د مور او پـلار له اجـازې، مرستې او  کلک ملاتـړ نه د  ملالی لپاره په کلـتوري لحاظ ناشـونی کار و کـه څه هــم هــغه د خپل پلار په ښوونځي کې زده کوونکې وه . دغـه منحط سړي چې په تـنکئ ملالی یې د خپل ټوپک زړه یخ کړ، دومره بې میـړانې و چې  د هغې د پلار سره نه مخامخ کـیده ځکه چې هغه د ځان نه دفاع کولی شوه؟  خـو د دغـه له شرم نه ډک وحـشت په اړه شکـونه هـم اخوا دیخوا ټوپـونه وهي. څـوک وایي چې «پي ټي» )پاکستاني طالبان) د دغـه جنایت مسول دي. ځینې وایي چې د الـقاعدې کار دی. څـوک  د پاکستان په استخـباراتو پـړه اچـوي. خــو  ځـینې نور امریکایي استخباراتـو ته ګـوته نیسي.  هرچا چې دغه جنایت پلی کړی وي، تبلیغاتي ګټه یې امریکې او لندن ته ورسیدله.                                

که چیرې دا ادعـا سمه وي چي د ملالی اصلي نـوم «ګل مکۍ» و، نــو بیــا دا پوښــتنه راولاړیـږي چې د دغې نوم بـدلـونې ګـټه څه ده؟ دواړه نومونه په پښتــنو کې خواږه او مــروج نــومونه دي، خو د ملالـې نــوم سـیاسي او ملي څــڼـډه لــري او هـغه دا چــې مــلاله د افـغــان او انګـریز د دوهــمې جګــړې اتــلـه وه. پـه هـر صورت، ادعا چې پــه واقـعـیتونو )فکټـس) ډکه نـشي، تـشـه ادعا پاتی کیـږي او بس! په نیـویارک ټایــمز او هــفـینګـټـن پوســت کې لیکل شــوي دي چې د «ملالې د خوځـښت» چغـه نــوکې ســړه شـوې ده. که پـه تـنکئ ملالې بانـدې د وحـشي بــرید قـصه سـړیــږي، بایــد امـریـکه بـله مـوضوع راوبــاسـي چې عــامـه ذهـنـونه پــرې اخـته وساتـي او د پـښتـون جنګــۍ اور تــه بـبــوزی ووهــي.

روغه به دا وای چې که د امریکې دوه ذکر شوو دپلوماتانو د ډیورند د استعماري تړون او د تـش په نامه کرښې په اکله حقوقي، اخلاقي، ټولنیز او سیایي اړخونه په نظر کې نیولی وای اوبــیا یې د اخـلاقي جرأت په رڼــا کې  و‎‎یلې وای  چې د ډیـورند لیکـه د یوویشتمې پیـړۍ د غـوښــتنـو سـره اړخ نه لـګوي ځکه چې پـه سیمه کې  سولې ،عـامه هــوساینې، سـیاسي او مـدني عدالت، او اقــتصادي  پـرمختګ ته زمینه نه برابروي.

کــه د ځان طلـبې امریکې دپـلوماتان استعماري تړون  اورټلې لیکې ته حـقــوقي پـټکـی ور پــه سـر کــوي،د ټــول افــغان ملت بچیان هـر چیـرې چې وي او هــر وخت چې وي د دې حــق او وظـیفه لري چې د ډیـورنـډ استعـماري تـړون او تـش په نامه لیکه ورټي  او په ټول افـغانستان کې د خـپلواک او غـښتلي دولت د رامنځته کولو په بهیر کې رغنده برخه واخلي. يواځې د ډیورنډ د استعماري تړون او/ یا د تـش په نامه لیکې په رټلو ټینګار کول اود حامد کرزي د رژیم په اخلاقي، مالي او اداري فسـاد  خـپل کومي شلول، خـو په ټول افـغانستان کې له یولـسو کلونو راهیسې د نـړۍ د مـست خان په  فجـایــعـو)یرغل، نـیواک،د یورانیم استعمال، وژنـه ، ژوبـله اوپه کلــتوري او تعـلیمي ډګـــر کې پـــه پــرله پــسې  ډول تبعـیـضي سیاست...) نـه ګـړیــدل بلعــمل  هغه منافـقـت دی چــې ګـړبــیدلی شعــــور ، د ځانځانۍ ښامار)اژدهای خودي)، او د ټـول افـغانـستان د ستـرې ملـي غـوښتـنې سـپکاوی  پکـې دیــره شــوي دي.

 امـریکه هغه  یواځینی قـدرطلبه او  قــدرت طلبه دولت دی د ی چې د نـړۍ پــه هــر ګوټ  اوهـره دره کې ملي ګــټې لـري او له دې امله د نړۍ  هـر خوارکی، عدل طلبه او هـویت طلبه ملت د خپلې بقا لپاره بـلـقـوه د امـریکې د ملي ګـټـو سره ټکـر لرې! ائ امریکې، ولې  درنه «د هـیرتیا متحد ایالتونه» جوړشوي دي؟! د ډیـو رنـډ رټـلې لیکه  د  شوروي اشغال په ضد دافـغــان ملت د جهـاد پــه مهال )۱۹۷۹تر ۱۹۹۲) چــیرې وه؟ که د ډیــورنـډ تش په نامه لــیکه د افغانستان او پاکــستان تر منځ بین المللي پوله وای،  نو باید چې د امریکې روڼ اندي او حقوق پوه ولسمشر بارک حسین اوباما د پاکستان په ابټ اباد نــومې ښـار کې د اوساما بـن لادن د وژنــې  د ډاکـې لــپاره لـه افـغانـستان او بـرتـانـوي پـاکـستان نه اجــازه تر لاسه کړې وای!؟  زه د امریکـې په حـقـوقي مـداري ګــرۍ ښـه پــو هـیـږم:  د امـریکې عسکر هـمغـه عــسکر وو خـو د بلې چترۍ لاندې  يې ورنه کـار اخیستلی وو. د نړۍ مست خـان هم داسې کـوي او هـم هغـسې!  

Osama ‌Ben Laden  was killed by Navy SEALs, but the operation was carried out   in  CIA-led operation.SEAL acronym stands for Sea, Air, and Land

اوس به راوګرځم د ټول افغان ملت د ستـرې ملـي غـوښتنې سیاسي او حقوقي بحث ته.
نــنــتــوځ
د بــرتانــوي پاکستان واکمـنان په دی پوهیـږی چی بـرتانویانود پاکستان دجـوړولوپـوری د ډیورنډ لیکی ته د بین المللی لیکی په سترګه نه ووکتلی. پخپله ډیری برتانوی رسمی چینی ددغی حقوقی ادعاسپیانوی کوی . دبیلګی په توګه یوه پام وړرسمی چینه اقتباسوم: په )۱۸۹۳ز)کال کی   د ډیورنډ تړون دغه « لیکه دهند د سرحدی لیکی په څیرنه تشریحوی، بلکه دامیر(عبدالرحمان خان ۱۸۸۰ تر۱۹۰۱ ز) دقلمرودختیزواوسهیلی سرحدونواوپه دوه حکومتونوپوری د مربوطونفوذی ساحوحدود تشریحوی، هدف دبرتانوی امریت ارتول دی نه دهـند د سـرحد.» )۱۹۲۵) : 

“ The Line was not described( in the 1893 treaty) as the boundary of India, but is the eastern and southern frontiers of the Amir’s( Abdur Raman, 1880 – 1901 ) dominions, and the limits of the respective spheres of influence of the two governments, the object being the extension of British authority, and not that of the Indian frontier.” Military report on Afghanistan ) classified ), general staff, India, Government of India press, 1925, p. 69. Quoted in Louis Dupree, Afghanistan, 1980 edition, p. 767.

امیرعبدالرحمان په انګریزی نه پوهیده. ایا هغه د ډیورنډ دتړون کوم پښتو یافارسی متن لاسلیک کړی دی؟ دشوروی یرغل پرضددافغانانودجهادپه مهال )۱۹۷۹ـ ۱۹۸۹) دډیورنډ لــیکه چیــرته وه؟ د «پاک» ټکی پخــپله دپاکستان په ترکــیبی نوم کی طایــفوی نظام 
)کیسټ سیسټم) منعکسوی، په داسی حال کی چه محمدعلی جناح دهــند یــانوسره دګډ
حکومت نه ویره لرله ځکه چی دهغه په تحلیل هلته به د برتانویانوله وتلونه وروسته طایفوی نظام رامنځته شی. ایاپه پښتونخواکی پښتانه دطایفوی نظام دبقایاولاندی په کړاواخته نه دی؟ ختیزاولویدیزجرمنی دشمالی اوسهیلی ویټنام په شان یوملت شواوهانکانګ په چین کی خپل شو. ولی پښتونخوالا همهغسی داستعماری اوبی هویته حالت په لوموکی ښکیل ساتل شویده؟ د« پاکستان» په ترکیبی نوم کی دوه ځلی د« الف » توری راغلی دی: اصلا یو آلف
 افغانیه تمثیلوله اودوهم الف افغانستان. پښتونخواپه تاریخی، ملی، حقوقی ،

مبارزوی اوکلتوری لحاظ دافغانیی اوافغانستان سره کلک تړاولری، نه دپاکستان سره.

بنګالیان دپاکستان دنوم او د ژبني تبعیضی سیاست سره په ټکرکی شول اوخپل بنګلادیش یی په )۱۹۷۱) کی جوړکړ. په ټول پاکستان)ختیز او لویدیز) کې د  اقـلیـتي کـډوالو ژبه اردو رسمي شوه او د اکـثریت ژبه چې بنګالي وه، له دغه مقام نه محرومه شوه. د  بنګالي ژبې سره بې عدالتۍ بنګالیان د هغه مهال په ختیز پاکستان کې دیته وهڅول چې د لـویـدیـز )اوسـني) پاکستان پــه ضد را پاڅـیـږي. پاڅون یې د هند په ملاتړ بریالی شو.
هندهغه ځای وه چی برتانیه پکی کلکه ټپی کیدلای شوه. ددغه زخم دمخنیوی لپاره برتانیی افغانستان ته داړی چینګی کړی. په بله وینا، دبرتانیی دامپراتوری دفاع په هند کی پرته وه اودهند دفاع په افغانستان کی. د)۱۸۳۸ز) کال په نیمایی کی انګریزانودرنجیت سنګ اوشړل شوی شاه شجاع سره دری اړخیزه تړون وکړ. ددغه تړون له مخی شـپـږمیاشتی وروسته انګریزانوپه افغانستان ورودانګل خودملی اسلامی پاڅون په مقابل کی یی ماتی وخوړه. د ګندمک تړون )۱۸۷۹ز) چی دافغانستان اوانګریزددوهمی جګړی لمبی یی رسماً غلی کړی په افغانستان وروتپل شو. ددی تړون په اکله په یوه مخفی حکومتی لیک )فا رین دیپا رتمینت، سیکریت)  کی چی په لندن کی دهند دچارووزیرته استول شوی  و، ځانګړی خوښی ښودل شوی وه

“ But we thought, and still think, that the arrangements entered into with Yakub Khan and Gandumak were the best that could then be made.”
Lord Lytton and others)Government of India foreign department, Secret) to viscount Cranbrook )Her Majesty`s Secretary for India, 7/1/1880 )Afghanistan), in: Cabinet papers: Cab./class No.37/ piece No.1, 1880, No.1.Public Record office/London.

دډیورنډ تړون)۱۲نوامبر۱۸۹۳ز) دجنګ اوګواښ په چاپیریال کی رامنځته شو. ددغه تړون لاسلیک کوونکی دبرتانوی هند وزیرمارتیمرهینری ډیورنډ اوامیرعبدالرحمان خان معرفی ش وی دی، خود تړون د دواړوژبوپه متن باندی په دی تړون کی افغانستان په تحت الحمایه )نیمه مستعمره) واوښت : افغانستان په خپل
بهرنی اود فاعی سیاست کی د برتانیی مشوری ته اړشو. دغه شان په ستراتیژیک لحاظ دافغانستان ختیزی اوجنوب ختیزی سیمی د برتانوی هند دکنټرول لاندی ورغلی، اوپه دی ډول افغانستان له دینه محروم شوچی بحرته ازاده لاره ولری. دغه محرومیت په ټول افغانستان کی دراتلونکی اقتصادی پرمختګ او د ملی ټولنې د جوړولو مخی ته یوغټ پاټک واچاوه.
دنیمه مستعمره یاتحت الحمایه حالت په شرایطوکی په افغانستان باندی څه دپاسه دیارلس کلونه وروسته)۱۲نوامبر۱۸۹۳ز) دډیورنډ تړون وروتپل شو. دبرتانیی اوافغانستان داړیکوپه اکله له ارتر جیمس بلفور ‌ نه واوری چی دبرتانیی دامپراتورانه سیاست یوه وتلی  څیره وه. بلفورچی له ۱۹۰۲تر۱۹۰۵زکلونودبرتانیی ستروزیر)صدراعظم) وه، داسی ویلی وه : « موږدهغه (افغانستان) سره دری غټی جګړی کړی دی.....ددی لپاره چی افغانستان دوست کړواوپه ځان پوری یی وتړو، موږکله زور، کله ګواښ، اوکله بډی)رشوتونه) کارولی وو. افغانستان حتماً دوست نه شو.»

” She was certainly not become friendly.” Committee of Imperial Defence Papers: Cab./ Class No.38/piece No.1;16/12/1902-No.12.

لاتراوسه چانه دی لیدلی!امیر عبدالرحمن په خپله ژوندلیکنه لاس لیکونه کی یوه لیک ته ګوته نیولی ده چه دهغه  مهال برتانوی وایسرای ورته استولی وه. عبدالرحمان خان دغه لیک «عملاً یوالتیماتوم»)پراکټیکلي ان الټیماټم) ګڼلی وه. التیماتوم ته وروستنی غوڅه غوښتنه ویلی شو.

ددغی غوڅی غوښتنی ردکول یانه منل په ضمنی ډول دامانالری چی مذاکره به تم کیږی، یا په بین الدول حقوقوکی دیپلوماتیک اړیکی به غوڅیږی، اویاخوداچی جنګ به راپاروی. په بله وینا، التیماتوم له یوچانه کلکه وروستنئ غوښتنه ده چی که په ټاکلی وخت کی هغه څه ونکړی چی په غوښتنه کی خوندی شوی دی، پرضدبه یی دمطالبه کوونکی له خواعمل وښودل شی. ولولی :

Black`s Law Dictionary, 7th
edition. Minn.: west Group, 1999; Dictionary of Law. Second ed. Editor P.H. Collin. Chicago and London: Fitzroy Dearborn publishers, 1999.

دامیرعبدالرحمان خان په وینا‌ء د برتانوی وایسراپورتنی لیک :

“Was practically an ultimatum, to the effect that .”

خوبرتانوی هند دامیرعبدالرحمان خان« مشوره تقد یرنکړه » :

” But my advice was not appreciated, and the( British) Indian Government was so anxious that they expelled my officials from Bulund Khel and Wana Zhob by force and threat of arms.” 
Mir Munshi Sultan Mohammad Khan)ed.), the life of Abdur Rahman, Amir of Afghanistan. 2 vols second vol; London 1900, pp.156-159

په هند کی د برتانوی حکومت مسولانوامیرعبدالرحمان ته اخطارورکړچی که دبرتانویانو وړاندیزمنی یایی نه منی، داپریکړه به حتمی وی چی کومه سیمه دافغانستان د پادشاهۍ برخه ده:

“ Whether you accept this offer or not, it will be necessary to decide what territory does and what does not, from part of the Kingdom of Afghanistan.” Lansdowne papers, 16 August 1892, Enclosure Viceroy to Amir, 23 July 1892=  Politicaland secret letters from India, No.155, quoted in L.Harris, British policy on the North-West frontier of India, 1880-1901, Ph.D., London 1960, p.117

هینری لانسډون دهندوایسراوه )۱۸۸۸ـ ۱۸۹۴ز) .
له نن نه یوسل لس)۱۱۵) کلونه وړاندی د)۱۸۹۷ز) کال په نیمایی کی د وزیرستان په مداخیلوکی د ډیورنډ دکرښی پرضد کلک وسله وال پاڅون پیل شو، اوورپسی د خیبر، مومندو، ملکنډ، باجوړاوچترال پوری وغځیده اویوکال دوام یی وکړ. د پښتنود  دغه پاڅون په ضدانګریزی ښکیلاک  یوډ یر سپیره عکس العمل وښود: وایسرا سردار جورج کرزن )۱۹۰۵-۱۸۹۸)  د شلمی پیړی په پیل کی په )۱۹۰۱ز)کال کی « شمال لویدیزه سرحدی صوبه» راوتوږله  چې پښتنو ته  د بې هویتۍ  جال وغځوي.  
 North-West Frontier Province)NWFP)                                    

 ددغی استعماری پروژی دراویستلواواداره کولو لپاره ولولئ، په لندن کې د ډاکترۍ

 دعلمی د رجی دلاس ته راوړلولپاره دوه تیزیسونه:

L. Harris, ibid., 347- 384; L.Baha, The Administration of the North-West Frontier Province, 1901-1919, Ph.D., London 1968

دشمال غربی سرحدی صوبی استعماری نوم دپاکستان دواکمنانولپاره دومره سپیڅلی و چی تر۲۰۱۰ زییز پورې یې ساتلی و. د دغه استعماری نوم ساتل ښیی چی پاکستان لړزانده هویت لری او  د تاریخی کمښت په مزمنه)کرانیک)ناروغی اخته دی.

 د ډیورنډ د تړون حقوقی او سیاسی بحث 
 په تیربحث کی موولیدل چی انګریزی استعمارپه څومره چل ول اوزوراوګواښ)تهدید) سره دډیورنډ رټلی تړون په امیرعبدالرحمان وروتاپه. دبل دولت په مقابل کی زورکارول دتوافق کمښت منعکسوی، خودبین الدول حقوقوله مخی رامنځته شوی قرارداد د ارادوتوافق منعکسوی. تړون)قرارداد) لږترلږه ددوه اړخونوترمنځ باید دمعینی یامشخصی موضوع په اکله په توافق ولاړوی اوباید دغه توافق په څرګنده ژبه کی خوندی شوی وی. د تړون دموضوع صراحت عموماً په بین الدول حقوقوکی دتړون داتبارشرط جوړوی. یانی یوتړون هغه مهال بین الدول اتبارګټلی شی چی موضوع یی په کافی کچه څرګنده وی. په بله وینا که دتړون موضوع دومره غیر صریح وی چی پخپله تړون کوونکی نه پوهیږی چه پرڅه یی توافق کړی دی، تړون اتبارنشی ګټلی. د ډیورند په تړون کی د تړون والو)مارتیمرډیورنډ او
)ډیفینیټ ټرمز)امیرعبدالرحمن) ترمنح دتړون موضوع نامعینه ده اوهلته صریح الفاظ 

 نه دی کارول شوی. داادعا هغومره چی اسانه ده، هغومره یی ډکول اوغښتلی کول اسان کارنه دی. خوزه به زیاروباسم چی د ډیورنډ تړون ول په ول راوسپـړم اودلوستونکی سره د دغې رټلې موافقه نامې په حقوقی او سیاسي سفرکی پـړاوپه پـړاووګرځم :  

 ) لومړی)

امیر حبیب الله شکمن شویښکاري
دډیورنډ تړون په امیرعبدالرحمان )۱۸۸۰ـ ۱۹۰۱ز) وروتپل شو او انګریز مارتیمر ډیورند په دې بریالی شو چې  د ذکر شوې مواقفه نامې په اکله عبد الرحمان خان او د بلوڅستان مشر یوله بله غافل وساتي)ولولئ لسم ټکی).  افغان ملت د دغې موافقه نامې  په مقابل کی پاڅون وکړاوپه ورځنی ژوند کی یې ونه منله. د امیر عبد الرحمان ځوی امیرحبیب الله خان )۱۹۰۱ـ ۱۹۱۹ز) په خپلولیکونوکی چی په هند کی د برتانوی وایسراګانو په شخصی ســندونوکی خونــدی شوی دی، زماادعاغنی کوی چی د ډیــورنډ تړون مبهــم وه. پــه  دغولیکونوکی داسی معلومیـږی چی برتانیی د ډیورنډ تړون ته دیوشخصی تړون په سترګه کتل چی د  مارتیمرډیورنډ اوعبدالرحمن ترمنځ شوی و :

“Firstly, I give proof according to the rules and idioms of Persian that the Treaty concluded by Sir Mortimer Durand was not personal, but international ) daulati, lit. existing between two governments)…..you have come to the conclusion that the wording of the Treaty is a translation of the English text, and that, according to English idiom, such is the case”
Curzon collection, India office library, quoted in Rahmat R. Djan-Zirakyar, Stammesgesellschaft, Nationalstaat und Irredentismus am Beispiel der Pashtunistanfrage. Ph.D. Thesis, Frei Universitaet Berlin, Germany. Haag+Herchen Verlag, Frankfurt  am Main 1978, p.44 )Tribal Society, National State and Irredentism Exemplified by the Pashtunistan Issue. Ph.D. Thesis, Free University of Berlin, Germany, 1978, p. 44)

سردار جورج  کرزن وایسرا و )۱۸۹۸تر۱۹۰۵).
امیرحبیب الله «اریان» شوی دی چی وایسرا« په نقشه کی تیروتنی» پخپله دتړون دنادرستۍ ثبوت ګڼی :

” It is a matter of surprise that your Excellency considers the errors in the map as a proof of the agreement being incorrect.”
Ampthil Collection, Habibullah to Curzon, 13/3/1904, quoted in Djan-Zirakyar, ibid.

سردارامپتیل دسردارکرزن درخصتی پرمهال)۴/۳۰ تر ۱۹۰۴/۱۲/۱۲) عامل وایسراوه.

دوهــم

 د ډیورند د موافقه نامې په متن کې د صراحت پر ځای ډیر ابهام
د ډیورنډ د تړون په متن کی مهم ټکی دادی چی د صراحت په ځای ډیرپه ابهام ولاړدی، اودمهموالفاظوابهام زماادعاتقویه کوی چی د ډیورنډ دتړون موضوع مبهمه ده اوله دی امله د دغه تړون په اتبارکی شک دی. په ډیورنډ تړون کی یوه سریزه اواوه )۷) مادی خوندی  شوې دی . 
، یوځل د«فرنټیر لاين» یوځل د «باونډری» ،«فرنټیر» په تړون کی پنځه ځلی د

  ،یوځل د«باونډری لاین» او یو ځل د«بورډر»  ټکی خوندی شوی دی.

) دډیورند دتړون پښتوژباړی لپاره ولولی، لپه، د څرک مدنی اوکلتوری ټولنی دری میاشتنی خپرونه، پرله پسی شپږمه ګڼه، د۱۳۸۵ لمریزکال ژمی اود)۲۰۰۷ز) کال د جنوری، فبوری، مارچ ګڼه، مخونه : ۱۸ تر۱۹.ژباړن پوهاندډاکترمحمدحسن کاکړ). دډیورنډ دتړون په سیریزه کی د«فرنټیر»  اوورپسی د «ریسپیکټیو سفیرز آف اینفلواینس» ټکي

خوندی شوی دی. )سرحدی سیمه...اوددواړو  دنفوذ د ساحو حد). په انګریزی کی «فرنټیر» دسرحد ی سیمی په ماناکارول کیږی، نه د سرحدی لیکی په مانا.   
یوبعده)یوڅنډیزې) لیکی ته«بونډري»یاپه زیات وضاحت سره      په انګریزی ژبه کی

 ویل کیږی «باونډري لاین». 

    Boundary or boundary line 
داچی دتړون په سریزه کی دنفوذدساحوټکی هم کارول شوی دی سړی دې 
پایلی )نتیجی) ته رسیږی چی د ډیورنډ تړون دنفوذ دساحو)داغیزد سیمو)په ټاکلوراڅرخیده، نه د یوبعده لیکی په ماناچی چی د دولتونوسیمه ییزحاکمیت تمثیلوی. په بله وینا، د نفوذ د ساحی ټاکل دامانا  نه لری چی افغانستان به د دغی سیمی دملکیت حق بایللی وی . په دی ډول د ډیورند تړون په سیمه کی په نفوذ راڅرخی، نه د سیمی په ملکیت. دغه ارزون په هند کی د برتانوی واکمنانوپه لیکونوکی هم لیدل کیدلی شی.

“ We ( the Government of India) have assumed a measure of responsibility for the peace of the Afghan border which has not hitherto been ours, and which under present arrangements, we have no adequate means of discharging…. While we emphaticallyrepudiated all intentions of annexing tribal territory, we desired to bring the tribes…further our influence….it is desirable that some form of tribute should be taken from Waziri tribes   within our sphere of influence.” Letter from Government Of India to H.H. Fowler, Her Majesty`s Secretary of state for India, 10th July 1894, quoted in Djan-Zirakyar, p. 45.
“ The Durand convention has to my mind given from and shape  to much that before was vague. We have said distinctively that all these… are in our sphere of influence.” Elgin papers 1895, quoted in ibid.

بروس ایلجین دبرتانیی وایسرا)۱۸۹۴ـ ز۱۸۹۸)   په یوبل لیک کی هم وایی چی د ډیورنډ تړون « د نفوذ اړوندې ساحی» ټاکی :

“ The Durand agreement was an agreement to define the respective spheres of influence of the British Government and of the Amir” quoted in ibid., from Hassan Kakar, Afghanistan:  A Study in International Development 1880-1896, Kabul 1971, p.112.

دکاکړدغه لیکنه په لندن کی دهغه دماسټری تیزس)ایم فیل) ته ورته ده)۱۹۶۸ز)

The Consolidation of the Central Authority in Afghanistan under Amir Abd al-Rahman Khan , 1880- 1896) Master of Philosophy, London 1968).

دغه شان ولولی

Louis Dupree, Afghanistan, New Jersey: Princetion, 1973, p. 427.

ورته ارزونو نه په مهموانګریزی کتابونوکی هم د پام وړدی.

O. Caroe, The Pathans, 550 B.C.- A.D. 1957, London and New York, 1964, pp. 381-82 and p.387; C.C. Davies, The Problem of the North – West Frontier 1880 – 1908, Cambridge, 1932) Ph. D.), p. 185; A. Fletcher, Afghanistan, Highway of Conquest, Ithace, New York, 1965.

ددغه امریکایی محقق فلیتچرپه اند دډیورند سرحد « د ټاکلی لیکی په کچه ډیردنفوذ ساحی» ټاکی

” Spheres of influence rather than a fixed border” ) p.247)

پخپله دامیرعبدالرحمان خان ویناهم ښیئ چی سرحدی لیکه د نفوذپه ساحه راڅرخی :

“I requested the viceroy to send me the map, having marked out the boundary lines as they proposed to decide them approximately, to show me which parts of Yaghistan ) the land of the unruly) they proposed to take under their influence and sphere.” Mir Munshi Sultan Mahomed Khan)ed.), the life of   Abdur Rahman, Amir of Afghanistan, 2vols. , vol.2, London 1900, quoted  in Djan- Zirakyar, op.cit., p.218. footnote nr.43.

دریــم:

په  ډیورند موافقه نامه کې د لاس وهنې ټکی                                    

 په ډیورنډ موافقه نامه کې دریم ټکی چی مشکلات راپیداکوی د «اینټرفیرینس» ټکی دی، چی    مداخله یا لاس وهنه ورته ویلی شو. دغه ټکی دری ځایه )په دوهمه ، دریمه اوپنځمه ماده) کی راغلی دی. د سرحد د صوبی)نورت ویسټ  فرنټیر پرووینس) وروستنی برتانوی

) دي پټانز) کې لیکی چی :      په خپل مهم کتاب ګورنراولاف کیرو
   د ډیورنډپه تړون کی دهندسره دافغانستان لیکه)بورډر)دیوی سرحدی لیکی په څیرنه ده،

 سرحدی لیکه ده ـ داهغه لیکه ده    بلکی دامیرعبدالرحمان خان د« قلمرونو»

 نه کوی.  چی دتړون یواړخ به هم په هغه بله خواکی « لاس وهنه »
د سرداراولاف کیروپه اند، برتانوی حکومت نه غوښتل چی « قومونه په اداری نظام کی جذب کړی » پخپله له ګورنرسرداراولاف کیرونه واوری :

” It is true that the agreement did not describe the line (Durand Line) as the boundary of India, but as the frontier of the Amir`s dominions and the line beyond which neither side would exercise interference. This was because the British Government did not intend to absorb the tribes into their administrative system.” Quoted in Djan- Zirakyar, op. cit.,p.46.

افغانستان له لاس وهنی)مداخلی) نه «وسله واله لاس وهنه» پوهیده، نه تبلیغاتی فعالیت چی بایدافغانستان یی اخوا د خپل نفوذ دخوندی کولولپاره وکړی. د)۱۹۲۱ز) کال د نوامبرپه )۲۲) نیټه د«ګاونډیتوب» داړیکوتړون په کابل کی دانګریزانوسره لاسلیک شو. که څه هم دغه تړون د دری کالونولپاره وه، دهند دخپلواکی پوری )۱۹۴۷زییز کال)   یی چلن لاره.

Ludwig Adamec, Afghanistan`s Foreign Affairs to the Mid-Twentieth Century, Tucson, Arizona, 1974, p.91

ددغه انګلو ـ افغان تړون چی دکابل دتړون په نوم یادیږی، دیولسمی )۱۱) مادی له مخې باید دتړون دواړه خواوی په قومی سیموکی په )عسکری عملیاتو) یوبل مخکی له دغوعملیاتونه خبرکړی. یوه بله مهمه رسمی برتانوی چینه هم دغه «لیکه د(برتانوی) هند د سرحدی لیکې په څیر نه تشریحوی، بلکی د امیر (عبد الرحمن،۰ ۱۸۸ تر ۱۹۰۱) د قلمرو  د ختیزو او سهیلی سرحدونو او په دوه حکومتونو پوری د مربوطو نفوذی ساحو حدود     تشریحوی. هدف د  برتانوی ا مریت ارتول دی، نه د (برتانوی) هند د سرحد .» )۱۹۲۵).

“The Line was not described(in the 1893 treaty) as the boundary of India, but as the eastern and southern frontiers of the(Amir’s(Abdur Rahman,1880-1901)dominations, and the limits of the respective spheres of influence of the two governments, the object being the extension of British authority, and not that of the Indian frontier.” Military Report on Afghanistan )Classified), General Staff, India, Government of India Press, 1925, p.69. Quoted in Louis Dupree, Afghanistan, 1980 edition, p. 767. 
)
څلورم)

د لیکې د ویستلو موضوع
 دی چې  د لیکې د ویستلو پهموضوع راڅرخی. په ډیورنډدابل کړکیچن ټکی«ډیمارکیشن»

موافقه نامه )لومړی ماده) کی «مل شوی نقشی» ته ګوته نیول شوی ده چی «بیاخلق نشوه»، یانی
 ولولی:«ناټ ریپروډیوسډ»

  C.h.U. Aitchison )ed.), A Collection of Treaties, Engagements and Sanads Relating to India and Neighboring countries. Calcutta 1929 – 1933, vols.12 and 13, pp.256 – 257, Djan – Zirakyar, op. cit., p.218, footnote nr.48. 

هیریس په لندن کی د خپلی ډاکټرۍ په تیزیس کې لیکی: «په واقعیت کې د قوم د ویشلو په اکله د (ډیورنډ) د تړون یواځینی ثبوت هغه لیکه ده چی د تړون په نقشه ویستل شوی ده، او امیر(عبد الرحمن) دغه نقشه نه ده لاسلیک کړې»:                                                                                  In his Ph.D. Thesis, L. Harris writes: “In fact the only evidence of an agreement to divide the tribe was the line drawn on the Convention map, and this map the Amir had not signed.”) Harris, British Policy on the North-West Frontier of India, 1889-1901, Ph.D., London 1960, p. 239, quoted in Djan-Zirakyar, ibid. 

 )، دافغان پاچهانوPSLI «له هندنه د رارسیدلوسیاسی اومخفی لیکونوملونو»، یاداشتونه )

)امیرعبدالرحمان خان اوحبیب الله خان)څرګندونی،اوپه هند کی دبرتانوی وایسراګانو شخصی اسناد  ښیی چی د ډیورنډ د تړون مقررات څومره مبهم اوغیری دقیق دی: سردار  
 چی په برتانوی هندکی وایسراوه )۱۸۹۸ ـ ۱۹۰۵ز)، لیکی: « پوښتنه داده چی Curzon
 په دننه کی د ه که په بهرکی.... اوتقریبی کرښه  کام ډکه د برتانوی سرحد «فرنټیر»

 چی په نقشه کی ویستل شوی ده...د خوراګډې وډې، بی دقته اوغیری  

علمی نوعی» نمونه ده :

” .... The rough line drawn upon the map.... is of the most haphazard, careless, and unscientific description.” Curzon Collection/India office Library in London, quoted in Djan – Zirakyar, ibid., footnote 49.

له امیرعبدالرحمان خان نه هم واوری: ستاسی نقشی ټولی غلطی دی.زه پوهیږم.زه هلته وم

” Your maps are all wrong.  I know I have been there”. Amir quoted in  Harris, op. cit., pp.132-133.

دلیکی دویستلونشتوالی په مهمودوهمی اثاروکی هم تأیید شوی دی :

Kh. A. Abawi, Der kampf des Pachtunischen volkes um die Unabhangigkeit seiner Heimtat Pachtunistan: Ein Selbstimmungsproblem in Zentralasien. Dissertation, Freiburg, Germany, 1962, p.48; Caroe, The Pathans, op.cit., pp. 463 – 464; A. Lamb, Asian Frontiers. London 1968, p. 91

پورتنی بحث زماادعاکلکوی چی د لیکی دغځولوموضوع اصلاً مبهمه پاتی شوی ده . 

پنځم:

ایا د ډیورند تړون په ورپسې تړونونوکې تعدیل شوی و

د کړکیچ بل ټکی دادی چی ایا د ډیورند د تړون ډکون)محتوا) په ورپسی نوروتړونونو
کی تعدیل شوی وه؟ دامیرعبدالرحمن له مړینی )۱۹۰۱ )  نه وروسته د برتانوی هند حکومت په دی ټینګاروکړچی تیرقراردادونه د امیرعبدالرحمن سره په شخصی سویه شوی وواوله دی امله د نوموړی د ناستن یانی د نوی واکمن )امیرحبیب الله) سره د نوو مذاکرو تابع دي. انګریزانو هڅه وکړه چی په سرحدی سیمه کی لاسوهنه)مداخله) وکړی.  هغوی   په افغانستان غټ زورواچاوه:
 یی پری وتړلی اودوسلوواردول یی پری منع کړل خوخپلی مالی مرستې«سبسیډي»
 امیرحبیب الله ورته تسلیم نشو. لویس ډبلیوډینچی دبرتانوی هنددبهرنیوچارووزیر

وه د)۱۹۰۴ز) کال د ډ سمبرپه )۱۳) نیټه د «نږدی» دری سوه کسیزهیت سره کابل ته راغی چی د برتانیی د زبرځواکی دریځ وښئ . ولولی دالمانی مورخ ییکل لیکنه :

H. Jaeckl, Die Nordwestgrenze in der Verteidigung Indiens 1900 – 1908. Koelen und Opladen 1968, p. 79; for Dane – Mission see L.W.Adamec, Afghanistan 1900 – 1923: A Diplomatic History Berlkley & Los Angeles, 1967,p. 39ff.;L.W. Adamec, Afghanistan’s Foreign Affairs to the Mid-Twentieth Century : Relations with the USSR, Germany, and Britain, 1973, p. 10

لوویس ډین نږدی څلورمیاشتی وروسته د)۱۹۰۵ز) کال دمارچ په ۲۱ نیټه دکابل  تړون لاسلیک کړ. برتانویان په خپلوموخو)هدفونو) کی پاتی راغلل: په څټ شوی مالی مرستی بیرته پیل شوی، اوژمنه وشوه چی د افغانستان په داخلی چاروکی به لاس وهنی نه کیږی. لوویس ډ ین خپل حکومت په غوږووهه چی دغه تړون بیاپه خطرکی دی چی که په سرلیک کی یې د تجدید )رینیول) پر ځای ادامه )کنټینوانس) ونه کارول شي .
ولولی    
Jaeckel, ibid; p.86 

دبرتانویانودا د ریځ چی دډیورنډ د تړون داوومی)۷) مادی سره سم دافغانستان نوی واکمن حبیب الله ته دمالی مرستی له تعهد نه یی سرغړولی و ، سړی ته داحقوقی پوښتنه راولاړوی چی ایادغی برتانوی سرغړونی افغانستان له تحت الحمایه )نیمه مستعمره) حالت نه خلاص نکړچی دګند مک په تړون کی پری ور تپل شوی و)۱۸۷۹ز) کال ؟ د جرمنی مورخ ییکل په اند:
 ښیی.» )څوایشنایدیګکا یټ)« دغه ساده ملاحظه د برتانوی دریځ دوه خولتوب

) همدغه اثر، مخ ۷۲). دبرتانیی دبی باوره دریځ لپاره ولولی. دافغانستان دهغه مهال دپاچا
 سره چی د ییکل  حبیب الله نظردډیورنډدتړون په اکله اودنوموړی ډیالوګ  د لویس ډین

په همدغه اثرکی خوندی شوی دی                                                                     Jaeckel, ibid, pp. 83-84 and 125
دډیورنډ د تړون دتجدید یاتمدید په اکله ددواړوخواودحقوقی دریځونودانډول کولولپاره یوه کږه لارغوره شوه، اوهغه داچی دکابل د تړون )۲۱مارچ ۱۹۰۵ز) په انګریزی ژباړه کی ددغه تړون سرلیک« کاملاً» وخوړل)حذف) شوـ همدغه اثرمخ ۸۶ . په دغه تړون کی دواړو لاسلیک کونکوځانونه موظف وګڼل چی د پخوانی امیرعبدالرحمان خان اودبرتانوی هندترمنځ توافقات به رعایت کوی بی له دی چی موضوع یی بیا وټاکی. په ډیورنډتړون کی

په سترګه کتل     امیرعبدالرحمان خان ته په نسبتاً ټیټ لقب « والاحضرت» )هیز هاینیس)

 شوی وو، خودکابل په تړون (۲۱مارچ ۱۹۰۵) کی دامیرحبیب الله خان لقب«اعلیحضرت» )هیز ماجیسټي) ته جګ شو.عظمت طلبی داستعمارفطرت دی. دغه فطرت دهغه په لیکلی

رسمی راشه درشه کی هم لیدل کیږی. دبیلګی په ډول، که له یوی خوایی امیرعبدالرحمن په نسبتاً ټیټ لقب «والا حضرت» مخاطب کړ، نوله بلی خوایی دهمدغه امیرځوی امیرحبیب الله په لومړی نړیواله جګړه کی دافغانستان دبی طرفی په اړوندکی دانګریزپاچاجورج په یوه
 ونازول شو. په رسمی مکاتبه کی دغهلیک )۲۴سپتمبر۱۹۱۵ز)کې په اعلیحضرت 

  واقعیت درسمی پيژندنې عملی، پراګماتیک څنډه ښیی . ولولی 

Jaeckel, ibid., pp.92-93; Adamec, Afghanistan 1900- 1923, op.cit.,Appendix 11, no.6, p.205) quoted in Djan-Zirakyar, p.219, footnote #55).

امریکایی مورخ ادمیک  په خپل یوبل مهم کتاب کی دبرتانیی دپاچاپنځم  جورج  پورتنی لیک ته داسی ګوته نیولی ده

” This letter constituted a rare case of direct communication between a British monarch and an Afghan ruler, who usually had to deal with the viceroy of India.” Ludwig Adamec, Afghanistan’s Foreign Affairs, op.cit.,p.36.

د)۱۹۱۹ز) کال داپریل په میاشت کی امان الله خان دافغانستان خپلواکی اعلان کړه. لودویک ادامیک په خپل پورتنی کتاب)دافغانستان بهرنی اړیکی) کی لیکی چی امان الله خان دافغان اوانګریزدریمه جګړه یانی په ۱۹۱۹زییز کال کی دافغانستان دخپلواکۍ جګړه د سرحد    دپښتنو پهمټ وګټله :

” Amanullah had been successful in the Third Anglo – Afghan war primarily because of the assistance he received from Afghan tribes in theof the Frontier.” Afghanistan Foreign Affairs, p.92.

انګریزان دسرحد دقومونواوافغانستان ترمنځ په یووالی اوزورپوه شول. په کابل کی ددوستی له تړون )۱۹۲۱  نوامبر) نه نږدی یوکال وروسته انګریزانود)۱۹۲۲ز) کال په ډ سمبراو    )۱۹۲۳ز) کال په جنوری کی په وزیرستان کلکی ځمکنی اوهوایی بمباری وکړی. په دغه اړه لودویک ادامیک دهغه وخت دوایسرا ویناداسی اقتباس کړیده :

“ air operations on a large scale previously unknown on the frontier.” )ibid., p.93, quoted from R.R.Machonachie, A précis on Afghan Affairs, 1919-1927, secret document, India office Library, London) Government of India Press, 1928, pp.92,94).

سر ریچارډ میکناکی په کورم سیمه کی دبرتانوی هند پولیټیکل ایجنټ و او بیا د محمد نادر

 شاه دحکومت په مهال په کابل کی د برتانیی مختاروزیرشو.
د)۱۹۲۳ز) د جنوری په ۳۱ نیټه دافغانستان حکومت په وزیرستان باندی دهند دبرتانوی حکومت بریدونه رسماً وغندل اود دوستی د تړون)۱۹۲۱ کال نوامبر) دیولسمی مادی دمقرراتواود دغه تړون د ملونوپه ضدیی وګڼل. ولولی: لودویګ ادامیک، دافغانستان بهرنی اړیکی، مخ ۹۲) .
د)۱۹۱۹ز) کال په اپریل کی امان الله خان دافغانستان خپلواکی اعلان کړه. څلورمیاشتی وروسته دهمدغه کال په اګست کی په راولپنډی کی دسولی تړون لاسلیک شو. دهغه دپنځمی مادې له مخی، افغان حکومت « هندی ـ افغانی سرحد» یانې  «اینډوـافګان فرنټیر»چې تیر

امیرمنلی و، ومانه. ددغه تړون دمتن لپاره ولولئ:

Aitchison)ed.), A Collection of Treaties, op.cit.vol.13pp. 286-287

د دغه تړون د جرمنی ژباړی لپاره ولولی

M.Gh.Massoun, Der voelkerrechtliche Status von Afghanistan, Dissertation, Hamburg, 1960, p.124.

امریکایی مورخ اوافغانستان پیژندونکی لودویګ ادامیک لیکی چی:

“ During the reigns of both Abdur Rahman and Habibullah the government of India had insisted that its agreements with Afghan rulers were personal rather than dynastic, therefore,Amanullah was in his right in demanding or refusing an agreement with Britain.”

Adamec, Afghanistan`s foreign relations,op.cit,pp.47-48.

دراولپنډی دسولی په تړون کی )۸ـ۸ـ۱۹۱۹) د افغانستان استازی علی احمد خان و، اوبرتانوی استازی  سر ایچ ګرنټ و. ددغه تړون سره په خپل مل شوی لیک کی استازی   ګرینټ
لیکلی وه: « ..... تاسی راته ویلی ووچی افغان حکومت نه غواړی چی توافقات تجدید
)رینیو) کړی، دکوموله لاری چی تیرامیرمنلی ووچی په خپلوبهرنیوچاروکی به په بشپړ

ډول د برتانیی دحکومت مشوره تعقیبوی. ماله دی امله په دغه ټکی ټینګارنه دی کړی، او
هیڅ یادونه یی په تړون کی نه ده شوی. په دی اساس ذکرشوی تړون اودالیک افغانستان په

 خپلودنننیواوبهرنیوچاروکی رسماً «ازاد او خپلواک» پرېږدي. امریکایی تاریخپوه لودویګ

ادامیک زیاتوی چی دافغان اواوانګریزدریمی جګړی)ټول تیرتړونونه لغوه کړل)    

” Moreover, this war cancelled all previous treaties.” Ibid. p.91

امان الله خان چی دغه تړون ولید، خپل اخښي او مامازي علی احمد خان ته په غصه شو، په کورکی یی بندی کړاووسله وال عسکریی ورته دهغه دکورپه شاوخواکی موظف کړل چی که له کوره راووت، ویی ولی)دامعلومات می دکاندیداکاډمیسن محمداعظم سیستانی له خولی لاسته راوړل)تیلیفونی مرکه ۲۰۰۷زکال داګست ۲۷ نیټه).

دسولی له تړون ) ۸/ ۸/ ۱۹۱۹ز کال) نه څه دپاسه دوه کالونه وروسته د)۱۹۲۱ز) کال دنومبرپه )۲۲) نیټه دبرتانویانوسره دکابل تړون رامنځته شوچی د«دوستی تړون» یاد

«ګاونډیتوب» دروابطوتړون هم ورته ویل کیږی. ادامیک لیکی چی دغه تړون د«دوستی

دتړون» په کچه ډیرد « ګاونډیتوب» داړیکېو تړون دی

   “…treaty of relations” 

ددغه تړون په دوهمه ماده کی، دواړوخواودسولی دتړون)اګست۱۹۱۹زکال) پنځمه ماده  تائید کړې ده، خودلتهبیاهم د سرحد)فرنټیر) په ټکی رڼا  نه ده اچـول شوی.         

د  دوستۍ د تړون)نومبر ۱۹۲۱)څلورم نمبر مل هغه لیک دی چی دتړون برتانوی استازی دافغانستان دبهرنیوچارووزیرته استولی واود دغه تړون سازوونکی برخه جوړوی . که دغه مل د تړون دیوولسمی )۱۱) مادی سره غبرګ مطالعه شی ، سړی په اسانی سره دوه مهم ټکی لیدلای شی
)الف) : دافغانستان له نظره په سرحدی سیمه کی مداخله یواځی په عسکری مداخلی راڅرخیده، نه په تبلیغاتی، سیاسی مداخلی چی په سیمه کی دافغانستان نفوذوساتی
)ب):برتانویانودخپلواکافغانستان سره ومنل چی دسرحد داوسیدونکوسره به علاقمندی لری. د متن لپاره په جرمنی اوانګریزی ژبوولولی

Massoun, op. cit., p. 137;  Atchison, op.cit, p. 296

د)۱۹۲۹ز) کال په جنوری کی یوناڅاپی سړی چی دکوردغلا له امله په پاړه چینارکی د یولسو)۱۱) میاشتولپاره بندی شوی و، دامان الله خان په مشری دافغانستان خپلواک دولت      رانسکورکړاود « خادم  دین رسول الله » دادعالاندی یی په افغانستان کی نهه میاشتی)جنوری تر اکتوبر۱۹۲۹)   ګډوډی وچلوله. دغه ناڅاپی سړی حبیب الله خان نومیده چی په بچه سقاو مشهورشوی واو د یوه پوه کوهستانی ملی ګرافغان له خولی به یی ځان «شیرکوهستانی» هم ګاڼه . ) دغه ملی ګرافغان ماته دغه معلومات د خپل پلارپه حواله راکړل)
پوهاند لودویګ ادامیک کاږی چی د بچه سقاوواکمنی د سرحد په دواړوخواوکی قـومــونــوته «کلک ټکان» )پروفونډ شاک)ورکړ) ولولئ:ادامیک،دافغانستان بهرنی اړیکی: ۱۴۹ـ ۱۵۵مخونه)
د افغانستان د خپلواکۍ د جګړې سرتیری اوزړه سواندی کوماندان محمد ګل مومند هغه مفکر او ستراتجیست شخصیت وچې د وزیرو او مسیدو په مټ یې د بچه سقاو ګډوډي)جنوری تر اکتوبر ۱۹۲۹) پای ته ورسوله، په ډ یر مهارت سره یې د محمد ناد رشاه واکمنۍ ته لار پرانیستله، امنیت یې رامنځته کړ او ټینګ یې کړ. محمد ګل مومند هغه مسلمان- پښتون وزیر و چې د کابل د ښار د بریکوټ په سیمه کې  په یوه عادي خټین کرایي کور کې په حق ورسید  )م۱۹۶۴،۱۳۴۳لمریز).  د سقاوۍ په رانسکوریدلو سره، محمد نادر شاه د قد رت واګی  په لاس کی ونیولی ) ۱۹۲۹ ـ ۱۹۳۳)

د )۱۹۳۰ز) کال په می کی دبرتانیی دبهرنیوچارودوزارت اوپه لندن کی دافغانستان دسفارت ترمنځ یاداشتونه تبادله شول.په دغویاداشتونوکی د)۱۹۲۱ز) کال ددوستی تړون)دکابل تړون)

اوورسره څلور)۴) ملونه تأییدشول)اټچیسن، تړونونه، مخ ۳۰۵). محمد نادرشاه « د ډیورنډ د کرښې د هندی خوا د قومونو په مرسته قدرت ته ورسید». د تاریخ پوهاند ادامیک زیاتوي  چې : )) دا سرحدهیڅکله په بشپړ ډول غځول شوی نه و. له دې امله د بر تانوي حکومت مامورا  نو «د فرضي لیکې» ټکی وکاراوه چې یقیناٌ یو اندازه شک ښئ.))

” This border had never been completely demarcated, therefore, British government officials applied the term , indicating a certain measure of doubt.” Ludwing Adamec referring to: National Archives of India/new Delhi, 392-F, 933, nos. 1-30, notes, 1-2, in his book Afghanistan’s Foreign Affairs, op. cit, p. 187.

د ذکرشویومنابعوله مخی ویلی شوچی په ټولولیکني توافقاتوکی )۱۹۰۵ـ ۱۹۳۰ )   داسی څه نه لیدل کیـږی چی د ډیورنډ سرحد یی ارزولی وی. دلیل یی دادی چی دغه ټول تړونونه لږو ډیرد ډیورند تړون ته مخ وراړوی، بیله دی چی موضوع یی بیاوټاکی
دغه شان د پورتنی استدلال اوپورتنیوتشریحاتوپه مټ ویلی شوچی: برتانیی د خپلواک افغانستان سره دامنلی دی چی  د سرحد داوسیدونکوسره علاقه وساتی، هلته نفوذولری، هلته غـیری عسکری مداخله وکړی، اوهـلته دخلکوسره د ظلم په اکله اعتراض وکړي. پــه لــنډه کې ورته«میتشپـراخې ریښت» )د ګډ  وینا،افغانستان دې هلته هغه څه ولری، چی په جرمنی
اظهاراوپریکړی حق) وایی. په بله وینا ، په ســرحدی سیمه کې برتانــیه یادهغــی ورکخـیل مـیراث خور)پاکستان) بشپـړحاکمیت ته ډ ډ ه نشی لګولی ځکه هلته افغانستان هم نفوذ اوهم علاقه مندي )منافع) لري 

  (influence and interest)

لود ویګ ادامیک کاږی چی که څه هم په کابل کی لاسلیک شوی د دوستی تړون یعنی د اړیکوتړون)۱۹۲۱زکال دنوامبرمیاشت) اصلاً د د ری کالونوګاونډیزو

لپاره وه، دهند دازادی دکال۱۹۴۷ز پوری وچلیده)بهرنی اړیکی، مخ ۹۲) . برتانویان په دغه تړون راضی وو،خوبــیاهم هغـوی به لا دا غوره ګڼلی وای چی که پــه هــغه کی یــی «کوچني»ماینر) تعدیلونه په برخه شوی وای. برتانویانوغـوښتل دافغانستان رګ ونیسی

چی دخپل سرحد په اړوند کې  به څنګه «ګاونډیز» وی

” It was of special importance for Britain to obtain from Afghanistan a precise definition of the term < neighborly> relations, the only term on which the Afghan and British governments were able to conclude the Treaty of Kabul of 1921. In essence this meant, how )neighborly) Afghanistan would be in dealing with the Afghan Frontier.” Ludwig  Adamec, ibid, p. 187.

 

شپږم

ایا پاکستان د برتانیې د نا ستن لیاقت لاره                                                                                                 

داټکی په دی پوښتنه راڅرخی چی ایا پاکستان د بین الدول حقوقو له نظره د  برتانیی د ناستن)جانشین) دولت لیاقت لاره؟ برتانوی هند درنجیت سینګهه، شاه شجاع، امیردوست محمدخان، امیرمحمدیعقوب خان، امیرعبدالرحمان خان، امیرحبیب الله خان، د پاچاامان الله خان اود پاچامحمدناد رشاه سره حقوقی اوسیاسی راشه درشه ساتلی وه، نه د پاکستان سـره ـ ځکه هغه مهال پاکستان هیڅ)حقوقی، سیاسی،تاریخی، کولتوری) څیره نلرله.  پاکستان چی هیڅ موجودنه و، څنګه به ورنه دښکیلاک ګری برتانیی وارث جوړشی؟! د ډیورنډتړون دوه لوبغاړی لرل: برتانوی هند اوافغانستان. پاکستان چیری و؟ له نن نه څه د پاسه ۶۵  کاله  وړاندی برتانیی د مخکني دولت)سلف) په حیث« دهند دخپلواکی دقانون») اینډ یا اینډپینډینس اکټ،۱۸جولای۱۹۴۷)   د اوومی )۷) مادی د «سي» برخې له مخې «د قبایلي سیمو» د واکمنانو سره« ټول تړونونه یا موافقې» په یوه اړخیزه ډول باطل وګڼل. دغه

  واقعیت د پاکستان ادعاچی د برتانوی هند ناستن)وارث) د ی  پنچرکړی ده)پاکستان رسماًد دولت په څیر نږ دې یوه میاشت وروسته د ۱۹۴۷زییزکال داګست په ۱۴ خلق شو). یو کامل .یوکاملاًنوی دولت د چاپه میراث کیناستلی شی؟! یوڅه چی موجودنه وی له چانه به ورته یوڅه په میراث ورسیږی؟!
 کی هنداوپاکستان په یوه ډول ونه منل شول. د)۱۹۴۷ز) کال داګستپه ملګروملتونو
په نیمایی کی په برتانوی هند کی دوه)۲) هیوادونه رامنځته شول. دهمدغه کال دسپتمبرپه
 دبرتانوی هندوارث)۱۲) مه نیټه هند دملګروملتوله خواخپل په خپله )اوټومیټیکلي)

اعلان شو. خوپاکستان مجبوروچی په ملګروملتونوکی دخپل غړیتوب لپاره خپله هیله وړاندی کړی. دپاکستان په غړیتوب رایی واخیستل شوی. افغانستان یواځنی هیواد وه چی په ملګروملتونوکی د پاکستان  د غړیتوب د منلو په ضد یې رای ورکړه،او پاکستان د ۱۹۴۷د سپتمبر په دیرشمه نیټه په ملګرو ملتونوکی ومنل شو. په ملګرو ملتونو کی د هنداوپاکستان دغړیتوب د منلوبیلابیله کړنلاره یوځل بیا  زما ادعاغـنی کوی چی یوڅوک نه وی موجود څنګه به د چامیراث خورشی. د افغانستان دریځ داسی وه چی د پښتنواو بلوڅو ورونو د
برخه لیک حق دی تأمین شی . دافغانستان د دریځ په مقابل کی د برتانیی د ګډ ـ ګټواړیکیو )کامنویلت ریلیشنز) وزیرنیول ـ بیکرپه ولسی جرګه کی )۳۰/ ۶/ ۱۹۵۰ز)  د پاکستان پـلویـتوب وکړ
Noel – Baker

نیول-بیکردبرتانیی ولسی جرګی ته داسی وویل « په یونایټید کینګډم)برتانیه) کی داعلیحضرت حکومت دشمال غربی سرحد دسیموپه وضع باندی دپاکستان اوافغانستان دحکومتونومخالفتونه په تأ سف سره څارلی دی. داد اعلیحضرت د حکومت نظر دی چی پاکستان په بین الدول حقوقوکی په دغو سیموکی د هند د پخوانی حکومت اوپه یونایټیډ کینګډم)برتانیی) کی د اعلیحضرت د حکومت د حقوقواووجایبو وارث دی، اود ډیورنډ لیکه بین المللی سرحد دی»

»His Majesty`s Government in the United Kingdom has seen with regret the disagreements which there have been between the Governments of Pakistan and Afghanistan about the status of the territories on the North – West Frontier. It is His Majesty’s Government’s view that Pakistan is in international law the inheritor of the rights and duties of the old Government of India, and of His Majesty’s Government in the United Kingdom, in these territories, and that the Durand Line is the international frontier.” Quoted in Djan Zirakyar ,op.cit., p.221 footnote nr. 73

د مشترک المنافع هیوادونود وزیرنیول ـ بیکرپه پورتنی ویناکی یوډول کمزوری پرته ده چی غلی شان دافغانستان دریځ ته سرټیټوی. که کلک پام ورته وکړو، وبه وینوچی دبرتانیی دغه وزیرپه خپله ولسی جرګه کی نیغه ژبه نه ده کارولی،بلکې په غیری مستقیم ډول یی دډیورنډ لیکه « بین المللی سرحد » ګڼلی دی بی له دی چی د دغی لیکی مشروعیت له بین الدول حقوقونه راوباسی
پاکستان هم د برتانوی ښکیلاک د تړونونوپه اکله دوه مختوب ښودلی دی :
پاکستان یوه کوچنئ )نږدی دری سوه مربع میله) سیمه ایران ته پریښودله. ددی په بدل کی ایران له دینه تیرشوچی په بلوچستان کی په پخوانیوبرتانوی تصرفاتودعوه وکړی. ایران په دی ډول پخوانئ برتانوی پوله په یوڅه تغیرسره ومنله

” …. and accepted the old British Boundary thus modified.” A. Lam, Asian Frontiers: Studies in Continuing Problem. New York & London,1968, quoted in Djan- Zirakyar, ibid.,p.221, footnote Nr. 75

دهندپه نیمه وچه کی دبرتانیی دتړونونوهدف داوه چی هلته دخپلی امپراتوری حفاظت وکړی. خود بین الدول حقوقود ملاحظی له مخی یوتړون پای ته رسیږی چی اغیز یی له منځه تللی وی اوهدف یی پوره شوی وی. سړی ویلی شی چی له ښکیل شوی هند نه دانګریزانوپه وتلوسره د ډیورنډتړون خپل پخپله اجرأشواودهدف تحقق  ته ورسید ـ ځکه چی دتړون یو اړخ)برتانیه) په مشخصه سیمه)مستعمره شوی هند) کی له منځه لاړ اود دی سره دهغه ګټی )اینتریسټ) هم له منځه لاړی چی د ډیورنډ تړون یی لازم کړی  

اووم :
داستعمارپه ضد دپښتنوپه پاڅون

په )۱۸۹۷ز) کال کی د ډیورنډ د تړون په ضد د وزیرستان په مده خیلوکی وسله وال پاڅون پیل شواود یوه کال په اوږدوکی دخیبر، مومندو، ملګنډاوباجوړله لاری چترال ته ورسید. له دی پاڅون نه انګریزان وترهـیدل اوڅلور کاله وروسته په )۱۹۰۱ز)کی یی« شمال ـ غربی سـرحـدی صوبه»)نـورت ـ ویسټ فرنـټیر پروینس)   جـوړه کړه. دغـــه استعــماری نــوم پــه برتانوي اسلامی پاکستان کې د انګـریز د احــسان په څـیر د ۲۰۱۰زیــیز پورې سـاتـل
شـوی و.د باچاخان د مشرې خور ځـوی متـقاعد پوهاند جهانـزیب نـیــاز راته د ۲۰۱۰ کال د می پــه ۲۶ نیټه ټلفـون وکړ او  د خپلې اشنغـرۍ پښتو په  درنو  الفاظو کې یې   د «خیـبـر- پښتونخـوا» مبارکي راکړه. ما د ده خوښي احسا سـوله او ده زما، ځکه له هـیڅ نه خولږ څه ښه دي. ماورنه پوښته وکړه چې ولس څه ډول احسا س څـرګندوي ؟ ده راته وویل چې « د مملکت ټپه (لنډۍ) به درته واوروم». ارواښاد فضل رحیم ساقي د زړه سواندي او سوله دوست انسان  باچا خان)فخر افغان) د سیاسي او کلتوري ګلبڼ یو وتلی خدایی خد متګا ر او یو خــوږ ژبی شاعــر و.  مملکت د فضل رحیم ساقي لور ده اوپه پـیښور کې ښوونکې ده.

دغې  درنې خور مملکت سا قي په «خیبـر- پښتونخوا» باندې خپله سیاسي لوپـټه  خوره کړې ده اوپــه پـښتونخوا يې غـږکړی دی  چې د شیطان خیلو  په سترګو کې دې خاورې ودوړوي اوخیبر دې په غیـږ کې  ونیسي. ټپه یې داسې ده

خیبره بخت دې مبارک شه           چې پښتونخوا به دې په غیـږ کې ګرځوینه

ولولئ: رحمت ربی زیرکیا ر، د پښتونخوا ټـپه) ۱۸ جون ۲۰۱۰). په اینټر نیټي بڼه خپره شوې وه

 

له نن نه اووه کالونه وړاندی په)۲۰۰۰ز))۱۳۷۸ لمریز) کال کی یومضمون له ګڼ شمیرچاپی تیروتنوسره په دی سرلیک چاپ شوی و:« په لره اوبره پښتونخواکی دروڼ فکرانوسیاسی پرځنګونه»، افغانستان په شلمه پیړی کی، دپوهنیزسمیناردلیکون ټولګه.جرمنی دکولن ښار، ۱۳۷۸لمریز ) ۲۰۰۰ز) کال خپرندوی: دافغانستان دکلتوری ودی ټولنه. مخونه. ۲۸۰ ـ ۳۰۸
زه له دغی لیکنی نه مهم معلومات په لنډ ډول رااخلم اوځینی نورمعلومات پری ورزیاتوم چی په دی ورستیوکی لاس ته راغلی دی

په)۱۹۲۱ز) کال کی دعبدالغفارخان)مشهورپه باچاخان اوفخرافغان) په مشری)انجمن اصلاح الافاغنه) جوړشو. له دینه اووه کالونه وروسته په)۱۹۲۸ز) کال کی د«پښتون» په نوم مجله راووتله. دباچاخان مشرورورداکترخان صاحب نومیده. دباچاخان مشره خورچی له ډاکټرخانصاحب نه کشره وه، د پوهاندجهانزیب نیازموروه. جهانزیب نیازچی په )۱۹۲۷ز) کال کی زیږیدلی دی اوپخپله یی په پنځلس کلنی دسیاسی بند خوندڅکلی دی، د پښتون مجلی په اکله داسی لیکی: پښتون « اولینه جریده وه چی دانجمن اصلاح الافغانه د ترجمان په حیث » پیل شوی وه. عبدالغنی غنی دباچاخان مشرځوی اوپه شلمه پیړی دپښتو وتلی فیلسوف شاعرو. پوهاندجهان زیب نیازوایی: « دغنی خان اولنی نظم په ۱۹۲۸زکال په دسمبرکی دپښتون رسالی په اولنی ګڼه کی » خپورشوی و)جهانزیب نیاز، غنی غنی دی. ددویم سمیناردمقالو، پیغامونواونظمونومجموعه. چاپوونکی: بهارونه کتاب کور، غریب اباد، تهکال، پيښور. دچاپ ځای: ملت پریس لاهور، اپریل ۲۰۰۵زکال ، مخ ۹۷) 
پوهاند جهانزیب نیازدهمدغه کتاب په یوبل مخ کی په یوڅه تفصیل سره په«پښتو» خپرونه ګړیږی اودغنی خان ذکرشوی شعرراپیژنی: په ۱۹۲۸زکال کی باچاخان« دخپلواصلاحاتو اودخپل انقلابی پیغام دخوروولودپاره د پښتو تاریخی مجله پښتون جاری کړه. دامجله د ۱۹۴۱زکال پوری په مختلفوادواروکی چاپ کیده، اوپه مد یرانوکی یی د خان عبدالغفارخان، محمداکرم او عبداخالق خلیق نومونه  شامل وو. هسی خود پښتون په باقاعده لیکونو(لیکنو) کی دهغه وخت واړه (ټول) سترانقلابی  شاعران اوادیبان شامل ووچی په هغو کی دعبدالمالک ( فدا)، فضل محمود مخفی اوعبد الاکبرخان اکبر نومونه زیات جوت  دی. خود پښتون په ټایټل)مخپاڼه) باندی به دغنی خان داشعرپه باقاعد  ګی سره چاپ کیده» :

چی خازی شنی می په قبروی ولاړی       که غلام مړشم راځی توکی پری لاړی

چی په خپلووینونه یم لامبید لی               په ما مه پلیتوئ د جومات غاړی

چی ټوټی ټوټی می پوځ دفرنګ نه کړي         موری ماپسی په کوم مخ به بیاژاړی

یابه دابی ننګه ملک باغ عدن کړم          یابه کړم دپښتنوکوڅی ویجاړی

)همدغه اثر،  مخ ۵۹). غنی خان په دوه اتیاکلنی کی )۱۹۱۴ ـ ۱۹۹۶ز)   له نړی سترګی پټی کړی.

د۱۹۲۰ زییزې  لسیزی په ورستیوکالونوکی به باچاخان په دیرواوجوماتونوکی د خلکوپه تنویرولو کی لګیاو. بنیرجی په خپل کتاب کی د باچاخان د تنویری ویناګانو یوه بیلګه راپـــیژنی:   « زموږ په هیواد کی پنځوس سلنی)۵۰٪) ماشومان ناروغ دی، روغتونونه دانګریزانولپاره جوړشوی دی. هیوادزموږدی، پیسی زموږدی، خوموږپکی وږی اولغړیو. موږدخوراک څه نلرو، کورونه نلرو.... داسړکونه زموږپه پیسوجوړشوی وو. دهغوی )انګریزانو) سړکونه په لندن کی دی. دازموږسړکونه دی، خوموږاجازه نلروچی پری وګرځو. هغه(انګریز)، هندوان دمسلمانانوپرضدراپاروی... سیکان دمسلمانانوپرضدراپاروی نن دری واړه په کړاواخته دی. څوک ظالم دی اوڅوک زموږوینه زبیښی؟ انګریز» ولولی

Mukulika Banerjee, The Pathan Unarmed. Karachi: Oxford University Press, 2000, p.60

دغه شان، د باچاخان د ژونداومبارزی لپاره ولولی: عبدالغفارخان زماژونداومبارزه، کابل ۱۳۵۳لمریزکال)۱۹۷۴ز) کال.                                                              

 د بــاچاخان) فخــر افغــان) په اکــله د بشــردوست ایکنات ایســواران کتاب هــم په ګټــورو مـعلوماتـو ډک دی   

Eknath Easwaran,  Nonviolent Soldier of Islam: Badshah Khan, A Man to Match his mountains. Tomales, California: Niligiri  Press, 1999. In his “Sources and Historical Notes” relating to this book, Timothy Flinders reflects on the names Pathan and Pashtun: “In British India, Pakhtun(Pashtun) became Pathan….Throughout in which most of this story unfolds, Badshah Khan’s people were called Pathans whenever English was being used, and this is the word used in this book (by Easwaran).” Timothy Flinders elaborates on the Pathan/Pashtun issue: “Today, however, the word Pathan has decidedly colonial overtones reminiscent of British manipulation. When the British established boundaries around India, they used different words for inhabitants on either side of the line (Durand Line): meant someone in free Afghanistan, meant a resident of British India. Among themselves, Badshah Khan’s people continued-and continue-to refer to themselves as one, calling themselves )without distinction)Afghans, Pushtuns, or some dialectical variant. In these historical notes, we chose to follow current usage and kept the word -as Badshah Khan himself did even in English after the British left, to emphasize the unity of his people.” )p. 235).

د بادشاه خان اود هغه د ملګرو له  اصلاحی اوتنویری خوځښتونو څخه ، له نن نه درې  اتیا)۸۳) کالونه وړاندی په)۱۹۲۹ز) کی دباچاخان په مشری د «خدایی خدمتګار» خوځښت راپورته شو:  د خپلو  دوستانو سره له اوږدو مشورو وروسته،  باچاخان د  خدایي خدمتګار نوم هغوی ته وړاندې کړاو هغوی ورسره دغه نوم ومانه.   باچاخان په سوله)عدم تشد د) ټولنیزعدالت، خپلواکی، پرمختګ، پوهنه)تعلیم)، ساده ژوند، مشوره، په پښتوژبه، اودهسک څښتن درضالپاره د ولس په خدمت مین و.

دپاکستان دخلق کولونه نږدی څلورمیاشتی وړاندی د)۱۹۴۷ز) کال د اپریل په شپـږویشتمه )۲۶)  نیټه د باچاخان مشرځوی عبدالغنی غنی د «زلمی پښتون» په نوم یوتنظیم جوړکړ. پوهاندجهانزیب نیازددغه تنظیم هدف داسی راپیژنی: « دزلمی پښتون تنظیم جوړولومقصد  دشیرشاه سوری اواحمدشاه ابدالی په تګ لاره دعمل تابیاکول وه. دزلمی پښتون کارصرف دپښتون قام مقصداومرام پوره کول وو.داڅه سیاسی تنظیم نه وه. داتنظیم دتشد د د پاره نه وه. بلکی ددی مقصد د پښتون ولس بیداری وه. داتنظیم دتشد د د پاره نه وه بلکی دمرستی اوملګرتیا د پاره وه، چی دخپل ځان حفاظت ورته ګران وه.» جهان زیب نیاز، غنی غنی دی، مخ ۱۱۳).
  دبرتانیی دوروستنی وایسراماونټ بیټن  په کورکی یوه غونډه دمهاتماګاندی، محمدعلی

جناح اوباچاخان په ګډون جوړه شوی وه)۱۸جون ۱۹۴۷زکال). هلته باچاخان ماونټ بیټن ته رسماًد «پټانستان» نوم وړاندی کړ. ولولی

J.w.Spain, The Pathan Borderland. The Hague 1963, p. 199.

له دینه دری ورځی وروسته د)۱۹۴۷ز) کال دجون په یویشتمه)۲۱) نیټه په بنوکی لویه جرګه جوړه شوه. په دغه لویه جرګه کی د پښتنودبرخه لیک په اکله خوراغټه اوڅرګنده پریکړه وشوه. د بنود لویی جرګی لیکلی پریکړهغه ملی لاسوند)سند) دی چی په حقوقی، سیاسی اوټولنیزلحاظ ځانګړی اهمیت لری اوله دی امله یی باید د اصل ټول متن  په لاندې ډول وښودل  شی 

 

پښتنو د خپل آزاد حکومت فیصله اوکړه

پښتانه نه هندوستان غواړي نه پاکستان

د صوبې د جرګې- د اسمبلۍ د ممبرانو-دخدایي خدمتګارانو افسرانو

اود «ځلمي پښتون» د جرګې یو شریک اجلاس په یویشتم د جون ۱۹۴۷ع

په مقام د بنو کښ د خان امیرمحمد خان د صدارت د لاندې اوشو.

دې اجلاس په اتفاق سره دا فیصله اوکړه چې په دې ملک کښ  دې د ټولو

پښتنو یو آزاد حکومت جوړ شي چه د هغې د ایًین بنیاد به په اسلامي اصولو

جمهوریت، مساوات او اولسي انصاف باندې ایښودی شي . دااجلاس هر پښتون

ته اپیل کوي چه د دې اعلی مقصد د حاصلولو دپاره په یو مرکز باندې راغونډ

شي-او بې د پښتون نه دې د بل چا اقتد ار ته سر ټیټ نه کړي.

له طرفه د صوبه سرحد د لوی جرګې نه

د بنو د تاریخي فیصلې اصل متن 

د بنو د پریکړې د ټول متن د اصل د کوپۍ (فکسیمیلې) لپاره ولولئ

Djan-Zirakyar, op.cit., p. 332.

- بېرته شاته